32

د تخارستان د باینجور کورنۍ (۲۳۲ – ۳۷۲ه)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

د دې لړۍ اميرانو په تخارستان بلخ خلم، ترمذ، اندراب پنجهیر، بامیان او وخش کښې حکمراني کوله او په هغه باينجور اړه لرې چې د عباسي خليفه ګانو منصور او مهدي هممهالي وو، کېدای شي چې تر اسلام دمخه د تګین شاهانو پايڅوړ وي. 

* ۱ - له هغې ډلې څخه داؤد د الیاس زوی چې د ۲۳۲ هـ په شاوخوا کښې يې سکه وهلې او پر (۲۵۸ هـ) کال يعقوب ليث صفاري له ده څخه بلخ ونيو دى له ۲۳۳ کال څخه تر ۲۵۸ هـ پورې د بلخ حکمران و او پر ۲۵۹ هـ کال مړ شو.

 * ۲ - ابو داؤد محمد داحمد زوی او د باینجور لمسی، چې د ٢٦٠هـ په شاوخوا کښې يې سكه وهلې ده دى له ٢٦٠ کال تر ٢٦٥ هـ پورې د بلخ او تر ۲۷۹ هـ پورې د تخار جوزجان ختلان او ترمذ واکمن و. 

* ۳ - ابو جعفر احمد د محمد زوی او د احمد لمسی چی د ۲۷۹هـ له شاوخواڅخه واكمن و او پر ۲۸۸ هـ کال يې په اندراب کښې سکه وهلې ده.

* ۴ - جعفر د احمد زوی او د محمد لمسی چې تر ۳۱۰ هـ وروسته یې حکومت کاوه او پر ۳۱۰-۳۱۲-۳۱۳ - هـ يې په ختل کښې سکه وهلې چې اوس هم شته.

* ۵ - احمد د جعفر زوی او د احمد لمسی چې د ۳۷۲ هـ په شاوخوا کښې حکمران و او د ګرديزي په وينا د چغانیانو دابی علی احمد د محتاج د زوی ملګری و. د دې کورنۍ ځينې نور کسان هم حکمرانان وو، لکه داؤد د باینجور زوی چې پر ٢٠٦ هـ کال د بصري عامل و هاشم د باینجور زوی چې دوخش او هلاور د حکمران و، پر ۲۴۳ هـ کال مړ دی، بیگ د عباس زوی او د باینجور لمسی د ختل خاوند ، حارث چې له ۲۷۲ څخه تر ۲۹۳ هـ پورې د ختل حکمران و او سکه یې هم وهلې ده داود دابو داؤد زوی د عباس لمسی چې د ۲۷۲ هـ په شاوخوا کښې ژوندی و، حاتم د داود زوی او د باینجور لمسی چې د (۲۵۱) هـ) په شاوخوا کښې د جوز كرمان حاکم و، او الياس د هاشم زوی چې په ۲۱۱ هـ کال د مصر سر لښکر و. د دې کورنۍ د نسب شجره وګورئ ٤٦ لمبر)