گاتها Gatha
چه د اوستا خورا مهمه برخه ده، په سنسكريت ئې گيتا بولي يعني سندري او سرودونه او دا اوه نسكه لري، چه ۲۳۸ قطعې او ٨٩٦ شعره او ۵۵٦٠ کلمې دي. گاتها دا برخي لري:
۱ـ ستوت یشت Stotyast چه د اوستا خورا مقدسه برخه گڼله کيږي، او ۳۳ برخي لري چه ۲۲ ئې منظومي
دي او ۱۱ نوري برخي یې په نثر او عمومي محاوره کښلي شوي دي.
۲- سوتکر Sutkar
۳ـ ورست مانسر Varst-mansar
۴- بک Bak
۵- وستک Vastak
٦- هاد هوخت Hadhokht
۷- سپند Spand
له دغو څخه سوتكر او ورست مانسر او بک هر یو ۲۲ برخي لري چه د لومړۍ قسم د ۲۲ منظمو برخو پر ډول منظومي سندري دي او د هغو شرح او تفسیر گڼل کيږي، او اوس له دغو څخه فقط د سوتكر يو څو قطعي او د ورست مانسر يوه برخه زموږ په لاس کي ده دغسي هم د بک درې برخي په يسناگډي دي.
د وستک څخه اوس هيڅ پاته نه دي، او نه د ینکرد د دغه شرح کوي، نه ئې اصلي نسخه او نه ئې پهلوي شرح سته، اما له هاد هوخت څخه درې برخي پاتي دي، چه په يسنا کي شميرلي کيږي او يوه بله برخه ئې هم په يسنا كي گډه او درج ده. اومه برخه يعني سپند د زردشت کیسه ده، چه په نوي ډول "زردست نامه" بلله کيږي او د ده د ژوندانه کیسې پکښې دي.