ټولنیزه او فکري اوضاع
د کندهار هوتکي دولت تر ړنګېدو او د نادر افشار تر لنډې واکمنۍ وروسته چې لس کاله کېږي، پر ( ١٦٠١ هـ ق) کال د احمد شاه غورځنګ او د آزاد افغانستان نوی جوړښت د هغو پر له پسې پېښو نتيجه ده چې د افغانستان په تاريخ کښې پخوا منځته راغلې وې، د افغانستان خاورې او اقتصادي اوضاع دا غوښتل چې د روښان، خوشال او میرویس د هڅو او غورځنګو له امله دې يو افغاني آزاد او غښتلی دولت منځته راشي. د افغانستان خلکو د هرات د تیموریانو دولت تر ړنګېدو وروسته څو پېړۍ د صفويانو او بابريانو د يرغلو په پېښو کښې د سختی، تريخوالي او کور پر کور جګړو په درشل کښې تېرې کړې او د خپل ملي مركزيت له نه درلودلو څخه متحسس وو، څو چې د کندهار هوتکیانو او د هرات ابداليانو د ایران د صفویانو پردۍ واکمني پر شا و شړله او له منځه يې يووړه. روښانيانو خوشال خان ختك ایمل خان مومند، شیرخان ترین او نورو د هند د بابري پاچهانو د پايڅور - مقابلې وکړې او خپل ولس يې له ښکېلاکه وژغوره. په دغو ترخو جګړو کښې خلك په کلکه مبارزه اخته وو، د علومو، ادبياتو او فرهنګ پالنې ته یې فرصت نه درلود، خو بیا هم ليدل کېږي چې په کندهار کښې د شاه حسين هوتك دربار د ادب او ادبيانو او پوهانو ځای و او د دغه دربار سرمنشي محمد هوتک د پټې خزانې کتاب وليکه چې د (۱۱۴۰ هـ ق) شاوخوا د فکري او ادبي حرکت یوازنی ښکاروندوی دی. د احمد شاه دربار هم له فکري نظره روښانه ښکاري، ځکه چې په خپله احمد شاه د ښې قریحې خاوند شاعر او تصوف خوښوونکی سړی و، چې د پښتو شعر ديوان لري د ده په کورنۍ کښې تيمور شاه د دري او پښتو دیوان څښتن او شاه شجاع د دري شعر د ديوان لرونکی و. د شاه زمان زوی شهزاده عبدالرزاق چې دري يې تخلص کاوه او د شاه شجاع زوی شهزاده نادر او نور څو تنه شهزادگان با ذوقه شاعران وو. احمد شاه د خپل هېواد په ښارو کښې علمي کورنۍ وروزلې چې د هغو پایڅوړ په وروستیو دورو کښې د خورا لويو فكري، ادبي او سياسي کارنامو مصدر وګرځېد، لکه د کندهار د بارکزيانو د خانعلوم کورنۍ چې د خپلواکۍ تر جګړې پورې د قاضي القضات منصب په همدې کورنۍ پورې اړه لرله چې دا منصب اوس د عدليه وزير له منصب سره سم و په دې کورنۍ کښې د علمي تاليفاتو خاوندان هم تېر شوي دي او يا د دوی په تشویق نورو مولفانو د کتابو په تاليف لاس پورې کړی دی لکه ملا محمد سعید بارکزی چې د سدوزي شاه محمود په وخت کښې قاضي القضات و او د هغه زوی قاضي عبد الرحمن خان د نصيحة المومنين رسالې ليکوال دی، د عبدالقادر سلیمان خپل زوی اختر محمد د امیر شیر علي خان په وختو کښې يې د الدفعه رساله د خانملا عبد السلام د محمد سعيد د زوی په هڅون ليکلې وه. د الكوزي ملا اسماعیل کورنۍ هم د احمد شاه ابدالي پر مهال په کندهار کښې وه چې زوی یې ملا احمد د معقول او منقول استاد د احمد شاهي ښار قاضي او بيان الوافيه لطوايف الصوفيه و تعليم السلوك او دکاشفه او فارقه رسالو مولف و، چې د ۱۲۳۳ هـ کال د دویمې خور (ربيع الثاني) پر ٦ مړ دی. د ملا احمد ورور پیر محمد هم په کندهار کښې د هغه مهال نامتو عالم و، چې پر ۱۲۳۳ هـ کال يې د عقيدة المشايخ والعلما کتاب په عربي ژبه لیکلی دی. قاضي غلام محمد هوتك هم د كندهار نامتو عالم او د ښار قاضي و، چې پر ١٢٦٤ هـ کال يې د ارشاد الحق کتاب په عربي ژبه وليکه، د هغه زوی عبدالاحد په کندهار کښې له سيد جمال الدین سره آشنايي درلوده، د توخي محمد حسن زوى محمد نور هم د جامع السلوك په نامه په عربي ژبه د ۱۲۳۰ هـ په شاوخوا کښې کتاب لیکلی دی چې د ميا فقير الله جلال آبادي شاګرد و. د ملا بابر موسى خېل علمي کورنۍ د هوتکيانو له وختو په کندهار کښې وه چې زوی يې مولوي فيض الله په احمد شاهي عصر کښې د اشرف الوزرا شاه ولي خان د کورنۍ استاد او په منطق کښې د تدريسي رسالې مولف و، تر هغه وروسته د سدوزيو د وختو په پای کښې د فيض الله زوى مولوي حبيب الله مشهور په محقق قندهاري په کندهار کښې ژوند کاوه (١٢١٣ - ١٣٦٣ هـ ) چې په عربي دري او پښتو ژبو يې په معقولو او منقولو علومو کښې ۳۳ ټوکه کتابونه ليکلي دي په رياضي منطق اصول فقه او نورو اسلامي مروجو علومو کښې يې تازه او بكر انتقادي آثار ليکلي دي، تر ده وروسته يې زوی مولوي عبد الرحيم او لمسی يې مولوي عبدالروف او د هغه زامن مولوي عبد الواسع او مولوي عبد الرب د راوروستیو دورو نامتو عالمان وو چې په صحافت معارف او د عدلې قوانینو په ترتيب کښې يې د ستاينې وړ خدمتونه کړي دي. د هرات د سلجوقيانو علمي کورنۍ د ملا محمد له اولادې څخه وه چې په روز آباد کښې ښخ ،دی احمد شاه بابا د هغه زوی علامه ملا میرزا هرات ته راوست، د پای حصار مدرسه یې وروسپارله، له دې کورنۍ څخه ډېر عالمان او مدرسان پيدا شول چې د هغو له جملې څخه عبد الاحد خليفه ملا محمد عمر د محمد ايوب زوی د نورالدین لمسی او د ملا میرزا کړوسی و، څو کتابه يې ليکلي دي چې يو له هغو څخه په اصول فقه کښې الملهم نومي كتاب دى د ۱۲٦٠ هـ شاوخوا همدا راز د محمد صديق زوی ملا محمد رفيق سلجوقي د رساله نحو مولف محمود مشرف او خليفه محمد حسین خوش نویس د هغې کورنۍ پوهان او هنرمندان غړي و. يوه بله علمي او سياسي کورنۍ په پېښور کښې ډېره مشهوره وه، چې ستر نيکه يې د تاج خان زوی اخون ،ترکمان د کندهار له غوړې مرغۍ څخه تللې او د پېښور د شمالي سيمې په امازۍ کښې اوسېد، زوی يې ملا محمد غوث د حاجي محمد سعید واعظ شاګرد په علم او عرفان مشهور او پېښور کښې د احمد شاه له خوا قاضي و، چې په منطق کښې يې پر میرزا کلان حاشيه ليکلې وه، د احمد شاه په نامه يې د ده د عرفاني وينا په شرح کښې د شرح الشرح په نامه په دري ژبه یو کتاب لیکلی دی، د ده لمسی د داد الله زوى قاضي عبدالکريم د نصاب التوحید په نامه یو کتاب وليکه خود محمد غوث لمسی د قاضي اکبر شاه زوی قاضي محمد حسن چې په خان علما ملقب و، د سردار پاینده خان د کورنی استاد او د شاه شجاع وزیر و، چې د ده له خوا پر ۱۸۳۸ م کال د لاهور درې خواييز (مثلث) تړون لاسلیکوونکی و. همدا راز قاضی طلا محمد د قاضي حسن زوی د علم او ادب خاوند د شعر دوه دیوانونه په دري او عربي ژبو درلودل او د جواهر نغز سلوة التقرير فى ترجمه التحرير نفحة المسك او تسليه العقول او سلوة الكييب مؤلف او د قصيدة بائيه وويونکي و قاضي عبد القادر د فضل قادرزوی د قاضي حسن لمسی د امیر شیر علی خان د دربار عسکری سر منشي او له انګريزي څخه په پښتو او دري د عسكري قواعدو د کتاب ژباړن و، چې دا کتاب د کابل د شمس النهار په مطبعه کښې چاپ شوی دی. د هرات د برنا باد د میرزایانو کورنۍ هم د فرهنګ او ادب پوهان لرل چې د هغو له جملې څخه میرزا ارشد د خواجه محمد صلاح منشي او متخلص په فايض د هرات د ابداليانو او درانيانو منشي او خطاط و، دا شعارو د یوان او ډېره خوږه مثنوي يې درلوده د يوولسمې پېړۍ منځ) بل میرزا ابو طالب د ده مشر وراره چې مایل یې تخلص و، هم د دري اشعارو دیوان درلود د محمد کاظم زوی میرزا رضا د اشعارو مجموعه درلوده او داربعین او د برناباد منثوری تذکرې خاوند په هرات کښې د هادي متخلص په عشرت هروی په هرات کښې د شهزاده تیمور منشي و، چې د ملا عبدالله روزی ملك سنجر د غور د ملکانو اولاد او يا سهل وملا مسكين دهزاره لهجی شاعران په هرات کښې د ده معاصرين وو. د سدوزيو په دوره کښې او تر هغو وروسته د مجددیانو کورنی هم زيات روحاني شهرت درلود، عالمان او دښې قریحې شاعران په کښې پيدا شوي دي، چې په ټوله منځنۍ آسيا کښې له خراسانه نيولې تر سر هند ماوراء النهر او د چين د خاورې تر څنډو پورې د نقشبندي طريقت د تلقين مرجع و او يو ډول خراساني اسلامي ثقافت یې روزلی دی چې مدار يې شریعت او تصوف و، خو په نقشبندي طريقت کښې يې تصوف تل د خلکو په ګټه او د اخلاقو د سمون له پاره بې له انزوا او رهبانيته کاراوه، نقشبندي مجددیانو چې د افغاني پاچهانو له دربارو سره رابطه درلوده ځکه يې نو په سیاست، فرهنګ او ټولنه کښې هم لوی لاس درلود. دا فاروقي کورنۍ د شهاب الدین فرخشاء اولاده ده، چې د کابلشمال ته د پنجشیر فرخشاه به دره کښې ښخ ،دی امام رفع الدين له همدې کورنی څخه له کابله سر هند ته ولاړ دده له اولادي څخه شیخ احمد مجدد الف ثاني د مولان عبد الاحد زوی چې د نسب سلسله يې په ۲۸ واسطه حضرت عمر فاروق ته رسېدنه د ۹۷۱ هـ کال د شوال پر۱۴په سر هند کښې وزيږېد او په طريقت کښې يې د خواجه محمد باقي كابلي (چې پر ۱۰۱۲ هـ مړ دی لاس ونيو او استفاضه يې وکړه په هند او افغانستان کښې يې ستر عملي او روحانی شهرت درلود د ۱۰۳۴ هـ کال د صفری پر ۲۸ د سه شنبې پر ورځ د ٦٣ کالو په عمر په سرهند کښې مړ شو. د سدوزيو د شهنشاهۍ په وختو کښې له دې کورنی څخه شاه غلام محى الدين مجددي د غلام صادق زوی د حضرت مجدد شپږم لمسی او د هغه زوی شده نظام الدین متخلص به نظام د دری دیوان خاوند په ښکار پور کښې روحانی شهرت او د کرهنې ډېرې ځمکې درلودې د غلام صادق بل ورور چې شاه غلام محمد نومید پر ۱۱۷۸ هـ کال په پېښور کښې مړ دی) د کندهار د مجدد یا نو نیک دی د دوی د بل ورور شاه عزت الله اولاده په یار کند کښې او سيد له او شاه صفی الله متخلص په صفی د دری د دیوان خاوند و او څلور نور کتابونه یې هم تالیف کړی وو (۱۱۵۶ - ۱۲۱۲هـ ) د یمن په حدیده کښې ښخ دى اولاده يې په کابل او ننګرهار کښې وه چې د هغو له جملې څخه شاه عبد الباقي متخلص په باقي (چې پر ۱۲۸۷ هـ کال په کابل کښې مړ دی د دري اشعار و دیوان درلود چې د کابل د شور بارزار د حضرتانو نيکه دی، زوی يې غلام عمر مخلص په عمر د ۱۲۹۰ هـ په شاوخوا کښې او د هغه زوی ناصرالدین متخلص به جانان او شمس المشايخ فضل محمد متخلص په فضلي د ديوان خاوندان شاعران وو، شاه فضل الله د شاه غلام نبي زوی او د شاه غلام محمد لمسی (۱۱۸۴ - ۱۲۳۸هـ) دعمدة المقامات ليکوال او په دري شعر د ديوان خاوند د تیمور شاه او شاه زمان د دربار له لويو روحاني کسانو څخه و محمد حسن د عبدالرحمن زوی او د شاه فضل الله در بیم لمسی د انساب الانجاب او انيس المريدين او نورو ليکوال دي مير احمد متخلص په اظهر (۱۲۰۶) - ١٢٦٩هـ) د پېښور او بدخشان له حضرتانو څخه د هفت مجلس اربعین سبيل الرشاد او مناقب الطاهرين مؤلف د غزلیاتو دیوان او شپږ مثنوي او څو نور كتابه لري. د علي خان پوپلزی کندهاری د زوی وكيل الدوله عبدالله خان کورنۍ هم اداري لښكري خلك او د فرهنګي او د ادبی ذوق خاوندان درلودل، د هغو له جملې څخه په خپله عبدالله خان (چې پلار يې پر ۱۲۰۱هـ مړ دی) دري شعر وايه د هغه زوی محمد علم خان وکیل الدوله متخلص په "علم" هم په دری ژبه شعر جوړاوه دی پر ۱۲۹۳ هـ مردی) مير هوتك خان متخلص په افغان د زمان خان پوپلزی زوی د ۱۲۱۸ هـ په شاوخوا کښې) الله له هنرمند و شاعرانو څخه و، په دری ژبه يې ديوان درلود، بل ورور يې یارخان راسخ هم شعر وايه او مولوي محمد ابراهيم بل ورور يې د خپل وخت له عالمانو څخه و، دې کورنۍ د هنر، ادب او فرهنګ په خپرونه کښې لوی لاس درلود. بله ادبي او روحاني کورنۍ د شيخ سعدالدین احمد انصاري د عبدالغفار د زوی ده، چې صوفي او اديب سړی و، د ده آثار د معدن وحدت او دیوان شور عشق او نور تر ۴۳ ټوکو پورې رسېږي، دی د کابل په ده یحيى کښې پر ۱۲۲۵ هـ کال وفات شوی او زوی یې میرظهورالدین ظهور د شعر ديوان لرې او دطب د كتابو مؤلف و د ده بل زوی میرامام الدين متخلص په درویش د پښتو او دري ژبو شاعر او د احوال و آثار حاجي صاحب پای منار مؤلف دی میرقطب الدین متخلص په فارغ د دري ژبېشاعر د مثنوی سمرقند مؤلف و میر حسام الدین احمد میرنجم الدین احمد میر نظام الدین او هم میرسیف الدین عزیزی د میرمقام الدین زوی د ۱۲۸۲ هـ په شاوخوا کښې د دری شعر د قریحی خاوندو. د دې دورې نور شاعران او ليکونکی دادي: سید ابوالحسن عنوان چې پر ۱۱۲۳ هـ کال د بدخشان په جرم کښې زیږېدلی او پر ١٣٠٦هـ کال وژل شوی دی عبد الرحمن عارض بدخشي چې پر ۱۲۲۳ هـ ،مردی میرزا محمد واصل فروغی د شاه زمان معاصر امیر سبحان قلی خان دروازی د ۱۲۳۰ هـ په شاوخوا کښې) لعل محمد عاجز د پیر محمد زوی ملقب په عبد الشافي په دري ژبه د اشعارو د ديوان خاوند. چې پر ۱۲۳۸ هـ کال مړ او د تيمور شاه د دربار طبيب و، میر عصمت الله متخلص به کشوری د عبد الله زوى د بلخ د دهدادي دی د اشعارو د ديوان خاوند و، چې پر ۱۲۵۷ هـ مردی، جنید الله حاذق د صوفی اسلام هروی زوی چې پر ۱۲۵۹ هـ کال په کندهار کښې مړ دی د اشعار و دیوان او د يوسف و زلیخای حاذق په نامه یی مثنوی درلوده، شهاب ترشیزی هروی د تیمور شاه د وختو شاعر او د ديوان خاوند میر محمد نبي احقر بدخشي چې پر ١٢٦٩ هـ کال په رستاق کښې مړ دی په عروضو کښې د حدايق الحقايق د کتاب د قوافی رسالی په فلسفه حکمت او دینیاتو کښې د هشت بهشت مؤلف د لیلی او مجنون د حضرت امام حسین د شهادتنامې د مثنویاتو ناظم میرزا احمد خان مستوفي کابلی په ۱۲۸۰هـ مړ د دیوان خاوند شاعر د ميرزا علي خان زوی میرزا محمد محسن دبیر (۱۲۲۷ - ۱۲۸۲ هـ) د محمدزيو پاچهانو د دربار منشي د لعل محمد خان عاجز کابلی زوی میرزا عبدالواسع ۱۲۰۸ - ۱۲۸۳ هـ د اشعار و دیوان درلود او د دربار طبيب و د سيدانو د تنګي د سعد الله زوی میر سعدالدین ۱۱۹۸هـ -
۱۲۸۴ د اشعارو د ديوان خاوند علي نقي متخلص په وصفی "د ۱۲۰۰هـ په شاوخوا کښې د اشعارو د دیوان څښتن فرحت هروي د اشعارو د ديوان لرونکی، ولی طواف کابلی د محمد علی زوی "د ۱۲۸۸ هـ په شاوخوا کښې" د دري ژبې ناخوانه شاعر د محمد نبي خلمى زوى دا ملا عبد القيوم صوفي مشر به شاعر چې پر ۱۲۶۵ هـ زیږېدلی د اشعارو د ديوان او د تنبيه المرايې او قیامت نامې د مثنوی او د دری او تورکي د مجمع الاشعار، د درة الشهزاد د مثنوي خاوند محمد غلام غلامی د ملا تیمور زوی د انګریز او افغان د لومړی جګړې د پیښو په اړه د جنګ نامې په نامه د منظومې ویونکی، د میرواعظ د کورنۍ د ۱۲۵۶ هـ شاوخوا" میر محترم حافظ جي د دری اشعار د دیوان خاوند د مرتضی کابلی زوی میر مجتبی متخلص په الفت چې پر ۱۲۲۴هـ زیږېدلی د اشعارو د دیوان څښتن د مراد محمد بدخشي زوى دا ملاعبدالله چې د خپلو اشعار و ديوان يې پر ۱۲۹۸هـ کال ترتیب کړی دی، میرزا محمود سالك بالاحصاری "د ١٢٦٠هـ په شاوخوا کښې د اشعارو د ديوان خاوند ، د وزير فتح خان منشي شرر کابلي د اشعارو د دیوان خاوند په بخارا کښې ګل محمد افغان د اشعارو د ديوان څښتن، د محمد علي پادخابي لوګري زوی مولانا محمد عثمان د عجايب الاخبار، گلشن اسرار بزم طرب نزهة المشتاق گلچین بساتين، مشرق انوار او نورو کتابو مؤلف د ۱۳۰۰ هـ په شاوخوا کښې د نذر علی زوی قربان په کاتب د ناظم الوقايه او مفاتيح الاعجاز ناظم او د اشعارو د یوان لرونکی. میر عنایت الله بدخشی د اصول المعيشت ناظم او د اشعارو د ديوان خاوند چې پر ۱۲۹۰ هـ مړ دى د ميريوسف علي بدخشی زوى برهان الدين لاغرد جام جم او روضه نور ناظم او د اشعارو د ديوان خاوند د ۱۲۹۱هـ په شاوخوا کښې) د ميراحمد شاه بدخشي زوی میر محمود شاه د اشعارو د ديوان خاوند چې پر ۱۲۹۵ هـ مړ دی د عبد الصمد رستاقی زوی سید جعفر د گلشن عشق او چمن عشق ناظم او د اشعارو د دیوان لرونکی چې پر ۱۲۸۴هـ مر دی نعمت الله محوی میمنوی د اشعارو د ديوان خاوند، د سکندر هروی زوی احمد قلي د اتش فشان په نامه د شاعرانو د تذکرې لیکونکی د ۱۲۹۰ هـ په شاوخوا کښې محمد رسول شهيد مارملى بلخي شاعر د دیوان خاوند د ۱۲۷۰ هـ په شاوخوا کښې) د يعقوب علي باركزي لور عایشه د دري ژبې شاعره او د تیمورشاه په وختو کښې د ديوان خاونده د سکندرخان لور محجوبه هروی د دري ژبې شاعره (د ١٢٦٤ هـ په شاوخوا کښې) د سيد محمد عظيم لور مستوره غوري د غور د پرچمن اوسیدونکی د ۱۲۴۵ هـ په شاوخوا کښې د اشعارو د ديوان خاونده، د سید عبدالله کرخی هروی لور مریم د دري ژبې شاعره او د ديوان خاونده (۱۲۵۷ ۱۳۰۸ هـ د میرحسین زوی سید محسن بالاحصاری کابلی شامل (۱۲۳۸) ۱۳۰۵ هـ په دري ژبه د دوو دیوانو خاوند د محمد هاشم ملقب په دبير الملك زوى ميرزا محمد نبي واصل ۱۲۴۴ - ۱۳۰۹هـ" د امير شير علي خان او امیر عبدالرحمن خان د دربار سرمنشي په دري ژبه د ديوان خاوند ، د محمد امان دروازی زوی شمس الدین شاهین د بدائع الصنايع مولف د لیلی مجنون او تحفه دوستان ناظم احمد علی شاه کندهاري په دري ژبه د د ديوان خاوند (چې پر ۱۳۱۱ هـ مر (دی سید میر مشوانی هروی ( ۱۲۸۰ - ۱۳۳۳هـ په دري ژبه د ديوان خاوند او رسام خطاط چې ډېر متین اشعار يې درلودل، سید فخرالدین مجنون شاه کابلی (۱۲۴۲- ۱۳۰۵) دبستان خیال مولف، رحمت بدخشي د میرزا اسمعیل زوی د ۱۳۰۰هـ په شاوخوا کښې، په دري ژبه د پېنځو دیوانو څښتن صاحبزاده عشرت کندهاری (د ۱۳۰۰ هـ په شاوخوا کښې عبد الغفور ندیم کابلی (۱۲۹۶ - ۱۳۳۴ هـ) پهدري ژبه د ديوان خاوند د رحمت الله زوى نديم بلخي ( ۱۲۵۴ - ۱۳۳۶ هـ ) د شعر د دیوان خاوند محمد ابراهیم حریت کابلی ( ۱۲۵۰ - ۱۳۳۸هـ ) د دیوان شاعر او د مخمس د پېنځو کتابو او د تحفه شهنشاهی ناظم، او د شهاب الدین زوی سید احمد مشهور په ادیب پشاوری ( ۱۲۶۰ - ۱۳۴۹هـ ) د پخو او متينو اشعارو د ديوان خاوند و او د عربي قصيدو او قيصر نامي ویونکی
پښتانه شاعران :
عبد الرحيم هوتك د دیوان ،خاوند عبد الحميد مومند (۱۱۰۰ - ۱۱۵۰ هـ د درو مرجان په نامه د دیوان او د شاه و گدای په نامه د مثنوی خاوند، همدا شان نیرنگ عشق او شرعة الاسلام په پېنځلسو زروبیتو کښې د ده آثار دی (۱۱۴۸ هـ). پیر محمد کاکړ چې د اشعارو ديوان يې پر ١١٩٦هـ کال بشپړ شوی او هم یې د پښتو ګرامر کوچنی کتاب د معرفة الافغاني په نامه پر ۱۲۳۸هـ کال لیکلی دی شمس الدین کاکر کندهاری چې پر ۱۲۳۸ هـ د شعر دیوان او د سراج الموتى په نامه کتاب او نور منظوم کتابونه يې درلودل، شاه حسین هوتك، د عبد الله زوى مسعود د آدم خان او درخانۍ د نکل ناظم د ۱۲۰۰ هـ په شاوخوا کښې ملا پيرمحمد هوتک د سرور زوی د ۱۱۴۰ هـ شاوخوا کښې د افضل الطرايق ناظم د داود خان کندهاري زوی محمد هوتك د پټې خزانې او خلاصة الفصاحة - مولف (د ۱۱۴۲هـ په شاوخواکښې) د حسین زوی عبدالرشید پر ١١٦٩ هـ کال په فقه کښې د رشيد البيان مولف مريدي خان مومند د شاه محمود هوتك د حالاتو په اړه د محمود نامی ناظم (د) ۱۴۰۰ هـ په شاوخوا کښې) شير محمد هوتك (۱۰۹۲ ۱۱۷۵هـ) د اسرار العارفين او تجويد افغاني مولف، اخوند ګدا د نافع المسلمين مولف او د اشعارو د ديوان خاوند د ١١٦٠ هـ په شاوخوا کښې) محمدی صاحبزاده (۱۱۸۰ هـ کال په پېښور کښې د اشعارو د ديوان لرونکی، حافظ مرغزی پر (١١٧٦ هـ کال د احمدشاهي شهنامی ناظم محمد مظفر د اسماعیل زوی د ١١٢٦ هـ په شاوخوا کښې) د اعثم کوفي د تاريخ مترجم، د حافظ رحمت برېڅ زوی نواب الله یارخان د ۱۲۲۸هـ په شاوخوا کښې د عجايب اللغات پښتو مولف، عبدالکریم کاکر کندهاری پر ۱۲۳۴هـ کال د زين العلم ناظم چې له عربي عين العلم څخه یې ژباړلی و، حافظ الپوری پر ۱۲۰۰ هـ کال د ديوان خاوند قاسم علي اپريدي د څو کتابو مولف عبد العظیم سواتی د اشعارو د دیوان لرونكي (۱۱۶۷-۱۲۵۳هـ ملاحسن تلوکانی کندهاری د اشعارو د دیوان خاوند چې پر ۱۲۴۵ هـ کال مړ دی ، رحمت داوی کندهاری د اشعارو د دیوان او د لیلی و مجنون د مثنوی خاوند د (۱۲۱۰ هـ په شاوخوا کښې ميا نعيم متي زی پر ۱۲۳۰ هـ کال د شعر د دیوان خاوند معین الدین پیښوری پر ۱۲۵۶ هـ کال دوامق او عذرا ناظم، عبدالرسول کندهاری د اشعارو د دیوان، د سفرنامې او آزاد نامی څښتن (۱۲۹۰هـ) ملاجمعه بارك زی کندهاری شاعر چې پر ۱۲۵۹ هـ مړ دی، عزیز خان رناخیل د ۱۲۵۰ هـ په شاوخوا کښې د هرات د جنګنامې ناظم، د عبد الرحمن زوى مراد علي کاموی پر ۱۲۸۲ هـ کال د تفسير يسير مولف، دوست محمد ختيك كندهاری پر ۱۲۹۰ هـ د بدرمنیر، بحر العلوم او اخلاق احمد مولف معز الله مومند پر ۱۲۰۰ هـ د شعر د دیوان خاوند میرزاحنان کندهاری، صدیق اخوند زاده او ګل محمد هلمندی د اشعارو د دیوانو خاوندان د پښتو شاعرانې: نازو توخۍ د سلطان ملخي لور او د حاجي ميرويس خان هوتك مور پر ١٠٦١ هـ زيږرېدلې ده، د میرویس خان لور زینبه هوتکي پر ۱۱۲۷ هـ مړه ده) او سپينه هروي د ۱۲۵۵ هـ په شاوخوا کښې). له عالمانو څخه مولوي محمد اعظم اندر د غزني د شلګر اوسېدونکی، مولوی عبد الله غزنوي او ملا عبد الحق د کندهار د خرقې شريف متولي، صوفي محمد رسول ساکزی پر) ۱۲۸۷ هـ په کندهار کښې مړ دی)، ملامشك عالم اندر غزنوی او ملاسکندر چې د امیر شیر علي خان د لښکر قاضي و ملا محمود او ملا عبد الله د انار درې قاضي، ملا عبد الفتاح او ملا ابوالحسن (د ۱۲۷۰ هـ په شاوخوا کښې د هرات عالمان)، محمد حسین د مداح الكوزي كندهاري زوی چې د ميرزاهد هروي د تصور او تصدیق پر حاشیې باندې د شرح انكشافيه مولف دی مسعود ګل د قاضي عبد الرحمن پېښوری زوی پر ١٢٢٦هـ د عجايب الاخبار مولف، عبدالحليم كاكر کندهاری پر ۱۲۳۴ هـ درد حليميه على مطاعن احمدیه مولف، ملا عبد الحق د عبد الغفور خروټی زوی د پښتو د ياقوت السير ناظم او د شرح اربعين مولف، ملاقطب توخي چې په کندهار کښې يې پر ډېرو ادبي کتابو شرح ليکلي دي، مولانا عبداللطيف د تيمورشاه د دربار صدرالعلما (چې پر ۱۱۹۵هـ مړ دی) مولوی محمد عمر ساکزی چې د تجويد په علم کښې يې په پښتو يو کتاب تالیف کړی او پر ۱۲۰۵ هـ مردی، سعد الله خروټی چې پر جلالین او پر مولوي عبد الغفور يې شرح ليکلې او پر ۱۲۰۹ هـ. ه مړ دی. سره له دې چې په دې عصر علمي او ادبي هڅه بيخي پر ځای ولاړه نه وه او لکه چې و مو ليدل د هېواد په هر ګوټ کښې پوهان وو، خو که په انتقادي او پرتليز نظر یې وګورو دا دوره نسبت پخوا ته د علم او ادب د زلمیتوب او فعالیت دوره ګڼلای نه شو بلکې دا د تقليد او انتحال دوره ده، ځکه نو په دې دوره کښې علمي او فکري بكر آثار لږ ليدل کېږي. د دري ژبې ادبياتو هم د دغه عصر په نثر او نظم کښې د انحطاط دوره وهلې او کوم نوښت په کښې نه ليدل کېږي ښايي وويل شي چې حضرت نور الدين عبد الرحمن جامي د دري ژبې خاتم شعراء وو، خو پر عکس د پښتو ژبې ادب ښه وده وکړه، د پیر محمد کاکړ ،کندهاری، حمید مومند او نورو غوندې د ابتکار او ښې قریحې خاوندان شاعران په کښې پیدا شول، په تېره بیا حميد او كاظم خان ختيك متخلص په شيدا د هندي سبك چاشني پر پښتو کده کرد. د سدوزيو دوختو په دري ادبياتو کښې داسې شاعران لرو چې د حافظ، جامي، د خراسان او عراق د سبك پيروان دي، خو تر ۱۲۵۰ هـ وروسته په دري ادب کښې يوه هڅه او خوځښت وينو چې زموږ شاعران د هند د سبك پېښې (تقليد ) کوي دا هغه اغېزه ده چې د ميرزا عبدالقادر بیدل د اشعارو او د هغه د اشعارو د کلیات بشپر مقبولیت په نتيجه کښې منځته راغلې ده، په غزل کښې : دغه سبك لومړى پیرو سردار مهردل خان د سردار پاینده خان زوی دی چې مشرقي يې تخلص و. تر هغه وروسته سردار غلام محمد خان طرزي او زوی یې محمد امین عندلیب هم ددغه سبك ډېره پيروي کوي، خو په دې کورنۍ کښې د سردار پاينده خان ورونه سردار هارون خان، سردار غلام حیدرخان او سردار احمد خان د امیر دوست محمد خان زامن درې واړه شاعران او په دري ژبه ديوانونه لري، سردار شهنواز خان د سردار سلطان احمد سرکار زوی خوشدل خان د مشرقي زوی، سردار محمد حسن خان سیاه د تيمور قلي خان زوى او د وزير فتح خان ورور د ۱۳۰۰ شاوخوا)، سردار محمد عزیز د سردار شمس الدین خان زوی د (۱۳۱۰ هـ پر شاو خوا او سردار عباس خان د سردار سلطان محمد خان زوی شاعر او د كل عباسي جواهر خمسه عناصر اربعه مولف او د تفسير كلام الله مفسر (۱۲۵۲ - ۱۳۴۳ هـ) هم په دري ژبه شعر ویلی دی، خو د دوی په کلام کښې د هند د سبك پيروي اغېزه او د هغه سبك شاعرانه تلازمات او د تخیل طرز لږ ليدل کېږي. د احمد شاه بابا له وختو بيا د امير عبد الرحمن خان د دورې تر پایه د ۱۳۲۰ هـ شاوخوا پورې دري شعر د پخوانیو شاعرانو په تېره بيا د هند د سبك د فكري او عروضي تقليد په قالب کښې پاتې شو، هغه شاعران چې په دې دوو پېړيو کښې منځته راغلل ټول د تېرو دورو د شاعرانو مقلدان و، خو د افغان او انګريز تر لومړۍ او دويمې جګړې وروسته چې د هند د شمال له خوا د اروپايي نوي مدنيت اغېزې افغانستان ته راورسېدلې، د دغه ځای پر ادب یې هم اغېزه وکړه او همدا د (۱۳۲۰ هـ.ق شاوخوا د افغانستان په نويو ادبياتو کښې د نوي فكر څرك ښكارېږي. هغه بدلون چې د اروپا د صنعت او مدنيت اغېز د دغه وخت په ادب کښې را ووست هغه فکري بدلون دی چې د شعر پر ظاهري سبك او قالب يې اثر ونه کړ. زموږ شاعرانو همهغه پخواني عروضي قالبونه ښه وبلل، خو لږ تر لږ زموږ پر ملي ادب د نوي فکر اغېزه ولوېده او وينو چې مولوي محمد سرور او اصف کندهاری در جهان اوضاع ته د ځير کېدلو او نوی مدنیت ته د ترغيب او تشویق په اړه يوه قصيده ويلې ده او د ۱۲۹۰ هـ په شاوخوا کښې د امیر شیر علي خان پر مهال لومړي ځل د "شمس النهار" په نامه يوه جريده د کابل له بالاحصاره خپره شو تر هغې وروسته پر ۱۳۲۳هـ کال د سراج الاخبار افغانستان لومړۍ ګڼه د مولوي عبدالروف خان كندهاري په مديريت د پوهانو د یوې ټولنې له خوا چاپ شوه، د معارف د خپرېدو،د ښوونځيو او مطبوعاتو د تأسيس او د ادبي نويو عصري اثارو د ليکنې، ژباړنې هڅه هم پيل شوه. د دغې نوې فکري او ادبي هڅې مخکښ د سردار غلام محمد خان طرزي كندهاري زوى محمود طرزي چې پر ۱۳۸۴هـ کال په غزني کښې زيږېدلی او د ۱۹۳۳م کال د نومبر پر ۲۲ مه په استانبول کښې مړ شوی دی پر ۱۳۲۹ هـ ق کال سراج الاخبار افغانيه چې پر۱۳۲۳ هـ ق کال یې یوازې یوه ګڼه خپره شوې وه بيا راژوندی کړ او هغه يې تر اتو کالو پورې د يوې پېنځلس ورځنۍ موقوتې جريدې په توګه خپره کړه، چې د افغانستان د خلکو د ويښتابه او خپلواکۍ غوښتنې هڅوونکې شوه، د دري ژبې په نثر او نظم کښې يې نوی فکر او نوې انشاء وروزله؛ شل كتابه يې له تورکي څخه په دري ژبه ترجمه او يا تأليف کړل، دی لومړی سړی دی چې د افغانستان د صحافت او ليکنې په ډګر کښې يې د فکرې او ادبي نوي مكتب بنسټ کښيښوو. دا مهال د پښتو او دري ژبو نورو ليكونكيو او شاعرانوهم افغاني ادب ته نوی فکر ننه یوست د عبدالعلي مستغني (۱۲۹۳ - ۱۳۵۲ هـ ق) قاري عبدالله (۱۲۸۸ هـ ق - ۱۳۲۲ هـ ش)، عبدالغفور نديم، عبدالهادي داوي، مولوي صالح محمد هوتك ، مولوي غلام محی الدین افغان، مولوي عبد الرب كندهاري او نورو ليکونکيو او شاعرانو په شان منځته راغلل، سره له دې چې د دوی ليکنې په زړو کلاسيکي قالبو کښې وې، خو څه نا څه يې نوي افکار او مفاهیم چې شلمې پېړۍ زیږولي وو هم وروزل. د ۱۹ پېړۍ پر لومړۍ نيمايي د انګریز ښكيلاك چې د نوي تمدن او صنعتي بدلون نښې ورسره وې پر ټول هندوستان د سند د سيند تر غاړو خپور شو او زموږ د هېواد له ختيزو طبعي سرحد و سره ونښت، د افغان او انکریز لومړی جګړه پر ۱۸۳۹م کال د سند د لښکر (اندس ارمی) له خوا پیل شوې وه تر پینځو کالو وروسته د افغان ملي ځواک په بري او د يرغلګرو په غوڅه ماتې پای ته ورسېده، تر هغې وروسته د هند د ریل پټلۍ دې لورته را وغځېده، د بمبيي او کراچی بحري بندرو هم افغاني سرحدو ته د سمندریز و لېږدونو لار ،پرانیسته د هېواد لویدیز خوا ته په قاجاري ايران او د شمال پلو ته په تزاري روسيې کښې هم د نوي مدنيت بنسټمونو او نوي فكر وده موندله؛ دغو ټولو اغېزناكو عواملو د افغانستان د خلکو پر ژوندانه فکر سیاست او اداره هم اغیزه کوله. د دې فكري هڅې او حركت له ممثلانو څخه يو هم سيد جمال الدين د کونړ د سید صفدر زوی و ۱۲۵۴ - ۱۳۱۵ هـ ق) چې خپل جهاد يې له افغانستانه د ختيځ د بدمرغۍ د دريو عاملو (استعمار، استبداد او خرافاتو پر ضد پیل په هند ایران عثمانی ترکیه او مصر کښې يې فکري او اصلاحي نوى نهضت راووست نړیوال شهرت يې وموند، ده ته د افغانستان او ختيزو هېوادو د ويښتابه او نوی فکر لومړی روزنکی ویل کېدای شي. خو د ښكيلاك دسیسو په افغانستان کښې د شهزادګانو کورنيو جنګو او په هېواد کښې د مرکز نشتوالي پرې نه ښوو چې دا فکری هڅه او حرکت خپل طبعي تګ ته دوام ورکړي څو چې امیر شیر علي خان پر خپله دویم ځل پاچهی و کړای شول لومړی افغاني کابينه د سید نور محمد شاه کندهاري صدر اعظم په مشرۍ تاسيس او شمس النهار جريده، منظم لشكر او يوه برخه عصري تشکيلات منځته راولي په سیاست کښې يې هم آزاد خپلواک تګلوری پر مخ بوت خو د افغان او انګريز د دویمې جګړې پيل (۱۲۹۵ - ۱۲۹۷ هـ ق) دا لړۍ پريکړه او د امير عبدالرحمن خان دوره (۱۲۹۷ - ۱۳۱۹ هـ ق) د استبداد تر فشار لاندې په يو ډول فکري جمود کښې تېره شوه، تر هغې چې پر ۱۳۲۳ هـ ق کال په کابل کښې سراج الاخبار ټولنه تاسیس او په نوی فکرې هڅه یې بیا لاس پورې کړ، مولوي عبدالرؤف کندهاری سراج الاخبار خپور کړ او په کابل کښې دارالعلوم حبيبيه هم تاسیس شو چې دا نو د ساينس او نويو مضمونو د تدریس پیل و. خود دغي فکري هڅې سره له دې چې کورني او بهرني خنډونه يې درلودل پر ۱۳۲۹ ق کال د سراج الاخبار افغانیه د بيا راژوندي کولو په واسطه د محمود طرزي له خوا ادامه و مونده د اخوان افغان" په نامه په کابل کښې لومړى افغاني سياسي ګوند تاسیس شو، چې مرام يې "مشروطیت، خپلواکي او داخلي اصلاحات" وو،خو دغه ګوند غړی پر ۱۳۲۵ هـ ق کال یا ووژل . دغه ګوند غړي پر شول او یا بندیان شول تر ۱۳۲۹ ق چې سراج الاخبار د محمود طرزی په واسطه بیا خپور شو همدا دا خوان افغان ګوند هم بیا راژوندی شو، تر ۱۳۳۷هـ ق پورې د افغاني روشن فکرانو په تنظیم او د معارف په خپرونه کښې يې زيار ويوست، د هېواد د بشپړې سياسي آزادۍ ګټلو او د خپلواکۍ د جهاد له پاره د ولس په عمومي پاڅون او د افکارو په تنویر کښې ددې ټولني زیار ګټورو او چې پر ۱۹۱۹م افغان ولس خپله خپلواکي بېرته وګټله ټولو روشن فکرانو دنيا ته د نوي آزاد افغانستان د ورپېژندلو، د ادارې د نوي تشکيل د مدني چارو په ترتيب د ښوونځيو د تاسيس او مطبوعاتو د پراختیا په لاره کښې زيار ويوست چې دا ګټور زيار تر اوسه پر مخ ځي.