اجتماعی ژوندون

د افغانستان پخوانی تاریخ دوهم

د اکسوس او د هندوکش شمالی حوزه: لنډه دا چه آریائی ټولنه (جامعه) باید په آریانا کښی په دوو مختلفو صورتونو ولېدل شی: یو ئی د هندوکش په شمال کښی په بخدی او په هغه پوری متصلو او مربوطو ځمکو  کښی او بل ئی د هندوکش په جنوب او د «سندهو» (سند) د سیند د غربی مرستیالو (معاونینو) په حوزه کښی.

که څه هم له بده مرغه د لومړنيو او پخوانيو سرودونو په ورکېدو سره چه (د بخدی مجهولو سرودونو) تر عنوان لاندى مرور ځنی بحث وکړ د باختری آریائی ټولنی د څرنگوالی په باب کښی د سرود نو له مخې زمونږ د معلوماتو زمینه محدوده شوې ده، مگر سره له دې ویدی معلومو سرودو د ځينو اشاراتو او د هغی روښائۍ له مخی چه اوستا ئی د هغو په خالی ځایو باندی اچوی معلومیږی چه آریائی اجتماعی نظام د هندوکش په شمال بخدی په برخو کښی ډېر خپور شوی ؤ. آریائیان وروسته تر دی چه له آریانا و یجه څخه د سند د لارې بخدی ته ورسېدل او دغه ځای ئی د خپل تهذيب کانون وباله، څه ناڅه له اتو زرو يا پنځو زرو ق م څخه تر دوه زرو ق م پوری چه د مهاجرت د زمانی د شروع کېدو وخت دی څو زره کاله ئی په دغه منطقه کښی تیر کړل او کرار کرار او په تدریج سره ډ کوړنۍ او خانواده گۍ له حالت نه عشیری او ټبر، قبيلى او لویې ټولنې او جامعې ته اوله ځانته او گوښو کورونو او بانډو څخه قريو، قصبو او لويو ښارونو ته رسيدلې دی. لکه چه اوستا (بخدی) لوى او ښکولی او د لوړو بیرغونو لرونکی ښار تصویر وی.

 د اکسوس په حوزه کښی د آریائیانو د استوگنی او اقامت د دورې اوږدوالی او د دوی د اجتماعی ژوندون د مراتبو ترقی د آریانا د آریائیانو او د هغو  مهاجرینو د مادی او معنوی ثقافت د گډون له مخی چه هند او پارس ته تللی دی او د ژبی او دین او د نورو د اشتراک او مشابهت له مخی په ښه شان معلومیږی ځکه که چیری باختری جامعه د مهاجرت نه پخوا زمانه کښی، ابتدائی وای، او خلکو يو د بل نه ليرې، او کورنیو او ټبرونو جلا جلا ژوندون کولای نو څرنگه به د ژبی او دیانت او د ژوندانه د نورو مظاهرو گډون او اشتراک پيدا شوى واى؟ د دغو دلائلو له مخی په جرأت سره ویل کیدلی شی چه: آریائی باختری جامعه چه لومړنی اساس ئی د کورنې او ټبر له مخی کېښودل شوی ؤ د زراعت او کښت وکر د پراختیا او د زراعتی ژوندون د اقتضا او د هغه د مراتبو د ترقی او د مالداری د ژوندون د مراحلو د طی کولو نه وروسته یوه لویه او گڼه ټولنه او جامعه منځ ته راغله او د آریا سلطنتی نظام لومړی ځل په دغه ځای کښی جوړ شو.

په دریم فصل کښی به و لیدل شی چه څرنگه د اوستا متن د خپلی زمانی له کرکۍ څخه تر شاد وروسته نظر کړی او د باختری آریائی پادشاهانو سلسله ارباب انواعو ته رسوی، دغه ارباب انواع چه اوستائی یا دوی د ویدی عصر سرودونه ئی هم ذکر کوی، او په دغو سرودونو کښی بيا داسې نکات موجود دی چه پخوانیو پوهانو او لومړنيو سرودو ته او پنتیجه هغه ډیر پخوانی ثقافت ته اشاره کوی چه هغه د باختری آریائی کتلی گډ ثقافت او تهذیب دی چه په هغه کښی ژبی، دیانت، ادبیاتو او نورو د خپل کمال مراتب وهلی اوطی کړی دی او دغه شیان هغه وخت لوړو درجوته رسیدلی شی چه د ټولنی او جامعی ژوندون مترقی او خلک په لویو مرکزو کښی څنگ په څنگ او په گڼ او متراکم ډول ژوندون وکړی. د مخه مو وویل چه اوستا د باختری پادشاهانو سلسله ارباب انواعو ته رسوی د اوستا په نظر کښی د باختری جامعې لومړی صورت داسې ؤ چه په هغه کښی ارباب انواعو ژوندون او حاکمیت کاوه. لکه چه د هند مهاجر آریائیان د ( اندرا ) د استوگنی ځای د هندوکش په شمال کښی بولی.


(اندرا) د جنگ رب النوع د ډېرو لویو آریائی ارباب انواعو څخه شمېرل کېدله، او هر کله چه آریائی پادشاهان د ریگ وید او اوستا د سرودونو د متن له مخی د ارباب انواعو اولاده اوجا نشینان وو – نو ویل کېدلی شی چه لومری شاهی نظام په باختر کښی پیدا شوی دی.

د هغو تحقیقاتو له مخی چه به ۱۹۳۹ کال کښی د اکسوس په شمال په (تلی بزو) کښی اوسنی سمرقند ته نزدې وشول په خاورينو لوښو باندی هیکلی تصویرونه پیدا شویدی چه ښکته نیم بدن ئی د غوائی په شکل دی او مخ او سر ئی د انسان دی، او روسی علما وائی چه (گوپت Copat ) یا ( گوپت شاه) تصویر وی چه د اکسوس (سغد او باختر) په حوزه کښی او د مرکزی اسیا په ځينو ځايو کښی د ده داستانونه معمول او مروج دی او د ده تصويرونه به ئی جوړول او (گوپت) یا (گاویت) له دوو کلمونه جوړ شوی دی چه یوه (گو) ده او بله (پت) او دواړه کلمی آریائی دی. د (گو) د کلمی معنی معلومه ده، (پت) یا (پانی) یوه کلمه وه چه د نومونو په آخر کښی به راتلله او د اسماوو په آخر پوری به ملحقه کېدله او د رئیس او مشر معنی به ئی ورکوله لکه: (گوتراپاتی د پنډولو د ځای (اغیل) رئيس (ویس پاتی) د کلی او قريې رئيس او داسې نور. همدغه ډول د (گو) کلمه هم په ویدی عصر کښی په ډېرو آریائی اجتماعی تشکیلاتو کښی داخله وه لکه (گوترا) د غوايانو د ساتنې ځاى يا اغيل يعنى د څارويو د بنډیدو مخصوص ځای، او (گوشتی) یعنی د غوايانو گډه او شریکه اورشو، لومړی د کورنۍ، ټبر (عشيرې) د تشکیل هسته او دوهم د قبیلې د تشکیل عامل و گرځېده نو (گوپت) چه روسی پوهانو او علماوو دغه د (شپنو پاچا) بللی دی او په خاورينو لوښو او د کودړو په یو مدال باندی د ده تصویرونه د اکسوس په ښی خوا سواحلو سغدیان کښی پیدا شوی دی، او خامخا په د باختر په برخو کښی هم پیدا شی، د اکسوس په حوزه کښې آریائی سلطنتی تشکیلاتو ته په داسې عصر کښی اشاره کوی چه د باختری کتلې آریائی ژوندون زیاتره د مالدارۍ شکل درلود. 

په اوستا مخصوصاً په (گویشت Gosyast) کښی په غیر مستقیم صورت دغه موجود نه چه نیم انسان او نیم غويې دی اشاری شوی او هغه ئی د شپنو پاچا بللی دی او ډېر احتمال لری چه د روسی علماوو د نظر يې له مخې د (کيومرث) نوم له (گومرد) نه عبارت وی چه نوی او تازه تصویرونه ئی د اکسوس په شمال کښی پیدا شوی دی په هر حال د دغو مطالبو له ذکر کولو نه مقصد دوه شیان دی: لومړی آریائی جامعی د هندوکش په شمال بخدی کښی په هره زمینه کښی د اجتماعی ژوندون مراتب طی کړی دی او اداری چارو او حاکمیت هم د کورنۍ، ټبر(عشيرې) او پنډ ځای (اغیل) قبيلې او د قريی له رئيسانونه پورته ترقی کړې ده. لکه چه (گوپت) یا (گوپت شاه) چه (د شپنو پاچا) ورته ویل کیږی له هغو متوسطو مرحلو څخه دی چه نن ورځ ئی د سند او عکس سره ښودلی شو. دوهم دا چه د (گوپت شاه) د تصوير او هيکل په پیدا کیدلو سره لومړی ځل په اوستا کښی له یاد شوو کسانو څخه یو تن د اکسوس په حوزه کښی وموندل شو، او دغه کار سربېره په دې ثابتوی چه اوستا د دې ودانې حوزې مال دی، دغه هم څرگندوی چه په هغی کښی یاد شوو پادشاهانو هم ټولو په همدې ځای (بخدی) کښی حکومت کړی دی.

(وی وین دوسن مارتن) هغه وخت چه ویدی سرودونه گوری او مطالعه کوی ئی او متوسط حد ئى په ۱۵ ق م پیړۍ کښی بولی، وائی چه: (په دغه عصر کښی په باختر او د دجلی او فرات په غاړو لو یې او مترقې امپراطورۍ موجودی وې، او په عصر کښی د رامسسيانو کورنۍ سلطنت کاوه) له دې لنډې يادونې او ذکر څخه واضحه معلومېږی چه په ویدی زمانه کښی چه آریائیان د هندوکش په جنوب کښی خواره شوی وو، ساميانو د بین النهرین په حوزه  او د باختری کتلې آریائیانو د هندوکش په شمال په باختر کښی لویه او مقتدره امپراطوری درلوده چه هماغه د پارا داتا (پیشدادی) کاوی (کیانی) او د بلخ د اسپه آریائی قوی او مقتدر سلطنتونه دی.

 له هغو مسئلو څخه چه د باختری آریائی اجتماعی ژوندون ترقی او د هندوکش په شمالی برخو کښی د نفوسو زیاتوالی ثابتوی يوه مسئله پخپله د مهاجرت موضوع ده چه د (۲۰۰۰۱۹۰۰ ق م ) په شاؤخوا کښی شروع کیږی که چه چیری په باختری جامعه کښی ژوندون ترقی نه وای کړې. نو زراعتې ځمکی او ورشو گانې به نه کمېدلای او ولی به آرئیانو بی جهته او بی سببه مسافرتونه او مهاجرتونه کول دغه موضوع واضحه ښکاره کوی چه د باختر د آریائیانو اجتماعی ژوندون د مهاجرت د زمانی نه پخوا د ترقۍ او پرمخ تګ آخری درجې ته رسیدلی ؤ.

د هندوکش په جنوب کښی: آریائیانو هغه وخت چه د (۲۰۰۰ ق م ) په شاؤخوا کښی په مهاجرت پیل وکړ او څه د هندوکش لمر پرېواته خواته او څه د جنوب خواته راښکته کېدل زیاتر و به کورنۍ، کورنۍ او عشیری عشیری کت کاوه، او دغه حالت هغه لوی عامل دی چه د هندوکش په جنوب او د آریانا په نورو ځايو کښی د دوی د ژوندانه د شیرازې په جدائی کښی ئی لاس درلود او وضعیت ئی داسی گرځولی دی چه خپل اجتماعی نظام بیرته د کورنۍ په اساس جوړ کړی او له هغی نه ټبر(عشیره) او قبيله تشکیله کړی، او له بانډه ای ژوندون نه ښاری ژوندون ته ورسېږی. 

د دې خبرې مهم علت چه آریائیان له باختر نه د وتلو اود آریانا نورو ځايونه د ورتګ نه وروسته د اجتماعی لویو تشکيلاتو خاوندان نه شول زیاتره همدا دی چه مهاجرینو به په غیر محسوس ډول کورنۍ. کورنۍ او یا عشيرې عشيرې وخت او زمینه لېدله او حرکت به ئی کاوه او ډېره موده به په یوځای کښی نه پاتی کېدل چه د دوی د ژوندانه وضعیت له قبيلې نه لورشوی وای لکه چه دغه وضعیت نه یواځی په آریائی اصلی خاوره کښی بلکه د هندی او فارسی آریائی مهاجرینو په نزد هم ښکاره دی، او همدغه جهت دی چه د هند مهاجرینو وروسته تر دې چه د گنگا په غاړه او شاؤخوا کښی سره راټول او متمرکز شول د سلطنت په جوړولو ئی پیل وکړ، او پارسوا او آمادی د قبایلو د کوچنیوالی له کبله د اشوریانو له فشار او تهدید نه په تنگ اوخپه شول، او د څو پېړیو نه وروسته د نوو قبیلو د شمېر د زیاتیدو او د دوی د تمرکز او تراکم له کبله ئی ځانونه د ساميانو د اسارت له جغ نه خلاص کړل. په هر حال هر کله چه آریائی لومړنی او پخوانی اجتماعی نظام د کورنۍ، ټبر، عشيرې او قبیلی په اساس شروع شوی دی نو دغه دی د هغه تحولات په دغه وروسته ډول گورو:

کورنۍ (کولا Kulas): په دې کښى څه شک او شبهه نشته چه یه باختر او د آریانا په نورو ځایو کښی د آریائی ژوندون لومړنی اساس د کورنۍ له مخی کېښودل شوی دی، او کورنۍ د دوی د اجتماعی ژوندون د تشکیلاتو هسته جوړه کړې وه. آريائيانو د کورنۍ کانون ډېر محترم او مقدس باله. کورنۍ ژوندون د اصولی واده (عروسۍ) په اثر پیدا شوی دی او د کورنۍ نظام د پلار تر نظارت لاندی چه روحانی او اداری رئیس ؤ، اداره کېده . کور به عائلوی او کورنی مفهوم په آریائی لومړی اجتماعې ژوندون کښی د کوچنی ساده اوله کيفه ډک لومړى کانون په حيث مهم رول لوبولی دی او روح ئی هم د ښځی وجود ؤ لکه چه (ویسوامیترا) لوی او یوه ریشی دغه حياتی فلسفه په دغه لنډ عبارت ادا کړی ده چه: (ښځه کور دی)، واده چه د کورنۍ د ژوندون د تشکیل بنسټ دی د آریائیانو په نزد د دواړو خواؤ د عشق او علاقی په اثر به سرته رسیده عموماً په یوه آریائی کورنۍ کښی تر دریو پشتو پوری غړی موجود وو او له هغو نه به ئی غالباً تجاوز نه کاوه ځکه چه په دوی کښی د عمر اوږدوالی نسبتاً کم ؤ،او د دوی له آرزوگانو څخه يوه آرزو چه له سرودونو څخه معلومیزی د عمر اوږدوالی دی. 

پلار به د(پاتی (Patti) یعنی ( بادار، خاوند ، او مالک) ياد (پيتری Pitri ) په کلمه چه د (غذا ورکوونکی) په معنی دی بلل کېده. دغه نوم د ( پوPo) له فعل څخه چه د (غذا ورکول) په معنی دی مشتق شوی دی او اشاره کوی چه پلار کورنۍ ته غذا ورکوونکى ؤ. مور په (ما تری Matri) مسمی وه دغه نوم د (ماMa ) له فعل څخه مشتق شوی دی چه معنی ئی (اندازه او تقسیمول) دی، او دغه ښکاره کوی چه په کور کښی د خوراک او نورو شيانو تقسيمول د مور وظیفه وه زوی د (سوتا (Suta) او (سونو Sunu) په کلمه او نامه یاد شوی دی چه معنی ئی (طرح شوې یا مرید) دى، نجلۍ ته به ئی ( براتی Brati) وایه او دغه کلمه له (بری Bri) نه مشتقه شوې ده او معنی ئی (دسترس) ده.

د ریگ وید په سرودونو کښی د کورنۍ د غړو د نومو او په یادونه کښی دغه لاندنی ترتیب نیول شوی دی چه لومړی د نارینه ارکانو او غړو نومونه چه پلار او زوی دی او وروسته تر هغه د ښځنی ارکانو نومونه یاد شوی دی چه مور او لورده.

که څه هم په آریائی کورنۍ کښی د ښځی او مېړه په منځ  پوره برابری او مساوات موجود ؤ او ښځه ډېره محترمه وه مگر سره د دې پلار د طبیعی قوت له کبله د کورنۍ رئیس شمېرل کېده.

د کورنۍ په کانون کښی د مذهبی سرودونو لوستل او قربانې کول د پلار وظیفه وه لکه چه ده ته به ئی (هارتی Harti) یعنی قربانی کوونکی او (هاروی Harvi (یعنی د سرودونو لوستونکی او ویونکی ویل، په آریائی کورنۍ کښی د پلار مقام ډیر مهم ؤ ځکه چه سر بېره براداری او روحانی ریاست د خپلو کوچنیانو مربى او معلم هم شميرل کېده، دی مکلف ؤ چه هر څومره معنوی سرمایه ئی چه درلوده هغه ټوله خیلی اولادې ته نقله کړی او دغه کار د دوی د لومړيو مذهبی وظائفو څخه شمېرل کېده، او همدغه رویه د دې سبب شو چه سرودونه ئی مونږ ته ورسېږی آریائی پلار پخپل اولاد باندی ډېر مهربان او مشفق ؤ، خپل اولاد ته د ادب ورکولو حق ئی درلود مگر په دغه لاره کښى ئى مبالغه نه کوله لکه چه یو تن چه زوی ئی ړوند کړی ؤ تل په سرودونو کښی تر توبیخ او عتاب لاندی راغلی دی .

د سرودونو په بحث کښی مو وویل چه د ریگ وید د سرود هر جز د يوې کورنۍ کارؤله دې نه پوره معلومیږی چه د ریشییانو کورنیو څومره د علمی او ادبی لوی کانون حیثیت درلود، اود کورنيو غړو او اولادې د معنوی میراث په ساتنه کښی څرنگه او څومره کوششونه کول. 

په آریائی کورنیو کښی ښځنيو ارکانو ډېر محترم او لوړ مقام درود مو ر سره د دې چه طبعاً د خپل مېړه فرمان وړونکی او منونکی وه د کور د اختیار خاونده شمېرل کېدله او د خپلو لونو (دختران) په روزنه او تربیه کښی ئی لویه وظیفه په غاړه لرله په آریائی کورنۍ کښی پیغلی نجونی ډیرې گرانې او دوستی گڼل کېدلی او د خوشحالی او خوښۍ عامل شمېرل کېده د زامنو او لوڼو په روزنه او تربیه کښی به په برابر ډول توجه او پام کېده لکه چه په ویدی زمانه کښی د آریائی ښځو په طبقه کښی ډیری ریشییانی او شاعرانی موجودی وې.

گوترا Gotra او گوشتی Gosthi: د آریائی اجتماعی ژوندون په مراتبو کښی له کورنۍ نه وروسته ټبر او عشیره راځی او آریائی (گوترا) کلمه د ټبر (عشيرې) په مقابل کښی اخستل کېدی شی د دې کلمی لفظی معنی (د غوايانو د ساتنې ځای) دی. او معلومېږی هغه کورنۍ چه د خپلو غوايانو د ساتنې دپاره ئی یو گډ او شريک پنډځای (آغیل) درلود ديوې عشيرې جز بلل کېدلی هر کله چه د آریائی ژوندون په لومړنیو مراتبو  کښی مالدارۍ مهم رول لوباوه او د دوی د شتمنۍ او دارائی اندازه د څارويو په شمېر پوری تړلې وه نو طبعاً د هغوی په اجتماعی ویشونو کښی ئی هم لوی لاس درلود او شريک پنډ ځاى (آغیل) د عشيرې د تشکيلېدو عامل گرځيدلی ؤ دغه (گوترا) یا د څارویو شريک پنډځای یو خپل مشر او سر کرده درلود چه هغه ته به ئی (گوترا پاتی Gotra-pati) ویل او هغو کورنیو چه څاروی به ئی په یو پنډ ځای کښی وو نو دی به ئی ټاکه او د ده اطاعت به ئی کاوه.

 په همدغه ډول هغه ډيرې کورنۍ چه يو شريک ( گوترا - پنډ ځاى « آغیل »)  ئی درلود د یوې شریکی ورشو (چراگاه) خاوندانې هم وې چه هغی ته به ئی (گوشتا Gostha) یا ( وراجا Vraja ) ويل او هغه کورنۍ او ټبر او عشیره چه یوه شریکه (گوشتا) یعنی ورشو ئی درلوده د (گوشتی Gosthi) په نامه يادېدلې نو ویل کېدلی شی چه گوترا یعنی ټبر او عشيره له څو(کورنیو – کولا) څخه او گوشتی چه په لوی ټبر او عشیره سره ئی ترجمه کوو له څو گوتریو یا عشيرو څخه جوړ شوی ؤ. هغه کورنۍ چه په یو ( گوترا ) پوری مربوطى وې د یوې لویې کورنۍ ( Mahakula) په حيث د يو رئيس تر ادارې لاندی اداره کېدلې. او هغو نجونو او هلکانو چه په یو (گوترا) پوری ئی اړه درلوده پخپلو منځو کښی ئی د خپلوۍ روابط درلود.

گرامهGramea  :د څو (گوشتيو) له يو ځاې کېدو او جمع کېدو نه پوه (گرامه) جورېده. د دغی کلمی لفظی معنی (مجموعه) او (جمع کېدل) دی. جرمنی (زیمر Ziumr) له (گرامه) څخه په (عشیره) ترجمه کوی، او د اجتماعی ژوندون د مراتبو په لحاظ دا (گرامه) د کورنۍ او قبیلی ترمنځ بولې مگر ډېر صحیح تعبیر ئی هماغه دی چه لومړی وویل شو. آریائیانو پخپلو مهاجرتونو کښی ټولو په یوه (گرامه) چه له څو (گوشتیو) یا لويو عشيرو له مجموعې څخه جوړه وه يو ځای د مشر تر نظارت لاندی حرکت کاوه چه هغه ته به ئی (گرامنی Gramani) یا د یوې (گرامې) رئیس وایه، هغه وخت چه آریائیانو به په کوم یو ځای کښی واړول او په کرهڼه او کښت ؤ کر به بوخت شول او هغه کلی او قریې ته چه ډېرو (گوشتیو) به پکښی د يو شريک رئيس تر نظارت لاندي ژوندون کاوه هم ( گرامه) ویل کېدل، لکه چه دې کلمی د قريې او کلی مفهوم په ډېر صحت سره د افغانستان په شمال شرقی څنډه نورستان کښی ساتلی دی او تقریباً د دغه ځای د کلیواو قريو د زياترو نومونو به آخر  د (گرام) کلمه راځی.

 ويس Vis يا ويسه Sisah : له ( گرامه) نه پورته (ويس ) یا (ویسه) ؤ لکه چه د څو کليو او قريو اوسېدونکو ته به معمولاً ( ويسه) ويل کيدل، او له دغې کلمی څخه ئی په (مېشت، تینگ او مستقر کېدونکی ) سره ترجمه کړې ده.

خينو کسانو د )جاناه Janah) کلمه هم د (ویس) مترادفه راوړې ده اوځينو د ډېرو (ويسونو) مجموعه یو (جاناه) بللی دی . 

په هر حال هغه ټوټه ځمکه چه په هغې کښی  څو قریی او کلی پراته وو. او د هغوی د ژوندانه طرز او کرهڼه یو رنګه وه نو د (جاناپادا Janapada) په نامه ئی يادوله، او د خلکو نه به ئی یوه قبیله جوړیدله، لکه چه دمخه مو له (پنکه جانا) یعنی پنځو قبیلو څخه بحث او ذکر وکړ او د (پنسه کشیتیه) (Pancaksitayah) یعنی د (پنځو ځمکو) یا د (پنځو کشتو) په نامه هم يادېدل. 

د یو (ویس) رئیس ته به (ویسپاتی Vispati) یا (راجان Rajan) ویل کېده، او آخرنۍ کلمه د شاه او پادشاه په باب کښی هم استعمال شوې ده، او هغه ځای ته به ئې (پور pur) وایه چه پادشاه به پکښی اوسېده او د یوی ټینکی او مستحکمی کلا شکل ئی درلود. لکه چه اوس هم دغی کلمی خپل پخوانی مفهوم دلاسه نه دی ورکړی، او په سمت مشرقی کښی داسي ځایونه لرو چه د نومونو په آخر کښی ئی دغه کلمه راځی او نومونه ئی په دغه کلمه تمامیږی لکه : فتح پور، وټه پور، سلطان پور اوداسی نور.

نو د آریائی ژوندون مراتب له پورته خوانه ښکته خواته په دغه ډول تقسيمېدلی شی: جانا، ویس یا              ویسه ــ گرامه گوشتی یا (وراجا)، گوترا او کولا د (گوترا) پنډ ځای (آغیل) او گوشتی (ورشو) د کلماتو او د هغو د اجتماعی اصطلاحی مفهوم یعنی ( ټبر - عشيره ) او ( لوئى عشيرې) څخه معلومیږی چه آریائی لومړنی ژوندون زیاتره د مالدارۍ او کوچی توب جنبه درلوده. (گرامه) یا کلی او قریې سیار او گرځیدونکی وضعیت هم پیدا کاوه، او دغه په هغه زمانه کښی وو چه ډېرو گوشتيو يا لويو ټبرونو او عشيرو يو ځای حرکت کاوه، او په یوځای کښی د دوی له مېشت کېدلو څخه به ثابت کلی او قريې جوړېدلي، د کلو او قريو په منځ کښی به د څارویو او رمو د تگ او راتگ لارې موجودی وې د کلی او قریې مشرانو او سوداگرو به کراچۍ هم درلودلې چه آسونو به راښکلې، او له هر کلی او قریې نه د (پور) یعنی د ټينگې او محکمی کلا یا د پاچاهی ارگ خواته به لاره تللې و. 

په آریانا کښی د طبقو او کست نشتوالی: آریائیانو په باختر کښی د خپل ژوندون په دوره او هغه زمانه کښی چه د آریانا په جنوب او شرق کښی اوسېدل (کست) با اجتماعى ټولگی تولگي کېدل (دسته بندی) چه وروسته په هند کښی پیدا شول، نه پیژندل یعنی د روحانيونو، جگړه مارو، بز گرانو او دعوامو د ټودې د طبقو مفهوم په دوی  موجود نه ؤ، او علت ئی هم دا ؤ چه لا تردغه وخته پوری د جدائی او جلاوالی د پيدا کېدو عوامل او موجبات پیدا شوی نه وو، او داسې کوم سبب موجود نه ؤ چه روحانیت، عسکریت او دهقانی یو د بل نه جلاشی، اودغه ټول په حقيقت  د هر سری کارؤ. څرنگه چه د کورنۍ به بحث کښی  مو ولیدل چه د هرې کورنۍ پلار د خپل کوچنی کانون روحانی مشر شمېرل کیده، د قربانۍ د مراسمو اجرا کول او د مذهبی سرودونو ویل او لوستل ټول د ده کار او وظیفه وه. نو له دې کبله هر آریائی پلار یو داسی روحانی سړی ؤ چه په ډېر شفقت او مروت سره به ئی مذهبی وظائف د پلار ولۍ د عاطفی سره يو ځای اجرا کول.  که څه هم د پادچا دحواشيو (شاؤخوا خلکو او عملې) په جمله کښی به یوشمېر روحانیون موجود وو، او خاص یوتن به د هغه مذهبی مشاور شمېرل کېده چه د آرامۍ په وخت کښی به ئی د پاچا په ځای د قربانۍ مراسم اجرا کول، او د جنگ په وخت کښی به ئی دمذهبی اورادو په لوستلو سره د فتح او بریالیتوب زمینه برابروله. مگر بیاهم څرنگه چه د برهمنا طبقه په هند کښی  له نورو طبقونه جلاوه په آریانا کښی ئی د مخصوصی طبقی شکل پیدا کړى نه ؤ بلکه ویل کېدلی شی چه د همدې مذهبی مشاوریت دشته والی په اثروو چه په جامعه کښی د روحانیونو و طبقی لوړ مقام پیداکړی ؤ، او تر وروستنيو زمانو پوری د روحانیت سره د حکومت د گډو کوششونو مفکوره پاتی شوه. همدغه ډول عسکریت، په هغه زمانه کښی چه جامعه کورنۍ. کورنۍ وی، او اجتماعی ژوندون زیاتره بانډه ایز شکل ولری نو آیا د کورنۍ او قربې دفاع د کورنې او قريې د ټولو خلکو وظيفه نه ده له دې کبله عسکریت او جگړه ماری هم د مخصوصی طبقی کارنه ؤ.

دغه رنگه بزگړی او دهقانی، په هغه جامعه کښی چه وویل شوه دهقانی او د ځمکو کښت او کرهم په هیڅ صورت په کومی ټاکلی طبقی پوری مخصوصه کېدلی نه شی لکه چه د آریائی کورنۍ غړی هغه وخت چه د ځمکی او کښت ؤکر سره ئی ډېره علاقه پیدا کېدله نو ټول به په کرهڼه اخته کېدل. نو په دغه ترتیب د آریانا په آریـائيانو کښې سره د دې چه په کورنۍ، ټبر، او لوئى عشيرې، قبيلې. او په کلی او قریې باندی تقسیم شوی وو د اجتماعی طبقو با کست په معنی جدائی چه وروسته په هند کښی و لیدل شوه په دوی کښی  موجوده نه وه او يوسړی په عین زمان  روحانی، جگړه ماراو دهقان ؤ، او په ډپر ښه شان سره به ئی له دغو کارونو او کلماتو څخه د هری یوې مفهوم پخپله موقع  ادا کاوه. 

د جامعی طبقه طبقه کېدل چه معمولاً په هند کښی د (کست) په نامه یادیږی هغه وخت چه خارجی مفهوم ئی پیدا کړ چه مهاجر آریانیان د هغه هندی تور پوستی عرق سره چه دغه به ئی له ځان څخه ټيټ گاڼه د اندوس په شرقی ځمکو کښی سره مخامخ شول، هغه جدائی چه د جنگ اوتها جمولو په وخت کښی پیدا شوې وه د پنجاب په خاوره کښی د دوی د فتوحاتو دپرمخ تگ سره ډېر شوه او د پردیو له گډون څخه د ځان او د خپلی وینی د ساتلو دپاره ئی وغوښتل چه دهغوی له گډون څخه محفوظ پاتی شی . اود آریانا د آریائیانو او د هند د بومی داسيوسيانو جگړې لکه چه دهر جنگ مقتضا ده د مهاجرو آریائیانو د ژوند په نظام کَښی تغیر راووست نوى محيط اود نورو خلکو سره علاقی هغه نور هم پسی معین کړلکه چه لومړی ځل د (برهمانا)  روحانيونو د (راجانایا یا کشاتری یا) شهزاده گانو یا جگړه مارو او د (ویسيا viseya) ښاريانو اود (سودرا) یعنی د اچوتو د بومی طبقی اجتماعی فرقې پیدا شوې او ترنن ورځی پوری په ډېر شدت سره دوام لری. شاهی حکومت: د آریائی حکومت اساس شاهی حکومت ؤ، او دغه اساس په طبیعی ډول د کورنۍ په کوچنی کانون کښی د پلار له آمریت نه شروع شوی او د ټبر او عشيرې مشر  (گوترا پاتې) او د قبيلي ملک (گرامه پاتی) او د قریې رئيس (ويس پاتې) او پخپله پاچا (راجان) او سلطنتی نظام ته رسیدلی دی آریائیانو په ديموکراتې ډول ژوندون کاوه، او د خپلو رئيسانو په اطاعت کښی ئی د مراتبو له مخی د پلار نه تر پاچا پوری د هریو د مقام احترام کاوه.

او رئیسانو به هم پخپل روڼ سره د پلار نه نیولی د ټبړ تر مشر، د قبيلی تر ملک، او د قریې تر رئیس پوری پخپلو ټرلاس لاندى کسانو باندی مهربانې کوله. او دغه رنگه پخپله پاچا هم د رئيسانو، ملکا نو أو عشيرو، قبيلو او د ټول رعیت سره په ډېره مهربانۍ او نرمۍ گذاره کوله.

تر کوم ځای پوری چه د ویدی ادبیاتو نه معلومیږی شاهی حکومت د عامو خلکو د احتیاج به اثر منځ ته راغلی او پخپله دوی د هغه اساس او بنسټ ایښی ؤ. او پاچا هم انتخابی ؤ. په ځینو سرودونو کښی د شاهی ارثی حکومت نه هم بحث شوی دی مگر زیاتره وختونه د پاچا په انتخابېدو کښی بدنی قوی او اخلاقی او اداری لیاقت لوی لاس درلود. د پاچا په انتخابولو کښی ريشيانو (پوهانو) (گرامنیانو) یا د کلیو او بانډو رئيسانو او د عوامو او اعيانو مجلسونو چه د (سمتی) او (سبها) په نومونو یادشوی دی، هر یو خپلې نظریې ښکاره کولی شوی.

وروسته بیا چه شاهی رژیم قوت او اقتدار وموند، ارثی سلطنت ډېر رواج پیدا کړ. 

پاچا به د (راجان) به لقب یادېده. او د دغه لقب اصلى معنى ( نجيب ) ؤ . شاهی قبیله به محترمه وه، او غړی به ئی د (راجانایا Raianaya) په نامه یادېدل. پاچا به داسی ښکولې او د فخر وړ جامې اغوستلی او داسی لباس به ئی استعمالاوه چه په سرو زرو او جواهراتو به جړا و، و. په دربار کښی پاچا ته نزدې مصاحبین او عمله به دغه کان وو : (د شاهی قبیلی غړی، مذهبی مشاور چه د (پوروهیتا Purohita ) په نامه به یادیده او معمولا به د پاچا تخت ته نژدې کېناسته او د چارو په اداره کښی به ئی هغه ته مشوره ورکوله، گرامنیان (د قبیلو رئيسان) (سوتاSuta) یا شاهی گاډۍ چلوونکی (سناني Senani) یا ( د سپه سردار ) او داسې نور،) پاچا پخپله به جنگ کښی د عسکرو قیادت کاوه، سواره نظام او جنگی گاډیو به د پاچا ساتنه او حفاظت کاوه، دولتی عائدات به زیاتره د رعیت د مالیو دلارې وو، او هر کله چه پیسی او سره زر کم وو نو زیاتره به ئی جنسی ماليي لکه غله اوڅاروی ورکولي پاچا به په محکمه کلایا ارگ کښی ژوندون کاوه چه هغه ته به (پور) ويل کېده. 

د مخه مو وویل چه آریائی جامعی د هندوکش په شمال او جنوب کښی د مهاجرت د زمانی نه پخوا او وروسته دوه ځله اجتماعی مراتب په هغه ډول طی کړی دی چه وویل شول، او په هر ځل کښی مراتب شاهی نظام ته رسیدلی دی .

په دې کښى څه شک او شبهه نشته چه لومړنی آریائی شاهی نظام په باختر کښی پیدا شوی دی، او د آریائی جامعی د مرکزیت او د لومړی شاهی حکومت د پیدا کېدو د لومړی افتخار نسبت دغی ښکولی ټوټی ځمکی ته کیږی سره د دې چه له بده مرغه پخوانی او قدیمی سرودونه مونږ ته ندی رسیدلی، مگر سره له دې ويدى معلوم سرودونه او د اوستا متن او (مها باراته ) هغه پادشاهان یادوی چه د نسب سلاله او سلسله ئی پورته تللی او ارباب انواعو ته رسیږی کوم عجیب شی چه د دې مفکورې تائيد کوى هغه د پاچا د  انتخاب د لزوم موضوع ده چه د اوستا متن او ویدی سرودونه او د سانسکریت د ادبیاتو نوری پخوانۍ  برخی لکه (مهاباراته) په یوه لهجه دهغه په باب کښی بحث کوی اوستا وائی چه (اهورامزدا) (یمای قشنگ) راوغوښت او ورته ئی وویل چه: (زما قوانین په خلکو خپاره او تبلیغ کړه) یا ما  ددي ل ويي وظيفى داجراکولو طاقت په ځان کښی ونه لېداوانکارئی وکړ. او په نتیجه کښی حامی او پاچا وټاکل شو. په (مهاباراته) کښی ویل شوى دى چه هر کله خلک د باچا د نشتوالی له کبله په تنگ وو او ځانونه ئی بی سرپرست بلل نو د (برهما) نه ئی وغوښتل چه د دوی دپاره یو پاچا وتاکی. برهما (مانو) راوغوښت او ورته ئ ی وویل چه پاچا شه، ده عذر وکړ او وې ویل چه شاهی وظیفه مشکله او سخته ده، او منع ئی ورځنی راوړه. په دغه وخت کښی خلک وړاندی شول او هغه ته ئی ډاډ ورکړ چه دغه وظیفه قبوله کړیء او د سلطنت دبار له دروندوالی څخه ونه وېریږی ځکه چه د عسکرو، قواؤ، پیسواو څارو یو په ورکولو سره به ورسره مرسته او اطاعت به ئی په دغه ترتیب واضحه معلومېږې چه د دغو دوو منبعو روح یوشی دی او سره د دي چه د زمان او مکان په لحاظ فاصله موجوده وه د آریائی ژوندون په پخوانیو مرانبو کښی د سلطنت لزوم يو ډول تصویر او گڼل شوی دی. څرنگه چه دمخه د هندوکش په شمال کښی د آریائی اجتماعی ژوندون تر عنوان لاندی تشریحات ورکړل شول د مختلفو مراتبو د طی کولو نه وروسته آریائی سلطنتی نظام لومړی ځل د باختر په سمسورو او حاصلناکو برخو کښی جوړشو، او پای تخت ئی د بخدی ښکولی ښار ؤ.

آریائیانو د پاچا د ټاکلو  نه وروسته دهغه د صحیحو آوامرو به منلو کښی به ئی کوشش کاوه او محبت اومینه به ئی ورسره لرله، او د پاچاهۍ د نبسټ د ټينولو او تقويه کولو دپاره به ئې معمول مالیات چه زیاتره ېه جنسی وو، ور کول. د قوم پوهانو او ريشيیانو به یه جذابو کلماتو او مؤثرو عبارتونو مدحيه او د ستاينې سرودونه جوړول، او د ارباب انواعو څخه به ئی د پاچا سلامتی او سعادت او د سلطنت دوام او ترقی غوښتله، هر کله چه دغه مدحیه سرود د آریانا، خراسان، او افغانستان د شهنامو د بنسټ لومړى تېږه ده. دغه دى ځينى ټوټى له  (اتاروه ودا) څخه اخلو او ترجمه کوو ئی: (پاچاهی خاص تا لره ده او پخپله ټوله دبدبه او لوړتیائی نانه رجوع کړې ده دخلکو ديوا ځينى مالک، خاوند او حکم فرما په شان وځلېږه. 

ای پاچا! پریږده چه ټول آسمانونه درته صلاو کړې او خلک ستا خدمت وکړى. د قبيلې او د دې پنځه گون آسمانی قلمرو خلک تا خپل پا چا بولى. د شاهانه حکمفرمائی په اعلى نقط او شاهی قدرت باندې کښینه او هغه وخت د يو مقتدر سړی په شان مونږ ته شته او خزاني وبښه.

ستا طرفداران او متعلقین به، تاته صلاو کړی، او ستا خوانه به دروځغلی. اگنی د فعال منادی او مبشر په شان به له تاسره ملگری و کړی. 

پریږده، چه زامن ئی له دوستی نه په کومه ښه او بهتره لاره سم او وروزل شی، ته ای مقتدر سړ یه! ډېرې تحفې او باجونه به وگوری.

*  *  *

)ای اندرا زمونږ د دغه شهزاده عزت او تجلیل وکړه لوړ ئی کړه او قوت ورکړه، دى د خلکو حکمفرما او يواځيني لار ښودونکی و گرځوه، دښمنان ئی تيت ؤ پرک کړه او رقیبان ئی په لاس ورکړه، چه په جنگ او جګړو او الو گولو کښی لورتیا او بریالیتوب د ده وی. 

ده ته له کلی او بانډونه لنگی او شیر ورې غوا گانې او آسونه ور کړه او د ده دښمنان ئی ورځنی محروم کړه، ای اندرا پریږده چه د ده د لویېء او شهزادهگۍ  آوازه په کلیو او بانډو کښی خوره او واورېدل شي، او هر دښمن ئی، او ټول بدخواهان ئی ده ته وسپاره او مغلوب ئی کړه. )

* * *

ته ای پاچا! په ټولو لوی اولوړ یې، ستا رقیبان اوهغه ټول کسان چه له تاسره ئی مخالفت کاوه له تا نه ټيټ او کښته دی. 

ته يواځينى حکم کوونکی، لارښودونکی او پیشوایې، او اندرا ستا ملگری او مرستیال دی.

فتح او بریالیتوب راوړه، د زمرو په شان خپل دشمنان دې ونیسه او د پړانگ په شان بدخواهان دې تيت ؤ پرک کړه.

اي يواځينى حکم کوونکيه او پیشوا! دښمنان دې مغلوب کړه. و ئی نیسه او هغه شی چه د دوی په لاس کښی دی ورځنی په لاس راوړه. 

سبها اوسمیتی یا د عوامو او اعيانو مجلس: آریائیانو د هغه نظام په اساس ژوندون کاوه چه په دغو وختو  کښی یی هغه (دیموکراټی) باله، او په قبیلوی کارونو او د کلی او قریی د ژوندانه او په مملکتی لویو او مهمو چارو کښی به ئی د مات د ټولو طبقو له مشورې، نظرياتو او افکارو څخه کار اخست او د دغه مقصد د پاره ئی مجلسونه لرل چه دوه مجلسونه ئی مشهوردی: (سبها Sabha) اصلا دغه یو داسی مجلس ؤ چه په کليو او قريو کښی به جوړیده، او په هغه کښی به ئی د کلی او قریی کوچنۍ او واره معاملات فیصله کول. دغه مجلس به په هر لوی کلی کښی جوړېده، او د دغه مجلس د کېدو دپاره په هر کلی او قریه کښی یو ټاکلی ځای او خونه موجوده وه او په دغو مجلسونو کښی به ټول خلک بلا استثنا شاملېدل، او خپلی جگړې او دنکلی به ئي يکښى فیصله کولی، او تردې چه د دغو مجلسو د کېدوله ځای څخه به د ځینو لوبو دپاره هم کاراخستل کېده. اوله ځينو اشاراتونه معلوميږې چه ښخو به هم پکښی گډون کاوه دغه مجلس زمونږ د قبیلوی جرگو سره ډېر شباهت لری چه اوس هم په غرونو کښی اوسېدونکى قبائل او کوچیان د خپلو ځينو کورنیو کارونو او مسئلو د حل او فیصله کولو د پاره دغه جرگی جوړ وی. 

(سمیتی) دا هم یو ډول قومی جرگه وه مگر د(سبها) په شان د ملت ټول خلک بلا استثنا پکښی شاملېدلای نه شول بله دغه مجلس به خاص د قوم دریشییانو، نجباوو، او د اعيانو او لويو کسانو ؤ لکه چه د ریگ وید په سرود کښی په یوځای کښی اشاره شوې ده چه: ای اندرا ستا ملګری یعنی هغه کسان چه آسونه، گادی،     رمی او شته او دارا ئی لری په سمیتی جرگه کښی گډون کوي. له دې جملې نه معلومیږی چه (سمیتی جرگه) خاص د قوم او مملکت د لویو خلکو او اعيانو د طبقې دپاره وه.

مدققينو د دغو جرگو او مجلسو د مفهوم په شاؤخوا کښی په مختلفو صورتونو نظريې ښکاره کړی دی. او ځینی دغه دواړه جرگی له یو ډول  جرگې نه عبارت بولی او وائی چه آریائیان به په ویدى عصر کښی بلا استثنا پخپلو ټولو جرگو اومجلسونو کښی شاملېدلای شول، مگر بیائی هم د دغو جرگو په توپیر لکه چه د مخه وویل شول نظریه ښکاره کړی ده. په دوهم مجلس یعنی (سمیتی جرگه) کښی پخپله پاچا هم گډون کاوه. (زیمر Zjumer) وائی چه پاچا به په (سمیتی مجلس) کښی ټاکل کېده، مګر بيله شک او شبهې نه د سبها مجلس هم د پاچا د ټاکلو په باب کښی لاس درلود لکه د ریگ وید یوه فقره وائی:

(ټولو خلکوته په پاچهۍ ټاکلی یۍ) او دا د ملت د ټولو خلکو د رایو نتیجه ده چه په کلیو کښی د سبها په مجلسونو کښی ئی د خپل پاچا په ټاکلو کښی رأیې ورکړی دی.

کوم په زړه پوری شی چه تر اوسه پوری به افغانی قبائلو کښی موجود دی هغه، هغه مقررات دی چه پخپلو قومی او ولسی جرگو کښی ورځنی کار اخلی. دغه قوانین لکه دپښتو (لنډۍ) چه شاعر او جوړوونکی ئی معلوم ندى، معين وضع کوونکی نه لری او خامخا پکښی د سبها او سميتی جرگو له پخوانیو مقرراتو څخه ډېر آثار موجود دی او د هغو په راټولولو او جمع کولو کښی باید ډېر کوشش و شی. 

واده – عروسی:  پخوا مو وویل چه د آریائی اجتماعی ژوندون لومړنی اساس د کورنۍ په تشکیلېدو ولار ؤ او هر کله چه د دې کوچنۍ او مقدسې ټولنې (جامعي) د تشکیل یواځینی وسیله واده (عروسی) دی. نو د واده او ښځی کولو مسئله د آریائی قبائلو په نزد یو ډېر ښه کار او تیک عمل شمېرل کېده. په هغه ټولنه کښی چه د ژوندانه اصلی اساس په کورنۍ کلی او قریه باندی کېښودل شوی او پلرونه خپلې اولادې ته د معنوياتو او سرودونو په نقلولو د عقيدې له مخې مکلف وو، نو طبعاً واده له مقد ساتو نه شمېرل کېده.

واده په آریائی کورنیو کښی په ډېره خوشالۍ سره استقبالېده او ځانته ساده او ښکولی مراسم ئی درلودل. د ناوې او مېړه د خوښۍ او خوشالۍ او د کورنۍ د سعادت عامل به دا ؤ چه دغه واده او ازدواج د دواړو خواؤ دعشق او محبت په اساس ؤ. آریائیانو څرنگه چه د طبیعت ښکولى منظرې خوښولې او د دوی له سرودونو څخه د میاشتی، سپوږمی، ستورو او شفق صفت او ستاینه معلومیږی او د ژوندانه په چارو کښی به ئی تل هغه ښکولې او مقبوله خوا کتله د خپلې ښځی او د خپل ژوندون د ملگرې په ټاکلو او ا نتخابولو کښی بيله عشق د لارې نه بله لاره نه نیوله آریائیانو په ویدی زمانه کښی د نننیو (چادر نشینو) قبائلو په شان په ډېره آزادۍ د غرونو په شنو لمنو او سمسورو اورشوگانو کښی په داسې حال کښی ژوندون کاوه چه ځینو خلکو به دهقانی او ځينويه مالداری کوله. ښځی او پیغلی نجونی به په کښتونو او فصلونو او د غرو په لمنو او په عمومی ټولنو او میلو کښی په تېره بیا په (سامانه) کښی چه یو ډول عمومی میله وه د ځوانانو او زلميانو سره يوځای ګرځېدلې اوپه آزادانه ډول به ئی ځانته ښځه او د ژوندانه ملگرې خوښوله او نتخابوله. د مخه مو د کورنۍ په بحث کښی وویل چه پیغله نجلۍ به د کورنۍ دخوشالتيا او خوښی عامل گڼل کېده، دلته داهم وایو چه آریائی ځوانانو به په عمومی ډول نجونې ډېرې خوښولې او دوستې به ئی گنلې او یواځی د دوی آواز به کافی ؤ چه د ډېرو حساسو زړونو تارونه په ټکان اولړزان راولی لکه چه په یو سرود کښی ویل شوی دی:

(ځوانان د پيغلو نجونو آواز دومره خوښوی لکه چه رب النوع خپله ستاینه د بشر له خولی نه واوری) دغه لنډه جمله يو عالم عشق دی او په آریائی جامعه کښی د پيغلې نجونې مقام دومره لوړ ښکاره کوی چه نور پور ته ورځنی تصور نه کیږی.

عشق که څه هم يوه کلمه ده او یوه معنی لری او آریائی واده د هغه په اساس بنا شوی دی سره د دې هر کله چه آریائی زړه د لطیفو احساساتو منبع او ټول حواس ئی د حسن محکوم و، هر څومره چه ناوې او شاوو یعنی مېړه او ښځه ځوان او ښکولی وو د معنویاتو په عالم کښی د دوی د واده مراسم د ارباب انواع په نزد دخوشالۍ په لوړو مراتبو تلقى کېدل لکه چه پخپله د سرودونو څخه يوه جمله د دغه قول شا هده ده:

(د دې د پاره چه ارباب انواع پخپلو د خوشالۍ ډ کو آوازونو په عمومی خوشالتيا  کښی گډون وکړی باید چه شاوو ځوان او ناوی ښکولی او خائسته وی) هو دغه موضوع نه یواځی په دغه جمله کښی یاده شوې ده بلکه په سرودونو کښی ورته بیا بیا او په کراتو اشاره شوې ده ځکه چه يواځینی هغه شی چه آریائیانو به ورځنی بد وړل او تنفر به ئی ورځنی کاوه هغه بدرنگی اوشاړتوب ؤ لکه چه ویل به ئی (بدرنگی او زشتی د اوسپنې یوه گرزده چه سړی وهی په دغه صورت کښی چه آریائی ځوانان له بدرنگۍ او بد شکلۍ نه په (صدمه رسوونکی گرز) تعبیر و کړی، او تاسو د دې خبرې قیاس کولی شی چه دغه حسن خوښوونکی قوم تر کومی اندازې پوری د ښکوليتوب او حسن عاشق ؤ، او د خپلې ښځی په ټاکلو کښی ئی په کومه اندازه جمال او خائستوالی ته اهمیت ورکاوه؟ 

د واده او ازدواج د قطعی لزوم په باب کښی که څه هم د مخه اشاره وشوه مگر پخپله په سرودونو کښی دغه مفکوره په دومره اندازه په یو ساده او ښکولی تعبير ا دا شوې ده چه انسان ورته حيران پاتی کیږی. وائی چه: (په هغه اندازه ښځه د سړی د پاره ضرور ده لکه ژی دلېندې د پاره)

نو وگوریء چه دغه ساده جمله څه بکره او ادبی تشبیه او څومره لوی اجتماعی مفهوم لري .

هغه نجونی چه بی د عشق له مراعاته ئی د ځان د پاره شتمن مېړونه ټاکل، په ښه نظر نه کتل کېدلې. 

ړندې يا معيوبې نجلۍ به په آسانۍ مېړه نشو پیدا کولی. او که چېری چا به ورته زړه ښه کړ او د دوی د کولو اراده بی ئی کوله نو کوم مما نعت هم په مخکښی  نه ؤ، په ویدی زمانه کښی واده مختلف قسمونه لرل، معمولاً د نجلۍ او هلک دواړو رضائیت شرط ؤ مگر په آخر کښی د ورور او مورو پلار رضائیت هم به کار ؤ. ځینی وختونه به ئی نجونی غلا کولې او وړلې به ئی مگردغه کار عموماً پخپله د نجونو په رضائیت او خوښه کېده. زیاتره به ئی ريشيیانو ته د دوی د پوهی او علم له کبله لوڼی او خویندی ورکولې. 

د واده اصول او مراسم به د دواړو خواؤ د موافقت نه وروسته په دغه ډول کېدل: چه هلک (مېړه) به نوی کالی اغوستل او د خپلوانو او دوستانو سره به د ناوې کورته ته، طبعاً ناوی به هم د واده جامې اغوستلی او د خپل ملگری او د هغه د کورنۍ د راتگ په انتظار به وه د واده د مهمو مراسمونه يو رسم دا ؤ چه هلک به خپله ښځه دلاسه نيوله او دواړه به د تېږې په یوه تخته باندی درېدل اوشاوو به خپلې ناوې ته ويل چه: (زه سړی یم او ته ښځه زه «سامان» (Saman) يم او ته (رک) (RC) زه آسمان يم او ته ځمکه دلته زه او ته سره یوځای کېږو او زمونږ نه به اولاد پیدا کیږی) د دغه کار د کولو نه وروسته به هلک خپله ناوې دلاسه نيوله او هغه به ئی د کورنۍ داور نه گر چاپېړه گرځوله. په دغه وخت کښی به په يوه داسې گاډۍ  چه سپینو غوایانو به راښکله او په دښتی او غرنی (خودرو) گلانو به خائسته او ښکولې شوې وه په ډهول او سرنی، په ساز او سندرو سره ناوی خپل کورته بيوله او د خوشحالۍ مراسم به تر څو ورځو پوری وو. 

آریائیانو په آریانا کښی معمولاً يوه ښځه کوله، وروسته بیا به آریائی مهاجرینو کښی په هند کښی د څو ښځو کول هم رواج شوی وو. پلار او مور به د خپلو لونو په ورکولو کښی د دوی د عمر او کلونو ډېر مراعات کاوه، او کوشش ئی درلود چه مشرې لوڼې لومړی ورکړی. د ریگ وید په سرود کښی د هغو نجونو موضوع چه مړونه ئی نه وو کړی او د پلار په کور کښی ئی کونتون کړی ؤ بیا بیا او په کراتو ياده شوې ده، هر کله چه د يوې کورنۍ د نسل سلسلي دهلک او زوی په لرلو سره دوام کاوه، نو آريائيانو به په کورنۍ کښی د زوی د کېدو او د زامنو د ډ ېرېدو زیاته هيله کوله، په يوه نوې جوړه شوې کورنۍ کښی د مېړه لویه آرزو به داوه چه د روزنی او تغذیې د پاره کورنی حیوانات او د کرهڼی او کښت ؤ کر د پاره يوه ټوټه ځمکه پیدا کړي او د زامنو په انتظار به ؤ چه هر یو د پوهې او غښتلتوب د مراتبو په ښکاره کولو سره د کورنۍ گټور غړی شی.

په کومه کورنۍ کښی چه به هلک او زوى نه ؤ نو هغه به دغريبې او بی شتو په شان گڼل کېدله، او په داسي وختونو کښی به ئی پردی او جوماتی هلکان په زوی ولۍ سره نیول. د مېره د مرگ نه وروسته به ښځه عموماً د مېړه په کور کښی پاتی کېدله او کونتون به ئې کاوه، او ډېر لږ به پېښېدل چه د بل میره هیله به ئی کوله.

د ښځی او مېړه ترمنځ علاقه په صحيحه معنی په سرودونو کښی ترسیم شوي او بيدو د هغوی احساسات له دغو دوو لاندنيو فقرو څخه معلومیږی: (شاوو «مېړه» ناوې داسې تعقیبوی لکه لمر چه د شفق ترشا ځلا نده معلوم شی) او (ښځه د مېړه په کور کښی د قطب د ستورې په شان ثابت قدمه ده). 

په ویدی جامعه کښی د ښځی مقام: سره له دې چه د سرو دونونه داسې معلومیږی چه آریائیانو به په ویدی عصر کښی پخپل کور کښی د نجلۍ اولور د کېدلو نه د زوی زېږېدلو ته هیله او هڅه کوله دغه مسئله د دې خبرې دلیل کېدلی نشی چه د ویدی زمانی په جامعه او کورنۍ او کور کښی د نجلۍ او ښځی مقام ټیټ اوسپک ؤ. هر کله چه د نجونو ساتل او ورکول او ودول د کورنۍ د تشويش عامل گرځېده او هلک د هغوى په عکس د خپلې کورنۍ سره مادی مرستی کولې نو له دې کبله ئی د هلک زېږېدلو ته ډېره هیله در لوده. په کورنۍ روزنه کښی چه د مور او پلار په غاړه وه او ده هلک او نجلۍ څه توپیر نه درلود، دواړو نه په یورنگه تعلیم اوښودنه کېدله او روزل کېدل به - طبعا هلک زياتره د خپل پلار سره د کور نه د باندی کارونو کښی مرسته او گډون کاوه، او نجلۍ او لور به د مور له خوا د کورنۍ په کانون کښی روزل کېدله. هغه روښانه دلیل چه په ویدی عصر کښی د نجونو او ښځو تعليم او تربيه، زده کړه او روزنه ثابتوی هغه د يوې سلسلې (ريشیيانو) یا د شاعرو ښځو شته والی دی چه د آریائی ښځو له طبقې څخه په ویدی زمانه کښی پیدا شوی دی او دوی د هغو ریشییانو په شان چه په سړیو کښی میدان ته راوتلی دی د هغه وخت د پوهنی په ټولو څانگو کښی معلومات او لاس درلود. شعرونه به ئی جوړول، د قربانۍ مراسم به ئی اجرا کول، او د ارباب انواعو په نامه به ئې سرودونه او شعرونه ویل، او له دغى لارې نه ئې په جامعه کښی د نارینه وو ریشییانو سره برابر مقام پیدا کړی ؤ. او د ځينو نومونه ئې په دغه ډول دی:

شهزاده خانم (گو شا) یوه مشهوره شاعره وه او شعرونه ئی د ۱۱۷ سرود د ریگ وید په لومړی کتاب کښی، او د٣٠ او ۴٠ سرود په لسم کتاب کښی ليکل شوى دى، (لو پا مود را) یوه بله مشهوره شاعره ده او د کلام نمونه ئی د ۱۷۹ سرود په لمړی کتاب کښی راوړل شوې ده. دغه رنګه (ماماتا) (ایالا) (سوریا) (اندرانی) (ساسی) هره یوه مشهوره شاعره وه او د خبرو او شعرونو نمونې ئی د ریگ وید د سرود په مختلفو کتابونو کښی راوړل شوی دی.

د لويو ريشتيانو نه یو ریشی (ویسوا میترا) وائی چه: (ښځه کوردی) دغه لنډه او له معنی ډکه جمله ښکاره کوی چه د ښځی شته والی او موجودیت د کور او کورنۍ د کانون د تشکیل عامل دى په دي کښی څه شک نشته چه په ویدی زمانه کښی د کور د چارو سررشته د ښځی په غاړه وه، سره د دې د کورنه د باندی کارونو کښی ئی هم د خپل مېړه سره مرسته کوله، تردې چه په سرودونو کښی داسې مثالونه راوړل شوی دی چه ښخی به د خپل میړه سره د غلو په مقابله او جگړه کښی گدون کاوه.

لوبی او ورزښت: د ریگ وید له سرودونو او هغو اشاراتو څخه چه په مختلفو ځایو او مواردو کښی شوی دی معلومیږی چه آریائی قبیلو به په ویدی زمانه کښی او له هغې نه پخوا په آزاده هوا او دننه په کورکښی  ډول ډول ورزښتونه او لوبی او ساعت تیرۍ کولې. په آزاده هوا کښی د دوی مهم کار او ساعت تیرۍ یو ښکار ؤ چه نه یواځی د دوی د ساعت تیرۍ یوه وسیله وه بلکه د دوی د ژوندانه د لويو منابعوڅخه هم شمېرل کېده، غشی اولیندې او خنده او ښکاری سپی استعمالېدل، مرغان به ئی په جال او دامونو کښی او ځينى حيوانات به ئی لکه لېوه او زمری په اړه کى (تلک) کښی نيول. دغه رنگه ځينى وحشی حیوانات به ئی په داسي څاهانو کښی نیول چه سرونه به ئی پټ وو. 

په آسونو سپرېدل او آسونه ځغلول: د ویدی زمانی آریائیانو د آسونو د سپرلۍ او د آسونو د ځغلولو او په هغه گاډيو باندی د سپرېدلو سره ډېره مينه او شوق درلود چه آسونو به راښکلی، د اندرا په باب  کښی دیو سرود يوه جمله داسې وائی چه: «اى اندرا د ليرې ځايونه د دوو ښکولو آسونو به سپرلۍ زمونږ مرستې ته راشه او دغه سوما وڅکه» په يو بل ځای کښی داسې ويل شوی دی: (زمونږ پهلوانان په آسونو سره والوتل او یوځای سره راغلل) په دغه ډول په سرودونو کښی د آس ځغلولو او آس ځغلوونکی په باب کښی ډیر یاد او ذکر شوی دی. 

د جامونو (طاس) لوبی: په ویدی عصر کښی د آریائیانو یوه مهمه ساعت تیری که د باندی به آزاده هوا کښی وه او که دننه په کور کښی یوه ډول لوبه مگر دومره ویلی شو چه کله به دغه لوبه په درېو او کله به په څلورو او وه چه په جامونو سره به کېدله که څه هم د دغی لوبی اصول پوره معلوم ندى یو وخت به هم په پنځو جامونو سره کېدله. او په هر کلی او قریه کښی به هماغه ځای کښی چه د (سبها) قبیلوی مجلس به جوړیده معمولاً به خلک د ساعت تیرۍ او د داسې لوبو د پاره هم هلته ورټولېدل ریگ و ید په لوبوکښی  ټگی او دروغ او تقلب لویه گناه او جنايت بولی.

اتڼ او نڅا (رقص): لکه چه د سرودونو له بیاناتو څخه معلومېږى په ویدی زمانه کښی او د هغې نه پخوا ښځو او نارینه وو به اتڼ کاوه او نڅل به ئی مگر دغه معلومه نه ده چه ښځو او نارینه وو به یوځای نڅل او که نه  اتڼ لکه چه نن ورځ په افغانی قبائلو او پښتنو او نورستانیانو کښی رواج او معمول دی په همدغه شان په ویدی زمانه کښی د آریانا د آریائیانو په منځ  کښیرواج او معمول ؤ آریائی ځوانانو به خپلې اوږدې څنې په غوړو غوړولې او په داسې حال کښی چه ځانونه به ئی په دښتی او غرنیو (خودرو) ښکولو گلانو خائسته کړی وو، ډله ډله او په سندرو سره به د اتڼ میدان ته حاضرېدل. اتڼ به دنن ورځی په شان عموماً په آزاده هوا او عمومی میدانونو  کښی کېده لکه چه په لسم کتاب ٧۶ سرود اتمه فقره کښی یوه جمله داسې وائی: ( ډيرې دوړې او گرد به د هغو کسانو په شان چه اتڼ به ئی اچا ؤ هواته پورته کېده) جنگی اتڼ همدغه عادى اتڼ ؤ چه ډېرو کسانو به پکښی گډون کاوه، دغه اتڼ به د ډهول د نهیب آواز سره يوه ډيره ښه وسیله وه چه ځوانان به ئی د جنگ په میدان کښی مستول. 

په ویدی زمانه کښی داسې ښځی او ډمانې (رقاصی) هم موجودى وي چه کار او کسب ئی همدغه نڅا وه د  واده او د مړی د ښخولو د مراسمو د اجراکولو په وخت کښی مخصوصې نڅا گاڼی او رقصونه معمول او رواج وو. په ځينو ځايو کښی  د پیغلو نجونو نڅا ته هم اشاره شوي ده.

سندرې ويل او سازؤ موزيک: سندری ویل او د هغو د پخوانی والی او قدامت مراتب یواځی په آریائی نژاد پوری مخصوص نه دی بلکه ویل کېدلی شی چه بشر له هر نسل او نژاد څخه چه وی د ژوندانه په ډېرو پخوانیو مرحلو کښی په يو ډول د سندرو ويلو سره بلد او اشنا ؤ او د هغو کلماتو دپاره چه د شعر رنگ ئی ورکړی ؤ د ویلو او لوستلو لهجه او لحن ئی هم خامخا ور ته درلود. له عمومی شیانو څخه تېریږو که چېری آریائیان په تیره بیا د ویدی عصر آریائیان په آریانا کښی و گوره، نو راه به معلومه شی چه سندرې ويل او ساز ؤ سرود په دوی کښی ډېر رواج ؤ، په هغه کتله کښی چه شعر ویل د هغی د کورنیو یومیراثی کار وی، په هغو خلکو کښی چه د سرودونو ساتل او حفاظت د خپل مذهبی او کورنيو لومړيو وظائفو څخه و بولی، په هغو کورنیو کښی چه د هغوی د دین او آئين لوی رکن د ورځې درې ځله د سرودونو ویل وی نو دا یو طبیعی شی دی چه سندرې ويل له پخوانیو زمانو څخه تر ویدی عصر پوری او له هغه ته وروسته په دوی کښی معمول او مروج وو، او د ترقۍ مراتبو ته رسېدلی وو. هنه قبائل چه شعر وائی، سرودونه جوړوی، اټنونه اچوی، امکان لری چه سندرې او بدلې دې و نه وائى؟

 همدغه ډول موزيک: په داسی حال کښی چه شعر، سرود، سندری ویل او اتڼ موجود وی ساز او موزيک د هغو له لوازمو څخه دى. موزيک د پروفيسر (کیت Keith) په عقیده په ویدی زمانه کښی خپل لومړنی او ابتدائی مراحل وهلی وو. له دغی نظر یې نه معلومېږی چه د آریانا آریائیانو د موزيک اولنې مراحل وهلی او طی کړی وو، او د آريائی موزيک اساس له دغه ځای څخه د اندوس ماورای شرقی برخې ته خپور شوی دی. په آریانا کښی آریائیانو د موزيک درې ډوله مهم ادوات یعنی تار لرونکی او هغه آلات چه په پوکی او لاس سره به وهل کېدل ټول پیژندل، او دغه آلات به ئی د (دندوبهی DunPuPhi ) (وانا Vana) او د (یوناVuna ) په نومونو يادول. د ریگ وید له شعرا وو څخه یو شاعر وائی چه: (د شپیلۍ آواز د مسعود «ياما» د استوگنی له ځای څخه اورېدل کېږی) هر کله چه د هندوکش په شمال کښی د (یاما) د استوگنی ځای هماغه د (وارا) ماڼۍ ده چه په بخدی کښی جوړه شوې وه، ویلی شو چه آریانا آریائیان د خپل ژوندون په ډېرو پخوانيو مرحلو کښی د موزيک أو ساز د اساس سره بلد او اشنا وو، او د بخدی لویو پادشاهانو د موزيک او ساز په رواجولو کښی ډېر کوششونه کول. موزيک سربيره په دې چه د واده د مراسمو ،اتڼ او د سرود په مجلسونو او د پادشاهانو په دربارو کښی ډېر عمومیت درلود په جنگونو کښی هم ضروری بلل کېده او د ځوانانو د هیجان او زړورتیا او د دښمن د وېرولو دپاره ډېره ښه وسیله شمېرل کېدله. يو ډول مخصوصه نشیده او قصیده چه د پادشاهانو او قومی سردارنو او لویانو په حضور به اوستل کېدله په (د ناس تیوتی Dnastus ) سره به یادېدله او اشعارو ئی زیاتره مدحيه شکل درلود. 

سامانه: دغه کلمه د ریگ وید په سرود کښی ډېره ياده شوې ده، او یو ډول داسی میله وه چه په آزادو میدانونو  کښی به کېدله، په دغه میله کښی به د ټولنی ټولو طبقو یعنی ښځو او سړيو، زړو او ځوانانو، کوچنیانو، ریشییانو،  پهلوانانو، ورزشکارانو او سوارکارانو ټولو به گډون کاوه، او په دغه میله کښی به ئی خپل لیاقتونه او مهارتونه او هنرونه ښکاره کول، ریشییانو به خپل شعرونه او سرودونه لوستل، ځوانانو په ډول ډول ورزشی مظاهرې او ورزشونه کول، سوارکارانو به اسونه ځغلول اومسابقې به ئی کولې. نجونو او ښځو به د ساعت تیرۍ او حتى د خپل مېړه د ټاکلو دپاره په دغه میله  گډون کاوه. دغه میله به ځینی وختونه د شپې له خوا او کله نا کله د ورځی هم جوړېدله. که چېری د شپی له خوا به وشوه نو آن ترسهاره پوری به وه، او که چېرې د ورځی به جوړه شوه نو تر ماښام پوری به ئی دوام کاوه د میلی د خلکو له خوا به قسم قسم لوبی، اتڼوڼه، نڅا گانې (رقصونه) کېدلی سازنده وو او مجلسیانو به پخپلو سازونو، موزيک او سندرو سره د حاضرینو ساعت تېراوه او خوشالول به ئی. هغه ملی میلی او جبې چه نن ورځ د پسرلی په لومړيو ورځو او وختونو کښی د افغانستان په بیلو بیلو ځايو کښی په آزاده هوا کښی کیږی د ویدی زمانی (سامانه) میلی نه ورته دی او د دې میلی سره ډېرې مشابهى دى، او يونانيانو دغه پخوانۍ خاطره تر ټاکلی پروگرام لاندی راوړې وه.

جگړه ماری او وسله: جگړه او جگړه ماری د آریائیانو له مهمو کارونو او مشغولا وو څخه وه او داسی ژوندون چه نیم ئی بزگری او نیم کی کوچیتوب ؤ او د یو ځای نه بل ځای ته د قبائلو بی ځایه کېدل غواړی طبعاً دغه مړنۍ کتله د جنگ جگړی دپاره تیاره کړې وه. 

د جنگ په وخت کښی عموماً ټول آریائی قبائل به پکښی شاملېدل پخپله پاچا به د خپلو جگړه مارو ټولگيو مشرتوب کاوه، او د قبائلو روحانیونو او شعرا وو به د مناجات او دعا په کولو او د رزمی اشعارو په ویلو سره د جگړه مارو ځوانانو روحیات لوړول او د دوی دپاره به ئی د کامیابۍ او سرلوړۍ لاره برابر وله. پاچا او جگړه مار نجبا به په جنگی گاډیو کښی سپریدل او جنگ به ئی کاوه په دغو گاډيو کښی به دوه تنه کېناستل چه یو به عسکر او بل به گاډۍ چلوونکی ؤ، لومړی سړی به د گاډۍ کیڼې خوا ته او دوهم به ئی ښی اړخ ته کېناسته، او تر زیاتی اندازی پوری د عسکر بریاليتوب او کامیابۍ د گاډۍ چلوونکی په قابلیت او مهارت پوری اړه درلوده، د قبائلو نور عام خلک به پلى جنکېدل، او واړ، ه واړه ټولگی به ئی جوړول وسلی ئی غشی او ليندې، نيزې، ټبر، پیش قبضه، او چنو غزې (فلخمان) وې او په ټولو کښی مهم ئی غشی او ليندې وې دوی زره او د خود خولۍ پېژندله او ورته معلوم وو، عسکر به د خود خولۍ په سر کوله او زره به ئی اغوستله او پیشقبضه به ئی په ملا کښی ټومبله، او لینده به ئی به اوږه کښی اچوله، او ځینی غشی به ئی د شل غشو او دور مو(نی) نه جوړول، او د غشو سرونه به ئی د ښکر یا د فلز څخه تيارول، کله نا کله به ئی زهر لرونکی غشی هم استعمالول. او سره د دې چه د آس سپرلۍ او د آسونوځغلول په آریائیانو  کښی ډیر معمول وو او سربیره په دې د جنگی گاډیو په کش کولو کښی ئی هم له آسونو څخه کار اخست مگر په سرودونو کښی  په جنگ کې د سواره نظام د استعمالولو نه هېڅ یاد او ذکر نه دی شوی.

 کالی، جامې: د آریائیانو کالی به ټول د پونو له وړيو څخه جوړیدل، او دوه یا درې ټوټې به وی. او لکه چه د نورستان په اوسنيو کوچنیانو کښی رواج او معمول دی، څو ټوټی پوستکی به ئی هم د جامو په ډول استعمالول. آریائیانو به د ځانونو په خائسته کولو کښی مخصوص ذوق او سليقه لرله، ښځو او نارینه وو دواړو فرقو به د سرو زرو گاڼې بازوبند، غاړه کۍ (گلوبند) گوشواره گوتې، غوږوالۍ او داسې نور استعمالول. له دې کبله په هر لحاظ چه ولېدل شی د (ریگ وید) د زمانې د ژوندون یادگارونه د خپلو ټولو جزئياتو سره اوس هم په افغانی او پښتنی قبائلو کښی لېدل کېږی، او د افغان ښکولى او غښتلي ځوانان گوټې، کړۍ، گوشوارې، د غوږکړۍ، بازو بندونه د تعويذ د پوښ په ډول اوداسي نور شیان استعمالوی. په دى کښى شک نشته چه د افغانى قبيلي قبيلوی او دیموکراسی ژوندو،ن داسی ژوندون چه نیم ئی مالداری او نیم ئی بزگری او دهقانی وی د خپلو ټولو جزئياتو او ملحقاتو سره چه د رمو ساتنه او روزنه، په غذا کښی د لبنياتو استعما لول. د اتڼ او نڅا شوق او داسې نور ډېر شیان د افغانستان د آریائیانو د ریگ وید د زمانی د ژوندانه ژوندۍ نښې او مظاهر دی، نو هېڅ لېری او نا آشنا خبره نه ده چه قبائلی خلک او سړی پخپل ښکولیتوب او د ځان په خائسته کولو کښی کوښښ وکړی او گوتی، بازو بندونه او گوشوارې استعمال کړی، دغه رنگه تر اوږو پوری د سرونو پرېښودل د آریائی پخوانیو یادگارو څخه دی چه هغه به ئی تل غوړول اوږ مونځ کول به ئی. ښځو به خپل ویښتان کوڅۍ کول  او نارینه وو به په ځينو وختو کښی خپل د سر ویښتان تاو تاو کول او بیا به ئی یوې خواته ږمونځ کول. د(وسیشتا Vasislitas) د قبيلې له خصوصیاتو څخه دا وو چه خپل ویښتان او کاکلونه به ئی ښی خواته  تارول، د ویښتانو کلول په دوی کښی رواج وو، مگر ږیرې به ئی عموماً پریښودلی، او د افغان د ځوانانو په شان چه په ملی اخترونو کښی طبیعی گلان پخپلو سرونو او سینو باندی ټومبی په ویدی زمانه کښی هم د خوشحالۍ په ورځو او قومی میلو کښی به ځوانانو پخپلو غوړ کړو کاکلونو کښی طبیعی او دښتی گلان کېښودل.

کرهڼه او مالداری: د ویدی زمانی آریائیانو نه یواځی بزگری او دهقانی کوله او نه ئی یواځی مالداری بلکه دواړه به ئی کول، مگر سره له دې چه کرهڼه او مالداری دواړه پکښی رواج او معمول وو خو زیاتره به ئی مالداری او د څارویو روزنه او ساتنه کوله. د هغه سرود په ځينو برخو کښی چه د پکتیانو په باب کښی وویل شو، او په نورو ډېرو سرودونو او شعرونو کښی شاعرانو به زیاتره د غوایانو، پسونو او آسونو په تېره بيا د غوایانو د گلو د لرلو هیله او آرزو کوله او دغه شیان ئی د شتمنۍ او تیک مرغۍ نښه گڼله. شاعرانو هغه وخت چه د قبیلی دپاره ئی مدحیه او نور اشعار لوستل د دوی ښی خواته به ئی د بخشش او حق الزحمى په ډول يو غويې و دراوه، او غوائی سربېره په دې چه قلبه او نور زراعتی کارونه به ورباندی کېدل د کراچیو په کش کولو کښی به هم ورځنی کار اخستل کېده، او آس زیاتره د جنگی گاډیو په را ښکودلو او ځغاسته کښی به استعمالېده چه د دوی د مخصوصو ورزشونو څخه شمېرل کېد له. نور د دوی کورنی حیوانات پسه، وزه او سپی ؤ چه د ښکار او د رمو د ساتنې او د شپی له خوا د دوی د څوکۍ او حفاظت دپاره به کاریده. مالدارو آریائیانو که څه هم په لومړیو وختو کښی زیاتره د څارویو او حيواناتو د روزلې سره مینه درلوده خو هر کله چه په افغانستان کښی خواره شول لکه چه (مکدونل) د سانسکریت د ادبیاتو په ١۶۶ مخ کښی وائی د کرهڼې لومړنې بنسټ او اساس ئی زمونږ له مملکت نه یاد کړی او اختی دی. او هر کله چه د قلبې (کريش Krish ) کلمه په ویدی او اوستائی سانسکریت کښی معموله، او مروجه ده دغه پاسنۍ نظر به تقویه کوی کرهڼې د ریگ وید په زمانه کښی د آریانا په آریائیانو کښی ترقی و کړه او داسې حد ته ورسېده چه سربېره په دې چه د دوی خوراکه اوضروریات ئی پوره کول، د دوی د ورکړی او راکړی او تجارت وسیله هم وگرځېدله. د دوی قلبې لکه چه (اتروید) وائی یوه برخه فلز درلود چه غوايانو به راښکوده او کش کاوه به ئی او حمله به ئی اړوله او نرموله، او هر کله چه به ځمکه واړول شوه او پسته به شوه نو بیا به ئی پکښی تخم او دانې شېندلې او دو یالو او لختېو په ذریعه به ئې کښتونه اوبه کول. په لور (داس) سره د کښتو نو دلو کولو، او د کښتو او دسترۍ او گېډۍ کولو، او په تلی (خرمن ځاى) کښی د هغو د راغونډولو، او د غوبل کولو او میده کولو او په رشپيل او غربيل (غربال) سره دهغو د پاکولو موضوع په کراتو ياده شوې ده. هغه تخم او دانې چه کرلی او شيندلې به ئی ښه نه معلومېږی چه څه شی ؤ، په سرودونو کښی د (یاوا Yava) په نامه يادې شوى دى او د ځينو تازه او نوو سرودونو له مخی معلومېږی چه مقصد له غنمو څخه ؤ.

مگر په یقینی ډول معلومه نه ده چه له (یاوا) څخه د افغانستان د ریگ وید د زمانی د آریائیانو مقصد څه شی ؤ.

نورستانیان یو ډول ميينې او نازکې ډوډۍ ته چه د غوښتو او گدنو (ارزن) له وړو څخه ئی پخوی (یاوه) وائی.

د کورنی څارویو او حيواناتو روزنه په تېره بیا د لنگو غواؤ، وزو، پسونو او غوايانو د پادو او گلو ساتنه په ویدی زمانه کښی ډېره رواج او عمومی وه. سربېره په دې چه د وزو او غواؤ شوده (شیر) په غذا او خوراکه او د سوما د مشروب په جوړولو کښی ډېر زیات په کارېدل د دغو څارویو  له وړيو او پوستکو څخه به ئی دخپلو کالیو او جامو په جوړولو کښی کار اخست غوايانو په تېره بیا لنگو غواوو په آریائی ژوندون او اجتماعی نظام  کښی له ډېرو پخوا زمانو څخه د ویدی عصره پوری او وروسته تر هغه لوی لاس او ډېر اهمیت درلود. هرې يوې آریائی کورنۍ په زیات شمېر کورنی حیوانات درلودل، خردوړلو، او را وړلو، آس د سپرلۍ او د جنگی گاډیو د کش کولو دپاره اولنگی غواوي او وزې د شیدو، او غوایان د قلبې او  سپی دکور او رمو د ساتنې دپاره په کاریدل که څه هم آس د آریائیانو په خپریدلو او پرمخ تگ او د دوی په مهاجرت، جنگونو او کاميابۍ کښی لوی لاس او ډېر دخل درلود مگر د لنګی غوا اهمیت که چېری له هغه نه زيات نه ؤ کم خو ورځنی په هېڅ صورت نه ؤ. 

آریائی کورنیو په ویدی زمانه کښی هرې يوې په پوره اندازه د غواو او غوایانو یادې او گلې درلودلې، او دمخه مو ولېدل چه د څارویو د رمو خاص بیا د لنگو غواوو د یادولو گلو لرل او شته والی د پنډځای (آغیل) او د ورشو په تشکیل کښی او په غیر مستقیم ډول د دوی اجتماعی ژوندون د نظام په مختلفو مراتبو کښی اغېزه کړې وه.

لکه چه د سرودونو څخه معلومیږی د آریائی کورنیو د شتمنۍ نښه د څارویو درمو په تېره بیا د لنگو غوا وو د گلو درلودل وو. پاچاهانو به هر یو پاچاهی رمې لرلی او هغو ريشییانو ته به ئی یو شمېر غوایان د بخشش په ډول ورکول چه مدحیه سرودونه او شعرونه به ئی جوړول او نور اجتماعی خدمتونه به ئی کول او د زیاترو سرودونو موضوع د څارويو او حيواناتو غوښتنه او تقاضا وه.

تر کوم ځای پوری چه له سرودونو څخه معلومیږی دا خبره څرگندېږی چه حتی واحده اخستنه (واحد خریداری) او د اجناسو بدلون هم په غوایانو سره ؤ لکه چه د سوما یوه ټاکلی اندازه گیا به ئی د یو ټاکلی شمیر غوایانو په مقابل کښی بدلوله او هر کله چه د بدلون ور څاروی او حیوان ته به ئی (پاسو Pasu) وايه نو ډېره مو ده دغې کلمې د شتمني معنی ورکوله لکه چه پخوانیو رومنيانو د (پیو) يا (پکوس Pecus ) کلمه د شتمنۍ او ثروت په معنی استعمالوله او حتی په هغه زمانه کښی چه پیسی هم په دوی کښی پیدا شوې نو په (پکوس ) يا ( پکوPecu) مسمى شوې. د یو شمېر غوايانو د بخشش په قطار کښی وروسته بیا د یو شمېر آسونو، خرو، اوښانو او د وړلو اور اوړلو د گاډیو او نورو شيانو بخشش هم پیداشو. په ویدی زمانه کښی د غوايانو اهمیت او د هغو لزوم د دې باعث شوی ؤ چه حتی په هماغه زمانه کښی هم د هغو د حلالولو څخه ځان وساتی یعنی جلال ئی نه کړی. له چه ځینو ریشییانو دغه مسئله قدغن کړې وه. 

صنعت: باید دنبه وویل شی چه د افغانستان د ویدی زمانی آریائیان بیخی د صنعت له مبادیو څخه بې برخی نه وو بلکه تر زیاتی اندازی پوری په دوی کښی په تېره بیا د (ویدی) زمانی په وروستیو وختو کښی صنعت ترقی او پرمخ ټک کړی ؤ. د ټولو نه پخوا د لرگو صنعت په دوی کښ ترقی کړې وه او ترکاڼی (نجاری) په دوی کښی یو د افتخار وړ کسب شمېرل کېده ځکه چه ترکاڼ د دوی لوی او اساسی ضروریات او احتياجات برابرول لکه جنگی گاډۍ اود کښت ؤ کر او کرهڼې مخصوصی کراچۍ، د پښتنو او نورستانیانو په شان کورنی لوښی ئی هم زیاتره د لرگو څخه وو، له دې کبله هم د دوی په نزد د تر کاڼ اهمیت ډېر ؤ. د (سوما) غرنی مشروب خاص د لرگو په لوښو کښی څگل کېده. بایده دی چه دا هم وویل شی چه د دوی ترکاڼانو اونجارانو د جنگی گاډیو په خائسته کولو او نقشى کولو کښی ډیر کوششونه کول، او شاعرانو خپل مهارت د هغو کسانو سره مقائسه کړی دی چه گاډۍ به ئی جوړولې.

د ترکاڼ او نجار نه وروسته د فلزاتو صنعتکارچه نننی پښ (آهنگر) ټټار (مسگر) او زرگر پکښی شامل دی د دوی په نزد د اهمیت وړ بلل کېده. دغه صنعتکار به په داسې کوره کښی چه د مرغانو په وزرونو سره به ئی ورته پکی واهه کانی ډبری او تېږی ویلي کولی.

واړه ديگونه او نور معمولی لوښی به ئی د فلز نه جوړول په سرودونو کښی يو فلز د (ایاس Ayas) په نامه یاد شوی دی مگر واضحه نه معلومېږی چه څه شی ورځنی مقصد ؤ د مسو اوسپنی او د ژ ېړو درې واړو معنا گانی ورځنی اخستل کېدلی شی ښائی چه قلعی وی.

رنگول او د باغت هم په دوی کښی رواج ؤ، د ټوکرانو او د کيانو او دور مونه د يزکيو د او بدنې کار زیاتره په ښځو پوری اړه درلوده، په دغه ځای کښی د دغه مطلب یادوا، بی ځایه نه دی چه د یو کسب نیول او د ځان دپاره له دغو کسبونو نه ديوکسب ټاکل د ريگ ويد په زمانه کښی یو داسی شی دی چه په جامعه کښی نه ؤ بلکه د ټولو د وياړ او افتخار سببونه شمېرل کېدل او هغه کسان چه په دغو کسبونو به بوخت وو په قبیلو  کښی به دډېر شريف خلک گڼل کېدل. 

خوراک: د آريائيانو په غذا کښی د مالدارو قبيلو د ژوندون سره سم شودو یا شیدو ډېر اعتبار درلود چه خالص یا گډ شوده به د دانو سره خوړل کېدل کوچ (میکه) هم ډېر خوړل کېده. د غلو او دانو له وړو څخه به ئی د شیدو او کوچو سره کلچې تیارولی سبو (سبزی) او ميوو د دوی په غذا  ډېر اهمیت اولاس درلود. 

د څارویو لکه د غوايانو، پسونو او وزو د قربانۍ غوښی به هم دوی خوړلې د عمومی میلو په وختو کښی به ئی زیاتره غوابان حلالول او د (اتى تيکوا Atithigua) یعنی (د میلمنو د پاره دغوائی د حلالوونکی) د عنوان له مخی معلومیږی چه ځینو کسانو به په خصوصی ډول دغه وظیفه لرله. هر کله چه آریائیانو آسونه هم کله نا کله قربانی کول په دغو وختو کښی به ئی هم د هغو غوښه خورله مگر هر کله چه د آسونو قربانی کول ډېر لږ پېښېدل نو غوښه ئی کمه او په غیر عادی ډول خوړل کېدله. او لنکه غوایه ئی له دې کبله نه حلالوله چه شوده به ئی کول او له شودونه به ئی ډول ډول خوراکونه تيارېدل او هغه به ئی (اگونیا Aghonya) (د حلالولو دپاره ناوړه) بلله. له دغه ځای نه معلومیږی چه د هند په آریائیانو کښی د غوا احترام یو داسی شی دی چه د ريک ويد تر زمانی پوری ئی نښې او اثرات معلومېږی هغه مشهور مشروب چه آریائیانو به استعمالاوه د (سوما) مشروب دی چه د کومو غرنيو وښوله شيرې اوشو دو اوشاتوته به جورېده.

په غرونو کښی د سوما د وښو غونډه ول او له هغو نه د شيرې ايستل او د شيدو اوشاتو د سره هغې گډول د ښځو کار ؤ. د سوما مشروب له افغانستان نه هند نه د آریائیانو دیوې څانگی د هجرت نه وروسته له منځه نه ؤ تللی او په اوستائی زمانه کښی هم د (هوما) په نامه پاتی شو.

سوما که څه هم د (ریگ وید) په زمانه کښی يو مخصوص مذهبی خاصیت پیدا کړی ؤ او زیاتره به د قربانی د مراسمو د اجرا کولو په وختو کښی څکل کېده مگر سره له دی هم په دی خبره دلالت کوی چه دغه مشروب په عامو خلکو کښی ډېر مشهور ؤ او عمومیت ئی درلود. هغه بل مشروب چه د (ریگ وید) په زمانه کښی په عوامو کښی ئی رواج درلود (سورا Sura ) نومېد. چه د دانو له شېرې څخه به جوړېده او ښکاره یو نشه لرونکی او مستی پیدا کوونکی مشروب ؤ. کله چه د سوما د بوټو د شنه کېدو ځای د آریائیانو د استوگنی د ځای له نښو څخه يوه نښه ده په دغه باب کښی جلا بحث هم ليکل شوى دى.

عقيدې: آریائیانو د خپل ژوندون په لومړنيو مراتبو او پخوانيو وختو کښی په (آریانا ویجو) او (بخدی) کښی له دین او آئین څخه د اصل کلمی په معنی په هېڅ ډول نه پوهېدل او هغه ئی نه پېژندل مگر طبعاً د طبيعت ښکولو او خائسته منظرو او د هغو محيرالعقولو او عجييو قواؤ په دوی باندی اغیزه کړې وه لمر به دوی تودول، میاشتی اوسپوږمۍ به پخپل نور سره د شپی توره تیاره رڼا کوله، ستورو به په نیمه شپه او د شپې په زړه کښی پخپل ځلاند والی او پخپلو الماسی ډولو اشکالو دوې مبهوت او حيرانول، تا لندې او بريښنا به د هغی خوا لایتناهی فضا نه دوی وېرول او تهدیدول، د شپې وېروونکی تیاره به چه ورسېدله طبعاً دوی به ئی خپه کول، او بیا په سبا کېدو، د شفق په سپینېدو، د لمر په ختلو او د هغه په گټور ټودوالی او حرارت سره به په دوی کښی نوی روح پو کېده او پیدا کېده او هغه تور افکار به چه د شپې له تهدید څخه ورته پېښ شوی وو له دوی څخه لېری کېدل، په همدغه ډول د طبیعت بديعو او حيرانوونکو منظر و او د هغو د صحنې دائمی پېښو او بدلون تل د دوی توجه ځانته راگرځوله او يو ډول جذبه ئی په دوی کښی پیدا کوله لکه چه همدغه جذبه ده چه کرار کرار ئی په آریائیانو کښی د ژوندانه په لومړیو وختو کښی پراختیا موندلې او داسې شکل ئی پیدا کړ چه د(طبیعی عناصر و احترام) ورته ویل کېدای شی. آریائی دین په طبیعی مظاهرو پورې اړه درلوده او له عناصرو څخه د استفادې او له هغو څخه دو پرې هيلې طبعاً دوی په طبیعت پوری تړلې او کرار کرار ئی دوی لومړی د طبیعی قوائی احترام او بیائی د هغو ستاينئ او صفت ته راوگرځول، او له همدغه ځای څخه دی چه د آریائی مذهبی مراتبو په تگ کښی دوهمه مرحله پیدا شوه او له هغی نه به وروسته بحث و کړو. پخوا مو وویل چه له ویدی سرود څخه په اسانۍ سره د اصل کلمی په معنی د آریائیانو د دین بیان نشي کېدلی دغه موضوع که څه هم ډېره شرحه او بیان غواړی مگر بیاهم په څو کلمو سره ویل کیدی شی چه ویدی سرود سره د دې چه د ډېرې مذهبی اتیا له کبله منځ ته راغلی دی د یو ټاکلی دیانت قوانين، نظام، اصول، اساس، فروعات او مشخص مراسم پکښی نشته، ځينى مدققين دې موضوع ته اشاره کوی چه په سرودونو باندی د آریائی قبل التاريخ دورو د بيلو بيلو دیانتونو آثارو اغیزه کړې ده او په نيت ؤ پرک ډول د هغو مظاهر معلومېږی. لنډه دا چه د ویدی زمانې په تېره بیا د (د ریگ وید) د زمانی په آریایی دیانت کښی د طبیعی عناصر و د مظاهرو ځينى پټې قوا وې د (وارونا) (له ستورو ډک آسمان) اندرا (د تا لندې او جنگ رب النوع) سوريا ميترا (محبت «مهر» لمر ) اگنى (اور) سوما ( هغه مشروب چه له غرنۍ گیاه او شیدو او شاتونه به جوړېدله) ماروت ( باد) د آسمان، ځمکی، شفق، شپی، ورځی، د سهار او ماښام دستورو او د داسې نورو په نامه يادې شوی دې، دغه رنگه په دغه ردیف کښی د ځینو پادشاهانو نومونه هم یاد شوی دې چه د تیکونو احترام او نمانځنی ته اشاره کوی د دغو شخصيتونو مبدأ او اصلیت چندانی څرگند او ښکاره نه دی او د دوی مربوطه داستانونه متضادی برخې هم لرې، سره د دې سرودونه د هغوی په ستاینه او صفت کښی وقف شوی دی او معلومېږی چه د ویدی زمانې آریائیانو طبيعی عناصرو ته ټاکلی نومونه او شخصيتونه ورکړی او هغه ئی د پارونو او تیکونو د ستاينې او پرستش د پخوانیو او زرو داستانونو سره گډ کړی دی. آیا آریائی عناصر روزنې ( عناصر پرستۍ) څه مراسم درلودل؟ او دغه مراسم په کوم کلی ځای  اجرا  کېدل او که نه؟ لکه چه د مخه مو اشاره و کړه آریائی مذهبی مراسم دومره معلوم او مشخص ندی چه په دغه ځای کښی ئی بیان وشی او که چېری ځینی مراسم ئی هم درلودل چه به قربانۍ اود سوما په څکلو او په ځينو نورو داسې شيانو پوری ئی اړه درلوده چه په معینو شرطونو او اساس د مذهبی کلی مراسمو نمایندگی نشی کولی. لکه چه په ظاهره معلومېږی د دوی مذهبی مراسم په دوو برخو وېشل کېدلی شی چه یو رسمی مراسم دی لکه قربانۍ گانی او د سوما څکل او بل د کورنۍ مراسم دی. په لومړۍ برخه کښی به زیاتره ریشییانو او منورو خلکو گډون کاوه، او دوهمه برخه به د کورنۍ په کانون او مرکز کښی د ورځی درې ځله یا پنځه وارې کېدل. د کورنۍ په کانون کښی د مذهبی مراسمو ریاست به د پلارپه غاره ؤ او مور او د کورنۍ نورو غړو به پکښی گډون کاوه هغه نور مراسم به د کال په ټاکلو وختو کښی د کورنۍ په کانون  کښی اجرا کېدل. ریشیانو به چه په اصل کښی د کسب او کار له مخی روحانی وو یواځی د کورنۍ په ځینو ټاکلو مراسمو کښی لکه د واده، وفات، او د نوی کورنۍ په کانون کښی د اور د لگولو او بلولو او په داسې نورو مراسمو کښی  گډون کاوه.

په دغه ترتیب ویلی شو چه آریائیانو د مذهبی مراسمو د اجرا کولو دپاره د عبادت ځی (معبد ) په نامه کوم بل ټاکلی او مخصوص ځای نه درلود، او هر کله چه د دوی مذهبی مراسم پخپله د دوی د آئین د مفکورې په شان ساده وو عبادت ځی (معبد) او عبادت ئى څه مشکلتيا او تکلیف نه درلود. د قربانۍ ځینی مراسم به چه د کور نه د باندى کيدل عموماً د طبیعت په يوه ښکولی دښته کښی اجرا کېدل. له دې کبله دا هم ویل کېدلی شی چه د طبیعت دښته د دوی دعبادت ځای او د طبیعی عناصرو د ستاينې او صفت او د تیکونو د خارق العاده کارنامو اورېدل د دوى عبادت ؤ.

قربانی د ویدی زمانی د آریائی آئین له مشخصاتو او خصوصياتو څخه ده او دا به ئی یو ډول مجبوریت او پور گاڼه چه په هر فرد او کورنۍ باندی د هغې ادا کول لازمی او حتمی وو، ځکه چه گمان ئی کاوه چه په دغه وسیله ارباب انواع د مشکلاتو په حل کولو کښ د دوی سره مرسته او گډون کوی او دواړه خواوې به ورځنی فائده واخلی، لکه چه په دغه باب کښی به ئی ویل: ( قربانی و کړیء چه ارباب انواع شتمن او غنیان شی هغه وخت به بیا تاسو شتمن اوغنیان کړی له غذا نه موجودات پیدا کیږی، له باران نه غذا حاصلیږی، او له قربانۍ نه باران پیدا کیږی....

څوک چه د دغی گاډۍ له گرځېدلو سره مرسته نه کوی هغه د ژوندون کولو ور نه دی) په دې خبره کښی څه شک نشته چه آریائی ساده او ابتدائی آئین په ورو ورو بدلون (تحول) سره بیل بیل مراتب ووهل، او طبیعی قواوې کرار کرار د دوی په خیال کښی د جلا شخصیت او نوم ؤ نښان او د بيلو صفاتو او خويونو خاوندانې شوی دی. له سرودونو څخه داسې هم معلومېږی چه د ټولو گټورو او نورانی عناصرو مجموعې ته به ئی (دووس Davos) یعنی (ځلېدونکی ذرې) ویل، او د هند و اروپا ئی په زیاترو ژبو کښی د (خدای تعالی) «ج» نوم له همدی کلمی څخه په جز ئی تغيرونو سره منځ  ته راغلی دی  او په پښتو کښی د دغه کلمی لغوی مفهوم د(دیوې) یعنی څراغ په شکل پاتی دی. « دووس » یوه داسې کلمه وه چه په هغی سره به ئی بلا استشنا ټول ارباب انواع او طبیعی گټور او نورانی مظاهر يادول او تر دې چه ما فوق کل قوه ئی د ( دووس پاتو=ده برخه ونه لوستل شوه) په نامه مسمی کړې وه. له دغه کبله ځینی دغی نظر یې ته هم رسېدلی دی چه آریائیان د اوستا د زمانی نه پخوا حتی په ویدی دوره کښی هم د پاک خدای تعالی د وحدانیت په موضوع پوه شوی وو په همدغه اساس ځينی مدققين وائی چه آریائیانو که څه هم په ظاهره کښی د طبیعی قواؤ ستاینه او عبادت کاوه مگر بالواسطه ئی د هغو ټولو پیدا کوونکی او خالق هم پیژانده، «مستر داس» پخپل اثر کښی چه (ريک و يديک کلچر) نومیږی (په تعدد کښی وحدت) تر عنوان لاندى په دغه موضوع کښی تفصیل کړی او وائی چه د ریگ وید په سرود کښی د ارباب انواعو ډېر نومونه مثلاً: اندرا، ميترا، وارونا، اگنی او داسی نور د یو واحد ذات بيل بيل نومونه دی. دی په دغه باب  د(مستر گریفت)  نظریه داسې راوړی: (هغه نومونه چه شعراوو یاد کړی دی هغه ټول په حقیقت کښی د یو واحد ذات نومونه دی چه د ټولو دپاسه (مافوق کل) قدرت تشکیلوی اوخپل بیل بیل مظاهر لری،) مستر داس د ویدی سرود د متن د ډېرو فقرو د يادولو نه وروسته د (پراجپاتی) تر عنوان لاندی چه په ریگ و ید کښی د (هیرانیه گربها) په نامه یاد شوی دی او تحت اللفظی معنی ئی (طلائی هسته) ده. دغه لاندنی سرود راوړی چه د پاک خداى تعالى د وحدانيت او يو والی معنی و رځنی څرگندېږی، او تر جمه ئی په دغه ډول ده:

(د خلقت په شروع کښی یو نورو ځلېد. دی د ټولو مخلوقاتو خاوند او مالک دى ده ځمکه او اسمان پیدا کړل، آیا دی هغه نه دی چه خپلې قربانۍ گانۍ ده ته وړاندی کړو؟

ده چه نفس ورکړ، ده چه قوت وباښه، د ده امر ټول ارباب انواع قبلوی، د ده ذات نه فنا کیدونکی دی، آبادی همه نه دی چه خپلې قربانۍ گانې ده ته وړاندی کړو، دی چه د خپل عظمت په سيورى کښى د ذيروحو او خوځېدونکو یوا ځينى پادشاه دی، دی چه په انسان و حيوان باندی یو رنگ پاچاهی او سلطنت کوی. آیا دی هغه نه دی چه خپلې قربانۍ گانۍ ده ته وړاندی کړو؟ 

دی چه هیماوات، سمودرا، راشا د ده د لویې او عظمت شاهدان دی. هغه څوک چه دغه ټولی منطقی د ده دی، آیادی هغه نه دی چه خپلې قربانۍ گانۍ ده ته تقدیم کړو، دی چه د ده قدرت آسمان نورانی او ځمکه ټینگه ساتلی ده، دی چه آسمانونه ئی در ولی او بر قرار کړی دی. دی چه د هوا د طبقو پیمایش د ده د قدرت په لاس کښی دی. آیا دی هغه نه دی چه خپلې قربانۍ گانې ده ته وړاندی کړو؟ 

دی چه د ده قدرت په غړمبيدونکو اوشور کوونکو اوبو باندی حاکم او مستولی دی. دی چه په ټولو ارباب انواعو باندی جگ او لوړ دی. آیا دی هغه نه دی چه خپلی قربانۍ گانې ده ته وړاندی کړو؟ 

دی چه د ځمکی پیدا کوونکی او خالق دى مونږ ته ضرر نه رسوی. د تاکلی نظام په سیوری کښی حاکمیت او حکمفرمائی کوی. د آسمان او ځلاندو او غړمبېدونکو اوبو پیدا کوونکی دی. آیا دی هغه نه دی چه خپلې قربانۍ گانې ورته وړاندی کړو؟

ای (پراجپانی) بیله تا نه بل چا دغو مخلوقاتو ته ژوند نه دی ورکړی، هیله کوو هغه غوښتنه چه د هغی د پاره مو قربانی تاته وړاندی کړې ده سرته ورسېږی او پوره شی او شتمن شو.)

باید دا وویل شی چه د ویدی زمانی په آخر  د هندی مهاجرو آریائیانو په یوه څانگه کښی ځینی نوی او تازه عقیدی هم پیدا شوي، جادو او جادو گرۍ د دوی په عقیدو کښی ځای و نیواو تردې چه ځینی حیوانات هم تر ستاینی او نمانځنی لاندی راغلل چه د هغه سره څه کار نه لرو او زیاتره په هند پوری مخصوص دی.

هغه مهم عناصرچه په ویدی زمانه کښی ئی د آریائیا نو به نزد د ارباب انواعو شکل او حيثيت پيدا کری ؤ په دغه ډول دی:

دییوسDyaus  آسمان - پریتی وی Prithivi ځمکه. 

لمر په بيلو بيلو نومونو لکه: سویار، ساویتار، یوشان، متیرا، رودرا او په داسې نورو، باد چه د وایو Vayu، واتا Vata، ماروت Marut په نومونو يادېده.

اگنی Agni اور

اندراIndra (د تا لندې يا جنگ رب النوع )

سوما (هغه مشروب چه دیو ډول غرنۍ گیا له شيري او شانو او شيدو څخه به جوړېدله او په هغه حرارت سره چه په بدن کښی به ئی پیدا کاوه د ارباب انواعو په قطار کښی ئی ځای نیولی ؤ)

اروناــ : د ستورو لرونکی آسمان رب النوع.

په هغو کښی د ځينو د شخصيتونو د ټاکلو د پاره دلته څه لږ تشريحات ورکوو:

«اندرا» : لکه چه د سرودونو له متن څخه معلومېږی په ټولو آریائی ارباب انواعو کښی مهمه رب النوع (اندرا) وه چه په اصل  په کښی اولو وختو کښی د کومی فاتحی قبیلې حامی رب النوع وه او لکه چه د (پکتیانو) په بحث کښی مو وکتل چه تل به ئی د پکتیانو د جگړه مارى قبيلې حمايت کاوه.

هر کله چه (اندرا) د جگړه مارو او جنگياليو حمایت کوونکی و. نو د هغې د جلاوالى او فارقه نښه به ئی تالنده، بریښنا او آسمانی اور باله، کرار کرار ئی بیخی د جنگ د رب النوع شکل وموند، او په هغو جنگونو کښی چه آریائیانو د داسیو سیانو هندی بومیانو پر ضد کړی دی تل به ئی له (اندرا) څخه مرسته او کامیابی غوښتله هغه خيراتونه او صدقی چه د اندرا په نامه به ئی ورکولې زياتره به د سوما مشروب ؤ. اندرا به د شپيلۍ غږ او د کوهی مشروب (سوما) مستی خوښوله، هر کله چه دغه دوه شیان د دغه زمانې د آریائی کنلې له خصوصیاتو څخه وو نو ويل کېدلی شی چه اندرا د ویدی زمانی او د هغې نه پخوا د آریائی فرداو ذوق کامله نمونه شمېرل کېدله. (اندرا) د خارق العاده حيواناتو په تېره بيا د لویو مارانو او غرنیو اژدهاگانو په وژلو کښی هم ډېر کوششونه کړی ا ود اژدها د قصو او نکلونو منبع چه په بودائی زمانه کښی ئی ډېر رواج او شهرت پیدا کړی او تر اوسه پوری د افغانستان د اوسېدونک وپه دماغونو او مخیلو کښی موجود دی سمدستی ئی د (ریگ وید) د زمانی تر سرودونو پوری رسولی شو، د غرونو او خرابو او نورو ځايو د اژدها وو نکلونه چه نن ورځ به مونږ کښی رواج دی ټول د ریگوید له سرودونو څخه معلومېیږی. دغه دی يوه ټوټه د نمونی په ډول ترجمه کوو.

(غواړو چه د اندرا کارونه بیان کړو، هغه لومړی کارونه چه د وسلو په زورئی کړی دی، ده مار وهلی دی، د غره نس ئی ځیرې کړی دی چه اوبه مجری پیدا کړی، ده هغه مار وهلی دی چه به غره کښی ؤ، (تواشتار Tvashtar) د دهٔ دپاره یوه وسله جوړه کړه، اوبو د غوايانو په شان شور او ناري وهلي او برابرې به په تیزۍ سره د درياب خواته توئېدلې.)

وارونا: وارونا چه د آسمان رب النوع به ئی بلله یوه ډېره لویه آریائی رب النوع او ژوند بښونکی او تیکو کار سرچینه شمېرل کېدله، اود (اندرا) څخه ئی چه تل به په جنگ او قتل ؤ قتال کښی وه، ډېر توپیر درلود، د جگړه ماری اندرا په نسبت (وارونا) يوه لوړه او شکوه لرونکی رب النوع و. چه د رب الارباب مقام ئی پیدا کړی ؤ. آریائیانو به لمر د دغى رب النوع سترگی، اسمان ئی لباس، او د باد طوفان ئی د هغی تنفس گانه او د آسمان، ځمکی او باد د پیدا کولو نسبت به ئی دې ته کاو. دوې عقیده درلوده چه (وارونا) ټول شیان گوری او اوری او د دنیا نظام اداره کوی. آریائیانو به له (اندرا) نه شتمنی او فتح غوښتله.

او د (وارونا) نه به ئی هیله کوله چه دوی د غم او خپگان نه وساتی او خلاص ئي کړی او پښنه او عفو وکړی له هغو سرودونو څخه یو سرود چه د آریائی معتقداتو روح ښکاره کوی داسې شروع کیږی.

(هغه څوک چه دوه دومره پراخې او لویې دنیا گانی ئی یوه له بلی نه جدا کړی ده هغه عظمت لړونکی (وارونا) ده آسمان ئی لوی او جگ کړی دی، ستوری ةی سره جلا کړی دی او ځمکه ئی پراخه کړې او وسعت ئی ورکړی دی زه ځانته وایم چه څه وخت به د (وارونا) تر څنگ ځای او پناه ومومم څه وخت به په صاف زړه د هغی د رحمت اثرات و گورم؟ ای وارونا زه غواړم چه پخپله گناهٔ پوه شم، زه له هغو نه پوښتنه کوم چه پوهیږی ټولو پوهانو په گډه ماته یو جواب ووايه چه وارو تا ستا په ضد په قهر شوی ده ای وارونا دغه لویه گناه څه شی دې چه د هغی په سزا دی خپل دوست شاعر رسوې؟ هغه مانه ووایه ای هغه څوک چه نه مغلوبېږی او خپل ځان دی پخپله ساتی آیا کیږی چه د عبودیت په دغه عرض سره له گناه نه پاک شم؟ (اووم کتاب ٨۶ سرود، د برگین ترجمه). 

اگنی : اگنی د اور رب النوع ده اوه کله چه اورد آریائې کورنۍ په کانون  تل موجود ؤ نو دغه به ئی د کور دائمی واکدار یا د کورنۍ د کانون رب النوع بلله چه ښه او مستريح ژوندون او آبادی او د نسل زیاتوالی د دی له برکتونو څخه ؤ لکه چه په دغه سبب به ئی هغه دا انسان پلار باله او د کوچنی د زیږیدنې په وخت  کښی به ئی ویل:  

(د هغه روښانه اگنی ستاینه او نمانځنه وکره چه دلته حاضره ده او تا ته ئی ژوندون بښلی دی ای د ژوندون تقسيموونکی اگنی زمونږ ژوندون اوږه کړه، ته چه قوت ورکوی ته چه مخ دى له کوچو ډک دى او د کوچو به غېږ کښی زیږیدلی یی، کوچ، شات او د غوا شیدی و څکه او په دغه کوچنی باندی په زوی باندی د پلار په شان پام وکړه.) 

اگنی د قربانی رب النوع هم شمیرل کیدله او داسی گڼل کیدله چه د لرگی نه مذبح راوځی او نذرونه، تحفى او قربانۍ گانی خوری. اگنی د آریائیانو په خیال کښی یو دائمی او جاویدانی ؤ ځکه چه دوی داسی عقیده درلوده چه اگنی د آسمان د جرم باد او طوفان په شان د ځنگل دونو په بیخ کښی پټ دی او د آسمانی بریښنا په ځلیدلو سره پیدا کیږی او هر کله چه د لومړيو اوبو څخه هم اگنی منځ ته راغلي دى لدي کبله ډير قدامت لری او د هغو ار باب انواعو پلار دی چه د قربانیو د وړاندې کولوله کبله پیدا شوی دی.

سوما: سوما د ریگوید به زمانه کښی د غرنۍ گیاه شيره او عصاره وه چه د نکلونو له مخې يوټپس (عقاب) له آسمان څخه راوړې وه او د (منجوان) په غره کښی شنه کیدله، آریائی ښځو او نجونو به د دي گياه سپینه یا زیړ بخنه شیره د سپوږمۍ په رڼا او وړانگو کښی د غرو  په لمنو کښی ټولو له او د اوبو، شیدو، کوچو    او شاتو سره به ئی گډوله او يو مفرح او خوشالوونکی او صحت بښونکی مشروب به ئی ورځنی جوړاوه. او د مذهبی مراسمو د اجرا کولو په وخت کښی به ئی د ارباب انواعو په نامه نذر کول او زیاتره به د شریفی طبقی سړیو دغه مشروب ځکه.

هر کله چه دغه مشروب به قوت ورکاوه او دماغ به ئی مفرح او تازه کاوه، نو آریائيانو به د دغه مشروب له څکلو څخه د زړه او اعصابو د قوی کیدو، د دماغ د مفرح کيدو، د عضلاتو د قوت او د ژوندانه د اوږدیدو او حتی د تل ژوندون هیله او انتظار درلود، او دغو خصوصیاتو خبره دې ځای ته ورسوله چه سوما هم د ارباب انواعو به صف کښی  ځاى ونيو.

سوما او د هغه څکل د هغو لویو مراسمو او تحفو څخه دی چه آریائیانو به د خپلو ارباب انواعو په نامه         وراندی کول او لکه چه د دغه فصل په جلا بحث کښی به وگوریء د سوما د گیا د شنه کېدو اوودی                   (نشوؤنما) ځاى د افغانستان غرونه وو، د دغه مشروب څکل او استعمال زمونږ په مملکت  د اوستائی زمانی تر وروستیو مرحلو پوری رواج او معمول ؤ هر کله چه د سوما گیاه به ئی د سپوږمی به رڼا  جمع کوله او پخوا له دي چه شیره ئی وایستله شی د هغی ډنډر کی (ساقه ها) به ئی په اوبو او شیدو کښی اچول په دغه ځای  به غوريدل او منبسط  کېدل نو گمان به ئی کاوه چه د سپوږمۍ اه وړانکو څخه طلائی څاڅکی  یا (د سپوږمۍ پرخه) بلله چه د سهار له خوا به ئی په دغه گیاه با ندی نویوله او هغی ته به ئی وده او نشو نما ورکوله په آریائی ارباب انواعو کښی هغی رب النوع چه د ټولو نه زیات به ئی د سوما څکلو ته هیله لرله (اندرا) د جنگ رب النوع وه چه د قوت اوطاقت خاونده شی.

تر کوم ځای پوری چه د سرودونو له مضامینو څخه معلومیږی آریائیانو به مجرد ارباب انواع چه د معنوی مفهوم نمایندگی وکړی لږ لړل یواځی یودو و د قهر، عقیدی او د نورو نمایندگی کوله او ځینی نوردغو ارباب انواعو له صفاتو نه عبارت دی چه په ځینو وختو کښی په دماغونو کښی ئی جلا شخصیت پیدا کری دی.

باید دا هم وویل شی چه ځینی ارباب انواع ئی جوړه جوړه او ټولگی ټولگی هـ وو لکه (میترا ــ وارونا) یا (ماروواتسو Vasu او ادیتياAdityae )او داسی نور.

هغه شی چه د ویدی زمانی د آریائیانو په آئین  د ویلو وردی دادی چه دانسانانو او ارباب انواعو تر منځ د روابطو واگی د انسان په لاس کښی دی چه به تقدس او قربانۍ سره به ئی هغه اداره کول، اود خپلو آرزو گانو د حاصلولو د پاره به ئی نذر او قربانۍ هم کوله، آریائی ارباب انواع څرنگه چه ترسیم شوی دی قوی وو او د عدالت او خير په نسبت ئی قوت درلود، لکه چه دمخه وويل شول یواځی (وارونا) په هر ځای  پخپل حضور او د انسان د اعمالو څخه به خبرتیا سره یواځی د دوی رب النوع ده چه د بشری وجدان بیداری او مواظبت ئى تر سیمولای شو. 

د دوی ساده نذرونو داسی کورنی مراسم درلودل چه پلار به د خپلی ښځی سره د کورنۍ په کانون کښی اجرا کول چه شیدی، کوچ او حبوبات وو او د مراسمو جزئيات ئى معلوم ندی، لویه قربانی ئی د آس حلالول وو چه پاچا او شتمنو او د قبيلي رئيسانو به دغه قربانی کوله. 

مړی به ئی عموما به خاورو کښی ښخول، د دوی د مړو آینده له سرودونو څخه چندانی ښه واضحه نه معلومیږی کله د ځینو برخو څخه څرگندیږی چه د اوبو سره به یوځای کېدل، ځينى د نباتاتو سره دهغوی الحاق ته اشاره کوی اوځینی هم وائي چه له مرگ نه وروسته بیا ژوندی کیدل او د (ياما Yama) د لومړی مړ شوی یا چاسره یوځای یائی ورځنی جلا ژوندون کاوه.

سوما:ــ په آریائی ارباب انواعو کښی هغه رب النوع چه په آریائی ژوندون او آئین کښې ئی مهم رول لوبولی دی یوه (سوما ) ده چه په اصل کښی او اساسا يو ډول مشروب ؤ چه وروسته به د هغه د جوړښت اصول بيان کړو. دغه مشروب د هغو صحی او حرارتی خواصو په لرلو سره چه په بدن کښی به ئی پیدا کاوه کرار کرار د رب النوع شکل پیدا کر. او د «اندرا» آسمانی اود (اگنی) د ځمکنی اور څخه وروسته به ئی په دریم نوبت او روڼ کښی د دى (سوما) ستاینه او نمانځنه کوله لکه چه ټول نهم جز او څو نور بيل بیل سرودونه ټول د دی د صفتونو او مميزاتو دپاره وقف دی، او د دی د نوم د ډیری یادونی او ذکر کیدو له کبله (سوما) آریائی دریمه رب النوع بلل کيدلی شی. 

آریائیانو د خپل پخوانی تهذیب په ځانگو یعنی د آریانا په غرونو کښی د مملکت له طبیعی محصولاتو نه د یو ډول گياه له شیری، اوشاتو او شیدو څخه يو قسم مشروب د (سوما) په نامه جوړاوه. 

بيدو (عين همدغه کلمه (سوما) په (ه) سره د(س) به بدلیدو سره چه د اوستائی او ویدی سانسکریت د ژبو ترمنځ یوه عمومی قاعده ده په باختر او د آریانا په نورو ځايو کښی په روستائی زمانه  (هوما) ویل کیدله که څه هم (سوما) او (هوما) اساسا د همدغه مشروب نوم ړ مگر یواځی پخپله د گياه په باب کښی ئي هم اطلاق کیده چه د دغه مشروب له اجزا و و او مرکباتو څخه شميرل کيدله. د باختری کتلی آریائیانو د خپلو باستانی مدنیتو په دورو کښی دغه گیا پیژندله او دا به ئې مقدسه گیا بلله.

او د شرونو او بلاگانو دفع کوونکی او د جسم او روح قوی کوونکی گیا به ئی گندله. څرنگه چه د ریگوید په سرودونو کښی نهم جز د (سوما) د مناقبو او ستاینی دپاره وقف شوی دی په اوستا کښې هم له یوی برخی څخه د ( هوم پشت ) په نامه بحث کوي. سوماد اوستائې زمانی د باختری آریائیانو په معتقداتو کښی یو کچنی نکل او افسانه هم لری چه د هغی له مخی د دی گیا لومړنۍ مبدأ  په آسمانونو کښی وه او يوټپس (عقاب) چه (سینا Cyena) نومید له (هریتى بری زا ) (Haratibareza) د لور غره څخه را اخیستی او پر یو پائی ری سنا (Upari Saena ( د هندوکش) په لوړو غرونو، ( ستيرا) (Staera) د تیرا په غرو، (کوسرادا) (Kusrada ) (دغو رد کو راسون په غره باندی) او په (پاورنه) (Paurana) (دپروان) غره باندی؛ سپی تا گوناگیری (spita.gaona-gairi) (سپین غر) او په نورو غرو باندی ئی تيته او خپره کړه. 

د اوستا له یادونو او تذکراتونه ښکاره معلومیږی چه دغه گیا د غرونو په څوکو او لوړو لمنو او غرنیو ځمکو کښی شنه کېدله. لکه چه دمخه وویل شول او ستا يو کامل یشت د (هوم یشت) په نامه په دغه زمینه کښی وقف کړی او هغه ځایونه ئی مفصل او بیل بیل یاد کړی دی چه دغه گیاه په پکښی شنه کېدله هغه غرونه چه د (سوما) گیاه به پکښی شنه کېدله او نومونه ئی په اوستا کښی یاد شوی دی زیاترو مستشرقینو په تېره بیا انگلیسی (سر اورل ستن) کتلی او د (اوستا جغرافيه) ترعنوان لاندى ئى به١٨٨۶ کال په (وین ) کښی د مستشرقينو په اوومه بین المللی کنگره کښی به دغه باب اود نورو مربوطو مسئلو په باره کښی ئی کنفرانس ورکړی دی. او (دارمستتر) هم د خپل زند اوستا په ترجمه کښی له هغه نه استفاده کړې ده. له دغو تولو دقيقو علمي مطالعاتو څخه معلومیږی چه د اوستا له نقطی نظره څخه هغه غرونه چه د (سوما) یا (هوما) گیا پکښی شنه کېدله یواځی د آریانا یا د افغانستان غرونه وو لکه چه د مخه د دغو غرونو د اوستائی پخوانيو نومونو په مقابل کښی نننی نومونه ئی هم وليکل شول او څرگنده شوه چه د هندوکش سلسله د خپلو ټولو ښاخونو او د سپین غر او د تیرا غرونو او د غور د کوهستانو او د پروان د غره او نورو سره يواځی هغه ځايونه وو چه دغه مشهوره گیاه (سوما) به پکښی شنه کېدله. یو بل دلیل دار ستا د طی نظر څخه د آریا با دغرونو انحصار دسوها دننه کېدو دياره يو بل دلیل دی چه اوستا یواځی د جغرافيې له نقطى نظره څخه د آریانا خاوره ډېره ښه پیژندله او د اوستا د آریائیانو د خاورې کانون همدلته ؤ. 

دغه رنگه که چېرې پورته پسې لاړشو ویدی سرودونه هم له (سوما) او د هغي له صفاتو او رنگ څخه په ډېرو شاعرانه کلماتو او استعارو مفصل بحث کوى لکه چه وروسته به ورته اشاره وشی مگر د اوستا په شان د دې گیاه دودي او نشوؤ نما د ځای په باب کښی ښکاره څه نه وائی. مگر دغه خالی ځای ( عتر وید) ډکوی چه د ویدی سرودونو د څلورو کتابو له جملې څخه يو بل کتاب دی، ځکه چه په دغه ځای کښی ښکاره ويل شوی دی چه د (سوما) گیاه  د ( موجاوات) په غره یا څرگنده ووایو د (منجوان) په غره کښی شنه کېدله هغو مدققینو چه د افغانستان د جغرافیائی وضعیت و او نومونو څخه پوره معلومات نه لری سره د دې چه د (منجوان) نوم واضحه یاد شوی دی اشتباه کړی او د هغه ځای ئې د افغانستان او پنجاب په ځینو نورو ځايو کښې ټاکلی دی حال دا چه د دغه غره نوم بیله کوم کلی تغیر نه په هماغه خپل پخواني شکل تر نن ورځی پوری پاتی دی اود (منجان) غردی چه په دغه نامه یو غاښی هم مشهور شوی دی او د نورستان او د بدخشان د علاقو تر منځ د تگ او راتگ لاره ده چه د جرم د درې د لاری عملی کیږی د(منجوان) او (منجان) د کلمو تر منځ يواځی يو  (و) فرق دی، او په هغو ډیرو مثالونو سره چه په لاس کښی دی (و) او (الف) هر کله چه دواړه د علت حرفونه دی په صوتی تلفظ کښی (و) حذف شوى او (منجوان) (منجان) ګرځیدلی دی‏، په دغه ترتیب اوبه نورو جغرافیائی دلائلو سره چه لاندى ويل کېږى په دې کښی هېڅ شک او شبهه نشته چه د سرودونو (منجوان) همدغه اوسنی (منجان) دی چه د هندوکش د جنوب شرقی کوهستانونو او غرونو یو ښاخ پکښی راغلی دی. 

سربيره په دې به (عترويد) کښې يو قوم د (منجووات) په نامه هم یاد شوی دی چه د A Macdonelle په عقیده هغه قبیله ده چه د (موجاوات) یا (منجوان) د غره په خوا کښې ئې ژوندون کاوه، او د (گنداری) د قبیلی سره یوځای او گاونډه وه، هر کله چه د گنداری قبیله په گندهارا کښې اوسېدله، او گندهارا د کابل او پیښور ترمنځ منطقه را نیوله دا هم يو بل دلیل دی چه په نننی (منجان) کښی د (منجوان) موقعیت واضحه ښکاره کوی او د (منجوات) قبیلی د گندهارا به شمالی گاونډی ځمکو لغمانونو او د نورستان په ځینو برخو کښی ژوندون کاوه. 

(مور گنسترن Morgensterne .G د («منجان» د نوم او د هندوکش د ځايو او خلکو د ځينو نومونو) تر عنوان لاندی یوه مخصوصه مقاله خپره کړې ده او په دغه ترڅ کښی ليکي چه: د کافرستان د کلاشه Kala او کاتی kati فارسی ژبی خلک د تلفظ به جزئی اختلاف سره دغه ځای (منجان) بولی.

په هر حال (عترويد) یواځى د (منجوان) یا (منجان) غر د سوما د گیا د ودې او نشوؤ نما ځاى بولی، او د اوستا (هوم یشت) د آریانا د ټولو لويو غرونو نومونه یادوی د دغو درو د پخوانیو منبعو په استناد ویلی شو چه آریائیانو په آریانا کښی د خپل ویدی او اوستائي پخواني ژوندون په مراتبو کښی دغه گیاه ښه پیژندله او د دوی د اجتماعی ژوندون په رسوماتو او آئين اوادبياتو کښی ئې مهم رول لوبولی دی.

(سراورل استن) انگلیسی مشهور مدقق او جهان گرځېدونکی د (افدرا) او د هوم او سوما د گیاه او نبات ترعنوان لاندی د دی گیاه په شاؤ خوا کښی مفصله مقاله لیکلی ده اووائې چه د هوما او سوما گیاه چه اوس هم د هند پارسیان ېی استعمالوی د (افدرا Ephedra ) یا د (افدرا فولیاتا Ephera-foliata )د کورنۍ څخه يو بوټی او نبات دی په همدغه مقاله کښی ويل شوی دی چه ډاکټر (ئې تی شن) چه د افغانی سرحدونو د تحديد به هیئت کښې شامل ؤ په یو رپوټ کښی ئې ویلی دی چهEphedrapaclyclada د هریرود په دره او د هرات په بادغیس کښې د (هوم Hum) (هوما Huma) او (یهما Yehma )په نامه مشهور دی او د بلوجستان نه نیولی د هریرود او بادغیس تر درې پوری په ډ بر ينو اوشگلنو ځمکو کښې دغه گیاه شنه کېږی. د دغه داکتر د نظريې له مخې دغه گیاه د (هوم بندک Hum-i-bandak) په نامه هم یادېږی (سر اورل استن) د ډاکټر (ئي تی شن) د نظريې په تائید وائي چه په هغه مسافرت کښی چه په ۱۹۱۵ کال کښی می د افغانی او فارس د سرحد په اوږدو کښې وکړ داسې گياه مې و موندله چه خلکو به د (هوم Hum) په نامه بلـله. (سر اورل استن) له دغو بياناتو نه وروسته وائې چه دغــه (افدرا) هماغه (هوما) يا (سوما) ده چه د اوستا په متن او د ریگوید په سرودونو کښی ډیر ځله او په کراتو یاده شوی ده په دغه وخت کښی د اوستا د لیکنو په تائید دا فغانستان د یو غر نوم په داسی ډول یادوی چه په لنډ صورت دمخه وویل شول او د هندوکش په جنوبی لمنو کښی او د (سپین غر) په درو د آریائیانو د استوگنی له مخی په قطعی صورت ثابتیږی چه د سوما یا هوها گيا د پخوانيو کتابونو او نوو تحقیقاتو په شهادت یو داسی نبات او بوټی ؤ چه د افغا نستان په خاوره کښی شین کیده او اوس هم شين کیږی. 

د سوما د مشروب جوړول: لکه چه زمونږ د مملکت پخوانی ادبیات ریگوید په بیلو بیلو طریقو ښکاره کوی چه د سوما د مشروب جوړول د ښځو په تيره بيا د ييغلو نجونو کار ؤ چه دلی دلی به درغرونو لمنو ته تللی او گرځیدلی او دغه گیاه به ئی ټولوله، وروسته بیا به ئی هغه د تیږو په صفا تختو میده کوله او د هغی شیره به ئی له هغو وړينو ټو گرانو څخه ایستله چه پخپله به ئی اوبدل او جوړول، او بیا به ئی له دغی شیری سره یوه اندازه شیدی او شات گډول، په دغه ترڅ  دا هم باید وویل شی چه څرنگه سوما د افغانستان يه غرنیو علاقو او کوهستانونو کښی شنه کیدله شات هـم د دغو منطقو د لویو او مهمو محصولاتو څخه يو محصول ؤ او دی د هندوکش په جنوبی لمنو  په تیره بیا په شرقی هندوکش گندهارا او د سپين غر په لمنو کښی په زیاته اندازه پیدا کیږی، د لغمان، کنر، نورستان، باجوړ او د مهمندو په درو  او دغه رنگه په جنوبی کوهستانو او  داسی ځایونه شته چه په هغه ځای کښی خلک د شاتو د مچیو روزنه کوی او په کال کښی ډیر حاصل ورځنی اخلی، نو له دی کبله ویلی شو چه شات چه د سوما د مشروب به اجزارو کښی دوهم جز دی هم د افغانستان د غرونو او دروبو طبیعی محصول دی. 

سوما او د ريشيانو تخیلات: ریشیانو یا زمونږ د ویدی زمانی شاعرانو پخيله ظريفه طبع او لطيفو تخیلاتو د سوما په باب کښی ښکولی قطعات ویلی او د دغه مشروب رنگ، هزه او په جام  د هغه د اچولو آواز او پيغلو نجونو په خائسته گوتو د هغه د جوړولو او تيارولو اصول په ډيرو لطيفو او شاعرانه کلماتو او استعار و بیان کړی دی، او د هغه لنډه یادونه سربیره په دی چه تاریخی مطالب واضحه او روښانه کوی زمونږ د شاعرانو د طبع قدرت او خواږه تخیلات هم ښیی او معرفی کوی.

د دی خبری د ښکاره کولو دپاره چه سوما د پیغلو نجونو په بلورینو گوتو جوړیدل لیکی چه:

(د ديو اسوات نجونی یعنی دختلى لمر ربته النوع يا لس تنه پیغلی نجونی چه ټولی سره خویندی دی د سوما شیره و کاږی) د ختلی لمر دغه لس تنه پیغلی نجونی د دواړو لاسونو د گوتونه عبارت دی چه زمونږ د ویدی شعرا وو تخيل له دغو گوتو څخه لس خویندی جوړی کړی دی.

د پسونو په وړينو ټوکرانو د دغه مشروب د صافولو او په خاورنيو لوښو او لویو خومونو کښی د هغه د اچولو موضوع ئی په بیلو بیلو ډولونو ادا کړی او ترسیم کړی ده او په دغه ترڅ کښی وائي چه

(د سوما ویاله د لنگو اوشیرو روغواوو په شان چه څنگل ته ننوځی په خومونو توئیږی) یا دا چه: (ارباب انواع د خواره کړوو زرونو مرغانو په شان په خومونو کښی راښکته کیږی).

په خمونو  د اوبو سره د سوما د شیری له گډولو او یوځای کولو څخه ئی داسی تعبیر کړی دی چه: 

(یوغوائی رمباره کړی او چمن ته ننوځی) یا دا چه (هغه وخت چه سوما د اوبو جامه اغوندی د ویونکو اوسندر بولو (خوانند گانو) د سرود په آواز سره په خمونو کښی گرځیږی او څرخونه خوری.)

ویدی شاعران او به معمولا د سوما مور او وروسته ذکر شوی شیره د اوبو زوی بولی، هغه وخت چه روحانیونو به شیدی د سوما د شیری سره گډولی نو د غوایانو د پوستکو څخه به ئی جامی اغوستلی په خمو نو کښی د سوما د مشروب د توئيدلو د آواز د تصویر د پاره شعراوو ځینی اصطلاحات په کار کړی او ضمنا ئی داسی ویلی دی چه: (د سوما خواږه څاڅکې چه د خم په دیوالونو اواړ خونو لگیږی د عسکرو د غرار سره مشابه انعکاس اوانگازه ولاړيږی) پخپله د دغه مشروب د ټوئيدلو آواز ئی د غوائی رهباړی او حتی د تا لندى د غرمباړ او غرار د کلمو سره مشابه کړی دی، او په داسی ځايو کښی ئی سوما نر غویی بللی او یا ئی ورسره مشابه کړی ده او هغه اوبه ئی د غوا په صفت یادی کړی دی چه شیدی ورسره گډی شوی وی یا نه وی مخلوطې شوی. 

د سوما د شیری روښانه رنگ چه د نننیو مهتابی کم رنگو ژیرو شیرو سره ورځنی تعبیر کیدلی شی د شعراوو سترگی ځانته را گرځولی او هغه ئی به سرودونو کښی د لمر د وړانگو سره مشابه کړی دی چه په عین زمال کښی ژیړ بخنه او روښانه او ژوند بښونکی ده. 

هر کله چه سوما یو مفرح او قوت پیدا کوونکی شربت ؤ نو ریشیانو د دی شیری اثرات ډیر خوښول او دا ئی (آسمانی شربت) یاد کړی دی او د دغه شربت له څکلو څخه ئی د تل ژوندون انتظار درلود، لکه چه دغه شربت ته ئی  )امريتا(Amrita یعنی فنا نه قبلوونکې لقب ورکړی ؤ.

د معتقداتو له مخی ئی دغه عقیده لرله چه سوما خپل ثنا ويونکی او څکونکی د رستگارۍ عالم او لوړ مقام ته رسوی او د (یما پاچا) په دربار کښی به همیشه ژوندون و مومی. 

د ریگوید په ځینو وروستنيو سرودونو کښی ئی (سوما) په مبهم ډول د (سپوږمۍ) سره مشابه کړی ده، په (عتروید) کښی څو ځله سوما د سپوږمۍ په معنی راغلی ده او (یجور وید) لیکی چه هماغه ځلاند والی او تابش چه د سپوږمۍ له رو ښنائی څخه ځلیږی عیناً د سوما له مهتاب رنگ څخه ځلښت کـوی، په (برهمانا Brahmanas) کښی دغه مفکوره ښه بیان شوې ده ځکه چه په هغه ځای کښی ليکل شوی دی چه د څوارلسمې شپې نه وروسته د سپوږمۍ د کوچنی کېدو علت دا دی چه ارباب انواع د هغې ژيړ رنگی ماده چه د ژوندانه د بقا سبب ګرځی خوری او له دغه ځای نه معلومیږی چه د هغه وخت د معتقداتو  له مخې ئې ګمان کاوه چه د (سپوږمۍ) د جسم په مرکباتو او اجزاوو کښی یوه اندازه سوما هم شته چه د آسمانی ارباب انواعو د تل ژوندون ماده ئی برابر وله. 

بیخې همدغه مطلب په (یوپا نیشادUpanishad) کښی څوځله یاد او ذکر شوی دی چه (سپوږمۍ) له (سوما پادشاه) د ارباب انواع مشروب څخه عبارت دی چه د شپې د آسمان په لاجوردی بساط کښی د ستورو د برښا په رڼا ئې  کښې دغه آسمانی جام اخلی او په سر ئې اړوی یعنی څکی ئې او کرار کرار په تدریج سره چه سپوږمۍ کوچنۍ کیږی علت ئې دا دی چه هره شپه ورځنی يوه اندازه څکل کېږی تر دې چه د جام د مورگو او غاړی تری خطهم ورکېږی په دغه وخت کښی لمر د ساقی وظیفه اجرا کوی او سهار چه خېژی پخپلو طلائی وړانگو دغه خالی لوښی ډکوی او په کرار کرار او لږ لږ تر څوارلسمې شپی پورې (آسمانی پياله) بېرته له حیات او ژوند بښونکی مشرو ب څخه ډکېږی او له څوارلسمې شپې نه وروسته بیا د سوما د څکلو دستر خوان غوړېږی.

«سوما» او «هوما په ریگ وید او اوستا کښی:

د اوستا د گاتونو د ژبی سره د ویدی سرودونو د ژبی مشابهت چه معمولا د )(سانسکریت ودا) په نامه یادېږی دومره زیات دی چه د څه لږ دقت نه وروسته هر څوک حکم کولی شی چه دغه دوه ژبی یا په بل واضح عبارت دغه دوه لهجې د یوی باختری مادری ژبی ښاخونه دی چه د ډېری زمانې په تېرېدلو سره يوه له بلې جلا شوې ده لکه چه هره يوه له دغو دوو ژبو نه پخپله په (باختری) صفت یا ده شوې ده. ژب پوهانو (علمپی زبان شناسی) به هغو تحقیقاتو سره چه په دغه باب کښی ئی کړی دی د آواز په لحاظ ئی د ویدی سرودونو د ژبی او د اوستا د متن ترمنځ يوڅه اختلافونه موندلی دی چه په تفصیل سره یادول ئی امکان نه لری او د دې موضوع مربوط بیا نوو چه تر بحث لاندی ده چه په اوستا کښی د ویدی سانسکریت (س) په (هـ) بدلېده او په د غه ترتیب (سوما) (هوما) شوى ده. 

که چېری هغه شی چه د دغه مشروب په باب کښی په ریگ وید او اوستا کښی یاد شوی دی سره مقائسه شی نو معلومیږی چه له آریانا نه د هندی او فارسی آریائی ښاخونو له جدائی او مهاجرت نه پخوا سوما یا هوما د هغی زمانی په اجتماعی ژوندون او معتقداتو او اساطیرو کښی چه دغو دوو ښاخونو يوه مشترکه کتله جوړوله مهم رول لوبولی دی. ریگ وید او اوستا د وا ره د دغه مشروب د ماهیت، عنصر، مبدأ ترکيب، مميزه خصوصياتو او د نورو صفاتو په نسبت متفق دی، دغه دواړه وائی چه یو مرغه د سوماد گیاه دانه او تخم له آسمان نه راوړې دی دغه دواره وائی چه د غه گیاه د غرونو په څوکو او لمنو او جگو ځايو کښی شنه کېدله، د دواړو منبعو له مخی واضحه معلومیږی چه د پخوانۍ آریانا غرونه د دې گیاه د شنه کېدو او ودې د پاره مخصوص وو په د واړو ځايو کښی سوما (د گیا گانو پاچا) بلل شوې ده په دواړو کښی د دې گياه صحی او صحت بښونکی خواص په يو ډول یاد او بیان شوی دی، په دواړو ځايو کښی وائی چه د دغه مشروب څکل د ژوند د دورې ډ اوږدیدو باعث ؤ. د دغه مشروب د جوړولو طریقه په دواړو ماخذونو کښی يو رنگه بیان شوې ده: او دواړه منابع په سوما او هوما پوری مربوط نکلونه او افسانی په یو قسم نقلوی. لنډه دا چه د آریانا په دواړو لومړنيو او پخوانيو مأخذونو کښی د بیان مشابهت دومره زیات دی چه د يوې معلومات هو به هو د بلې سره تطبيقېدلى شی.