کاظم خان شیدا
کاظم خان شيدا د خټکو د کورنۍ د ادبي ګلستان وروستی ګل او د هغه آسمان آخرنی ځلاند ستورى دئ، دی د خوشحال خان کړوسی او په څلور پښته د خپلي کورنۍ د ادبي رواياتو حامل و.
کاظم خان په داسي محيط کي پيدا او لوی سوی و، چي نيکه او پلار او ټول تربرونه يې شاعران او ليکوال او مؤلفان وو او له دغسي ادبي چاپېره حتماً په ټولو ادبي رواياتو او فني عنعناتو خبر سړى راوزي.
اما دکاظم خان په شاعري کي چي غزل يې لويه برخه ده يو راز لفظي او معنوي بدعت ښکاري، ځکه چي ده د فارسي ادبي تعبيرو او د عربي غريبو الفاظو راوړلو کي داسي افراط کړى دئ چي يقيناً يې د ده شعر د پښتو له ادبي معمول سبکه لیري کړى دئ.
د کاظم خان د دې فکري او لفظي تحول د تحليل له پاره موږ مجبوره يو چي د ده د ژوندانه محيط او د عصر ادبي جریان وڅېړو او ويې ګورو.
د شيدا د ژوندانه دوره د هند د مغولو د آخرينو سوګليو وخت دئ، د ده مخي ته د فارسي د سبك هند د مقتدرو استادانو لکه كليم او عرفي او فيضي او نظري ښكلي تخليقات پراته وه، مګر هم په دغه عصر کي د سبك هند افراطي شاعرانو لکه بيدل او ناصر علي د شعر پر ادبي جريان دروند تسلط درلود، چي دغو استادانو په فارسي ژبه کي د تعبير او ادا او موشګافۍ او نزاکت آفرینۍ او شاعرانه تلازماتو او استعارو یو نوی ور پرانیتی و. حتي چي ځينو پخو د فارسي ادب استادانو دغه جریان کورټ بدعت ګاڼه او سخت یې غانده. محمدعلي حزين چي له فارسه هند ته راغلی د ادب منلی استاد و، د دغه جریان داسي مخالف و چي ده به ويل :
"که زه بیرته وطن ته ولاړ سم نو د خپلو ملګرو او دوستانو د خندا او ملنډو له پاره د ناصر علي ترکلام بل بهترین شی نه سم وړلاى".
مګر میرزا عبدالقادر بیدل چي يقيناً د خپل عصر لوی پوهاند او صوفي او پوخ شاعر و دغه سبك يې داسي مقبول او د منلو او سهلو وړ کړ، چي وروسته دغه استاد ډېر پیروان او عقیدت مندان وموندل او يو خاص د ادب مكتب يې وپرانيت چي حقاً باید د ده په نامه د بيدل مكتب وبلل سي.
په پښتو ادب كي همدغه هندي سبك اغېزې وکړې او لومړی پلا حميد ماشوخېل مهمند د دغه سبك ادبي موشګافي او تلازمات د نظیري او عرفي په پيروي خو په معتدل ډول پښتو ادب ته راوستل.
مګر د حمید استادي دغه ده چي د پښتو د تعبير قوت او رنګ او جوله يې پکښې خوندي کړه، او په دې کار کي يې له بې ځايه افراطه ځان وژغوره.
اما شيدا خو د خپلي کورنۍ په فیوډالي کړاو کي د سیاست ښکار سو او د عمر اکثره برخه یې په کشمیر او هند او رامپورکي له وطنه ليري تېره كړه او د سبك هند سره مستقیماً مخامخ سو او د هند د ادبي جريانه څخه يې درنې او سِده اغېزې قبولي کړې.
نو که د ده په شعر کي موږ يو ډول بدعت او افراط او د سبك هند د آخرني عروج نخښي وينو، دی به ډېر نه ګرموو، ځکه چي محيط خو حتماً د شاعر په فكر او سبك كي اثر کوي، او پخپله شیدا هم دې نکتې ته متلفت و، چي ويل به يې:
که نکات مي عجايب دي
خاص به حسن دكلام وي
خالي نه وي له صنعته
په لوستنه يې ابتهاج کړه
عبارات مي غرايب دي
د معنی دقت يې عام وي
عاري نه وي له رفعته
آفرين مي په مزاج کړه
رشیتا دا ده چي شيدا د فنان ذوق او مضمون آفريني قريحې خاوند او ده په پښتو کي هغه کار کړى دئ چي بل چا نه وکړی. نو لکه په فارسي کي چي د حضرت بیدل تخليقي ادب خاص مقام لري او حتى مخالفين يې هم د فکري یوې خاصي ذخیرې په ډول مني او دغه ګران بها پانګه نه سي هېرولای، دغسي هم د شیدا شعر او په خاص کړه بیا غزل يې د پښتو يوه خاصه او خوندوره پانګه ګڼل کېدای سي.
د شیدا پر شاعرۍ باندي څېړنه او ږغېدنه ډېر وخت غواړي، خو دلته زما د دې څېړني سره يوازي د ده قصيده اړه لري.
ښاغلي بېنوا څو کاله مخکي د ده دېوان ترتیب او چاپ کی، چي فقط د شیدا دوې قصيدې لري او يوه يې نزدې دوه سوه بیته ده.
د دې قصيدې تشبيب د منظرنګارۍ او د شاعر د نکته آفرینۍ یو اوږد سجل دئ چي داسي پيل کيږي :
بيا تحول شو د حمل ګوره آثار
څه بیان وکړم د ګلو له افراطه
یا چه چه د عندلیب په ښاخ دګلو
یا خوبي په هر طرف د خرميه
یا په سر د هر زلمي زېبا ګلونه
یا له خیاله آشفته د دستار ولونه
يا لباس د دلبرانو قسم قسم
یا یی دور د خلخال او د څړيه
یا نغمه د مغني په څو څو رنګه
يا شوخي د رقاصانو په اداکي
یا هر دم باده نوشي د ساقيانو
شګفته په هر طرف تازه بهار
یا انواع کړم د ګلونو درته شمار
یا جلوه د روان آب به سبزه زار
سرسبزي د باغ و راغ هم د کوهسار
يا په غاړه د خوبانو رعنا هار
بي شماله توري زلفي تار په تار
یا يې ټيك په تور اوربل باندي آشکار
په خرام کي يې ادا د ژرنګهار
ترانه یې د شیدا رنګین اشعار
يا ګرمي د حريفانو په خپل کار
منعدم وينمه هوش د باده خوار
دا قصيده د شيدا فكري مجرا ښه راښيي چي د هندي ژوند نخښي پکښې تصوير سوي او داسي ښکاري چي شاعر د هندي بزم په رنګ پوره رنګېدلی و او هر څه چي ويني او هر څه چي وايي، ته وا ږغ يې د يوه هندي موشګاف ويونکي ږغ دئ. وګورئ په دې بيتو کي شرري تخم او د بنفشې ږمنځ، او د غنچې پرده، او د برقي شعلې ګرم بازاري او د ګلو د اور لمبې ټوله هغه تراکیب او تعابير دي چي فقط هم د هندي سبك د آخرني عروج په وخت کي د بيدل او ناصر علي له خولې اورېدل کيږي. خو د نورو په غوږو کي داسي ږغونه حقيقتاً غرابت او وحشت لري، او د محمدعلي حزين په تعبير فقط د خندا او منلډو وړ دي، شيدا په دغه قصيده کي وايي :
د غنچې له پردې مخ د ګل ښکاره شي
چي په سر لکه شعله يې حواله شي
توري زلفي يې پرېشاني په سبا شوې
پرېشاني د ګل خرمن کړ ګل فروشو
په لمبه يې لکه دود د بهار ابر
د عروس غوندي په ډېر زيب و سينګار
پس شرر د ګلو تخم کړ ګل کار
شانه هیڅ د بنفشې نه ده په کار
که د برق په شعله ګرم دئ بازار؟
افروخته په باغ و راغ د ګلو نار
د هندي نڅا یو منظر داسي تصوير كوي، چي د دې فن کمال دئ، خو رنګ يې داسي هندى سوى دئ چي له پښتني ذوقه او د پښتو له تعبيره ډېر ليري ښکاري:
څرخ وهل د دل آرام دي راته وايه
په رنګین قالين رفتار کوي د رقص
حنا يي قدم چي اوس په قالين کيږدي
په صفا یې د لقا قالين مرآت شي
په صدا يې دهر زنګ او دکنګرو هم
د مهتاب په چپ و راست په پېش و پس هم
د سیم تن په هر طرف افراط د نقد
كه فلك دئ نن زما په کام د وار
که صبا دئ په ګلشن کاندي ګذار
د کاشان اهل صنعت شه ځني زار
د توتي نقش ګفتار کاندي چغار
هر نفس د شاهد باز خاطر افګار
لکه خاص شي کواکب په انتشار
چي حاصل يې وي د فن كامل عيار
شيدا د دغو موشګافیو او صناعيو وروسته ځينو اخلاقي مطالبو ته ګرېز کوي، او خپلي قصيدې ته د پند او موعظت رنګ وركوي. مګر دلته هم منفي او فراري فلسفې ته هڅه کوي، چي دا هم د هند د روحاني محيط او د ده د ژوند د اوږدو محروميتونو نتیجه ده، وايي :
د دنیا اوج لړلی په ډېر غم دئ
اعتماد يې هیڅ په داد و ستد نشته
انقلاب د زمانې تنده سېلۍ ده
طاوسي تخت يې په شان د بڼې واخيست
خپله خونه لکه مرغ د پیرکاه کړه
لكه كښينوي عاصي په سر د دار
كجبازي يې ده په مثل د قمار
چي په هند يې وه راغلې دند و کار
بيا يې تېر کړ تر کابل و قندهار
چي محتاج نه شي په عمر د معمار
د شيدا دا فکري فراري اړخ خو اوس زموږ له پاره اخلاقي سرمشق نه سي ګرځېدلای، مګر د ده ادبي زيار او رنګارنګ مضمون آفرینۍ او نوي تعابير خو زما په خيال پښتو ادب ته د يوې پانګي په ډول ډېر غنيمت دي، او که ده څه بدعت کړی وي، نو هغه به هم د بداعت حصه په شمېر راتلای سي او دی به د ادبي شريعت په حکم په دې خپل کړاو کي مأخوذ نه وي.
ځکه په ژبه کي باید تل د توسیع او ارتوالي وسايل موجود سي او د هر راز تخیل د تصویر له پاره الفاظ او تعابير ولري. نو د مرحوم شیدا سخنګويي چي د پښتو په بحارکي د سوسن ژبه سرمه سایه کوله پر خپل ځای د قدر وړ ده، او موږ د شيدا زیار او مښود د پښتو ادب په تاريخ کي کورټ نه سو هېرولای.
د سوسن ژبه حیرت کړه سرمه سایه
چي شيدا په دا بحارکی سخنګوی شو
شیدا پیاوړی آرټیسټ و، خو افسوس چي د ده د آرټ ذوق له خپله محيطه لیري د هند په مځکه کي پرورښت وکی او هندي اداکارو په دې ساده پښتون نوري چاري وکړې، دی پخپله وايي :
په هندي ادا یې وکړې په ما چاري
زه شیدا په زړه ساده د روه افغان یم
د نورو شاعرانو قصايد
د خواجه محمد بنګښ قصیدې:
د يوولسمي هجري پېړۍ دغه نازکخیاله شاعر موږ هغه وخت و پېژاند، چي د ده (٢۴) غزلي او شپږ قصيدې راورټي پخپل کتاب گلشن روه کي په (١٨۶٠م )کال د انګلستان په هرتفورډ کي چاپ کړې، او بيا فادر هيوز په کلید افغاني کي هم ځای ورکی، (د لاهور طبع ۱۸۹۳ م).
کله چي په (۱۳۱۹ ش) کال ما د پښتانه شعراء لومړى ټوك سره راټولاوه، نو مي د بنګښ پر احوال او شاعرۍ باندي فقط د ګلشن روه او کلید افغاني په حواله لږ څه وليکل، خو وروسته د ده د دېوان يوه خطي نسخه د مردان د پښتنو يوه پوه ښاغلي حبيب الرحمن ما ته راوليږله، چي تر اوسه راسره پرته ده، څو چي په (۱۹۸۵م )کال د پېښور پښتو اکاډيمۍ د پرېشان خټك د مقدمې سره چاپ کړه.
خواجه محمد د خوشحال خان د زمانې سړى دئ، چي هم د شاه جهان او بیا د اورنګزېب معاصر ګاڼه سي، پخپله وايي :
هسي خوښ د تخت د پاسه خرم نه دئ
چي عاشق د ستا په در کي خوښ خرم دئ
(د دېوان ۹۳ مخ)
خرم خو د شاه جهان نوم دئ، چي په (١٠۶٨هـ ق)کال خپل زوی له تخته را وغورځاوه. په بل بيت کي خپل معاصرت د اورنګزېبه سره هم داسي ښيي :
د اورنګ په پاچهي کي مي نياو نه شي
زه خواجه محمد به ووزم و بل لور ته
نو موږ د ده د ژوندانه حدود له (۱۰۳۰هـ ق څخه تر ۱۱۰۰ هـ ق) پوري ټاکلای سوای.
دغه مطلب په لاندي دليل هم ټينګيږي چي بنګښ په چشتي صابري طريقه كي د ميا عبدالرحيم مريد و او د دې سړي پلار ميا علي د شېرپاو اوسېدونکی بیا د اکبر پورې د اخوند پنجو مرید و، پخپله وايي :
چي ساکن د چشتيانو په سرير دئ
شیخ حضرت عبدالرحیم زموږه پیر دئ
د اخوند پنجو بابا د مرګ کال (۱۰۷۳ هـ ق) دئ ( خزينة الاصفيا،۷۹ / ۱مخ). نو بنګښ په درو وسيلو د اخوند پنجو د طريقت په سلسله کي داخل بلل کېږي.
د خواجه محمد بنګښ غزلي خو په لفظ او معنی کي د هنر ښكلا لري، هم یې قالبونه ښه دي هم يې محتوى ښکلې ښکاري، د تصوف په رنګ کي عاشقانه غزلي لري چي کله کله په اخلاقي او عرفاني ګېڼو هم پسوللي سوي دي، لکه د زړونو ماتول (نه آزارول) چي شاعرانو راز راز مضمون آفرینۍ پکښې کړي دي، خواجه محمد يې په دې بيت کي څنګه په یوه حسي تشبيه سره تلقين كوي :
زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دي
بيا مشكل دي رغول د شکسته وو
په دې بيت کي د جناس او استعارې او تضاد اقسام څنګه سره يو ځاى سويدي :
ګوتې توري کړې په ما يې کړې راپوري
زه حیران یم ستا د سپينو ګوتو تور ته
د ښاغلي پوهاند رشاد په حساب د ده خطي دېوان (۱۸۱۳) بیتونه او ګرده (١۴٢) غزلي او (۳۱) قصيدې لري، (وږمه مجله، ۲ کڼه ١٣۴٨ ش)، او دغه نسخه چي په (۱۳۲۰ هـ ق) د حمیدالله په بد خط کښلې سوېده، ډېر نواقص او ادبي عيوب هم لري، چي سړی ورته اريانېږي. ځکه چي د خواجه محمد ځيني غزلي خو د ده بشپړه ادبي استادي او پر لفظي او معنوي ښيګڼو باندي احاطه څرګندوي چي په عروضي اصطلاح يې خرم بولي.
او د ځينو بيتونو ضروري هجاوي يې کمي دي، يعني پزپرې کړي بیتونه لري. داسي ګمان کیږي چي دغه به د کاتبانو ګناه وي، چي د ده د ځينو بيتونو پزي يې ور پرې کړي دي.
د ده له یوې اوږدې قصيدې څخه د اڅو بیتونه ولولئ چي د شاعر د هنري كمال ځلا ځني ښه ښکاري :
زړه راڅخه وړى دى جمال د چشتیانو
سرې سترګي، سرې شونډي مجذوب حال د چشتیانو
واړه شهبازان د لا مكان سيرونه كاندي
هسي رنګه تېز دئ پر و بال د چشتیانو
پټ په زړه کي تل لکه لاله وینه د زړه خورم
نشته دی په ژبه قیل و قال د چشتیانو
دا څه سپوږمۍ نه ده چي ځليږي په آسمان کي
تللی په آسمان کي د آس نال د چشتيانو
زړه به د درد منو لکه ګل پرې وغوړېږي
کله به راوالوزي شمال د چشتیانو
هیڅ ورته څرګند شوه د دنيا واړه شالونه
هر چي يې اغوستي شړۍ، شال د چشتيانو
سر و مال به ورکړم کې يوه ذره ترې راکړه
ډك جامونه ګرزي مالامال د چشتیانو
واړه ښایسته په مثال ستوري د آسمان د ن دي
ما پکښې موندلى دئ هلال د چشتیانو
(ص ۸۲ خطي دېوان)
قصيده اوږده ده، او سړی د شاعر د استعداد نښانې پکښې ليدای سي، خو ټوله د يوه مخلص ارادتمند له زړه كلمات راوتلي دي، چي د نورو په درد نه خوري.
خواجه محمد د تلقين او وعظ و پند قصيدې هم لري چي د کلام قوت او رواني يې ځني ښکاري، دا د سنايي غوندي زهديات دي، چي د شرقي ادب يوه لويه برخه ګرځېدلې ده، لکه دا قصیده :
د دنيا عمر دي تېرکه بېهوده
بختورو له دنيا فايده يووړه
د مجلس یاران همه درڅخه لاړه
په سړي باندي چي غم پرېوزي خوب نکه
پلار، نيکونه دي همه په مرګ تمام شوه
زنده سر به په دنيا کي پاتي نه شې
په پيرۍ دي ږیره سپینه شوه ملا ټيټه
ستا شپېته کلونه تېر شوه زوړ بوډا شوې
که عاقل يې دنیا پریږده قلندر شه
د ګمان پرده دي لیري کړه له مخه
د مغان د دروازې د در خادم شه
که شپبته و، که اتیا و که زیاده
تا بی زیانه هیڅ ونه کړله فايده
نظر نه کړې په رڼو سترګو اوده
ته چارپا یې که سړی آدم زاده؟
خلاص به نه شي يكتنها علاحده
چا اخيستې ده غافله ستا هوده
لا ترکومه به پاييږې جك زده
ته لا ځان ګڼې تر اوسه چهارده
فقیران په دواړه کونه آزاده
رضا كيږي د صاحب په اراده
چي د عشق له جامه در کاندي باده
دا زاهدانه قصیده په مناجات داسي ختميږي :
هدایت وکړه و ما ته یوه خدایه
ما بد وکړه زه بنده يم بې ادبه
ګناه کار خواجه آزاد کړه غنی خدایه
چي و تا ته ځم په سم لار رسیده
ته بخشش کوه پخپله قاعده
غنيان تل آزادوي زاړه برده
(ص ۹۲ خطي دېوان)
په دې قصيده کي د عشق او ميني د مرموزي دنيا ځيني اسرار او دردونه یا خوندونه او شواخونونه څرګندوي، او داسي ښکاري چي دی پخپله په عیني ډول له دغو وارداتو سره آشنا و :
عاشقان نظر په مخ د قمر نه که
شپه و ورځ د ده په فکر مستغرق وي
نور عالم چي سپوږمۍ وويني اخترکه
هغه لاف د عاشقۍ کا په دروغو
د هجران اغزى مي ښخ دئ په پهلو کي
پروانه له بلي شمعي نه جاروزي
که یار سر ورڅخه غواړي ترې (يې) ځارکه
عاشقي د تن پرورو خلکو نه ده
په خوله تشي لافي کا د عاشقۍ
که هر څو ورباندي کا ناڅاري چاري
مستغني د قناعت په خزانو شي
هم سفر هم يې مقام دئ پخپل کورکي
که په هر وېښته يې وي هزار هنره
د عشق تاج به د هغه پر سر حرام وي
په دا لاري ډېر خطر دئ لاړ به نه شي
له دې غمه به هرګز بېغمه نه شي
د عاشق نامه به کله وي پر روغه
بحروبر يې دواړه بيا مونده په کورکي
د تهمت له ناپاکیو به خلاص نه شي
که تندی په دواړه لاس وهي له غمه
په یوه نظر یې زړه راڅخه يووړ
پرهرونه مي د زړه واړه زون شوه
زه په یار پسي په غلا ژاړم له خلقه
ما به سر له تنه غوڅ د رقیب پرېکړ
آه فریاد کوم له درده سره ژاړم
بېله یاره و بل مخ ته نظر نه که
غیر فکر (یی) په زړه کی ګذر نه که
عاشق بي د يار له ميني اختر نه که
چي بلبل غوندي فرياد په سحر نه که
عاشقان بیغمه خوب په بستر نه که
څو آخر پرې دړي دړي بشر نه که
هیڅ د سر په پرېکولو خطر نه که
خر، ټټو به خدای د آس برابر نه که
معشوقه ورته وايي اثر نه که
عاشقان د يار له جوره حذر نه که
جستجوی د دنیا دارو په در نه که
و بل لوري ته هيچري سفر نه که
بي له عشقه عارفان بل هنر نه که
چي د يار له پاره خاوري په سر نه که
څو چي توره د اخلاص په کمر نه که
څو ګردن د غليم غوڅ په خنجر نه که
څو په سرو لنبوکي ځان سمندر نه که
عاشقان سفر د بحرو د بر نه که
څو پناه ورته د صبر سپر نه که
نور به کښلي د محفوظ د دفتر نه که
یار و ما ته نظر بار دیګر نه که
طبيبان مي هيڅ علاج د پرهر نه که
چيري نه وي چي رقيب راخبر نه که
ملګري راسره چرغ اخضر نه که
د آه غشی می هرګز پرې اثر نه که
د خواجه محمد که سر ځي لاړ به نه شي
څو يوه بوسه یار ده لره ور نه که
(خطي دېوان، ۷مخ)
دا وې د خواجه محمد د قصيدو يو څو نمونې چي دلته راغوره کړه سوې،
ښاغلي لوستونکي که دغه د عشق او زهد بيانوونكي قصيدي ولولي، او بيا يې د ده د غزلو سره پرتله کي نو به دا له ورايه ورښکاره سي چي غزلیات يې ډېر ښکلي او مستانه او لطيف دي، خو په قصيدو کي يې د زاهدانه تقشف ډېري اغېزې ليدلي کیږي.
موږ به خواجه محمد په دې واعظانه قصيدو او مریدانه ويناوو نه کږو، دی د خپل عصر د روحاني فضا نمايندګي کوي، او دغه کیفیت د دغه عصر په اکثرو هنرمند و شاعرانو لکه د عبدالقادر خان او ګوهرخان او نورو په ويناوو کي هم سته.
لنډه يې دا ده :
که موږ د خواجه محمد د ځينو غزلو طراوت او ښكلا او مضمون آفرینی او بیا د ځينو قصيدو واعظانه ډول يا د مضمون اوچتوب ګرده سره راټول کو او ده ته د پښتو نورو شاعرانو په کوم پوړ کي د درېدلو ځای وټاکو، نو به په مټي د هجري او عبدالقادر ځای ته ورسيږي.
وګورئ! د بنګښ دغه د وعظ او زهد مطلبونه که د غزل په قالب کي توی سي، نو داسي ګټوره، ښکلې او موثره وينا ځني جوړيږي :
چي بازار لره خالي لاسونه درومې
اټکل نه کېږي چي سود به ځني راوړې
ته د وړاندي ځي دنيا دي کړه د وروستو
په تورتم كي مشال ولي پسي شاوړې
عاقبت به یوه ورځ درڅخه مات شي
که هر څو په احتياط لوښي متيا وړې
چي دي تخم پر پټي کرلی نه وي
د غلې په وخت به واخلې ځني خاورې
نصیحت و بل ته کړې خواجه محمده!
ته يې ولي د خپل زړه په غوږو ناوري؟
(خطي ديوان ۴١ مخ)
د علي اکبر اورکزي په ګلشن افغان کي قصيدې :
د اتحاد جماهیر شوروي د ارمنستان د جمهوریت د مرکزي ښار ایروان په کتابخانه کي يو ډېر خوشخطه او ښکلی او منقوش او مذهب (طلاکاري) او مصور دېوان سته، چي په هغه کتابخانه کي یې نمبر (۵٣٨) دئ. نه پوهيږم چي دغه قلمي ښکلې او مصوره نسخه څنکه له پښتونخوا او کشمیره ارمنستان ته وړل سوېده؟ د
دې نسخې يو ميكروفلم د کابل په عامه کتابخانه کي سته.
د نسخې خط ښکلى نستعلیق دئ او ځيني مصور مخونه هم لري، د تصوير او تذهيب سبك يې کشمیری او متأخر دئ، خو د ښکلا او رنګ او تصویر او تذهیب اټکل یې په تور ميكروفلم كي ښه نه کيږي او فقط دوني ښکاري، چي يوه ښکلې او ښه خوشخطه نسخه ده. علي اکبر په قام اورکزی دئ، دا پښتون قام په تيرا او د کورمي په سيمو له قديمه اوسي او دا هغه وادي ده، چي تر اسلام دمخه د کوشانيانو د وروستنيو شهزادګانو او د کابلشاهانو په لاس کي وه، او اکثر د هندوستان تجارتي كاروانونه او د فاتحانو لښکر به له دغو سيمو تېرېدل.
کله چي امیر تېمور لنګ په (۸۰۰ هـ) د هندوستان د نيولو له پاره له دغو سیمو څخه تېرېدی د دې ځايو مشران شیخ احمد، خواجه اوغاني او ملك محمد او لشكرشاه اوغاني او شيخ عبدل وو، او مؤرخان د دې ځای د ایریاب او شنوزان درې يادوي، چي له هلته يوه اوغاني قبيله اورکزۍ اوسېده.
له دې تاريخي سنده ښکاري چي اورکزي اوغانان اوه اته سوه کاله دمخه له امو په دې ځای کي اوسېدل. علي اکبر اورکزی له دې ځايه د (١١۵۶ هـ ق) په حدودو کي هندوستان ته تللی او په اکثرو ښارو ګرځېدلى دئ، د ده وظيفه غالباً عسكريت دئ، خو په پښتو او دري ژبو ښه شاعر او لیکوال هم و. د ده دېوان مردفي پښتو او پارسي برخي لري او يو سني مذهبه حنفي او نقشبندي طريقې پيرو با ذوقه او ادیب پښتون ښکاري. د خپل دېوان مقدمه يې په دري داسي ليکلې ده:
"سپاس و ستایش بی پایان و حمد و ثنای فراوان، مر متکلمی را سزاوارست، که زبان هر حامد به چندین لغات مختلفه ګويا ګردانید، و هر قومی را معنی لغات تازی و دری، و افغانی دانایند... این فقیر احقر مولای سید علی اکبر بن قاسم خان اورکزی قوم افغان ساکن تیرا خیبر، در حداثت سن و آوان طفلی که طبیعتش مانند کف مفلسان، از نقد فن شاعری عاری بوده ... به فرمایش سلطان شوق به تسوید غزل چند، بزبان افغانی که محاوره اسلام و مانوس الاستعمال بود، چند صفحه را سیاه ساخت و برقعات متفرقه مرقوم شده ...بعد از آن در عنفوان شباب در تعلیم و آموختن این فن نزد اکثری از اولوالالباب سعی و فور بکار برده ... و چون این ګلدسته مشتمل بر ازهار الفاظ رنګین و متضمن اشعار معانی شیرین است به اتقای حضرت یزدان به "کلشن افغاني" موسوم ګشت ...".
د ګلشن افغان لومړۍ غزله
زړه مي بل هغه دلبر په اور د غم کا
هسي ما غوندي يې ډېر عالم خراب کړ
د عالم په باب ژوندی له مړو بتريم
سرو مال تالاکوي پروا يې نه شي
لکه دی کاندي د هر عاشق په باب کي
په دغه ساعت یې زړه له ما نه يووړ
د سپين مخ په عکس هر شي ته به ګوري
چي مي ورك په دغه اور د سترګو نم كا
کرشمه و ناز پېشه چي يې صنم کا
كه څوك شمار زما په عين د عالم کا
که جهان سره برهم په يوه دم کا
د ازل حکم نه لوحه، نه قلم کا
اوس په خپله غلا انکار راوړي قسم کا
د مضمون په نمايش يې جام د جم کا
هر ساعت به دیار ذکر کا په ژبه
که "اکبر" د زړه د زخم څوك مرهم كا
اکبر د هند په ښارو ګرځېدلی، او هلته هم د پښتنو سره محشور و، او له هيواده يې خپل سلامونه د وطن يارانو ته را استول. دی په یوه اوږده قصيده کي خپل یاران یادوي. چي څو بيته يې دا دي :
باده والوزه وطن ته په رفتار شه
لكهنو له ښاره کوچ وکړه بهار ته
د سردار سرفراز خان پرسش لازم دئ
د حاجي اخون په قبر دعا وکړه
د هر چا له حاله بېل بېل خبردار شه
په کتهیرو پښتانه باندي ګذار شه
چي څښتن یې هم یاور هم مددګار شه
د یوسف په حال دانا او خبردار شه
وروسته د پېښور د سيمي ځيني ياران يادوي او د ميا عمر څمكني دوه زامن داسي ستايي :
کشر میان ته په دوه لاسه تعظيم وكه
محمدي صاحب ته هم په تعظیم پار شه
داکبر سلام په هر چا باندي وايه
په دعا مي يادوئ چي برخودردار شه
اکبر چي د تیرا د غرو او بڼو خوشنوا بلبل و، په هندوستان کي له ژوندونه په عذاب سوی او خپل وطن يې داسي ياداوه:
نور توبه مي له پنجابه هم له هنده
په نصيب زما که خپل ملك و وطن شي
له دې لاندي بيته ښکاري چي په کابل کي هم څو عمر اوسېدلى دئ :
چي خاطر مي دي بندي په تور اوربل کي
ځکه نه مي شي استوګه په کابل کي
اورکزی د پښتنو شاعرانو له کلامه سره آشنا دئ، ډېر شاعران يادوي او خوشحال خټك داسي ستايي:
نور د شعر مزه مه غواړه له چا نه
پوهنده د هر کلام ښه سخندان ولاړ
د خوشحال خټك ارمان به اكبر يوسي
چي د میني د اخلاص كان له جهان ولاړ
د اکبر په دري او پښتو اشعارو کي د ده د عمر ډېر وقایع ذکر سوي دي، دی په پښتو ژبه کي د متوسطي درجې شاعر ګڼل کيږي، او کله نامانوس الفاظ هم راوړي. اکبر په خپل دېوان کي شاه عبدالرحیم نقشبندي خپل روحاني پير ستايي او بل خپل دوو ژبو شاعر او لیکوال او باذوقه سړى دئ، چي د ده دغه مستانه بيت د ده د ذوق ښه نمايندګي کوي :
هر ساقي چي د طرب پیاله که پورته
میخواران به واړه ودانګي دې لور ته
او دا غزل د خواجه محمد بنګښ د هغي غزلي جواب دئ، چي يو ښکلی بیت يې دا دئ :
ګوتي توري کړه په ما يې کړه راپوري
زه حیران یم ستا د سپينو ګوتو تور ته
د اورکزي دېوان قصيدې، غزلي، مثنویات، ترجیع بندونه او رباعيات لري. د شعر قالب او محتوى يې دواړه کومه خاصه ښېګڼه نه لري، په دوهمه درجه ناظمانو کي درېدلای سي. . كله كله عشقي، اخلاقي، حماسي او صوفيانه مضامين د ده نظمونو ته تنوع وربخښي، خو قصيدې يې اکثره د واقعه نګارۍ ډول لري، او دا هغه يو راز بیان دئ چي خوشحال خان او د ده زامن هم کله کله د ژوندانه د واقعاتو په څرګندونه کي کار ځني اخلي، بې له دې چي خپل نظم د شعر په ښېګڼو او هنري ګېڼو ښکلی کي، مثلاً په يوه قصيده کي د خپلي زېږېدني وخت داسي ښيي، چي يو نظم دئ نه شعر :
زه چي راغلم په دنياكي
له عدمه په اظهر
پادشاهي د نادرشاه وه
په عالم کی لکه لمر
په دې ډول د ده د تولد نېټه د (١١۵٠هـ ق) حدود ټاکل کېدای سي چي د تېمورشاه تر زمانې پوري (۱۱۹۰ هـ ق) هم ژوندی و.
سن زر سل نوي وايه شه
چيله کوره شوم روان
په دغه قصيده کي بې له کومه تشبیبه رډبډ پخپل حال داسي شروع کوي :
نن به وايم يو يو حال درته د ځان
نوم د خدای او د رسول مي درته واخيست
دا خبره وه مشهوره په عالم کي
ته یې واوره په نامه د پاك سبحان
غوږ پرې کښيږده که بنده يې د رحمان
هر څه وکرې بيا رېبې هغه شان
دلته وزن هم سپکيږي، او ناظم يې په بل ډول په هغه قافیه پسې ځي :
د نېکۍ عوض نېکي ده
د ښه خدای څه ښه قدرت دئ
ښه کارونه په قدرت کا
ځای د ګفت و شنود نشته
که له خاورو ګل پیدا کا
مدعا غرض خپل وایم
د ښه خدای له شفقته
په کشمير کي وم څو کاله
په قسمت مي نصيب (و) شو
په زيارت د پير مرشد شي
بدي وي د بدخواهان
چي له چا نه شي بيان
دی پرې ښه رسي يكسان
په رضا د پاك يزدان
یا له ګل پیدا خاران
غوږ پرې ونیسئ دوستان
هم له فضله د ديان؟
و حاکم نورالدین خان
ښه دیدن د بزرګان
خدای عطا کر دین ایمان
داسي ښکاري چي علي اکبر د اورکزو مشر و، او په لښکري لامو کي به يې د عسکري يا ملكي حکمران په څېر برخه لرله :
له وطنه را روان شوم
لك مي کړ د خدای په فضل
د سلطان اساني وشو
د لښکرو په سامان
په کامراج کي خپل نښان
په دښته شولم ډېر ګران
د تېمورشاه له درباره حاجي كریمداد خان (د کشمیر خان د احمدشاه بابا د دربار د عرض بېګي لمسی دکهندل خان زوى) د کشمیر حکمران مقرر سو او علي اكبر ورسره ملګری و، خو چي کریمداد خان ولاړ، نو دی
هم خپل وطن تیراه ته راغی :
بل د وروستو مي ږغ راغی
شو سردار کشمير يې واخيست
امیر بیا شو په ځای پاتو
زما هم دا ملك تر فهم
ځني ولاړمه وطن ته
چي حاجي كريم داد خان
شوم امیر ته لوی آسمان
بيارته لاړ کریم داد خان
نهایت شو ډېر ویران
په فراق، غوغا، ګریان
علي اكبر دوه کاله په کورکي و، څو بيا تېمورشاه وغوښت،
او د اورکزو د لښکرو سره يې په (۱۱۹۰ هـ ق) کال د کشمير خوا ته واستاوه :
آخر بیا پس له مدته
په طلب يې کړ ځان ستړی
زما هم پرې خدای وار جوړ کړ
د لښکر سامان مي سازکړ
سلطان شو راپسي پښېمان
هم سړی يې خپل ستومان
دا مي غوښته له سبحان
ښایسته، ښکلي سپایان
چي کامراج ته ورسېدی، نو يې جنګونه شروع سوه، د يوه جنګ مناظر داسي ښيي :
يوه ورځ له همه راغلو
جنگ تر میان شولو صاحبه!
بیا په توره شوه تمامه
رفيقان راڅخه وتښو
بې له خدايه څوك مل نه و
که میدان یارانو بای کړ
په موږ باندي دښمنان
د توپکو د سنان
كل لښکر راته حيران
موږ يې پرېښوو په ځان
یا مدد و بزرګان
خو موږ بيا لك كړ نښان
په دې ډول د اورکزي قصيده په حقيقت کي د واقعه نګارۍ یوه نظم کړې او بې خونده منظومه ده، چي هيڅ شاعرانه هنر کاري او د تخيل او لطافت او عاطفې رنګينيو څخه برخه نه لري.
اوس نو تاسي پخپله ووایاست چي دی شاعر بولئ او که تش يو ناظم؟
بايد دا هم وويل سي، چي د ده فارسي او پښتو غزلي دوني بې خونده نه دي، لکه قصايد. موږ د ده په پښتو غزلو کي د ځينو غزلو نمونې دمخه ولوستلې، او د پارسي غزلو دغه نمونه يې هم ولولئ:
به مشتاقان رویت قصه هر جا میتوان گفتن
حدیث حسن یوسف با زلیخا میتوان گفت
چو احوال شهیدان از طبیبان کس نمی پرسد
زبیمار نگاهت با مسیحا میتوان گفتن
فتاده نیم بسمل بر سرره همچو من صدها
جفای ابرویش قضا را میتوان گفتن
چمن ګل ګل شگفته از نسیم صبح نوروزی
زحال غنچه دلها کسی را میتوان گفتن
خراب بادۂ لعل تو شد امشب اگر بخشی
که حال "اکبر" بد مست فردا میتوان گفتن
د لومړۍ دورې د ادبي جريان لنډيز
د غوريانو زمانه د پښتو ادب یوه ښه دوره بلله کيږي او علاوه پر هغو شاعرانو، چي دمخه ذکر سول، دغه لاندي شاعران هم په لنډ ډول ذکر کوو
۱ - قطب الدین بختيار :
دا سړی د احمد زوی او د موسی لمسی په قوم پښتون بخیتاری و، چي په بختیار کاکي مشهور دئ، په ۶٣۴ په ډهلي کي وفات سوى دئ او قبر يې تر اوسه هم مشهور دئ. د سلېمان ماکو په تذكرة الاولياء كي د ده يوه عشقي سندره نقل سوېده او يو فارسي دېوان هم لري.
۲- شيخ متي (۶٢٣ - ۶٨٨ هـ) :
شيخ متي د عباس زوی او د خليل د قوم څخه و، د ده کورنۍ د ترنګ په وادي کي اوسېدله او قبر يې تر اوسه د کلات پر غونډي د کلات بابا په نامه مشهور دئ. شيخ متي يو لوى عرفاني شخصيت و، د پښتنو مؤرخين يې د اولياوو په جمله کي شمېري. د ده کورنۍ هم متيزي بلل کيږي، چي ډېر شاعران او مؤلفان پکښې تېر سويدي او په پېښور او کندهار کي لوړ علمي شهرت لري. د پښتو مؤرخ شیخ کټه د لرغوني پښتانه مؤلف هم د ده له لمسيانو څخه دئ، (د ٧۵٠ هـ حدود).
بل شيخ قاسم د تذكرة الاولياء مؤلف په ٩۵۶ ه زوکړى دئ او د ده زوی شیخ امام الدین د تاریخ افغاني مؤلف په ١٠٢٠ هـ پیدا سوى دئ. د شيخ متي له اشعارو څخه فقط يو شعر د پټي خزانې مؤلف رانقلوي او وايي چي شيخ متي يو دېوان درلود، چي نوم يې و : (د خدای مینه)، دا شعر په پښتو ادب کي يو شاهکار دئ او شيخ متي د كايناتو ښکلا او د جمال تصوير په ښه ډول په دې ښعر کي کښلی دئ او دا هغه خبره ده، چي صوفيان تل په خپلو اشعارو او آثارو کي د جمال بيان کوي. د شيخ متي دغه ښکلی شعر په لاندي ډول دئ :
پر لویو غرو هم په دښتو کي
په غاړه ږغ او په شپېلو کي
په لوی سهار په نيمو شپو کي
یا د ويرژلو په شپېلو کي
ټول ستا د ياد نارې سورې دي
دا ستا د ميني نندارې دي
جُندَى زرغون که په بېديا دئ
ترنك چي خړ دئ په ژړا دئ
د بر بڼ خوا ته په خندا دئ
دا ټول اغېز د ميني ستا دئ
ټوله ښكلل دي ستا له لاسه
اي د پاسوالو پاسه پاسه!
که لمر روښان مخ ئې سپین دئ
که غر دئ ښکلی پرتمین دئ
یا د سپوږمیه تندی ورین دئ
لکه هنداره مخ د سين دئ
ستا د ښکلا دا پلوشه ده
دا ئې یو سپکه ننداره ده!
دلته لوی غرونه زرغونيږي
بوراوي شاوخوا کړېږي
د ژوند وږمې پکښي چليږي
سترګې ليدو ته يې هېښيږي
خاونده! ښکلی ستا جمال دئ
که ورځ که شپه که پېړۍ کال دئ
ښکاره ئي لور په لور كمال دئ
ستا د قدرت کمکی مثال دئ
لویه خاونده! ټوله ته یې
تل د نړۍ په ښکلېده يې
ستا د لورونو يو رڼا ده!
دلته چي جوړه تماشا ده!
زړه مي دا ستا د ميني كور دئ
رب ئی و تا ته ستا پر لور دئ
سوی د عشق په سوځند اور دئ
بېله دې هیڅ دئ ورك ئې پلور دئ
ستا د جمال په ليدو ښاد دئ
که نه وي، دغه نور برباد دئ
په غرو کي ستا د عشق شپېلكى دئ
که غټ که ووړ، که پنډ نرى دئ
د دې نړۍ په عشق سمى دئ
ستاد جمال ځری هر شی دئ
چي پر دنيا مي سترګي پرې سوې
ستا د جمال په نندارې سوې
نه هسك نه مځكه وه تورتم و
نه دا ابليس نه ئې آدم و
تیاره خپره و، ټول عدم و
ستا د جمال سوچه پرتم و
چي سو ښکاره ښکلي دنيا سوه
د پنځ پر لوري ئې رڼا سوه
زه چي څرګند پر دې دنيا سوم
ستا پر جمال باندي شيدا سوم
د ښکلي مخ په تماشا سوم
راجلا له خپلي ستي سوم
په ژړا ژاړم چي بېلتون دئ
یمه پردېسی بل مي تون دئ
وګړيو ولي "متي" ژاړي؟
څه غواړي، څه وايي، څه باړي
سورې ئې اوری غاړي غاړي
خپل تون اوکور و کلی غواړي
چونی چي بېل سي نيمه خوا سي
تل ئې د بڼ په لور ژړا سي!
پښتو ادب ته يوه لنډه کتنه
تر ۱۰۰۰ هـ پوري
د شيخ متي زمانې را وروسته د پښتو ډېر شاعران لرو، چي د دوی اشعار حماسي يا عشقي يا اخلاقي يا تصوفي دي. په دې اشعارو كي كله ملي اوزان او کله هم مثنوي يا قصيده يا رباعي يا غزل سته، مګر دغه اشعار د خپل ادبي ارزښت له رويه د غوري دورې له پاته سوو آثارو سره مقابله نه سي کولای، که څه هم د غوري دورې پاته آثار فقط يو دوې قصيدې دي، مګر د دغو قصيدو ادبي او هنري ارزښت دومره ډېر دئ، چي په وروستنۍ دوره کي تر خوشحال خان پوري څوك د هغو مقابله نه سي کولای. په دغو شاعرانو کي بابا هوتك د بارو زوى او د تولر لمسی دئ. د ده ژوند له (۶۶١ - ٧۴٠ هـ) پوري و. دغسي هم شيخ ملكيار د هوتك بابا زوی د (٧۴٩ هـ) په حدودو کي ژوندی و او اکبر زمینداوری د (۷۸۰هـ) په حدودو کي په زمينداور کي اوسېدی. دغسي هم سلطان بهلول لودي، چي د هندوستان لوی پښتون پاچا و (جلوس ٨۵۵ - وفات ٨٩۴ هـ)، د پښتو يو ښه شاعر و، چي دا يوه رباعي د ده د کلام نمونه پاته ده :
ملك به زرغون کړم په ورکړه راسه
ګوره اوريځي د داد له پاسه
خول مي دعدل په درو روڼ دئ
جهان به زېب مومي زما له لاسه
خلیل خان نیازی هم د (۸۹۰ هـ) په حدودو کي د دغه پاچا د دربار پښتون شاعر و.
دغسي هم زرغون خان نورزی د (۸۹۰ هـ) په شاوخواکي د پښتو دېوان خاوند شاعر دئ، چي د زمينداور په نوزاد کي اوسېدی، او له ده څخه يوه ساقي نامه په مثنوي کي پاته ده.
د دې دورې درې پښتنې شاعراني هم د يادولو وړ دي.
اول زرغونه کاکړه، بله شاعره رابعه د (۹۲۰ هـ) په حدودو کي په کندهاركي اوسېدله. بله مېرمن نېك بخته د (٩۶٠ هـ) په حدودو کي د شيخ الله داد لور وه، چي د پېښور په اشنغر کلي کي يې يو کتاب د ارشاد الفقراء په نامه لیکلی و. دوست محمد کاکړ د ږوب اوسېدونکی د (۹۲۰ هـ په حدودو کي) د تذکره غرغښت ناظم او شیخ عیسی مشوانی د (۹۰۰ هـ په حدودوکي) په هند کي اوسېدی، شیخ بستان بړېڅ د محمداکرم زوی، چي دی هم د (٩۶٠ هـ په حدودوکي) ژوندی و. بل شاعر علي سرور لودي د (٩۶٠ هـ په حدودو کي) د ملتان دكهرور په قصبه کي اوسېدی. شیخ محمدصالح الكوزى د (۱۰۰۰ هـ په حدودو کي) د كندهار په جلدك كي ژوندی و. پیر روښان د پښتنو یو مجاهد او آزادي غوښتونکی ادیب مشر و، چي په (٩۴٢ هـ) زېږېدلی او ټول عمر يې د آزادۍ په جنګ او ادبي او تبليغي کارو کي تېر کړی او د (٩٨۵ هـ په حدودو کي) وژل سوى دئ. د بايزيد روښان په ژوند کي دوې نکتې د ياد وړ دي :
اول دا چي داسي حرکت ئې په پښتونخواکي د هندوستان د مغلو د سياسي اقتدار په مقابل کي منځ ته راوست، چي هدف ئې د پښتنو د يوه آزاد حکومت تاسیس و.
دوهم : پير روښان د خپلو تبليغي مقصدونو له پاره پښتنو ته په پښتو ژبه خیرالبیان کتاب لیکلی دئ، چي د پښتو ژبي قديم لیکلی کتاب دئ، چي اوس يې يوه نسخه سته، د پير روښان دغه سياسي او ادبي مجاهده د پښتنو په تاريخ کي ډېر اهمیت لري، مګر د ده د نوشتو ادبي ارزښت ډېر لوړ نه دئ. ځکه چي ده په خیرالبیان کي د نثر يو داسي ډول غوره کړى دئ، چي هغه ته موږ نه روان او ساده نثر ویلای سو او نه يو خوږ او تکړه نظم. د پير روښان نثر یو مصنوعي او د تكلفه ډك نثر دئ، چي د پښتو د پخواني نثر سره ډېر تفاوت لري، مثلاً په (۶١٢ هـ) چي سلېمان ماکو کوم نثر په تذکرة الاولياء كي ليكلى و، هغه نسبتاً ساده او روان او سپیڅلی و. مګر پیر روښان د جملو په اخر کي په مصنوعي ډول سجع رعايت کوي، چي هغه د پښتو له اصلي بيانه سره اختلاف لري او دغه نثر و، چي وروسته اخون دروېزه او د ده ه کورنۍ او نورو ليکوالو تر ډېره وخته پوري پيروي کاوه، څو چي پس له (١٠٠٠ هـ) څخه خوشحال خان خټك پيدا سو او ده هم لكه پیر روښان په ژوند که دوه واره په مبارزه شروع وکړه :
اول د پښتنو د آزادۍ د ساتني له پاره د خوشحال خان مجاهده د هندوستان د مغلو سره روانه وه او دې توريالي اديب د افغان په ننګ توره تړلې وه :
د افغان په ننګ مي وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټك یم
دوهم: د خوشحال خان په نظر کي د پښتنو د سیاسي اقتدار او آزادۍ د ساتني سره سره د پښتو ژبي ساتنه او روزنه هم يو مهم مقصد و، نو ځكه ده له توري سره قلم ملګری کی او د پښتو د نثر او نظم پالني ته يې ملا وتړله. د نظم خو يې ډېر ښکلی او وسیع او د ارزښت خاوند کړ، مګر په نثر کي د خوشحال خان ابتکار او هنر دا و، چي بيرته يې د نثر ليكلو سبك د پیر روښان له مصنوعي او د تكلفه ډك طرز څخه سادګۍ او روانۍ ته را وګرزاوه او د خوشحال خان دغه ادبي ابتکار و، چي
تر اوسه پوري هم په نثر او نظم کي تعقيب کيږي. په دې دوره کي د پښتو ادب درې لويي کورنۍ تېري سوي دي، چي هره کورنۍ د پښتو ادب په روزنه کي لاس لري. خو يوه د خوشحال خان کورنۍ داسي ده، چي د هغوی ادبي تخليقات د هنر له پلوه ډېر ارزښتونه لري.
اول د پير روښان کورنۍ، چي پخپله پير روښان او انصاري او دولت او ارزاني ئې ارکان دي.
دو همه کورنۍ د اخون دروېزه ننګرهاري ده، چي کریم داد او نور د دې کورنۍ رکنونه دي.
دريمه د خوشحال خان خټك كورنۍ ده، چي د ده زامن لکه عبدالقادر خان او اشرف خان هجري او صدرخان او سکندر او لمسى ئې کاظم خان شيدا او افضل خان د دې کورنۍ تکړه ادیبان دي. د پښتو ادبي سير په نثر او نظم کي تر خوشحال خان را وروسته روان پاته سو او موږ وينو، چي زبردست شاعران او ليکوال په ټوله پښتونخوا کي پيدا سوي دي، لکه:
رحمان بابا او حميد مومند، علي خان، عبدالرحيم هوتك، پيرمحمد کاکړ او نور ډېر شاعران، چي عدد ئې تر سوو پوري دغه رسيږي. دغه دوره چي تر ١٢۵٠ هـ پوري رارسیږي دغه لاندي خاصيتونه لري:
اول : په پښتو شاعري کي د شعر ظاهري ډول هم ملي او پښتني وزنونه لري او هم د فارسي او عربي د عروضو اثر پرسوی دئ، مثلاً : ملي لنډۍ او كسرونه او بدلي او چاربیتي او نور آثار هم سته، خو د فارسي غوندي قصيده، غزل، مثنوي، رباعي او نور ادبي فنون هم پښتو ته راغلي دي.
دوهم : د فکر او موضوع له پلوه هم پښتو ادب پراخ سوى دئ، يعني هر ډول ادبي، تاريخي، ديني، فلسفي، تصوفي، اخلاقي، عشقي او داستاني ادبیات پکښې موجود سوي دي.
دریم : د پښتو شاعرۍ خپل پښتني او حماسي رنګ هم ساتلی دئ، يعني په پښتو ادب کي د حماست او پښتونوالي او آزادۍ غوښتلو پلوشې او تجليات ډېر برېښي او دا هغه محيطي خاصيت دئ، چي د پښتو شعر ته يې ډېر خوند ورکړى دئ.
څلورم : خوشحال خان په خپله دستار نامه او نورو منثورو ليکنو کي د پښتو نثر و محاورې او د پښتنو عمومي ادا ته را نزدې کی. د ده لمسو همدغسي کوښښ وکی، ګوهر خان خپل کتاب (قلب السير) او افضل خان خپل (تاريخ مرصع) پر دغه سبك وليكل، چي وروسته نو پټه خزانه او نور ډېر کتابونه په پښتو نثر کي ميدان ته راغلل او دغه حرکت و، چي په ټوله پښتونخوا او افغانستان کي تر (١٢۶٠هـ) پوري راورسېدی او په دغو کلو کي د احمدشاه بابا د کورنۍ پاچاهي ختمه سوه او امير دوست محمد خان د محمدزو د کورنۍ څخه پاچا سو. دغه وخت د پښتنو سلطنت ته چي له پنجاب او کشمیره تر هرات پوري خپور و، یو نوی خطر د هندوستان له خوا متوجه سو، چي هغه د انګرېز استعمار و. کله چي په (۱۸۳۹ م) د انګرېزانو ايندس ارمي يعني د اباسين لښکر د بولان څخه پر کندهار حمله وکړه، نو د افغان او انګرېزانو لومړۍ جګړه شورو سوه.
د پښتو خاصیتونه په وروستنۍ دوره کي
له (١٢۵٠ هـ) را پدېخوا په يوه پېړۍ کي د پښتو ادب لوی تحول وموند او د دې تحول اصلي سببونه، چي د پښتو ادب ته يې نوې جوله او قیافه ورکړېده په لاندي ډول ښوول کېږي :
(۱) په دې وخت کي د اروپا د مدنيت صنعتي دوره شورو سوې وه او پر هندوستان باندي د انګرېزانو استعمار بشپړ سوی و او هندوستان ته د نوي مدنيت او صنعت اثرونه رارسېدلي وو، د انګرېزانو حکومت په هندوستان کي د ادارې او انضباط او امنيت او تنظيم نوي دودونه او اصول رواج کړي وو او په ټول هند کې د تګ راتګ لاري او د اورګاډي خطونه جوړ کړي وو، نوی فکر او د مدنيت نوي دودونه او نوی معارف او مکتبونه په ټول هندکي موجود سوي وو. جرايد او مطبوعات هم په انګرېزي ژبه او هم د هند په ژبو کي خپرېدل.
چاپخانې او دکتابونو د خپرولو وسایل هم ډېر سوي وو، انګرېزان د دغسي يو قوي مدني تشکيل سره د اباسین غاړو ته راورسېدل، دوی د پښتونخوا يو مهم د فرهنگ مرکز یعني پېښور هم ونیو او په (۱۸۳۹ م) يې پر افغانستان هم حمله وکړه، دلته نو د دغه اجتماعي او سیاسي کیفیت اثرونه د پښتو پر ژبه او ادب او ثقافت باندي لازمي وو. نو ځکه د پښتو نظم او نثر دواړه تر دغو لاندي راغله په نثر کي رواني او د محاورې سره برابره ليکنه خوشحال خان يې اساس ایښی و، ښه رواج سوه او ځيني پښتو کتابونه يا اخبارونه هم په دغه ډول منځ ته راغله. نظم هم په هغه قديم قالب کي نشو و نما وکړه او ځيني نوي سبكونه هم رواج سول.
(۲) د اروپا د مدنيت او صنعتي غورځنګ اثرونه پر پښتونخوا باندي د اېران له خوا او د شمالي روس له خوا راغلل، تجارتي تګ راتګ او سياسي روابط د روس او ایران سره موجود سول او د شمالي له خوا هم د روس د اورګاډو خطونه تر بخارا او خیوا پوري راورسېدل، دلته نو د يوې خوا له روسه او د غربي خوا څخه له اېرانه داسي قوي اثرونه پښتونخوا ته راورسېدل، چي د پښتنو فکر او ادب یې حتماً تر قوي اثر لاندي ونيوه، دلته نو اوس موږ وينو، چي په پښتو ادب کي نوى فکر او د نوي مدنيت اثرونه پيدا كيږي. خلك د وطن او آزادۍ او د نوي ژوندون په فکر کي لويږي او کله چي د (١٩١۴ په حدودو كي) لومړی عمومي جنګ شورو سو نو دلته پر شرقي ټولو ملتو باندي، لکه : هندوستان، افغانستان، ایران، دولت عثماني او عربو باندي د اروپا د استعمارچيانو یا مستقیم سیاسي تسلط و یا دا چي دغه مملکتونه تر اقتصادي او کلتوري اثرونو لاندي راغلي وو.
نو په په ټولو مملکتو کي يو د داخلي آزادۍ فکر پیدا سو او لومړی پلاسید جمال الدین افغان له كنړه وپاڅېد، ده په هندوستان، ایران، مصر او ترکيه کي داسي يو فکر پیدا کړ، چي دغه بيده ملتونه يې راويښ کړل او په دوی کي يې د مبارزې دوه قسمه حرکتونه پیدا کړل :
يو دا چي بیده ملتونه باید د پردو د استعماره څخه ځانونه آزاد کړي.
دوهم دا چي دغه مظلوم ملتونه له داخلي استبداده څخه ځانونه وژغوري او داسي حکومتونه جوړ کړي، چي هغه حکومتونه د خلکو د ديموکراسي حقوقو حامي وي او دغه مظلوم خلك وكړاى سي، چي خپل ملي قوتونه د ځان د سعادت له پاره په کار واچوي.
د سيد جمال الدين دغه تبلیغ و، چي په هندکي د آزادۍ حرکت پیدا سو او هغه پښتانه چي د افغانستان په شرقي خواکي د انګرېزانو د استعمار تر اثر لاندي سوي وو په هغو کي د آزادۍ احساس وخوځېد او د پښتو ادب ته ئې د آزادي خواهۍ او وطن دوستۍ قوي جذبه راوړه او دغه اثر و، چي د پښتو ادب په نثر او نظم کي د فکر له پلوه نوی تحول راغی.
(۳) په دې وروستنۍ دوره کي د پښتو په نظم او نثر دواړو کي د ترجمې حرکت هم پیدا سو، ځيني کتابونه له اردو او انګرېزي څخه او ځيني هم له عربي او فارسي څخه په پښتو ترجمه سول، مثلاً : نعمان الدین احمد کاکاخېل د ابن بطوطه سفرنامه او قاضي عبدالقادر پېښوري عسكري نومونه او اصطلاحات له انګرېزي څخه په پښتو ترجمه کړل، غلام محمد پوپلزی د چارسدې اوسېدونکی و د مولانا حالي اردو مد و جر اسلام ئې په پښتو منظوم کړ او منشي احمدجان د افغانستان تاریخ له انګرېزي څخه په پښتو راواړاوه، د ترجمې دغه حرکت و، چي د ځانه سره ئې نوي فکرونه او د نوي مدني ژوند اساسونه هم راوړل او پښتو ادب ته يې يو نوى ادبي تحول وروباخښه، په دې ترجمه كي شاعران او ليکوالان دواړه مجبور وو، چي په داسي ژبه خبري وکړي چي لوستونکي يې په مطلب ښه پوه سي. نو له دې جهته هم په نظم هم په نثر کي رواني او شګفتګي موجوده سوه، خلك خپل قديم تاريخ ته متوجه سول او د اروپا د مدنيت او د ژوند نوي فلسفي فکرونه هم په نظم او نثر کي وارد سول او هغه فکري انقلاب چي د ۱۹ قرن له ملي او قومي نهضتونو سره راغلی و د پښتو ادب ته يې هم نوې ښکلا، نوې مفکوره او نوي تغيرونه وروبخښل.
(۴) په دغه دوره کي ځيني شاعران او ليکوال داسي هم وو، چي دوى داستاني ادب ته توجه وکړه، ځيني ليکوالو هغه قصې او داستانونه نظم کړل چي په خلکو کي مشهور وو. د دې ډلي مشهور استاذ ملا نعمت الله د نوښار اوسېدونکی و، چي دغه کتابونه د ده چاپ سوي دي :
(۱) د لیلی او مجنون کیسه، (۲) د فتح خان کیسه، (۳) د موسی اوګل مکۍ کیسه، (۴) د حضرت علي جنګنامه، (۵) شاهنامه، (۶) الف لیلی، (۷) د حاتم طائي کيسه.
د دې ډلي بل شاعر ملا احمد جان د پېښور اوسېدونکی و، چي د ورقه ګلشا کیسه ، د ممتاز کیسه، د بهرام او ګل اندامي کیسه، د امير حمزه داستان او د يوسف او زلېخا کيسه يې ليکلي دي. بل د دې ډلي شاعر احمد په قوم اخوندخېل دئ، چي د جمجمې کیسه او قصص الانبياء د ده اثرونه دي، د دې ډلي ادبي اثرونه د تاريخ او مفکورې له پلوه کوم ارزښت نه لري ادبي خو او شعري ارزښتونه ئې د يادولو وړ دي.
(۵) په دې دوره کي ځيني کتابونه د تعليم او ښووني په مقصد هم لیکل سوي دي، په افغانستان کي د پښتو د زده کولو له پاره ځیني داسي کتابونه وليکل سول او د پښتو ژبي قواعد او ګرامر ته هم توجه وسوه. د پښتو لومړني لوست کتابونه د کابل په مدرسه حبيبيه كي مولوي صالح محمد کندهاري وليکل او بيا په پېښور کي هم دغسي نور کتابونه چاپ سول، چي دا حرکت هم د پښتو د ژوندون له پاره ډېر مفيد و.
کوم کتابونه چي د ديني تعليم له پاره په پښتو ليکل سوي دي هغه هم په دغه نوعه ادب کښي داخل دي، لکه: د ملا عبدالباقي افغان تبيين الواجبات یا د دوست محمد خټك تفسير بدر منير او بحرالعلوم، يا د فيض محمد لوګري روضة المجاهدين يا د کامې د مراد علي صاحب زاده تفسير يسير.
(۶) په دې دوره کي د شعر او ادب يوه بله عامي او وګړني ډله هم سته چي د پښتو په کلو او بانډو کي ناخوانه امي شاعران موجود دي او دوی د خلکو په عامه ژبه شعر وايي او کله کله د ملي تاريخ بعضي مهم وقايع او د ملي پهلوانانو کردارونه په خپل شعر کي بيانوي، دا ډله يقيناً د عامو خلکو د فکر او ژبي او اخلاقو نمايندګي کوي. دغه نوع ادب د پښتو خاص شعري وزنونه او ادبي بحرونه هم راښيي او موږ په پښتو ژبه کي په سوو داسي ملي او وګړني شاعران لرو، لکه :
کمال، نوروز، ملا میران او نور. د دې ډلي شاعري بې تكلفه او ارتجالي او ساده ده. دوی د ژوندانه مختلف وقایع په ساده ژبه د عوامو د فهم سره برابر تصویر کوي او د ملي ژوند پټ اړخونه لوڅوي، مثلاً كله چي په اول وار انګرېزانو کابل ونيو، دلته نو دغسي يوه وګړني شاعر د خلکو د زړه درد په يوه بدله کي تصوير کړ، او ويې ويل :
خالقه لا يزاله!
ايمان مي خطا مه کړې
بې شريکه بی زواله!
فرنګ ورك كړي له کابله!
زاري مي نشته بله
د افغانستان د استقلال په جنګ کي يو بل وګړنی شاعر د پښتنو مېرمنو اشتراك په جهاد کي داسي بيانوي :
چائی پلو ليدلی نه و
اوس د جمرود پر غاړه ځي سرتور سرونه
په کابل جنګ دئ
د پښتو ادب ارزښتونه په دغه دوره کي
پښتو ادب د پخوانۍ او متوسطي دورې له ډېرو ارزښتونو سره دې اخيرنۍ دورې ته راورسېدی. د ژبي بياني او بديعي خاصيتونه او د مفکورې ذخائر چي پښتو ادب له قديمي او متوسطي دورې سره راوړي وو هغه ټول د شاعرانو او ليکوالو مخي ته پراته وو. دلته نو اوس د دوی وظیفه دا وه، چي له هغه ټولو قديمو ذخيرو څخه د نوي ادب په تخليق کي کار واخلي او نوي مفکورې او د نوي ژوند لوازم او ضروریات پښتو ادب ته را وارد کړي. يقيناً چي نوی عصر او د ۱۹ قرن سياسي او اقتصادي او فکري تحولاتو پر پښتون قوم باندي ژور اثرونه وکړل او دلته نو موږ ګورو، چي په پښتو ادب کي ځيني نوي ارزښتونه موجود سول. د پښتو غزل د فارسي ادب په تقلید په عشقي موهومو خيالاتو کي تباه سوې وه. شاعر په خپل ذهن كي د عشق يوه موهومه دنیا فرضوله او د هغې په بيان کې په ډول ډول خيال بافي کوله، د غزل ډېره حصه د معشوق د وروځو او سترګو او سراپا توصیفونه وو او په دې کي به داسي مبالغه امېزه شعرونه ويل کېده، چي تل به درواغجن شاعر د سترګو په ګولیو ویشتلی یا به د بڼو په غشي ژوبل سوی و. دی به د هجران په اور کي لولپه و، مګر هيڅکله دا ونه ليده سوه، چي ه دي حقيقتاً د ژوند له يوه جزوي نعمت څخه محروم سوی وي. ډېر داسي شاعران وو چي په خپل عمریې د شرابو څکه نه وه کړې مګر د شعر په تخيلي دنيا کي به تل په باده پيمائي بوخت و.
قصيدې هم دغسي يو اغراقي او مبالغه وي د مداحی رنګ درلود او شاعر به کوښښ کاوه، چي په څه ډول او کومو الفاظو کولای سي، چي خپل ممدوح تش په الفاظو وغولوي او جايزه ځني واخلي. دې ادبي جريان خو پر پښتو ادب هم ژور اثر درلود او د لفاظۍ او سخن ورۍ او خيالبافۍ له پاره ئې ډېر مواد پيدا کړل مګر مفکوره او معنوي ښېګڼي ډېري پکښې لږ وې، د پښتو شعر د موهوماتو او ایډیالیزم په تيارو كي لاس او پښې وهلې اما د الفاظو ذخیره او د خبرو قالبونه او د ظاهري وينا ښېګڼي يې درلودې. د اوسنۍ زمانې شاعر له دغسي يوه په ظاهر ښکلي او په باطن تش پس منظره سره مخامخ و او د زمانې انقلابي جريان هم دی نه پرېښود، چي په شلم قرن کي د وروځو په لېندۍ کي د باڼو غشى وولي يا د ملا په نري تار غټ غټ غرونه وځړوي. نو پښتو شاعري په دې دوره کي د شاعرۍ د قديمو اسلوبونو پيروي لږ کړه او د خیال بافۍ له دنیا څخه د حقيقت لدني او رياليزم میدان ته راغله، د فراق او مهجورۍ د درد او نارو پر ځاى قومي درد او د ټولني اجتماعي ضرورتونه ودرېدل، هغه موهوم معشوق چي رسا قد به يې تر سبر هم جګ و او ناز و خرام به يې د شاعر زړه ورسولاوه اوس د هغه پر ځای د وطن او مملكت او مسلك نوى معشوق پيدا سو او دغه حرکت په پښتو ادب کي ځيني نوي ارزښتونه راوستل، چي هغه د دې عصر له سياسي جريان او تحولاتو سره برابر وو او دغه کلیه په ښه ډول ثابته سوه، چي انسان د خپلو ټولو مادي او معنوي متعلقاتو سره د زمانې د تحول په لاس کي دئ او حتماً یې له زاړه حال څخه نوي حال ته را اړوي، که موږ د پښتو ادب په دغه زمانه کي له اردو او فارسي سره مقایسه کړو نو دا نکته را څرګندېږي، چي د شعر پر ډګر د پښتو ادب بالکل نوی رنګ موندلى دئ، ځکه چي د اردو او فارسي غزل تر اوسه لا هم د مفکورې او موضوع له پلوه په هغه قديم اسلوب باندي د خیاليت په دنيا کي سيركوي او تر اوسه لا هم غزل ګوی شاعران پرهغه زړو لارو باندي روان دي، مګر د پښتو شعر معنوي ارزښت بالکل اوښتى دئ او د زاړه سبك او فكر پيروي ډېره لږه ليدل کيږي، په پېښور کي ځيني داسي غزل ګوی پښتانه شاعران لرو، چي دوی د اردو ژبي د خیالي شاعرۍ پيروي کله کله کوي، مګر پر دوی باندي پښتني تخيل دومره غالب دئ، چي په غزل کي د شاعر د تخیل سلسله هم ضرورت مشغول کوي، حمزه شينواری وايي :
وايي اغيار چي د دوږخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
په دې اخيرنۍ دوره کي چي د ادبي تجدد او نوي فکر دوره ده، په پښتو ادب کي دوې ډلي شاعران او ليکوال لرو :
يوه هغه ډله ده، چي پر زاړه اسلوب روان دي او لکه پخواني شاعران او ليکوال زاړه افکار د شعر په زاړه قالب کي ځايوي. دوی کله کله ځيني نوي فکرونه هم په هغه پيرايه کي ادا کوي، چي د شعر عنعنوي زوړ قالب دئ. له دې ډلي څخه غلام محى الدين افغان، مستغني، سيد محسن، مخلص کندهاری، مولوي صالح محمد خان، خادم، الفت، رشتين، عقيق زاخيلي؟، سمندر بدرشوی، سید راحت زاخيلي، محمداکبر خادم او نور ډېر شاعران دي چي د پښتو ادب د وروستنۍ دورې لویه برخه په دوی پوري اړه لري.
مثلاً د مستغني ځيني نوي اشعار نوی فکر روزي، مګر قالب يې قدیم دئ، د کندهار سید محسن هم د دې عصر د نوي فکر خاوند شاعر دئ، چي د استقلال تر جنګ پوري لا ژوندی و. دی په اول عمومي جنګ کي، چي په (۱۹۱۸ ميلادي) کي ختم سو د اسلامي مملكتو مغلوبیت د اروپا د استعمار په مقابل کي او بيا د ترکانو د اسلامي خلافت سقوط د حسرت په سترګه ويني او داسي وايي :
پر اسلام ډېر اضطراب دئ لا تركمه
هم د دین حالت خراب دئ لا تركمه
هم راحت مو سدالباب دئ لا تركمه
ظلم و جور تل کامیاب دئ لا تركمه
ټول وطن مو مست له خواب دئ لا تركمه
عاقلان به مو کمه سر په جېب وي
چي مدام به دوی په صبر په شکېب وي
د اغیارو به ترکمه مکر و فرېب وي
د غرض په پښو به ځغلي دا يې زېب وي
موږ به غرق د خورد و خواب یو لا ترکمه
چي قلم مو په قبضه کي دکفار سو
ملك و ځان مو په قبضه کي د کفار سو
نوم نښان مو په قبضه کي د کفار سو
ټول اسلام مو په قبضه کي د کفار سو
موږ بيده يو په غفلت كي لا تركمه
ټول یورپ په اتفاق راته بلا سو
زموږ په غوښو په املاکو مبتلا سو
دښمني يې کړه ظاهره برملا سو
لا په کور کي ورته ګورو ها لالا سو
ربه ته به مو بیدا ركرې لا ترکمه
هند و مصر بریټش يوه ګوله کړه
نه په موړ سو پر بغداد باندې حمله کړه
پر ایران او عثماني ئي غلغله کړه
مقدس ځايونې ټوله په قبضه کړه
هوښ غیرت له موږه ولاړی لا ترکمه
مسلمان چي مبتلا په عیش و ناز سو
اشفته و پرېشان د هر طناز سو
چاپلوسي د اجانب كاندي غماز سو
په سودا د ګلرخانو بې نماز سو
کاهلی یی په رګو سوه لا ترکمه
ټول اسلام نن ګرفتار په مصیبت دئ
غوړېدلی پر جهان ټوله ظلمت دئ
اسلام ولاړی په بلا او په نقمت دئ؟
هم دا واړه زموږ د خپل عمل شامت دئ
د یورپ ظلمونه ګورو لا تركمه
د طلوع افغان لومړی کال، دریمه ګڼه، ۱۳۰۰ شمسي كال.