32

هوتکیان (۱۱۲۰هـ - ۱۱۵۰ هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ شپږمه برخه

د دغه لنډ تاریخ په پيل کښې مو د پښتون کهاله په اړه ولوستل چې د پښتون له درو زامنو څخه یو هم بيتنى یابیټ نیکه نومېد، د دغه شيخ له پښته او د متو له نسه چې د ده لور وه، د (غرزي - غلجي- غلزي) په نامه د پښتنو د مشهورو غلجيو قبيلو ټبرونه مشهور شول. دا نوم بېشکه غرزی" د "کوهزاد په مانا دی، ځکه چې په افغانستان کښې د سړيو او ځايو د زياتو نومو رېښې د پښتو د "غر" له کلمې څخه راوتلې دي او ان د غور - غرچه - غرج- غلج- خلج ټولو کلمو ريښې له دې کلمې څخه جوړې دي چې په منځنۍ آسيا کښې د ځايو او قبيلو له پاره کارېږي. توماسيك وايي چې د ګر "GAR" يعنې غر كلمه لرغونې باكتري دري کلمه ده او "غرچه" د آمو لوړې خوا ته د غرني ولايت د آريايي اوسېدونکيو نوم دی، له دې کبله نو غرچه خلج، غلج او غرچ د غره د زوي یا غرزی او کوهزاد - کهزاد په مانا دی. د "غر" کلمه چې اوس په پښتو کښې د غره په مانا ژوندۍ ده د - اویستا په "هوم يشت" کښې ګیری" راغلې چې په خورده اوېستا کښې هم ليدل کېږي، په سنسکريټ کښې هم "كير" او "گیری" "GIRI" د غره په مانا و، ان عربانو د پخواني ګرشاه لقب ملك الجبال) په معرب ډول جرشاه کړی دی. د تاریخ طبرستان ۵۶ - ۱۸۳ مخونه په پښتو کښې غرڅه - غرڅنى د كوهي - غرني) په مانا دى چې د غرچه او غلچه - غلجی نوم له هغه څخه راوتلی دی او غلجیان د پامیر او زرافشان د رود په درو کښې اوسي. عربي جغرافيا ليكونكيو هم دغه ټکي ته اشاره کړې ده چې "غر" د "جبل" په مانا د غرشستان او غرجستان په تاريخي نومو کښې دخيل و، یاقوت د البشاری په حواله وايې چې غرج اصلاً د غره په مانا دى خراساني مؤرخانو چې دا کلمې له خپلو هېوادوالو څخه اورېدلې دي د "غرجستان" نوم يې په اصلي شكل "غرستان" لیکلی دی چې له غر استان څخه عبارت دی غر - د کوه، په مانا او ستان" د ظرفیت پخوانی علامه ده. لكه منهاج سراج جوزجاني چې د دغه هېواد له خلکو څخه و، زیاتره د عربو د غرجستان او غرشستان پر ځای غرستان ليکي، د طبقات ناصري په زړو خطي نسخو کښې څو ځایه غرستان ليدل کېږي. په هر حال غلجي - غلزي يو پخوانی نوم دی چې مانایې د غره زوى ده. د افغاني غلجيانو لومړی نیکه په همدغه نامه یادیده ده درې زامن لرل چې نومونه يې هم آریایې زړو نومو ته بيخې ورته دې: توران - تولر - بولر - موږ پوهېږو چې تور" له هغو پخوانيو آريايي نومو څخه دی چې په اوېستا کښې راغلی دی دا نوم تر اوسه په پښتنو کښې په بېلا بېل ډول تور تورانی تورك تورى رواج لري، همداراز "بولر" يا "بلور" يو زوړ نوم دی چې د ګلګت تر سیمو د نورستان پر خلکو اطلاقېده، د ((بارتولد )) په وینا تر اوسه هم د هغه ځای ځينې تور پوښه قبایل ځانونه "بلور" بولي، دا کلمه تر ۱۸ پیړی پورې په چيني کتابو کښې ليدل کېږي . محمد حیدر دوغلت چې د (۹۳۲هـ) په شاوخوا کښې ژوندی و، پردې سيمو يې حکمراني کوله نو د کشمير له ناوې څخه د کابل ترناوې پورې او شمال خوا تر یار کند او کاشغر پورې يې داسيمې بلور او بلور ستان وبللې ترده دمخه منهاج سراج او محمد غوفی د غوري دوری مؤرخان د شغنان تخارستان او درواز د غرو په لړ کښې بلور هم راوړي مستربيلو وايې چې: بولر يا بلور د باختر د کلمې طبيعي تحریف دی. په هر صورت د غلجي، توران، تولر، بولر کلمې او نومونه ټول دا راښيي چې دوی پخوانۍ آريايي ريښې لري او هم دا زياتوي چې افغاني غلجيان هم له ارايايي نژاد سره ټینګه اړه لري. خو (هوتك) د كندهار او كلات له غلجيو قبيلو څخه د هوتکو د قبيلې لومړي نيکه چې د پښتو اشعار يې د پټې خزانې په واسطه موږ ته رارسېدلي، د انساب پېژندونکیو په وینا د بارو زوی او د پورتني نوموړي تولر لمسی و، چې ده د ملکيار يوسف دولت او عرب په نومونو څلور زامن درلودل د هوتکو د پاچهی د موسس میرویس خان پلار ښالم خان په اتم پلار په دې توګه ده ته رسېږي: ښالم د کرم زوي د مند لمسی د عمر کړوسی، د جلال الدین کوسی، د قطب کودی چې هغه بیا د اسحاق زوی، د حسین لمسی، د ملکیار کړوسی او د هوتك كوسى دى. د هوتکو کهاله غړي د ترنك او ارغنداو پرغاړو سیمه ییز ولسوالان و، لکه چې وویل شول له چنګيزيانو سره يې سختې جګړې وکړې، خو د د دوی د ژوندانه ښکاره څرنګوالی لاس ته رانه غی، یوازې دا معلومه ده چې تر میرویس خان دمخه د کندهار له جلد که تر غزني د غلجيو قبيلو مشر تابه او ولسوالي په سلطان ملخي توخي پورې اړه درلوده چې دمخه يې يادونه وشوه. د میرویس خان پلار ښالم خان چې د خپل وخت له مشرانو څخه و، د سلطان ملخي لور نازو نومې يې په نکاح کړه، چې د هغې له نسه څلور زامن حاجي ميرخان عبدالعزیز عبدالقادر، او یحیی خان و زیږېدل. له دغو زامنو څخه حاجي ميرخان یا میرویس خان هغه نومیالی و، چې له غزني څخه تر کندهاره يې خپل نفود خپور کئ، د توخي او ابدالي د دوو ټبرو (چې له کندهاره تر غزني یې حکومت کاوه) او د ډهلي او اصفهان د دوو شاهنشاهيو د تاريخي نفوذ تر منځ يې په ولسي چارو کښې لوی لاس درلود ، په کندهار کښې يې د خپلواك سلطنت بنسټ کښېښوو، د سید جمال الدين افغاني او سلطان محمد خالص په وینا دى د متين فکر او لوړو اخلاقو څښتن او هم ښه ژبور سړی و، دا چې له یوې خوايې مور د توخي حکمرانانو له کهاله وه او له بلې خوايې د ابدالي کامران خان (چې د مخه يې يادونه وشوه خانزاده نومې لورکړې وه، ځکه نو ابدالي او توخي قبيلو دواړو د ده ملاتړله له بل پلوه د ده خپل کهول هم له ډېرو پيړيو راهيسي په هوتکو کښې نفوذ درلود او ولسوالي يې کړې وه. د همدغو وړتياو له مخې ميرويس د کندهار د ابداليو او غلجيو د ټبرو له خوا د "بابا" په لقب وپېژندل شو هغه وخت چې صفوي نصراني حکمران گرگین خان کندهار ته راغی او پر خلکو يې هغسي ستمونه وکړل چې د زغملو نه وه، نو میرویس څلور واره اصفهان ته ولاړ د شاه حسین صفوی دربار ته يې د خلکو فریاد ورساوه او هم يې د دربار اوضاع له نژدې څخه وکتله دده يو ملګري ريدي خان په خپل منظوم کتاب "محمود نامه" کښې چې د میرویس د زوی په نامه یې نظم کړی دی د میرویس دا د خواهی

او د شاه حسین صفوي ځواب داسې بيانوي: 

چی میرخان تللی اصفهان ته ونه

مخ يې مکې د پاك سبحان ته ونه

پاچا تی عرض کړ ټول حال د پښتون

د گرگین ظلم بد احوال د پښتون

پاچا ویل زه نسوای کولای چاره

د گرگین خان ظلم و ستم د پاره

که یې معزول کرم کندهار نه پرېږدي

جور و ستم او خپل شعار نه پرېږدي

گرگین خو کرک دی گرگ خو ظلم کوي

وینی تووینه هم پسونه څيري

زه هم خايف يم چې به څه کړم ګرګین

نا مسلمان دی، ارمنی دی، بې دين

نه په اسلام کښې ځان پا بند ګڼينه

نه نصراني نه له عيســى بــيــريـنــه

بيرېږم زه چې خدای کړي قهر ښکاره

د سلطنت په رڼا کور سي تياره

میرخان ویل ای حسین پاچا و گوره

حال د حاکم او رعايا وګوره

گرگ دی ایله کی پررمه سو شبان

جور و ستم کاندې بيحد ګرګيـن خـان

موږ له طاقت نسته چې کړو به زياتي

صبر پر ظلم د ظالم ارمني

دا څلورم واردی راخم سلطانه

عرض د ظالم له لاسه کړم سلطانه!

که پاچا نه کړي داد خواهي د مظلوم

ظالم حاکم کا ظلم ډېر په محکوم

جور چې ډېر شي سلطنت شي برباد

د ظلم قصر پوپنا بې بنياد


عربيه


الملك يبقى مع الكفر ولا يبقى مع الظلم

کافر کولای سلطنت شي مدام

که وکړې داد، نه وي جابر پرانام

مگر ظالم خو نسي کړای سلطنت

خالق رحیم دی ورکوی خلافت

چاته؟ چې زړه يې وي په مهر ودان

د خدای عیال ګڼي پر مځکه انسان

سلطانه واوره په ښي غوږ دا وینا

مکره ستم د خلق الله په هر چا

د ستمکار و پای ورانی دی خراب

د ظلم اور يې کا په خپله تراب

د مظلوم آه داسي کاري وي ګوره

چې اور يې نه ځي د ظالم له کوره

لمبې په بلی کا د ظلم په کور

ټوله به کاندې بېنوا په دې اور 

ښايي ظالم چې رحم وکا په ځان 

په ظلم خوار نه کړي خپل ځان او جهان 

سلطانه گوره پر خان رحم وکره 

خپل کلی کور په جور مه ورانوه 

خو دا چې صفوی پاچا د میرویس فریاد وا نه وريد او د اصفهان له درباره نا امیده شو نو له هغه ځايه بيت الله ته ولاړ، د عربو له عالمانو څخه يې له ګرګین سره د جنګ جواز او د هغه د وژلو فتوا واخیسته، په اصفهان دربار کښې يې هم دومره نفود و موند چې درباريان يې پر ګرګين بد گمانه کړل، تر هغه وروسته حاجي ميرويس کندهار ته راغی، هلته ارغنداو پر غاړه له کندهار د اوسني ښار څخه شپږ ميله ليرې په کوکران کښې يوه لويه ملي جرګه جوړه خلکو ته یې د اصفهان د دربار او ضاع بيان يې د او د حجاز د علماوو فتوا ښکاره کړه او له دوی څخه يي تعهد واخیست. په دویمه جرګه کښې چې د کندهار ښار ختيځ ته شل میله لیرې په ه ل مانجه کښې جوړه شوه او په هغه کښې د کندهار د زياتو قومو مشرانو لکه سیدال خان ناصر، بابو خان بابی بهادر خان پير محمد مياجي هوتك، يوسف خان هوتك عزيز خان نورزی گلخان بابر نورخان بړېڅ، نصرو خان الكوزي، يحيى خان د میرویس ورور محمد خان د هغه وراره او یونس خان کاکړ ګډون کړی و، د خپلواکۍ د اعلان وثيقه لاسليك شوه او ټولو په قرآن ش می در لو او عظيم الشان لوړه وکړه. صم تر هغه وروسته میرویس د کندهار د ټولو قومونو په مرسته د صفويانو بیگلربيگي ګرګین خان او د هغه ټول لښکريان ووژل، کندهار ښار یې ونیو او د ګرګین وراره الكسندل میرزا د هغه ستمگر مړی واخیست او درب يو - له ښځو او کوچنیانو سره يې هرات ته وتښتېد. وروستني مؤرخان د دغه ملي مشر د آزادي غوښتلو د غورځنګ پر نیټه اختلاف لری مثلا شېر محمد یې د د (۱۱۲۰هـ) کال د صفرې مياشت او سلطان محمد يې د (۱۱۲۱ هـ) كال صفره ليکي، خو نواب صمصام الدوله د هغې پېښې کال (۱۱۲۰ هـ) ګڼلی او خافی خان مؤرخ وايي چې پر (۱۱۱۹هـ) کال په هند کښې د محمد اعظم شاه دربار نه د ګرګین د وژلو خبر ورسېد کلنل مليسون د افغانستان په تاريخ کښې (۱۷۰۹م - ۱۱۲۱هـ ) کال لیکلی دی آو میرزا محمد خلیل صفوی (۱۱۲۲هـ) کال ښوولی دی. خو د پټې خزانې روایت لیکونکي تر ټولو مؤرخانو موثق او د اعتبار څښتن دی. هغه پېښې په خپلو سترګو ليدلي او هم يې مستقيماً له خپل پلار څخه روايت کړي دي چې پر ۲۹ د ذيقعدة الحرام سنه (۱۱۱۹) هجري د حاجي مير خان د خپلواکۍ دغه پاڅون د ګرګين او صفويانو د ن لښکر په وژل کېدو پای ته ورسید. کندهار د جغرافيي موقعيت له اړخه د ایران او هند د دوو شاهنشاهیو تر منځ ډېر ارزښت لاره هغه وخت چې ملي مجاهدينو د میرویس په مشرۍ په کندهار کښې د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ، د هند تیمور دربار د دغه خبر په اورېدو ورېږدېد او د پښتنو خپلواکۍ يې د ځان له پاره لوی ګواښ وباله، دا ځکه چې د هند تيموري حكمداران د غوريانو، خلجیانو او لوديانو د امپراتورۍ او له بيا راژوندي کېدو څخه وبېرېدل، لکه ن صمصام الدوله او خافي خان چې ليکي: هغه وخت چې د افغانانو د خپلواکۍ د اعلان خبر د هند تيموري دربار ته ورسېد نو په ښکاره يې د مجبوريت په سبب د افغانانو خپلواکي تر يو ځايه په رسمیت وپېژنده، خو په پټه يې د اصفهان له دربار سره مخابره او مفاهمه وکړه چې د دې پېښې د مخنيوي له پاره چې د خافي خان په تصريح د دواړو هېوادو او ولسونو له پاره د صايبې رایې مخالفه پېښه وه ډېر ژر زيار وباسي (منتخب اللباب خو حاجي ميرويس چې د دوى قوي شاهنشاهیو تر منځ خپل خطرناک موقعیت ښه پېژانده، په درېمه جرګه کښې يې د اولس مشران راغونډ کړل وروسته تر هغه چې د افغاناولس سياسي دريځ يې د دوو ختيزو او لوېديزو دولتو تر منځ وښووه او د هغوی قوتونه يې څرګند کړل نو ویې ویل: که زما سره یو شئ او زما ملا وتړئ نو د خپلواکۍ بيرغ به هسك وساتو او پرې به نه ږدو چې بيا د پرديو مريتا به کړۍ زموږ په غاړه کښې ولوېږي، هغه کسان چې د پرديو مريتوب مني موږ له هغه سره هېڅ اړه او خپلوي نه لرو او نور دې زموږ په هېواد کښې نه اوسي". ملي جرګې چې د ملي مشر وینا واورېده نو ده ته يې د موافقت لاس ورکئ او ټینګه ژمنه یې ورسره وکړه چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خپلې ملي خپلواکۍ او آزادۍ ساتنه کوي". (تتمة البيان) د گرگین او د هغه د ملګريو د وژلو خبر د ګرجي د لښکر د هغه بقية السيف په واسطه اصفهان ته ورسېد چې د ګرګین له خوا د پښين سيمې د ترین تبر د مخنيوي له پاره هغې خواته تللی وو، د بېرته راګرځېدو په وخت کښې ميرويس شړلی او پارس ته تښتېدلی وو، پخپله میرویس هم صفوي پاچا ته ليك واستاوه د افغان او فارس جګړې د کتاب ليکوال په وينا په هغه ليك كښې يې ليکلي وو چې پاچا دى له تدبيره کار واخلي، کندهار ته دي لښکر نه رالېږي، ځکه ټول ا افغانان د دوی وژلو ته توره په لاس ولاړ دی  او که مجبوره شي ښايي چې کندهار د ډهلي پاچا ته وسپاري، ځکه نو ښايي چې صفوي پاچا ددغه هېواد سياسي موقع په نظر کښې ونيسي" همداشان يې د ډهلي دربار ته ليك واستاوه او په هغه کښې يې د دواړو خواو، يادونه وکره واو تمه یې ورپیدا  کره چې که ده د همد دربار دده مرسته وکړي په راتلونکي وخت کښې به د صفوي توابعو يوه برخه د اصفهان پر خلاف وپاروي. خو صفوي دربار و غوښتل چې ميرويس د ګواښلو او بيرولو له لارې د ځان تابع کړي، ځکه یی میرویس ته یو استازی راوستاوه، چې د مليسون په وینا جاني خان او د مرجان ملکم او سيد جمال الدين افغاني په وينا محمد جامي خان نومېد، دغه استازي له صفوي درباره یو پیغام راوړی و چې د ایران پاچا د ګرګین وژل بخښي خو میرویس باید اطاعت ته غاړه کښېږدي او صفوي لښكر كندهار ته پرېږدي. سربېره پر هغه نوموړي استازي افغاني مشر د مقابل لوري له عظمت او شوکت او د دغه کار له ناوړې پایلې و ډاراوه خو ميرويس چې كلك زړه او ټينګ اعصاب لرل په ډېره مېړانه يې داسې ځواب ورکئ: ته فکر کوې چې عقل او حکمت یوازې په ناز او نعمت کښې لاس ته راځي او زموږ په غرو کښې کښې يې اثر نه شته - ستا پاچا که څه کولای شوای خپل کار یې په زور پر مخ بېوه دغو بې ګټو خبرو ته به اړنه و ... " (سرجان ملکم). میرویس امرو وکئ چې هغه درې ملي صفوي استازي زندان ته بوځئ، د مليسون په وينا په دغه کار کښې يې دوه لوی مقصده درلودل لومړی دا چې د ایران د دربار خواب ځنډنى شي چې لښکر رالېږل هم وځنډېږي، بل دا چې د اصفهان دربار ته څرګنده شي چې د افغاني خپلواکۍ بیرغ ټیتیدونکی نه دی او د صفوي دربار تهديد او تطمیع د ده او نورو زړورو افغانانو پر روح څه اغېزه نه لري. څنګه چې د لومړي سفير را استول د میرویس خان آزادی پال هوډ مات نه کړ نو د اصفهان درباريانو له يوې بلې وسيلې څخه کار واخيست او د هرات حکمران محمد خان بلوڅ یې چې د میرویس پخواني دوست او د حج په سفر کښې هم ورسره و د سفارت په توګه کندهار ته واستاوه، چې په دوستانه ډول له افغان ملي مشر سره خبرې وکړي او د خپلواکۍ تود نغری په دوستانه نصیحتو سور کړ، خو افغان مشر نوي استازي ته وويل خدای ته شکر باسه چې ستا د ملګرتیا حق مې سترګو ته درېږي، که دا نه وای نو تا به هم د نورو په شان پاداش لیدلی وای - زموږ د غرو آزاد خلك د بيا مريتا به په كړۍ کښې نه شي لوېدلای زړورو زمریانو زنځیر شلولی دی او له تیکو را ایستلی شوې تورې بېرته په تيکو کښې نه ننوځي. میرویس د دوستۍ د درناوي په بنسټ محمد خان په ښه عزت وساته او په دې وسيله يې د اصفهان دربار ته څرګنده کړه چې دی او د ده قوم به خپله ملي خپلواکۍ بیا له لاسه ور نه کړي د میرویس د دغه مېړني دريځ نه ماتیدونکی هوډ پر وړاندې د اصفهان دربار د هرات حکمران ته چې د محمد خان پر ځای ټاکل شوی و، پر (۱۱۲۲ هـ - (۱۷۱۰م) کال امر وکئ چې پر کندهار يرغل وکړي، خو ميرويس له پېنځو زرو پښتنو سپرو سره د هغه مخه ونیوه او سخته لویه ماته يې ورکړه. په راتلونکو (۱۸) میاشتو کښې د اصفهان له خوا څلور ځله پر میرویس او آزادی غوښتونکيو افغانانو باندې لښكركښۍ وشوې، خو ټول بېرته ناکام پرشا ولاړل وروستی پلا پینځه زریز لښکر د تبريز د حکمران محمد خان په مشرۍ دې خوا ته وګمارل شو چې یوازی پنځوسوو پښتنو سپرو پر شا وشړل تر زرو زیات کسان یې په جنګ کښې ووژل او ټپیان پر ډګر پاتې شول، په خپله حکمران هم له درو زامنو سره د پښتنو جنګياليو په لاس کښيووت. دغو پرله پسې ماتو او ناکامیو د اصفهان دربار اړ کئ چې لويه لښكركښي وکړي، ډېر په قهر شو او خورا لوی خونخوار لښکر يې راویوست د دغه لوی لښکر سالارې یې د ګرجستان حکمران او د وژل شوي ګرګين وراره خسرو خان یا کیخسرو خان ګرجي ته وسپارله چې د دربار له زبر دستو کسانو څخه و دا ځکه چې ګوندې خسروخان به د خپل تره د غچ اخیستلو له لارې له جوشه ډك كار پر مخ بوځي، هغه و چې خسرو د کندهار خوا ته پر مخ راغی او په فراه کښې يې واړول په دې لويه لښكركښۍ کښې د خراسان ټول امیران د هرات حاکم او د کرمان حکمران علي قلي هم د خسرو ملګری وو. دا مهال ميرويس خان د پټې خزانې د ليکوال پلار داود خان هوتك په فراه كښې د افغاني ځواکونو مشر وټاکه، چې همهلته له خسرو سره ونښت، خو خسرو پر مخ راغی او میرویس له لږ قوت سره ګرشك ته نژدې د هلمند پر غاړه تیار ناست و، د میرزا محمد خلیل په وینا د خسرو لښکر پنځوس زره سپاره او پلي لرل چې بشپړه توپخانه او خزانه هم ورسره وه او په هغه کښې (۱۲۰۰) نه خالص ګرجیان وو، چې خاص د ګرګین د غچ اخيستلو له پاره راغلي وو، بالمقابل پښتني ملي قواوې لږې وې، ځکه نو را پر شاشوې او د خسرو لښکرو کندهار کلابند کی (۱۱۳۳هـ - ۱۷۱۲م). کندهاریانو د ښار په ساتلو کښې په ډېره مېړانه پښې ټينګې کړې او په هره حمله کښې يې صفوي لښکر پرشا وواهه، په خپله میرویس هم خپل قوتونه له سره نوي راغونډ کړل او د کندهار د جنوب له خوا يې د بلوڅو د پښین د ترينو او نور قومونه د وطن ساتنې له پاره راوپارول او د خسرو پر لښکر يې يرغل وکئ د ذخيرو د رارسېدلو لاره يې پر وتړله. خسرو چې خپل نيم لښکر په دې اخ و ډب کښې بایللی و ویې غوښتل بېرته پارس ته وتښتي، خو ميرويس له خپلو (١٦) زرو تنو سره پر هغه یرغل وکئ، د جان ملکم په وينا د صفوي تېرکوونکيو له (۲۵) زرو تنو څخه یوازې پېنځو سوو تر اووسوو تنو پورې له مړينې ځان وژغورلای شو خسروخان هم په جګړه کښې د خپل اکا په څيرو وژل شو، د اد (۱۱۲۳ هـ) کال د روژی پر ۲۸ مه او د مجمع التواریخ په وینا پر ۱۱۲۴هـ ) پېښه شوه، تر دې خونړۍ جګړې وروسته چې کندهاري ننګياليو، صفوي تېري کوونکي ټول ووژل د اصفهان دربار یوبل لوی خونړی لښکر د محمد رستم خان په مشری کندهار ته را واستاوه خو دا چې د ملي مشر مټ او بازو د ولس په یووالي او مرسته ډېر سخت غښتلی و، نو ځکه دغه لښکر هم هېڅ ونه کړای شول او مات شو رستم د دې له پاره چې د خپلو اسلافو په برخليك اخته نه شي بېرته پارس ته پرشاسو (١١٢٦هـ - ۱۷۱۴م). همدارنگه محمد زمان قورچي باشي هم له اصفهانه له لوی لښكر سره کندهار ته راواستول شو چې د ميرزا خلیل په وينا د بسطام په سيمه کښې دی هم ووژل شو. څنګه چې په دې وخت کښې چې د هرات مليون هم لکه چې وویل شول د ابدالي اميرانو په مشرتابه له متجاوز و صفویانو سره مقامت کاوه، ځکه نو تر هغه وروسته کندهار ته د صفوی لښکر را استول ممکن نه شول او میرویس هم په کندهار کښې د ښه واك خاوند او غښتلي ملي مشر شو چې خلکو ورته د "بابا" لقب وركئ. ده په دې وخت کښې د ډهلي له دربار سره خپل سیاسي اړيکي ډېر ښه ساتل او د کندهار ملي دولت یې هغه دربار ته په رسمیت ور پېژندلی و په پای کښې يې دسياسي دوستانه اړيکو د لاټینګښت له پاره خپل ورور حاجي امكو د سفير په توګه د هند تیموری پاچا فرخ سیر ډهلي دربار ته واستاوه او د هغه په لاس یې دوستانه سوغاتونه ورولېږل، د ډهلي دربار هم د کندهار ملي حکمران په رسمیت وپېژاند او د حاجي اميرخاني "خطاب يې د "تورې" او "پيل" له سوغاتو سره د میرویس ملي دربار ته را واستاوه (مجمع التواريخ) چې په دې سياسي وسيله ميرويس د خپل هېواد له ختيز اړخه تر یوه ځايه ډاډه شو. د میرویس د حکمرانی بریدونه له فراه، شین دند (سبزوار) او سیستان څخه نيولي تر پښين او د سليمان غره تر لمنو او شمال خوا تر غزني پورې رسېدل، پر ابدالي او غلجي قبيلو يې په مساوي توګه حکومت کاوه بلو څانو هم ورسره مرسته او ملګرتیا کوله ده د شاهي لقب ونه مانه او په هغه جرګه کښې چې د کندهار قومو د ده د سترو خدمتو د ستايلو له پاره دی په خپله پاچهی مانه ده خلکو ته ویل چې ما د دې له پاره ستاسي خدمت نه دی کړی چې پاچهۍ وکړم یا د پاچهی پر تخت کښېنم او خولۍ کړه کښېږدم، زه په دې ښه نه ایسم چې پر تاسې پاچهي وکړم، بلکې په دې ښه ایسم چې ستاسې خدمتګاري وکړم ما ته همدا بس ده چې ولس راته "بابا" ووايي، نور نو نه جواهر غواړم او نه سره زر او سپین زر، زما همدابس دی چې ستاسي خدمت وکړم او تاسې د خپلو زامنو په څېر وروزم. زما پاچهي د لاسه نه کېږي زه ستاسی کوچنی خادم یم! د ده د دغو خبرو مطلب د درې ژبې يو شاعر داسي منظوم کړي دي


 نه خدمت نمودم که شاهی کنم

 بتخت شهی کج کلاهی کنم

 نزیبد مراشاهی و سروری 

سر افرازم از افسر چاکری 

مرا بس که گویند قومم " پدر " 

ندارم طمع گوهر وسیم وزر

 همین افسرم به که خدمت کنم 

شما را چو فرزند خود پرورم 

نه دیهیم شاهی بود در خورم 

شما را همی كمترك چاكرم 


ميرويس يو خيرك، پوه او ډیپلومات سړی و، د ګاونډیانو په سیاسي اوضاع ښه پوه او صفوي دربار یې ښه پېژاند د حکمدارۍ په دود او دستور ښه پوهېده، اته کاله ه يې د به د یوه مشر بابا په توګه د خپل ولس مشرتوب وكئ، خلك يې خوښ وساتل تل يې د خلکو خواخوږي کوله او د مهربان پلار په څېر يې وروزل په افغانستان كښې خلك ورته "بابا" وايي او د يوه بزرگ قطب په شان د ده د مزار زیارت کوي د ځينو ناروغيو له پاره د ده د مزار خاوره شفا بولي وايي چې دغه نومیالی مشر جګه ونه قوی اندامونه او سپينه اوږده زیره درلوده، پر سر يې وېښتان نه وو سپین پرتوګ اوسپين کميس يې اغوستل او یو پټو يې درلود چې د کليو په ملي جرګو کښې به يې پر مځکه د خلکو په منځ کښې غوړاوه او د کلیوالو په څېر به پر هغه کښېناست، نور به يې هم پر خپل پټو کښېنول او ملي پېښې او قضايا به يې د خپل صايب فکر په مرسته حل كول خلك به يې له يو بل سره دوستۍ، ښېګڼې، همدردۍ او مرستې ته بلل. میرویس د خپلو هېوادپالو مجاهداتو په پای کښې د افغاني سلطنت او ملي برم مړه ډيوه بيا په کندهار کښې بله کړه، د خپلواکۍ او آزادۍ هېر شوی درس يې د خپلو خلکو غوږو ته ورساوه او د ۱۱۲۷هـ کال د ذیحجة الحرام پر ۲۸ مه نېټه له دې دنيا ولاړ په افغان تاريخ کښې يې د تل له پاره نيك او ښه نوم پرېښوو، دی د کندهار ښار لوېديځ خواته د کوکران په کلي کښې د لوى سړک پر غاړه ښخ او دا بيت يې پر مزار لیکلی دی بر سر مرقد ما چون گذری همت خواه که زیارتگه مردان جهان خواهد بود وګورئ ٧٦ - ۷۷ عکس) له ميرويس څخه دوه زامن پاتې شول یو محمود چې د پلار د مړينې پر وخت ۱۸ کلن و او حسین چې ۱۴ کلن و. د میرویس تر مړينې وروسته يې ورور پرځای کښېناست چې د مليسون جان ملكم او سيد جمال الدين په وينا "عبدالله" او د ده د همهالیو لکه جهانگشای نادري، مجمع التواریخ، پټه خزانه او همدارنګه د سلطان محمد ، شیر محمد ، روضة الصفای ناصری او انسکلوپیدیای اسلامي په موثوق قول عبدالعزيز" نومېد. دغه سړی د خپل ستر وررو په شان لوړ همت نه درلود همدا چې واکمن شو ملي جرګه يې راوبلله او خلکو ته يې د صفويانو د اطاعت منلو وړانديځ وکړ، ملي جرګې دغه جوغ ته غاړه کښې نه ښووه، خو عبدالعزيز د اصفهان دربار ته استازی ولېږه او په درو شرطو يې د اصفهان دربار اطاعت و مانه لومړی، د هغه باج او خراج معافول چې د ګرګین په وختو کښې افغان اخیستل کېده. دویم، کندهار ته د صفوي لښکر نه راتګ درېیم، د عبدالعزیز په اولاده د پاچهی دوام پښتانه چې د عبدالعزیز په دغه ناوړه وضعیت خبر شول، د دوی څلوېښتو زرو مشرانو د میرویس له مشر زوی محمود سره لاسونه یوکړل، عبدالعزيز يې وواژه. خو په پټه خزانه کښې ليکلى شوي دي چې: مير عبد العزيز چې د حاجي مير خان ورور و، په کندهار کښې مشر شو، خو د اولس رعایت یې کم کا. څو چې په (۱۱۲۹) سنه هجري د شپې د نارنج له قصره له بامه خطا شو او راولوېد مړشو." (پټه خزانه ۱۰۹مخ) مليسون د دې پېښې نېټه د (١٧١٦م) کال مارچ ليکي چې له همهغه (۱۱۲۹م) کال سره برابره ده. د کندهار خلکو دا پردی پال سړی په سزا ورساوه او پرې يې نه ښوو چې خپله ملي خپلواکي چې د زرو افغان زلميانو په وينو اخيستل شوې وه، له لاسه وباسي، د عبد العزیز تر مړينې ورورسته يې د ميرويس مشر زوی چې محمود نومید خپل مشر وټاکه محمود تر (۱۱۳۴هـ - ۱۷۲۱م) کال پورې د کندهار د پاچا په توګه حکمراني وکړه ده چې د پلار په شان يې لوړ همت درلود، د ملي حکومت د پراختیا په فکر کښې شو، پر همهغه کال يې د فراه او سیستان له لارې پر کرمان یرغل وکئ او د هغه ځای د حاکم "لطف علي" سره تر روغې وروسته بېرته کندهار ته راغی خو آرام نه کښيناست، بيا يې پر همهغه (۱۱۳۴هـ) کال په کندهار کښې ملی تازه دمه قواوي راغونډې کړې او د صفوي دولت پر پایتخت اصفهان يې حمله وکړه ښار يې کلابند کی تر اتو میاشتو کلابندۍ وروسته (۱۱- ۱۵ محرم ۱۱۳۵ هـ.ق - (۱۷۲۲م) د صفوي کورنۍ وروستی پاچا شاه حسین د ایران تاج او تخت محمود ته وسپاره او پایتخت یې د افغاني بريالي لښکر ته پرېښوو. شاه محمود د ایران فاتح د اصفهان تر نيولو وروسته د خپلې شهنشانۍ په وختو کښې د خپلو لویو سپه لارانو لکه سیدال خان ناصر، پیر محمد مياجي، محمد خان او عبدالله خان بلوڅ په واسطه لوی لښكركښۍ وکړې چې تر دوه نیمو کالو پاچهۍ وروسته د (۱۱۳۷هـ - ۱۷۲۵م) کال د ۱۲ شپه په اصفهان کښې د دماغي ناروغۍ له امله د (۲۷) کالو پر عمر ووژل شو، دا د سلطان محمد ، شهر محمد ماثر الامراء او روضة الصفاى ناصری ویناده خو سید جمال الدين او مليسون د ده د وژلو نيته (۱۷۲۵م برات پر ۱۱۳۸هـ) كال ليکلې دي. د اصفهان د فاتح شاه محمود تر وژلو وروسته د میرویس وراره د عبدالعزیز زوی شاه اشرف په اصفهان کښې د افغاني سلطنت پرتخت کښيناست او په ځیرکۍ سره يې د سلطنت چارې په ډېره ښه او سمه توګه اداره کړې، سیدال خان ناصر يې بيا د افغاني لښکرو سپه سالار وټاکه او هرې خواته يې لښکر کښۍ او فتوحات وکړل. دده د وخت له مهمو پېښو څخه يوه هم د بغداد د والي احمد پاشا لښکر کښۍ وه چې د شاه اشرف د پاچهۍ پر درېیم کال د ۱۱۳۹ هـ کال د برات له ۱۲ څخه د ۱۱۴۰ هـ - ۱۷۲۷م کال ترمنځ وشوه. شاه اشرف په خپل لښکر تور كان مات کړل، خو نور يې پښتانه نه پریښوول چې له تورکانو سره ونښلي دا ځکه چې شاه اشرف نه غوښتل د ترکانو او افغانانو تر منځ زیات مرگ او ژوبله وشي، هغه و، چې د شاه اشرف د ښه سیاست په اثر دا پېښه تر (۹) میاشتو وروسته په روغه او صفا پای ته ورسېده د ده د پاچهی پر پېنځم کال (۱۱۴۲ - ۱۷۲۹م) د عثماني خليفه در بیم سلطان احمد خان له خوا راشد پاشا د سفير په ډول د شاه اشرف دربار اصفهان ته راغی او هم له افغاني درباره محمد عليخان بلوڅ د ايلچي په توګه عثماني دربار ته ولاړ او په دې توګه د افغاني او ـد ت عثماني دولتو تر منځ ښه اړيکي ټينګ شول. سي تر هغه وروسته شاه اشرف د ایران له شمال څخه د روسي قواو د تيري مخه هم ونیوه، خو په داخل کښې له نادر افشار غوندې بده (حریف) سره مخامخ شو او د افغاني قوت رسۍ سره وشلېده، دا ځکه چې له کندهاره چې د هوتکي پاچهۍ مرکز و په ایران کښې افغاني لښكرو ته مرسته نه . رسېده، له همدې کبله اشرف څو ځايه ماتې وكړه تر پېنځو کالو او (۷) میاشتو پاچهی وروسته له ایرانه را پر شا شو د هلمند پر غاړه د ګرمسیر ملخان کلا ته راغی، له هغه ځايه يې كوز ښوراوك زردکوه ته پناه يووړه او همهلته د عبدالله خان بلوڅ د زوى ابراهيم نومي له لاسه ووژل شو، دا پېښه د ( ۱۱۴۲ هـ - ۱۷۲۹ م) په پای کښې وه. خو په کندهار کښې چې د هوتکو د پاچهی مرکز و، تر (۱۱۳۵هـ) کال وروسته چې شاه محمود اصفهان ونيو د ده کشر ورور شاه حسین حکومت کاوه دی عالم ادیب او ادب پال پاچاه و د ده د پاچهۍ وخت په کندهار کښې په آرامۍ او هوسایۍ تېر شو د پټې خزانې په وينا چې د ده په دربار کښې ليکل شوې د ده امر له هراته فراه او شين ډند (سبزوار) څخه نيولې تر غزني او ګومل پورې چلېده او هم یې د شال (کوټې) او پښين سيمې د پنجاب د حدودو تر دېره اسماعیل خان او دېره غازي خان پورې و نیولې همدارنګه د کندهار ځواکونو له خوا د ملتان صوبه تر تهديد لاندې ونيول شوه او د افغاني قواو پر مختګ تر ملتانه ورسېد. دا مهال د هوتکو شهنشاهي د اوسني بلوچستان په ګډون د دجلې له غاړو څخه تر ملتان پورې رسېدلې وه، چې لوېديځ ته شاه محمود او شاه اشرف ختیځ ته شاه حسین حکومت کاوه. د شاه حسین د پاچهی آرامې دورې تر (۱۱۴۹ هـ - ١٧٣٦م) پورې دوام درلود، همدغه کال د رجب پر (۱۷) نادر افشار د افغانستان د. سيمو د نيولو په تکل لښکر راویوست، ځکه چې ده په پارس او ګرجستان کښې د افغاني قواو پايڅور سره تيت او پرك كړى و، دا مهال يې د کندهار د هوتکي دولت له ماتولو پرته بل کارنه لاره هغه وو چې نادرشاه د کوچنی اختر د میاشتې پر دویمه له سيستانه راتېر او د شوال پر ۱۸ مه د دلخك او دلارام له لارې د هلمند پر غاړه ګرشك كلا ته راورسېد، د هغه ځای تر نیولو وروسته د کوچنی اختر د مياشتي پر (۱۱) مه له هلمنده را پوریووت او د (۱۱۴۹ هـ - ١٧٣٦م) کال د ذيقعدې د مياشتې په سرکښې يې د کندهار ټینګه کلا چې هوتکي پایتخت و کلابنده کړه. د کندهار زلمی مدافع شاه حسین د نامتو سپه سالار سیدال خان له ميرويس څخه دوه زامن پاتې شول یو محمود چې د پلار د مړينې پر وخت ۱۸ کلن و او حسین چې ۱۴ کلن و. د میرویس تر مړينې وروسته يې ورور پرځای کښېناست چې د مليسون جان ملكم او سيد جمال الدين په وينا "عبدالله" او د ده د همهالیو لکه جهانگشای نادري، مجمع التواریخ، پټه خزانه او همدارنګه د سلطان محمد ، شیر محمد ، روضة الصفای ناصری او انسکلوپیدیای اسلامي په موثوق قول عبدالعزيز" نومېد. دغه سړی د خپل ستر وررو په شان لوړ همت نه درلود همدا چې واکمن شو ملي جرګه يې راوبلله او خلکو ته يې د صفويانو د اطاعت منلو وړانديځ وکړ، ملي جرګې دغه جوغ ته غاړه کښې نه ښووه، خو عبدالعزيز د اصفهان دربار ته استازی ولېږه او په درو شرطو يې د اصفهان دربار اطاعت و مانه

 لومړی، د هغه باج او خراج معافول چې د ګرګین په وختو کښې افغان اخیستل کېده. 

دویم، کندهار ته د صفوي لښکر نه راتګ 

درېیم، د عبدالعزیز په اولاده د پاچهی دوام پښتانه چې د عبدالعزیز په دغه ناوړه وضعیت خبر شول، د دوی څلوېښتو زرو مشرانو د میرویس له مشر زوی محمود سره لاسونه یوکړل، عبدالعزيز يې وواژه. خو په پټه خزانه کښې ليکلى شوي دي چې: مير عبد العزيز چې د حاجي مير خان ورور و، په کندهار کښې مشر شو، خو د اولس رعایت یې کم کا. څو چې په (۱۱۲۹) سنه هجري د شپې د  نارنج له قصره له بامه خطا شو او راولوېد مړشو." (پټه خزانه ۱۰۹مخ) مليسون د دې پېښې نېټه د (١٧١٦م) کال مارچ ليکي چې له 

همهغه (۱۱۲۹م) کال سره برابره ده. د کندهار خلکو دا پردی پال سړی په سزا ورساوه او پرې يې نه ښوو چې خپله ملي خپلواکي چې د زرو افغان زلميانو په وينو اخيستل شوې وه، له لاسه وباسي، د عبد العزیز تر مړينې ورورسته يې د ميرويس مشر زوی چې محمود نومید خپل مشر وټاکه محمود تر (۱۱۳۴هـ - ۱۷۲۱م) کال پورې د کندهار د پاچا په توګه حکمراني وکړه ده چې د پلار په شان يې لوړ همت درلود، د ملي حکومت د پراختیا په فکر کښې شو، پر همهغه کال يې د فراه او سیستان له لارې پر کرمان یرغل وکئ او د هغه ځای د حاکم "لطف علي" سره تر روغې وروسته بېرته کندهار ته راغی خو آرام نه کښيناست، بيا يې پر همهغه (۱۱۳۴هـ) کال په کندهار کښې ملی تازه دمه قواوي راغونډې کړې او د صفوي دولت پر پایتخت اصفهان يې حمله وکړه ښار يې کلابند کی تر اتو میاشتو کلابندۍ وروسته (۱۱- ۱۵ محرم ۱۱۳۵ هـ.ق - (۱۷۲۲م) د صفوي کورنۍ وروستی پاچا شاه حسین د ایران تاج او تخت محمود ته وسپاره او پایتخت یې د افغاني بريالي لښکر ته پرېښوو. شاه محمود د ایران فاتح د اصفهان تر نيولو وروسته د خپلې شهنشانۍ په وختو کښې د خپلو لویو سپه لارانو لکه سیدال خان ناصر، پیر محمد مياجي، محمد خان او عبدالله خان بلوڅ په واسطه لوی لښكركښۍ وکړې چې تر دوه نیمو کالو پاچهۍ وروسته د (۱۱۳۷هـ - ۱۷۲۵م) کال د ۱۲ شپه په اصفهان کښې د دماغي ناروغۍ له امله د (۲۷) کالو پر عمر ووژل شو، دا د سلطان محمد ، شهر محمد ماثر الامراء او روضة الصفاى ناصری ویناده خو سید جمال الدين او مليسون د ده د وژلو نيته (۱۷۲۵م برات پر ۱۱۳۸هـ) كال ليکلې دي. د اصفهان د فاتح شاه محمود تر وژلو وروسته د میرویس وراره د عبدالعزیز زوی شاه اشرف په اصفهان کښې د افغاني سلطنت پرتخت کښيناست او په ځیرکۍ سره يې د سلطنت چارې په ډېره ښه او سمه توګه اداره کړې، سیدال خان ناصر يې بيا د افغاني لښکرو سپه سالار وټاکه او هرې خواته يې لښکر کښۍ او فتوحات وکړل. دده د وخت له مهمو پېښو څخه يوه هم د بغداد د والي احمد پاشا لښکر کښۍ وه چې د شاه اشرف د پاچهۍ پر درېیم کال د ۱۱۳۹ هـ کال د برات له ۱۲ څخه د ۱۱۴۰ هـ - ۱۷۲۷م کال ترمنځ وشوه. شاه اشرف په خپل لښکر تور كان مات کړل، خو نور يې پښتانه نه پریښوول چې له تورکانو سره ونښلي دا ځکه چې شاه اشرف نه غوښتل د ترکانو او افغانانو تر منځ زیات مرگ او ژوبله وشي، هغه و، چې د شاه اشرف د ښه سیاست په اثر دا پېښه تر (۹) میاشتو وروسته په روغه او صفا پای ته ورسېده د ده د پاچهی پر پېنځم کال (۱۱۴۲ - ۱۷۲۹م) د عثماني خليفه در بیم سلطان احمد خان له خوا راشد پاشا د سفير په ډول د شاه اشرف دربار اصفهان ته راغی او هم له افغاني درباره محمد عليخان بلوڅ د ايلچي په توګه عثماني دربار ته ولاړ او په دې توګه د افغاني او ـد ت عثماني دولتو تر منځ ښه اړيکي ټينګ شول. سي تر هغه وروسته شاه اشرف د ایران له شمال څخه د روسي قواو د تيري مخه هم ونیوه، خو په داخل کښې له نادر افشار غوندې بده (حریف) سره مخامخ شو او د افغاني قوت رسۍ سره وشلېده، دا ځکه چې له کندهاره چې د هوتکي پاچهۍ مرکز و په ایران کښې افغاني لښكرو ته مرسته نه . رسېده، له همدې کبله اشرف څو ځايه ماتې وكړه تر پېنځو کالو او (۷) میاشتو پاچهی وروسته له ایرانه را پر شا شو د هلمند پر غاړه د ګرمسیر ملخان کلا ته راغی، له هغه ځايه يې كوز ښوراوك زردکوه ته پناه يووړه او همهلته د عبدالله خان بلوڅ د زوى ابراهيم نومي له لاسه ووژل شو، دا پېښه د ( ۱۱۴۲ هـ - ۱۷۲۹ م) په پای کښې وه. خو په کندهار کښې چې د هوتکو د پاچهی مرکز و، تر (۱۱۳۵هـ) کال وروسته چې شاه محمود اصفهان ونيو د ده کشر ورور شاه حسین حکومت کاوه دی عالم ادیب او ادب پال پاچاه و د ده د پاچهۍ وخت په کندهار کښې په آرامۍ او هوسایۍ تېر شو د پټې خزانې په وينا چې د ده په دربار کښې ليکل شوې د ده امر له هراته فراه او شين ډند (سبزوار) څخه نيولې تر غزني او ګومل پورې چلېده او هم یې د شال (کوټې) او پښين سيمې د پنجاب د حدودو تر دېره اسماعیل خان او دېره غازي خان پورې و نیولې همدارنګه د کندهار ځواکونو له خوا د ملتان صوبه تر تهديد لاندې ونيول شوه او د افغاني قواو پر مختګ تر ملتانه ورسېد. دا مهال د هوتکو شهنشاهي د اوسني بلوچستان په ګډون د دجلې له غاړو څخه تر ملتان پورې رسېدلې وه، چې لوېديځ ته شاه محمود او شاه اشرف ختیځ ته شاه حسین حکومت کاوه. د شاه حسین د پاچهی آرامې دورې تر (۱۱۴۹ هـ - ١٧٣٦م) پورې دوام درلود، همدغه کال د رجب پر (۱۷) نادر افشار د افغانستان د. سيمو د نيولو په تکل لښکر راویوست، ځکه چې ده په پارس او ګرجستان کښې د افغاني قواو پايڅور سره تيت او پرك كړى و، دا مهال يې د کندهار د هوتکي دولت له ماتولو پرته بل کارنه لاره هغه وو چې نادرشاه د کوچنی اختر د میاشتې پر دویمه له سيستانه راتېر او د شوال پر ۱۸ مه د دلخك او دلارام له لارې د هلمند پر غاړه ګرشك كلا ته راورسېد، د هغه ځای تر نیولو وروسته د کوچنی اختر د مياشتي پر (۱۱) مه له هلمنده را پوریووت او د (۱۱۴۹ هـ - ١٧٣٦م) کال د ذيقعدې د مياشتې په سرکښې يې د کندهار ټینګه کلا چې هوتکي پایتخت و کلابنده کړه. د کندهار زلمی مدافع شاه حسین د نامتو سپه سالار سیدال خان ناصر په ملاتړ تر يوه کال او څو مياشتو پورې د کندهار ښار په ډېره مېړانه وساته او نادرشاه یې پرې نه ښوو، چی له خپل ډېر غښتلي پوځي ځواک سره سره کندهار ونيسي. د ( ۱۱۵۰ هـ - (۱۷۳۷م) کال د ذيحجې د مياشتې په سر کښې د شاه حسين نظامي مقاومت پای ته ورسېد ځکه چې تر هغه دمخه لا د ده زړور سپه سالار سیدال خان د ده له زوى محمد سره د کلات په کلا کښې د نادر افشار لاس ته ور غلی و، او سيدال د نادر په امر روند کړای شوي و. ځکه نو شاه حسین نادرشاه ته غاړه کښېښووه، د کندهار له ماتې سره د هوتکو د شاهنشاهی ستوری هم ولوبد ټول افغانستان د نادر افشار لاس ته ورغی د سلطان محمد په وینا شاه حسین تر ۱۵ کالو پاچهی وروسته د نادر په امر مازندران ته و شړل شو او همهلته د ۱۱۴۹ هـ کال ښايي ۱۱۵۱ هـ - ۱۷۳۸ م وي د برات د مياشتې پر لسمه د نادري قهر په زهرو له دنيا ولاړ وګوری ۷۸ - ۷۹ - ۸۰ نومره عکسونه. د افغانستان په تاريخ کښې د هوتکو د حکمرانی دیرش کلنه دوره د خپلواکۍ غورځنگ د را پاریدو له پلوه خورا غوره پیر دی، ځکه دغه دوره کښې څوواره پرله پسې په کندهار کښې د داخلي او ملي حکومت چې په بنسټ کښېښوول شو، چې وروسته بيا احمد شاه بابا پر هغه بنسټ د افغاني سلطنت مانی و دانه کړه. دې دورې افغان ولس دنیا ته په زړورتوب وروپېژاند ، په خپله میرویس غښتلی او منلی شخصیت درلود، د پوهې او پښتنې روزنې په غېږ کښې پالل شوی و مور یې "نازو" د سلطان ملخي لور عالمه او شاعره ميرمن وه چې پټه خزانه ددې او د ميرويس خان د لور "زینبی" پښتو شعرونه راوړي. سربېره پر دې د هوتکو په دوره کښې ډېر اديبان او د تورې او قلم خاوندان وو لکه سیدال خان ناصر ستر پښتون سپه سالار، بهادرخان پیر محمد مياجي او داود خان چې د هغې دورې هم جنګیالی سالاران او هم پوهیالي عالمان او شاعران وو. د هوتکو په وخت کښې د پټې خزانې کتاب د پښتو د لرغونيو او معاصر و شاعرانو د ژوندانه د پېښو په اړه د شاه حسین د دربار د منشي محمد هوتک په قلم و ليكل شو، همدارنګه ملا باز محمد توخي ملايار محمد هوتك (د) اركان خمسه مولف، ملايونس توخي، ملا اكبر په پښتو کښې د جامع الفرايض مولف، ملازعفران توخی (د سلطان محمد په وینا تره کی او د امير عبد الرحمن په وینا توخي د شاه حسين وزير او د گلدسته زعفراني" مولف، الله یار اپریدي د پښتو شاعر او د ديوان خاوند ريدي خان د شاه محمود هوتك د فتوحاتو په باب کښې په پښتو ژبه د محمود نامی ناظم)، ملا عادل په پښتو د محاسن الصلوة مولف) او ملانور محمد په پښتو د نافع المسلمين مولف) د هوتکي عصر شاعران او مولفان وو. شاه حسین د کندهار ښار په نارنج شاهي ماڼۍ کښې چې کنډوالې يې تراوسه شته ادبي جرګې درلودې عالمان او ژبور ادیبان يې پالل، میان عبدالحکیم کاکر مشهور په کاکا صاحب چې د اوسني بلوچستان په چټیالۍ کښې ښخ دی د همدغه عصر له نوميالو روحانیونو او صوفيانو څخه و چې په نقشبندیه طریقه کښې د خپل وخت له اقطابو څخه ګڼل کېږي. هوتکیان

 ۱ - میرویس خان د ښالم خان زوی (۱۱۱۹) - ۱۱۲۷ هـ)

 ۲ - عبد العزيز د ښالم خان زوی (۱۱۲۷ - ۱۱۲۹ هـ)

 ۳ - شاه محمود د میرویس زوی (۱۱۲۹) - ۱۱۳۷ هـ) 

۴ - شاه اشرف د عبدالعزیز زوی (۱۱۳۷ - ۱۱۴۲ هـ)

 ۵ - شاه حسین د میرویس زوی (۱۱۳۵ - ۱۱۵۰ هـ) اخځونه مخزن افغاني - تذكرة الابرار - جغرافياي تاريخي ايران - معجم البلدان - طبقات ناصری - حیات افغانی - ماثر الامراء - منتخب اللباب ۲ ټوكه - تاریخ افغانستان د مليسون تاليف - تتمة البيان - سرجان ملکم - پټه خزانه - روضة الصفای ناصری - تاریخ افغانستان د علی قلی میرزا - تاريخ نظامي ایران لومړى ټوك - تاريخ ايران د سرپرسي سايكس - نادرنامه (قلمي) سير المتأخرين - مجمع التواريخ - ميرويس بابا د کابل چاپ - تاریخ کرمان خورشید جهان - تاریخ سلطانی - صولت افغانی - د صفویانو سقوط او پرپارس باندې د افغانانو سلطه د لوكهارت انگلیس تالیف ۱۹۵۸ م - د - محمد على حزين د احوال تذكره - بدايع الوقايع.