32

سوهن لال سوري د (عمدة التواريخ) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 سوهن لال پلار منشي کنپت رای او نيکه يې لاله حکومت راى سوري د احمد شاه درانی او د مهاراجه رنجیت سنگ د اسلافو معاصرين وو، چي دوی د خپل عصر معلومات سره راټول کړي او سوهن لال ته يې پرېښی وو، دغه لیکوال هغه ډول یاد داشتونه په پنځه ټوکه کي سره راغونډ کړل، چي کتاب يې ډېر تاريخي ارزښت لري او په لومړي دوو ټوکو کي د احمدشاه لامونه پر پنجاب باندي بيانوي، چي په لاهور کي په ۱۸۸۵ م کال چاپ سوي دي.