32

عبد القادر خان خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د خوشحال خان بل زوی عبدالقادر خان چي د (۱۱۰۰هـ) کال په شاوخواکي ژوندی و او د پښتو له ښو قصیده سرایانو څخه و، دی د خوشحال خان د مکتب پیاوړی شاګرد دئ، او د شعر په ښېګڼو او ادبي مزاياوو کي پس له پلاره دی استاد ګڼل كيږي.

 د ده وروڼه هم د پښتو مقتدر شاعران دي خو پخپله اشرف خان هجري هم عبدالقادر پس له پلاره په لومړي پوړ شاګردانو کي ګڼي او وايي :


اوس يې وايه حقيقت د شا ګردانو

چي هر یو له دې هنره بهره ور دئ

قادر خان که بحر بولم دروغ نه دي

چي يې فکر د اصلي دُرو مصدر دئ

د عبدالقادر خان له قصيدو څخه اوس موږ فقط نه قصيدې د ده په چاپي دېوان کي مومو، چي ما په (۱۳۱۸ ش) کال له کندهاره چاپ او خپور کړى دئ.

په دغو قصيدو كي ثنا، عرفان، حکمت، موعظت، رثاه، شکوه، انتقاد او منظرنګاري ټوله سته، او ځيني قصايد يې ښکلي تشبيبونه هم لري. 

عبدالقادر خان د وینا په رواني او خوږتابه کي خپل پلار ته ورته دئ او په لفظ او معنى كي هغسي پياوړتوب لري او غزل يې ډېره مستانه ده، مګر په قصيده کي يې روحاني رنګ غالب دئ او هغه مطالب وايي چي سنايي پس خپلي فکري اوښتني پخپلو عرفاني قصيدو كي ويلي وه.

 ښايي دا به د هغه څه اثر وي، چي عبدالقادر د خپل سیاسي کړاو او بېلتانه په وخت کي د نقشبندي طريقې د يوه مشهور عارف شيخ سعدي لاهوري لاسنيوی کړی و او دغه طریقت به د ده فکر خاص هغو معناوو ته ګرځولی وي چي د يوه مطيع مرید سره ښايي.

د عبدالقادر خان په غزلو کي شور او مستي او د تغزل ښکلی آهنگ او د شاعريت مظاهر ډېر سته خو په قصيده کې دغه مزايا لږ دي، که څه هم پر الفاظو بشپړ سلطه لري خو د فني تخليقاتو اندازه يې په قصيده کي لږ ده او په واعظانه ډول خپل مطلب سِده ادا کوي. مثلاً د جهاندارۍ او سیاست د ښېګڼو په تلقين کي د ده له قصیدو څخه دغسي بيتونه راوزي :


چي د ظلم اور يې بل کړ په عالم کي

 پخپل ځان باندي ستم کا نه پوهيږي

چي پر تله تر پلي لا د سپاره سخت دي

لايزال دئ سلطنت د ګدايانو


ظالمان به ځان سوخته په دغه نارکا

 چي ستم پر بېوزلانو ستمکار کا

بډايي پر پلي ولي شهسوار کا 

د زوال وېره يې نشته نه يې ډارکا


د پښتو شاعرانو په وينا د مېړه او مېړنتوب د صفاتو په څرګندونه کي ښه ذخیره سته او دا د پښتو د اخلاقي شاعرۍ يوه غوره برخه ده. خو هر شاعر د خپل فکري استعداد سره د دغو صفاتو څرګندونه او څېړنه کړې ده او خپل نظر یې د مېړه د لازمي صفاتو په شرح کي ښکاره کړى دئ، چي موږ له دغه ډول اشعارو څخه د هغه شاعر فكري سويه او د ده د تخيل مجاري معلومولای سو، مثلاً خوشحال خان د مرد په ستاينه کي د ده له پاره دغه صفات ضروري ګڼي :

مرد هغه چي همتناك بركتناك

مخ يې مخ قول يې قول عهد یی عهد

چي خبره د پستۍ د بلندۍ شي

په تمكين كي لکه سبر په پستۍ کي

لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کي


دعالمه سره خوږ په زيست و ژواك 

نه دروغ، نه یې فرېب، نه تش تپاك 

په لويي لکه آسمان په پستي خاك

په هر لور يې څانګي ږنګري له تاك

همېشه د ښو بلبلو پر بلغاك


د خوشحال خان د تصور او تخیل نیلی د مېړنتابه په څرګندونه او توضيح کي تل د پښتونوالي او مادي نړۍ پر ډګر ځغلي، له ژوندانه سره اړه لري او د ژوندانه خبري کوي.

مګر د ده د زوی د تخیل چاپېريال بېل دئ، عبدالقادر په تصوير کي د ملائیت ځيني نخښي ښکاري او داسي څرګندېږي چي د مدرسې او خانقاه ماحول د ده په قصيده کي اوڅار اثرونه پرې ايښي دي او هغه څه چي خوشحال خان د مېړنتابه په لوازمو کي نه ګڼل، د ده زوی هغه هم پکښې داخل کړي دي، او دا هم د عصر د هغي خاصي ديني روحيې اغېزه ده، چي د شرق اکثر اخلاقي شعر همدغه رنګ لري، حتی چي حضرت سنايي شاعر ته هم د دغي لاري تلقين کوي، او وايي:

 تو ای مرد سخ ن پیشه! که بهر دام مشتی دون

زدین حق بما ندستی، به نیروی سخندانی

 چه سستی دیدی از سنت، که رفتنی سوی بیدینان 

چه تقصیر آمد از قرآن!که گشتی گرد لامانی

عبدالقادر خان د مېړه په ستاينه کي دغسي مادي او ديني صفات سره ګډوي، د ده يوه قصيده داسي شروع کيږي :

مرد هغه چي په بخشش لکه دریاب وي

لکه مځکه هسي پست په تواضع وي

په ثبات کي تر غره لا ثابت قدم وي

 تل یې وچولی د میاشتي غوندي ويل وي

 قناعت لکه همای په استخوان کا

چي د ظلم لمبې بلي په عالم شي


په ښه بد باندي مشفق لكه آفتاب وي

د واړه عالم مرجع وي هم ماب وي

 صفات او په نرمي کي لکه آب وي

دوست دښمن  يې له ديداره کامياب وي

نه ظالم نه حرصناك لكه عقاب وي

پرې بريان د ده خاطر لکه کباب وي


تر دې وروسته زموږ د شاعر په تصور کي د خانقاهي تلقيناتو اثر داسي ښکاري:

په نعمت کي شکر کا په محنت صبر

په قضا د حق راضي خرم خورسند وي

 يو زمان يې زړه خالي نه وي له يادو 

اوامر لکه سنت ادا کوينه

که اشیا ورته ښكاره كماهي شي

 عام عالم ته ناست ښکارېږي په رفتارکي

لا تاثیره یې بد ښه لکه سره زر شي

 څو چي ګرزي د دنیا په خرابات کي

 د ډك سيند غوندي آواز نکا بهيږي

 د دانا سوال ځواب په ادب وركا 

د ښو بوی يې په همه د يار پرېشان وي

 په ظاهر جامه له خلقه سره خلق


زړه یی ټینګ په مسبب نه په اسباب وي

 ورته يو جنت دوږخ ثواب عقاب وي

که  په ناستي که په تللو که په خواب وي

پټ څرګند له نواهي په اجتناب وي

مناجات يې زدني علماً يا وهاب وي 

د وصال تر شپې لا تله د ده شتاب وي

 په لمبو د عشق سوخته لکه سيماب وي

 په باطن کي آبادان ظاهر خراب وي

نه پر شوره، پر غوغا لکه سېلاب وي

و احمق ته يې په پټه خوله ځواب وي

 درست وجود يې په معنا د مشك ناب وي

 په باطن کي تابعين وي يا اصحاب وي


هغه مرد ولي ګڼه عبدالقادره

چي عمل يې په سنت او په کتاب وي


وګورئ د فکري تحول آثار چي له پلاره تر زويه پوري يې څوني فرق کړى دئ، د خوشحال ايډيل مېړه يو عالي همت او پر خپل بول ولاړ، رښتين او دروند او د ورين تندي خاوند پښتون دئ، وسله پسول او تکیه ګاه يې فقط خپل همت او خپل مړوند دئ. مګر عبدالقادر خان مېړه يو شاعر او صبور او له خدایه وېرېدونکی ذاکر او پر کتاب او سنت ټینګ او خاموش غوندي خانقاهي زاهد دئ، چي تلقین يې هم هغه له دنيا څخه فرار او د نفس او ژوندانه او د هوا او د هوس د كوډ غلي وراني ده.

 عبدالقادر خان په يوه قصيده کي وايي :

د بقا بهبود یې هیڅ نشته فاني ده

د دنيا د خلقو کار راته ښکاره شو

دا چي ته يې وداني ګڼې ناپوهه


په دنیا چي مينه کاندي ناداني ده

د سېلاب په مخ يې کړې وداني ده

د عاقل تر فهم عين ويراني ده


عبدالقادر د خپل پلار خوشحال خان او خپل ورور معظم پر مرګ رثايي قصايد هم لري، مګر د دغو قصيدو فكري جوله هم هغسي خانقاهي او ملايي ده، دکوم خاص او نوي فکر پرورښت نه پکښې ښکاري. خو سره د دې هم ځيني ادبي، د ويلو وړ معاني لري چي د خوشحال خان په وېرنه کي يې دغه بيتونه په ادبي لحاظ ښه دي :

اوښکي هم د وچېدو له وېري ولاړې

د فراق په اور دي وسو نو مي وچ سو

په بهانه د آه خپل دم راځني درومي


له تودې تېغني مي ګرمه ټټر لا ده

 اوس مي تل په وچو سترګو ستا ژړا ده

له همدغو بېهوده ګیله ځما ده


د خپل ورور د ځوانیمرګۍ او ښکلا تصویر داسي کوي :

پر هغو رخسارو پرېوتلې خاوري

شماتت يې چي په ګلو د ګلاب شو 

چي دا هسي رنګ ځوانان پکښې پراته دي

په آسمان باندي ډېر فخر د تراب شو

غواصي کوم د اوښیو په دریاب کی

نه يې مومم معظم دُر نایاب شو

له دې لنډي څېړني څخه په پای کي دا نتيجه اخلو، چي عبدالقادر شاعر دئ، خو مفکر نه دئ، پر الفاظو او ادبي تعابيرو قدرت لري، مګر د فکرغولی يې تنګ او محدود او په خانقاهي تلقيناتو کي نغښتلى دئ. له ځانه سره د فکر کوم خاص اسلوب او جوړښت نه لري، او لکه خپل پلار موږ ته د يوې خاصي فكري دنيا نمايندګي نه سي کولای. خو که د عبدالقادر خان په شاعرۍ کي کوم کمال او ښکلا وي هغه نو د ده په غزل کي ده، چي د پښتو غزلي په څېړنه کي به موږ ده ته بیا پوره برخه ورکوو.