32

خوشحال خان د ایډیالیزم او رياليزم پر پیچومی

آسمانی نغمی او لاهوتی سرودونه

آیا د خوشحال هنر دهنر لپاره و، که د ژوند لپاره؟

د ایډیالیزم یعنی اصالت تصور او خیالیت ریښی د انسانانو په شاعری کی ډیری قدیمی دی، هر کله چی انسان له خورا قدیمو زمانو څخه د فطرت په جذباتو او ولولو کی د خپلو پټومیلا ناتو ترجمانی د شعر په ژبه و کړ له هغو اشعارو غیر مادی او روحانی او د عالم بالا څخه يو منبع درلود، او شاعر د هغه غیر مشاهد او خیالی عالم استازی گڼل کیدیء. 

د یونان قدیم اساطیر وائی چی آمفیون د جو پیتر زوی هغه ميټا لوژیک شاعر او سندر غاړی ؤ چی د تب د ښار په و دانولو کی په ښه ږغ او سحر ناکو نارو، خپل ارغنون واهه، او دی سندرو به داسی اثر درلود، چی کاڼی به چاودل، او شاعر ته به ئی را ځغستل، او ده به د کلا په جوړولو کارول د جو پيټر له لوڼو څخه يوه (موس یا میوز) د شعر الهه وه، چی شاعرانو به د هغی د جلال او جمال له لوړه عرشه الهام اخیست د شعر د خیالی روایاتو دغه لوړه افسانه ډيره پخوانۍ ده. خو په دی نژدو پیړیو کی امانويل کانت د جرمنی مشهور فیلسوف او محقق د ایډیالیزم او خیالی شاعری مکتب په مرتب ډول و پرانست، دی وائی چی هنر او آرت پخپله مطلوب او با لذات مقصود دی نه د کوم بل غایت لپاره دا هغه نظریه ده، چی آرټ د ارټ لپاره بولی، او هغه په یوه مجرد او غير مادی د ینامیزم پوری مربوط گڼی، او وائی چی د دنیا انسانان خو په نژاد او جنس او وینه او مذهب او مشرب کی سره مختلف دی، مگر د دوی په شعر او آرټ کی یو ډول وحدت او د معانیو تجانس او د افکارو هارمونی شته، او دا خبره ثابتوی چی د انسانی آرټ منبع یوه آسمانی او روحانی مشترکه او واحده سر چینه ده، زموږ شرقی مفکران او شعراء هم آرټ لره د جمال یو عالی او آسمانی غیبی منبع منی، او مخصوصاً صوفیان خو بل څه نه وینی او نه ئی منی. شیلر د جرمنی یو آيديالست شاعردی، دی د آرټ دغه الهی او جمالی غیبی انتساب په یوه خور الطيفه او خوږه قطعه کی داسی بیا نوی: «لوی خدای خپلو بندگانو ته وويل چي دا ټوله مځکه ستاسی ده، هر څوک دی خپله برخه ځنی واخلی. خلق و لاړل، دهقانانو او زمیندارانو مځکی او پټی واخستل سوداگرانو پیسی او مالونه یووړل، ملایان په مزد کو کی کښیناستل کشیشانو گرجی ونیولی پاچهانو ملکونه او خزانی واخیستی... د مځکی مال دولت وويشل سو، خوچی د شاعروار، راغی څه نه وه پاته ده پر خداى عرض و کړ: چی ای لويه خدايه! زه خو ستا په مخلوقاتو کې تر ټولو رښتين يم خو څه می نه و مومندل، تش لاس پاته سوم خدای وویل ته چیری وی؟ خو خپله برخه به دی وړه! شاعر وويل: لويه خدايه! هغه وخت خو زه ستا د عرش په غولی کی گرزیدم تا ته می کتل، ستا، کلام ته می غوږ  ؤ زه په آسمانی میو مست و مځکه می د مځکې نعمتونه هیرسول....... خدای وويل: اوس خو تاله په مځکه کی څه نسوه پاتی نو زه ستایم ته تل زما په درگاه کی اوسه ستا ځای د لته دی، دلته» اسلامی عرفا هم لکه غربی مفکران، د جمال او آرټ مبدأ په يوه ماوراء لما ده دنیا کی لټوي، او«مولانا جلال الدين بلخی» هم د هغی غیبی دنیا په یاد سندری وائی او خپل آرټ د هغي معنوی او روحانی دنیا د یوه واړه انعکاس اثر، او د هغی نړۍ د یادولو سوزوگداز گڼی:

بشنو از نی چون حکایت میکند

وزجداییها شکایت میکند

کز نیستان تا مرا ببریده اند

وز نفیرم مردو زن نالیده اند

            (مثنوی مولوی)

هم دغه مقام دی چی د اسلام لوی پوهنيال حجة الحق ابن سینای بلخی هغه ته اشاره کوی:

«هبطت اليک من المحل الاء رفع و رقاء ذات تعزز و تمنع» تا سی و گوریء چی د آرت ايډيالى مبدأ قدیم یونان او اروپا او د اسلام د صوفی او مفکر شاعر ترمنځ مشترک دی، که څه هم يونانی مبدأ فقط يو خرافی اومیټا لوژیک روایت دی، او د جرمن شیلر هم تش خیال ځغلولی دی او اسلامی مفکرين هم له یوی داسی غیبی دنیا او غیر مادی او نامحسوس لوړه مقامه گډدی چی انسان هغه نه ولیدلی او نه ئی لیدلای سو ځکه چی هغه يو د ملکوتی ماوراء الماده او ميټافزیکل دنیا ده، خو بیا هم دغه فکر او دغی تیوری په قرنو قرنو د انسان پر دماغ حکومت کړی دی او د آرټ هغه عالی مبدأ چی یوه یونانی ايډيالسټ فرض کوله هغه د بلخ او قوانیی قلندر هم تصور کړی ده او کله چی صوفی پښتون شاعر رحمن بابا د شعر ارغنون ږغوی، نو د مولانا بلخی نیستان را په یاد وی، او په هغو ميو مست ښکاری له کومه جامه چی د یونان پخوانی شاعر یاد جرمنی پیاوړی سخنورمست ؤ، ايډيا ليزم وائی: آرټ خپله مقصد او هدف دى، بل غرض نه لری، د شعر، موسیقی نقاشی اوټولو نفيسو صنایعو د الهام منبع «عالم غیب»دى. 

خو دا ټول نفیس صنایع او د آرټ دونی څانگی د ظهور او خارجی تحقق لپاره له «عالم شهود» او مادي محسوساتو څخه کار اخلې. تر اوسه هم د انسان پوهنی او طبیعی علومو، د یوه آرټیست او فنکار د احساساتو او جذباتو لپاره کوم مادی او طبیعی مقیاس ندی کشف کړی نو ځکه د اصالت تصور او ایډیالیزم طرفداران د آرټسټيکى الهاماتو او لیاقتونو لپاره يو عالم غیب او عرش الهی فرضوی. او آرټ د الهی جمال او غيبی ښکلا يو انعکاس او نمایندگی بولی، او زموږ صوفی شاعر شيخ متى خليل (کلات بابا) دغه مقصد په څه څرگنده ژبه بیانوی:

پر لويو غرو هم په دښتو کی 

په لوی سهار په نیمو شپو کی

په غاړه، ږغ، او په شپیلکو کی

یاد و یرژليو په شپیلو کی

ټول ستا د یاد ناری سوری دی

د استاد مینی ننداری دی

خاونده ښکلی ستا جمال دی

ښکاره ئی لور په لور کمال دی

که ورځ، که شپه، که پیړۍ کال دی

ستا د قدرت کمکی مثال دی

ستا د لورونو یوه رڼا ده

دلته چی جوړه تماشا ده

داو د ايډياليزم ځنی څرگند مبادی په شرقی او غر بی ادب کی، چې د انسان د ايديالوجی او فکری ارتقا و ادبی حرکاتو شمزی گڼل کیږی مګر هر څونی انسان د ماتریالزم یعنی مادی فلسفی په ډگر مخکی ولاړ، او حسی او تجربی فلسفه خپره سوه، نو د پخوانی ایدیولوجی په مقابل کی،  د ریالیزم د فکر یو نوی مکتب یعنی حقیقت او ایجابی فلسفه ودریده، چی د دی طرفداران خپل ټول مبادی د «تجربی او عمل او حس و حقیقت » پرسټوږ دی دوی آرټ یو انسانی او مادی مخلوق گڼی، او فقط د ژوندانه د ښیگڼو او اجتماعی او حیاتی مقاصد و لپاره ئی استعمالوی.

دوی وائی چه هنر د انسانی ژوندانه نتیجه ده، او انتفاعی شی دی. دغه وزم او آهنگ چی د شعر او موسیقی اساس دی، او هم نقاشی او حتی رقص او سرود او ټول مستظرفه صنایع د انسان د کار داسانولو لپاره دی.

رقص د کار مخصوص اشکال دی، د استراليا د خلقو نڅا، د دوی د پخوانو اسلافو هغه حال ښیی چی هغو وحشی انسانانو به دوښو ریښی څنگه راکښلی او څنگه به یې ځانونه ورته کږول چې په هغو گيډه مړه کړی. د امریکا سرخ پوستان تراوسه هم د غرڅو د حرکاتو په ډول ناڅی، چی هغه په دی چم ښکار کاندی. دوی هر وخت د ښکار په انتظار د غرڅو په دود ایشله کوی او د دوی د آرټ مبدأ صرف مادی  ده، له ژوندانه سره مربوطه ده، کوم غیر مادی او غيبى محرک نلری. په دى ريالستيک تفکر کی فروید وروستنی سایکالو جسټ دونی اغراق کوی، چی ټول فنون صنایع او انسانی اخلاق او روحی محرکات او تاریخی حوادث سياسی او اجتماعی انقلابونه پر جنسی خواهش بنا کوی، او وائی چی آرټسنان ټول هغه خلق دی، چی د جنسی محرومیت زجر ئی لیدلی او د دغه زجر تلافی پخپل هنر کوی.

عجیبه خو دا ده چی یوه پوهنیار یو کتاب لیکلی دی د( کار او ريتم) په نامه او دی ټول ميوزيکل آرټ خاص د کار لپاره بولی او دا ثابتوي چي ميوزيک خاص د کار د تسهیل لپاره پیدا شو، دا ډله ریالستان او حقيقيون وائی: چی ژوند يو حرکت او فعالیت دی او ادبی ژوند هم د دغه حرکت سره پر انقلابی لور ملگری دی، انسان د تکامل او بشپړتوب پر خوا روان دی او د دغه تکامل لپاره يو علمی فارمول سته. چی د بشپړتوب (تکامل) حرکت له خپله مرکزه په بعد کی د مربع په حساب سرعت مومی  نو آرټ هم تل په دغه سرعت د انسان د ژوندانه د گټورو اړتياؤ لورته پر مخ روان دی، ځکه نو دوی وائی:

چی آرټ تش د آرټ لپاره ندی، یعنی بالذات مقصد نسی کیدای، بلکی د ژوند خادم دی او آرټ د ژوند، د ودې لپاره هنرى مسلک دى دا ډله مفکران اوس ترقی پسندان بولی او د دوی آرټ هم یو مترقی او آلی شی گڼل کیږي. د دی ډلی هنرمندانو د هنر مبدأ خپله ژوندون او ماده او عمل او کار او اجتماعی او انسانی سایکالوجی ده، دوی آرټ د ژوند لپاره غواړی، او د انسانی طبقاتو په ژوند کی ئی د یوې مؤثرى وسلی په ډول استعمالوى او نن ورځ د وگړنی ادب یا ترقی پسند هنر په نامه ډير خلک د هنر د تجدد مدعیان دی او غواړی چی لکه ساينس، هنر د انسانی بشپړتوب په مقاصدو کی د اټوم په ډول استعمال کاندی بلینسکی د دی ډول آرټ یو پیشوا وائی: چی زموږ آرټ به په اجتماعی روابطو کی د ژوندانه لپاره وی، او نوی آدب به پر نوو، مادی او انتفاعی لارو ځی، د انسانانو محرومه ډله به خوش بخته کوی، او د بی وزلو او بی اسرو په جونگړو او د خوارانو په کوډلو کی به گرزی، او دغه نو، یو حقیقی آرټ دی.

 نن د دغو دوو ډلو هنرمندانو څیړنی په هر ځای کې اوريدلې کیږی ترقی پسندان وائی چی د اید یالستانو هنر جامد او غیر مفید او صرف تخیلی دی انسان له تکامله محروموی او دغه خیال پرستی وه چی انسان ئی په ډیرو اجتماعی ناروغیو اخته کړی ؤ.

که موږ دغو څيړنو ته ځير سو دا به ښکاره سی، چی نزاع لفظی ده او د یو ترقی پسند ریالست غایی هدف هغه دی، چی یوه ایډیالست هنرمند به ئی تصور کاوه.

حقیقت خو دا دی، چی د آرټ مبدأ جمال دی، او په کايناتو کې هر ځای په هر شی کی د جمال ننداری ښکاری، شعر د کلماتو او الفاظو او تخيل جمال دى، موزيک د ږغوا و آهنگونو جمال دی، رقص د بدنی حرکاتو جمال دی، نقاشی د اشکالو او خطوطو جمال دی، خو فرق دا دی چی دغه ښکلا د جمال د کوم مقصد لپاره استعمالیږی؟ که یوه ایډیالیست فنکار، انسانی ښکلا په تخیلی او تصوری ډول ستايله، اوسنی ترقی پسند هنرمند هم دغه جمال ستائی، او د ده دهنر سرچينه او مبدأ، هم هغه عمومی ښکلا ده، خو دا ډله ئی د انسانانو د حیاتی مقاصدو لپاره استعمالوی که نه وی، ماشین اوسپاره او جوغ او د کار توری خیرنی آلی خودی هم نه ستائی، او نه د مکانیزم په زلفو او جمال پوری بدلی وائی. خو موږ به دی ډلی ته حق ورکوو چی د آرټ جمالی مقاصد د ژوند د تنظیم او د انسان د ارتقا او ښيگنې لپاره استخدام کا ندی او آرټ يو حياتی شی و گرزوی اما کله کله د انسان فطری میلان یوه مجرد جمال او آرټ ته هم وی چی د کوم غرض لپاره نه موزیک اوری، او نه کوم شعر. بلکې د روحانی تسکین او وجدانی آرام لپاره ترنم کوی، یا یو باغ او گلزار گوری یا شعر وائی، یا ناڅی، چی دا هم د انسان یو روحی ضرورت دی، او هم گومان کوم چه ترقی پسند به هم دغه روحی اړتیا لری.

 وائی چی د انگریزی مشهور ادیب او فنکار شکسپیر، په خپله ډرام نویسی کی د دواړو مسلکو لحاظ کړی دی. ایډیالزم او ر يالزم ئی سره گډ کړی دی او يو مرکب معجون ئی ځنی جوړ کړی دی، چی ډیر مفید او خوږ او د تناول او سهلو وړ دی.

که موږ د شرق شاعری ته دقیق سو، دغه کار لا مخکی شرقیانو کړی ؤ. اکثر فنکاران و، چی دوی د ایډیولوجی د آسمان پر کنگر وگرزیده، مگر د انسان د ژوندانه او حتی طبقاتی ښیگڼو فکر ئی هم درلود، تاسی د سعدی ایډیالی تغزلات او قصاید و لولیء، بیا نو گلستان او بوستان هم و گوریء چی داسحر کارفنان او آرټسټ څه بلا کوی ؟

زموږ هنرمند فنکار او ډير مشهور شاعر، خوشحال خان هم په خپل ادب کی دواړی خواوی سره گډی کړی دی، د ده آرټ د ژوندانه لپاره داسی استعمال سویدی چی د ايډيالزم مزايا او هنرونه ئی هم ندی بایللی، خوشحال خان که شاعر ؤ خو يو جنگجوی سردار هم ؤ، او د قوم مشر هم و د ده هنر ژوند و، او ژوند ئی هنر. کوم وخت چی به د مینی په معنوی دنیا کی یو پوخ ايډيالسټ ؤ، نو به ئی مجرد عشقی سوزان اشعار ویل، او د آرټ تخليق به ئی لدې جهته کاوه، چی پخپله دغسی آرټ د روحی تسکین لپاره ده ته ضرور ؤ او پدغه تخلیق کی ده کوم بل غايت اوهدف نه درلود، دلته د ده آرټ خاص د آرټ لپاره ؤ آیا دغسی روان سلیس او خوږ غزل تاسی ته پخپله خوږه پښتو کی پس له ډیرو روزانه دماغ فرسئیواو روحی محرومیتونو څنگه خوند در کوی؟ آیا دغسی مجرد آرټ انسان له پکار ندی؟ زما یو سپین ږیری باذوقه متقی او فقیه استاد و، چی د احادیث وتفسیر او فقه او ادب ترجدی درسونو وروسته به ئی ویل: اوس روحی تفکر او تفريح ته ضرورت دی نو به ئی د خوشحال یا شیدا یا رحمان یا حافظ یا جامی اشعار په ښه ترنم آوریدل، او ویل به ئی دا د روح غذا ده!

پدی غزل کې زموږ مقتدر فنان (خوشحال خان ) صرف د آرټ او نفاست تخلیق کوی:

ستا وصال لکه دریاب دی زه ماهی

په هجران دې هر زمان دی په ما،هی

په ژړا می ځنی خواست د سپینې خولې کړ

په خندا ئی وی چی څه کاد اسړی؟

وې ئې څوک ئی چی زما په کوڅه گرزی ؟

ښه حاضر ځواب می ورکړ ستا مر یی

هم په څو رنگه ناله، هم په تن نال شوم

بیلتا نه راباندی وکړ کاردنی

د ځوانی بهار څه ښه دی دریغه دریغه

دا بهار که همیشه په دنیا وی

گل، سنبل، نسرین، نرگس، لاله، غوټۍ

د مقدم سره دی راووړ درست پسرلی

چی ئی و نیسم په غیږ کې راته گوری

لکه مست د مور په پیو کم کبلی

دا شیرین یاران به نه وینم چی و مرم

خدایه ما په جهان تل لری ژوندی

ډیر صفت د ښاپیر یو ارویده شی

ولی ستا د مخ څوک نه و ينم مخى

اورنگ زیب به د کابل د خلل غم کا

ساقی وخت د نو بهار دی راوړه می

چی زړه سوی دی د خوشحال په فریاد نشی

په سينه کې دی سندان دی که زړگی؟

د خوشحال خان په لوی ديوان کې به تاسی دغسی روحی تفکهات ډیر و مومیء اووه اته زره بیتونه داسی دی، چی فقط د آرټ په مجرد او غیر انتفاعی اړخ پورې اړه لری، مگر خان خو یو سیاسی حکمدار هم ؤ ده خپله هنرمندی او آرټیسټیک لیاقت او فنی ذوق پداسی چارو کې هم  استعمالاوه، چی هغه د روزمره ژوند سره اړه لري او کله د اوسنی ترقی پسند هنرمند په ډول يو مدقق نقاد ځينی جوړيده، چې د ریاکارانو د ریا او مکر پرده ئی څیرله، او په ژبه ئی د ټوپک کار کاوه لکه چی وائی:

ز ما ژبه نه ده اور ده

گزارونه د ټوپک کا

انتقاد او کريټسيزم خو د نوی ریالزم او ترقی پسندۍ روح روان دی، تاسی وگوریء چی خان ځنی مذهبی متعصبان او ریا کاران په کومه ژبه رسوا کوی:

دا تاراج لکه شیخان کاندی په مکر

افریدی ندی دا هسی تاراجی

صفا ئی د زړه پکار ده نه د ږیری 

څو په ږیره گرزوی شانه عاجی!

دا ئی سحر د بنگال د مځکی راوړ؟ 

چی درست اوښ په گټ کی ومانډه حاجی!

 دغه اتقادی تیره ژبه یوازی شیخانو ته نده متوجه، بلکې د خپل عصر ظالم زمامداران هم رسوا کوی، او په هغه وخت کې چی خلقو به د اورنگ زیب پردربار سجدی کولی، او د گردنکشانو او لويو جهاندارانو څټونه هم د ده تخت ته ټيټ و، خوشحال خان په کومه ژبه او په څه ادیبانه استهزا اوعارفانه تجاهل هغه ریاکاری شیئی:

وخت د اورنگ زیب دی

د هر چا تسپی په لاس دی

خدای خبر ئی دی په زړونو

چی ریا، که په اخلاص دی؟

تر دی لا خوږه دا ده، چی د دی ظالم امپراطور نور شخصی افعال څنگه رسوا کوی 

د دې دور شيخان ډير دى لو ر پلور

اورنگ زیب پادشاه دواړو دی انځور

په هغه چاړه قلم ساز کا قرآن کښې 

په هغه چاړه ښهرگ هغه چاړه ښهرگ پری کا د ورور

په رکوع کې تسبیحات د پلار د مرگ کا

په سجود کښې زور وی خپله مشره خور

د خوشحال ژوند له قومه سره و او د خپل آرټ يوه لویه برخه ئی د قوم د اصلاح او ويښولو لپاره وقف کړی وه، د پښتنو بد عادات او عیوب به ئی غندل او دغه انتقاد ئی داسی تیز او موجه او انتفاعی ؤ چی د پوهانو په عقيده خوشحال یوازی شاعر نه ؤ، بلکې يو سو شل سايکولو جسټ هم ؤ ده لیدل چی پښتانه د خپلی جز وی گڼی لپاره ځینی ملی هدفونه او قومی او عمومی گټی تر پښو لاندی کوي، او هم په دی سبب دوی د خپل ملی مرکزیت څښتنان ندی او د پردود استعمار څپې ئی ملی ژوند و رورانوی. نو دی د پښتنو حال بیانوی: 

اوښ له باره سره کورته ورغلی

په اولجه د اوښ د غاړی د جرس دی

بل ځای د ده انتقادی ژبه پښتنو ته د دوی یو بل عیب داسی ښیی:

پښتانه و اړه بد خوی دی

کور په کور کاندی غور زی

يو چی سر کا ندی په پورته

بل ئی ووهی مغزی

دا اجتماعی لوی او مخرب اومدهش عیب تر اوسه هم په موږ پښتنو کی سته

کوم چی خوشحال خان څو سوه کاله دمخه څنی ژړل او ویل ئی:

په بل غشى بل ټوپک و يشتلى نه يم

که ویشتلی یم خو بيا پخپل ټوپک يم

خوشحال خان د ریالزم په دنیا کی مظلوم آزاری یو  از سبوعیت او حیوانیت بولی، او داسی ښکاری چی د ده آرټ دغریب او بی وزلی په نفع هم استعمال شوی دی لکه چی وائی:

دا چی خانان دی امراگان دی

په هند کی گرزی په هر مکان دی

غوښی هډونه د مظلومانو خوری

زما تر فهم واړه د دان دی

آیا په ترقی پسند ادب کی به هم تر دغه لوړ زننده او تند تعبیر د مظلومانو په طرف دارۍ کی پیدا شی؟

داؤد خان د فنی استعداد و قریحی لنډ بحث چی د ایډیالیزم او رياليزم له پلوه و څيړل شو لنډه نتیجه ئی داده: چی خوشحال خان یو مقتدر آرټسټ او فنکار دی چی د ده آرټ او فنی تخلیق هم آيديالوجيک مزايا او ښیگڼې لری، چی فقط مجرد آرټ گڼل کیږی، او په آرټ د آرټ لپاره خدمت دی. اما دی يو ريالسټ هم دی چی د آرټ په ذریعه یی ژوند ته هم خدمت کړی او خپل هنرته ئی انتفاعی او عملی ډ ډه هم ور کړی ده، نو ځکه:

همیشه به پری ناری وی د بلبلو

دا چی سازکړ نن خوشحال په ويل باغ


( پوهاند عبدالحی حبیبی )