اوستا
د اوستا د کلمی څخه اروپائی مستشرقینو په بیلو بیلو صورتونو ترجمه او تعبیر کړی دی چه ځینو هغه (مضمون) ترجمه کړی او ځينو د هغى اشتقاق د (اپستاك APstak) له کلمی څخه بللی او ترجمه ئی و رځنی په (قانون) سره کړی ده، پروفيسو (گلدنر) له پروفیسر (اندرآس) نه نقل کړی او وائی چه د اوستا او یا د (اوستاک) پهلوی کلمه د (اوپستا Upasta) له کلمی څخه مشتقه ده چه معنی ئی اساس بنست او اصلی متن دی د (زند) کلمه چه ورسره یوځای کوی نو د صفت په ډول ورځنی تعبیر کیږی او هغه دوه معنا گانی لری: (ښار) او (لمونځ) او په اصل کښی د (زانتو Zantu) له کلمی څخه پیدا شوی ده. نو د مرکب نوم معنی (زنداوستا) په یو تعبیر (کتاب یا ښاری قانون) او په بل تعبير ( د دعا او لمانځه کتاب) كيږى. ځينو نورو (زند) له (ازانتی Azanti) نه اخستی او ترجمه ئی ورځنی په (شرح او بیان) سره کړی ده د اوستا سره د (زند) د کلمی یو ځای کیدل په دغه وروستنۍ معنی یو نوی شی دی ځکه چه د شرح او بیان نه مقصد د اوستا تفسیر دی چه په پهلوی ژبه لیکل شوی دی، او (پازند) پخپل ځای یوه شرحه ده چه د زند دپاره ئی لیکلی ده. ځینی نور وائی چه اوستا د مجهول په معنی ده په دغه ډول چه هغه کلمه له دوو برخو نه جوړه شوی ده چه (او) د (به) په معنی او (ستا) د (پوهی) په معنی چه د مرکب شكل معنى ئی غير مفهوم ،مجهول کیږی. او د دغه تعبیر علت داسی لیکی چه هر کله باختری اوستا خاص دوه نسخی وی چه دواړه نسخې د اسکندر د تهاجمونو له کبله له منځه لاړی په ساسانی او پارتی زمانه کښی چه د خطی ټوټو په ټولولو اوجمع کولو ئی پیل وکړ، عموماً د هغو په معنی نه پوهیدل او له دی کبله ئی هغه آوستا یعنی مجهوله و بلله مگر د وروستی تعبیر په نسبت هغه نظریات صحیح معلومیږی چه لومړی مو بیان کړل د برطانیې انسيلكلو بپدیا لیکی چه د اوستا د نوم پخوانی صورت (اویستاک Avistak) ؤ، او حقیقی معنی ئی معلومه نه ده.
لنډه دا چه اوستا او خاص بیا (گاتونه) له (ما نتراسپتا Manthracepta ) یعنی (پاکو خبرو) نه عبارت دی او د هغو قوانینو او لارښودنو مجموعې ته ئی نسبت کیږی چه زرتشتر له هرمزد نه راوړي وو.
لومړى اوستا یا باختری اوستا: لومړی اوستا یا باختری اوستا پخپل اصلی شكل او وضعیت یو داسی شی دی چه له بده مرغه صحيح تعریف ئی نن ورځ سخت او محال دی او دا ویل کیدلی نشی چه څومره ئی له منځه تللی او څومره پاتی ده. په دی کښی شک نشته چه هر کله کشتاسب د باختر پاچا نوی دین ونیو نو حکم ئی وکړ چه ټول اوستائی قوانین د غوا ئی په پوستکی ولیکی او د مملکت په معبدونو ئی تقسیم کړی، مگر دغه واضحه نه معلومیږی چه څو نسخى ئى ليکلى او په کومو ځایو ئى وويشلې. پلينيوس Plinius د هرميپوس د كتاب له مخی ليكی چه: د زرتشتر مذهبی کتاب دوه ملیونه شعرونه درلودل، طبری وائی چه اوستا د غوايانو په ١٢ زرو پوستكو باندى ليکل شوې وه. دغه شمېر که څه هم تر یوې اندازی فصیح او څرگند دی مگر بیا هم د مطلب له مخی ورځنى قاطعه نتيجه اخستل کېدلی نه شی، ځكه نه معلومیږی چه دغه د غوایانو ۱۲ زره پوستکی د اوستا یوه نسخه وه او که ډېرې وې. په هرحال سره د دې چه دغه شمېر مبالغه ناکه جنبه هم لری له هغه نه او د موجوده اوستا له مخې واضحه معلومیږی چه اصلی اوستا یو ډېر لوی او غټ (ضخيم) شی ؤ او په (۲۱) کتابو يا نسكو او جز وو باندى ويشل شوې وه.