پښتو پخواني قصايد
د امیر محمد سوري په وير کي د شيخ اسعد سوري بولـله
په تېر بحث کي پر پارسي رثا خبري وسوې، او دا دئ اوس په پښتو ادب کي پر رثايي قصيدې خبري کيږي: د شيخ اسعد سوري قصيده هم یو راز خاص فني آغاز او ترتيب لري. دی خپله وېرنه د فلك په شكوه پيل کوي او د آسمان د ګردش اثرونه په کايناتو کي ښيي.
د قصيدې اوله برخه دغه تمهید دئ، چي د قصيدي د تشبيب ځای یې نيولى دئ. دلته شاعر د خپل مقصد په څرګندولو او ادا کي ډېر قدرت ښکاره کوي، (۱۹) بيته وايي او د فلك د تېري او ظلم مناظر ښيي او دا تمهيد په استادي داسي ږدي:
د فلك له چارو څه وكړم كوكار
زمولوي هر ګل چي خاندي په بهار
هر غټول چي پر بېديا غوړېده وکا
رژوي يې پاڼي کاندي نار په نار
ډېر مخونه د فلك څپېړه شنه كا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندي زار
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ سي
د بېوزلو ويني توی کاندي خونخوار
چي له برمه يې زمری رپي زنګلو کي
له اوکوبه یی ډاري تېر و جبار
هم يې غشى سكني ډال د ژوبلورو
رستمان ځني ځغلا كاندي په ډار
چي يې ملاوي نه کړيږي په غښتليو
دا فلك پر وكا څه كاري ګذار
په یوه ګردښت يې پرېباسي له برمه
نه یې غشى نه لېندۍ وي نه یې سپار
تر دې ځايه د قصيدې تمهيد په تدریجي ډول تر مطلبه پوري را رسيږي او اوس نو شاعر غواړي، چي د دغو تېريو او ظلمونو تر بیان وروسته پخپله د فلکه سره وينا وکي، په دغو تېرو بيتو كي خو شاعر له يوه غائبه حکایت او شکایت کاوه، مګر وروسته له غائبه مخاطب ته التفات کوي او دا هم يو فني ترتيب دئ، چي لومړی د ګیلې او شکوې آغاز له غايبه وسي او داسي فرض کړای سي، چي ګويا هغه هلته نسته او نه اروي او شاعر هم نه غواړي چي خپله شکوه د هغه غوږ ته ورسوي. مګر وروسته چي د ده تأثر ډېريږي او حوصله يې هم تنګیږي نو لکه په غشي ویشتلي زخمي پر اصلي ويشتونكي باندي حمله كوي او فلك له غيابه حضور ته راولي او له هغه سره خپلي ګيلې او مانې حضوراً وايي. دا التفات په صنعتي لحاظ دلته ډېر
خوږ او مفيد دئ. چي پسله يوه تمهيده له غايبه مخاطب ته التفات كوي، دلته فلك ته په يوه احتجاجي مخاطبه داسي پيل كيږي :
څه تېری څه ظلم کاندې اې فلکه
ستا له لاسه نه دئ هيڅ ګل بېله خار
په ويرژلو لور نه کړې په زړه کراړيه
پر نتلیو اوروې دغم ناتار
دا مخاطبه هم يوولس بيته ده، او په ډول ډول د فلك تېرى او جفا څرګندوي او په پای کي په ډېره استادي او مهارت خپل مقصد ته ګرېز او تخلص كوي، او دا مرحله د ادبي معاييرو سره بالكل سمه ده او په ادبي اصطلاح (حسن تخلص) ورته ویلای سو.
کله غورځوي واكمن له پلازونو
کله کښېنوي په خاوروكي بادار
زموږ پر زړونو دي نن بیا یو غشی وویشت
ودي ژوبلله په دې غشي هزار
پر سوريو باندي وير پرېووت له پاسه
محمد واكمن چي ولاړی په بل دار
دلته اسعد د امیر محمد عدالت او کردار ښيي او نو د ده پر اسارت او مرګ افسوسونه کوي او په دې وير کي د غوريانو د درد او الم ترجماني داسي كوي :
په دې ویر د غور وګړي تور نمري سول
په دې وير رڼا تياره سوله د ښار
ګوره څاڅي روڼې اوښي له دې غرونو
دا کړونګی ساندي لي په شورهار
شاعر دلته طبیعت ته رجوع کوي او د غور ښکلي مناظر په دې ويرجنه پېښه کي هم نه ځني هېرېږي او چاپېر د شاعر په طبيعت کي داسي جلوه ګري کوي :
نه هغه زرغا د غرونو د بېديا ده
نه غټول بیا زرغونيږي په لاښونو
نه له غرجه بيا راځي کاروان د مشکو
د پسرلي اوره تودې اوښي تويوينه
دا په څه محمد ولاړ له نړيه
نه د زرکيو په مسا دئ کټهار
نه بامي بيا مسېده کا په کهسار
نه رادرومي غور ته بيا جوپې د شار
مرغلري به نيسان نه کړي نثار
په وېرنه يې سو غور ټول سوګوار
وګورئ! دلته د طبيعي شعر ښګڼي ښې څرګندېږي، د شاعر تکیه ټوله پر طبیعت ده او خپل نظر پر طبيعي مناظرو باندي ځغلوي او په درد او وير کي هم خپل محیط او چاپېر نه هېروي، د ساندو او کوکارو په وخت کي هم د غور غرونه او دښتونه، د سرو غاټولو فرشونه، د مښکو کاروانونه او د پسرلي د بارانو مرغلري شيندنه او د زرکو کټهار او د ګلونو مسا يادوي او دا ټوله د ميحط او طبيعت يوه ښکلې ترجماني ده.
دلته تاسي د فرخي هغه قصيده هم ولولئ چي د سلطان محمود پر مرګ يې ويلې ده. دا شاعر د خپل محیط ترجمان او د ښاروالو د احساساتو او احوال مصور دئ او داسي وايي :
شهر غزنین نه همانست که من دیدم پار
خانه ها بینم پر نوحه و پر بانګ خروش
کویها بینم بر روی زنان همچو رمان
حاجبان بینم خسته دل و پوشیده سیه
مطربان بینم ګریان و ده انګشت ګران
چه فتاده است که امسال دګرګون شده
نوحه و بانګ و خروشی که کند روح فګار
چشمها کرده زخونابه برنګ ګلنار
کله افګنده یکی از سرو دیګر دستار
رودها بر سر و بر روی زده شیفته وار
فرخي يو ښاري او درباري شاعر و، د ده د تفکر او تخيل مجرا هيله وه. په کوم ځای کي چي احمد د غرو ښکلا او ښايسته مناظر په ساندو کي هم تصویر کول، دلته فرخي د غزني د کوڅو او کورو حال څرګندوي چي خلکو په ژړا ژړا دلته او هلته ځغستل او مهترانو خپل مخونه په څاپېړو وپړسول، حاجبانو خولۍ او لنګوټې ورکي کړې او ډمانو سرناوي او ډومبكي پر خپلو سرو او مخو باندي د لېونو په څېر ووهل.
د دواړو قصیدو دغه فرق ته ځير سئ، چي دغه خصایص په ټول ادب کي ښکاره کېږي. د قصيدې دغه آخر بيتونه هم ښکلا او ښايست او ځانته رنګ لري
نه ښکارېږي هغه سور د سور په لتو
نه ځليږي هغه لمر پر دې دیار
چي به نجلیو په نڅا خندله پکې
چي به پېغلو کا اتن قطار قطار
هغه غور په ویر ناتار د واکمن کښېنوست
هغه غور سو د جاندم غوندي سوراړ
دلته نو شاعر د قصيدې مخ ګرځوي او بيا له فلکه سره داسي د زړه له درده وينا کوي :
لاس دي مات سه اې فلکه! چي دي وکا
محمد غوندي زمری د مړيني ښکار
په وروستنيو بيتو كي شاعر خورا تنديږي او د ویر اورني او تند احساسات په مهارت ښکاره کوي :
شین زرګی فلکه! ولي لا ولاړ يې
مځكي ولي په رېږدلو نه پرېوزې
چي زمري غوندي واکمن ځي له جهانه
اې د غور غرونو په څه نه سوئ غبار
لاندي باندي سه چي ورك سي دا شعار
چي څوك نه كړي پر نړۍ باندي قرار
د فرخي د قصيدې پای د سلطان محمود سره په ويناوو کي داسي دئ:
زینت و قیمت و مقدار جهان را بتو بود
تا تو رفتی زجهان این سه برون شد یکبار
شعرا را بتو بازار بر افروخته بود
رفتی و با تو بیكبار شکست آن بازار
دلته خو هم فرخي خپله استادي ږغوي او قصیده په مهارت تماموي، مګر د لوړ بيته څخه لږ څه توزنه هیله هم ښکاري، چي ښايي شاعر په دغه ویر کي د خپل بازار کوټه والي هم نه وه هېره کړې او دا يو ډول ځاني او طبقاتي شعور دئ، چي په يوه عمومي ماتم کي نه ښايي. اما اسعد خپله قصيده په بل ډول پای ته رسوي او بله نتيجه ځني اخلي، چي يو ډول ملي غرور او ننګ او اجتماعي شعور ځني ښكاري.
دلته د پښتنو عنعنوي ننګه بيانيږي، او د سوري تېر وياړنه پر بنا کيږي، چي په اجتماعي او اخلاقي لحاظ مهمه ده، دى وايي :
سخ په تا اې محمده! د غور لمر وې
ته پر ننګه وې ولاړ په ننګ کي مړ سوې
که سوري دي په مرګ ويركاندي ويرمن سول
په نړۍ به نه وي ستا د عدل سار
هم پر ننګه دي پر ننګه کا ځان جار
هم به وياړي ستا په نوم ستا په ټبار
دا د پښتو د هغي پخوانۍ قصيدې تحليل و، چي تر دغي دمخه موږ اوس بله زړه قصيده په لاس کي نه لرو.