د پردیو سلطه هخامنشیان

د افغانستان پخوانی تاریخ څلورم

په دویم فصل کښی (په آریانا ويجه) کښی د هند و اروپائی د قبائلو لومړی څانگو او باختر ته د يو ټولگی راښکته کېدل، او د (آریا) یا (د باختر آریائی کتلې) په مخصوص نوم د هغوی مشهورېدل او په باختر کښی د ویدی مدنی او سلطنتۍ لومړی لوی کانون تشکیل او د آریانا نورو ځايونه د نفوسو زیاتوالی او کثرت له کبله د هغوى تيت ؤ پرک کېدل او مېشت کېدل او د دوو څانگو مهاجرت یوه د هند خوا ته او بله د مدیا او فارس خوا ته بیان شول. دغه رنگه په دریم فصل کښی د جزئياتو په تفصیل بیان وشو چه د آریانا مستعد مملکت او د باختر مدنی جامعه د آریائی ثقافت د روزنې لومړی ځای ؤ او د دې لوی کانون د مقتضیانو په اثر د پارا داتا (پیشدادی) کاوی (کیانی) (اسپه) کورنيو يوې په بلې پسې. سلطنت کړی دی، او په داسې حال  کښی چه د آریانا له ښکلې خطى څخه هندو، مدیا، او فارس ته مهاجرې څانگې لاړې هغو آریایانو چه پخپل اجدادی مملکت کښی پاتی شول اوستائی روښانه دوره او د هغې د مدنيت او تهذيب دوره ای میدان ته راوايستله او د دغه مدنیت معنوی اثرانو هم د پخوانیو دورو په شان د پردیو خاورو خاص بیا دغرب خوا ته نفوذ وکړ، دغه دوره چه د ١٠٠٠ ق م کال په شاؤخوا کښی یا یو دوه پیړۍ پخوا شروع کیږی د مدنی روحی او معنوی ممیزاتو او د سیاسی آمریت په لحاظ تر ۵۰۰ ق م پوری دوام کوی ځکه چه دغې زمانی سره سم له فارسيانو څخه يوې کورنۍ چه هخامنشی نومیږی ځان ئی په آخر کښی د مادا و اشوری له حاکمیت نه خلاص کړ او په سوزیان (شرش) کښی سلطنت ته رسیږی او زمونږ په مملکت کښی یوه سلسله تهاجمونه شروع کوی. هر کله چه هخامنشی د پارسو له قبائلو څخه یوه کورنۍ  وه او پارسوا څه موده د (امادی)  مطبع او فرمانبرداره وه او دواړه اوږدې دورې د سامى عالم او خاص بیاد  آشوریانو تر سیاسی نفوذ او اثراتو لاندی وې، سره د دې چه مونږ د آریانا په پخوانی او باستانی تاریخ کښی د سامی عالم، اشوری، ما داو د نورو سره دائمی تماس نه لرو. هر کله چه د هخامنشی د سلطی او تهاجماتو د بادولو په ترڅ کښی د هخامنشیانو او فارسیانو په تعلقاتو او له سامی عالم څخه دوی ته په رسیدلو اثرانو پوری ډبر مسائل ربط پیدا کوی نو په لنډ صورت د هخامنشی د سلطنت د پیدا کېدو او په آریانا باندی د دوی د تهاجماتو نه پخوا د غربی آسیا ځینی سامی قومونه او هغه اثرات چه د پارسوا او په امادی آریائی مهاجرو قومونو باندی ئې کړی دی ذکر کوو او وروسته بیا اصلی مطلب ته را گرځو.