126

د خلاصون لار

دیوان ، غزل
04 June 2016

نن په لر او برکې بیا کومه کیسه ده؟

چې د ورونو په مخ  بنده دروازه ده


ده ریښتیا اوبه په ډانګ کله  بیلیږي

دا د وخت سالار بې ځایه  تلوسه ده


نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږي

چې دا چا ده خوره هرځای کې فتنه ده؟


د دونیا په هرهیواد کې  چې دهشت دی

د دوئ لاس دې  مصیبت کې اغشته ده؟


ربه ته د زور واکانو  زور زاوال کړې

چا چې کړې د ولس په حق سلطه ده


راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو

چې خلاصون ته د یووالي لار کره ده