32

مخلص کندهاری

د پښتو ادب لنډ تاريخ

حاجي ولي محمد مخلص د (١٢۶٠ش) کال په حدودو کي د کندهار په ښار کي زېږېدلی او مروج علمونه یې همدلته لوستي او بيا په سیاحت د هندوستان او عربو په منطقو کي ګرزېدلی و. په (۱۳۲۰ ش) کال د (۶٠) کالو په عمر په کندهار کي وفات سوى دئ.

نوموړی علاوه پر پښتو او فارسي په عربي او اردو او انګرېزي ژبو هم پوهېدی، مخلص یو فکور او نقاد سړى و، د پښتو اشعارو دېوان يې تر (۳۰۰۰) بيتو رسيږي، غزل، رباعي، مخمس او د شعر نور اقسام لري، مخلص د پښتو په نوي ادبي حرکت كي لويه برخه لري، دی شاعر و په حقیقي ډول د زمانې ترجمان او عالم او ليکوال او نقاد و، ظریف سړی و او بالآخره مخلص و.

د مخلص نقاده او هم ظریفه طبعه مشهوره وه، په کندهار کي خپلو ښاريانو د يوه دوست او رهنما په ډول پېژانده. 

د خلکو سره خواخوږی ملګری و، هر ځای او هري طبقې دی په درنه سترګه لیدی، په ادبي جرګو کي صدرنشین و، د عوامو په مېلو او دېرو کي محبوب و، خوږې خبري او د ظرافت ويناوې هر چا خوښولې.

په اجتماعي او علمي خلکو کې خپل شخصيت ښووی، د موسيقۍ سره يې مینه درلوده او کله کله به يې خپل خواږه شعرونه د موزيك په پردو كي ږغول، فصيحه او بليغه وينا يې درلوده. د دین او اجتماع په اسرارو خبر و، د عصر او تمدن د ښېګڼو مبلغ و، د اسلافو زاړه مآريث يې د قدر په سترګه ليدل. مخلص (۳۰) کاله پخوا په پښتو ادب کي د انتقاد روح پیدا کړ، دی طبعاً د ظالم او اجتماعي ناوړو مخالف و، د خلکو خواخوږی و او پخپل ادب کي د اداري فساد او عنعنوي ناوړو پر خلاف تکړه جهاد شروع کړ.

د رشوت خور او ظالمانو دښمن و، د اجتماعي بې عدالتیو او پړسېدلي ثروت پرده څیرونکی و او د بدو عنعنو او رواجونو سخت مخالف و.

د مخلص شعر د دغو اجتماعي ناوړو په مخکي يو د احتجاج آواز و او د خوږمن او خواخوږي زړه د يو شريف احساس ترجماني وه. خو دغه تند احتجاج د خلوص او ورورګلوۍ او همدردۍ سره ملګری و، دی وايي :

اې زما زړه ته راتېر وروره پښتونه!

ولي پروت يې په غفلت کی سرنګونه!

په کار نه دي دا اوږده درانه خوبونه

پاڅه ويښ سه په همت وکړه کارونه!


      کړه ودانه د وطن خرا به خونه

ته پخپل وطن کي خپل يې پردى نه يې

د سر سترګي يې د پښو مو اغزی نه یې

په خدمت د قوم بادار يې مريی نه يې 

او که نه موږ ږغ کوو چي سړی نه يې


     راسه چيري ځي خالي کوټ او پتلونه


که خاین او نفس پرسته رشوت خور يې 

یا آزار کوې رضا په شر و شور يې 

یوه ورځ به شرمنده ولاړ مخ تور یې 

یا به پاته وي دنيا ته به په ګور يې


      ډېروه يې خدای دي خسف که قارونه


د مخلص شعر د عصر هنداره ده، او په هغو واقعيتونو اړه لري، چي روزمره د خلکو په ژوندانه کي لیدل کېږي، د ده له نقاد نظره جزئیات هم نه پټيږي او د پښتنو هغه لوړي خبري چي بالآخره غرور ته رسيږي په سخته ژبه انتقادوي او دوی خپل اوسني کښته والي ته ملتفت کوي :

اې پښتونه پروت يې ناخبر پر څه

هسي ګرځي بې پروا اوتر پر څه

يوه ورځ تر بله سوې بدتر پر څه 

لکه وچه ونه بې ثمر پر څه


    بي حاصله وايې فسيل او غر پر څه


په دغو اصلاحي انتقادوكي حتى هغو أوضاعو ته هم ګوته نيسي، چي خلك په بازارو كي د ترافيكي قوانيو مراعات نه کوي او د خطرناکو ګاډيو په مخ کي ځغلي راځغلي :

چي لس کاله يې دروښوده عاقله

چي پر لارسم ځه له دې مه سه غافله

هدايت د حکومت ولاړ بې حاصله  

د پولیس نوكان دي وايسته جاهله


     ته لا درومې پر لار لر و بر پرڅه


مخلص په آزادو پېشو ژوند تېراوه، کله نجاري، کله سوداګري او کله دوکاندار و، او کله به په وړه سوداګري په کلو کي ګرزیدی هم به یې حلاله روزي ګټله او هم به يې کلیوالو ته د ژوندانه لاري چاري ښوولې او د حکومت مامورین او کارداران به يې د خلکو خدمت ته رابلل او د بدو اعمالو نتایجو ته به يې په دې ژبه ملتفت کول :

له حسده که ولاړ سې څوك زهير كړې

غریب سړی په خاورو کي خمیر کړې

یا نسبت چا ته په لفظ د تصغير کړې 

موږ دي څه کوو لالا ځان به تحقیر کړې


    خوار بنده يې ځان دي جوړ کړ اسمان ولي؟ 


د بد تخم ښه حاصل نه اخیستل کيږي 

مکافات د عمل هر چا ته رسيږي 

نن که ظلم پر مظلوم وكړې تېرېږي 

نتيجه يې آخرت ته پاته کيږي


     شرموې ځان د رشتیا پر میدان ولي؟


د عيال رازق دي خداى دئ بې همته! 

راسه تېر سه د مردار منحوس رشوته!

ته بې واخلې بل يې وخوري بې محنته!

د قیامت جواب پر تا دئ بي غيرته!


     خرڅوې د بل د پاره ايمان ولي؟


مخلص ډېر دغسي مخمسونه او مسدسونه لري، چي ټول اصلاحي او انتقادي دي، مګر د ده په شعر کي په سوو مردف څلوريځ شعرونه ډېر درانه او خواږه دي هره څلوريځه يې يوه بېله اجتماعي او اخلاقي موضوع

ده، چي ټول په ژوندانه او اجتماعي حالاتو اړه لري، چي دا مثالونه يې دي :


د نفاق نتیجه :

هغه قوم به تل اخته وي په بد رنځ

چي نفاق توره بلا يې وي تر منځ

سره غونډ د سر وېښتان چي بېلوي

خدايه! ماته لا ړومبی کړې هغه ږمونځ

د خودخواهی نتیجه :

مهته سوه یوه هنداره په حسرت

ټوك ټوك پروته وه په خاورو کي لت پت

ځان ليدونکي تي په حال سره ویل 

راته وګورئ په سترګه د عبرت

 تيك مغزى :

ولي لږ لوړتيا د وخت کړې هسي شوخ

چي په تيك مغزي دي زړه د هر چا پوخ 

ليده سوي دا رنګ ډېر چي سي بكار

غلي غلي ځي په لاره باندي چوخ

لږ ظلم او ډېره وراني :

چیرته خدای که دي تر نورو کړي لږ غټ

نو په ظلم قورمې مه غواړه پر بټ

څو ستا نس و ته درلويږي تر هغو

زر کورونه به خپاره سي لکه مټ

د پزي پرچ :

ته چي تل کړې پر غریب د پزي پرچ 

له تريخوالي ستونی سوځي لکه مرچ 

يوه ورځ به په سوكه د كوم مېړه 

په غوږ واورې د مغزي د هډو خرچ