آریانا د باختر هندو اروپائی ټولنه

د افغانستان پخوانی تاریخ دوهم

ویدی مدنیت

د لومړی فصل د لیکنو او بیا ناتو څخه دومره معلومه شوه چه د آریانا خاوره د خپل طبیعی چوړښت (ساختمان) او موقعیت د مساعد وضعیت له کبله آباده او مسکونه او لوی مدنیت ئی درلود، او دا پخپله ښکاره کوی چه د نن ورځې نه څو زره کاله پخوا د بشر د استوگنی وړ وه. او د اوسنى وضعيت له مخی لا تر اوسه پورې په عمومی او دقیق صورت څوک نظریه ښکاره کولی نشی چه زمونږ د مملکت د ۴-۵ زرو ق م کلو نو او د نن ورځې نه زرگونو کلونو نه پخوا اوسيدونکى د توکم او نژاد له حيثه څوک وو؟ يا هم دغه آریائیان وو چه د قبل التاریخ د ژوندانه لومړی مراتب ئی تېرول او دغه یوه داسې نظریه ده چه د هند د وید پیژندونکو او د ځينو غربی پوهانو د عقيدې سره برابره ده او موافقت کوی ځکه چه هندی علما او پوهان باختر او د آریانا نورې برخې او پنجاب د آریائیانو د استوگنی لومړی او اصلی ځای بولی. او دغه ډول نظريه هم لری چه شل زره کاله پخوا چه په عصر کښی د خاورينو لوښو د لومړی ځل پیدا کېدو او ظهور سره او د ځینو عقیدو له مخې په دغو ځايو کښی د کلکولی تیک د دورې د شروع سره تصادف کوی، آریائیانو د خپل د قبل التاريخ ژوندون لومړي مراتب په دې ځای کښی تېرول ځینی غربی علما او پوهان هم چه د باختری کتلې او د هغی د هندی او ایرانی څانګو د ژبو موضوع مطالعه کوی د اټو زرو ق م کلونو په شاؤخوا  کښی په باختر او هغه ته په نژدې شاؤخوا کښی د آریائی مورنۍ ژبی په وجود باندی قا ئل دی.

له دغو بیاناټو نه معلومیږی چه باختر د آریا لومړنی او اصلی مرکز او کانون په جامعه معنی د هند او اروپائی عنصر یا څه ناڅه د آریا لومړی مرکز د باختری کتلی په معنی ؤ. دوهم صورت ئی دا دی چه زمونږ د مملکت اوسېدونکی په هغو دورو کی چه مخکښی ذکر او وویلی شوی په کوم بل عرق پوری مربوط وو، پخوا له دې نه چه آریائیان په باختر کښی پیدا شی او ظهور وکړی نورو خلکو چه د عرق په لحاظ ئی د آریائیانو سره فرق او توپیر درلود په دې ځای کښی ژوندون کاوه دا نو داسی مسائل دی چه ډېره څېړنه او تحقيق غواړی او اوس د هغو په باب کښی په قطعی صورت سره څه ویل کېدلی نشی، او تر کوم ځای پوری چه (وید) او (اوستا) د قدامت له مخې خصوصاً د هغو، داستانو په تر سیمولو کښی چه پخپله د دغو واړو له زمانو څخه ډیر پخوانی دی د دغو دواړو پخوانيو مآخذونو د هم آهنگۍ له مخی معلومیږی، احتمال لری چه آریائیان به د دې ځمکى اصلى اوسېدونکى وی یا څه ناڅه همدغـه (باختری کتله) چه د آریا نوم اصطلاحاً د ادب او تاریخی روایاتو له مخی په دوی پوری مخصوص دی، په ډیرو پخوانیو دورو کښی چه د مخه مو ورته اشاره وکړه د هند او اروپائی عنصر څخه جلا شوی او خپل د کلکولى تيک د دورې د ژوندانه مراحل ئی په دې ځای کښی تیر کړی وی. په هر حال دغه مسائل به یوه ورځ د نوو تحقیقاتو په رڼا کښی حل شی په دی او ځای کښی په خپله (و له=دغه برخه ونه لوستل شوه) د هغو مسائلو له څيړلو څخه ډډه وکړه چه لا تر اوسه پوری نامعلوم او په تیاره کښی پراته دی او د هند او اروپائی نژاد د مسائلو عمومیات چه په دې يو نيم سلو کلونو کښی په قطعی ډول حل شوی ندی په ټلوار سره مطالعه کوو. 

په اروپائی عمومی اصطلاح (آرین) د جامعی په معنی دی او د هغو قومونو نه پر يوې برخی شامل دی چه ژبه ئی پخپل منځ کښی سره نژدیکت لری او ټوله اروپا او د نژدې اسیا یوه برخه ئی نیولې ده. دغه معنی کامله اصطلاحی ده او د تاریخې استعمال (ځا=دا برخه ونه لوستل شول) او ثبوت نلری.

په کوچنۍ معنی د (آریا) نوم د هند او اروپائی عنصر په یوې څانګی پوری مخصوص دی چه د گنگا او خزر د سواحلو په منځ کښی پرته ده او د افغانستان، فارس او د هند د شمال غرب د يوې برخی پر اوسيدونکو مشتمله ده. 

او وروسته به وگورو چه دغه برخی ته (باختری کتله) وائی. دغه معنی اصطلاحی، فرضی او وضعی نه ده  بلکه ټوله تاریخی جنبه لری او هغه دوه مأخذونه چه د باختری کتلې له آریائیانو څخه پاتی شوی ی یعنی د ویدی او اوستا د سرودونو مجموعې دغه پاسنۍ کلمه (آریا) او (ایریا) په صورت پخپل باب کښی استعمال کړې ده او زمونږ په ډیرو پخوانيو ادبی دورو کښی معموله او مروجه وه. د (ويد) او (اوستا) له دوو مأخذونه علاوه د يونان کلاسیکی مؤرخينو زمونږ په مملکت کښی له قوم نه د(اری وا Arioi ) په نامه او له خاورې نه د (آریا Aria) د (هریرود د حوزه) او د (آریانا Ariana ) )پخوانی افغانستان) په نامه ذکر کړی دی. او دغه هر یو تاریخی دقیق او صحيح مدرکونه دی چه په دې مملکت کښی د آریائیانو د نسب په باب کښی موجود دی او نور ئی نه لری، او ښکاره کوی چه هماغه کلمه چه د اروپائیانو په تعبیر د جامعی په معنی ده هغو قومونو نه ئی نسبت کېده چه ژبی ئی سره ورته دی او په اصطلاحی او فرضی ډول د هغوی په باب کښې تطبيق کيږی.

 او زموږ د مملکت د خاوری او خلکو په باب کښی په تاریخی شواهدو او سوابقو سره استعمالېدله. او هيڅوک له دې خبرې څخه انکار نشی کولی. 

د ښه مرغه پخپله اروپائیانو هم د (آریا) د توری معنی په وضعی او جامع ډول چه وویل شو ټاکلې ده او د هغو قومونو دپاره ئی چه د ژبی د شباهت له کبله په دغه توری او کلمه یادیدل د (هندواروپائی) یا (هندوژرمن) ترکیبی نوم وټاکه. او په دغه ډول آریا بیرته خپلې پخوانۍ او تاریخی معنی ته راوگرځېدله.

پخوا مو وویل چه د (آریا) او (آریائی) موضوع په اصل کښی د هغو نژديکتو او قرابتو د تفصيل له کبله منځ ته راغلې ده چه د ځینو ملتو په ژبو کښی لیدل شوی دی، او دغه مسئله زمونږ د زمانی لویو کشفياتو څخه ده چه د ځان سره ئی ځینی نوری ډیری مهمی مسئلې میدان ته را ایستلی دی.

د اتلسمی پیړۍ په دوهم نیمائی کښی یو تن فرانسوی تبلیغ کوونکی (انکتیل دو پرون) Anqtelil-Duperon په ١٧۶١ کال کښی هند ته راغی او د هند د پارسیانو سره ئی اوستا وکتله او په ۱۷۷۱ کال کښی ئی لومړې ځل د هغی ترجمه د اروپا خلکو ته وړاندی کړه. دې خبری ته د علمی ټولنو پام شو چه د دغه کتاب ژبه یعنی (څند) سانسکريټ ته ورته ده، د فرانسی یو بل نفر تبلیغ کوونکی (کوردو Courdoux) په ١٧۶٧ کال کښی د فرانسی د آثارو د ساتنې او ادبياتو اکادمى ته یو لیک واستاوه او لومړی ځل ئی د سانسکریت یونانی، او د لاتين د کلمو تر منځ د شباهت موضوع څرگنده کړه او په ١٧٨۶ کال کښی ویلیم جان William Jones  په هغی مقاله او خطابه کښی چه د کلکتی په اسبائی ټولنه (انجمن) کښى ئى ولوستله د سانسکریت، یونانی او د لاتينی بلکه د جرمنی او سلتی ژبو ترمنځ ئی د نژدیکت نظریه منځ ته را وايستله دغه کتنې (مطالعې) پسې اوږدې شوې او هر کله چه د نولسمی پیړۍ په لومړیو وختو کښی د هندواروپائی قومونو د ژبو د نژدیکت موضوع په علمی دلیلونو سره ثابته شوه نو طبعاً دغه نتیجه په لاس راغله چه دغه قومونه له يو نژاد څخه وو، او په اصل او مبدأ کښی سره شریک وو. نو په دغه ډول د آریائیانو د لومړی او اصلی ځای او کور دی پلتنی مسئله د علماوو تر توجه لاندی را غله، له هغه وخت نه تر اوسه پوری نژدی یو نيم سل کلونه تیر شول چه د بیلو بیلو ملتو ډلې ډلې علما او پوهان په دې باب کښی کتنې کوى او نظریې ښکاره کوى او هر چا د یو اړخ او د یوې برخی نه پخپلو کتنو پېل کړی او د ځینو دلیلونو په راورلو سره ئی د آریا لومړی مرکز او کانون په بيلوبیلو ځايو کښی ښودلی دی لکه د اروپا په شمال، اسکاندیناو، فنلند، جرمنی، د دانيوب حوزه، د تورې بحيرې شمال، د روسیې جنوب، د بالقان شبه جزیره، د اورال او البائی ترمنځ ځمکی، مرکزی آسیا، سائبریا، پنجاب او نور ځایونه ئی ورته تاکلی دی. چه یواځی د دغو ځایو او د علماوو د نومونو او نظریاتو بیانول به په لویو او غټو جلدونو کښی ځای نه شی. نو له دې کبله له دغو ټولونه تیر شو اوهغی لومړۍ عمومی نظریې ته راځو چه په ټولو کښی مهمه او باوری ده او د آریا دوه لوى مأخذونه (د ويدې او اوستا سرودونه) د هغی تائید کوی په لومړی وخت کښی چه د هندو اروپائی د قومونو د ژبو د نژدیک له کبله د آریا موضوع پیدا شوه، لومړۍ او عمومی عقیده په دې خبره باندی ټینگه شوه چه د آریائیانو لومړی ځای د هندوکش د شمال په لمنو کښی د اکسوس حوزه یا د باختر برخی دی. د دې نظريې لوی طرفداران (مکس مولرmule  max فرا نوالو انت (Francoi lenor mant وو.

د مخه مو وويل چه په دې يو نيم سل کلونو کښی د آریایانو د لومړۍ او اصلی ځانگو اوځای د ټاکلو په باب کښی  ډېرې څېړنی او کتنې (مطالعات) شوی دی او ډول ډول نظریې میدان ته راوتلی ی، او په راتلونکو تحقیقاتو سره که د آریا لومړی ځای په هر ځای کښی وټاکل شی شی دې، خو هغه مسئله چه ټول پکښى متفق دى او متفق به وی او د هرې هغی نظریې سره پوره موافقت لری چه تر اوسه پوری منځ ته راغلې ده او ډېرې نوې پلټنی او تجسسات د هغی تائید کوی دا ده چه: باختر د هغی آریائی کتلې مرکز اوڅانگو ده چه په افغانستان او هندؤ فارس کښی خپاره شوی دی. که چېرې بیله لومړی کانون څخه په نورو فرعی کانونو باندى قائل شو او فرضاً باختر ئی هغه لومړی کانون او مرکز نه وی، بيله شک او شبهې نه به د افغانستان او هند او فارس د آریائیانو فرعی کانون وی او د هغوی دپاره اصلی کانون او څا نگو هم شمېر له کيږی. نو له ې جهته ډېر بیځایه او جړؤپړ بحثونه چه بیله یوې شخصی نظریې نه بل کوم ارزښت نلری پریږدو او مستقیماً د ډير موثق او باوری آریائی مأخذ په استناد وایو چه (اوستا) يواځینی هغه کتاب دی چه د آریا قوم ئی اخستی دی او په واضح ډول ئې د هندو اروپائی له قومونو څخه د يوې څانگی یعنی (باختری کتلی) لومړی ځای چه ځان ئی (آریا) باله په (ایریانا ویجه) کښی بللی دی. دغه مطلب څه لږه باریکی لری او بیان غواړی په دې کښى څه شک نشته چه هندو اروپائی نومونه د يوې واحدې نقطی نه څانکی څانگی او ښاخونه شوی دی او د آسیا او اروپا په خاورو کښی خپاره شوی دی دغی واحدی نقطی هر نوم چه درلود او په هر ځای کښی چه وه، وه به ـ مگر د باختر آریائیانو هغه وخت چه ادبی او مذهبی مأخذ ئی پیدا کړ پخوانۍ خاطرې ته ئی ټاکلی نوم، صفت او موقعیت ورکړی دی چه د آب ؤ هوا او جغرافیائی ممیزاتو او د ځينو سيندو او رودخانو د پېژندگلوۍ له مخې هغه د اکسوس او سر دریا د پاسنۍ حوزې په منځ کښى بلل کیدی شی. لدې کبله د ځینو پوهانو د نظرياتو له مخالفت سره څه کار نلرو، او د آریا موضوع پخپل مملکت  کښی د اوستا د (ایریانا ويجه) او (بخديم سريرام) څخه شروع کوو.

د ژبی مشابهت: په دی کښی څه شک او شبهه نشته چه آریائیان عموماً له هند نه نيولې د اروپا تر آخرنۍ غربی برخی پوری خپاره شوی دی او ژبی ئی سره ورته دی. سره د دې د هندو اروپائی د قومونو په ټولو ژبو کښی د سانسکریت او زند ژبی ډېر لږ پخپل منځ کښی سره توپیر او فرق لری او ډېرې سره ورته دی. او یواځی د هغو تر منځ د ډېر مشابهت له مخې ویلی شو چه د آریائیانو د ژوندانه او مهاجرت مرکز هغه نقطه وه چه دغه دواړه ژبی پکښی ویل کیدلې، په دی ځای کښی سمدستی دغه پوښتنه پیدا کېږی چه: دغه نقطه په کوم ځای کښی ده؟ د پوښتنی جواب په ډېره اسانۍ او بیله دلیل راوړلو نه ویلی شو چه د اکسوس حوزه (باختر) ده. وید پېژندونکی ټول په دی اقرار کوی چه د ویدی سرود پخوانۍ برخه په (کاپیسا) د (سندهو) په غرب او د آریانا په نورو ځایو کښی پیدا شوی او منځ ته راغلی ده، او د دغو سرودونو د اشارې له مخی ډېر پخوانی سرودونه هم موجود وو چه د مهاجرت د زمانې نه پخوا د آریائی ژوندون په کانون کښی ویل شوی دی. بیله باختر نه د هند او فارس تر منځ بله هیڅ نقطه د داسی مقام صلاحيت نه لرې. ځکه چه په هغی ژوری کتنی سره چه د وید او اوستا د سرود په متن کښی د ژبی، ادب،او جغرافيی او محلی توپو گرافۍ او د نورو په لحاظ شوې ده، ثابته شوې ده چه باختر د سانسکریت او زند د ژبو مرکز دی. 

 له دغی نقطی څخه د هندوکش دواړو خواؤ ته د آريائيانو له خپريدو نه ټولی آریانا د دې دوو ژبو د لوی مرکز او کانون حیثیت پیدا کړی دی د سانسکریت او زند د ژبو تر منځ مشابهت له یوی، دوو، او سلو او زرو کلمونه  زیات او تیر شوی دی، او د  کلماتو په آواز کښی په لږ او جزئی تغير سره چه هغه هم ټاکلی قانون لری، د یوې ژبی کاملی فقرې بله ژبه کیږی، او دغه کار طبعاً حکم کوی چه دغه دوه لهجې د يوې واحدی ژبی ښاخونه دی چه د ځینو نورو لهجو سره چه په دې ځای کښی ئی ذکر بی ځایه دی یو شمیر نوری باختری ژبی ورنه جوړیږی.

نو د سانسکریت او زند د ژبو ډیر زیات مشابهت له مخی ثابتیږی چه یو وخت د دې دوو ژبو ويونکو په يوه نقطه کښی  چه (باختر) دی یو ځای ژوندون کاوه، او دغه ځای د هغوی د روزنی او پالنی او ودې (نشوؤ نما) ځانگو بلل کیږی. په آخر کښی  ئی له همدی ځای نه د آریانا نورو ځایو او هندؤ فارس ته مهاجرت کړی دی.

 مسلک او عقيدى: لکه څرنګه چه د سانسکریت او زند ژبی پخپل منځ  کښی سره نژدی دی همدارنګه د هغو خلکو عقیدی چه په دی دوو ژبو ئی خبری کولې هم ډېرې سره ورته وی او زیات مشابهت او نزدیکت ئی درلود آریائی مسلک او آئين لکه چه د وید او اوستا له سرود څخه معلومیږی په اصل اساس کښی يی سره ډیر فرق نه درلود، او ځینی هغه اختلافات چه د زمانو په تیرېدلو سره پیدا شوی دی زیاتره په جزئیاتو پوری اړه لری، او د هغوی پخوانی او شريک اساس پټولی نه شی.

 نو د عقیدو له مخی هم ویلی شو چه آریائی قبیلو په تیره بیا هغو خلکو چه د وید او اوستا د کتابونو پیروان وو، په لومړیو وختو کښی  په یوه ټوټه ځمکه کښی ژوندون کاوه چه هغه باختر او د آریانا نور ځایونه دی. 

نکلونه او افسانی: د افغانستان، هندؤ فارس او د نورو ځایو د اوسيدونکو د نکلونو او افسانو څخه هم دغه ډول معلومیږی چه باختر او د اکسوس سرچینه نژادی کانون او مرکز ؤ، او له دغه ځای څخه خلک څلورو خواؤ ته خپاره او تیت شوی دی. وائی چه د پامیر په شاؤخوا خلکو کښی  یوه قصه مشهوره ده چه د هغی له مخې  د بشر نوع د پامیر په لمنو کښی اوسېده او د اور د چاودنو په اثر تېږی او ډبری تیت ؤ پرک شوى او خلک د اندوس، اکسوس، سر دریا او تارم د درو د څلورو طبیعی لارو څخه څلورو خواؤ ته خپاره شول. فارسیان او نکلونه ئی په دی نظریه اقرار کوی چه د دوی نیکونه د باختر په خاوره کښی پیدا شوی او له دغه ځای نه د خزر جنوب او د خلیج فارس شاؤخوا ته په پرله پسی مهاجرتونو خپاره شوی دی.

هندی نکلونه او اساطیر هم د دی نظریې سره موافقت لری چه آریائی عناصر د هندوکش له شمال څخه د کابل، گومل، او د سوات د درو دلاری د پنجاب حوزې ته رسیدلی دی.

د ریگ وید سرود: د آریائی سرودونو لومړی کتاب یعنی (ریګ وید) که چیری په ښکاره ډول د آریائیانو د استوگنی د اصلی او لومړی او پخوانی ځای په باب کښی څه نه وائی خو د سرود د متن د غیر مستقیمو اشاراتو نه ځینی گټور معلومات په لاس راځی چه د هغو له مخې په آریانا کښی او د آریانا څخه گاونډیو مملکتو (هندؤ فارس) ته د آریائیانو د حرکت او مهاجرت خطوط او لاری په واضح صورت معلومیږی او د آریائیانو د استوگنی د لومړی ځای په باب کښی هم ښه رڼا اچوی.

 په سرودونو کښی  د (سلوژمو) او (سلومنو - خزانو) جملې ډېرې استعمال شوی دی، او له دی نه معلومیږی چه آریائیانو پخوا له دی څخه چه (سپته سندهو) یا د اوو سیندونو علاقی  (اوسنی پنجاب) ته ورسیږی په یوه يخه او سره منطقه کښی ژوندون کاوه چه ژمی ئی اوږد و او څه  ناڅه د کال لس میاشتی به ئی نیولی یعنی لس میاشتی به پکښی ژمی ؤ. د معلومو ځایو به استناد د دوی حرکت چه د هندوکش په جنوب کښی ښکاره او واضح دی د دغه غره د سلسلې شمالی برخو ته رسیدلی شی، او په هغه ځای کښی ئی دغه سړه منطقه د اکسوس په سرچینه او د هغی په شاؤ خواځمکو کښی ټاکل کیدای شی چه پاسنی بدخشان او د اکسوس او سر دریا تر منځ منطقه ده.

د (ریگ وید) د سرودونو په لومړی فصل کښی د (اندرا) د مرستی په باره کښی د بحث په وخت کښی داسې اشاره شوی او ویل شوی دی چه: د خپل پخوانی کور او ځای څخه زمونږ د مرستی دپاره راورسید.

 د (اندرا دغه کور) یا (Indralaya) ځینی نور ماخذونه په ښکاره ډول د هندوکش په شمال کښی بولی. د (اندرا پخوانی کور) په بله معنی هماغه د آریایانو د (استو گنی پخوانی ځای) دی او په دغه ترتیب ریګ وید سرود هم د آریائی اصلی ځای او ځانگو باختر او د اکسوس سرچینه او د هغی شاؤخوا ځمکی ښودلی دی. 

اوستا: اوستا د باختر د کتلی د آریائیانو د هغه ټولگی کتاب دی چه د هندؤ فارس خواته ئی مهاجرت ندی کړی او پخپل وطن کښی پاتی شوی دی د آریائیانو د استوگنی د لومړی ځای په باب کښی د ریګ وید د سرود په نسبت په واضح ډول بحث کوی د(ویدیداد) په لومړی (فرگارد) کښی چه د اوستا درېمه برخه ده د اوستائی ښکلې ځمکی شپارلس ټوټی ذکر شوی دی چه مفصل بیان به ئی د اوستائی مدنیت په فصل کښی  وکړو. د اوستا په تعبیر دغه توټې او ځمکی یوه په بلې پسې میدان ته راوتلی دی او لومړنۍ ئی (ایریانا ويجو) نومېدله او ډېر سخت او اوږد ژمی ئی درلود چه له دغې ټوټې څخه د آریائیانو د مهاجرت  اصلی علت هم یخنی اوسوروالی بولی. او له هغو دلائلو څخه چه وروسته ئی بیانوو ښکاره معلومیږی چه د اوستائی خاوری لومړۍ ټوټه یا آریائی لومړۍ ځانگو د اکسوس سر چینه او شاؤ خوا ځمکی وې.

مها باراته: مهاباراته چه یوه رزمی مجموعه ده او (ویدی) ادبیاتو دوام هم بلل کیدلی شی. يو شمیر قبائل لکه: ملا (Malas) مالا ( Malasi ) او (مالاوا Malavas) یاد کړی دی چه د سانسکریت په نورو ما‍‍‍‍ٔخذونو  کښی د (مادا Maddas) ماداوا ( Maddavas ) مادرا(Madra) او (مادراکا (Mabrakas په ډول ذکړ شوی دی او هر کله چه (باهیکا) د سانسکریت په ادبیاتو کښی د ( باهلیکا Bahlikas ) په ډول هم راغلی دی او دغه نوم د (بلخ) نوم دی نو پروفیسر (برزی لوسکی J.Przyluhki) ترې نتيجه اخستی او وائی چه دغه قبیلی له بلخ نه پنجاب ته راغلی دی او په دې مرحله کښی بیا وینو چه د ځینو آریائی قبیلو د مبدې نسبت د هندوکش شمال باختر ته کیږی.

د آریاد پیدا کېدو او پالنې او روزنې ځانگو: لکه چه د مخه په تفصیل سره وویل شول د ژبو او عقيدو د مشابهت له مخې او د نکلونو، داستانو او اساطیرو او بیا پخپله د آریائی منابعو یعنی د مهاباراته او د ویدی او اوستا د سرود له ښکاره اشاراتو څخه واضحه معلومیږی چه د آریائیانو د پیداکېدو او ظهور ځای او څانگو د اکسوس د سرچینی او سر دریا تر منځ سړه او یخه منطقه ده او له دغه ځای څخه د جنوب خواته سغد او باختر ته خپاره شوی او تللی دی او باختر د دوی د روزنې څانگو او د تهذيب کانون او د حکومت مرکز گڼل کېده پخپله د دوی د منابعو په شهادت (آریا) Arya همدې کتلې او توکم ته وائی چه په باختر کښی په زرگونو کلونو روزل شوی او کرار کرار د آریانا په نورو ځايو کښی خپاره شوی دی.

او یوه برخه یی هم له دغه ځای نه گاونډيو مملکتو ته تللې اوخپره شوې ده که څه هم یواخی د (آریا) کلمه هم دغه برخه او ټولگی د هندو اروپائی له نورو موجونو څخه جلا کوی مگر د دی دپاره چه غلطی پېښه نه شی نو بایده دی چه هغه (د باختر د آریائی کتلې) په نوم وبلل شی: 

د آریا د کلمی معنی: آریا د دیانت په لحاظ د عبادت کوونکی، عقیده لرونکی او د قربانۍ  ور کوونکی په معنی راغلی ده او د آریا کلمه په پخوانۍ او لومړنۍ اصطلاح کښی د نجیب، شریف، بادار، مشر، مالک او واکمن په معنی استعمال شوې ده او په بیلو بیلو ځايونو کښی د ډېر استعمال له کبله نور ډېر صفتونه لکه ځوان مردی، میلمه پالنه، غښتل توب، زړورتيا، وطن دوستی، جنگیالی توب، ننگیالی توب، او داسی نور ورسره یوځای شوی دی او په دې هر یو صفت کښی د نجابت او یووالی معنی پرته ده. باید داهم وویل شی چه دغه کلمه يوه لويه اجتماعی او سیاسی معنی هم لری. هغه وخت چه آریائیان د هندوکش په دواړو خواؤ کښی اوسېدل نو د دوی پوهانو او مشرانو د دی دپاره چه خپل قوم او خلک له پرديو قومونو او هغو ښاخونو او خلکو څخه جلا کړی چه د دوی له نسل څخه نه وو دا خبره خوښه کړه چه د خپلو قبائلو دپاره که څه هم ډېرې زياتي وی یو نوم کېږدی چه له نورو څخه جلا پاتی شی او پخپل منځ کښی سره یووی اوتیت ؤ پرک نه شی نو د دې مقصد دپاره ئی د (آریا) نوم کېښبود چه په ټولو باندی ئی یوشان اطلاق کېده.

 طبعاً دغه نوم هند ته د آریائی مهاجرینو سره یوځای هم خپور شو مگر په معنی کښی ئی کرار کرار تغيرونه راغلل، د دې د پاره چه آریائیان د هندی بومیانو سره گډ نه شی اجتماعی طبقی پیدا شوې چه (کشا تريا) (بر همانا) (ويسيا) او (سودرا) وې او د لومړۍ طبقی اطلاق پر جنگياليو نجباوو او د دوهمی پر روحانیونو او د دريمې اطلاق د د کسب او حرفت پر خاوندانو کېده او په څلورمه طبقه کښی د (اچوت) طبقه راتلله چه د هند لومړنی بومیان وو او په دغه ترتیب د (سود را) طبقه یا (اچوت) آریا نه بلل کېده.

آریا ورته: د ویدی قبیلو پوهانو یا (ریشییانو) د دې دپاره چه آریائی کتله له نورو څخه جلا، او وینه او عرق ئی پاک او سوچه وی او په نسل کښی آریائی روحیات قوی وی او د افرادو معنويات لوړو ساتل شی لکه چه د ځان دپاره ئی جلا او مخصوص نوم کېښود خپل د استوگنی د ځای د پاره ئی هم یو نوم وټاکه چه د بدلون په شاوخوا کښی ئی څېړنه کوو، په دی  کښی هېڅ شک نشته چه ريشیيانو د دي مقصد د اداکولو دپاره د (آریا) د نوم او د کومی يوې بلې کلمی سره د هغه له ترکیب او یو ځای کولو څخه چه د استوگنی ځای، خاوری، ځمکی، او د ځانگو او د داسې نورومعنى ئی درلوده یو مرکب نوم جوړ کړی ؤ چه معنی ئی ( د آریا خاوره) د (آریا د استوگنی ځای) ؤ چه هغه ته (آریاورته) ویل کېدله.

دغه نوم له دوو کلمو (آریا) او ( ورته) نه جوړ شوی دی. د لومړۍ کلمی معنی دمخه بیان شوه، او دوهمه کلمه د خاوری اوځای په معنی ده. لغوی او ترکیبی معنی ئی د (آریا ځای او مسکن) دی. او په اصطلاحی صورت د دغی کلمی نه ئی داسې ترجمه هم کړی ده (هغه ځمکه او وطن چه آریا پکښی نسل به نسل پیدا شوی دی).  آریا ورته په ابتدا کښی په محدوده معنی د آریا د (زیږیدنی - او پیدایښت ځانگو) وه چه د اکسوس حوزه او سرچینه پکښی راتلله او په دغه معنى کښى شامله وه، او وروسته تر دې چه آریائیان له باختر نه د هندوکش دواړو خواؤ ته لاړل او خپاره شول نو زمونږ ټول مملکت یو وخت په (آریا ورته) یادیده. امکان لری چه د (ورته) کلمه د هندوکش په جنوب کښی خاص بیا د (ارغنداب) په حوزه کښی د (ورشه) په ډول هم ویل شوی وی. ځکه هغه وخت چه د (بهاراته) قبیلی زمونږ د مملکت نه هند ته مهاجرت وکړ نو د (آریاورته) په وزن ئی په هغه ځای باندی "بهاراته ورشه" نوم کېښود. 

(ورشه) لا تر اوسه پوری په پښتو د (ورشو) په ډول پاتی ده او د (ورشوــ چراگاه) په معنی ده. هر کله چه ورشو د معنی په لحاظ د آریائی ژوندانه په لومړنيو مرحلو پورې اړه لری، او هغه زمانه او وخت یا دوی چه دغه قوم لا مالدار او د دهقانۍ او بزگرۍ کسب ئی درلود. (ورشو) د دوی په نزد په مادی او معنوی لحاظ ډېر اهمیت درلود. او دغه خبره د امکان نه لېری نه وه چه د هندوکش په شمالی برخو او د ارغنداب په حوزه کښی چه دواړه د څارویو اوحيواناتو دروزنې دپاره ډېری وړ دی (آریاورته) لومړی ځل د (آریا ورشو) په باب کښی استعمال شوی وی او بیا د لهجی په توپیر او تغیر سره د هندوکش په جنوب او د ارغنداب په سواحلو کښی  په هماغه خپله معنی ( آریا ورشه) شوی وی. او هغه وخت چه د (بهاراته) قبیله د خپلو څارویو سره د (سندهو) حوزې (سند او پنجاب) ته راښکته شوه نو په دغه ځای باندی ئی خپل نوم (بهاراته ورشه)  کېښبود.

ایریانا ویجه: هند او فارس ته د باختری کتلی د آریائیانو د یوې برخی د مهاجرت نه وروسته هغو خلکو چه پخپل پخوانی وطن کښی پاتی شول د زمانی د غوښتنو له مخې ئی پخپله ژبه، مسلک، دين، او عقيده او نورو مميزاتو کښی ځینی تغیرونه راوستل. هر کله چه په ژبه کښی تغیرونه پیښ شول نو په نومونو کښی  هم د آوازو او لهجی په لحاظ ځينى تغيرونه پیدا شول او د ( آریاورته) په ځای (ایریانا ویجه) ودرید.

دغه نوی نوم هم له دوو کلمونه جوړ شوی دی چه یوه (ایریا) او بله (ويجه) ده ایریا هماغه د (آریا) کلمه ده چه د مخه مو د هغی معنی او مفهوم بیان کړ او ورباندی پوه شو. (ویجه) یوه کلمه ده چه د (ورته) یا (ورشه) په ځای میدان ته راوتلی ده او په معنی کښی د لومړۍ کلمى نه څه توپیر نلری ځکه چه د (ویجه) معنی هم ځای او مسکن دی او د (ایریانا ويجه) مرکبه معنی د (آریا ورته) په شان د آریا د استوگنی ځاى کيږى.

 څرنگه چه د (ورته) یا (ورشه) کلمه تر نن ورځی پورې په پښتو کښی د(ورشو) په ډول د څر ځای «چراگاه» په معنی پاتی ده. (ویجه) هم خپل شکل، تلفظ او معنی ساتلې ده او د ارغنداب په پښتنو کښی د استوگنی ځای او مسکن او ځای په معنی استعمالېږی کوم نوی شی چه د دغو دوو کلمو په منځ کښى ليدل کيږى هغه د (ن) توری یا د [نا] کلمه ده چه د باختر په اوستائی ژبه یا د زند په ژبه کښی نسبتی معنی لری او د آریا مسکن ئی آریائی مسکن گرځولی دی. « ایریانا ویجه » د (( ايريانم ويجو)) ، او د [ارآن وج] به ډول هم راغلی ده او ستا د (ایریانا ويجه) وطن د (وانگوهی دیتیا) د سیند غاره بولی.

 او دغه سیند د امو سیند (آمو دریا) دی. (سرپرسی سایکس) د افغانستان په تاریخ کښی  لیکی چه: اران وج « Eranyej » دایگزارت او د اکسوس د سیند او رودخانی ترمنځ د آریائیانو اصلى کور ؤ، نو ويلى شو چه هغه آریانا ویجه چه اوستا ذکر کړې ده سربېره په دې چه د هندو اروپائی قومونو د ځانگو او اصلی ځای پخوانۍ خاطره یادوی د خپلو اوستائی مخصوصو ممیزاتو سره د آمو د سیند او سر دریا د سر چینی  ترمنځ نسبتا یوه ټوټه یخه او سړه ځمکه ده چه پخپله پراخه معنی د بدخشان یوه څنډه هم رانیسی.

 آریائیان په باختر کښی : لکه چه د نورو منابعو په تېره بيا له اوستا نه معلومیږی آریائیانو زیا تره دریخنۍ له کبله د ایریانا ویجه نه مهاجرت کړی او د سغده (سغديان) اومورو (مرو) د لارې بخدی (باختر) ته راغلل. د پنځو زرو – ق م کلونو له شاؤ خوانه تر دوو زروق م پوری څه ناڅه درې زره کاله په باختر کښی اوسېدل، دوی په اول کښی ډېر ساده او طبیعی ژوندون درلود او د کورنۍ شکل ئی پیدا کړی ؤ. کرار کرار ئی لوړې ټینگی کلاگانی، کلی او بانډی او ښارونه جوړ او ودان کړل. د دوی ژوندون په اول کښی په مال داری چلېده، او وروسته بیا نیمائی خلکو مالداری او نیمائی خلکو د بزگرى کسب کاوه تر دې چه کرار کرار ئی زراعتی چارو ترقی وکړه. په اولو وختو کښی اداره د کورنۍ د مشرانو او پلرونو په لاس کښی وه تر دې چه څو موده وروسته د کلا رئيس او د کلى او قريې رئيس او مشر پکښی پیدا شو، او لومړنیو آریائی پادشاهانو په بخدى کښی حکومت او پاچاهي کوله او د بخدى په شاؤ خوا کښی خلک ډېر زيات او گڼ شول او د خلکو د استوگنی او د څارویو د څر دپاره ځایونه او ورشو گانی تنگی او محدودې شوې .

له باختر نه د هندوکش دواړو خواؤ ته د آریائیانو خپریدل : د دوو زرو – ق م کلونو په شاؤخوا کښی د باختر آريائيان له دې کبله چه خلک او نفوس زيات شول او په مقابل کښی ورته ځای تنګ او محدودؤ نو په دوی کښی يو جنبش او حرکت پیدا شو او کرار کرار شمالی برخو او د هندوکش جنوبی ځمکو او درو ته وکوچېدل او خپاره شول د ځينو هغو معلوماتو څخه چه د ریگ وید او اوستا سرود ئی په دې باب کښی ورکوی د هندوکش دواړو خواؤ ته د آریایانو د حرکت او مهاجرت ځایونه په پوره اندازه واضح کیږی. د ویدی له سرود څخه داسې معلومېږى چه ویدی قبیلې د هندوکش له درونه په کاپیسا کښی یعنی د کوهدامن حوزې ته راښکته شوی دی او له دې ځاې څخه تقریباً د رود خانو د بهیدو په طبیعی لارو شرقی او جنوبی او جنوب غربی منطقو ته تللی او خپاره شوی دی. یوه برخه خلک د (کوبها) یعنی د کابل د سیند او د هغه د مرستونکو سیندونو په غاړو د نجراو، تکاو، سروبی او د لغمان په لارو د کنړ د سيند حوزې ته رسیدلی دی او له دغه ځای نه د سواستو د منطقی یعنی د سوات د سیند سیمی ته خپاره شوی دی.

 بله ډله خلک د کاپیسا او کوبها له سیمی څخه زیاتره دجنوب خوا ته تللی او د سپین غره په لمنوکښی خپاره شوی دی. او له دغه ځای څخه د (کرومو) یعنی کرمې او د (گوماتی) یعنی گومل ښکلو درو او نورو هغو ځايوته تللي اوتيت ؤيرک شوی دی چه د سپین غراوسليمان غرد سیندو او رودخانو څخه ئی اوبه خوړلی. دغه رنگه دریمه ډله خلک د سراسواتی یعنی د ارغنداب سمسوری اوآبادی سیمی ته تللی او د دغه ځای په شا ؤخوا ځمکو کښی مېشت شوی اوپریوتلی دی لکه د(بهاراته) مشهوره قبیله او د هغې مربوطې څانگی او کورنۍ. هغه آریائیان چه په پاسنی او برفی بدخشان او د نورستان په درو کښی اوسیږی د(هوموالینیوس) د تیپ په نامه یا د غرنی او کوهستانی تیپ په نامه یادیږی او د دوی په باب کښی د کوهستانی آریائیانواصطلاح ښه تطبيق کیږی د اوستا له مخې داسې معلومیږی چه آریائیان د(ایریانا ويجه) څخه د حرکت نه وروسته سغدیان او مروې ته تللی دی او پس له هغه نه د اکسوس په کیڼو غاړوکښی په بخدی  پریوتلی او اوسېدلی دی او له دې ځای څخه يوه برخه خلک په نیسا یا (میمنه اواندخوی) کښی غربی برخوته او د مرغاب اوهری وا(د هریرو د ناوې) کوزنۍ سیمی ته خپاره شوی دی اوبله برخه خلک هم د هندوکش له درو څخه تیرشوی او په (ویکرء تا) یعنی د کابل په دره او (کخره) یعنی د غزنی په شاؤخوا کښی خواره شوی دی وروسته تر هغه یا د هری رود له سیمی څخه ځینى د ايتومنت یعنی د هیرمند د ناوې او هری واتی یعنی د ارغنداب د سیمی خواته ښکته شوی دی اویا د کابل او غزنی له درې څخه يوه برخه دغو خواؤته رسېدلی ده یائی له دواړو خواؤ څخه مقصد دادی چه د باخترآریائیان دهندوکش دواړو خواؤته یو رنگه خپاره شوی دی او د زمانی په تیریدلو د مملکت ټول کونجونه ئی ډک کړل د دوی دغه مهاجرتونه اوځای په ځای کېدل ئی عموماً د ۱۹۰۰ او ۱۴۰۰ ق م کلونو په منځ کښی بولی.

په ځینو دېرو نومونوکښی د (آریا) ریښه :

دهندوکش په دواړو خواؤکښی د آریائیانو په خپرېدلو او په د غو ځايوکښی د هغوی په ټینگېدو او ځای په ځای کېدوسره آریائی اصلی نومونه اواسماء اوکلمی د سیندنو او رودخانو، ښارونو، قبیلو، او د نورو په باب کښی ډېرې استعمال شوى دى او ځینی نومونه ئی تر نن ورځی پوری له منځه تللی ندی او پاتی دی چه د هغې جملې نه یوه پخپله د(آریا) کلمه ده. آریا د هغو مختلفوتحريفاتو اوتغيراتوسره چه د بېلو بيلو ځايو د غوښتنونه پیدا شوی دی زمونږ د مملکت د ځايونو په يو شمېر خاصو نومونو کښی ساتل شوی دی او دا پخپله یولوی دلیل دی چه په دغه مملکت کښی د دې کلمې عموميت ښکاره کوی،او د مثال په ډول څونموني ذکر کوو:

هرویو Haroyu: دغه يو نوم دی چه اوستا د هری رود د ناوی په سمسوره تپه باندی ایښی دی. په دی کلمه کښی د (آریا) پخوانۍ ریښه پرته ده چه د هغی نه د زمانی په تېرېدلو د (هری، اری، اریا، هرات کلمی جوړی شوی دی.

هراوی تی: اوستا دغه نوم ارغنداب ښکلی علاقی ته ورکړی دی، په دی ځای کښی هم د (هرا) کلمه د (آریا) د پخوانۍ ریښې نمايندگې کوی.د اراکوزی په کلمه کښی چه یونانیانو د دې منطقی په باب کښی استعمال کړی دی د (ارا) د شکل پخوانۍ ریښه شته، او که چیری له دی پورته د اشوریا نو دورې ته ورشو نو (ارا) د(ارا کوتس) (ا را کوتې) په نوم کښی لېدل کيږې.

 آریا کاAriaka: د مارجیان په ولایت کښی یو ښارؤ چه اوسیدونکي ئي (آریا کی) - Arai kai بلل کیدل لکه چه گورو د دغه ښار او د هغه د اوسيدونکو په نوم کښی د(آریا) کلمه پخپل کامل شکل موجوده ده . 

آریا سپAriasp : په انجیان کښی به مهم ښارؤ او د آرین د نظريې له مخې د هيرهند د سيند په غاړه پروت ؤ. د دغه ځاى خلک (آريا سپه) یعنی (سوارکار آریائیان) بلل کېدل. دلته آریا کلمه د ښاراو د هغه د اوسیدونکو په نوم کښی بیله جزئى تغير او تحريف څخه ليدله کيږى . 

اريستوفيل Aristophyles: د پارو پامیزاد د ولایت (د کابل ولایت) د غرب خواته د اریستو فیل په نامه خلکو ژوندون کاوه چه بطلیموس ئی نوم یاد کړی دی او (اندره برتلو) عین د (آریا) معنی دغی کلمی ته  ور کړې ده او دغه خلک ئى نجيب نژاد بللی دی .د دغه نوم په اول کښی د [آریا] کلمه د[ أری] په ډول ښکاره ده.

ارتا کاناArtakana د هری رود د سمسوری او آبادی سیمی له پخوانیو زړو ښارونو څخه یو ښار د ارتاکانا ښار دی چه د اسکندر د پیدا کېدو او ظهور نه پخوا د آریا د ولایت مرکز او د دی خاورې د نجباوو او شهزاده گانو د استوگنی ځای بلل کېده. د آریا د کلمی ریښه د (آر) په ډول د دې نوم او اسم په اول  ښکاره ده. 

اریوس: د هری رود د سیند قوم دی (ار) یا (اری) چه په دی کښی لیدل کیږی د( آریا ) یا د (هری وا) د کلمی تحریف دی، نو که چېری پلټنه وشي دغه ډول نومونه زمونږ د مملکت د پخوانیو ښارونو، او سيندونو او قبيلو په نومونوکښی ډېر موندل کېږی چه د آریا کلمه یا په کامل صورت یا په جزئی تغیر او تحریف سره پکښی مو جوده ده. او ریښه ئی په یو نظر سره پېژندل کېږی. 

آریانا: د هغه بیان او تفصیل له مخی چه د مخه و شو، څه شک او شبهه پاتی نه شوه چه آریائیان کرار کرار او په تدریج سره له باختر نه د هندوکش د دواړو خواو ټولو ځايوته تللی او خپاره شوی دی او د سیندونو ښارونو او د ځينو قبیلو په نومو کښی د آریا د کلمی وجود یو داسې یادگاردی چه په دې مملکت کښی د آریائیانو خپریدل او مېشت کېدل ثابتوی، او پخپله د دې کلمی ډېراستعمال یو داسې دلیل دی چه د نورو ټولو ځایونه زیات زمونږ په مملکت کښی د آریائیانو تمرکز او اوسېدل ښکاره کوی. د (آریا) پخوانۍ ریښه چه په نورو کلمو کښی مو وښودله پخپل څو زره کاله پخوانی مفهوم له منځه نه ده تللی او د دې ځای د اوسيدونکو په عنعناتو کښی پاتی ده. د (ودا) په سانسکریت یعنی هغه ژبه کښی چه ویدی سرود پکښی ویل شوی دی او ځينی خلک ورته د (آریا) یا (باختری آریائی) ژبه هم وائی د (آریا) د جمع صورت (آریان) کېده. آریا د نجیب او آریان د نجباوو په معنى ؤ. او هر کله چه (آریان) یعنی نجباوو د هندوکش په دواړو خواؤ ځای ونیو نو خپل مملکت ئی پخپل نوم (آریانا) یعنی د (نجباوو د استوگنی ځای) وباله. او دغه کلمه داسې منځ ته راغلې اوجوړه شوې ده چه:

د (آریان) د کلمی آخرنی ( نون) ته ئی نسبتی زور (فتحه) ورکړاو د (ارمان) نه اسم مکان جوړشو. دغه زور (فتحه) ځینو په (هـ) او ځينو په (الف) بدل کړی ی مگر د لهجمو آسانۍ او د جمع او د اسم مکان د صورتو په منځ کښی د فرق کولو دپاره په الف سره د دغی کلمی لېکل ښه او غوره دى. او دا هماغه د (آریانا) کلمه ده چه د (نجباوو د استوگنی د ځای) په معنی د آریائیانو د خپریدو له زمانی نه را وروسته زمونږ د مملکت په باب کښی استعمال شوې ده او زمونږ د مملکت ډېر پخوانی نوم دی په دې خبره کښى هېڅ شک نشته چه د (آریا د اوسېدلو د ځای) معنی او د هندوکش د دواړو خواؤ مستعدې خاوری ته د دغی کلمی نسبت د آریائیانو د استقرار او ځای په ځای کېدو یادگار دی چه هر ځای ته د آریائیانو د خپریدو او عموميت نه پخوائی په محدودو قطعاتو کښی د (آریاورته) (آریاورشه) (آریان ویجه) (ایریان ویجه)په شکل ظهورکړی او پیدا شوی دی. او په آخرکښی ئی یو پراخ او لوی قلمرو چه د پامیراو هندوکش له سيندونو څخه یی اوبه خوړلې د(آریانا) په نامه و باله: په بل عبارت دغه نوم له دوو جزوو څخه جوړ شوی دی چه یو (آریا) دی چه خاص نوم او هماغه څو زره کاله پخوانی نوم دی چه ویدی آریائی قبیلو د يو گډ اوشريک نوم په ډول د ځان دپاره خوښ کړی او ایښی ؤ او بله د (نا) کلمه ده چه په حقیقت کښی هماغه مفتوح (نون) دی چه په اوستائی زمانه کښی د (ایریا) د کلمی سره یوځای شوی دی اونسبتی معنی لری. وروسته بیا په دغه وزن او لهجه دېر نومونه پیدا شول لکه: (ساکستانا) د (اسکائیانو) د استوگنی ځای، (درانجیا نا)د (زرنجيا نو) د استوگنی ځای، (بکتریانا)د باختریانو د استوگنی ځای او داسې نور. 

آریانا زمونږ د مملکت پخوانی نوم د ویدی او اوستائی دورونه را وروسته له منځه نه دی تللی او د خلکو په زړونو او خاطرو کښی لکه سرودونه او نور تاریخی عنعنات ساتل شوی دی. لومړنی هغه شخص چه دغه نوم ئی یاد کړی دی یونانی مؤرخ (اراتوس تنس Eratosthenes) دی چه د ق م دریمې پیړۍ په اول نیمائی کښی ئۍ ژوندون کاوه. د ده اصلی لیکنه په لاس کښی نشته بلکه استرابو د یونان جفرافيه ليکونکى او مؤرخ ( ۶٠ ق م – ۱۹ب م) د هغه د خولې نه د (آریانا) کلمه یاده کړې ده. سربیره پر استرابو، بطلیموس، پلینی، اپولودوروس ارتمیسAdoloporus oartemis د آریانا نوم ياد کړی دی.

د آریانا حدود : د اوستا د متن له مخی او د یونان اول اتين د مؤرخينو اوجغرافيه ليکونکو د لیکنو له شهادت نه معلومیږی چه آریانا مشخص او ټاکلی حدود او سرحدونه لرل او تر کوم ځای پوری چه معلومیږی دغه سرحدونه هم زیاتره طبیعی وو. د آریانا حدود د استرابو د لیکنو له مخې په دغه ډول وو:

د لمر خاته خوا سرحد اندوس سيند (سند) جنوبی حد لوی اوقیانوس (بحر هند) او شمالی خط ئی د پارو پامیزوس غراو یوه سلسله غرونه او کوهستانونه وو چه د هند د شمال نه د خزر تر دربنده پوری ئی اوږدوالی درلود د دې خاورې لمر پریواته خوا برخه په هغه خط سره ټاکل کېدله چه پارتيائې له مديانه او کرمان ئی له فارس او پاره تاکنه (Paraetakene) نه جدا کاوه. استرابو پخپلو نظریاتو کښی دا جمله هم زیاتوی چه آریانا د فارس، مدیا، بکتریا او سغدیان ځینی برخی هم رانیولی او په ځان کښی شاملې کړی وې ځکه چه د دغو ځایو خلکو او اوسېدونکو په يوه ژبه خبرې کولې  (اپولودوروس) هم د (استرابو) دغه وروستنۍ جمله تائید او تکراروی او وائی چه په آریانا کښی د فارس، مدیا او د باختر او سغدیان د شمالی منطقو ځينې برخی شاملې وی. دی په تیره بیا دغه نکته ښکاره کوی چه بکتریانا د آریانا مهمه برخه شمېرله کېدله، لکه چه په ډیره ادبی ژبه وائی چه (باختر د آریانا ملغلرې دی) نو په دې ځای کښی بیله دې چه د اروپائی لیکوالو د نظریاتو په تفصیل پیل وشی د هغو معلوماتو له مخې چه د یونان او لاتین د کلاسيکي ليکوالو څخه مونږ ته رسېدلی دی ویل کېدلی شی چه له هغی زمانی څخه چه دغو مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو زمونږ د مملکت سره تماس پیدا کړ یعنی درې څلور پيړۍ پخوا او یو دوه قرنه د مسیح د زمانې نه وروسته د آریانا سرحدونه د هغی د اوسېدونکو په نزد بیخی معلوم وو او ټاکلی حدود ئی درلودل په دغه ترتیب چه شرقی او جنوبی سرحدونه ئی طبیعی معلوم او معین وو لمر خاته خوائی له گلگت څخه د هند تر اوقیانوس پوری د اندوس سیند (سند) ټاکله او جنوبی خوائی لوی اوقیانوس یا د هند بحېرې محدوده کړې وه، او هر کله چه بکتریانا د آریانا مهمه برخه او د دې ښکلی مملکت مرغلره بلل شوې ده نونه یواځی دغه مهمه برخه د دې خاوری يو نه جدا کېدونکی جزء دی بلکه د دې خاوری ډېر ښه ولایت او مرکز گڼل کېده سغدیانا چه تل په پخوانيو او باستانی دورو کښی د باختر جزء او ضميمه بلل کېده د یونان او لاتین د کلاسیکی مؤرخينو د شهادت له مخې په آریانا کښی داخله وه انو شمالی سرحدئی (سر دریا) یا د سیحون سیند ؤ او څلورمه برخه یعنی لمر پریواته خوائی په هغه خط سره ټاکل کېده چه کرمان او پارتیائی په آریانا پوری تړل او مدیا او فارس ئی لمر پریواته خواته پرپښودل او په دغه ډول اوستا او د یونان د کلاسيک او معتبرو مؤرخينو د نظريو له مخې د آريانا حدود داسې وو چه بیان شول (په راتلونکی فصل کښی د اوستا د نقطې نظره څخه د آریانا د خاورې ولايات او قطعات بیان شوی دی.