32

د جان فاسټر د سفر یاد داشتونه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی د شرقي هند د کمپنۍ یو منصبدار و، چي د معلوماتو لپاره ۱۷۸۳ م د درانو پاچهانو په وختو کي د گرجي سوداگرانو په لباس له کلکتې څخه د کشمیر پر لار پیښور، کابل، کندهار او هرات ته راغی او دلته يې پر سياسي واقعاتو او د ښارونو پر حال او تجارت او کسبونو او مالياتو او گمرکي محصولاتو او د ولایتونو پر حاکمانو او مرکزي حکومت او د تېمورشاه پر عسکري قواوو باندي مفصل معلومات ټول کړل او په دوه ټوکه کي يې په لندن کي په ۱۷۹۸ کال چاپ کړل چي الماني ترجمه يې په ۱۷۹۹ م او فرانسوي په ۱۸۰۸ م له پاریسه خپره سوه.