د عربو او اسلام بری
موږ د مخه د پښتنو د روحياتو په بحث کي وویل، چي دوی زاړه مبادي ښه ساتي او چي نوي مبادي يې ومنل بيا يې نو ژر پرېږدي.
د اسلام مقدس دين چي پښتنو ته راغی، نو دوی لومړی د مسلمانانو سره ډېري سختي مقابلي وکړې، مگر وروسته چي دوی دا مقدس دین قبول کئ، نو يې داسي فداکارۍ ورته وکړې، چي يو لوی مملکت، لکه هند د دوی په توره د اسلام په دین مشرف سو.
احمد بن یحی بغدادي اسلامي مؤرخ چي په بلاذري مشهور دی په )۲۵۵ ه) كي ليكي:
"د هجرت په ۳۰ کال ربیع بن زياد بن انس حارثي د سيستان له خوا په هرمند او داور راغی او وروسته يې بست او زابل(قندهار) فتحه،کړ، مگر د سیستان د رزنج خلکو خپل اسلامي امیر ایستلی و، نو حضرت علي(رض) بېرته د جمل تر جنگ وروسته ونیوی، د حضرت معاویه (رض) په عصر کي بيا مسلمانانو هغه ځایونه ونیول، چي خلك له اسلامه بېرته اوښتي وه، کابل هم په دغو کي و، وروسته بیا د کابل پاچا رتبیل مسلمانان و ایستل، مگر بېرته مسلمانانو کابل، بست، رخج، داور ونیول، د عبدالملك بن مروان (۶۵ ۸۶ه) په عصر کي بيا د رتبیل سره جنگونه وسوه او دا خواوي له ۳۰ څخه بیا تر ۱۰۰ ه کاله مسلمانانو څو واره فتح کړې "
په دې ډول پښتنو لومړی د مسلمانانو فاتحينو سره کلکي مقابلې وکړې، مگر وروسته چي د اسلام په پاك دين سو، نو بيا يې دې دین ته ښې فداکارۍ وکړې، هغه وخت چي د سند اسلامي فاتح محمد بن قاسم د ۹۰ هجري کال په حدودو کي ملتان او سند فتح کول، د دې اسلامي بريالي سره پښتانه هم وه او پر هغه خوا يې اسلام خپور کئ.
په (۳۷۵ه) کي د پښتنو لوديانو څخه يوه بريالي شېخ حمید په ملتان کي د سلطنت اساس کېښود، دې پښتون او د ده کورنۍ تر ډېره په پښتنواله خپله پاچهي و چلوله او د هندوستان د راجگانو څخه يې ځان وساتی.
وروسته چي امير ناصر سبکتگین په ۳۶۷ه كي د غزني پاچا سو، پښتانه د دې پاچا ملگري سوه او دې پاچا هم د زابل (قندهار) له پښتنو سره خپلوي وکړه، ځيني مؤرخين وايي، چي د ده په لښکر کي چي د هندوستان د حملو دفاع یي کوله، دوه زره یا لس زره، پښتانه وه د ملتان له لوديانو سره هم د سبکتگین د خپلوۍ له امله دوستانه روابط درلوده.
تر دې وروسته د سبکتگین زوی زابلي محمود چي مور يې د کندهار پښتنه وه، د غزني شاهنشاهي لوړه کړه، پښتنو د خپل خوريي سره ډېر کومکونه وکړه، د هندوستان فتوحات او د بخارا، ایران بری ټوله د پښتنو په تورياليتوب وه، يميني د غزنوي عصر مؤرخ وايي: چي پښتانه د اجل په څېر یا د وږي زمري په ډول پر غلیم ورتله، پر کوتلو خاته، لکه برېښنا پر زنگلو ننواته، لکه هوسۍ پر غرو لوړېده، لکه سېل په غرو کي شېوه کېده "
يو پښتون د هندوستان په فتوحاتو کي د پښتنو مېړانه په دې بيتو کي په فخر او حماست بيانوي:
تر کو نامردو داسي ودنگل له نام و ننگه
زہ یو پښتون وم چي ولاړ وم د سلطان تر څنگه
توره په لاس په سرہ اور د عرصات وختم
له بت شکن سره به دژ د سومنات و ختم
پښتانه مورخين د پښتنو جنگي مشرانو او ملکانو نومونه، چي د سلطان محمود په لښکر کي وه، بيانوي، يو جنرال يې خالو خان و، په دې لنډۍ کي هم له گومله د دې جنرال د لښکرو راتگ ښوول سوی دی:
.
چي د خالو لښکري راسي!
زه به گومل ته د خپل یار دیدن له ځمه
دغه د پښتنو كومك و، چي د محمود زوی مسعود د ایران په فتوحاتو کي مؤفق او وروسته يې وغوښته چي ولاړ سي، بغداد هم فتح كي او د اسلامي خلافت مرکز غزني ته رانقل کي او غزنوي شاهان د ايشيا او اسلام په پاچهۍ ومنل سي.
تر غزنوي پاچهانو وروسته د غور پښتانه بريالي سوه، دوی هم د پښتنوالي د روح په برکت ټوله هند فتح کئ، د غوري سلطان شهاب الدین مېړاني د قطب الدين ايبك برياليتوب او بيا په هند کي د پښتنو پاچهانو کارنامې تاريخ نسي هېرولای، د سوريانو پښتنو شاهي، خو په هند کي د عدالت او عظمت او مدنیت دوره وه، د شېرشاه سوري عمرانات او د ثقافت او تمدن خدمتونه د تاريخ په زرو ليکي تر اوسه هم د هند په مختلفو رياستونو کي د دغو پښتنو کورنۍ حكمراني لري.
د کورگانيانو په پاچهۍ کي چي لومړی پښتانه د بابر په ملاتړ ودرېدل او هند يې ورسره فتح کئ، وروسته د ډهلي گورگانیانو وغوښته چي د دوی خپل فطري حق يعني آزادي ځني سلب کئ، مگر پښتنو خو مريي توب نه مانه، نو په دې دوره کي پښتانه ټوله پر خپله ننگه ولاړ وه، چي تر پايه يې خپله آزادي له لاسه ورنه کړه.
د پښتنو ملي پهلوان او نامتو سردار او اديب خوشحال خان خټك د دې ملي جنگو سردار و او د پښتنو ملي اديبانو د خټکو کورنۍ او د مومندو تورياليو د پښتنوالي د استقلال غوښتنو روح ښه ښکاره کئ او د گورگانیانو پر خلاف يې په خپل ملت کي داسي تبليغات وکړه، چي په پای کي د پښتنو له مريي توبه ناکامه سوه.
پخپله په افغانستان کي هم پښتانه د برم او جلال خاندان وه، د هوتکو او مرحوم حاجي ميرويس خان مېړانه او د ده د کورنۍ محمود او اشرف فتوحات خو ښکاره دي.
بيا د نادر افشار په مقابل کي د پښتنو ټينگار د پښتنوالي یوه ننداره وه، د هرات د ابداليانو جنگونه د دې فاتح سره مشهور دي، يو کال د قندهار ښار محاصره وه، په دې په پافشاري کي د پښتون شاه حسین او سیدال خان ناصر سپه سالار مېړانه زموږ نه هيريږي.
د هند له خوا چي نادر افشار بېرته راځي، دې فاتح د خپلو غنايمو د ساتني لپاره د خيبر پښتنو ته د لاري ججه ورکړه، نو ځني راتېر سو، ځکه چي ده ته د پښتنو د توري بريښ ښه ښکاره و.
تر نادر افشار وروسته چي اعليحضرت لوی احمدشاه بابا د پښتنو باچا سو، نو دې ښاغلي پښتون د پښتنو د پښتنوالي لیاقت او کشوركشايي ښه و چلوله، احمدشاه بابا د خپل ښاغلي پښتون ملت په ملگرۍ او توره اووه اته واره پر هند يرغلونه وکړه، د هند مسلمانان يې د کفارو له تسلطه وژغورل د مرهټو جنگ د هندوستان له لويو جنگو څخه دی، چي پنځوس شپېته زره پښتانه تقريباً لسو لکو تنو سره وجنگېدل، ټوله يې مات کړه، تر دوو لكو تنو پوري يې مړه کړه او مرهټيانو ملا يې ور ماته کړه اې مارسدن انگلیسی مؤرخ وايي:
"احمدشاه په آسانۍ سره د ډهلي پاچا سو او لکه محمود غزنوي او محمد غوري څو واره يې پښتانه په هندوستان راوبهول"...
کرانټ ډفه انگلیسی مؤرخ ليکي:
"د پاني پت جگړه د هندوستان د مهابهارت تر جگړې وروسته لو جگړه ده، په درو ورځو کي پښتنو لويه فتحه وگټله " يو پښتون شاعر برهان خان چي په دې فتوحاتو کي د احمدشاه بابا سره و، د دې جنگ سببونه د پښتانه شهنشاه له خولې داسي بيانوي:
احمدشاه بادشاه په جارو وویله
د غزا په نيت ووزمه له کابله
یا به قتل کرم کفار په هندوستان کي
یا به پرې کړمه کله پرې باندي خپله
په دې ډول احمدشاه بابا د پښتنوالي په ننگه هندوستان ته څو وارې ولا،ړ او د خپلو اسلافو محمد او محمود یاد يې تازه کئ، د پښتنو لويه لمن له دې ښه ښکاریږي، چي احمدشاه بابا که څه هم هند فتح کئ، بخارا يې ونيوله، پر خراسان تسلط وموند، مگگر په دغو سرو هيوادو کي يې د هغه ځاى بادشاهان بېرته په شاهۍ کښېنوله او د پښتنوالي لوړ همت او عالیجنابي يې ثابته کړه، تر احمد شاهي دورې وروسته هم د پښتنوالي روح مړ نه و، ډېر ځله يې يې شاوخوا بریښ کاوه،وزیر اکبرخان غازي د کابل او جلال آباد جهادونه او د سردار محمد ایوب خان غازي د میوند غزا او بيا د غازي محمد نادر شاه شهید د ټل او جنوبي خوا جهادونه نه هيروي.
تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو کي ښکاري کړې، دا خو يوه لنډه تاريخي کتنه وه،که مو مفصل لیکلای،نو د پښتنو د توري او اخلاقي اقتدار پرته، د دوی مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم ډېر دي، چي ليکل یې بېل بېل کتابونه غواړي، په پښتنو کي علما او د فن او پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي، لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندی او نه مړ کېدونکی روح دی، چي نن ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده چي خپل مفاخر او د پلرو او نيکو د پښتنوالي ښېگړي را ژوندۍ کي او د خپل ملیت په روڼ تاریخ وویاړي، ما دا څو کرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه کي اوس وکښلای سوې او خپلو پښتنو ته مي وړاندي کړې،گوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو لپاره د پښتنوالي درس وگرځي.