32

هرات فرهنگي اغيزې پر ايشيا باندي

پښتو مقالات

 او دامير علي شبر نوايي فرهنگي او ادبي كارنامې

هرات او تېموريان :

 هرات د ايشيا په زړه کښي د خراسان مرکزي ښار گڼل کېدئ، چي تر اسلام را وروسته هميشه د ایشیا یو مشهور تجارتي مرکز او فرهنگي روزنتون و، ځکه چي د غرب له خوا د خراسان تجارتي لار پردې ښار راتله، او د خراسان دبلي اقتصادي. او سياسي مركز نشاپوره سره نكتي ؤ. د شمال په خوا هم هرات د خراسان له پایتخـت مـرو او نورو تجارتی ښارو لکه بخارا او سمرقند سره رابطه درلوده، او دجنوب له پلوه د سیستان رخج سره نښتئ ؤ چی لاری ئې شرقا د سند د ارتي ناوې سره دره  بولان  پرخو خلاصي وې. د هرات دغه اقتصادي او تجارتي موقعيت،و، چي عربو باب الهند باله، او هر وخت د سیاست او هنر او پوهني لپاره هم یو پوخ قرارگاه. شمېرل کېدئ.


د طاهریانو او صفاریانو او غزنویانو او غوریانو په وختو کښی هرات ۶ دغسی مرکزیت درلود او کله چی پسله ۶۱۸ هـ د چنگیزیانو تاړاکونه راغلل نو هرات هم درانه تاوانه ولیدل او ډیری ورانۍ پرغلی. د چنگیزیانو نی پاچا ابو سعید بهادر په ۷۳۶ ه تر دنیا تبـر سـو، او په همدغه کال یو بل فاتح هم ددغی کورنی څخه وزېږېد، چی تېمور ئی بالهول، او دغه فاتح پورنی ۷۸ و ۷۸۲. هرات د کورتی کورنۍ شاهان یې هم په ۷۹۲ له منځه وایستل، دده فتوحات شرقاً تر ډهلی او غرباً تـر استانبوله ورسېدل، او پایتخت ئې چی سمرقند ؤ، د ټولی ایشیا مرکز سو. د چنگیز او تېمور په فتوحاتو کښی افغانستان ته ډیری ورانی ورسېدې مگر کله چی د دوی اولادونه او لمسیان د خراسان په مدنیت او ثقافت کښی وروزل سوه نو دوی بیا ډېر. ښه او مدنیت پروره شاهان وو. دلته باید دا خبره ښکاره سی چی کله اقتصادي عوامل پــه يــوه محيط کښي سره سم سي نو هلته سياست او ثقافت دواړه نشوونم کوي، او انسان هم د هغې اقتصادي دور تر اغيزو لندي فرهنگ او. هنر روزلاي سي. د تېمور دوره خو له ۷۷۱ ه څخه دده تر مرگه ۸۰۷ پوری په جنگو او اړو دوړ تېره سوه مگر پسله ده چی شاه رخ دده زوی خراسان ونیو، او په هرات کښی پر تخت کښېنست دي شهزاده د خراسان په ثقافت کښي پرورښت ليدلي و نو ده په هرات کښي د خپل اساس فرهنگ او هنر او علم پرورۍ پــر اصولو باندي ټينگ کړ، او دا ښار عروسوه ال خابل و ښا. تر نیم قرن لږ څه کم شاهی وکړه، په هرات کښې مجلل عمارتونه او مدرسې جوړی کړې، دده ملکه گوهر شاد هم یوه مدنیت پالونکې ښځه وه او د فن تعمیر شهکارونه ددې په امر جوړ سوي دي او زوي ئي اولوغ بگ د سياست او رياضي ماهر ؤ، د شاه رخ د شاه دوره د خراسان د ودانه او مدنيت په تاريخ كښي ډېره درنه ده، دده مملكت له سيحونه تر بحيره عربه او له فارسه تر عباسينده پوري اوږد ؤ، او چي په 850 ه مړ سو، نويولس كاله په خراسان كښي د شه و موگان. څو چی په ۸۶۱ ۵ سلطان ابوسعید بن محمد میرانشاه بن تیمور هرات او زابلستان او ټول خراسان و نیو، دره شاهی یوولس کاله اوږده و او چی په ۸۷۳ ه مړ کړ سو، نو په همدغالدین کال سلطان حسین میرزا د غیا. بایقرا لمسی په هرات کښی پاچا سو دغه بایقرا د عمر شیخ زوی او د تېمور لمسی ؤ. د سلطان حسن بایقرا دوره لکه اوده چی وه دغسی هم یو سمسوره او د آرامۍ او د هنر او عمرانه ډکه دوره وه دی د روژې په لسمه د جمعې په ورځ (۷۳) د هرات پر تخت کښېنستلی او په ۹۱۱ ه کال تر انهشو کل دیر شاهی وروسته په هرات کښی وفات سو چی دده په مرگ نو د هرات سمسور مدنیت زمول سو د شهزاده گنو تر منځ اختلاف ؤ او د غربي خواهم صفوي شاهانو پردې مخکه حملې او ناورینونه راوستل.

 (۲) د خراسان نوی کلتور پالل تون او عناصر يې : 

په خراسان کښي تر اسلام را وروسته یو کلتور د زړو او عربي عناصرو په گډون جوړ سو، چي هنر او صنعت او ادب ئي هم خپل پخواني خراساني خصايص درلودل هم د عربو او. اسلامي فکر او هنر ډير نوي شيان ورسره گډ سوي وو.


کله چی په دریم او څلورم قرن کښی د خراسان د ترکی عناصرو گډون هم له دغه خراسانی فرهنگه سره ،وسو نو دلته په خراسان کښی د سلجوقیانو او نورو ترکی عناصرو په لاس د ترکی فرهنگ ځئینی هم در خراسان زاړه فرهنگ سوره و گډی. څو چی د چنگېزيانوپه واسطه ځيني مغولي اوچيني فرهنگي عناصر هم د خراسان او منځنۍ ایشیا په کلتور کښی ځای ونیوی، او کله چی امیر تېمور او بیا دده اخلاف په سمرقند او هرات او هرات او ایران کښی دګی دڵه، دڵکی دھی ځای ونیوی. څنډو څخه بیا تر دجلې و، جي ني او حتي استانبوله پوري له دغو سوو عناصرو څخه مرکب و اساسي عناصر يې د خراسان اصلي او موروث ثقافت تر اسلام دمخه او وروسته زمان په همدغه مخکه کښي روزل سوي وه، او دسا پانو اوي صفاري. پوخوالی او ټینگار موندلی ؤ. ددې ثقافت یو اساسي ټکی دری ژبه او د هغې ادبيات وه چي په اوم او آتم قرن کښي پر ټوله ايشيا له استانبوله تر گنگا پوري خپورتيا موندلې وه او د عربي ژبي سره ئې پوره سيالي کوله. 

ب:   دوهم عنصر ئې اسلامي دين او د عربو د ثقافت ځيني مبادي وو، چي د اقتصادي او ديني روابطو په مرسته په خراساني ثقافت گر سوي وو، مثلاً موږ گورو چي شعر اوهنر بديعي اثرونه خو ټول په دري ژبه دي، اما گرد علمي . دي. او هغه پوهان چی د طب، ریاضی، فلکیاتو او نورو علومو په لیکنه بوخت دی، اکثر عربی لیکی. 

ج:      دریم مهم عنصر په دغه گډوډ ثقافت کښي ترکي اثرونه دي، چي له قديمي زمانې څخه په خراساني فرهنگ راگد نسوی، او ددې زاړه ثقافت رنگ ئې موندلی او بیا له دې ځایه په گرده ايشيا كښي خپاره سوي و او دده خبري ثبوت د ښاغلي گيـب انگليسي محقق په دغه لندي شرحه سره کيږي چي د عثماني شعر تاریخ په دوهم ټوک کښی هسی وایی :

 د هرات مدرسې په خاصه توگه غنایی او غزلی شعر وروزه، او کلام ته ئې هنرى آرزوت او صنعتى امتیاز ورکی، د فضیلت دوست او ادب پالونکی سلطان حسین بایقراپلی درخشانه دربار په دغه کار کمښ. ته ورسودئ او د هرات ادب د جامی او میر علی شبر له برکته دونی بشپړ او اغیزه ناک سو چی دغه دوره د ادب د آسمان استوری د عثمانی ترکی ادب ددوهمی دورې (۱۴۵۰) م - ۱۶۰۰ م ) لارښوونکې بل کیږی. 

د چین او هند د د صنعت او حرفت اثرونه هم ډېـر خراسان ته رارسېدلی وو، ددغو دواړو مملکتو سره تجارتی تگ راتگ او حتی سفارتی تعلقات هم موجود وو، نو د هرات میناتور او هنر مکتب په ځان کښي دغه اثرونه قبول کړي وو. 

 (۳)د خراساني كلتور هنري خووي :

 د خراسان د تېموریانو د دورې هنر او کلتوری مجموعه په هرات سمرقند، بخارا او مشهد او نورو لویو ښارو کښی اوس داسی مرکبه اما جامعه گو بشپړه وه چی د هنر شهکارونه ئې منځ ته راوړي دي مثلا  ۱- د ښکلي خط او خطاطی هنر خپل لوړ معراج ته رسېدلي ،ؤ، تردې اندازې چي ځ تريني هنر پېژندونكي پوهان وايي :دکتاب ترتیب په دغه ډول د دنیا په هیڅ گوټ کښي چا نه ؤ کړی. دې دورې ښکلي خطونه نسخ اونستعليق دي، چي له كوفي خط زېږېدلي دي، د پنځم .


قرن په اول او د سلجوانو په زمانه کښي کوفي خط له خپلي قديمي راحت څخه راووت او د یوه ښکلي صنعت په ډول په کتابو او پر ودانيو او ډبرو باندي وليکل سوئي له دخمه راووت او. تعلیق وزېږېد او په اتم قرن کښی ددغو دواړو له گډونه نستعلیق پیدا کنید سو دغه خط چی وروسته په ټوله ایشیا کښی د یوه هنر په ډول خپور سوره دھرات د تېموریانو دھدګرای مشهور. هنري مكتب نوابغ جعفر بایسنقری - مولانا اظهر - سلطان علی - زاده ابراهیم بن شاهرخ بایسنقری میرزا او په سوو نور نامتو خط لیکونکی دي. او دوی د نستعلیق خط په گرده ایشیا کښی له هراته خپورکړیدئ.

 ۲ د کتاب د لیکلو سره دوه نور ښکلی هنرونه هم وروزل سوه :

 اول : میناتور چی په ډېر دقت نې ځنی شكلونه مناظر کښل، او هگه ئې په ډېر ښکلی ډول کول ځ. او دغه فن د هرات په هنري مدرسه کي ډېر وپائل سو د شاهرخ په زمانه کښي خليل نقاش و د بايسنقرا ميرزا ​​په مدرسه کښي امير شاهي سبزواري او زمان غياث الدين د هرات زبده نقاشان وو او چيني هنر پشه داني استادان. څخه اقتباس کاوه، مگر هغه يې پخپل هنر کښي داسي تحليل کړي دئ چي د هرات د نقاشۍ يو قوي او مستقل ډول خني جوړ سوي او او وروسته ئې د حسن او خراسان او فارس براي نقاشی باندی ښکاره او اثر ک دغه عصر د میناتور دهنر طلایی دوره گڼله کیږی کمال الدین بهزاد د میناتور کښوونکو پلار په هرات کښی پیدا سو، او د سلطان حسین بایقرا . د دربار سید احمد نقاش شاگرد ؤ، د بهزاد نقاشی او دده سبک او مکتب دنیائی شهرت لری او دهرات د هنري مکتب تر ټولو لوی استاد دی شاگردانو او پېروانو ئې د میناتورۍ ښکلی هنر په جهان خپور کړی و. او بيا قاسم هروي او دده پيروانو لکه آقا ميرک، سلطان محمد، ميرزا ​​علي، مظفر علي، مير سيد علي په فارس او هند او بخارا کښي دغه سبک وروزه حتي چي په تورکيه کښي هم دې هنري مکتب نفوذ وکړ. په فارس کښي هم موږ هغه وخت د هرات د هنر نفوذ ليدلاي د سلطان محمد نور او شاه محمود نيشاپوري او ميرعلي او رضا عباسي او محمود مذهب او مولانا ياري او ميرک او حسن بغدادي کله او عبدالله شيرازي او نورو ډيرو هنرمندانو آثار و گورو چي پر هرات بندي د صفويانو يرغلونه راغل نو اکثر هنروران او پوهان چي هلته د تيموريانو هنر پرور شهزاده گنو په دربار کښي سره يوځاي سوئي ئو و بخارا يا هند. الدین محمود مذهب او عبدالله مذهب په بخارا کښي ډېر هنري آثار و کښل او شاگردان ئې وروزل د هرات د هنري مدرسې دوهم فن چي په ټوله ايشيا کښي خپور سو، د کتابونو تذهيب او زرنگاري وه چيندگان مذهبانو به د قرآن شريف او نورو کتابونو حاشيې او عناوين او فصلونه په هندسي اشکالو او گل انسان اوبلگونو او پُرْهُوَه اوبلگونو. سره طلا کاری او تذهیب کول او موږ د هر ځای په هنرمندانو کښی د دغو فنکارانو نومونه گورو د کتابونو د لیکلو او تذهیب او نقاشی سره د وقایه سازی فن هم هغونی ترقی وکړه او خورا نفیسي وقايې په ئي په ښکلو رتنونو او نقش ونگار جوړولې او د  مستر ډیماند په قول ددغه صنعت نفوذ تر ایټالیا او گردی اروپا پوری هم رسیدلی ؤ. د خطاطی، نقاشی، تذهیب، تجلید بهترینه نمونه اوس د تهران د گلستان په موزه کښی د جعفر بایسنقر په خط یوه شهنامه ده چی په ۸۲۳ ه کښلې سوده او ۲۲ د هرات د نقاشی بهترین شهکارونه لري.

 دبرتانوی موزیم مشر پروفیسور د برت په قول دغه کتاب په خط تذهیب، کاغذ، نقاشی، صحافت او تجلید او ټولو خصوصیاتو کښی د بشر په تاریخ کښی عالی ترین او گرانبها سویی ترین کتاب دی چی په هرات کښی د هراتي استادانو په لاس جوړ سویدي.

۳. د ودانولو هنر هم دهرات د تېموریانو په توجه ډېر پر مخ تلی و، معماران او بنایان په عمرانی چارو کښی ډېر ماهر وه، پخپله د ودانۍ نقشه او راه اندازی شد گمبتو او دالانو او رواقو او خلو جوړول په و داسی. ښکلی او هم د استفادې وړ وو، د ودانیو د بندینی منظره هم د تعمیر له پلوه اوهم په زرنگاری او کاشی کاری یا د خښتو او ډبرو په نقاشی کښی خورا ښکلی وه، ښ کاریه به ایسدنه رو، او را می بینید. گچ کاری هم داسی وه، چی انسان ای په لیدلو نه مریدی د مزار شریف ودانی د هرات د گوهر شاد کاشی گمبته، د جامع ځنی ودانه د مشهد د امام رضا (رض) په مزار کښی د گوهرشاد په امر جوړه سوي ودانه د هغه عصر. عمراني نخښي دي.

 (۴) دامیر علي شېر شخصیت او فرهنگ پالنه:

 د هرات فرهنگ په لوړ تفصیل او ډېر جامعیت تشکیل وکړ، او د شاهرخ په دوره کښی وپالل سو، خو د بهره بردارۍ وخت ئې د سلطان حسین بایقرا زمانی ته راورسېد او ددغه دربار لواییی وزیر یا صدر اعظم امیر هم شیر علی. عالم، و هم د ترکی او فارسی شاعر ؤ، هم لوی سیاست مدار او ضابط اداره چی ؤ. د دې دانشمند او صاحبدل صدر په غوښتنه ډېر کتابونه تالیف یا کښلی سویدی ډیر هنري پيدا سويدي ډيري ودانۍ پورته سوې او ډيري مدرسي او خيريه مؤسسي بناء سويدي.

 د امير علي شېر نوايي حقيقي خلاقي ده په تركي نظم اونثر كښي ښكاري ځكه چي تر ده دمخه چا په دغه اندازه ليكني او هنري مي سازند. نه وه کړی. 

د ايشيا په يوه برخه کښي چي ماوراء النهر نوميد، د ترکي ژبي شرقي لهجه ياني چغتايي ترکي رواج وه، مگر ادبي او علمي ژبه دري. وه، پوهانو او شاعرانو به اکثر خپل آثار په دری یا عربی لیکل.

 امير علي شېر په ترکي ژبه ډېر شعرونه وويل، نثرونه ئې وليکل کتابونه ئي تالیف کړل او دی په حقيقت کښي د خپل عصر د خراساني ممزوج ثقافت ممثل ؤ، او پخپله ئې هم ددغه فرهنگ په ایجاد او روزنه کښي غښتلی لاس درلود. 

یوه زمانه چی مولانا عبدالرحمن جامی غوندی عالم او شاعر او صاحبدل زیږوی یا بهزاد غوندی نقاش او هنرور منځ ته راباسی او یا بایسنقر او اولوغ بهگ غوندی پوهان اوهنر پروره شهزاده گان روزی نوصدر اعظم به ئه جامع ام و هم دغسی. تاسي د نوايي خپلو شخصي او صافو او محامد و ته مه گوري، بلکه دده هغه صفات وويني، چي د نورو په پرورشت او د خلکو په خدمت او پالنه کښې ئې لري، د نوايي په تاليفاتو کښي يو خمسة پنځي چي. اودا کتاب ده د حضرت جامی په پژندنه اوستاینه کښی لیکلی دی. نو یو صدر اعظم چی د یوه عالم اوشاعر دونی قدر کوی، چی پخپله ئې په ستاینه کښي قلم اخليتاسی قیاس کولای سی چي د فرهنگ او پوهنی سره به خونی علاقه مندی ولری؟ په دغه باب کښي موږ دیوه بل تېموري پاچا بابر له قوله د امير علي شېر د شخصيت په پېژندنه کښي دغه الفاظ رانقلوو ، بابر وايي : لكه امير علي شېر بل څوک ما دغسي کریم او دانش پرور ندی لیدلی، ده لکه ډېر ليکوال او شاعران چي پر ځان راټول کړي وو، هنرمند نقاشان لکه بهزاد او شاه مظفر او موسيقي دانان لکه قول محمد او شيخ نايي او حسين عودي ئې هم روزلي وه او پخپله هم ماهر موسيقي دان او نوازنده اونقاش و نوایی د خلکو له خدمته څخه هم سترگی نه پتولې یواز ئې په خراسان کښی ۳۷۰ مسجدونه او مدرس او د خیر ځایونه جوړ کړی ؤ، ډېر اوقاف ئې د خلکو د گټی لپاره درلود((