32

خاينكوف د بخارا د خانۍ او علمي تحقيقاتو ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

ن. و خانیکوف د روس د تزاري دورې یو مشهور عالم او سیاح دی چي په ۱۸۴۱ م کال د بوتينيف له سفارتي ډلي سره بخارا ته راغی او د بخارا د خانۍ هیواد پر احوال يې خپل مشهور کتاب وکیښ. بیا په ۱۸۵۷ م کال دی د افغانستان پر خوا د یوې علمي ډلي مشر و، چي امير دوست محمد خان دوی کابل او کندهار ته نه پرېښوول او دې ډلي خپل علمي سفر  په هرات کي ختم کی. د دې سفر مشاهدات هم گرده په علمي ډول ترتيب سوي او په هغو وختو کي په روسي ژبه خپاره سوي دي، او د افغانستان د هغه وخت ځني اوضاع ښه راښيي.