32

د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنگه وي؟

پښتو مقالات

زموږ ژبه اوس په نوي ژوندانه کي پل ږدي، او پښتانه دې خواته توجه کوي چي خپله ژبه پر نوي اساس او علمي ډول وروزي، او دې و يې کي چي د وطن آيند علمي اوه هم به چاري و . دا خبر خو ډېره د خوښۍ وړ ده، . او هغه څوک چی په دې لاره کی زیار كاری داسی څوک هم د حقیقت لیدونکو وگړو په سترگو کی ډېر درانه دی او د دوی په زړو کی د مینی ځای لري.

 دا ډېر وخت وسو چی زه له شاوخوا څخه د پښتو د بشپړ کولو ږغونه اروم که څه هم دا ژ به خانته ارت استعداد لری او د هر راز روزنی وړ ده، مگر چی تر اوسه چا نه وه تنها پاللې نو دا خو د ژبی . سي د پښتو بشپړ کول مو و ویل دا خبره د څېړنی وړ ده، خورا خیر کاته غواړی، او د ژبی تکمیل او ژوندون ډېر اهمیت لری ډېر پښتانه ما لیدلی دی چی په خوڐ کار و علم است. پر ښکاره کوی او له ځانه په ژبه کی نوی مواد او کلمات راباسی، زه پخپله د نه کار ډېر مخالف یم بېله علمي لاري داسي د ژبي لپاره مضر گيم هو کي هر کار خپله لار لري که پر خپله لار و ورسو به. به لندی پر دې موضوع مفصل بحث وکم .که تېروتم هیله لرم چی پوهان به می وبخښی، او غلطـی بـه مي. را سمه کي .

د ژبي بشپړول :

 ژبی خو پلا په دغه شکل لکه اوس چی سته منپله نه دی راغلی، بلکی په ډېرو پېړیو کی بشپړی،سویدی په هره پېړۍ عقل کی د هغی زماني اجتماعي خلکو پر خپلو معلومات اوتي حيا جوت اوړ مواد او کلمات زیات کریدی. دا کی سیر په ژبو اوس هم جاری د هر ملت خپله ژبه سموی مواد ئې لږوی، ډېروی یې او پر هغه سبک یې را اړوی لکه دوی د ژوندون نیاز چی وی یو اجتماعي پلي وونکی او محقق په. هر ملت تل خپله ژبه اړوي ځکه چي ژبه د ملتو د معنوي لوړتياوو سره سمه پر مخ ځي نو هر څوني چي د یوه ملت افکار او خیالات لوړ سي ژبه يې هم لوړيږي. دا خو د ژبو دی لوړتیا سیر دی چی پخپله د ملتو د ارتقایی یون تابع دی مگر ژوندی ملل تل زیار کاری چی پخپل جهد هم خپله ژبه لوړه او بشپړه کی د ژبو د بشپرتوب لپاره خو ډیسته اصول لاری او. هغه مواد چی زما په بحث اړه لری دا دی

۱ د پښتو لغات یا کلمات ټولول، او مواد یې راغونډول او. قاموسونه یی لیکل 

۲ هغه کلمات مخصوصاً پلټل او میندل، چی په ژبه کی اوس پښتو سوچه لغات نلری او د پردیو ژبو كلمات مستعمل دي.

 ۳ تر پلټني اوستقراء وروسته كه د كمي كلمې لپاره په ژبي كي لغت مينده نسو، او له هري خوا تر پلټني وروسته يــاس حاصل سو، نو د پرديو مروجو کلمات و په عوض کي نوي پښتو کلمات وضعيت کول يا رواجول.

۴ د نوو شیانو او اختراعاتو لپاره اوس نومونه د پښتو پر اصولو وضع کول یعنی پر نوو شیانو نومونه ایښوول 

دا څلور مهم مواد دي چي ن يي موږ د پښتو د ژوندانه په سلسله کي مخ ته لرو که موږ خپله ژبه ژوندۍ کوو نو دې ته اړ یو چی هرو مرو به په دغه موی خبرو پسی گرزو او زیار به کارو چی دھ. د لغاتو او کلماتو د غونډولو او ټولولو سټه وي، او خپله ژبه به آرته او علمي او سوچه کو. نن هغه وخت تېر دِ چی علم او پوهنه به په ځنو مخصوصـو خلکو پوری مخصوصه و نن موږ غواړو چی د ملت ټوله وگړی مو پوه او د علم خاوندان او پیاوړی،سی نو چی علم موږ د ملت خو ل مال، تر ټولو دمخه دا لازمه ده، چی خپله ژبه بشپه کو، ولی چی علم خو پخپله ژبه ښه او ژر زده کیږی، که زموږ ژبه دغسی پاته او آرته یا سوچه نسی نو به په وطن کی د علم خپرونه هم ممکنه. د نړۍ ویښو ټولنو او اولسونو د خپلی لوړتیا په لار کی د ژبی لوړول او له پردیو اغېزو څخه سوچه کول هم کړی او دا یې د خپل علمي او ادبي هسكتوب لپاره خورا مهمه خبر ده گ. په اروپا کی جرمنیانو له اولسمی پېړۍ څخه په دې کار پیل وکی، دوی له خپلی ژبی اصطلاحات یې داسی جوړ کړی دی چی هر څوک ښه په پوهیږی. یونانیانو په آخر کی له خپلی ژبی څـخـه تــورکی الفاظ وایستل او تورکو د خپلو مشرانو په ښوونه خپله ژبه له دې پلوه ښه وروزله پردی کلمات یې وغورځول خپل مال دھوره بی سره اوھختوله. نو چی دوی د پردیو کلماتو په عوض کی پارسی لغات نشر کوې او بابوي يي جرايد او علمي ټولني او كتابونه او معارف ټوله دغه خپل كلمات چي مركز علمي ٨ولني يې غوره کوي ترعمال لندي يې ذخيره نيسي عربي ژبه خو ډېر آرته اورا روز پانلي سوي ژبه ده اوس. د د هم عربان د خپلي ژبي له پالني څخه فارغ نه دي د مصر او دمشق "المجمع اللغوى" هم پردۍ كلمې له عربي څخه باسي، او د اصطلاحاتو فرهنگونه ليكى نو پر پښتو هم قيمت داى د مصر او دمشق. راټولي کي، او خپله ژبه مستغني او د پردو له اغيز څخه خوندي کي. لندی به زه پر لوړو څلورو خبرو باندی څېړنه وکم او د پښتو خنی عصری اړتیاوی به څرگندی،کم گوندی زموږ هغه مراکز چی. د پښتو د ژوندانه مسئول ديدن توجه و فرمايي : 


    (۱) لغات ټولول او قاموسونه لیکل :

 د ژبي غنا ​​او بدايتوب خو په لغاتو دئيوه ژبه چي ډېر لغات او کلمات لري هغوني بدايه گڼله کيږي، نو د لغاتو ټولول او قاموسونو ليکل هم د ژبي د خزانو پان اوگو راغونډول دي. تر اوسه د پښتو لغات یا کلمات په هغه ډول چی ښایی نه دي ټول سوي، موږ ته را غونډول تر هر څه مهم کار دی یوه ژبه چی فرهنگ او قاموس نه لری ژبه نه بله کیږی، دښتو لغات پر ڐی چایی. ټول کو . پوهان او د ژبي مينان دي د لغاتو ټولول خپله ملي وظيفه وگڼي، او هر څوک دې پر خپل وس ضبط او ټول کي، او هگه دي مراکز علمی ته د ضبط او نشر لپاره وسپاری. مقامات مسئول دي د لغاتو د ټولولو لپاره سياري ډلي وټاكي او هري خواته دې وليږي د پښتونخوا په غرو كي د پښتو ډيري خزانې پرتې دي، ښايي چي دا خزانې كشف سي،او دپښتو لغات


راټول سي. زه دا دعوه که په رښتیا دا کار په هغه ډول چی ښایی اوسی، نو به پښتو پردو لغاتو ته هیڅ ډول اړه نسی، ځکه چی دجور ژبی مواد او کلمات ټوله په غرومه او رگو او لیری است. متروک پاته دي. : 

د پښتو ژبی د لغاتو د هجرت ځایونه زه لندی ښیم په دې ځایو کی موږ ښه ښه لغات میندلای سو : د قندهار رېگ او د گرمسېر خوا ارغسان دقرہ غاړ، ارغسان دقره غاړو تره، هُوَشَر دَقَرَه. لگر د گومل ،غرونه وازه خوا د پختیا غرونه تر ټله د ننگرهار ،غرونه سپین ،غر دا خو دنه د وطن مخکی دی. دباندی هم د پښتو لغاتو مهم مراکز ست کاکرستان ،پښین د سلیمان غرونه ډیری بیا ،ترکرمه دغسی آزاد قبایل او د خیبر ها خواته تر اټک او د پڐښور شاوخوا او سوات او باجوړ او نور په دېځو. چی پوهان خلک ولاړ سی او هرځای چی لغت واروی، د هغه قوم په لهجه او په هغو حرکاتو یې ضبط کي. 

۳. له ادبياتو او له پښتو آثارو او اشعارو څخه هم ښې استفادې کیږی، او د پښتو کلماتو ذخیرې یې ساتلی دی، دغـه مـواد باید پوه خلک له کتابو څخه راوباسی او د قوم پر اصطلاح یې تطبیق او ضبط کی.

۴ قاموسونه چی له دغو ټول سوو لغاتو څخه لیکل کیږی، ښایی چی عصری علمي اساسونه پکښي مراعات سي، او د کلماتو د استعمال  مختلف تحولاتاو موارد ولري. 


(۲) د پښتو سوچه لغاتو پلټنه :

 هغه پردۍ کلمې چی اوس زموږ په ژبه کی مستعملیږی او ظاهراً یې په مروجه پښتو کی نلرو، داسی لغات دي پـه ډېر دقت تول او را ضبط کن، وروسته دي نو دغو سيارو ځوي هرات چلو. ه پښتو کلمه وپلټي او ويې مومي.


په دې ډول به نو موږ ډیری د پښتو نادری او مهجوري کلمې ومومو، او د ژبي ډېر نوادر به مو لاس ته راسي. زه یقین لرم چی هیڅ کلمه به داسی نسی پاته چی پښتو ونه لری، ځنی خلک ست چی د داسی کلماتو لپاره تر تحقیق او پلټنی دمخه لغات وضع کوی. او بیا غواړی چی رواج یې هم کی. مگر چی موږ پخپله ژبه کی خپله او د خانه او زړه کلمه ولرو، نونو کلمه وضع کول غلط کار دی. هو ! که موږ پوره پلټنه وکړه او په ژبه کی مو داسی پښتو سوچه کلمه نه کړه، مینده او له هری خوا مایوس سوو، هلته که نو موږ د پردیو کلماتو په مقابل کی نوی وضعیت وکو خوب ښه به وی! مثلا آخور اوس په موږ کی خورا مروجه کلمه ده په مقابل کی د ښاری محاورو پښتو هم نه لرو یو وخت چا د دې لپاره بسنخری) نوم وضع ،کاوه، وروسته دا نوم موږ په سوچه پښتو د مروتو په محاوره کی وموندی. بولي نو چي اصله او موضوع زاهده كلمه وي نوی ته خو حاجت نسته په دې ډول تر پلټني دمخه شيانو ته نومونه وضع كول ژبه خرابول دي. "سنگ" په مروجه محاوره کی پښتو نوم نلری، چاد دې لپاره د ترجمې په ډول کوتری نوم ښه گڼلی دی، مگر ترتنی وروسته ښکاره سوه چی دا شی په پښتو (غربی) بولی  تـرـک. وضع دمخه پلټنه شوی وای، غلطی به نه پیښیده ډېر د پښتو پوهان په وضع کی خورا ډېر تلواری دی، دوی ژر - ژر نوی نومونه تجویز ،کوی مگر زه وایم که تر دې دمخه پلټنه وسی حاجت وضعته نه ،پاتیږی پخپله ژبه دغه مواد لری، د وضع حق هم نه لرو. دلته زه په خورا احترام او درناوي له داسي ښاغلو څخه چي په وضع كي تلوار لري دا هيله كم چي دوي لومړي پلټنه وكي كي


لغت نکئ مينده، نو دي بيا وضع ته اقدام وكي. ځکه چی دا پلټنه د یوه سړی مقدوره نه ده او په ټولو پښتنو کی نسی گرزېدلای، نو ښایی چی د پښتو د روزنی مسئول مقامات دې پلټنی ته توجـه وفرمایی. لومړی داسی پردی کلمات چی اوس یې موږ په پښتو در مقابل لغت نلرو ټوله یو ځای ټول کی وروسته یې نو په ټولو پښتنو کی د اهل ذوقو پښتنو په ذریعه و پلتی تینگه چہ داده است. شیان به ومومی.

    (۳) د لغاتو وضع : تر پلټنی وروسته زموږ کار دې ته رارسیږی، چی لغات وضع کو، لغات وضع کول یعنی لغات جوړول آسانه کار ندی او نه دیوه سری او دوه تنو لخوا لغات وضع کېدایسی، دا خورا مهم کار دی او دې مقالہ د لیک. دی چی زه پر دې موضوع څېړنه وکم، او څه نه څه یې وسپنم ؟

کوم لغات باید وضع سي؟ دې پوښتنی ځواب لـږ څـه شـرح غواړی چی په لاندی موادو راوړله سي : 

    ۱. په زړو نومو او اصطلاحاتو کی ځنی داسی شیان سته چی طبیعي مواد گاڼه سي او په اجتماعي ژوندون کي گډ دي. د داسي شيانو لپاره كه موږ په ښاري محاورو او مروجه پښتو لغت ونه مومو نو ښايي چي ويې پلټـو، ټينگه دا ده چي مينده كيږي او تر پلټني دمخه پر وضع پېښه ونه کو.

    ۲. په زړو علمي اصطلاحاتو کي دي هم غور وسي، ممکنه ده چی پښتو ولری که نسوه مینده نو دي دا علمي اصطلاحات بِل قيد سي او وضع ته دي وسپارل سي، يا دي هگه په ژبه كي ومنل سي.

    ۳.  نوي علمي اصطلاحات او خني اجتماعي او عصري نومونه چي د مدنيت د قرن نتایج دي داشيان خو ټوله نوي


دي، نو ښايي چي په وضع يې اوس ژر موږ پيل وکو، چي ژر رواج ومومي او د پردو کلماتو پر ځاي چي د مدنيت سره راځي، خپلي کلمې استعمال کو، لکه : پوهنتون - روزنتون - روغتون دا خبر د علم. ده چی هر ورځ د مدنیت له نوو آثارو سره زموږ په ژبـه نـوی نومونه هم گدیږی او د عوامو په خولو کی لویږی، دې لپاره که علمى ټولنی تر رواج دمخه د پردیو کلمو پر ځای. خپل پښتو کلمات وضع کی بده به نه وي.

 مثلاً : زموږ وطن ته موټر،راغی د دې شی سره تقریباً ســل نــوي لغتونه راغله او د عوامو په خولو کی،ولوېده چی اوس یې هر څوک پېژنی، پټرول، نورهندل، بادی،کلین او چی اوس یې کوچنی او لوی پژنی، دا فقط د پنځوسو کالو د یوه شی د راتگ اغیزه ده ورځ په ورځ نوی نوی اختراعات او د مدنیت نوی شیان زموږ کره راځی، او د هر یوه سره نویمونه به هم را. زموږ ژبه لکه د هند اردو یوه داسی مرکبه ژبه سی چی د ایشیا لغات لا څه کوې، د اروپا کلمې به هم په گډی وی نو ژبی ته چی دا خطر متوجه او هره ورخ هم مهلک او قوی کیږی، ښتانهایی چی دای خطر پښ. خپلی ژبی څخه لیری کی او پرې نږدی چی پردی کلمات له هری خوا زموږ سپېڅلې ژبه راکرغېړنه کی. اوس لا د وخت سر دئ علمي ټولني خو هم دغه كارونه لري ښايي چي دا ادبي او علمي خطر له ژبي څخه رفع كي. که نه وي جلوگيري هم گرانه ده او دا مسئوليت به د اوسني نسل پر غاړه پاته سي، او زموږ راتلونکي پښتانه او زامن به له دې بې پروايي څخه زيانمن وي ښه ! چی اوس موږ په خپله ژبه کی ژر تر ژره وضع ته اړ سوو، او د علمي او مدني او اجتماعي او عصري 


اصطلاحاتو لپاره باید مور ژر تر ژره لغات وضع او خپاره کو، نو ښایی چی د وضع اصول وپژنو او په دې وپوهېږو چی نور ملل دې خواته پر کومه خوا راغلی دی؟ او پر کومو اصولو یی په خپلو ژبو کی د وضع چاری غوره کړیدی؟ دلته زه پر دې مطلب ورغبرم او بحث به یې ولیکم :


 (۴) وضع ضرورت :

 هره ژبه چی علوم او فنون په ځان کی گدوی او د یوې ژبی خاوندان ځانونه علم ته نژد کوی نو دوی د علم د اخیستلو او راگدولو پر وخت باید دی چی د علم اصطلاحاتو لپاره یا د بلی ژبی نومونه و علمخ یا پ. وضع كي د بلي ژبي کلمات اخيستل او په خپله ژبه گدول خو ځيني تاوانونه لري نو ځکه د دنيا نبايد سويدي، چي په خپلو ژبو کي علمي اصطلاحات وضع او مينده کي عربو چي په عباسي دوره کي په عباسي ژبه علوم او د ترجمه فلسفه یونان. کوله، دوی عربی هم ورسره کول، او ځنی الفاظ یې د عربی ژبی په کړویته قالب کی اچول یعنی معرب کول یی په دې ډول یې علوم ټوله عربی ته رانقل کاخیه مگر د یونانی اوست اوست کلمات هندی. لـږ وي يـا يـې اصطلاحات سمدلاسه معرب كړي وي. 

(4). اوس په هندوستان کی خنی علمی ډلیسته چی دوی په خپله ژبه کی اصطلاحات علمی وضع کوی د حیدر آباد دکن جامعه عثمانیه دا کار په ډیر زیار سره کوی د اردو د لوړتیا انجمن او نوری علمي ټولني په گډه د خپلي ژبي علمي اصطلاحات غوره کوي.

 په ایران کی ډېر فارسی اصطلاحات خارجي لغاتو په مقابل کي رواج سويدي لکه : دانشگاه - ارتش - دانشکده - دانشجو _


 دانش یار نو موه هم که خپله ژبه سموو او د نورو ژبو له اغیزو څخه یې ساتو، ښایی چی علمي اصطلاحات او نومونه او د عصري لوازمو او اختراعاتو اسماء په پښتو ولرو چي يوه ژبه د پردو له. اختلاطه وژغورو او بل مو په ښوونه او زده کړه کی سوانی وي 

    (۴) د وضع اصول :

په وضع کی زما په فکر دوه مهم اصول مراعات کیږی، او از نظر یې ضروری دئ یعنی دوو خواته رجوع کیږی :

 ١ وضع كوونكي خلك بايد پښتو ژبه پخپله د فقه اللغه او فقه الصوت له مخي وگوري يعني هغه اصول چي په خپله په ژبه کي د وضع لپاره دي او قدماوو پر دغو اصولو خپله ژبه جوړه کړه پھده دا. سي، او بيا حتي المقدور پر دغو اصولو وضع سي، په دې ډول به نوي وضع سوي کلمات د ژبي له عنصره سره مخالف نه او د پښتنو پر کومو او ستونيو به هم برابر وي.

۲ هغه اساسونه چی نورو ملتو د لغاتو په وضع کی ایښی دی، او پر هغو قاعدو چی دوی اصطلاحات علمی جوړ کړیدی ښایی چی د پښتو لغاتو په وضع کی هم ورته وکتل سی، چی زموږ ژبه او اصطلاحات . یې له مسلمو علمى اساسو څخه مخالف نه وى او اصطلاحات مو مکروه او متسهجن یې قبول کی، او عوام هم خوند ځنی واخلي. 

عمومي شرايط : اوس به نو د وضع ځني عمومي شرايط لند _ لند بيان كو : 

(۱) - وضع كُدونكي كلمات دي حتي المقدور مفرد او لنډ وي، تر مركبو الفاظو دي مفرد كلمات غوره سي يا داسي كلمات چي لكه مفرد لنډ او بسيط وي مثلاً په انگلیسيسب Sub په فرانسوي


Sous  تل او کښې ته وایی میرین Marine یعنی بحری او دريايي، دا دوې کلمې سره یو ځای سوي سبميرين Submarine ځني جوړ سو، دا هغه کښتۍ ده چي تر اوبو لاندي ځي. عربو دا نوی شی په ترجمه تحت البحری وباله د ایران فرهنگستان دی پارسی نوم په ترجمه زیر دریایی نژدې او تر پارسي زير دريايي يا تحت البحري غوره دي، ځکه چي لکه اروپايي سبيرين کلمه مرکبه نه ايسي، او مفرد ډول لري او معنا هم ښه افاده کوي.

 آژانس Agencyاروپايي كلمه ده چي د گماشتگي او نمايشگاه لري هغه ادارې چي خبرونه استوي، يا يې نشر كوي . ، مثلاً د انگلستان رویټر د شوروی تاس او نور ... دې ته یې په پاړسو (خبرگزاری) نوم وضع کړیدی، که د پښتو ژبی (خبريال) دې مفهوم لپاره و اکل سي گمان کوم چي تر، سوي کلمې به ښه وي. چی د مفردی کلمې ډول لری دغسی هم د عربی (بلدیه) د ایران فرهنگستان (شهرداری) بولی چی د پښتو نوم یی ښاروالی دی خو د عربی بلدیه سپکه او غوره ښکاری.

 (۲) د علمی اصطلاحاتو د وضع لپاره باید چی د فن ماهران او د ژبي پوهان دواړه سره يو ځاى سي او يو د بل په مرسته وضع وكي. ځکه داسی خورا لر دی چی هم د فن خاوندان وی او د ژبی پوهان نو که داسی دوې ډلی په گډه کار وکی، ښايي چي وضع كړي کلمات به يې هم د فن له پلوه صحيح وي هم د ادب له مخه. 

(۳) خنی نوی مخترعات د خپلو جوړونکو او موجدینو یا په بین المللی نام مشهور دي پر دې مخترعاتو نورو ملتو هم نومونه نه _دي ايښي، کې. موږ هم په هغو نومو وبولـو بـده بـه نـه وي، لکه :


رادیو تلویزیون ،تلگراف بیا هم که کوم ډېر موزون نوم ورته مینده سی، ایښوول یې عیب نه دي.

    (۵) هغه مواد چی وضع کېدونکی لغات خنی جوړیږی یا خنی، ترکبیږی، ښایی چی ډېر مشهور او مروج مواد وی چی هر څوک ژر په وپوهیږ ترکیب یې ساده وی او سره کونجلک نه وی، ،وي مستهجن كلمات نه وي او د عوامو پر محاورو سم وي.

 د جرمني ژبي اصطلاحات علمي خورا ساده او آسان دي مثلاً نائټروجن چي د هوايو جزوه دئ په جرمنـي يـې سټك ستاف Stickstoff ،بولي يعني د ښري يا تروشكي ماده عربو كټ مټ دغه ترجمه كړېاو مولد الحموليه. البومین یعنی د هگی سپین عینا د هگرۍ سپین بولی Eiweiss ژاپنیان هم په علمی اصطلاحاتو کی خورا سادگۍ ته تللی دی، او ډېر بسیط او څرگند نومونه یې پر ایښی دی. مثلاً هایدروجن چی د اوبو یو جزو دئ جاپانیان یې Suitso (سوی + سو بولی، سوئی یعنی اوبه سو یعنی عنصر عربو هم دغسی ترجمه کریدی (مولد الماء) او پاړسبانو آب زا) بللی دی. هایدرودینامیک یعنی د اوبو د قوت کتنه یا علم ژاپن دا علم سوی + رایوکو + گاکو) بولی. سوی یعنی اوبه + رایو کو یعنی قوت + گاکو یعنی مطالعه یا علم . په دې ډول دې ملتو خانته علمی اصطلاحات وضع کړی او په آسانۍ کې زیار کښلی دی زموږ پښتو اصطلاحات علمی هم ښایی پر دې سم وی او گران او مکروه او درانه نه وی. چی د وضعیتداران دی نو هر کله نوی کلامات وضع کوی دوی دو یا دره پښتو کلمې سره نښلوی، تر منځ یی نحت یا حذف هم کوی. ځيني حرفونه حذفوي، وايي چي دغه حروف په پای کی پخپله ځی یعنی کثرت استعمال یی لندوی درانه حروف ځنی غورځوي.

 په دې ډول نو د دوی وضعیت کړی کلمات يو عجيب و غريب رنگ مومي چي هگه اصل مطلب د وضع هم فوتيري. مثلاً د وضع څخه مطلب دا و چی پښتانه ژر په علمي اصطلاحاتو وپوهېږي او دوي ته خورا آسانه وي چي موضوعه كلمه يې ولوستله نو ژر د دوي فكر موضوع ته ولاړ سي مگه د وضع ځينو شوقمنوغه كاره . خنی حروف زیاتوی خنی حذفوی په یوه دقیقه کی وکی دا کار د طبیعى نوامیسو سره مخالف دی او بیرته دغه موضوع منحوت کلمات پښتنو ته پردی ايسوي او كورټ نه په پوهيږي هوكې ! موږ به وضع کوو او علمي اصطلاحات او نوي نومونه به جوړوو. مگر هغه چی زموږ کار دی موږ یې کوو، او هغه چی د فطرت او قدرت د نوامیسو کار دی هغو ته بی پرپردو دا خبر منطقی هم نه ده، ځکه چی په فرضی او محتملو سره مثبت او واقع شی نه اوړی. مثلاً یو چا راډیو (غدبلی) باله چی مرکب دئ لـه غــر + دبل څخه او اصل یی هم رغ + دبلی دی، خو غدبلی د. موضوع له سره رابطه نه ښیی. او دا کلمه چی هر پښتون ته ووایی څو یی شرح نه سی کورټ نه په پوهیږی او که غر + دبلی - ږغ + دبلی ورته ووایو ژر یې په ۱ فکر کی څه ورگرزی او لږ څه یې په معناست. نو موږ ته نه ښايي چي په فرضي او غير واقعي عواملو دمخه په کلماتو او موضوعاتو حذف او نحت،راولو که نه وي د فهم او پوهودلو له رويه خونو دغسي كلمات او پردي يودي. دا هم شرح غواړي، هغه هم او هغه علمي تسهيل چي په وضع کي پروت دي او موږ يې وضع ته نبايد کړي یو بیرته له منځه وزي. وضع د 


تسهیل لپاره ده چی تسهیل ورک،سو نو وضع هم ولاهه او حاجت ورته نسته. 

    (۶) پر پښتو د وضع د اصولو تطبیق:

 دمخه ما د وضع دوه خورا ضروري اصول وښوول چي پخپله د ژبي په فقه اللغه کي دي د وضع د اصولو پلټنه وسي. بيا د نورو ژبو د لغاتو او کلماتو او موضوعاتو اصول وپلټل سي په دې ډول به نوي موضوع کلمات د ژبي له عنصره سره هم ورته وي او علمي رنگ به هم ولري. پښتو خو په اصل کي يوه آريايي ژبه ده، چي دُ تکلم له زړو ژبو سره نژدوالي او نسبت لري لاندي به موږ د آريايي او نورو ژبو د اصطلاحاتو اصول د پښتو سره طبيق کو :

    (۱) تولید : د علمي اصطلاحاتو په ايښوولو كي موږ له توليد شه كار اخلو. د تولید یو ډول دغه دی چی د ژبی خنی زاړه مواد او کلمات په نوی معنی مشهور کی. د ژبو محققین تر نوی اختراع داسی كلمات ډېر خوښوی. د ایران فرهنگستان په نوو کلماتو کی داسی ډېر اصطلاحات اخیستی دی چی زاړه مستع ،وو، که یې د تولیـد پـه ډول څه معنوی تغییر خوړسانلی و هغه به هم د ر ارتباط وجه لری : مثلا (اژدر) یوه پِه و زِی دی کی مستعمله وه، یو مار و چی تر خوله یی و توئیدی اوس فرهنگستان دا نوم واخیست پر ترپیل  TORPILE کښېښود، دا هگه بحری بم دئ چی د اوگوټو د غرقولو لپاره یې پر یی اوگوټ واچوی او په مات یی کی هزینه په خپلو پاړسو کی خزانې او نفقې او خرج ته ویل کېده کمال اسماعيل وايي :

 کردم هزینه در ره مدح تو نقد عمر

 ور اندکی بماند از ان هم بران تست


اوس فرهنگستان دا کلمه مخصوصه کره د مصرف او خرڅ لپاره چی مقابل دخل دي.

 عربو هم په دغه توگه ډېر زاړه کلمات نوی کړه دبابه پخوا په عربو کی یو د جنگ له اسبابو څخه و عمل موسى دبابی دب المسلمون تحتها الى برج من ابراجها. " (۵) دغسی هم بلاذری لیکی : "فاتخذ المسلمون الدبابات و قاتلو "اقتالا (٦) له دې څخه ښکاره ده چی دا آله په عربو کی زړه و اوس نـوو عربو پوشیده دا زړه کلمه راواخیسته او پر آهن پوش موتر یعني ټانک TANK. يي اطلاق ګړه دوی وایي چی په یوه تقریب زوړ نوم میده کیږی، نوی نوم ایښوول فصاحت نه دی دغسی هم دوی تلیفون (هاتف یا مسره) موټر (سیاره) سایتکل (دراجه) ایروپلان (طیاره) بولی. مگر استعمال یې په دغو معناوو نوی دی موږ هم په پښتو کی کولای سو چی ځنی زاړه مفرد كلمات ومومو او پر نورو شیانو یی اطلاق ،کو په دې شرط چی د اطلاق کړه. ارتباط وجه یې ټینگه وی. 

مثلاً : الوتکه = طياره 

بریښنا = برق 

وند = سهم( اصطلاح بانکی) 

په تولید کيله اشتقاقه ډېر کار اخله، مثلاً د یوې مادې مشتقات مختلف پر مختلف و معناو اطلاقوئ. 

(۲) نښلول : یعنی نښلول د اداتو او علاماتو دمخه یا وروسته په کلماتو پوری دا کیفیت په آریایی ژبو کی ډېر دی، مگر په سامی ژبو کی نادر دئ. هغه ادات چی دمخه په کلماتو پوری نښلی په عربی بی سابقه او په انگليسي يي پري فکس بولي او هغه لواحق چي د کلمې په پای پوري نښلی په عربی یې لاحقه او په انگريزي يي


سفكس بولي. مثلاً : انتى ANTI يوناني كلمه ده په معنا د خلاف او مخالف دادات په ډېرو شيانو كي استعماليږي او دمخه په کلماتو پوري نښلي ديموكرات يعني د خلكو د حكومت بر خوا آنتي ډيموکرات يعني د ديموكراسي مخالف. 1 لیتک یعنی ډبرین - انتى لیتهک Anti Lithic یعنی مخالف ذ ډبرین په طبی اصطلاح هغه دواوى چی په مثانه کی ډبره ورکوی په پاړسو کی هم داسی سوابق ډېر دي به عنوان پس برجسته، پسده برآمد، برداشت برخاست. پسادست داسي سوابق په آريايي ژبو کي خورا ډير دي پښتو هم لکه نوري آريايي ژبي داسي سوابق ډېر لري مثلاً : نــا : ناروغه، ناوره،ناسیاله ناپېښه 

بي : بي موره به كټي بي ، كورة بي مخه 

ټول : ټولمشر ټولواك ټولواكي

 خپل خپلواك ،خپلواكي خپل ،چاروکي داسي سوابق په علمي اصطلاحات او نورو نومو کي زموږ ډير په ښه راځي او په وضع کې خوراکومک را سره کوې

 په انگليسي علمي اصطلاحاتو کي آټو Auto چي د (خود خپل معنا لري ډېر اوستعماليږي، مثلاً آټولوجى ـ معرفت النفس يعنى ځان پژندنه، اټوماتوگريك يعني هغه ماشين چيل پخپله - كارهوم. خپل خط ، اوتونومی - خپل واک یا خپل حق په دې ډول لکه دمخه چی د خپلواک او خپل چاروکی" کلمې لرو نو اوس هم دغسی کلمات وضعیت کولای سو مثلا اټوماتیک ته خپل چاره او اوټوموبیل ته خپل) (یونکی او اوټونومی ته) خپلواکی ویلای سو دا خو د هغو آداتو مثالونه و چی د کلمو دمخه نښلی، اوس به نو د هغو آداتو مثالونه وگورو چی وروسته په کلماتو پوری نښلی یعنی لواحق. گراف GRAPH یونانی لاحقه ده چی د ډیرو علمي اصطلاحاتو په جوړونه کی کار ځيني اخيست سويدئ په يوناني دې كلمې معنا ليک دئ، مثلا ټيلي يونى ليري، تيلگرافى (تيلى + گراف) يعنى فوليغلى لیکونکی. عکس یعنی تصویر - فوتو + گراف یعنی تصویر لیکونکی په دې ډول ډېر او به حسابه علمى نومونه او اصطلاحات په اروپایی ژبو کی مستعمل او بین المللی سویدی تاپو گراف تخطیط الارض ټائپوگراف حروفی چاپ لیتوگرافی ( چاپلوزی ) حکاکی آله) ایرو گراف هوا) ښوونکی و غیره په پښتو داسی دا لاحقه تطبیق کیږی :

 تلگراف کټ مټ ترجمه لیر لیک 

فوټوگراف =څېره لیک 

فونوگراف= ږغ لیک

تابوگراف= مځکه لیک

تانپوگراف= سیکه توری (سبکه یعني سرب)

لیتو گراف= ډبر تاپنه (ټاپنه طبع)

بیو گراف= کټ مټ ترجمه ژوند لیک

بله مشهوره او ډېر مستعمله لاحقه لاتيني ايزم ism ده چي پر حالت او نظام او اصول و او مذهب دلالت كوي، مثلاً : بابريزم يعني بربريت او وحشت - سوسياليزم يعني اجتماعي - ریالیزم یعنی. حقیقت په دې ډول په اروپايي ژبو کي ډېر علمي اصطلاحات او ډېر د علمو نومونه جوړ وي کله تر کلمې وروسته يوناني لاحقه لوجى Logy هم راوړي مثلاً : بياس ژوندون بـولـي. بیالوجی Biology یعنی د ژوند علم - جیو مخكه بولی جیولوجی یعنی د مكی علم وغیره د آلاتو او ادواتو د نومو د جوړولو لپاره هم ډبر خله دوی.


يوناني لاحقې ميټرياسك راوړي مثلا ترمـاس تودوخـه بـولي، ترماميتر يعني الحرارت الكترک بريښنا بولي الكتروميټر يعنى معياس البرق بياس ژوند بولي بايسكوب يعنى ژوند ښكاره كوونكى، ړسو کی هم ډیری لاحقې لیست مثال : شناس : آمار شناس (احصائیه نویس زمین شناس نما نما ورقه) سوال قبل از هوانما دار: حسابدار شهردار رئيس بلديه په دې ډول نوي پاړسو لغتونه هم جوړ سويدي موږ هم په پښتو کي داسي سوابق اوکي لواحق د وضع لپاره استعمالاولو سوئد: پژندوی او نور نور کلمات موږ د لاحقو په ډول راوړلای سو مثلاً : فونوگراف : رغ ساتونکی یا رغ اخیستونکی بلای سو، دغسی هم د پښتو لواحق،توب،ښت،تون،تیا والی دلاتینی ازم پر ځای درودای. مثلاً ټولنه = اجتماع _ ټولتوب = اجتماعیت. پښتو هگ وحشی) هگتوب - هگتیا (وحشت) پښتو کام یا اولس (ملت کاموالی اولسوالی ملیت نیشنلزم پښتو خان ​​ځانوالی - = ایگوئزم 

د پښتو پر صرفي قانون په ني ،پن لن من نښلولو سره منسوب کلمات جودول هم موږ ته وضع کی کومک راسوئی، مثلاً :

 مایع _ اوبلن   له  اوبه      څخه

 متحجر - دبرین  له    ډبری     څخه 

قمری – میاشتنی  له   میاشتی  څځه

 شمسی – لمرنی    له   لمر څخه

 منحنی – لیندنی   له    لیندۍ    څخه 

 سرمایه دار - پانگمن    له    پانگی  څخه

 ها نور لواحق داسی پر پښتو تطبیق کېدای سي :

 کاپیتالیزم      یعنی       سرمایه داري -          پښتو      پانگمنوالی


 منظومه شمسی یعنی (اصطلاح (ریاضی) پښتو لمر نړۍ 


    (۲) ارتباط :

 په آريايي ژبو کي د ارتباط پـه ډول ډېر اصطلاحات جوړ سويدي، د اضافي يا امتزاجي يا وصفي مركب ډولونه وصفي مركب ډولونه ټوله په ارتباط اړه لري، دوې كلمې سره ون سيښلي او پر يوه معناست. په انگلیسی پاس تایم پاس تایم په پارسی ساعت تبری په انگلیسی نوبل مین Noble-man په پاړسو رادمرد په دې ډول دوربین ته لیرلید او میکروسکوب ته ووړ لید یا غټ . لید ویلای سو او لید له لیدل څخه مخففه یوه لاحقه ده. په انگريزي وايي هارس ريس اسب دواني په پښتو دې ته آس زغل ويلاي سو په انگريزي جازامه اوبون هد بولي جابون Jow-Bone يعني د زامي هد چي موږ يي په سپك ډول (زامي (هد) بلای سو. تیلی - لیری + فون = ږغ - تیلفون یعنی د لیری ږغ - موږ دې ته په پښتو (لیرږغ) ویلای سو د ارتباط په ډول دغسی هم سیمدار ټیلی گراف ږغ مزی) او د راډیو آخذ ماشین ږغ نیو او مرسل ماشین ږغ) لیږ) بلای سو ( د ارتباط په ډول). پخوا هم په پښتو کی د ارتباط په ډول کلمې جوړی سوي دي یعنی دا کيفيت د ژبي په عنصر کي هم سته مثلاً : خواخوږی پرانگ پش (۸) .

    (۳) اشتقاق:

 په آريايي او سامي ژبو کي په اشتقاق ډيري کلمې جوړي سويدي، عربي او پارسي مشتق کلمات ډېر لري (9) د اروپا په ژبو


كي هم ډېر علمي اصطلاحات چي په دې ډول جوړيږي، يعني له یوه لفظه څخه صفت او د حالت اسم جوړوی لکه : له سیوبل څخه سیولایز - او سیولایزیشن (مدنیت) او له نیشن (ملت) څخه نیشنلایز (ملی) یا نيشنلتي (مليت). نائټر ښرې ته وایی، له دې څخه ئې نائیری فائی Nitrify جوړ کی یعنی یو شی په ښره تبدیل کول په دې ډول په پښتو هم له یوه نومه څخه مصدر او نور مشتقات جوړولای سو، د پښتو په عنصر هم سته مثلاً وران - ورانول کوږ - کرول. پر دې اساس له ږغ څخه داسی کلمې جوړېدای سی : رغندوی یا رغند = گرامافون رغو یا رغن = راډیو رغور یا رغوره = فونوگراف او نور نور گټه (اصطلاح بانکی) په اداره مقابل پله کی دِرست او گَندوی او (وتندوی) اقتصادي سړي ته ويلاي سوپانگه په پښتو سرمايه Copital ده پانگوال يا پانگور سرمایه دار ته وایو چی اروپای نوم یی سرمایه دار دی. بریښنا برق ته وایو برېښند برپسندوی هغه اجسام چی په عربی نوی اصطلاح مكهرب ،وی برېښندول گهربه یعنی پرشی باندی برقی قوت اچول بلای سو وړانگه په پښتو شعاع ته وایی وړانگن یا وړانگور (متشعشع وړانگن طوب (تشعشع) ته ویلای سو.

    (۴) گدول او سپکول (نحت) :

 يو مهم اصل چي لغات او اصطلاحات پر جويدي په عربي  نحت بولي يعني ډيري كلمې سره گډي كي، او تر منځ يې هم ځن خنی درانه حروف حذف کی او لنگه او سپکه یوه کلمه ځنی جوړه کی. د پښتو په عنصر کی دغه اصل است په عربی ژپه کی هم ډېر مصادر د نحت په ډول او د اروپایی ژبو خنی اصطلاحات علمی هم له گدولو او سپکولو څخه د څو څو کلماتو جوړ سویدی. (۱۰) لکه چی ما دمخه و ویل منحوت اصطلاحات ډیر گران وی او څوک نه په پوهیږی نو زه اوس په پښتو کی د منحوتو اصطلاحاتو د جوړولو طرفدار نه یم، ځکه چی د سهولت پر خای گرانی پېښوی، زما دا عقون پھښوی، زما دا عقون پېښوی، زما دا عقون په. ډېر نسی، په دې ابتدائی حال کی په منحوت ډول کلمات وضع کول آسانی نه راولی. ځکه چی زموږ مطلب سوانی ده چی پښتانه ژر په علمى اصطلاحاتو پخپله پوه سی نو که یې منحوت کو، بیا لکه اجنبی لغات بېله ښوونه او زده کړه غواړی. د علم د خپرېدو دډېرښت پر وخت بیا آیندگانو دا لار غوره کوله، البته دوی ته به گرانی نه وی. اوس موږ ته ښايي چي حتى المقدور واضح او صريح الدلالى او آسان لغات است كه او را بى له سخته لازمه له نحته كار وانخلو، او كه ډېر اړ سوو، نو به ډېر لږ سپكول پكښي پكښي پكول پكول پكول دا به چى جوړی ،کو چی په ویلو یې ژر پښتانه په معنـا وپوهیږی. مثلاً که موږ وغواړو مخ اروپايي ژبو په راز چي دوي د لوجي Logy د کلمې په پښلولو ډېر اصطلاحات جوړ کړيدي موږ هم دغسي وکو نو به ترجمي په تقريب دې لاحقې په دڵپنه سرلو، (ه) به یی مخک (پوهنه چی کټ مټ د جیولوجی مفهوم ادا کوی. دومره قدر چی موږ (هـ) حذف کو، د کلمې شکل حذف کو پاته به سی. هم نه اوړی او معنایی هم نه ورکیږی کلمې چی درنی نه وی نو د نحت او حذف حاجت نه مثلاً د بیالوجی په مقابل کی چی په عربی یی علم الحیاء لری، بولي ژوند پوهنه ويلاي سو ټوله هغه علمي اصطلاحات او د علومو نومونه چی په دې راز د اروپا په ژبو کیسته موږ یې په دغه ډول په پښتو کی جوړولای سو سپک تخفیف او حذف که دکلمې معنا نه: وركوي بد به نه وي اما كه د كلمه و اساسي او عنصري حروف حذف سي، نويي د زده كړي سواني هم نسته، او له پردو كلمو څخه به په تعليم او تعلم كي فرق ونلري.


    (۷) اوسترۍ وینا :

 په لوړو لیکو کی ما څه نه څه د وضع اصول او لاری څرگندی کړې دا بحث نه نوره څېړنه هم غواړی زه اعتراف کوم چی ما بشیر نه دی، کښلی خکه چی نوی خبري دي نو اوس ما دغونه و کښ بهلا. وی. که زه غلط سوی،وم، سهوه دی راوښی او کې زیات تحقیق دلاسه پوره و، خــو ښه تر ښه دا بحث دي نور هم پسي ويلتي. د د وینا په پای کی دا خبره ضروری گیم چی و وایم : ښایی ځنی زموږ وروڼه به وی چی د پښتو د اصطلاحاتو جوړول او وضع کول به خوند ور نه کی او دا اصول چی موږی لند لنډ و خوندهوول بې . علمي اصطلاحاتو او نوو _ نومونو په مقابل کي به د پښتو نومونه هغسي فصيح او ادبي او د نه استعمال ور ونه گڼي مگر دا ټوله له دې څخه پېښري چي - د خپلي ژبي سره نابلد يو موږ ديوږونه. نو ځکه اوس ښه خوند نه راکوی خو که دا اصطلاحات رواج ومومی او. وضع سي، نو به هر څوک وروسته دا خپل مال خوښ کي مثلا په ډول وايو لومړي پلا چي عسکري اصطلاحات لکه غوند مشر کند که مشر او نور رواج سول نامانوس ايسيدل، اما اوس هر چانه خوند ورکوي او ښه په پوهيږي دغسي. د لکه دگرمن بریدمن او نور : عربي هيوادو پخوا هر يوه خانته خاص عسكري اصطلاحات لرل مگر تیر كال یوه مشتركه ټولنه د دمشق د عربی لغت د مجمع تر کتنی لندی جوړه سوه چی یو (معجم العسكرى الموحد) په عربی او انگلیسی او فرانسوی او روسیه ولیکی په دې ټولنه کی د عسکری فنونو پوهان او د عربی ژبی پوهان دواړه شامل وو، دوی ټول آته زره عربی عسکری اصطلاحات سره راټول کړی او پخپل چاپ معجم. دې علمي ټولني د اروپايي ژبو د عسکري اصطلاحاتو په مقابل کي ټول خپل اصطلاحات عربي ترجمه کړي دي، او فقط هغه معربات يې منلي دي چي ډېر شهرت لري. مثلا د انگلیسی اصطلاح Tactics په مقابل کی معرب شکل تکتیک مشهور و، مگر دوی یې پر ځای خپله عربی کلمه (تعبیـه) اخیست ده. دغسي هم د انگريزي STRATEGY چي په عربي كي د استراتجيه په ډول معربه كلمه، وه دوي يې په مقابل كي خپل عربي (سوق) غوره کړیدئ(۱۱) 

پښتو کي هم بايد چي ځيني بين المللي معروف کلمات په هگه ډول ومنل سي، مگر نور علمي او فني او اقتصادي اصطلاحات يا پښتو سي يا له پارسي او عربي څخه مروج کلمات غوره سي ، او په څنګ کې دپښتو مصطلحاتو استعمال هم ورسره وي  ورو – ورو خلک په هغو بلدیت ومومي، او په آخر کی خالصه پښتو پاته سي