32

محمود الموسوي د (کتاب اقوام و فرقه های افغان) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب (احوال اقوام چهارگانه افغان) هم بلل سوی دی، چي د پښتنو د څلورو قبيلو ابدالي يا دراني، غلجي بردراني يا روهيلي او سور او یوسفزو بیان دی، او د هري قبيلې څانگي او مشهور خلک هم د درانو له عروجه د شاه شجاع تر مرگه ښيي. دغه مؤلف ظاهراً د سدوزو د دربار د منشيانو له مشهوري موسوي کورنۍ څخه ښکاري. ځکه چي دغه کورنۍ خود میرزا هادي عشرت د احمد شاه منشي له وخته په دربار کي وه، دغه کتاب په ۱۲۲۳ ق تالیف سوی او یوه نسخه يې په ۱۸۵۰ م کښلې سوې ده چي په برټش موزيم کي سته.