32

پښتون او پښتو

د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهمه برخه

پښتون - د لسو ټبرو جگره او پښتون - د پکهت ویشنه - پښتون په ویدا کښي - پښتون په اوستا کښي - پښتون او يوناني مورخين - بختي په اسلامي دوره کښي - نتيجه - پښتو - پښتو او د اوسنيو پوهانو آراء - د دغو افکارو نتیجه او د پښتو اصل - پښتو ولي سامي يا عبري ژبه بللې شوې ده؟ - يوه ضروري يادونه – پښتو ولي هندي يا ايراني گڼلې شوې ده؟


آريائي اقوام چه له خپلي زړې آرينه ويجه Aryana Vaeje يعني د اكسوس (آمو) او سیر دريا له سر چشمو 

څخه خپاره شول، او په بخدي او باختر کښي مدنيت جوړ کړ، وروسته نو له دغه ځايه بيا د هند او ايران خواو ته ولاړل. دوي ځيني مشهور قبایل درلودل، چه له هغه څخه يوه مشهوره قبیله پکهت=پښتون وه، د دې نامه تاريخي څيړنه او قدامت د پښتو ژبي اصالت او قدامت هم څرگندوي، نو ځکه د کتاب په دې دوهمه برخه کښي مفصلاً لومړي د پښتون پر کلمه او وروسته پخپله پر پښتو ږغیږو.

 پښتون: تاسي دمخه ولوستل، چه د باختري آریائیانو یوه ډله تر اباسین (اندوس) پوري وتل، او د دوي يو معروف ديني كتاب ويدا Veda تر اوسه پاته دي، دا کتاب د آرایائی اقوامو په تاريخ کښي ډیر اهميت لري، د هغه عصر ډير وقايع څرگندوي، او ځکه چه اکثري برخي ئې زموږ د وطن په غرو او دريابو او مځکو اړه لري، او پکښي بيان شوي دي، نو محققين د ويدا کتاب زموږ د هیواد یو پخوانی کتاب گڼي.

له دې كتابه موږ د هیواد پخواني تاريخي وقایع او حوادث را باسو، او هم د ژبي په تاريخ کښي ښې ښې استفادې ځني کوو، وروسته چه په دې کتاب کښي د ويدي ژبي او پښتو د څيړني وار راشي، مفصلاً به ئې در وښیو، چه دا کتاب څه شي دي؟ خو دلته دغوني بس ده ، چه د ويدا د انشاء او ليکلو نيټه تر ١۴٠٠ ق، م پوري رسيږي.

که موږ وغواړو چه د پښتو ژبي تاريخ وپلټو، ناچاره یو، چه لومړی دا ځان ته څرگنده کړو، چه پښتون قوم له کومه وخته په تاريخ کښي ځاي نیولي دي؟ او دا اولس زوړ او پخوانی دي که نوي؟

د لسو ټبرو جگړه او پښتون

هغه وخت چه آريائي اقوام زموږ د وطن په غرو او دښتو او د هند به زنگلو او ورشوگانو کښي سره خپاره شول د دې ټبرو تر منځ يو خورا لوي او مشهور جنگ پيښ شو، چه د ويدا په زاړه کتاب کښي بيان په خورا ښه ډول راغلي او كيفيت ئي دا دي:

"له آرايائي اقوامو څخه د بهارته Bharata قبيله د كوبها يعني كابل او ارغنداو له ورشو گانو څخه تر خیبر او بولان او نورو لارو تېر شول، او د سندهو Sindhu (اباسين) ورشوگانو ته کښته شول. او په هند او پنجاب کښي سره خپاره شول دلته د بهارته د ټبر پاچا (سوداس) نومید، چه د ديواداسا Divadasa زوي يا لمسي و، د دې پاچا سره د كوزيكا Kusika له علمي او ادبي کورنۍ څخه يو ريشي او مذهبي مشاور ؤ، چه ویسوا ميترا Visvamitraنوميدي، دې ريشي روحاني قوه او نفوذ او پوهه درلوده. د سوداس پاچا سره ئې د ستردو Sturdu (ستلج) او ویپاشا Vipasha (بیاس) په نیول او فتوحات کښي ډير کومکونه کړي وه، خو وروسته سوداس پاچا دا څپل مذهبي مشاور ويوست، او په عوض کښي ئې بل سړي چه واسیستاس Vasistas نوميدي مقرر کړ. د دغو دوو تنو ريقيانو تر مينځ مخالفت او جگره ونښته، د ویسوا ميټرا ډير قبایل پر خوا وه، او خلقو ئې په خوله کوله، نو ده ډير آريائي قبايل سره را ټول کړل، او د سوداس سره ئې جگړه وکړه، خو پاچا بريالي شو، او د انو Anus او دريوهو Druhyu د قبيلو ملكان ووژل شوه.

 دا جگړه د پاروشني Parushni (ايراوتي=راویی) پر غاړه پيښه شوي وه، او هغه لس آريائي قبيلي چه پدغه جگړه ئي لاس پوري کړي وو اكثر هغه قبايل دي، چه تر اوسه ئې هم بقايا زموږ په هيواد کي شته، او داسي ښکاري، چه تر دغي جگړي وروسته دوي د هندو ورشوگانو ته لیږد او هجرت بند کړ، او دلې پاته شول، د دغو لسو ټبرو نومونه دا دي: 

۱ـ  پکتهه Pakthas (بگتویس= پکهت=پښتون)

۲ـ اللينا Alinas (د نورستان خلق)

۳ـ بهالانا Bhalanas (د درهٔ بولان خلق)

۴- شيوا Chivas (د شیوکۍ خلق چه اباسین پر غاړه اوسیدل)

۵ـ ويشانن Vishanins

٦- انو Anus (چه د پنجاب د راوي رود پر غاړه اوسیدل، او د بریگیوس Bhrigus مشهور روحاني کورنی د دوي ستانه وه).

۷- دريوهيو Druhyus (دا قوم هم د انو سره اوسیدل)

 ۸- تورواشا Turvasha (دا دوې قبيلې سره ملگري وې).

۹- یادو Yadus

۱۰ - پورو Purus (دگندها را د شاو خوا خلق)

دا وې لس مشهوري آريائي قبيلې چه د لسو ټبرو په جگړه کي برخه درلوده، او لکه محققین چه وائى، او دغو څخه اوس هم اکثري قبيلې زموږ په هيواد کي سته، او له هغه وختو څخه تر اوسه دلې پرتې دي.