مجرد ږغونه او مرکب ږغونه
د صامتو توريو ږغونه موږ پر دوه ډوله ويشلاي سو، يو هغه ږغونه دي، چه اساساً او پخپله یو ږغ او مجرد صوت وي، له يوه مخرجه څخه په يوه وار راوزي، دغو ته موږ مجرد ږغونه او يوازيني توري ويلاي سو. ځيني داسي ږغونه هم په ژبو کي سته، چه دوه ږغه سره گډ شوي او يو رنگ ئې موندلي وي، داسي ږغونه موږ مرکب گڼو او هغه توري چه نمايندگي ئې کوي، گډ توري ئې بولو.
د ژبو د تطبيق او نشوونما به سلسله کي مجرد اصوات لمړني دي، وروسته چه په نويو خلو کي لویږي، او نويو محيطو ته ځي په ځینو تورو نوي اصوات گډیږي، او مرکب صورت مومي، د پښتو ژبي الفباء ته چه سړی ځیر شي، له ديرشو توريو څخه مجرد اصوات دغه دي:(ب، پ، ت، ټ، ج، چ، خ، څ، ځ، د، ډ، ر،ړ، ز، ژ، س، ش، غ، ک، گ، ل،م،ن).
اما څلور صایت توري (ا، و، هـ،ى) خو بيل دي، د صحيحو او صامتو حروفو په ډله کي نه شميرل کيږي، نور نو دغه توري مركب صوتونه لري (ږ،ښ،ڼ)
(ڼ) يو خيشومي ږغ دي، چه له (ړ) او (ن) څخه مركب شوى دي:
ر ← ڼ ← ن
او (ږ، ښ) داسي توري دي، چه مختلف اصوات لري، او په ډول ډول اداء کيږي، په حقيقت کي مبدا، هغه اساسي او مجرد توري (ژ، ش) دي چه د نورو توریود ترکیب په سبب ئې ږغونه گرزيدلي دي.
دا نقشه وگوري
گ،خ گ=ږ
خ=ښ ږ=ک
ښ=خ
ژ= ږ
ش=ښ ږ=گ ږ،ښ
ښ=گ
ژ،ش ږ،ښ ږ،ښ ږ،ښ
په دې نقشه کي د دوو توريو گډ صوت په (= )سره د دوي تر منځ ښکاره سوي دي، وگوري د (ژ) مرکب ږغ داسي تغير مومي:
ژ ← (ژ=ږ) ← ږ ← (ږ=گ) ← گ
اما د (ش) ږغ هم داسي مركب كيږي:
ش ← (ش=ښ) ← ښ ← (ښ=خ) ← خ
اوس چه تاسي ته د مركبو او مجردو اصواتو تشریح وسوه، نو به ولاړ سو، د ږغو د مقايسوي بحث comparative phonology پر اساس به صحیح او صامت توري هم د سنسکریت او اوستا سره وگورو.