32

نورمحمد د (تاريخ سليماني) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

مولف یې د پنجاب د میانوالی له پښتنو څخه حاجي نور محمد سلېماني دي چي د تولد تاریخ یې ۲۶ رمضان ۱۲۵۰ ق و، دی ځيني نور تاليفونه هم لري. ارشاد نوري يې د تصوف او طريقت بيان کوي او زاده الاعوان يي تاريخ دی.

دی په تاريخ سلېماني کي د افغان اولياوو احوال ليکي، چي له هغو څخه د خواجه سليمان او مكي خان او ابراهيم او موسی او ملا یوسف احوال شهاب الدین خان په خپل تاريخ کي راوړي دي.

(تاریخ افاغنه ۲ - ۹۰) داسي ښکاري چي تاريخ سلېمان د پښتنود تاریخ یو کتاب و، ځکه چي اکثرعرب او عجم پښتانه سلېماني بولي.