د کریمداد بنګښ په دیوان کی قصاید
د پښتو ادب د قصيدې په اوږده تاريخ کې چې کله موږ د غوری دورې تر لوړو او ښکلو قصیدو را تیر سو نو د روښانی مکتب له بی خوند و منظوماتو سره مخامخ کیږو او داسی وینو چې تر ۸۰۰ ق را پدې خوا پر پښتو ادب باندی د هنری رکود اود ښکلا د فقر دوره راغلې ده. مگر کله کله پخپله په دغه ډله کې ځینی د ذوق خاوندان او د هنر او ښکلا روزونکی شاعران هم پیدا سوی دی چې له هغو څخه يوكر يمداد دی، چې په دری شعر کی ځان «عیشی » بو لی.
د روښانی ډلی د منظوماتو په لړ کې د کر يمداد ځيني قصيده وشمه منظومې د هيرولو وړندی. د ده ديوان اکثر په هغو اوږدو تغزلاتو ډك دي، چې سړي یې غزل نسى بللای، خو د قصيدې ټول خصوصیات او تعريفونه هم نلری.
كريمداد هم عمر په هندوستان کې تيراوه، په قوم بنگښ و، ځینی فارسی غزلی هم د دیوان په پای کې لری، چې ادبی ارزښت يې متوسط دی، مگر د پښتو وینا یی تر نورو روښانيانو قوی ښکاری او سړی ویلای سی چی کریمداد یو ناظم و چې د شعر درشل ته ور نزدې سوی و. د كريمداد د زوکړی ځای د هند شمس آباد اود استو گنی ځای رشید آباد و، او دا ځای هغه رشیدخان آبادی کړی دی، چی د روښان پیر له لمسيانو څخه و، او د هندوستان کورگانی پاچهانو هلته فراره کړی، او په ۱۰۲۹ هـ ق کمال یی د اورنگ آباد په صوبه کی څه مځکی او کروندې د جاگیر په ډول ورکړی وی، دی وایی:
زما ځای د قناعت رشید آباد دی
که هر څو ښهرونه ډیر دی بې شماره
د ماثر الامراء خاوند لیکی: «رشیدخان» درسنه ۱۰۵۸ق در صوبه داری نا ندیر بساط هستی در نورد، در شمس آباد دیهی آباد کرده، باغ طرح انداخته، نعش او را برده همانجا مدفون ساختند ».
(ماثرد وهم توك ۱۸۹۰م)
نو کریمداد هم په شمس آباد کی درشیدخان په دغه کلی کی اوسیدیء، چی وروسته رشید آباد سو. دی وایی:
دریغا سیر گلگشت رشید آباد میخواهم
تماشای پری رویان شمس آباد میخواهم
می و معشوق گلرخسارو آوازخوش مطرب
کنار گنگ و سرو سوسن آزاد میخواهم
( د کریمداد دیوان ص ۹۸ )
كر يمداد چې په دری ژبه کوم خواږه اشعار ویلی دی، خپل تخلص (عیشی ) او قوم بنگښ داسی ښیی:
عیشی ام انگشی ام خاك رهم
دین و دل باخته در راه توام
په هر صورت د کریمداد ژوند تر ۱۰۵۸ق پوری چی رشیدخان مری یقینی دی، پس له دې نده معلومه چی په هند کی و، که بیرته به خپل وطن تیرا او بنگښو ته راغلی وی که یه؟
كر يمداد په روښانی مکتب کی لوړ ځای لری، ځکه چې د ده د بيان قوت په دواړو ژبو پښتو او دری کې ځلیږی او داسی ښکاری چی د عرفان په څرگندولو او بيانولو کې خپل هنری استعداد هم لری، او د ده ویناوی تشی بی خوندی منظومې ندى.
تاسی وگوری، چې هنری استعداد څنگه د یوه هنرمن په په تخليقاتو کی اثر کوی، او خپله اغيزه ښکاره کوی. خبری هغه خبری دی، چی دولت او میرزا انصاری یا پخپله روښان پیر په خیر البیان کی کړی دی. مگر کله چی د عرفان هغه زرد يوماهر زرگر په لاس ورغلى دي نو ده پخپل هنری مهارت، هغه داسی سینگارا و جړاو کړی دی، چی د ښكلا يوه دلكشه نمونه ده، او سړی چې یی لولی، نو خوند ځنی اخلی:
د عاشق په نظر گوریء
د محبوب دمخ جمال دی
توری زلفی یی خوری کړې
پر سپين مخ یی ایښی خال دی
گهی سرود چمن شۍ
بیا جنبش یی پخپل حال دی
گه بلبل خوش الحان شۍ
گه طوطی شیرین مقال دی
توری سترگی بی مکحولی
هم یی قد په اعتدال دی
بیا عجب یی کری وروځی
چی تشبیه یی په هلال دی
درست مجلس بی په می مست که
څه عجب سا قی کلال (؟) دی
موجودات یی برگ برشه
د وحدت د باغ نهال دی
گھی ساز گھی یی مات کا
دی د کل بانډو کلال دی
سا تند وی د زنده سر و
د جمله حیوانو گوال دی
د اسلام پر لوړه و خوت
بانگ یی ووايه بلال دی
مقلد پکی بندی شو
دا تقلید بی مثله جال دی
چی له دی دامه بیرون شو
پر هغه دیدن حلال دى
دا دیدن به هغه کاندی
هر چی تیر ترسرو سال دی
چې یی آ ئینه شوه رنگه
پر هغه ديدن محال دی
ذميمه او صاف به څو که
هر چی حمیده خصال دی
له بدۍ به تل پرهیزکه
چی پسندیده افعال دی
کریمداد دا بیان کښلی
په زر شپږ پنځوسم کال دی
یادگاری یی ده پریښی
بیان کړی یی خپل حال دی
هر چی راشی پر داد نیی
عاقبت بی ارتحال دی