32

هپتالیان

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

د پېنځمې ميلادي پېړۍ په پيل کښې د کوشانيانو او کيداريانو پایڅوړ خپل ځواک د دوو لويو امپراتور یو تر منځ چې ختيځ ته يې د هندي کوپتایانو امپراتوري او لوېديځ ته يې د پارس د ساسانيانو شهنشاهي وه . بایلود، خو د خپلې ازادۍ او ملي موقعيت ساتنې له پاره يې د دغو دواړو لویو قوتو تر منځ خپل شتوالی ساته. د ۴۲۵ م کال په شاوخوا کښې د آریایی نژاد سپین رنګې قبيلې چې چینیانو یی - تی - لی - دو یونانیانو او رومیانو افتهالیت Ephthalites یا خیونیت Chionites، پارسیانو خیون یا هون Hion یا Hun، په پهلوي، عربي او دري ژبو يې هيتال هيطل هيفتال یا هیاطله او د سنسکريټ په هندي سرچینو کښې يې شوته هونه (سپين هونان بللي دي، د منځنۍ آسياله ځمکو د هندوکوش شمالي سيمو تخارا او باختر ته د آمو تر سيند راپورې وتې، چې چینیان دوی له هونان هیونگ . نو څخه بيخي جلا بولي او هم بیزانسی مورخ پرو گوپيوس يې چې د هپتاليانو هممهالی دی پر (۵۶۲م مر) دوی په دې سبب له ژېړ پوستو وحشیانو څخه بېل بولي، چې د دوی بڼه سپینه او هم تر هغوی مهذب وو آن د چيني مؤرخانو په وینا د دوی ژبه هم مغولي يا تركي نه وه او ښایی چې د ترکي او آریا نه له لهجو څخه يوه ګډه ژبه وي چې د خان - هون نوم يې له همدې ګډون څخه اخیستی دی او

اصلا همهفه بو . چي ده کری او خنگه چي کوشاتی کید اریان د دوی د برغل په گوان پوه شول، نو له ساسانيانو څخه يي مرسته وغوښته، خو ورته تینگ نه شول. لکه چي وويل شول د ګندهاره سيمو ته پر شاشول . خو هپتالیانو چې نوم يې د بدخشان په يفتل او د غزنی د جغتو په هفتاله کښی تر اوسه پاتي دی تر دغو هپتالي خلکو پر ۳۰م كال له شماله د جنوب خوا ته تگ پیل ۴۲۵م کال پورې تول باختر ونيو او له دغه خابه يې لوپديخ خوا ساساتي دولت ته گواښ پیښ کن، د جنوب خنیخ پلوته یی د کابل، کندهاره او زابل سيمې ونيولي او د افغانستان غښتلی هپتالي دولت يې جور کئ هپتاليان هم لکه کوشانیان، کیداریان او ساکیان د دغه هېواد له نورو آريايي نژادو وګړيو او پښتنو سره ګي شول دوی چې په خپله هم سپین نژادي آریایان، اریایی ژبي او د آریایی فرهنگ خاوندان وو، نو په افغانستان کښي يې يو غښتلی او واكمن نژاد منځته راوست، چې د دوی د پاچهانو جگی پوزي او بني کټ مب د پښتنو قبيلو زلمياتو ته ورته وي. د دغه نامه ریښي په تاريخ کي په لاندي ډولو په بلاببلو ژبو کبي پاتي هپتل دي، چي په دغه ډول اوښتي دي 

                                                           هپتل 


۱-هبتل ابدل پښتو          ۶- غرزی پښتو =کوهزاد “ دری”                                                                                          

۲-هیتل هیتال دری.         ۷-غلجی  پښتو = خلجی   عربی او “ دری”                  

۳- اتل پښتو                  ۸- غلزایی دری 


۴- هیطل معرب هیطل.                ۹-غرج و غرش  “معرب”

۵- هیطاله جمع معرب                  ۱۰- غلچه او غرچه  (دری ) 


او موږ ګورو چې دا نوم د اودال Odal په شکل د ۱۹ مې پېړۍ تر لومړيو پورې د تورپوښو اوسنی نورستان په قبایلو کښې تر اوسه شته، دا خلك تر هغه وخته چې په خپل پخواني دين وو او مسلمان شوي نه وو، تر دوی د لاندې ناوونو ټولو خلکو ته اودال ویل دغه ټکی میسن انګریز چې د امیر دوست محمد خان د پاچاهۍ پر مهال په کابل کې و، د سياه پوش کافرانو (نورستانیانو) نه اورېدلی و او د خپل سیاحت په يادښتونو کښې يې لیکلی و. يفتليان په ټول افغانستان کښې له مروې تر کشمیره خپاره شول او دلته يې ډېر ځواك وموند. د هپتالي لښکرو لومړۍ جګړه پر ۴۲۷ م د پارس له ساساني پاچا بهرام گور سره وه. هپتالي خاقان له خپل دوه سوه پنځوس زریز لښکر سره د مرغاب او مرو رود په سيمو کښې له هغه سره وجنګېد چې په دې جګړه کښې مات او ووژل شو. بهرام گور د هغه مرصع او زرین خول د آذر بایجان اورتون ته ډالۍ کی او خپل ورور نرسي يې د لوېديزې آریانه د سیمی نایب السلطنه وټاكه. پر ۴۳۸ کال د بهرام گور زوی دویم یزد کرد پر ساساني تخت کښېناست، دی څو ځل له هغو هپتالیانو سره چې د ګرګان د شمال په چول او په تالقان کښې اوسېدل ونښت، خو په پای کښې يې ماته وکړه او پر ۴۵۷م کال مرشو، ترده وروسته چې لومړی فیروز (۴۵۷ - ۴۸۴م) پاچا شو، د هیاطله مشرتوب هغه پاچا ته رسېدلی و چې اخشونوار (خشنواز) یا اخشوان نومېد، دا وروستۍ کلمه په تخاري ډبرلیکونو او سندي متنو کښې د پاچا په مانا ده هپتالي يفتلي) او ساساني دولتونه د خراسان په شمال کښې سره ونښتل چې په نتيجه کښې پیروز مات او د تالقان سيمه يې دویته پرېښووه، له اخشوان سره یې تړون وکئ چې د پارس دولت به تر دغه ویش تېری نه کوي، تر دوو کالو پورې به پارس هپتالیانو ته خورا زيات کلنگ (خراج) ورکوی او دپارس دید شاه زوی کواذ (قباد) به هم د يرغمل په توګه ورکړي. خو پیروز د دغه تړون پر خلاف تر څه مودې وروسته پر هپتاليانو یرغل وکړ په نوموړی حرکت کښې سپهبد بهرام ورسره موافق نه و، همدا وه چې د پارس سپايان د خراسان د شمال په بیابانو کښې تباه شول، او په خپله پیروز هم ووژل شو (۴۸۴م) لور يې د اخشوان لاس ته ورغله چې هغه يې ماندينه کړه؛ د هپتاليانووا كمني له مرو روده تر هراته خپره شوه او ساساني دولت يې باج ته غاړه کښېښووه. په دې توګه اخشوان وکړای شول چې د آريا نه خاورې یووالی د هریرود له مجرا څخه د کابل او هلمند تر ناوو پورې ټينګ کړي او داسې يو غښتلی دولت منځته راولي چې د پارس ساسانيانو يې خراج ته غاړه ايښې وي. هغه مهال چې د هپتاليانو پاچهي په ټوله آریانه کښې ټینګه شوه، د دوی قبیلې په زابل کښې سره یوځای شوې، نو د زابلي پاچهانو په ډبرلیکونو کښې هپتالیانو ځانته جابوله Jabula يا جيووله Jauvla يعنې زابلي ويلي دي. د پیروز تر وژلو وروسته یې ورور ولاش (بلاش) پاچا شو، خو تر څلورو کالو وروسته د ده د وزير زرمهر په زيار د پاچهي له تخته را پرېووت او روند کړی شو. پر ۴۸۸ م کال کواذ (قباد) د پیروز زوی چې د شهزادګۍ په دوره کښې له هپتالیانو سره يرغمل پاتې و، او له دوی سره یې دوستانه اړيکي لرل د ساسانیانو پر تخت کښېناست او د ايران دولت هپتاليدولت ته خراج ورکاوه، لکه چې دولاش، کواذ او لومړي خسرو پر کشف شو طلايي سکو باندې په کوشاني هپتالي ليکدود ليکنې شته، نو د مارکوارټ په وینا په ایران شهر ٦٢ کښې دا سکې يوازې هپتاليانو ته د خراج ورکولو له پاره وهل كيدي. د هپتالیانو اړيکي له كواذ سره دوستانه وو او آن هغه پېغله چې د هپتالي اخشوان له ملا او د پیروز د لور له نشه وه د کواد ماندینه شوه، همدا چې د کواذ پاچهي د دښمنو له خوا وګواښېده، دی يې د مزدکي دين د منلو له کبله بېواکه کړ او پر ځای يې ورور زمياسپ په پاچهۍ ومانه، نو کوان د افغانستان هپتالي دولت ته پناه راوړه او پر ۴۹۹ م کال م کال د هپتالي لښکر په مرسته بیرته د پارس پر تخت کښیناست. لوی هپتالی اخشوان تر ۴۶۰م وروسته د خپلې پاچهۍ په نيمې پېړۍ کښې چې (۴۰) ایالته يې لرل او د پارس له ځمکو څخه نيولې تر ختن، چین او هند پورې خپره وه لوېديځ خواته يې د ساسانيانو غښتلي پاچهي تر لاس لاندې کړه او ختيځ پلوته يې د هند ګوپتایان پر سر ټکولي وو، ساساني پاچهان بلاش کواذ او نور يې د ځان تابع کړی او خراج يې ځنې اخیست. تر اخشوان وروسته هپتالی مشهور پاچا توره منه Turamana نومېد (توره من په پښتو د تورې او من د کلمو څخه جوړ شوی چې توره د شمشير په مانا او من د فاعلیت توری دی - تورمن یعنی شمشيري) چې د هند نیولو هڅه يې وکړه؛ د هند ګوپتا دولت یې وریږداوه او خپل هندی پایتخت يې په سکله Sakala) د پنجاب په اوسني سیالکوټ کښې وټاکه. په هند کښې دوو ډبرلیکونه د دغه هپتالي (زاولي) توره من نوم ياد کړی، يو يې په سکهر او بل يې په کور کښې، چې مهاراجه توره منه ساه جاوله" يعني: "توره من شاه زاولي پاچا یې بللی دی. له دغه ډبرليك څخهڅرګندېږی چې د (۵۰۰م پر شاوخوا د توره من د پاچهۍ په لومړیو کلو کښې د ده واکمني پر هند خپره شوې ده. د توره من مړينه د ۵۲۰ م په شاو خوا کښې اټکل شوې چې تر ده وروسته یې زوی ميهيره کوله Mihirakula د زابلي هپتاليانو د شهنشاهۍ پر تخت کښیناست او د ده د پاچهی په پېنځلسم کال د ۵۱۷ م په شاوخوا کښې) د ده نوم د هند د ګواليا په ډبرليك كښې یاد شوی دی، ده خپل فتوحات د هند تر منځه رسولي او نوم یې سوچه پښتو دی: میر (لمر) - کول (کهول) کورنۍ يعنې د لمر له کهاله چې د بدخشان په يوه ليکلې دري تذکره کښې يې نوم په دري مهر پور ترجمه شوی دی، ده د هند سيمه ييز شهزادګان او د ګوپتا کورنۍ پایڅوړ د ځان تابع او باج يې ځنې اخيست او کشمير يې هم ونیو. دی هغه پاچا دی چې د کاسماس Cosmas په کتاب کښې د ۵۴۷ شاوخوا د کولاس Golloss په نامه یاد شو دی چې لښکرو يې له دوو زرو جګړنو پیلانو سره پر هند یرغل کړی او بلخ، بامیان او باد غیس د ميهيره کوله پاچهي د (۵۴۲) (م) تر شا و خوا پورې له ویرجنو جګړو یې پوځي مرکزونه وو. او وینو بهېدو سره دوام درلود، د هندي او چيني بودایانو او د بيزانتي راهب په آثارو کښې چې هغه مهال یې شمالی هند ليدلي و، دده، د دهشت او وينو بهولو يادونه شوې تر دې چې د هند شهزادګانو لکه بهانه ګوپتا د بنگال له سیمه ایز امیر د ګو په راجه او نورو امیرانو سره لاس یو او پر (۵۱۰م) کال يې په یوه سخته جګړه کښې ميهيره كوله" مات کړ او د کشمیر خواته يې وشاړه تر هغه وروسته د ۵۲۸ م په شاوخوا کښې د مرکزي هند راجه واسو د هارمن د نورو راجګانو په ملاتړ هپتالی لښکر له هندهيادېږي او تور خان او مهر ګل هم په پښتو کښې ډېر مروج نومونه دي همدارنګه د اولس ( ملت ) ، جرګه ( د شورا مجلس ) ، يرغل ( ایلغار ) لغتونه په پښتو او دري کښې او د سهاك ( ساكه ) ، خلجي ( غلجي ) او ابدالي ( هيتالي ) ، كشاني ( كوشاني ) او میروس ( مهرویسه : مهره کوله - د لمر له کهاله ) او نور نومونه په افغانستان کښې د ساکيانو ، کوشانیانانو او هپتالیانو له مهاله را پاتې دي . داسې ښکاري چې هپتالیان بودایان نه وو او د خپلو فتوحاتو په وخت کښې يې ډ پر بودايي معبدونه وران کړل او د هغه دین پیروان یې ووژل هغه وخت چې هیون تسنگ ۹ هـ كال افغانستان ته راغی ، د وو ، کندهاره په ولایت کښې يې ډېر خلك او شهزادګان وليدل چې د خپلو معبدو په ترمیم اخته وو ، چې دا بودايي معبدونه د ده تر راتګ دمخه وران شوي همدا چې پر ( ۵۲۰ م ) سانگ - یون چيني ګرځندوی ماوراء النهرته ورسېد ، هلته يې وليدل چې هېتالي پاچا د کراستی تر کېږدۍ لاندې د سرو زرو پر تخت ناست او له خپلو څلوېښتو هېوادو راوړلی شوي سوغاتونه يې منل ، د هندوکوش په جنوب کښې د بودا د دین دښمن او ورانوونکی همدا " مهره کوله " و . د هپتالیانو پر سکو چې له هډې - کابل غوربند او نورو ځایو څخه موندل شوي د دوی د پاچهانو څېرې له جګوپوزو ، غاړكيو او د مرغلرو د د غوږواليو او تاجو سره ښکاري چې د کوچیانو بڼو ته ورته دي او هم يوناني ، پهلوي ، سنسکريټ لیکنې ورباندې شته ، د سکې پر بل مخ د اورتون شکل له دوو غشيو لرونکيو ساتندويانو سره ليدل کېږي ، له دې څخه په خپله څرګندېږي چې دوی اتشکدې او رڼاته درناوی درلود ، او څنګه : مهال د سوريا ( لمر ) د معابدو آثار د خیر خانې په کوتل کښې هم موندل ددغه چېشوي دي او د زور ( سور ) او زون لوی معبد د هلمند ها خواته په زمینداو رکښې د اسلامي فتوحاتو تر عصره پورې هم و ، نو ويل کېدای شي چې هپتالیانو د اور او لمر رڼا نمانځله او بودایت له منځه وړي وگوری ۱۱ مه نومره عکس )