32

ویسیا Vaicya

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

دا نوم په ويدا کي ويسيا، او په سنسكريت کي ويس Vais، ويسيه Vyasy ويشيا Vaishya راغلي دي او پسله کشتري دريمه طبقه ده. 

منو مقنن وايي: چه ویسیا باید غلې وساتي، انعام وركي، قرباني وكړي، ويدا ولولي، تجارت وکړي، پور ورکړي. کرهڼه او زراعت هم د ده کار دي.

د دې طبقې وظيفه په آریائیانو کي تجارت او زراعت او نور مدني او عمراني کارونه وه، غلې او گلې به دوي ساتلې، د كرهني اصول او د تخمو پیژندنه، د ښې مځکي او بدي مځکي بيلونه، د اجرت او مزدا اندازه، د رانیولو او خرڅولو دودونه،، اوزان او اکیال پیژندل، دا ټول د ویسیا کار ؤ، پر ده لازمه وه چه د جواهراتو او غلو او فلزاتو او کالو او عطریاتو او نورو مسالو قیمت به ښه ور معلوم ؤ دغسي د ويسيا بايد څو ژبي زده وي، او پخورا ايمانداري او او ویسا او اعتماد او زيار خپل کار وکړي، دا طبقه له محصولاتو او جنگي خدماتو څخه بالكل معاف وه، ټول عمراني خدمات دوي ته سپارل شوي وه.

علامه البيروني دا نوم (يش) راوړي چه د (ویش) معرب دي، او وظايف ئي هم کټ مټ دغسي ښئي لکه لوړ چه ذکر شول او له دغو ټولو څخه سړي ته ښه معلوميږي چه د ويسيا وظيفي او کارونه ټول داسي وه، چه په اعتماد او اعتبار او رښتي ئي اړه درلوده، پخپله منو مقنن د دوي په اجتماعي وظايفو کي اعتماد او باور او ويسا لوي او مهم شرط گڼي او که سړی ورته ځير شي هم دغه مهم وظايف يعني تجارت او زراعت او مالداري بيله ویسا نه كيږي، او د ټولو اقتصادي کار او آره او سټه هم پر اعتماد او ويسا ولاړه ده.

 وگورئ گټ مټ د دغي طبقې نوم هم (ويسا) دي، او هيڅ ليري نده، چه د پښتو (ويسا) او دغه (ويسيا) له يوې ریښې څخه وي!

ویسا په پښتو ادب کي ډيره مشهوره کلمه ده، معنا ئی اعتماد، باور او اعتبار ده، خوشحال خان وائي:

په دا ساه نشته ویسا

هر دم ته وايه الله

يعني په نفس اعتبار او اعتماد نشته. بل ځاي وائي:

هر چه کټگان دي په صوبه کي د خدا 

څوک په بند دي څوک لاگرزي نا ویسا

يعني بي اعتبار او بی اعتماده گرزي.

ښائي چه اصلي ويدي نوم له ویسا سره مشترک (ویسیا) ؤ، وروسته په دې نامه کي تغير راغلي، ويشي، ويش سو په عربي (بيش) البيروني راوړي دي دغه (ويش او بيش) د عوامو په معنا هم په پښتو کي مستعمل و، ځکه چه دا دریمه طبقه عوام وه، او برهمن او کشتري له خواصو څخه گڼل کیده. خوشحال خان وائي: 


زه خوشحال دي د بدۍ نيكي گواهي لم

د ښايست مخي دي نشته په خوي ويښئې

د بیت آخری کلمه داسي ده (ويښ ئي) يعني په ښايست کي له خواصو او په خوي له عوامو څخه يې! له دې څخه هم معلوميږي لکه ویسا چه په پښتو ادب کي مستعمله او ژوندي کلمه وه، وروستني (ويش) هم مستعمل ؤ!