مقدمه
چیری چی ښکلا يوجاويدان فن او ښکلی آرټ پیدا کوی
ترنک بهيږى ترنک بهيږى غاړی تر غاړی
زمازړ گی خو خپل لالی غواړی
د پښتونخوا په زړه کی چیرې د غزنی له مجلله ښاره د زابل او بست پرخوا کاروانونه روان وو دلو یې لاری تر څنگ تر نک بهيږى!
هو، تر نک بهيږي مگر ډیر مړام بهیږی! پر دواړو خواوو يې د غنمو شنه کښتو نه اوارتی مځکی په زرغونو شالو ښکلی شوی ښکاری! لوی دښتونه، هسک غرونه جگ جگ پوټی او لوړی لوړی غونډۍ د بادامو په و نو پټی دی او کله کله له دې شاخساره دبلبلانو خواږه ږغونه هم اروېدل کیږی.
دونو له بيخوڅخه درڼو او زلالو او بو چينې راوزی، په غړمبا غړمبا بهیږی آبشارونه سازوی، او په فضا کی په زړه پوری د جاویدان موسیقی انگازی خپروی! په دی مځکو کی یو وخت د بابا هوتک د شعر خواږه اوازونه اورېدل کېده، دلته د ټوخو دد رنې کورنۍ غښتلو حکمرانانو د عدالت او امن بساط غوړولی و او هم له دې کورنۍ څخه مېرمن نازو د حاجی میرویس خان مور را ووته، چی پخپله غېږ کې يې داسی پښتون او آزاديخواه مېړ وروزه! دلته د کلات پر لوړه غونډۍ شیخ متی خلیل ښخ دی چی د پیښور له درنو او پیاوړو خليلو څخه دلته راغلی و، او د ترنک پر غاړه به يې له لاهوتی ارغنونه خواږه او په زړه پوری سرودونه پښتنو ته اورول او د خدای د مینی سندری به يې د خپل جاویدان او سوځند عشق په کيف اوحال کی ږغولې!
شیخ متی د پښتنو هغه خدایی شاعر دی، چی د جمال او ښکلا اسرار د شعر په ژبه څرګندوی، دی نړی ته په داسی نظر گوری، چی د پخو عارفانو او لاهوتی رجالو په څېر هرڅه ښکلی ویني او کوم وخت چی د ترنک پرغاړه ناست وی شاو خوا لوړی ژوری، کښته پورته، غرونه رودونه، دښتونه او ميرې ټول ديوه ابدی او ځلاند جمال په وړانگو کی غرق گڼی، دی ښکلا وینی، ښکلا اروی، ښکلا حس کوی، د ښکلا تجلیات پر کائناتو طاری او ساری ګوری، او کله چی شپون دیوې شنې او زرغونې غونډۍ په لمن کی خپله شپیلی ږغوی یایو مین ځلمی په زهیر ږغ د مینی سندری لولی، نوشیخ متی په دې ټولو کی د حسن هغه مبداء ته انتقال کوی، چی د جمال سرچینه ده، او هر آرټ او بديع صنعت هم له دغی ښکلا څخه رڼا اخلی او تحقق مومی.
وایی چی شعر د ښکلا احساس او د جمال ترجمانی ده، مگر هر شاعر باید ستر ګور وی، د ښکلا د آثارو په لیدلو او تشخیص کی ځیروی دی باید د هر ښکلی او جمیل په ټاکلو او تماشا کی د نظر دقت ولری او په دې کار کی د خاص لیاقت خاوند وی داجمالی احساس اوښکلیز استعداد عام او دهر چاپه برخه نه وی فقط د مینی مستان او د ښکلالېو الان غواړی، چی دلته څه ووینی څه واروی او څه تماشا کړای شی بلخی جلال الدین همدا مقام په څه مستی او جمالی لیاقت بیانوی.
باده در جوشش گدای جوش ماست
چرخ در گردش اسیر هوش ماست
باده از ما مست شد، نی ما ازو
قالب از ماهست شد، نی ما ازو
بر سماع راست هر تن چیر نیست
طعمهٔ هر مرغکی انجیر نیست
نور او در یمن و يسر و تحت وفوق
برسر و برگردنم چون تاج و طوق
آینه کز زنگ آلایش جداست
پر شعاع نور خورشید خداست
رو تو زنگار از رخ او پاک کن
بعد از آن نور را ادراک کن
(مثنوی مولوی )
شیخ متی د کلات په ښکلی وادی کی دگلانو زرغون توب د بېديا جمال او د ترنک سيلاب او د طبیعت ښکلى مظاهر ګوری، او د جمالى شعر صنعت داسی ایجاد وی:
جنډی زرغون که په بید یادی
دبر بڼ خواته په خندادی
ترنک چي خړ دی په ژړادی
دا ټول اغیز د مینی ستادی
ټوله ښکلل دی ستا له لاسه
ای د پا سوالو پاسه پاسه!
د پسرلی په مسیحا یی نفس، وچ غرونه زرغونیږی، نسیم سحری د ژوندانه نوی موجونه پیدا کوی، د لمر او سپوږمی جمال کمال ته رسیږی، دا ښکلی مناظر د یوه عادی انسان په نظر کی کوم اهمیت نلری، د عوامو سترګی د دې دستگاه ښيگنې او ښهانی نشي درک کولاى، يو عادی سړی چې واښکی او لور را واخلی او زرغونه واښه او ښکلی ګلان د خپلې غوا لپاره ریبی، هغه نه ښکلا وینی، او نه د پسرلی د وږمو عطر حس کوی. مگر چیری چی ښکلا وی، او د ښکلا لیدونکی ځیری سترگی وی، هلته داسی یو جاویدان آرټ تخلیق کیږی:
که لمر روښانه مخ يې سپین دی
یا د سپوږمیه تندی ورین دی
که غر دی ښکلی پر تمین دی
لکه هنداره مخ د سین دی
ستا د ښکلا دا پلوشه ده
دایی یوسپکه ننداره ده!
دلته لوی غرونه زرغونېږی
د ژوندو ږمې پکی چلېږی
بورا وی شاوخوا کړیږی
سترگې لیدو ته یی هیښېږی
لویه خاونده! ټوله ته یې
تل د نړۍ په ښکلیده يې!
ښکلا یوز ېږنده او جاویدان مبدأ فياض لري د زمان او مکان په مسیر کی لکه د بريښنا گرځيدونکی او تیریدونکې څپې د ښکلا تجلیات ګرځي راګرځی او خپل کمال ښيي، دا جمالی او تجلیاتی سېر او دوران، د نړی پر مخ یوه تماشاجوړ وی او هم دغه ننداری دی چی د عارف شاعر سترگی ورته اریا نی وی او ابن فارض مصری عارف نارې وهی چی «زدني بفرط الحب فيک تحيراً » اوشيخ متى دا رڼا او ښکلا او تماشا د شعر په ژبه داسی څرګندوی:
خاونده! ښکلی ستا جمال دی
ښکاره ئی لور په لو ر کمال دی
که ورځ، که شپه که پېړۍ،کال دی
ستا د قدرت کمکی مثال دی
ستا د لورو نو یوه رڼا ده
دلته چی جوره تماشا ده!
ښکلا پخپله یوه لایتناهی او بې پايه حادثه ده څوک چي نه ورته ګورى، د هغو پر سترگو تپه تیاره ده، دوی جمال نه پیژنی، ننداره نه وینې اوله دی زړه خوځوونکی تماشا څخه محروم وی. مگر د عارف سترگی د رڼې هنداری په دود هر څه پخپل زړه کی تصویر کوی او داسی حساسی وی، چی په هر شی کی جمال وینی، او په شاعرانه تعبير يې هرشی د ښکلا ځری وی دی دغه لاهوتی او سماوی جمال ته چی بل هیڅ جمال ته ورته ندی ځیر کیږی، خو دلته هغه پخپله نوع کی واحدوی او بل مثال او څير نلری:
جما لک لا يقاس الى جمال
وقدرک جل عن درک المثال
دلته نو د ده سترګی داسی جمال سنجی شی، چی بالاخره هیڅ شی بد نه وینی او وایی
از بسکه دو دیده در خیالت دارم
در هر چه نگه کنم تویی پندارم
شیخ متی هم د عشق شپیلکی له غرو څخه اروی هر شی که ووړوی که غټ د ده په نظر کی د جمال ځری دی، د نړۍ سمی په مینه کی ګنی، او په دغو نندارو کی داسی د کلماتو او وینا ښکلا پیدا کوی:
په غروکی ستا د عشق شپیلکی دی
د دی نړی په عشق سمی دی
که غټ، که وو ړ که پنډ نری دی
ستا د جمال ځری هر شی دی
چی پر دنیا می سترگی پرې سوې
ستا د جمال په ننداری سوې
دښکلا په دې نندارتون کی شیخ متی د پخو عارفانو په څیر، په تماشا لګیا دی د تجلیاتو په رڼا کی محودی، مست دی، شیدا دى او د مینی څپو لاهو کړی دی، خو د دی کیف او حال پای یوه دایمی ژړا او حزین فریاد دی، کله چی دی د خپل مبدأ په یاد کی لویږی او له هغه جمالی فیاض منبعه بيلتون حس کوی نو د هر مهجور پر حال ژاړی او د هر غمجن په غاړه ورسره رغیږی:
بیلتانه په غم شريک کړم دغمجنو
د هر چا په غاړه ژاړم لکه نی
د بلخ اوقونیی قلندر دغه بیلتون لیدلی وچی ویل به یې:
نې حديث راه پرخون میکند
قصه های عشق مجنون میکند
هر که اواز هم زبانی شد جدا
بینوا شد گرچه دارد صد نوا
اوس نو وګورى، چی د ترنک دغاړو سترګو ر او دردمن عارف شیخ متی په دې مقام کی څنگه په ژړا ژاړی او د تماشا او ښکلا او نندارو سره سره د حسرت او ارمان په سوز و ګداز کی بیا نفیس ادب او وينا او کلام آرټ تخلیق کوی، او د خپلی پردیسی یاد هم کوی:
زه چی څرګند پر دې دنيا سوم
د ښکلی مخ په تماشا سوم
ستا پر جمال باندی شیدا سوم
له خپلی سټی راجلا سوم
په ژړا ژاړم، چی بیلتون دی
یمه پردیسی بل می تون دی
داتون چیرې و او څنگه و؟
د دې دلنواز داستان شرح هم د بلخ د آګاه او خدا شناس درويش له خولې وارویء:
چونکه هر جز وی بجویدار تفاق
چون بودجان غریب اندر فراق
گویدای اجزای پست و فرشیم
غربت من تلخ تر، من عرشیم
میل تن در سبزه و آب روان
زان بود که اصل او آمد از آن
میل جان اندر حیات ودر حی است
زانکه جان لامکان اصل وی است
شیخ متی خود جمال په نندارو مست ښکاری دغه لیدنه او کتنه دی ښکلا د لا يزال اوفياض مبدأ په یاد کی ژروی هم. دی خپل بیلتون حس کوی، او خپله پردیسی یې ژړوی، او هره ناره چی د غرو له شپیلیو اروی هغه د یوه عرشی، اما غربت و لی او پردیس روح نارې سورې ګڼی او وايي:
په لويو غروهم په دښتو کی
په لوی سهار په نیمو شپو کی
په غاړه ږغ او په شپیلکو کی
يادو ير ژ لو په شپیلو کی
ټول ستا د ياد نارې سوری دی
د استاد مینی نندارې دی
د نړۍ پردی سپیره ډګر عارف او د زړه خاوند تل دغه خوند او ننداری او تماشا وی لری او هم د دغی ښکلا په مینه ښکلی ادب او نفیس آرت ایجاد یږی، خوظاهر بینې سترګی دا کيف او حال نشی لیدلای او بیچاره شاعر تل د حق اوښکلا څرگندولو په مجادله کې گرم گڼی نو د آرټ او صنعت دغه خلاق مزاج اود ښکلا اوجمال د ځيرو او روښانو سترگو خاوند به تل د خپل زړه درد او سوی داسی ښکاره کوی چی:
در عشق تو از ملامت بیخبران
در جان و جگر خدنگها دارم من