32

احمد شاه بابا

د افغانستان لنډ تاریخ شپږمه برخه

احمد شاه ابدالي د هرات د حکمران زمان خان چې دمخه يې يادونه وشوه زوی په خټه ابدالي سدوزی په ۱۱۳۵هـ (۱۷۲۲م) کال د زرغونې نومې مېرمنې له نسه چې په ختمه الكوزۍ وه، په ملتان یا هرات کښې وزيږېد ، سره له دې چې د سن له مخې کشر ؤ، خو د خپل سلطنت په وختو کښې يې افغانستان ته لوی خدمت وکئ چې په همدې سبب د افغانستان خلکو ورته د "بابا" لقب ورکئ ده پر خپل مهر چې طاوسی شکل ئې درلود دا جمله ليكلې وه: "الحكم الله يا فتاح - احمد شاه در دران" د "دراني" کلمه که څه هم پخوا په تاریخو کښې څرګنده ،استعمالېده خو تر هغه وروسته يې بیخي د ابدالي" كلمې ځای ونیو چې تر اوسه ټول ابداليان ځانونه "دراني" بولي. احمدشاه په افغانستان کښې اداري لښكري، مالي او مدني تشکیلات تاسیس او وزیران یې وټاکل چې اشرف الوزراء بګی خان بامیزی مشهور په شاه ولیخان د ده سر وزیر و او په ۱۱۷۴هـ ١٧٦٠م کال يې د احمد شاهی ښار په نامه د کندهار د اوسنی ښار بنسټ کښیښوو، پر (١١٦٦هـ) کال يې د کابل جنګي حصار ودان او هم يې د هندوکش په شمال کښې د تاشقرغان ښار جوړ کی او په سند کښې يې د حیدر آباد ښار د بنسټ ډبره کېښوده (۱۱۸۲هـ په کندهار مشهد اټك، ډهلي، روهيلكند، پېښور، تته، ډېره غازیخان ،کشمیر ،کابل ملتان او هرات کښې يې په خپل نامه سکه ووهله، د ده سرو زرو سپینو زرو او مسو د احمدشاهي دولت رسمي نښان دوه څوکې توره د غنمو وږی او ستوري کيندل شوی. او پر ځينو سکو دا بيت هم و


 حکم شد از قادر بیچون باحمد پادشاه 

سکه زن برسیم و زر از پشت ماهی تا بماه


 احمد شاه په منځني توګه يو لك عسكر ساتل او له پنجاب، کشمیر او سنده نيولې د آمو تر سیند ، مشهد او بحیرۂ عرب پورې د ده د هېواد ټول عایدات (۳۱) ملیونو روپیو ته رسیدل خو جنګي ولجي خزانې او نور زيات ثروتونه چې د هند په جګړو کښې لاس ته ورتله له دغه شمېره بېل دي. ده د خپلې پاچاهۍ پر مهال دغه جګړه ييز سفرونه بشپړ کړي دي. 

د احمدشاه بابا جگره نیز سفرونه

 ١ - د ( ١١٦٠ هـ (۱۷۴۷م) کال په پای کښې يې غزني، کابل او پېښور ونيو او په کابل او پېښور کښې يې تيموري او نادري پخوانی حاکم) ناصرخان مات کئی عبدالصمد خان مومندزی د اشنغر يو مشر له احمد شاهي لښکر سره يو ځاى شو احمد شاهي سپه سالار سردار جهانخان، ناصر خان د ايك ها خوا ته وخغلاوه او په خپله احمد شاه کندهار ته ولاړ.

 ٢ - پر ( ١١٦١هـ - ۱۷۴۸م کال له دېرشو زرو پلیو او سپرو سره له کندهاره راووت او د کابل او پېښور له لارې د اټک او جيلم غاړو ته ورسيد. د لاهور حمکران شهنواز خان د وزير الممالك قمر الدينخان په واسطه له ډهلي څخه مرسته وغوښتله او د چناب د سيند پر غاړه له احمد شاهي لښکر سره مخامخ شو، خو د جنګ له میدانه وتښتېد او احمدشاه لاهور ونیو، تر هغه وروسته يې ډهلي ونيو، د محمد شاه لښکر يې مات او د ربیع الاول پر ۱۳ مه ١١٦١ د سرهند ښار ته ننوت. د ١١٦١هـ کال د لومړۍ خور پر ۲۲ مه د جمعې پر ورځ تر مالوپور په جګړه کښې وزير الممالك قمر الدين خان ووژل شو، ځکه نو د ډهلي ګورګاني پاچا محمد شاه د لاهور ولايت د هغه خلف مېرمنو معين الملك ته و سپاره، احمد شاه له ډهلي دولت سره روغه وکړه د سند سيند يې د دوو . هېوادو تر منځ برید و ټاکه او د پېښور - كابل لها لارې بېرته کندهار ته راغی.

 ٣- پر ١١٦٢ هـ د کابل او پېښور له لارې لاهور ته لاړ، د لاهور له حکمران میرمنو معين الملك سره یې هم روغه وکړه، د سیالکوټ، ګجرات، پنجاب د اورنگ آباد او امرتسر مالیات یې د مېرمنو پر غاړه کښېښووه چې هر کال به یې احمد شاهي اعلى ديوان ته رسوي کندهار ته بېرته د رسېدو پر وخت يې د قبيلو ځينې مشران لکه نور محمد خان میرافغان غلجي، ګدوخان او محبت خان پوپلزی چې د ده پر خلاف یې دسيسه جوړه کړې وه ووژل.

 ۴ - پر ١١٦٣ هـ ۱۷۴۹م کال هرات ته ولاړ هغه ښار يې تر څلورو میاشتو کلابندۍ وروسته له امیر عالم خان څخه ونیو او د سردار جهان خان پوپلزي په مشرۍ یې پینځه زره سپاره تربت جام ته ولېږل، هرات يې درویش علي خان هزاره ته وسپاره او په خپله مشهد ته لاړ، هغه ښار يې تر څلورو میاشتو کلابندۍ وروسته د نادرشاه لمسی شهرخ میرزا ته ورکئ او په خپله د نیشاپور خوا ته ولاړ خو چې د نیشاپور حاكم عباس قلي خان بيات مقاومت وکئ او له بلې خوا د ژمې سخت موسم راغی، نو احمد شاه د هرات له لارې کندهار ته را وګرځېد. 

۵ - د بلوچستان سفر د احمد شاه بابا" په وخت کښې د کلات حکمران او د براهوی خان د نادرشاه له خوا د مير عبد الله زوی میر محبت خان ؤ، خو بلوڅان چې د هغه د کشر ورور امیر نصیر خان پر خوا وو او د احمد شاه حضور ته يې عرض کړی ؤ، نو ځکه پر ١١٦٣ هـ کال چې احمدشاه د خراسان له سفره را وګرځېد ، سمدستي يې له کندهاره د بلوڅو کلا ته مخه وکړه، په دغه وخت کښې مير نصير خان د سند په خدا آباد کښې ميا نور محمد کلهوره ته ناست ؤ، مور يې بي بي مريمه په کندهار کښې وه او دواړو شاهي مرسته غوښتله. احمد شاه مستنگ ته تر رسېدو وروسته کلات ته رهي شو مير محبت خان حاجي رجيم خان بابي له قرآنکريم سره د احمدشاه حضور ته شفیع واستاوه، احمد شاه هم د سمدستي له پاره د کلات خاني مير محبت خان ته پرېښووه بېرته کندهار ته راغی نوموړي خان خپله يوه خور چې بي بي میرگوهر نومیده د آخون محمد حيات په وسیله په غزني کښې د احمدشاه حضور ته واستوله او هغه هم واده کړه څو مياشتې وروسته د بلوڅو د خانۍ د ستونزې د هوارۍ له پاره د هغې سيمي ټول نوميالي سرداران کندهار ته د احمدشاه حضور ته را وغوښتل شول میر نصیر خان هم له خپلې مور سره هلته و چې په پای کښې احمدشاه میر محبت خان د طهماسپ خان په لاس بندي او مير نصير خان يې د کلات په خانۍ وګماره (۱۱۶۴). خو میر نصیر خان په کلات کښې د خپلسری بیرغ اوچت کړ. هغه ؤ، چې د بلوڅو د قبيلو يوې برخې په کندهار کښې د احمد شاه حضور ته يې استغاثې وکړې، احمد شاه چې دا خبر واورېد ژر وخوځېد او کلات دوولس ورځې کلابند کئ، خو د جنګ او وینو تویولو امر یې ور نه کی، په پای کښی نصیر خان د آخون محمد حیات او وزير شاه ولي خان په واسطه د احمدشاه حضور ته ورسېد او و بخښل شو چې تر دې وروسته يې په احمد شاهي لښكر كښيو کښې ګډون کاوه.

 ٦ - په ١١٦٤ هـ کال بیا احمد شاه له خپل لښکر سره د هرات له لاري پر نیشاپور حمله وکړه، د نیشاپور کلا يې په لویو توپو وويشته او ويې نيوله، د هغه ځای حکومت يې بېرته عباس قلي خان بیات ته چې تسليم شوی و، وسپاره احمد شاه د خراسان شاوخوا ونیول د مشهد له حمکران شاهرخ میرزا سره يې په دې شرط روغه وکړه چې سکه او خطبه به د ده په نامه وي او د جام باخرز تربت خواف او تر شیرازه ولایتونو احمدشاه ته وسپاري، تر هغه وروسته شاهرخ خپله سکه په دې بيت کښلې کړه:


 یافت از الطاف احمد پادشاه 

شاهرخ بر تخت شاهی تکیه ګاه

 

احمد شاه له مشهده هرات ته راغی او وزیر شاه ولي خان يې مرو میمنه اندخوی بلخ بامیان او بدخشان ته واستاوه، نوموړي وزير د افغانستان ټول شمالي ولايتونه د هېواد په مرکز پورې وتړل.

 ۷ - پر ۱۱۶۵ هـ ۱۷۵۱ م کال د پنجاب د نیولو له پاره لاهور ته ولاړ. مېرمنو معين الملك تر څلور میاشتو پورې مقابله وکړه، خو تر هغه وروسته تسلیم شو او احمد شاه دی د هغه ځای حاکم په توګه وپیژاند. په دغه سفر کې د احمد شاه له حضوره (ايشيك آقاسی) شاغاسي عبد الله خان د کشمیر نیولو ته وګمارل شو او هغه هم ونيو، خواجه عبدالله كوچك يې د کشمير حاكم او سکجیون هندو يې د هغه ځای مستوفي وټاکه، قلندر خان پښتون یې د ډهلي دربار ته سفير واستاوه او ګورګاني احمد شاه ومنله چې پنجاب، سند او کشمیر دې د احمد شاهي هېواد برخه وي. احمد شاه د پنجاب ملتان او کشمیر د چارو تر سمون وروسته د سند د سیند ښۍ غاړې ته را پورې ووت بنو او کابل ته راغی او له دې ځايه بېرته کندهار ته ولاړ.

۸ - د ١١٦٧هـ کال په سر کښې احمدشاه سند ته يو سفر وكئ، چې شرح به يې وروسته راشي خو د همدغه کال په منځ کښې له کندهاره هرات ته ولاړ او د خراسان تر نیولو وروسته یی مشهد کلابند کئ، د نادرشاه لمسي شاهرخ میرزا د ده اطاعت ته غاړه کښېښووه، احمدشاه د ړانده شاهرخ نیابت نور محمد خان افغان ته وسپاره جام باخرز خاف تربت او تر شېرازه يې په هرات پورې وتړل او شاه پسند خان يې د شاهرود بسطام او سبز وار د نیولو له پاره و استاوه تر هغه وروسته عباس قلي خان بیات په نیشاپور کښې کلابند او غاړې ايښودو ته اړکړ او بیا یې هم دی د نېشاپور په حکومت وګماره، د هغې طايفې څو کورنۍ يې غزني او کابل ته ولېږلې او په ١١٦٨هـ کال بېرتهکندهار ته و گرخید.

 ٩- پر ١١٦٧ هـ چې مېرمنو معين الملك مړ شو، احمد شاه د هغه زوی میر مومن د لاهور حکمران وټاکه خو دی چې کوچنی ؤ، نو د خپلې مور مغلانی بیگم په لارښوونه يې حکومت کاوه په دې وخت د مغلانې بيګم او امیرانو تر منځ اختلاف پېښ شو د نواب عبدالصمد خان زوی خواجه عبدالله خان نوموړې میرمن بندۍ کړه او له احمد شاهي حضوره يې د لاهور د حکمران مقام و غوښت احمد شاه د جهان خان سپه سالار ورور امان خان پوپلزی د لاهور د چارو د سمون له پاره ور واستاوه خو هغه څه و نه شو کړای او پر (۱۱۷۰هـ کال آدینه بیګ د ډهلي له لښکر سره لاهور ونيو او پر کال يې دېرش لکه روپۍ ډهلي ته ورکولې. دا وخت په کشمیر کښې سکجیون هندو هم د احمدشاه له اطاعته سر و غړاوه او افغاني حکمران خواجه كوچك يې وواژه، د ډهلي په لمسانه يې د کشمیر حکمراني ونيوله همهغه وو چې احمدشاه له کندهاره لاهور ته ولاړ او د هغه سيمو تر نیوو وروسته یې نورالدین خان با میزی کشمیر ته واستاوه هغه سكجيون ونيو او کشمير يې بېرته په افغاني هېواد پورې وتاړه. احمد شاه له لاهوره ډهلي ته مخه وکړه او په کرنال کښې يې د اصالت خان یوسفزي زوی نواب نجيب الدوله مخي ته راغی، د (۱۱۷۰هـ) کال د درېيمې خور (جمادي الاولى) پر ۷ مه د جمعې په ورځ ډهلي ته ننووت دویم عالمګیر یې د ډهلي پر تخت کښېناوه او د هغه د ورور شهزاده عزیز الدین لور يې شهزاده تیمور ته وکړه د ډهلي د وزارت چارې يې د قمر الدین خان زوی نظام الدوله ته وسپارلې او نواب نجيب الدوله يې د هند سپه سالار و ټاکه احمد شاه د ډهلي د شاوخوا تر نيولو او د هغه ځای د یاغیانو تر وهلو وروسته عبد الصمد خان اشنغری مهمندزی د سر هند حاکم

   سرفراز خان يې د دو آبه ستلج او بیاه حاکم شجاع خان ابدالي يې د ملتان حاکم او شهزاده تیمور یې تر سند او تته پورې د لاهور حاکم وټاکه. سپه سالار جهان خان یې د سکانو مخنيوي ته وګماره، بلند خان سدوزی ته يې د کشمیر حکومت و سپاره او د (۱۱۷۰ هـ - ۱۷۵٦م) کال په پای کښې کندهار ته را و گرخید.

 ۱۰ - د پاني پت غزا :احمد شاه چې پر (۱۱۷۰هـ ) کال له هنده را وګرځېد په پنجاب کښې نوې فتنې پيدا شوې او د فیروز جنگ زوى غازي الدين خان او آدینه بیک پورته شول. سیکانو هم په پنجاب کښې قوت و موند او د لوېديځ له خوا هم د مرهته لويو قوتو د ډهلي پاچاهي ګواښله او پنجاب یې هم ونیو، چې شهزاده تیمور او سپه سالار جهان خان د دغو ټولو ځواکو د ګواښ له مخنيوي څخه عاجز شول، دا مهال د هند اسلامي مشرانو او د ډهلي اميرانو احمدشاه را وباله چې د هند د اسلامي پاچاهۍ د ساتلو او ژغورلو له پاره هند ته راشي امام الهند شاه ولي الله دهلوي هم د احمدشاه حضور ته ليکونه واستول او دی یې هند ته وباله ځکه نو احمد شاه له کندهاره پر (۱۱۷۱هـ) کال د بلوڅو کلات ته خوځېد او هلته یی نصیر خان چې خپل سری شوي و د روغې جوړی له لارې تسلیمېدو ته اړویست بیا نو د کندهار له دېرشو زرو او د بلوڅو له لسو زرو عسکرو سره د نصير خان او سراوان جاله وان د سردار میر عبدالنبي د ورور میر عبد الكريم او نورو په مشرۍ د بولان له درې څخه تیر (۱۱۷۲هـ) او د سند د سیند غاړو ته ورسېد ، له هغه ځايه د لاهور خوا ته وخوځید او سارنپور ته ولاړ. هلته د هند د پښتنو ستر مشران لکه سپه سالار نجیب الدوله سعد الله خان روهيله حافظ الملك رحمت خان او د هغه زوی عنایت خان دوندي خان او قطب خان له لسو زرو تنو لښکر سره د احمدشاه حضور ته راغلل. دا وخت د احمد شاه ټول لښکر چې په هغه کښې د کندهار، پېښور، بلوڅو او د هند د افغان غازیان راغونډ شوي وو شپېتو زرو پلیو او سپرو ته رسېده چې توپخانه هم ور سره وه. احمد شاهي لښكرو له هندوانو او سيکانو سره تر ډېرو جګړو وروسته چې دښمنانو ته يې ډېرې ماتې ورکړې وروستنۍ ټاکونکې جګړه د پاني پت پر ډګر له لسو لكو مرهتانو او هندوانو سره وکړه او په دې جګړه کښې يې د دښمن په زرو زرو جګړن دوه لکه کسان تر تېغ تېر کړل، د (۱۱۷۴هـ ١٧٦٠م) کال د څلورمې خور جمادی الاخرى) په شپږمه نېټه يې لویه سوبه (فتح) په برخه شوه چې د دې سترې غزا جنګي ولجې او غنايم (۵۰) زره آسان، دوه لکه غوايي پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بنديان لاس ته ورغلل چې له يوه ابراهيم نومي پرته يې نور ټول وبخښل شول. احمد شاه د پاني پت تر ټولو لویې سوبې او له مرهتیانو څخه د هند د مسلمانانو تر ژغورلو وروسته د دویم عالمگیر زوی شاه عالم په ډهلي کښې پاچا او میرزا جوان بخت زوی یې ور نایب السلطنه کی نواب شجاع الدوله يې د فرزندخان او رستم هند په لقب وزیر اعظم او پښتون نواب نجیب الدوله يې سپه سالار و ټاکه د پنجاب حکومت یې زین خان مومند ته ورکی، په خپله کندهار ته راغی او شهزاده تیمور یې د هرات په حکمرانی ولېږه.

 ۱۱ - دسیکانو ترټل: هغه وخت چې احمد شاه د پاني پت تر سوبې وروسته کندهار ته را وګرځېد په پنجاب کښې جیسا سنګه د بغاوت بیرغ پورته کئ، چې د رنجیت نیکه چهرت سنګه او الاجت هم په دې بغاوت کښې لاس درلود د پنجاب نایب الحکومه زین خان یې کلابند کی. احمد شاه د دې شخړې د مخنيوي له پاره د (۱۱۷۵هـ ۱۷۶۳م) کال په لومړۍ نيمايي کښې لاهور ته ولاړ په ۴۸ ساعته جګړه کښې يې د امرتسر خوا ته ۱۳۵ میله واټن وواهه او په "روهي" كښې د سيکانو له دوه سوه زریز لښکر سره مخامخ شو، د ۱۱۷۵ هـ کال د رجب د ۱۱ مې نېټې په جګړه کښې يې د شلو زرو سکانو په شاوخوا کښې ووژل او مات يي کړل. د پتیالی او سرهند حکومت یې امیر سنګه ته ورکئ او د ۱۱۷۵ هـ کال د برات تر ۷ مې پورې لاهور ته بریالی را وګرځید نورالدین خان بامیزی یې کشمیر ته واستاه، هغه ياغي مستوفي سكجيون بندی کی او کشمير يې بيا ونيو. احمد شاه تر ۱۱۷۷ هـ کال پورې د پنجاب د چارو په سمون اخته و او د ملتان ډېره اسمعیل خان له لارې ګومل او غزني ته راغی، خو په دغه سفر کښې سختې ګرمۍ ناروغ کړ.

 ۱۲ - بخاراته تك: پر ۱۱۸۱ هـ کال وزير شاه ولي خان له شپږو زرو سپرو سره له کندهاره بلخ او بدخشان ته واستول شو. د بخارا حکمران شاه مراد بي چې د افغانستان په شمالي سيمو کښې یې یاغیان پارول، ځکه نو پر همدغه کال په خپله احمد شاه د هرات له   

لارې میمنه اند خود بلخ او شبرغان تصفیه کړل د بخارا پاچا د آمو په شمال قرشي کښې لښکر راغونډ کړی و خو احمدشاه د بخارا له مسلمان لښکر سره جګړه له خپل شان سره وړ ونه بلله؛ د بخارا له پاچا سره يې روغه وکړه، او آمو سيند يې د دواړو هېوادو بريد وټاکه. په دغه سفر کښې وزير شاه ولي خان د جوزجان له فیض آباد څخه خرقه شریفه کندهار ته راوړه چې تر اوسه په دغه ښار کښې ده

 ۱۳ - خراسان ته تك: دا څه مهال وړاندې د احمدشاه له خوا د نادرشاه روند لمسي شاهرخ میرزا د خراسان پاچا ټاکلی شوي او د احمد شاه تر شاهنشاهۍ لاندې و، خو چې د ۱۱۸۳ هـ په شاوخوا کښې د شاهرخ زلمی زوی نصر الله میرزا او د تون او طبس حاكم علي مردان خان خپل سري شوي وو او د فارس پاچا کریم خان زند دربار ته یې رجوع هم کړې وه ځکه نو د ۱۱۸ هـ کال په پای کښې احمد شاه له کندهاره هرات او مشهد ته ولاړ په دغه سفر کښې د بلوڅو پاچا نصیرخان چې د احمدشاهي دربار تابع و له شلو زرو تنو سره د خراسان په جګړو کښې ښې کارنامې وکړې او د ترشیز په کلا کښې يې علي مردان مات کئ، چې د دې خدمتو په مقابل کښې د احمدشاه له حضوره د دېره غازیخان د داجل او هرند سيمې او د بلوڅو ولجې هم ده ته وبخښلې شوې. خو احمد شاه د مشهد تر لنډې کلا بندۍ وروسته د نصر الله میرزا عذر ومانه او د شاهرخ لور گوهر شاده یی شهزاده تیمور ته وکړه او نصر الله میرزا ته يې د فرزند خاني" لقب ورکئ د خراسان پاچاهي يې شاهرخ ته وبخښله او ۱۱۸۴ هـ کال د صفرې پر ۸ مه د هرات له لارې کندهار ته راغی...

احمد شاه او سندهـ:

 پر ( ١١٦٠هـ) کال چې نادر شاه افشار ووژل شو، احمد شاه ابدالي په کندهار کښې د افغانستان په پاچاهۍ وټاکل شو، په سنده کښې ميان نور محمد کلهوره د نادري تر امر لاندې اسیر و پر (١١٦١هـ ) - (۱۷۴۸م) کال احمد شاه هند ته سفر وکئ ده په سنده کښې د ميان نور محمد کلهوره امارت په رسمیت و پیژاند او هغه ته یې د شاهنواز خان" لقب وركئ. هغه هم د کندهار دربار ته د کالنیو ماليو دور کړې ژمنه وکړه. خو چې وروسته میا نور محمد د خراج په ورکړه کښې سستي وکړه احمد شاه یو فرمان ور و استاوه او په هغه کښې يې د مالیو ورکړه وغوښته چې "خايف" سندهي د هغه فرمان مضمون د احمد شاه له خولې د "نامۀ نغز" په دي بيت کښې داسې ځای کړي دی


 رساندی تو گر گنج درباج ما 

شدي ایمن از تاب تا راج ما


 دا فرمان چې د سنده دربار ته ورسېد ، میان نور محمد د اطلس، کمخاب دیبا او وريښمو د کالیو او قرنفل، مشك عود او عنبر قیتمداره سوغاتونه د یوې درې کسيزې جرګې په لاس د بهای خان کلهوره په مشرۍ د کندهار دربار ته واستول او وې ويل: سلامی رسانش بعجز و نیاز که ای شاه افغان کردن فراز

منم بنده تاجدار توام 

به فرمانبداری نامراد تو ام 

من از لطف تو چشم دارم بهی

 بر شاه من میکنم آگهی

دا سفارتي جرګه چې احمد شاهي دربار ته ورسېده د دواړه دربارو دوستانه اړيکې؛ تر پخوا لا ښه شول او د شیخ محمد مرید قانوگو زوی شیخ محمد محفوظ سر خوش د سنده دربار له خوا کندهار او کابل ته د وکیل په توګه وټاکل شو، چې تر ١١٦٨ هـ کال پورې په کابل کښې و. خو سره له دې هم هغه ماليې چې د ورکړې وعده يې شوې وه له سنده کندهار دربار ته راونه رسېدې، ځکه نو احمد شاه د سردار جهان خان سپه سالار په مشرۍ د هند د سفر له پاره يو لښکر چمتو کئ چې پر (١١٦٦هـ ۱۷۵٣م) کال په سنده کې سپه سالار د ورتلو اوازه ګډه شوه خو د همغه کال په پای څرګنده شوه چې په خپله پاچا هم د سنده خوا ته رهي شوي دي. نبته احمد شاه د محمد د (١١٦٧هـ کال د محرمې پر څلورمه - ۱۷۵۳م د نومبر پر لومړۍ آباد شګې (ريګستان) : ته رسیدلی و، د سنده دربار په ډېره بېړه ديوان گدومل د سفير په توګه دده حضور ته واستاوه، چې د ميان نور محمد د اطاعت او انقیاد خبر وروړی او په وروستۍ هڅې د احمد شاه د پرمختګ مخه ونيسي. د و مل سکهرپل ته نژدې شاهي لښکرګاه ته ورسېد، خو تر دوو ورځو پورې يې پاچا و نه ليدلای شو څو چې شاهي موكب نوښار ته راغی هلته ګدومل د پاچا حضور ته ورغی او د پاچا راضي کولو کښې يې ډېر زيات زيار ويوست وايي چې احمد شاه ډېر غضبناك و، خو كدومل هم هوښیار، ژبور او کارپوه سفير و، چې په لطایف الحيل يې د شاهي غضب په آرامولو کښې زيار ويوست دی په دې پوه و چې احمد شاه اولیاء الله ته عقيده لري، نو څو جواله يې له خاورو ډك كړل او له نورو سوغاتو سره يې وړاندې کړل، احمد شاه پوښتنه وکړه په دې جوالو کښې څه شی دی؟ ګدومل ورته وويل: د سند ډېر ښه سوغات یعنې د سنده د اولياوو د قبرو پاکې خاورې. احمد شاه هغه سوغات ته په درنه سترګه وکتل، قهر يې کښېناست، او د سنده له خلکو سره یې نرمه رویه را واخيستله، خو میان نور محمد خان په دې وخت کښې سنده پرېښوو او ختيځ خوا ته جیسلمیر ته ولاړ. هلته د (١١٦٧هـ کال د صفر پر ۱۲ - ۱۷۵۳م د دسمبر پر ۹مه) د کورهره په سركهات كښې د ستغې خناق) په ناروغۍ مړ شو. په تذکره مخادیم کهرا کښې د احمد شاه یو فرمان دی چې د ١١٦٧هـ کال د محرم پر ۲۱ مه ليكلى شوي، له هغه څخه څرګندېږي چې احمد شاه د همغه کال په سر کښې سنده ته تللی و، د زياتو مؤرخانو څېړنې هم دې ليكني سره سمون خوري لکه چې وویل شول احمد شاه د همدغه کال په منځ کښې له سنده نه خراسان ته ولاړ یعنې د بېرته راګرځېدو پر مهال یې مخ خرسان ته شو. د میان نور محمد تر میړنې وروسته یې زوی محمد مراد ياب خان د ده پر ځای کښیناست د احمد شاه حضور ته يې يو وكيل واستاوه او د مالياتو ورکړه یې ومنله احمد شاه هم دی د سنده د حکمران په توګه ومانه او د سربلند خان" لقب یې ورکئ. ښکار پورښار چې تل د کلهوره حکمرانانو او بلوڅو د داود پوه تره قبيلو تر منځ د شخړې ځای و ځکه نو احمد شاه هغه ښار د سبي په ولايت پورې وتاره اداره یې افغان حاکم ته وسپارله په دې ډول د افغانستان تجارت د ښکارپور له لارې تر ماوراء النهر او خراسان پورې جاري شو، دغه ښار د سوداګرۍ یوه غوره ځای شو سربېره پر دې احمد شاه په سند کښې اسماعیل خان پنې د شهنشاهی دربار استازی و ټاکه او اسماعیل، محمد آباد ته ورغی څو تنه عاملان يې د سید شاه محمد تر ادارې لاندې تنه او نوروښارو ته واستول، چې له هغې جملې څخه صالح خان تته ته ولاړ او د پخواني حاكم كل محمد خان خراساني ځاي يې ونيو او د ماليو په ټولولو يې لاس پوری کی. په دې وخت کښي احمد شاهي سفير محمد بیگ شاملو هم تته ته راغی او آقا محمد صالح يې د تته حکمران و ټاکه د ښار سپين ږیري او مخ روبي يې شهرياري حضور ته وروستل خو چې د اسماعيل او شاملو د گمارل شویو تر منځ اختلاف راټوکېد، نو ځکه قاضي محمد محفوظ د تته حکمران وټاکل شو. دا مهال محمد مراد یاب خان د احمد شاه له خوا دسند د امير په توګه وپېژاند شو، د سر بلند خان لقب ورکړه شو، په دې ټوله موده کښې يې د ميان نور محمد مرحوم سفیر دیوان کدومل شاهي دربار ته فعاليت کاوه، چې د کلهوراد امارت د کاله مشران یې دربار ته نژدې کړه او احمدشاه دوی په رسمیت وپیژندل د محمد مراد یاب خان کوچنی ورور محمد عطر خان يې په شاهي دربار کښې د يرغمل په توګه مېلمه وساته، په دې روغه جوړه کښې محمد مراد ياب خان احمد شاهي دربار ته د سنده تر ټاکلې ماليې څه ډېره منلې وه. تر هغه وروسته د سنده مشران او مخ روبي په امر کوټ کښې د خپل نوی امیر محمد مراد یاب خان حضور ته ورغلل او هغه یې د امیر مرکز ته بوت (د ١١٦٧ هـ کال د سفر (١٦مه او شیخ ظفر الله د تته په حاکمی وګمارل شو. دغه مهال دیوان کدومل له احمد شاهي فرمان او فخر وړ سوغاتو سره د احمد شاه له حضوره امرکوټ ته ورسېد ، هغه فرمان او سوغاتونه يې نوي امير ته وړاندې کړل نصر پورته نژدې په يوه ميدان کښې د محمدمرادیاب خان د تخت ناستې جشن جوړ شو چې همدلته د نوي ښار (مراد آباد بنسټ کښېښوو شو، د ۱۱۷۰ هـ محرمه ۱۷۵۷م ستمبر). محمد مراد یاب خان درې کاله په کامرانی حکومت وکی، خو ځينې مسران ورسره مخالف شول او د ۱۱۷۱ هـ د ذیحجی په ۱۷۵۷،۵م) يې دی په خپل ټاټوبي کښې بندی کی بله ورځ یې دده ورور ميان غلامشاه پر تخت کښیناوه، ده د سند د خلکو او مشرانو په تسلۍ کښې زیار یوست. د فتح نومي په وينا مراد ياب خان عياش او لا ابالي سړی و ژوند يې په چټیاتو تېر اوه او خلك ځنې زړه بدي وو، ځکه نو میر بهرام خان له نورو مشرانو سره لاس يو او د اميري له تخته يې وغورځاوه، خو د مراد یاب خان سکنی ورور یار محمد خان چې په خدا آباد کښې او د بهار شاه زوی مقصوره فقير چې له مخ روبيو څخه و مخالفان پاته شول. دا وخت د سنده کورنۍ اوضاع ګډه وډه وه، عطر خان د امیرانو بل ورور چې د کندهار په شاهي اردو کښې يې د يرغمل په توګه ژوند کاوه د خپلو حقوقو په اړه يې د دربار د مشرانو په واسطه د احمد شاه حضور ته عرض وكئ او له شاهي حضوره هم یو فرمان صادر او عطرخان د سنده امیر وټاكل شو. احمد یار خان د دغې پېښي په اورېدو سره یو لښکر غونډ کئ، خو سرايي مشرانو چې د عطرخان په نامه د احمد شاه فرمان صادرېدل واورېدل په احتیاط یې ګام اخیسته میان غلام شاه چې په دې منځ کښې څه چانس نه درلود، د (۱۱۷۱ هـ کال د صفر پر ۲۵ مه - ۱۷۵۷م د نومبر پر ۸ مه له خپلو قواو سره د سنه د ریگستان خوا ته وخوځېد، په همدې وخت کښې مقصوده فقير ته د عطر خان ليکونه ورسېدل چې د هغو په اغېز محمد مراد ياب خان له بنده خوشې شو د سرايي له يوې ډلې مشرانو سره د نويټاكل شوي امير عطر خان ليدو ته ورغی او میان غلام شاه د راجه ليكهي او خپلو نورو طرفدارو مشرانو سره لیرې پاتې شو. عطر خان چې سند تش وليد بې له کومه خنده ور ننوت، احمد یار خان چې دا خبر واورېد نوښار خوا ته پر شا شو او د ۱۱۷۱هـ پر دویمه خور د ۱۷۵۷م پر دسمبر محمد مراد یاب خان هم ور سره یو ځای شو. د سرايي مشرانو او دغو دواړو ورونو داسې ګڼله چې عطر خان به د دوی د مشر تابه حقوق وپېژني او دوی به د سنده په امارت ومني، خو عطر خان تر دوی زیات چلباز او ځان پالی و د وروڼو تر ليدو دمخه يې پر دوی د بندیگرت او خدا آباد ته د بيولو حکم وكئ. له همدغه وخته د عطر خان په اړه د خلکو او مشرانو بدگمانی پیل شوه احمد شاهي دربار ته يې د ماليو په ټولولو او وركړه كښې زيار ويوست خلك يې تنګ کړل، خو دا کار یې تر سره نه کړای شو نو په لږه موده کښې خلکو وغوښتل چې دی د امارت له تخته را وغورځوي. دا مهال میا غلام شاه چې ادی پور ته شړل شوی و، بهاولپور ته ورسید، خپل زوی میان سر فراز خان يې هلته پرېښوو، په خپله سنده ته ولاړ او د (۱۱۷۱هـ کال د روژې په پای کښې په روهری کښې له عطرخان سره مخامخ شو. أحمد تر څو جګړو وروسته د شوال پر لومړۍ عطرخان او ورور يې یار خان له مقصوده سره مات او و تښتېدل میان غلام شاه بریالی شو او د سرايي له مشرانو سره سيوستان ته راغی (د) ۱۱۷۱ هـ د شوال لومړی ۱۷۵۸م). لي وروسته محمد مرادیاب خان مړ شو او ميا غلام شاه د خلکو او مشرانو رضا وګټله چې په کامرانۍ سره يې امارت کاوه، خو عطر خان اواحمدیار له سنده د کلات نصیر خان ته پناه یووړه او د سنده د وکیل کدومل په لاس یې خپل عرایض د احمد شاه حضور ته ولیکل. احمد شاه له کندهاره د دوی د ملاتړ له پاره یو لښکر ور واستاوه احمد یار خان په شاهي دربار کښې پاتې شو او عطر خان د شاهي لښكر له افسرا عطایی خان سره بیا پر سنده يرغل وكئ، د فتحنامې د ليکوال په وینا د احمد شاه له حضوره يو فرمان د داؤد پوتره د قبيلو په نامه ولېږل شو چې له عطر خان سره مرسته وكړي، ځکه نو داؤد د پوتره یو لوی لښکر دبهادر خان یو غوږي په مشرۍ د عطرخان خدمت ته چمتو شو. ميا غلام شاه د ۱۱۷۲ هـ - ۱۷۵۹م کال تر دوهمې خور "ربيع الثاني" وروسته په لښکر سمبالونه پیل وکړ د دواړو خواو لښکرې په چاکچیکان کښې سره مخامخ او سختې جګړې ونښتې، نو میر بهادر خان تالپور چې د غلام شاه له خوا جنګېده د جګړې په ډګر کښې ووژل شو، عطر خان روغه ومنله او د روغليك صلح نامې له مخې يې سندھ پر درو برخو وویشه، یوه برخه میان غلام شاه ته ورکړ شوه او دوې برخې يې عطر خان او ورور ته ورکړې شوې. خو د دغو دوو ورونو تر منځ هم شخره پیدا شوه او میا غلام شاه د ۱۱۷۲ هـ ۱۷۵۹ ۱۷۵۹م کال په روژه کښې پر عطر خان ير يرغل وكئ، له نوښاره يې وځغلاوه او ټول سنده يې ونيو، پر (۱۱۷۵ هـ ١٧٦٢م کال په کندهار کښې د سنده د سفير ګدومل په زیار له احمد شاهي درباره يو فرمان د امارت له سوغاتو سره غلام شاه ته ورسېد او دی یې د شاه وردی خان" په لقب د سنده د امير په توګه وپیژاند، تر هغه وروسته پر (۱۱۷۷ هـ ١٧٦٤م) د کچه تر سوبو وروسته له احمد شاهي حضوره د "صمصام الدوله" لقب هم ورکړه شو، احمد شاهي فرمانونه يو د ۱۱۷۷ هـ کال د دویمې خور پر ۲۰ مهاو بل د ۱۱۷۷ هـ کال د درېيمې خور پر لومړی د ده په نامه صادر شول، پر (۱۱۸۱ هـ (١٧٦٧م کال دیره غازي خان او ډیره اسماعیل خان د احمد شاه بابا له خوا ميا غلام شاه ته وسپارل شوې ده پر ۱۱۸۲هـ کال په پخواني نیرون کوټ کښې د حیدر آباد کلا و دانه کړه او هلته استوګن شو، خو د (١١٨٦هـ) کال د درېيمې خور پر ۳ مه (۱۷۷۲م د اګست پر ۲ مه د ګوزن (فلج) په ناروغۍ مړ شو. د عبدالمجید جوکیه په وینا غلام شاه یو ځل د خپل حماسي جوش په ترڅ کښې وویل: زما لښکر ټول باید چمتو اوسي چې احمد شاهي ښار (کندهار) نیسم". د همدې وينا په وخت کښې د فالج ناروغی ور باندې راغله خبرې یې ودریدې او ژر مړ شو. د ميا غلام شاه تر مړينې وروسته د سنده مخ روبو او مشرانو د ده زوی محمد سرفراز خان پر تخت کښیناوه دوې مياشتي وروسته چې احمد شاه ابدالي په کندهار کښې له دنيا ،ولار ميان سرفراز خان، میر بهرام خان تالپور د درناوي او اطاعت له پار د افغانستان نوي پاچا تيمور شاه د احمد شاه زوی ته را وستاوه د کندهار دربار د سنده د حکمرانی فرمان له سوغات سره د ده په نامه ور ولېږه او د خدایار خان لقب هم ورته وركړ شو.

 د احمد شاه مړینه او د هغه خویونه: احمد شاه د خپل ژوند په پای کښي د پر له پسې جګړه ييزو سفرو د کړاوو له امله کمزوری شو او دی یې د کندهار له ښاره د کوږك، توبې غره ته چې لوړ او ښه هوا يې درلوده بوت تر څو میاشتو وروسته د (١١٨٦هـ) کال د رجب پر شلمه د جمعې پر شپه همهلته د خوراړه (آكله) په ناروغۍ وفات شو وزير شاه ولي خان او ياقوت خان خواجه سرا دده مړی کندهار ته راوړ او په هغه ځای کښې يې ښخ کړ چې ده د مخه ټاکلی و، د مړينې پر وخت ۵۱ کلن و او ۲٦ کاله يې پاچاهي وکړه وګوري ۸۱ نومره عکس) هغه ګنبده چې اوس په کندهار کښې د دغه نومیالي پاچا پر مزار ولاړه ده، د دوو تاريخي قطعو په استناد چې ميرزا هادي خان د دربار منشي باشي ويلي دي په ( ۱۱۹۰هـ کال د تیمور شاه په امر ودانه شوې ده او له دې دوو مصرعو څخه: 

بكو "فیض آباد عالی مقام"

 او مزار شاه فردوس برین ګو


 د دې ګنبدې د ودانۍ نېټه څرګندېږي. وگوری ۸۲ نومره (عکس) احمد شاه متشرع حنفي مذهبه عالم او په ديني احکامو پابند باسواد سری ؤ، د ده د پښتو اشعار و دیوان پر ۱۳۱۹ هـ ش کال د عبدالحی حبيبي په زيار په کابل کښې چاپ شوی چې په هغه کښې د ده عشقي تصوفي، حماسي او اخلاقی کلام په دوه نیم زره بیتو کښې راغلي او د شعر مشهور اقسام غزل رباعي ،قطعه، مخمس او مربع لري. د ده په کلام کښې د تصوف بڼه ښه ښکاره ده او ځينې اخلاقي او وطني اشعار هم پکښې شته دی د خپل عصر د دوو تنو عارفانو د جلال آباد د حصارك شاه فقیر الله ته چي په ښکار پور کښې ښخ دی او د پېښور ميا محمد عمر ته چې پر ۱۱۹۰ هـ مردی ارادت درلوده، له ده څخه په تصوف او عرفان کښې هم ځينې منثور كلمات او ملفوظات پاتې دی چې د پېښور قاضی ملا محمد غوث پر هغو باندې د شرح الشرح په نامه په دري ژبه شرح ليکلې وه. خو په سیاست کښې احمد شاه تل د اسلامي ورورګلوۍ، نرمۍ او دوستی پر خوا و. په ډهلي ،بخارا ،خراسان بلوچستان او سنده کښې يې له خپلو هممهالیو امیرانو سره د روغې له لارې سوله ییز چلند لاره، پر شهنشاهی برم او پوځي ځواک سر بيره يې هغه ټول اميران چې سرکښي به يې کوله څو واره عفو کړه او تاج بخښېنې يې وکړې چې حتې د هغه وخت سترګور او د د نظر خاوندان د ده دې تاج بخښۍ او د د نظر وسعت ته هیښ حيران پاتې شوي دي. د شاه ولي الله دهلوي به وينا، د ابدالي دارويه د دې مادي دنيا په چارو کښې حساب نه وه". احمد شاه له جهانگیری سره سره د مسلمان له وینو تویولو څخه ځان ژغوره د جهاندارۍ په چارو کښې يې له عدالت او انصاف څخه کار اخيست او خلك يې د خپلو زامنو په شان پالل نو ځکه افغانان ده ته "بابا" وايي او دا هغه لقب دی چې بې له میرویس او رحمانه د بل چا په برخه شوی نه دی. احمد شاه جنگیالی او فاتح و، خو د ده له ټولو فتوحاتو او عسكرياعمالو څخه څرګنده ده چې يو غارتگر و خرابکاره ستم پیشه او مظلوم وژونکی نه و او که یو کار د روغې او مسالمت له لارې پر مخ تلاى له مسلمانانو سره يې په جګړه لاس نه پورې کاوه، د ورور پر مخ يې توره نه ایستله احمد شاه زموږ په ملي تاريخ کښې د اوسني افغانستان د بنسټ ايښوونکي او د افغانستان د خلکو د عظمت مجدد او د یو متحد هېواد او يو اولس جوړوونکي په حيث لوړ مقام لري، علامه اقبال وايي:


 از دل و دست گهر ریزی که داشت

 سلطنت ها برد و بی پروا گذاشت


 ده ولی د له همدغه امله ځينې ليکونکي ده ته ګوته نیسي چې دده یوازنی ډهلي پاچاهی ناپوهو واکمنو ته پریښووه خو که د شاه ولي الله دهلوي او د نورو هندي مسلمانانو نوميالو او اميرانو ليکونه وکتل شي، را څرګندېږي چی هغه وخت احمد شاه هند ته چور او چپاو د پاره نه تللی چې هغه وخت احمد شاه هند ته د هدف دا و، چې د هغه ځای مسلمانان چې له ده څخه يې غوښتنه کړې نجات ومومي بل دا چې ده نه غوښتل د خپل ملي قوت مركز يعنې افغانستان پرېږدي، د پښتنو د نورو پاچاهانو لکه خلجیان، سوریان، لوديان او نورو کورنیو په شان په هند کښې ورك او مستهلك شي او يا دا چې د جهاد في سبيل الله خالص خدمت به يې په دنیوي ککړتياوو ولړي، د ډهلي د پاچاهۍ د نیولو او د جهانګیري په حرص يې ککړ کړي، له همدې امله کټ مټ همدغه رويه يې څو واره د افغانستان له نورو ګاونډیو امیرانو سره په بخارا، خراسان سند او بلوچستان کښې هم و کړه. د افغانستان طبيعي بريدونه تل د احمد شاه په نظر کښې وو، که يې د ختیز خوا ته د پنجاب او کشمیر ځمکې تر خپلې ادارې لاندې ساتلې دا کار يې د خپل هېواد د ساتنې له پاره ؤ، دی پوهېده چې د ده د پاچاهی واك او قدرت چینه په خپله د افغانستان خاوره او د افغانستان خلك دي ځکه نو که د پاني پت د فتح او د ډهلي له نیولو سره يې د خپلې پاچاهۍ او قدرت مرکز پریښی وای د خپلې انساني فکري او اداري قواوې يې د هند په ارت هېواد کښې مستهلکی کړې وای ممکنه وه چې د ده هېواد افغانستان د پاچاهۍ د مرکزيت له نعمته بې برخې پاتې شوی وای او د ده کهول به هم د هغو نورو هندي شويو افغاني کهولو په سرنوشت اخته شوی وای چې بیخي له منځه تللي دي. احمد شاه د ده د اشعارو د دیوان په شهادت د خپل وطن او خپلو خلکو سره توده مینه درلوده، په عين حال کښې صوفي مشر به دینداره سړی و، نه یې غوښتل چې د هند پاتې مسلمان امیران او خپل ګاوندی مسلمان امیران د خپلې جهانگیری او د خپل دولت او جاه د حرص له پاره له منځه يوسي او د خپل ملي مرکزيت په محوه کولو خپلې مراندې په خپله پرې کړي. ځکه نو د ده سیاست تل دا و چې خپل ګاوندی امیران یې د شهنشاهي تر بيرغ لاندې د دوستۍ او پلار ګلوۍ په توګه ساتل او خپل ځان يې د کوم هېواد نیوونکی قهار او سراښ جهانګیر نه ښوو

. تر احمد شاه وروسته 

د احمد شاه بابا تر مړينې وروسته یې له اتو زامنو څخه کشری زوی، شهزاده سلیمان د وزیر اعظم شاه ولیخان په زیار په کندهار کښې پاچا شو، د ده مشر زوي تيمور چې د پلار پر ژوندانه د لاهور او ملتان حکمران و او هلته يې سکه هم و هله په دغه وخت کښې هرات کښې حکمراني کوله دستی کندهار خوا ته راغی وګوری ۸۳ نومره (عکس) سليمان يې له تخته واچاوه او شاه ولي خان يې وواژه لږه موده وروسته یی پایتخت له کندهار کابل ته يو وړ، قاضي فيض الله دولت شاهي يې وزير او د حاجي جمال الدین خان محمدزي زوی سرا در پاينده خان یې د سرفراز خان په لقب د کندهار د درانيو قبيلو مشر وټاکه او د خپلې پاچاهۍ دوره یې په کامرانۍ او او د دښمنانو پر ټکولو تېروله د خراسان خلك درې واره نادري شهزاده شاهرخ میرزا ته پورته شول تیمورشاه هم درې واره د هغه ملاتړ وکړ درېیمه پلا، احمد خان نورزي پورته شوي کسان خورا سخت پر سر وټکول، پر (۱۱۸۸ هـ ۱۷۷۴م) کال عبد الخالق خان سدوزی تیمورشاه نه ياغي شو، خو تيمور هغه مات او روند کړ او بیا پر (۱۱۹۳ هـ ۱۷۷۹م) کال د پېښور او خیبر مشران لکه فیض الله خان خلیل او ارسلان خان مومند د پېښور په بالاحصار کښې تیمورشاه کلابند کړ، خو تیمور پر دوی بریالی شو او ټول يې ووژل، څنګه چی د سیکانو لښکر پر ملتان حمله کړې وه نو ځکه تیمورشاه پر (١١٩٦هـ (۱۷۸۱م) کال هغه ښار بېرته ونیو په سنده کښې هم ميرفتح علي خان تالپوری ياغي شو خو د تيمورشاه د لښکر پوځي مشر مدد خان د تالپور قبيلې پر سر وټکولې او بېرته يې ميرفتح علي خان د هغه ځاى حکمران کړ د ١٢۰۱هـ ١٧٨٦ . ١٧٨٦ م په شاوخوا کښې). دوه کاله وروسته په په کشمير کښې آزادخان سر واخیست خو تیمور هغه بېرته آرام کئی (۱۲۰۳هـ ۱۷۸۸م). څنګه چې د بخارا پاچاهان د سدوزيو د دولت مطیع او دوستان وو، ځکه نو احمد شاه هم تل د دوی دوستی ته درناوی کاوه خو د تیمورشاه په وخت کښې شاه مراد معصوم منغيتي مرو ونيوله ځکه نو تیمورشاه له سلزريز لښکر سره د کندوز او آقچې له لارې ورغی او له شاه مراد سره يې روغه وکړه او آمو سيند يې بريد وټاکه (۱۲۰۴هـ ۱۷۷۹م). هېواد يې پر خپلو زامنو داسې وویشه چې کندهار یې همایون هرات يې محمود، پېښور يې عباس، کابل يې زمان غزنه يې شجاع او کشمير يې کوندل ته وسپاره او خپله دی تر دوویشتو کالو پاچاهۍ وروسته په داسې حال کښې چې پلرنی هېواد يې له کشمیر، پنجاب اور سنده تر آمو او د خراسان تر مشهده ساتلي وو، د (۱۲۰۷هـ ۱۷۹۳م) کال د شوال پر اوومه په کابل کې مړ شو. څلورویشت زامن يې پاتې شول چې د هغو له جملې څخه زمانشاه چې مور يې يوسفزۍ وه د سردار پاینده محمد خان محمدزي په مرسته د کابل پرتخت کښېناست او خپل وروڼه يې د کابل په بالاحصار کښې بندیان کړل، خو همايون ورور يې له کندهاره د ده مقابلې ته راووت، د غلجيو په کلات کښې يې ماته وکړه او بلوچستان ته وتښتېد. زمانشاه دننه په هېواد کښې په سختو کورنیو جګرو اخته شود افغانستان بهرنیو دښمنانو د وروڼو له دغه نفاقه ګټه واخيسته د شمال له خوا د بخارا منغيتي پاچاهانو د لوېديځ له پلوه د سنده میرانو د لویدیځ له خوا آقا محمد قاجار او له ختیځ پلوه سيکانو د هېواد سرحدونه وګواښل ځکه نو زمانشان پر (۱۲۰۸ هـ ۱۷۹۳م) کال د سيکانو د خطر د مخنيوي لهپاره د پنجاب خواته متوجه شو خو چې پېښور ته ورسید همایون ورور يې د سنده امیرانو په مرسته د بولان له خوا راغی او کندهار يې و نیو شاه زمان و نه کړای شو د پنجاب سیمه تصفيه کړي دستي يې په کندهار يرغل او همایون یې ونيو ړوند یې کئ او له هغه ځايه سنده د تالپور د اميرانو د سرکوټلو له پاره د بولان تر درې تېر شو او له فتح عالي تالپور سره يې د درې لکو طلاوو په اخیستلو روغه وکړه بېرته د خپل ورور محمود مقابل ته چې له هراته يې لښکر را ایستی و ورغی هغه یې په فراه کښې مات کی، او د محمود د مور په سپارښتنه یې هغه بېرته د هرات حکمران و ټاکه تر هغه وروسته یې بلخ هم د بخارا له اوزبکو پاچهانو څخه ونیو او پر (۱۲۱۰هـ - ۱۷۹۵م) کال له خپل لښکر سره تراتك پوربوت او په حسن ابدال کښې يې د سيکانو لښکر سره ومروړل او له دېرش زريز لښکر سره يې لاهور بياونيو څنګه چې محمود ورور يې په هرات کښې بيا سر اخسیتی او یاغی شوی و بېرته کابل او کندهار ته وګرځېد محمود له هراته ایران ته وتښتېد او زمانشاه هرات خپل زوی شهزاده قیصر ته وسپاره (۱۲۱۲ هـ - (۱۷۹۷م). زمانشاه یو لوړ همته او ادعا طلبه سړی و او په کابل کښې يې د یوه لوی لښکر په جوړولو لاس پورې کئ چې پر هند یرغل وکړ د احمدشاه شهنشاهي بيا نوي کړي او هم د انګریزانو د متجاوزو قواو په مقابل کښې د هند له مسلمانانو سره مرسته وکړي په دغه وخت کښې ناپلیون هم مصر ته رسېدلی و او د زمانشاه دربار ته یې یو پیغام را واستاوه چې په هند کښې د انګريز د متجاوزو او برياليو قواو مخه ونيسي او فرانسه امپراتور ته د دوستی او همکاری له لارې ور وړاندې شي ځکه نو زمانشاه هم په هند کښې د انګريز د استعماری قواو د مخنیوی لپاره ملا وتړله او د هند د نیولو په غرض له خورا درانه قوت سره پیښور ته لار (د ۱۷۹۸ م د اکتوبر ۲۵ مه - ۱۲۱۳هـ ده په لاهور کښې له رنجيت سنګه سره سياسي خبرې اترې وکړې او هغه یې خپل اطاعت ته اړ کړ او پر ډهلي باندې يې د يرغل له پاره خپل لښکر سمبالاوه انګريزي سياست پوهانو چې په هند کښې يې تر اوسه خپل مخ ته داسې ځيږ خند نه و لیدلی او له بلې خوا يې د زمانشاه په مقابل کښې لښکرې قوت هم نه شو رایستلای نو په سیاسي فعاليت يې لاس پورې کی لارد ولزلي د هند ګورنر جنرال د برتانیا د دولت یو سفیر کپتان جان ملکم د ایران دربار ته واستاوه د ۱۸۰۱م) کال د جنورۍ د لسمې نېټې تړون يې له ايران سره لاسليك كړ چې د هغه له امله د ایران پاچا ژمن شو چې که افغان پاچا پر برتانوي هند حمله وکړي، د قاجار لښکر به پر افغانستان وردانګې او که افغان پاچا یا فرانسه پر ایران یرغل وکړي، د ايران پر سمندریز و کڅو تېری وکړي، انګریز دولت به خپل پوځونه د ایران مرستې ته واستوی پر دغه تدافعی او حربي تړون سربېره د برتانيا سفير جان ملكم لا پخوا د آقا محمد قاجار پرځای ناست فتح علیشاه پر خراسان او هرات برغل ته پارولی و، چې په دې توګه د جبهې تر شاه زمانشاه ته ګواښ پیښ او هغه پر هند باندې له يرغل څخه منصرف کی ۱۲۱۴ هـ ۱۷۹۹م) ځکه چې د زمانشاه دغو لښکر کښيو په هند کښې لوی بدلون پېښ کړی و او نژدې و چې د احمدشاه د فتوحاتو تاريخ بيا له سره شي. د "ولزلي" د اسیاسي فعاليت چې د ایران په دربار کښې يې د ملکم په واسطه کړي و بریالی شو د قاجار لښکر چې د انګريز په پارونه، پر خراسان یرغل وکی زمان شاه مجبور شو چې د پېښور او کندهار له لارې خپل ځان هرات ته ورسوي، فتح علیشاه په خپل مقصد کښې چې د هند له نیولو څخه د شاه زمان را گر خول و بریالی شو نو خپل لښکر يې له خراسانهبيرته وغوښت. خو زمانشاه د هند نيولو تکل پرې نه ښوو، بيا يې له افغاني ځواکونو څخه یو لوی لښکر جوړ کئ او په پېښور کښې يې په هر اړخيزه سمبالونه لاس پورې کی، انګریزی ښکېلاکګرو چې دی په هند کښې د ځان خورا غښتلي رقيب باله، نو د ده له پاره يې اساسي چاره وسنجوله او و يې غوښتل چې د ده د وروڼو له رقابت او له افغاني كورني نفاق زموږ د ملي تباه کوونکی ناروغی څخه کار واخلي او خپل دا خطرناك رقيب بيخي له منځه يوسي. دا ځل د انګریز سیاست پوهانو پام د زمانشاه شړل شوي ورور شهزاده محمود ته ورواوښت چې هغه وخت یې له سردار فتح خان بارکزي سره په ایران کښې یوځای و سردار پاينده خان د فتح خان پلار چې د شاه زمان په امر وژل شوی و ځکه نو فتح خان هم د شاه زمان له مخالفانو څخه د ويلو وړده چې هاغه مهال فتح خان يو غښتلی، هوښیار او متنفذ گڼل کېده. شخصیت و، چې په درانيو قبيلو کښې له فراه تر کندهاره یوازینی مرد میدان او د ملي قوت خاوند ګڼل کېده. ده ډېر غښتلي وروڼه درلودل او د ده کهول تر شاهي کهاله وروسته د افغاني قوت يوازینۍ بېلګه وه. د قاجار په دربار کښې انگریز کار کوونکيو شاه محمود د شاه زمان د رقیب په حيث پېژاند چې په ترټلي او پرېشانه حالت له هېواده وتلی او د ایران خاورې ته يې پناه اه وړې وه، ځکه یې نو دا وار محمود د قاجار د پاچا په وسیله و پاراوه او د سردار فتح خان په ملګرتيا د سيستان او فراه له لارې د افغانستان خاورې ته راننه ووت دوی د درانیو او بارکزیو قبیلو په مرسته چې د ایران له بریده تر کندهاره پرتې وې سیستان فراه او کندهار ونیول او بيا چې يې يو لوی او غښتلی لښکر تیار کئ نو د سردار فتح خان په مشرۍيې د کابل خوا ته مخه وکړه شاه زمان چې په پېښور کښې د هند نيولو په تكل لښکر جوړاوه د دغه خبر په اورېدو کابل ته راغی د خپل ورور او سردار فتح خان د مخنيوۍ له پاره تر غزني تېر شو، د دواړو وروڼو لښکر د غزني او مقر تر منځ په تازي کښې سره وجنګېدل، په دې جګړه کښې زمانشاه مات شو د خپل ورور په لاس کښېووت او ژر تر ژره یې ژوند کی انګریزانو په دې لويه پېښه خپل خطرناك رقيب له منځه یووړئ او هم يې په افغانستان کښې د کور پر کور جګړو اور بل کی چې تر هغې وروسته هېچا د هند نيولو فکر ونه کئ داوه د کور پر کور جنګېدو او داخلي نفاق بده نتیجه چې تل يې د افغان کور وران کړی دی." محمود چې د کابل پر تخت کښېناست (۱۲۱۵هـ - ۱۸۰۰م) سردار فتح خان محمدزی یی خپل وزیر و ټاکه چی تفصیل به يې د محمد زيانو په برخه کې راشي، افغانستان د وزير فتح خان د وروڼو په لاس ورغی او محمود تش په نامه پاچاو شجاع الملك د زمانشاه سکنی ورور چې له ليرې دا ويرجنې پېښې ليدې، په پېښور کښې يې لښکر جوړ او د محمود مقابلې ته راووت، د شاه محمود د رېزريز لښکر چې له کابله راغلي وو په اشپان نومي ځای کښې يې د شجاع الملك له لښکر سره جنګ وکئ او شجاع الملك يې د خيبر غرو ته پر شا کی (١٢١٦هـ - ۱۸۰۱م) خو کورنیو جګړو شامحمود هم غلی پرې نه ښوو، پر (۱۲۱۷ هـ - ۱۸۰۲م) کال له غلجيانو او هم په پېښور کښې له شجاع او اپریدیو سره او د هېواد په شمالي سيمو کښې د اوزبكو له حکمرانانو سره چې له جیحونه يې تیری کړی و، لوی جنګونه پېښ شول د ایران قاجاری دولت هم د نادري کهاله پایڅوړ چې په خراسان او مشهد کښې يې د افغاني پاچهانو تر لاس لاندې حکومت کاوه له بيخه ویوست او مشهديې ونيو، له بلې خوا د بلوڅو امیرانو ته هم د خپلواکی فکر پیدا شو پردغو ټولو فتنو سربېره شاه محمود چې عياش او خېټور سړی و، په خپله يې کارنه کاوه او د هېواد چارې يې ټولې وزير فتح خان او د هغه وروڼو ته سپارلې وې، څو چې خلکو بلوا وکړه او د شاه ولي خان باميزي : وى مختار الدوله شیر محمد خان چې د ده پیشکار و شجاع الملك ته د کابل د پاچهۍ له پاره بلنه ورکړه، شجاع هم پر (۱۲۱۸ هـ - (۱۸۰۳م) کال له پېښوره کابل ته راغی او د پاچهي پرتخت کښیناست شاه محمود يې لرې کئ او ويې باخښه، د محمود زوی شهزاده کامران او وزير فتح خان چې په کندهار کښې وو ځکه نو شاه شجاع د زمان شاه زوی شهزاده قیصر د هغو د مخنيوي له پاره واستاوه، هغه کندهار بې جنګه ونیو او کامران یی فراه ته پرشا و شاره؛ وزیر فتح خان خپل ځان شاه شجاع ته تسلیم کی او دګرشك جنوبي خواته د بارکزيو د ناوې د "ادي" په کلا کښې ظاهراً منزوی شو، خو په باطن کښې يې د سياست په چارو کښې له مداخلې څخه لاس نه و راټول کړی، پر (۱۲۱۹هـ - ۱۸۰۴م) کال چې شاه شجاع په پېښور کښې دېرش زريز لښکر غونډ کی او د کشمیر پنجاب او سند د تصفيي له پاره رهي کېده په کندهار کښې شهزاده قیصر د خپل اکا پر خلاف راپورته شو، شاه شجاع د خپل وراره غوږونه تاو کړل او بېرته يې د کندهار حکمران کی په خپله یې د سند د تالپور پر شورشي اميرانو یرغل وکئ او تر ۳۲۰ زره روپیو اخیستلو وروسته يې روغه ورسره وکړه، خو داخلي اوضاع نا آرامه او ښوريدلې وه او د پاچا ناپوهو وريرونو کامران او قیصر تل د مخالفت هڅې کولې شاه شجاع چې د کشمیر او پېښور په جګړه اخته و د داخلي مخالفانو د مقابلې له پاره یی فرصت نه درلود، نو ځکه د افغانستان او ضاع بحراني، تيت پرکه او پرېشانه وه دا مهال انگریز ښکېلاکګرو ځواکونو هندوستان تر لودهيانيپورې ونيو، خو دا چې د ایران په دربار کښې د فرانسې له ورځ پر ورځ زياتېدونکې اغېزې څخه بېرېدل او غوښته یې چې د هند په فتوحاتو کښې خپل اروپایی رقیبان بيخي له منځه يوسي او د هند پرلويه مځکه یوازې خبته واچوي، ځکه نو د برتانوي هند د حکومت له خوا يو ايلچي "الفنستيون" له مستر استر چې سره د ۱۸۰۹ م کال د مارچ پر ۵ مه) په پېښور کښې شاه شجاع ته راغله دی يې پر افغانستان باندې د ايران له احتمالي حملې څخه و بهراوه له دې کبله د شاه شجاع او برتانوي هند تر منځ د دوستۍ لومړی تړون وتړل شو چې هغه بیا د ۱۸۰۹م کال د جون پر ۱۷ مه، ۱۲۲۴ هـ د هند گورنر جنرال لارد منتو تصدیق کئی دغه تړون دفاعي بنه درلوده، ځکه چې په لومړی او دویمه ماده کښې يې ويلي شوي چې: که فرانسه او ایران د افغان پاچا پر متصرفاتو تیری وکی د برتانوي هند دولت به د کابل له پاچا سره مرسته کوي او پر افغانستان به د تېري مخه نيسي. در بیمه ماده یې د دواړو خواو دوستانه روابطو او يووالي ته اشاره کوي چې افغان پاچا به خپل هېواد ته هېڅ یو فرانسوی نه پرېږدي او دواړې خواوې به یو د بل په هېواد کښې مداخله نه کوي او تل به دوستی ته په درنه سترګه كوري. دغه تړون شاه شجاع ته ګټورنه و دی یې خلکو ته سپك كئ او شاه محمود بیاد فتح خان په مرسته دی دوه کاله په هېواد کښې دننه په جګړو او فتنو اخته وساته - چې په پای کښې یې ماته وکړه او په هندوستان کښې یی برتانوي دولت ته پناه یوړه (۱۲۲۶ هـ - ۱۸۱۴م) خو دویمه پلا بيا د انګریزانو په ملاتړ پر تخت کښیناست دی په هند کښې برتانوي هند دولت د دې له پاره ساتلی و چې په راتلونکی کښې يې په افغانستان کښې و كاروي. خو شاه محمود چې دویمه پلا پرتخت کښېناست د هېواد د چارو واګې اصلاً د وزير فتح خان په لاس کښې وې دغه زړور وزیر بلوچستان، سند او کشمیر د ځان تابع کړل او د شاه محمود په نامه يې پر هېواد حکم کاوه. افغانستان یې خپلو وروڼو ته سپارلی و چې دا مهال رنجیت سنګهـ اتك كلا ونيوه، نو فتح خان په ضلع هزاره کښې تر يوې سختې جګړې وروسته هغه مات کی او کشمير یې هم خپل ورور سردار محمد عظیم خان ته ورکی ( ۱۲۳۰ هـ - ۱۸۱۴م). دا وخت هرات د محمود د ورور حاجي فيروز الدين په لاس کښې و، پر (١٢٣٢ هـ - ١٨١٦ م) كال فتح علي شاه قاجار د هرات نيولو اراده وکړه ځکه نوفتح خان د کابل له لښکر سره هرات ته ولاړ، لومړی يې حاجي فیروز الدین ونیو کابل ته يې واستاوه او بيا يې د هرات لوېديځ ته د کهسان په جګړه کښې د قاجاریانو د لښکر لس زره تنه ووژل او له هراته يې وشړل، په خپله د هرات د چارو په سمون بوخت شو، خو په دې وخت کښې يوه بدمرغه پېښه وشوه او هغه دا چې سردار دوست محمد خان د وزیر ورور په هرات کښې د حاجي فيروزالدین کاله ته ورننوت، د ښځو ګيڼې، پسول جواهر او دانه نښانه قيمتي ملابند چې د تاريخ احمد شاه دراني د مولف) شیرازی په وینا پنځوس زره تومانه قیمت یی درلود له نورو نفایسو سره واخیستل او کشمیر ته ولاړ دې پېښې پرشاه محمود او کامران ډېره ناوړه اغېزه وکړه او د دوی او وزیر فتح خان د کهاله تر منځ بد وردي او کينه پيدا شوه، همدا د کرکې او بدبينۍ احساس و، چې په زړبوګنوونکې توګه د وزير فتح خان د وژلو او د سدوزيو او بارکزيو د کهاله تر منځ د دښمنۍ سبب شو. شاه محمود خپل ناپوه او كينه ناك زوى كامران هرات ته واستاوهکامران د وزير فتح خان د ورور د اعمالو د كسات اخیستلو په غرض وزير فتح خان ونیو او د هغه پوه وزیر په سترګو یې سيخ و مانده او ړوند يې کئی (۱۲۳۳ هـ - ۱۸۱۷م) د شهزاده کامران دا کار په ظاهره د فتني آرامولو سبب وګڼل شو، ځکه سودوزي کورنۍ دا کارونه د وزیر په اشاره ګڼل خو رانده وزير ډېر غښتلي وروڼه لرل هغو چې د خپل مشر ورور د ړندېدو خبر واورېد ، په ټول هېواد کښې له کشمیره تر هراته فتنې وخوټيدلې او د قهر او غضب اور لمبې پورته شوې سردار دوست محمد خان له کشمیره را وګرځېد کابل يې ونيو او شاه محمود يې غزني ته وشاره. له هاخوا كامران له ۱۲ زرو لښکريانو سره په غزني کښې د خپل پلار مرستې ته راورسېد له بلي خوا سردار محمد عظیم خان له کشمیره د سردار دوست محمد خان مرستې ته راغی او د کابل او غزني په منځ کښې سره وجنګېدل، خو محمود او کامران مات شول په همدغه وخت کښې يې روند وزیر فتح خان هم د وردګو په سید آباد کښې د كسات له مخې په ډېر بد عذاب ووژاه او بند پر بند يې پرې کئی ( ۱۲۳۴ هـ - ۱۸۱۸ م) دوی په خپله هرات ته ولاړل او هلته د حکومت پر سر د محمود او حاجي فيروز الدين تر منځ شخړه پیدا شوه کامران پر دواړو بریالی شو او دوی یې ووژل (۱۲۴۵هـ - (۱۸۲۹م) په خپله کامران تر (۱۲۵۸ هـ - ۱۸۴۲م) کال پورې پر هرات حکومت وکئ. دا مهال چې پر ټول هېواد د نفاق اور بل و، د ایران قاجاري دولت بیا پر (۱۸۳۲ م کال د تزاري روسيې په پارونه او د عباس ميرزا په قوماندانی دېرش زریز لښکر د هرات نیولو له پاره را واستاوه خو د انګریز له خوا له دغه کار څخه د قاجاریانو مخنیوی او خپل هېواد افغانستان" ته د هراتیانو وفاداري د دې لامل شول چې هرات د پخوا په څېر د افغانيسلطنت په پلازمینې پورې نښتی پاتې شي. سدوزي پاچاهان 

 ۱ - احمد شاه بابا ابدالي د زمانخان زوی ( ١١٦٠هـ ١١٨٦م)

 ۲- سليمان د احمد شاه زوی (۱۱۸۶هـ)

۳ تیمورشاه د احمد شاه زوی (١١٨٦هـ ١٢٠٧هـ) 

۴- زمان شاه د تیمورشاه زوی (۱۲۰۷ هـ - ۱۲۱۵هـ )

۵- شاه محمود د تیمورشاه زوی (۱۲۱۵هـ ۱۲۴۵هـ)

 ٦- شاه شجاع د تیمورشاه زوی (۱۲۱۸هـ ۱۲۵۸هـ) 

۷-فیروز الدین در تیمورشاه زوی په هرات کښې د ۱۲۳۰هـ شاو خوا. 

۸- کامران د شاه محمود زوی په هرات کښې ۱۲۳۴هـ - ۱۲۴۵هـ)

 اخخليك:

 حيات افغاني سراج التواريخ تحفة الحبيب تاريخ سلطاني خورشید جهان سير المتاخرين د سرجان مالكم تاريخ - تاج التواريخ - احمد شاه بابا، لوی احمد شاه بابا مجمل التواريخ بعد نادریه، د فروغی تاریخ ایران د عباس اقبال تاریخ عمومی - جهانکشاء نادری، دائرة المعارف اسلامی، صولت افغانی تاریخ احمدی (قلمي)- تتمة البيان - نادر نامه (قلمي) - خلاصة الانساب (قلمی) رهنمای افغانستان، مجمع التواريخ رياض المحبة - خصائل السعادة، مكتوبات سیاسی شاه ولي الله، مکتوبات شاه فقیر الله، رنجیت ظافر نامه حیات حافظ رحمت خان، تاريخ نظامي ایران تاریخ پښتون شوکت افغانی تاریخ ،پشاور شمس النهار كابل جريده)) سراج الاخبار (جریده)، تاریخ افغانستان دملیسون، احمد شاه درانی د کند اسنک په انگریزی تاریخ احمد شاه دراني د سید حسین شیرازی، عمادالسعاده د سید غلام علی خان راجگان پنجاب د گریفن په انګريزي تاريخ بلوچستان خزانه عامره تاریخ سنده د مولانا مهر تاریخ سند په انګريزي گزیتیر سنده تاریخ کلهوره په انگريزي تحفة الكرام.