بلخی پیشدادیان

د افغانستان پخوانی تاریخ دریم

د اوستا په پشتیانو کښی په تېره بیا په هغو پنځویشتو کښی چه پخوا مو نومونه یاد کړل لومړی ټولگی آریائی پادشاهان د (پارادا تا) په نامه یاد شوی دی چه معنی ئی (لومړی پادشاهان) د (لومړۍ زمانی حاکمان حکمداران) اود (عدل او تهذیب موسسین) ده (پارا داتا) له دغو دوو کلمو (پارا) او (داتا) نه جوړه شوې ده چه لومړی ئی (مخکښی - پیش) په معنی ده او دوهمه ئی د (داد) یا عیناً پخپله (داتا) او (دات) د کلمی په معنی ده چه (ت) ئی په (د) بدله شوې ده. نو د (پاراداتا) سلسله چه اوستا ياده کړې ده د نوم په لحاظ عین هماغه د (پیشدادی) سلاله ده چه زیاتره د (بلخی پیشدادیانو) په نامه مشهوره ده، او د پیشدادیانو د کلمی معنی عین هماغه د (پارا دا تا) معنی ده، لکه چه د دی باختری سلطنتی کورنۍ نومونه اشاره کوی د اوستا متن  او نوی منابع ټول په دې کښی متفق دی چه دوی د عدل او داد بانیان دی او په بخدی کښی د آریا د سلطنتی نظام لومړۍ تېږه د عدل او انصاف په اساس د دوی په لاس کېښودل شوې ده.


د دغه کتاب په دوهم فصل کښی د آریانا د ویدی تهذیب د بیانولو په وخت (۱۲۱مخ) کښی موو ویل چه د باختری کتلې د آریایانو د حکومت اساس او بنسټ په شاهی رژیم کېښودل شوی ؤ او دغه رویه د کورنۍ په کانون  د پلار د نظارت په اساس شروع شوې او د پاچا په ټاکلو او انتخابېدو پای ته ورسېدله. ویدی سرود لکه چه پخوا تر دی مو په يو دوو ځايو کښی هم اشاره کړې وه په ویدی زمانه کښی د ډېرو پادشاهانو نومونه یاد کړی دی مگر د هغوی ترمنځ پرله پسی والی او تسلسل نه لېدل کېږی او په دغه ترتیب نشی کېدلی چه مشخصه سلطنتی کورنۍ د هغی د پادشاهانو د سلطنت په ترتیب سره وټاکله شی. له تیکمرغه اوستا دغه نقیصه له منځه لیری کوی او د باختری آریائی کتلی سلطنتی کورنۍ له ډېرو پخوانيو زمانو څخه تر خپلې زمانی او عصر دوری په مرتب او پرله پسې ډول څرگندوی.


اوستا د پارا داتا یا د بلخی پیشدادیانو د کورنۍ له پادشاهانو څخه په.داسې ډول بحث کوی چه لهجه ئی مونږ ډېرو پخوانیو زمانو ته بیا ئی او داسې زمانه زمونږ په نظر کښی تصویروی چه دغو پادشاهانو د رب النوعی او پاچاهی جنبه درلوده او په بله ژبه نیم بشر او نیم رب النوع وو. دغى مسئلى ځينى خلک په اشتباه کښی اچولی او د بلخی پیشدادی کورنۍ او د نورو هغو کورنیو پادشاهان چه د هغی نه وروسته پیدا کېږی افسانه ئی گنلی دی حال دا چه افسانه ئی، نه وو بلکه واقعی په ټاکلی قوم او نښان او په معین شخصیت او سیاست ئی له بخدی نه په ټوله آریانا باندی سلطنت او پاچاهی کړې ده، او د زمانی قدامت او پخوانی والی چه حتی د اوستا دپاره هم زیاته ده دغه پادشاهان ئی د داستان او افسانی په شکل گرځولی دی.


په ویدی سرود کښی د پارا داتا د ځینو پادشاهانو د نومونو يادېدل مثلا (یاما) چه په اوستا کښی (یما) یاد شوی دی ښکاره کوی چه دغه پادشاهان د اوستا له زمانی څخه ډېر پخوانی وو. د وید او اوستا د دوو منبعو شهادت په دې باندی دلیل دی چه د پارا داتا ( پیشدادی) او کاوی (کیانی) د کورنۍ پادشاهانو په قبل التاريخ زمانه کښی پخوا له دې چه د باختری کتلی آریایان تيت ؤ پرک او سره جلا شی په ټولو باندی یو رنگه سلطنت کاوه. 


پخوا له دی په ويدی فصل کښی د ویدی زمانې د آریایانو د عقیدی له لاندی مو دغه مطلب ته هم اشاره وکړه چه د تیکونو احترام هم د ویدی زمانی د آریایانو د آئین او مذهب جز ؤ. اوس دغه موضوع په ډېر ښه شان


حل کېږی چه و لی د (پارا داتا) د کورنۍ پادشاهانو د اوستا په نظر کښی د نیم انسان او د نيم رب النوعې شکل پیدا کړی ؤ. او ولی د دغی کورنۍ د پادشاهانو د نسب سلاله ئی ارباب انواعو ته رسولې وه، او ولی د دغی کورنۍ د پادشاهاتو زېږېدنه ئی د خپلو پلرو په کورونو کښی د هوما د شيرې (عصارې) ايستلو ته منسوبه کړی ده.


يو بل مهم شی هم چه په دغه ځای کښی د ویلو وړ دی دا دی چه د (یاما) نه پخوا د پارا داتا د کورنۍ مؤسس د هوشيا نغا او د (تخمه اروپا) په نامه پادشاهان هم په اوستا کی یاد شوی د، او ځینو نورو مأخذونو د نظريو په اختلاف د هغوی نومونه یاد کړی دی، او ویدی سرود هغو ته کومه اشاره نه کوی، په دغه لحاظ ویلی شو چه که چیری دوی پادشاهان هم وو د کوچنیو پادشاهانو له جملې څخه وو چه د پارا داتا دقوى او مقتدر سلطنت له نظام نه پخوا ئی حکومت کړی دی، لکه چه په ویدی فصل کښی د ( اجتماعی ژوندون ) تر عنوان لاندى په (۱۱۰مخ) کښی له آریائی پادشاهانو له مو يو پاچا (گوپت شاه) د شپنو پاچا په نامه یاد کړ چه حتی د ځينو نظریو له مخې ئی په (آریانا و یجه) کښی پر آریایانو سلطنت او پاچاهی کوله، په دغه لحاظ مو له هغو مسئلو او اشخاصو څخه صرف نظر وکړ چه د دوی په باب کښی ځینی منابع چوپ پاتی شوی او ځینی هم د نظریو اختلاف لری او د پارا داتا یعنی د بلخی پیشدادیانو سلطنت په (بخدیم سریرام اردو در فشام) یعنی په (ښکولی او د لوړو بيرغونو لرونکی بلخ) کښی د هغه د لوی او حقيقى مؤسس ( یاما کشائتا ) یعنی د (یاما پاچا،  اعلی او ښکولی یاما) په نامه بیا نوو:


یما پاچا: د پارا داتا د کورنۍ د سلطنت مؤسس او بانی (یما) دی چه د ويد او اوستا د مندرجاتو له مخې آریائی لومړی پاچا بلل کېدلی شی. هوما د غرنى مشروب رب النوع وائی چه (یما) د (وی وانگا نا Vivanghana زوی دی، او هر کله چه دی هغه لومړی سړی دی چه د (هوما) د نبات شیره ئی ایستلې ده.  نو د دغه ښه کار په اثر د ده په کور  ښکولى (یما) وزیږېد او د قومو سردار شو او له هغو ټولو خلکو نه چه لمر ئى لېدلې دی ډېر مشهور شو او پاچاهۍ مقام ته ورسید:


د اوستا د ځينو بياناتو له مخې واضح معلومیږی چه (یما) پاچا د زردشت د پیدا کېدو د زمانې نه ډېر پخوا تیر شوی دی لکه چه د هغو پوښتنو په مقابل کښی چه زردشت ئی له (هرمزد) نه کوی چه لومړی دې د عقیدی او آئین او مذهب تلقین چا ته کړی دی؟ (هرمزد) وائی چه لومړی مې د (اعلی یما) سره خبرې اترې وکړی او هغه ته مې وویل چه ای یما د (ویوانگانا) ښکولی زویه ته زما د آئین او مذهب مبلغ او پرمخ بيوونکی شه، او په دغه ترتیب هر کله چه (یما) د مذهبی تبلیغ دپاره ځان چمتو او مستعدونه لېدنو د دغى وظيفې له منلو څخه ئی انکار وکړ او هرمزد هغه د يوې ټولنې خلکو حامی، ساتونکی، حاکم او پاچا وټاکه، او هغه ته ئی لارښودنه و کړه چه د رعیت په هوسائی او آرامۍ او د خاوری په ودانۍ او آبادولو کښی کوښښ وکړه. یما د پاچاهۍ عهده په ډېره خوشالۍ قبوله کړه او د دې خبرې ذمه وار او عهده دار شو چه د نفوسو په ډېرولو او د دوی د ملک او وطن په سمسورولو کښی کوښښ وکړی اوخلک زما له احتیاج څخه بیغمه او خلاص کړی او په ډېر ښه رویه د دوی حامی ساتونکی او پاچا وی. په دغه وخت کښی هرمزد د دغو تعهداتو په مقابل کښی هغه ته دوه آلی ورکړې چه یوه طلائی (امسا - عصا ) اوبله د اوسپنی غویی ؤ چه له سرو زرو نه جوړ شوې ؤ چه یوه د ده د سلطنت نښه وی او په بلې سره په کښت کرهڼه د ونو او نیالگیو په کېښودلو کښی خلک تشویق کړی او په نتیجه کښی هغه تعهدات چه کړی ئی دی عملی کړی.


یما پاچا چه د سلطنت په تخت کېناست په هغو وسائلو سره چه په لاس کښی ئی درلودل او په هغو لارښودنو سره چه ده ته شوی وې د کرهڼې، د نيالگیو د کېښودلو د ځمکو د اوبه کولو او د څارویو او حيواناتو د روزنو د لارې نه ئی خپل قلمرو سمسور او ودان کړ او د مخلوقاتو اقسام د انسان څخه نیولی تر بار وړونکو او د کرهڼی او روزنی وړ څارویو، مرغانو، سپیو او د داسی نورو پوری دومره زیات شول چه د انسانانو، رمو او د باروړونکو حیواناتو د استوگنی دپاره ځای پاتی نه شو.


په دغه وخت کښی هرمزد د مخلوقاتو د ډېروالى د موضوع له کبله يما ته اخطار ورکړ او لارښودنه ئی ورته وکړه چه پخپله امسا او د اوسپنی په غوائی سره د ځمکی سطحه پراخه کړه، یما پاچا خپله امسا په ځمکه کښی وټومبله او ځمکه يو په درې پراخه او ارته شوه نو هغه وخت انسانانو او د څارويو ا وحيواناتو رمو د خپل احتياج او غوښتنی سره سم پراخ ځايونه وموندل او هوسا او آرام شول. درې سوه کاله وروسته بيا خلک او حيوانات زيات شول او ځمکه ورباندی تنگه شوه، او یما پاچا په همدغه ترتیب درې ځله ځمکه


پراخه او ارته کړې او مخلوقات یی آرام او مستربح کړی دی.


 د یما پاچا د سلطنت دوره تر کوم ځای پوری چه د اوستا له کرښو څخه معلومیږی د عمومی امن او آرامۍ دوره وه چه که چېری پخپله د اوستا په ساده کلمو سره توصیف وکړو نو باید ووایو چه په دغه مسعوده دوره  کښی نه ډېره گرمی وه او نه ډېره یخنی نه عمرؤ او نه مرگ او نه خبيثه ارواحو حسد، کينه او بغض پیدا کولی شو، ټولو خلکو په ورورۍ  سره آرام او هوسا ژوندون کاوه یو د بله ئی دښمنی او ضرر رسول نه درلودل، او په کښت ؤکر او کرهڼه اوبو لگولو، د نيالگيو په کښينولو او دڅارويو او مرغانو په روزنه ځانونه خوشاله او مسعود کړی وو او خپلې ځمکی ئی آبادی او سمسوری کړې وې.


د یخنۍ د راتگ اخطار او د لازمو ترتیباتو نیول: نو وروسته تر دې چه د یما پاچا د سلطنت د وروستۍ مسعودې دورې نه زر کاله تېر شول هرمزد خپل پاچا ته خبر ورکړ چه ډېره سخته یخنی به راشی او د غرونو څو کی او جگ ځایونه به په ډېرو واورو پټ شی، او د دې دپاره چه ده ته څه ضررونه رسېږی نو هغه نه ئی لارښودنه وکړه چه د ځان دپاره یو محفوظ ځای جور کړی، یما پاچا د هرمزد د هدايت له مخې (وارا Vara) نومی ځای جوړ کړ چه هرې ضلعی ئې د آس د یو تاخت په اندازه اوږد والی درلود، دغه ځای ته ئی اوبه وروستلې او کوټې ئی پکښى ودانى کړې او د دغه ځای نه ئی گر چاپېره لوړه کلا تاوه کړه او یوه دروازه ئی ورته کېښودله، او په دغه وخت کښی ډېر ښکولی او خایسته سړی او ښځې چه لوړی لوړې ونې (قامت ها) او قوى بنيې ئی درلودې د یو شمېر جوړه جوړه حيواناتو او مرغانو سره چه د ټولو نه ډېر ښکولی او خائسته وو او د ښو قسمو ميوو او د نباتاتو د تخمونو سره (دنه=دا برخه ونه لوستل شوه) کلاته راغلې. دغه لويه محوطه سره د برجونو او کلا، دغه د امن او امان منطقه هماغه ( ښکولی بخدی ده چه لوړ بیرغونه ئی درلودل) او په (وندیداد) کښی ياده شوې ده او د یما پاچا مقر او د اصیلی آریائی اولادې د استو گنی ځای دی چه د آریائی آمریت او حکومت لومړنی بیرغ د دغه ځای په زړو کنگرو باندی درول شوی او رپیدلی دی. اوستا بیا په ساده کلماتو سره دننه په دغه کلا او محوطه کښی د یما پاچا ژوندون داسې تر سیموی چه په دغه ځای کښی هیڅ قسم بد خلقی بدویل، جنگ ؤ جگړه، مناقشه، ضرر، فریب، دنائت او هیڅ ډول بدنی نواقص لکه بد ترکيبه غاښونه، مفلوج اوشل ؤشوټ اندامونه او هیڅ یو بدرنگ شی او داسې نښه او علامه چه د (انگرومینو) یعنی د اهريمن له مداخلې نه پيدا شوی وی نه ليدل کيدل بلکه بالعکس ټول مسعود او خوشاله ژوندون ؤ، خلکو به ډېر ښه ژوندون کاوه او هره دقیقه ئی په خوشالۍ او خوښۍ تېرېدله، او د خوشالۍ له کبله به يو کال د یوې ورځی په شان تېرېده او پس له هرو څلوېښتو کلونو نه به دوه اولادونه له هرې انسانی جوړې نه زیږېدل چه یو به هلک او بله به نجلۍ وه.


د «ودا» شهادت: کوم شیان چه اوستائی د یما پاچا په باب کښی وائی (ودا) هم د هغو په عمومياتو کښی پوره ملگری او متفق دی، د باختر د آریائی کتلی لومړی پاچا چه په اوستا کښی ( یما Yima) یاد شوی دی په (ودا) کښی هم عینا په هماغه د (یاما  Yama) په نامه بلل شوی دی په اوستا کښی ورته (Yimakshaeta) (یما کشائتا) وائى او په (ودا) کښی ( یاما راجان) (Yamma rajan ) راغلی دی چه د دواړو (یما) یا (یاما) معنی پاچا کېږی. په اوستا  د ده د پلار نوم (وی وانگا نا) (Vivanghana) یاد شوی دی او په ( ودا) کښی (وی واسوات ) ( Vivosvat) راغلی دی. (ودا) او (اوستا) د روښان، نورغورځوونکی، او نورانی صفتونه ورکړی دی. په (ودا) کښی ( یاما راجان) د یوې ټولنی خلکو جمع کوونکی، هغه لومړنی پاچا او هغه اولنی مخلوق بلل شوی دی چه یوه ډله خلک ئى د بدبختۍ له توری څا او کندې څخه د نور او روښنائی په لاره برابر کړی دی، یو دین ئی میدان ته راوایست، یوه ټولنه او جامعه ئی تشکیله کړه او لومړنی طلائی عصر ئی منځ ته را ایستلی دی چه یاد به ئی حتی د مهاجرو آریایانو له زړونو څخه هم نه وی وتلی او هندی آریائیان له ما ورای اندوس څخه د (ايو تارا کوروس Uttarakurus) په قصه کښی فردوس یاما پاچا د شمال د مقدسو غرونه په هغی خوا کښی بولی، دغه مقدس غرونه له هندوکش نه عبارت دی.


اوس چه د ودا او اوستا د دواړو د متن موافقت وښودل شو د دغو دوو منبعو له مخصوصو اصطلاحاتو او ليکونو د سبک نه معلومه شوې ده موضوع د هغو په واقعی چوکات کښی گورو او مطالعه کوو ئی: په دی  کښی څه شک او شبهه نشته چه د اوستا لهجه او د وینا طرز زیاتره د مینی جنبه لری او یاما پاچا ئی کله په انسان شکل او کله په ډېره لوړه قوه ترسیم کړی دی او د ده آمریت ئی حتی په دیوانو باندی هم ویلی دی، او د ده د حکومت او هکمفرمائی د دورې امنیت ئی هغی درجې نه رسولی ؤ چه حتی د خلکو په زړونو کښی یو خبر ئی رنځ او خپگان هم نه ؤ. دغه د هغه وخت اصطلاحات دی چه او ستا پکښی ليکل شوې ده او د هغو په تفسیر او تعبیر سره ټول شیان خپل واقعی شکل پیدا کوی. یاما په اصل اساس کښی د باختری آریائی کیتلی لوی او قوی لومړی پاچا یا د پارا داتا یعنی د بلخی پیشدادیانو د سلالې مؤسس دی، ویدی سرود د ده د پلار نوم ( ویواسوات ) ښودلی دی، او ځینو د دغی کلمی ترجمه د (طالع په لمر) کړې ده، او اوستا (ویوانگا نا) یاد کړی دی. د ده کوچنۍ او کشره لور( یامی) او مشره لورئی (آریا) نومېدله.


 له (وارا ) یا د هغی ماڼۍ مقصد چه په دغه نوم ئی جوړه کړه هماغه کلا یا (شاهی ارگ) دی چه لومړی ځل د آریائی سلطنت بیرغ ورباندی ودرول شو، او په هغو ودانیو او آیا د یو سره چه د هغه په شاؤخوا کښی  وشوې بخدى ښکولی ښار د آریانا لومړنی پخوانی پای بخت پیداشو. اوله هغه نه راښکته به ترجلا عنوان لاندى بحث وکړو.


یاما پاچا مجرد هغه وخت چه سلطنت نه ورسید نو د بلخ او د باختر د نورو برخو خواته ئی د وبالو او نهرو په ایستلو پيل وکړ او خلکو ته ئی په کښت وکر، کرهڼه او د نيالگيو په کښینولو تشويق ورکړ، د سالمو او ښکولو نارینه وو او ښخو د انتخابولو او د يوې یوې جوړی حیواناتو او مرغانو د ټاکلو موضوع دې ته اشاره کوی چه پاچا د آريا د نجيب عرق صافوالی او د شکل خائسته والى او ښکوليتوب او د بدن صحت او سلامتۍ ته ډیر اهمیت ورکاوه، او حتى غوښتل ئی چه د خپل مملکت د حيواناتو او مرغانو نسل ښه کړی. په دغه ترتیب ټاکل شوی وو چه د قوم ډیر سالم او روغ افراد د مملکت په مرکز (بخدی) کښی پخپله شاؤخوا کښی راټول کړی اوځای ورکړی چه ټول رعیت پوه شی چه د بدن صحت او سلامتى او نظافت او پاکیزه گی پخپله پاچا او د هغه مقر ته د نژدیکت عامل دی، په هغه زمانه کښی چه قوی او غښتلو پهلوانانو په جنگونو او په نتیجه کښی د مملکت او دولت په سرنوشت  مهم رول لوباوه. يو طبيعی شی دی چه پاچا باید د خپل رعیت د افراد و د بدن صحت او سلامتۍ او جسمانی قوت ته اهمیت ورکړی. همدغه د باختری پاراداتا د کورنۍ د مؤسس روزنه وه چه په آریانا کښی د باختری کتلې د آریایانو عرق ئی صاف او قوی وساته او د همدغه مملکت د پهلوانانو کارنامو د آریا د قوم حماسی روح د تاریخ په ټولو دورو کښی تشکیل کړ، په دیوانو باندی د یاما پاچا تسلط کوم خیالی او گمانی شی ندی. په اوستائی زمانه کښی په عمومی ډول په هغو کسانو باندی د د یو اطلاق کیده چه د اوستائی مذهب، آئين او تهذيب پیروان نه وو. او هر کله چه دغه ډول خلک خبيث او شریر موجودات بلل کيدل نو يو ناوړه او بد مفهوم ئی هم پیدا کړ، او هر کله چه دیوان د باختری حکومت له ويرې د لری لری ځايو گڼو ځنگلونو ته تښتيدلی وو. تصوراتو او گمانونو له هغوی څخه عجیب الخلقه مخلوقات هم جوړ کړل. په اوستائی زمانه کښی او له هغې نه پخوا دغو دیوانو ټاکلی کانون او مرکز درلود لکه مازندران او طبرستان، او اوستا دوی د (مازانا د دیوانو) په نامه چه هماغه مازندران دی، یاد کړی دی، د باختری کاوی او د پارا داتا پادشاهان تل د هغوی سره په جگړه کښی وو، ياما پاچا په دوی او د دوی په ځمکو باندی تسلط درلود او (تر تو نا=دا برخه ونه لوستل شول) (فريدون) او کاوه بوسا ( کی کاوس) چه پخپل ځای کښی به ئی و گورو د سختو جنگونو نه وروسته په هغو باندی غالب شول او د هغوی خاوره ئی د آریانا د متصرفاتو جزو گرځوله او د خپلې خوا څخه ئی په هغوی باندی حاکمان او حکمرانان مقرر کړل.


د یاما د سلطنت دوره د مملکت آرامۍ او امن دوره وه، او دغه عمومی امنیت د آریانا په ټولو لیری او نژدی ځایو کی یو رنگه موجود ؤ د ناروغيو او ناجوړیو نشتوالی په عمومی خوښۍ او سعادت باندی دلالت کوی لکه چه د همدغی آرامۍ، راحت او تیکمرغۍ له کبله وو چه د ده د سلطنت زمانه د اوستا له متن څخه د فردوس په شکل څرگنده او معلومه شوې ده او اوستا تیکوکارانو ته د قبر نه په هغې خوا ژوندون کښی هم د یما پاچا د امن او هوسائی په مملکت وعده ورکړې ده پیمانه یواځی زمونږ د مملکت لومړی پاچا دی بلکه زمونږ د اجتماعی ژوندون د نظام د زیاترو ترتيبانو نسبت ده نه کیږی. دی هغه لومړنی سړی دی چه باختری آریایانو ته ئی د کرهڼې او کسب و کار اصول ور زده کړی دی او د روحانیونو طبقه ئی تشکیله کړه، او د وسلو استعمال ئی ميدان نه راوايست او پخپل وطن او قلمرو کښی ئی د او بدلو فن خپور او رواج کړ او نظامی طبقی ئی په کار و اچولی او خلکو ته ئی د ودانیو، آبادیو او د معمارۍ اصول تلقین او ور زده کړی دی، د فلزاتو، اتو، قیمتی ډبرو، عطرو، او د طبیعی ادویه وو استعمال د ده په روښانه زمانه کښی معمول او مروج شوی دی. او د کال د اولې ورځی جشن چه په ټولو جشنونو کښی یو طبیعی جشن دی د ده د دوری قیمتی یادگار دی. د دغو څو لنډو کرښو څخه واضحه معلومیږی چه د آریانا د منور او مقتدر پاچا د زمامدارۍ په سیوری کښی د باختر د آریائی کتلې ژوندون په هر لحاظ او د هرې لاری څخه ابتدائی تحولات تیر او طی کړی او د ترقۍ لورو مرتبو ته رسیدلی ؤ، او په همدغه اساس ځينی  نظریې موجودی دی چه دهغو له مخی د یاما د سلطنت دوره د آریانا د تاریخ طلائی دوره بلل کیږی.


ياما - یما - جم – جمشید: ویدی سرودونو – د اوستا یشتيانو – شاهنامو او نورو نوو ادبی او تاريخی مأخذونو ټولو بلا استثنا د پاراداتا یا د بلخی پیشدادیانو د سلطنت موئسس یاد کړی دی. و يدی سرود هغه (ياما) (یاماراجان) (لوى یاما پاچا) بللی دی. 


اوستا هغه (یما) (یما خشائته) (ښکولى یما) (روښانه يما) او (ښه شپون) یاد کړی دی. او شاهنامو او د اسلامی دورو منابعو له ياما او يما څخه (جم) جوړ کړی دی او (شید) ئی چه د روښان په معنی دی او د یاما د صفتو له جملی څخه دی د ده د نوم سره یو ځای کړی او د اسم او صفت څخه ئی یو نوم (جمشید) جوړ کړی دی. څرنگه چه د آریانا د لومړنی لوی پاچا نوم د ملی تاریخ په بيلو بيلو دورو کښی د څو زرو کلونو نه را ایسته تر نن ورځی پوری سره تطبیق کیږی هغه پیښی او کار نامی هم چه دغو منابعو دغه پاچا ته ئی نسبت کړی دی پخپلو اساسی خطوطو کښی سره تطبیق مومی او معلومیږی چه هر یو پخپله موقع کښی له پخوانی مأخذ نه استفاده کړې ده او په دغه ډول د مسائلو روح تغير کړی ندی او طبیعی جزئیات په هره دوره کښی ورباندی اضافه او زیات شوی دی، د آریانا د لومړی پاچا د بیلو بیلو نومونو له مقا ئسى نه مقصد دا دی چه د هغه په شخصیت کښی اشتباه پیدا نشی او په دې پوه شی چه په ویدی سرودونو کښی یاد شوی لومړی آریائی پاچا د اوستائی پارا داتا د کورنۍ  سر سلسله، او د بلخی پیشدادی کورنۍ د پادشاهانو سر حلقه یاما، یما، جم او جمشید دی، او دغه څلور نومونه د یو پاچا نومونه دی چه په بيلو بيلو منابعو کښی یاد شوی دی. 


ياما او جام سوما یا جام جم: یاما د آریانا د پیشدادی سلطنت موسس د څو مشهورو او معروفو شیانو خاوند ؤ چه د ده د سلطنت، حکومت او قوت نښه شمېرل کیدله. لومړی د سلطنت امسا (اعصا) دوهم د سلطنت غمی (نگین) دریم د اوسپنی غریبی، څلورم توره اوپنڅم جام. په امسا سره ئی (وارا) د ماڼی جوړولو او د بخدی ښار دودانولو دپاره ځمکه و ټاکله او د ده د حکومت او آمریت نښه او علامه وه. غمی د مملکت په اطرافو د ده د حکم د جربان علامه او نښه وه، د اوسپنی غویې د کرهڼی او سمسوری او کښت وکر آله شمېرل کیدله او په دغه سیاست سره د ده مملکت د جنت پشان و گرځید نوری د آریانا د پاچا او د قوی او فاتحو پهلوانانو د جنگی قوی نمایندگی کوله، او جام د دغه ستر پاچا د عیش ؤ عشرت نښه وه.


که څه هم شعراوو تر یوی اندازی پوری دغه ټول شیان یاد کړیدی مگر (جام جم ) په ډول ډول لارو او په ښکولو ښکولو شکلونو زمونږ په ادبیاتو کښی داخل شوی دی. دری ادبیاتو د هغو لومړيو شعراوو د قريحې په پیروۍ چه د بلخی سامانیانو په دربار کښی روزل شوی وو، (جام) او (جم) د څکلو لوښی (ظرف مشروب) او د پاچا نوم هیر کړی ندی او یوې سلسلی شعراوو تر نن ورځی پوری دغه پخوانۍ خاطره نوی او تازه ساتلی او پخپلو منظومو او اشعارو کښی ئی ستائلې ده. د هغو بياناتو له مخې چه ومو کړل (جم) له ( یاما) د بلخی پیشدادی مقتدر پاچا نه عبارت دی او د ده جام بی د سوماله مشروب جام نه بل شی کیدلی نشی. سوما او د هغی د جوړښت او ترکیب صورت د ټولو لازمو تشریحاتو سره به دو هم فصل کښی بیان شو او دغه هم وویل شول چه پخوا لدې نه د سوما څکل په آریانا کښی مروج او معمول وو چه باختری آریائی کتله یو د بل څخه جلا شی. او په ویدی او اوستائی زمانه کښی په زیاته اندازه څکل کیدله. سوما او هوما د روحانیونو، شعراوو په نزد، د کورنۍ په کانون، د عبادت په مجلس، د ارباب انواعو په ټولنه، د خیال او افسانی په عالم کښی په ټولو ځایو کښی مشهور وو او د یاما پاچا په دربار کښی د شپیلۍ د غږ په زړه پوری فضا کښی د هغو څکل ډیر مروج او معمول وو، نو دغه د (جم جام) چه باختری شعراوو په آریانا کښی د دری ژبی د اعتلا او ترقۍ په اولو وختو کښی ویلی او یادگار ئی تر نن ورځی پوری د شعراوو په تخیلاتو کښی موجود  دی بی د یاما پاچا یا جمشید د سوما له جام نه بل شی ندی. 


 د(وارا) ماڼۍ او د (بخدی) ښار:


د آریانا لومړی پایتخت: د اوستا په شهادت هغه وخت چه یاما پاچا سلطنت ته ورسېد د (اهورا مزدا) د امر له کبله ئی د یوی (پناگاه) په جوړولو شروع وکړه چه (وارا) نومېده. د (وارا) نه مقصد لکه چه د مخه موهـ ورته اشاره وکړه پاچاهی کلا یا ( پاچائی ارگ ) دی چه د پارا داتا د کورنۍ مؤسس (یاما) یا د بلخی پیشدادیانو د سلطنتی کورنۍ د سلسلی مشر (جمشید) د هغه د بنسټ تیږه په خپل لاس کېښودله.


دوهم فرگاد (وند یداد) تر یوې اندازی پوری د (وارا) د ماڼۍ له جزئياتو څخه بحث کوی او د هغه له مخې تر پوره اندازی پوری د ماڼۍ او د هغی د شاؤخوا احاطی په باب کښی نظریه قائمیدلی شی او هر کله چه همدغه احاطه ده چه کرار کرار لويه شوې او د بخدى ښار ورځنی جوړ شوی دی، په هر اندازه معلومات چه د (وارا) د ماڼۍ په باب کښی په لاس راشی ډیر اهمیت لری د وندیداد د دوهم فرگاد د مطلبو روح له (۳۱) فقرى نه تر ۴٢ فقری پوری په دغه ډول دی :


«اهورا مزدا» یما ته وویلای د «ویوانگت» زویه!


په پونده (پاشنه) ځمکه ووهه اود کولال په شان خټه په لاسونو سره لمده  او آواره کړه یما د (اهورا مزدا) د لارښودنی سره سم ځمکه په پوندی سره ووهله او لکه چه اوس ئی کولالان کوی خټه ئی په لاسونو کښی لمده او آواره کړه او یوه داسی (وارا) ئی جوړه کړه چه هر بازو او ضلعی ئی د آس د یو ځل ځغاستی په اندازه اوږدوالی درلود په دغه ځای کښی ئی د اوبو ویاله وايستله او په غارو کښی ئی چمنونه او سمسور ځایونه او شنی جلگی جوړی کړی چه تل به شنی او تازه وې او واښه به ئی نه تمامېدل. په دغه ځای کښی ئی کورونه او ودانۍ جوړې کړې او د دغه ځای له ودانیو څخه یوی ودانۍ برنډه او داخلی او خارجی کوټی او اطاقونه درلودل او د میدان په پاسنی برخه کښی ئی لس خیابانونه، او په منځنی برخه کښی ئی شپږ خیابانونه، او په کوزنۍ برخه کښی ئی درې خیابانونه، جوړ کړل د پاسنۍ برخی په خیابانو کښی ئی زر وتنو نارینه او ښځو ته ځای ورکړ، او د منځنۍ برخی په خیابانو کښی ئی شپږو سوو تنو ته او د کوزنۍ برخی په خیابانو کښی ئی دری سوو تنو ته وروسته بیائ ی پخپل طلائی لور (داس) سره یوه دروازه او یوه کړکۍ وايستله چه روښنائی پکښی پیدا شی، او داسی ښځی او سړی ئی دغه ځای ته راوستل چه د قد و قامت په لحاظ لوړ او په ښکوليتوب او خائستوالی کښی بی مثاله وو دغه رنگه ډیر ښه جنس مرغانو، حیواناتو، نباتاتو او داسی میوو ته ئی چه په ښکولیتوب خا يستوالى خوند او لذت او په خوشبو یې کښی ئی په نړۍ کښی مثال نه درلود (وارا) په ماڼۍ او د هغی په شاوخوا احاطه کښی ځای ورکړ. او د مرغانو دپاره ئی د سیند د مجری او د هغه د چمنونو په اوږدو کښی ځای وټاکه، په ماڼی او د هغی په احاطه کښی ټولو په پوره صحت او سلامتی او په ډره خوشالۍ ژوندون کاوه د دغی ماڼۍ په اوسېدونکو کښی ناروغ، عیبجن، ضعيف او کم طاقته، گمراه، شيطان، ټگ (متقلب) کينه ناک، دروغجن نه ليدل کېده چا پکښی بدشکله او بد ترکیبه غاښونه، نه درلودل. په جذام سره څوک اخته نه وو چه د نورو څخه جلا کړی شی لنډه دا چه په دغه ځای کښی د (انگرو مینو) (اهريمن) له اغوا او خبائنو څخه هېڅ يو اثر نه ؤ، ټولو به په ډېره خوشحالۍ ښه او مسعود ژوندون کاوه.


د اوستا دغه څو کرښی متن سربیره په دې چه د ماڼۍ د مرکزی ودانۍ او د هغی د داخلی او خارجی کوټو او اطاقو او برنډو په باب کښی دقیق معلومات ورکوی او د معنی ملحقه ودانیو ته اشاره کوی د احاطی له میدان اوله پاسنۍ کوزنۍ او منځنۍ درې گوټو تقسيماتو، او بیا د هری برخی د خیابانو له شمیر او د هغو کورنيو له شمېر څخه چه په هره برخه او خیابان کښی ئی ځای نيولی ؤ له ټولو نه واضح او په جزئياتو بحث کوى لکه چه یو مهندس د پاچا ئی ماڼۍ او د ملحقه ودانیو او د هغی د مربوط ښار د خیابانو پلان او نقشه جوړه کړی. د اوستا له بیاناتو نه واضحه معلومیږی چه یاما پاچا د دغی ماڼۍ بنا او بنسټ پخپل لاس کېښود. 


دغه ماڼۍ د لومړنی لوی آریائی پاچا د (پارا داتا) یا د بلخی پیشدادیانو د کورنۍ د مؤسس د استوگنی ځای ؤ دغی ماڼۍ پراخه مربعه احاطه درلوده او په هره برخه کښی ئی د یو شمیر ټاکلو خیابانو په اوږدو کښی د یاما پاچا د انتخاب او دستور له مخې د آريانا نجباوو د استوگنی ځای غوره کړی ؤ چه د اندام د تناسب او د څیری د ښکليتوب او د طبیعی قواؤ او معنوی او اخلاقی فضائلو له حيثه په ټولو کښی وتلی وو او د دنیا په خلکو کښی ډیر خائسته او ښگولی سړی او ښځی گڼل شوی وو. او د دوی د آبادیو او ودانیو له کبله د ماڼۍ د شاؤخوا ودانيو لمن ډیره پراخه شوه، لکه چه یو آس به په یوځل ځغاسته کښی یواځى په يوه خوا د آبادیو اوږدوالی هم طی کولی نشو. د مخه مو وویل چه یاما پاچا د (وارا) د مانۍ خواته ویاله ایستلی او او به ئی وروستلې وی. د بلخ د ښار خواته د اوبو د وروستلو موضوع له هغو موضوعاتو څخه یوه موضوع ده چه زمونږ د مملکت په ملی نکلونو او داستانو کښی قصی لری او له هغی جملی څخه يوه د (۱۸ ويالو اونهرو= دا برخه ونه لوستل شول) د ايستلو قصه ده چه له هغی نه ښه خبریاست. د دغی ویالی او نهریه شاؤخوا کښی پراخ چمنونه او ورشو گانی جوړی شوی وی چه پخپله د اوستا په شهادت وښوئی تمامښت نه درلود او دغه هغه موضوع ده چه د باختر د برخو ورشوگانو ته اشاره کوی. ډیری ښی خوږی او خوندوری میوې او خوشبويه واښه او گیاگانی او ښکولی مرغان د دې ماڼۍ او د دغه ښار خائسته باغونو، او له میوو ډکو ونو او ډول ډول گلانو او نباتاتو ته اشاره کوی نو د اوستا د دغو ټولو صريحو او واضحو بیاناتو له مخ ویلی شو چه د (وارا) د مانۍ په شاؤخوا کښی له دغو ټولو آبادیو، باغونو او چمنونو څخه د (بخدی) ښکولی لوی او معمور ښار پیدا شو لکه چه پخپله اوستا دغه ښار د ( بخدیم سریرام) یعنی د (ښکولی بلخ) په نوم او صفت یاد کړی دی، او پهلوی (فارسی) ادبیاتو هغه ( بخل باميک) یعنی (روښانه بلخ) بللی دی، مسعودی ورته (بلخ الحسنا) ويلى دى، او دقيقى د بلخ لوى شاعر عين همدغه مطلبونه د (بلخ گزین) په صورت ادا کړی دی.


د (وارا) کلمې چه اوستا یاده کړی ده هیڅکله له بخدی او بلخ نه جدائی نه درلوده او نه ئی لری، او د تاریخ په ټولو دورو دغه دوه کلمی سره پیوسته وی اودی. (وارا) په اصل کښی د ( پناځای) په معنی وه او په تدریج سره او کرار کرار د کور، ماڼۍ او معبد په باب  هم استعمال شوی ده او احتمال لری چه نوری وا راگانی د ماڼۍ یا آتشکدی په معنی د بلخ په ښار کښی د بلخی زرتشتر سپنتمان د پیدا کیدو او د ویشتاسپه د سلطنت نه وروسته بنا او جوړی شوی وی. په هر حال هغه وخت چه بودائی دیانت په آریانا کښی خپور شو او د موریایانو د زمانی په پیښو پوری مربوطه شرحه ئی په دغه کتاب کښی شوی ده او د اوستائی دیانت ځای بودیزم ونیو یو معبد دا (ویهارا) په نامه ډیر مشهور شو، (ویهارا) يوه سانسکریتی کلمه ده او په دغه زمانه  او لدې نه پخوائی د خانقا او بودائی معبد مفهوم ورکاوه اولکه چه د زائر چین هیوان تسنگ له یاد داشتونه معلومیږی چه په بلخ کښی څه ناڅه دوه (ویهارا) ډير مشهور وو چه یوئی یواځی د (ویهارا) په نامه بلل کیده او بل ئی نوی ویهارا چه هغه ته به ئی (ناواویهارا) ویل، او زائیر چین د هغه بنا یو پخوانی پاچا یا د مملکت لومړی پاچا ته منسوبوی او د زایر چین په اصطلاح هغه ته ( نا پوسنگ کیالان) او د مملکت د بودائی پیروانو په عرف کښی (نا واسنگا رامه) هم ویل کیدل چه دغه ټول د (نوی معبد) به معنی دی.


په هر حال په دغه ځای کښی زما مقصد (د ناواویها) زا د بلخ د نوی بودائی معبد تعریف ندی بلکه غواړو چه څرگنده کړو چه دوارا کلمه چه اوستا یاده کړی ده او د بنست تیږه ئی یا مایا د پیشدادی لوي جمشيد الیښې وه او د بخدی ښار مرکزی هسته شمیرل کیدله د اوستائی زمانی نه وروسته له منځه لا نه ړه او د هیوان تسنگ له خوا د پخوانی او نوی ویهارا يادونه الزاموی چه پخوانی ويهارا هم په بلخ کښی آباده او ودانه وه.


د اسلامی دورې شعرا وو اومؤرخينو له (ويهارا) نه (بهار) او له (ناواویهارا) نه ( نو بهار) جوړ کړی دی، او تر اوسه پوری د بلخ د نیمې ورانی او خرابی کلا او حصار د جنوبی خوا یوه دروازه د (نوبهار) دروازې په نامه مشهوره ده. نو په ښه شان سره لیدلی شو چه هماغه (وارا) د جمشید معموره ماڼۍ د بخدی ښار د آبادیو او ودانیو مرکر زمونږ د ملی تاریخ په دورو کښی هېر شوی ندی او د بودائی زمانی (ویهارا) او (ناوا ویهارا) او د اسلامی دورو (نو بهار) دهغه د پخوانی نوم خاطره د جلا مفهوم سره تر نن ورځی پوری ساتلې ده.


* * *


لکه چه پخوامو هم اشاره وکړه په دې کښى شک او شبهه نشته چه هغه ناوا ویهارا چه زائر چین هیوان تسنگ یاد کړی دی بودائی معبد ؤ او پخپل ځای کښی به دغه موضوع مفصله بیان کړو. په دی کښی هم څه نه وایو چه اسلامی مؤرخین لکه مسعودی اوابن فقیه همدانی، یاقوت رومی، عمر بن الارزق کرمانی، ذکریای قزوینی، او داسی نور هم له بت او بتخانی نه بحث کوی مگر غوارو چه دغه مطلب دلته بیان کړو څرنگه چه د (وارا) کلمه په لږ لفظی او معنوی تحریف سره د تاریخ په ټولو دورو کښی له منځه تللی نه ده، د سلطنتی پخوانی ماڼۍ او بیرغونو او د ښکوليتوب خاطرات خاص بیا دومره لور او لوی بیرغونه چه مسعودی ئی بیان کوی او بودائی معبدونه هغه نلری خامخا د بخدی لوړو بیرغونو او د پخوانۍ سلطنتی ماڼۍ شوکت او دبدبه یادوی چه اوستا ورته واضحه او ښکاره اشاره کړې ده.


* * *


ښکولی بلخ، روښان بلخ، بلخ الحسنا، بلخ گزین، چه د نجیب قوم د مدنیت او تهذيب، آئین، ژبی او ادبیاتو کانون ؤ او د آریا ټول افتخارات له دغه ځای نه پیدا شوی وو سیاسی او اداری مرکز او د حکومت او مملکت دارۍ  کانون هم و گرځید، (آریانم هورینو) یا  (آریائی فرشاهی) هم له دغه ځای څخه میدان ته راووت، او لومړی ځل لوی یاما، پیشدادی جمشید د خپل سلطنت او پادشاهی او د خپل نجیب قوم د سیادت بیرغ د         (وا را) د ماڼۍ د پاسه په کټارو ( کنگره ها) باندی ودراوه او ( بخديم سرير ام) (اردوو در فشام) شو د(اردوو در فشام) صفت یعنی د (لوړو بیرغونو لرونکی) اوستا په ټولو آریا نشینو ځمکو کښی (بخدی) ته ورکړ، او دغه ښکاره شهادت دی چه د بخدی مرکزیت ثابتوی او څرگندوی چه ښکولی بخدی لور بیرغونه لرل او د آریانا د لومړیو پادشاهانو پای تخت ؤ.