خطاطي
د هرات د تیموریانو له زمانې څخه چې کوم هنر په افغانستان کې پاته و، یوه هم خطاطی وه، چې په څورلسمه سدۍ کې يې په خراسان او ماوراء النهر او ایران کې ډېره ترقي کړې وه، هم په کتیبو Epigraphy او هم په کتابو کې يې ډېر هنري ډولونه (سبکونه) موندلي وو، چې له هغو څخه نستعلیق، نسخ اوثلث په کتابو اوکتیبو کې او شکست ډول په دفتري نوشتوکې شلم قرن ته رارسېدلي وو.
په افغانستان کې دنستعلیق دروش دوو ډولو ډیر رواج درلود :
لومړی: دمیر عماد حسینی (مړ ۱۰۲۴ ق ۱۶۱۴ م) روش، چې دورونه يې ګردي او کوچني وي.
دوهم: د مير عبد الرحمن هروي روش، چې د نونسم قرن په منځ کې راوووت او د خط دورونه يې عموماً بيضوي وي او دغو دواړو روشونو پخپل منځ کې ځینې فني او تخنيکي فرقونه په اصول،ترکیب،کرسی، سطح،نسبت، صعود، تشمیر، نزول، ارسال، دور کې سره درلودل. نو ځکه ځینې خطونه د ډېر قوت او شان او صفا او مزې خاوندان وو چې ليدونکي يې په ليدلو سره یو خوند او ((مزه)) موندله.
د نستعلیق دغه وروستنی استاد میرزا مير عبد الرحمن هروي، چې په هرات او کندهار او کابل کې اوسېدئ (مړ، هرات ۱۲۶۸، ۱۸۵۰م) د افغانستان د وروستنۍ خطاطۍ لوی استاد و، چې په هرات کې يې ډېر شاګردان لکه ملا محمد حسین، میرزا نجف، بهرام خوانساری او میرزا جان مستوفی وروزل او تر اوسه هم ځینې خطاطان د ده تقليد كوي.
بل لوی خطاط چې په نستعلیق کې یې دمیر عماد او ميرعلي روش ژوندی کړئ، د قندهار د پښین له سیدانو څخه سید عطا محمد حسيني د سيد تاج محمد زوی د سید زمان لمسی دئ، چې امیر عبد الرحمن خان د خپل دربار خوشنویس په ۱۳۱۰ ق ۱۸۹۲ م مقرر کئ او په خفي نستعليق يې د تذکره الاولیاء دوه ټوکه وليکل (د کابل د آرشیف کتابخانه) او په ۱۳۰۱ ش ۱۹۲۲م په کابل کې وفات سو.
د دې عصر نور د خط مشهور استادان دادي:
۱. سردار غلام محمد طرزي د سردار رحمدل قندهاري زوی د شکسته خط لوی استاد او نقاش او شاعر( مړ په دمشق کې۱۳۱۸ ق ۱۹۰۰م).
۲. قاضی طلامحمد د قاضی محمد حسن پېښوري زوی (حدود ۱۸۹۰ م).
۳. محمد عمړ بر دراني (مړ هرات ۱۹۱۲م).
۴. میرزا غلام قادر کاکړ د سراج الاخبار کاتب (حدود ۱۹۱۰م).
۵. سید میر مشواڼی شاعر، خطاط، نقاش (مړ هرات (۱۹۱۴م).
۶. میرزا محمد جعفر قندهاری( مړکابل ۱۳۰۶ ش ۱۹۲۷م).
۷. میرزا محمد یعقوب مخلص کابلی (مړکابل ۱۳۰۱ش ۱۹۲۲م).
۸. حسن حلمي ترابزوني (په ۱۳۲۶ ق ۱۹۰۸م په کابل کې د خطاطۍ او نقاشۍ او حکاکۍ د مکتب معلم و، (مړکابل ۱۳۰۲ ش ۱۹۲۳م).
۹. شیخ محمد رضا خراساني د ډول ډول خطو ليکوال او غټ هنرمن (وروسته به هم یاد سي).
۱۰. تاجور سلطان بي بي جان خانم د عبد القدوس خان اعتماد الدوله ماینه (مړه کابل ۱۳۱۸ ش ۱۹۳۹م).
١١. سید محمد عمر پیله کش د میر عبدالرحمن هروي لمسى (مړ هرات ۱۹۲۸ م).
۱۲. ملا فیض محمد هزاره مؤرخ او نستعلیق نویس ( مړ کابل ۱۹۳۰م).
۱۳. صوفی عبد الحميد د نصر الله بارکزي قندهاري زوی( لوی خطاط او د صنایعو استاد، مړ کابل ۱۳۴۱ ش ۱۹۶۳ م).
۱۴. مولانا محمد اسحق زرین قلم (مړ کابل ۱۳۱۵ ش ۱۹۳۶م).
۱۵. خلیفه محمد حسين سلجوقي نستعليق نویس(مړ هرات ۱۳۳۸ ش ۱۹۵۹م).
۱۶. میر آقا حسیني هروی د میر کاظم زوی د هرات نستعلیق نویس (مړ هرات ۱۳۳۲ش ۱۹۵۳م).
۱۷. سید محمد ایشان حسيني د سید محمد اسماعیل زوی د ډول ډول خطو استاد (ژوندی).
۱۸. د ده ورور سید محمد داؤد حسيني د ډول ډول خطو استاد (مړ کابل ۱۳۵۷ ش ۱۹۵۷م).
۱۹. عزيز الدین وکیلي پوپلزی د حاجی نظام الدین زوی (ژوندی هفت قلمي خطاط او نقاش او ماهر هنرمن او مورخ).
۲۰. محمد علي عطار هروي ( ژوندی ماهر خطاط).
۲۱. فيض محمد زکریا (ژوندی، نستعلیق نویس).
۲۲. محمد ابراهیم خلیل د فضل احمد زوی (ژوندی شکسته نویس).
۲۳. حسین وفا سلجوقی( ژوندی، خطاط).