32

د هرات تیموریان( له ۷۷۱ - تر ۹۲۰ شاوخوا پوری)

د افغانستان لنډ تاریخ پنځمه برخه

تیمور په پخوانۍ املا تمر د اوسپنې په مانا) مشهور په کورګان يعنې زوم او تيمور لنگ" د "تراغای برلاس زوی، د چنګیز کهاله ته منسوب د قرا جازنوين له كوله د ماوراء النهر د کش په ښار کښې د ٧٣٦ هـ کال د برات پر ۲۷) د ۱۳۳۶ م د اپریل پر (۱۱) زېږېدلی او د نړۍ له سترو د خونړیو پاچهانو څخه و تیمور پر ( ٧٦١) هـ - (۱۳۵۹م) شهرت ته ورسېد چې د ( ٧٧١هـ - ١٣٦٩ م) کال پر برات يې د ماوراء النهر حکمران امیر حسن نسكور او "صاحبقران نوم يې وګاټه خو د ماوراء النهر د سيمو تر نيولو وروسته پر ۷۸۲) هـ - ۱۳۸۰ م کال د آمو تر سیند راپور پووت، اندخود ، سرخس او پوشنج يې ونيول، هرات نيولو ته يې ملا وتړله او د آل کرت وروستنی حكمدار غیاث الدین پیر علي يې له منځه یووړ. د تيمور بل يرغل د (۷۸۵هـ ۱۳۸۳ م) په شاوخوا کښې د افغانستان پر سبزوار او فراه پیل شو، زره او سیستان يې چور چپاو او اوسېدونکی يې ټول ووژل ودانۍ يې داسې ورانې کړې چې کنډوالې يې تر اوسه لېدل کېږي ډېر کله منارونه يېجوړ کړل، په دغه سفر کښې يې بست او کندهار هم وران کړل. تيمور د خپل ژوندانه تر پایه ۳۵ ځله له چينه تر مصره له ډهلي تر استانبول او مسکوه پورې لښکرې وویستې او وينې يې وبهولې چې نور فتوحات يې د افغانستان په تاریخ پورې اړه نه لري، خو پر ( ۸۰۰ هـ - ۱۳۹۷م) کال چې د هند نیولو په نيت را وووت د افغانستان پر ستم لېدلي هېواد يې بيا يرغل وکړ او هغه ښارونه چې تر چنګيزي چور او چپاو وروسته د آل کرت په وختو کښې بېرته ودان شوي وو، بیا وران کړای شول. پر همدغه کال تیمور خراسان له فیروز کوه څخه تر ری پورې خپل زوی شاهرخ ته وسپاره او کابل، غزني او کندهار يې خپل لمسي پير محمد ته ورکړل، پیر محمد په سليمان غره کښې د سند تر سینده پورې له اوغانانو (افغانانو) سره جګړې وکړې، دا چې يې کلا بند کړ او د سارنګخان له ګمارل شویو کسانو سره يې لاس واچاوه او ملتان یې هم تر شپږو میاشتو کلابندۍ وروسته ونیو تیمور هم د اندراب پر لار له هندو کوشه را واوښت او د کابل تر نیولو وروسته د لغمان سهول ته وووت له هغه ځایه د شمال خوا ته د کیتر "(۱) له تورکالیو (سیاه پوشو کافرانو سره یی جګړې وکړې او د چغان سرای په شاوخوا کښې يې د خپلو فتوحاتو يو ډبرليك په غره كښې وكينده چې تر اوسه شته، تر هغه وروسته یې هند ته مخه کړه او د ( ۸۰۱ هـ کال د محرم په ۱۲ او د ۱۳۹۸ م کلا د سپتمبر پر (۲۴) د سند د نیلاب له ګودره پورپووت او هندوستان یې تر ډهلي پورې چور او يو لك تنه يې ووژل په دغه سفر کښې دوولس زره پښتانه د ملك بهاء الدين جلواني، ملك يوسف ( ۱ ) د کوچینو کوشانيانو د لقب کداره - قیدار یو شکل دی چې اوس هم په دې نامه يادېږي سرواني او ملك حبيب نيازي په مشرۍ له ده سره وو. تيمور تر ورانيو او دا لویی امپراتوری تر جوړولو وروسته (۸۰۷) هـ - ۱۴۰۴ م) کال د برات پر ۱۷ د ۷۱ کلنۍ په عمر مړ او په سمرقند کښې ښخ شو. د تيمور د مړينې پر وخت د تيمور لمسی پیر محمد د غیاث الدین جهانگیر زوی له آمو او بلخ څخه د سند تر سینده د کابل حکمران و ده په لهو او فسق ژوند تېراوه، ځکه نو په سمرقند کښې د تيمور لمسي د میرانشاه زوی خلیل د چارو واګې په لاس کښې ونيول او تر (۸۱۲ هـ - ۱۴۰۹م) پورې يې د ماوراء النهر پر ځینو برخو حکم چلاوه، خو شاهرخ د تیمور زوی د (۸۰۷) هـ) کال پر روژه په هرات کښې پر تخت کښېناست، دی د ختيځ له لويو علم دوستو او عمران خوښونکيو پاچهانو څخه و، چې تر شلو کالو يې زياته په هرات کښې پاچهۍ وکړه. په افغانستان کښې يې د چنګيزي او تيموري فتوحاتو پر ټولو هغو ټپو ملهم كښېښوو، چې د چنګيز او تيمور د يرغلو له امله منځته راغلي وو ښکلې ودانۍ، مدرسې او خانقاوې يې جوړې کړې چې تر اوسه یې هم په هرات او ټول خراسان کښې لکه د مشهد د بقعه رضوی ماجت او نورې نخښې شته. د ده او د ملکې يې گوهرشاد" نومونه به علم دوستی ادب پالنه ودانۍ او عدالت مشهور دي، ده د خپل سلطنت پر لومړي کال د سلطان علي سبز واري ښورښت آرام کړ، او پر ۸۰۸ کال یې د تیمور لمسی سلطان حسین او امیر سلیمانشاه وځپل. د ده زوی میراز الغ بیگ اند خود او شبرغان ونيول د ټول خراسان حکمراني تر طوس او نشاپور پورې ورته وسپارل شوه ملك صالح د ملك اسماعيل زوى له هنده غور ته راغی او د محمد سپهبد غوري په ملتيا يې ښورښت پیدا کړ نو امیر لقمان بر لاس او امیر حسین جاندار د هغې پېښې مخه ونیوه (۸۰۹) هـ - ١٤٠٦ م) او يو کال وروسته شاهرخ د پير علي تاز د چې هلته  مخنيوي له پاره بلخ ته مخه وکړه پير علي هند و کوش ته وتښتېد او شاهرخ تر تخارستان او ختلان پورې د افغانستان ټولې شمالي سيمي ونيوې (۸۱۰هـ). پر (۸۱۱ هـ کال يې په فراه کښې ینا لتكين"، "شاه سکندر" او پهلوان" شمس دراز تر کلابندۍ وروسته د ځان تابع او د اوك او جوين كلا يې ونیوه، شاه قطب الدين د ملك محمود زوی يې بېرته د سيستان په زره کښې کښېناوه او هغه ولایت یی پهلوان جمال ته وسپاره د کندهار، غزني او کابل ولایتونه یې تر سند پورې خپل زوی میرزا قید و او بلخ، تخارستان او بدخشان ولایتونه یی میرزا ابراهیم نومي ته وسپارل، شیخ زین الدین خوافي يې د سیستان امارت ته واستاوه (۸۱۲) (هـ) او چې په کندهار کښې د دوو ورونو امیر تومان کندهاری پیر محمد د امير کتلو زوی مشهور په پيرك او د مودود ګرمسيري تر منځ مخالفت پېښ شو دواړه هرات ته راغلل، په نتيجه کښې د هغه ځای حکومت پيرك ته وسپارل شو او مودود د هرات په دربار کښې مقرر شو (۸۱۳ هـ - ۱۴۱۰م).. د (۸۱۴ هـ - ۱۴۱۱ م) په سر کښې د هند د پاچا له خوا د ملتان قاضي خضرخان د سفير په حيث د شاهرخ دربار ته راغی او په بادغیس کښې يې ورسره وکتل، د عبد الرزاق سمرقندي په وينا په هند کښې د شاهرخ په نامه خطبه ويل شوې او سکه وهل شوې وه. پر (۸۱۵) هـ - (۱۴۱۲م) کال د بدخشان حکمران شاه بهاء الدين ياغي شو او د شاهرخ لشكريانو له بغلان او اشکمش څخه پر بدخشان یرغل وکړ په بهاء الدين پسې تر پامیره ولاړ او د هغه ولایت حکومت يې د بهاء الدين وروشاه محمود ته ورکړ، خو څلور کاله وروسته میرزا سیورغتمش د بدخشان حکمران شو پر ٨١٦) هـ - ۱۴۱۳م) کال د هرات ښار د اختیار الدین حصار چې فخر الدین کرت جوړ کړې او د تيمور په يرغلو کښېمخنيوي له پاره بلخ ته مخه وکړه پير علي هند و کوش ته وتښتېد او شاهرخ تر تخارستان او ختلان پورې د افغانستان ټولې شمالي سيمي ونيوې (۸۱۰هـ). پر (۸۱۱ هـ کال يې په فراه کښې ینا لتكين"، "شاه سکندر" او پهلوان" شمس دراز تر کلابندۍ وروسته د ځان تابع او د اوك او جوين كلا يې ونیوه، شاه قطب الدين د ملك محمود زوی يې بېرته د سيستان په زره کښې کښېناوه او هغه ولایت یی پهلوان جمال ته وسپاره د کندهار، غزني او کابل ولایتونه یې تر سند پورې خپل زوی میرزا قید و او بلخ، تخارستان او بدخشان ولایتونه یی میرزا ابراهیم نومي ته وسپارل، شیخ زین الدین خوافي يې د سیستان امارت ته واستاوه (۸۱۲) (هـ) او چې په کندهار کښې د دوو ورونو امیر تومان کندهاری پیر محمد د امير کتلو زوی مشهور په پيرك او د مودود ګرمسيري تر منځ مخالفت پېښ شو دواړه هرات ته راغلل، په نتيجه کښې د هغه ځای حکومت پيرك ته وسپارل شو او مودود د هرات په دربار کښې مقرر شو (۸۱۳ هـ - ۱۴۱۰م).. د (۸۱۴ هـ - ۱۴۱۱ م) په سر کښې د هند د پاچا له خوا د ملتان قاضي خضرخان د سفير په حيث د شاهرخ دربار ته راغی او په بادغیس کښې يې ورسره وکتل، د عبد الرزاق سمرقندي په وينا په هند کښې د شاهرخ په نامه خطبه ويل شوې او سکه وهل شوې وه. پر (۸۱۵) هـ - (۱۴۱۲م) کال د بدخشان حکمران شاه بهاء الدين ياغي شو او د شاهرخ لشكريانو له بغلان او اشکمش څخه پر بدخشان یرغل وکړ په بهاء الدين پسې تر پامیره ولاړ او د هغه ولایت حکومت يې د بهاء الدين وروشاه محمود ته ورکړ، خو څلور کاله وروسته میرزا سیورغتمش د بدخشان حکمران شو پر ٨١٦) هـ - ۱۴۱۳م) کال د هرات ښار د اختیار الدین حصار چې فخر الدین کرت جوړ کړې او د تيمور په يرغلو کښېوران شوی و، د شاهرخ په امر بېرته ودان شو پر ( ۸۲۰ هـ - ۱۴۱۷ م) چې د دوو محلي حاکمانو د سیفل کندهاري د زوی او ملك محمد تر منځ شخړه پېښه شوه او د کندهار پښتنو د سند تر سینده او ګرمسیر پورې بلوا وکړه شاهرخ صدرالدین ابراهیم صدر عالي د هزاره سیمې ته ولېږه او د هغه ځای مشران يې د پاچا خدمت ته راوستل د بدخشان لښكريان له زاسيو غتمش سره او سیستان سپایان له ملك قطب الدين سره یو ځای شول او د شاهرخ تر رکاب لاندې يې پر کندهار يرغل وکړ، د هزاره ګانو امیران د پرمل افغان له مشرانو سره د خواجه لقمان (نعمان) تر مشرۍ لاندې د غزني له شاوخوا څخه راغلل او اطاعت یې ومانه کابل میرزا قيدو ته وسپارل شو او شاهرخ د هلمند د غاړې دا غرق له لارې بېرته هرات ته ولاړ امير عبدالصمد يې د گرمسیر پر حکومت او امیر حسام يې د کندهار پر کوټوالۍ وټاکل، چې ميرزا قيدو ياغي شو، د اوبي د ناب تر جګړې وروسته ګرفتار او په هرات کښې بندي شو نو شاهرخ د کابل، غزني او کندهار ولايت او افغانستان د هند او سند تر برید و پورې خپل زوی میرزا سیورغتمش ته ورکړ ( ۸۲۱ هـ) نه کاله د ټول افغانستان حکمران و، څو چې د (٨٣٠ هـ - ١٤٢٦ م) کال د . حرم پر میاشت د کابل په ښار کښې مړ شو او شاهرخ هغه ټول ولايت د هغه زوی میرزا سلطان مسعود ته وسپاره شاهرخ پریوارت هېواد له سيحونه د عرب تر بحيرې او دفارس له لوېديزو څنډو د سند د سيند تر غاړو پورې پنځوس کاله په بري سره واکمني لرله او يو اويا كلن د (۸۵۰ هـ - ۱۴۴۶م) کال د ذيحجي د میاشتې پر ۲۵ په ری کښې مړ شو. د شاهرخ تر مړينې وروسته د ده په ارت هېواد کښې د تيموري شهزادګانو تر منځ شخړې منځته راغلې او په سمرقند کښې د ده عالم او منجم زوى الغ بیگ (د زيج الغ بیک او او لوس اربعه (مؤلف) او د سمرقند درصد گاه ۸۴۱ هـ موسسده پر ځای کښېناشت. له خپل لښکر سره بلخ ته راغی او د افغانستان شمالي ولایتونه یی ونیول خپل زوی میرزا عبدالطیف یې د هغو ولايتو حکمران و ټاکه او په خپله سمرقند ته ولاړ ( ۸۵۱ هـ) خو همدا مهال ميرزا علاء الدوله د بایسنقر زوی او د شاهرخ لمسي هرات لاس ته راوست او د عبد الطيف د مقابلې له پاره يې پر بلخ او شبورغان يرغل وکړ، خو بې له دې چې خپل مقصد ته ورسېږي تر چور چپاو او ورانولو وروسته هرات ته ستون شو (۸۵۱هـ - ۱۴۴۷ م) الغ بیگ په ماوراء النهر ختلان کندوز بدخشان میمنې او فاریاب پورې لښکر راغونډ او د هرات خوا ته پر مخ ولاړ، خو میرزا علاء الدين له خپل لښکر سره د منجاب د کوتل له لارې مقابلې ته وروووت د هرات پر ۱۴ فرسخۍ په تر ناب کښې سره ونښتل، د ميرزا علاء الدوله لشكر مات شو او په خپله مشهد ته وتښتېد خپل ورور میرزا ابو القاسم بابر ته ورغى الغ بیگ سید عماد الدين ته يې وزارت او مولانا قطب الدین احمد اساسي ته یې د قضای اعلی منصب ورکړ، په خپله يې د مشهد خوا ته مخه وکړه (۸۵۲ هـ). د ده تر شا امیر زاده یار علي او امير سلطان ابو سعيد چې د هرات د نره تو په حصار کښې بنديان وو، له زندانه ووتل او په هرات کښې يې اړودوړ جوړ کړ، الغ بیگ له مشهده بېرته د هرات خوا ته مخه کړه او د ښار د باندې يې چور کړ د هغه ځاى حكمراني یی میرزا عبدالطیف ته پرېښووله او په خپله تر آمو پورپووت (۸۵۲ هـ) میرزا عبدالطیف پینځلس ورځې وروسته هرات میرزا ابوالقاسم بابر ته چې له سرخس څخه پر مخ راته پرېښوو او په خپله بلخ ته وتښتېد. بابر میرزا هرات ونيو او امیر زاده یار علي یې وواژه (۸۵۲) هـ پای). تر هغه وروسته بابر میرزا سیستان او نیمروز هم په خپل هېواد پورې وتړل، خو ورور يې علاء الدين په بلخ او بدخشان کښې ورته پورتهشو، بابر د هرات له لښکر سره د بدخشان د غرو خوا ته وخوځېد، شمالي ولايتونه يې له بدخشان څخه تر مرغاب پوری امیر ناصرالدین او امیر مبارزالدین هزار اسپي ته وسپارل (۸۵۴) (هـ) بابر میرزا تر (٨٦١ هـ - ۱۴۵۸م) پورې پر هرات او سیستان او د افغانستان پر شمالي ولايتو باندې تر بدخشان او خراسان پورې سلطنت وکړ او پر همدغه کال مړ شو، خو عبدالطيف په بلخ کښې د خپل پلار پر خلاف بیرغ پورته کړ، پر (۸۵۳ هـ - ۱۴۴۹ع) يې خپل پلار الغ بیگ او خپل ورور عبدالعزيز ووژل او يو کال وروسته دی په خپله هم ووژل شو (۸۵۴ هـ - ۱۴۵۰م). د هرات د تیموریانو نومیالی سلطان ابو سعید ګورګان د سلطان محمد زوی د میرانشاه لمسی او د تیمور کړوسی دی چې پر ( ٨٦١ هـ . ۱۴۵۶ م کال د هرات د سلطنت پر تخت کښیناست ده هم پر زابلستان د خراسان او توران تر پایه حکم و چلاوه او د شاهرخ نومیالی ملکه گوهرشاد يې پر ( ٨٦٢ هـ ) کال ووژله تر لسو کالو پورې يې په کامرانۍ سره حکومت وکړ. د کابل، غزني او د افغانستان ولایتونه یې د هندوستان تر وېش پورې خپل زوی میرزا الغ بیگ ته ورکړي وو، د دغه شهزاده ځينې سپاهیان د ملتان تر دروازی هم ورسېدل (۸۷۳ هـ). خو د بدخشان په ولايت کښې د ابو سعيد بل زوی میرزا سلطان ابوبكر (۸۶۵ - ۸۸۴ هـ حکومت کاوه چې د بدخشان يوه محلي شهزاده ورباندې حمله وکړه خو نوموړی شهزاده هم ووژل شو، همدا شان د کندهار او ګرمسیر ولایت یې خپل بل زوی میرزا سلطان مراد ته ورکړي وو، چې پر (۸۷۳ هـ - ۱۴۶۸ م کال په یوه جګړه کښې د اوزون حسن لاست ته ورغی او ووژل شو. د ابوسعيد له لويو مخالفينو څخه یو هم سلطان حسين د منصورزوی، د بابر لمسی، د عمر شیخ کړوسی او د تیمور کوسی دی چې علم دوسته فاضل پاچا و ده په ایران او مارواء النهر کښې تر اوږدې حکمرانۍ وروسته ډېرې لوړې ژورې وليدې همدا چې سلطان ابوسعید د ایران د شمال اران د قراباغ په اوو فرسخۍ کښې د امیر حسن بیگ د لښکر په مقابل کښې مات بندي او ووژل شو (۸۷۳) هـ در جب (۱۴) نو سلطان حسین د (۸۷۳ هـ - ١٤٦٨) (م) کال د روژې پر لسمه د جمعې پر ورځ په هرات کښې د پاچھی پر تخت کښېناست د ده پاچهي هم د شاهرخ د دورې په څېر د علم ادب او صنعت د روزنې دوره وه، د ده نامتو وزير امير علي شير نوايي د علم او ادب او جهاندارۍ په کارو کښې ساری نه لاره د ۹۰۶ هـ . ۱۵۰۰م د جمادی الثانی - څلورمې خور پر ۱۳ مردی واعظ کاشفي، علامه جلال الدين دواني، مولانا جامي نامتو عالم او صوفي، میر خواند، خواند میر او عبد الرزاق سمرقندي د دې دورې نوميالي تاريخ پوهان دي. د هرات انځور گر بهزاد د ده په عصر کښې اوسېده د سلطان حسين با يقرا له عمراني نخښو څخه د بلخ په خواجه حیران کښې د هغه مزار ودانول دي چې حضرت علي ته منسوب دي د افغانستان په شمالي سيمه کښې اوسني مزار شريف د ده پر وخت کښې امير ابو اسحاق تر خان د بلخ حکمران او میرزا سلطان حسين د شبورغان حاکم و، هغه وخت چې هغه دواړه مړه شول مير مغول په بلخ او ملك يحيى په سیستان کښې واليان شول . د (۸۷۴ هـ - ۱۴۶۹ م) پر شاوخوا میرزا محمد عمر چې له تيموري شاهزاده ګانو څخه و له هراته د ګرمسیر د نیولو له پاره واستول شو، نظام الدين احمد بر لاس چې د کندهار حاکم و تسلیم او میرزا محمد عمر د هغې سيمې حکمران شو همدا رنګه په خپله سلطان حسین در نره تو کلا ونیوه او د مرغاب له غاړو يې مخالفين ورك كړل. خو پر (۸۷۵ هـ - ۱۴۷۰ م) کال چې 

سلطان حسین در خراسان په شاوخوا کښې له تورکمنو قبيلو سره په جګړه اخته و، د ده ورور یادگار میرزا هرات و نیو هغه و چې سلطان حسين له زرو سپرو سره له ميمني او فاریاب څخه ورتېر شو او يادګار يې په هرات کښې د خوب په حال کښې ونیو او ويې واژه په خپله سلطان حسین تر ۳۹ کالو پاچهی وروسته د ( ۹۱۱ هـ - (۱۵۰۵م) کال د ذيحجي میاشتې، پر ۱۱ مه پر اویا کلنۍ مړ شو. وكورى ٦٢ - ٦٣ عکس). دا مهال د هرات دولت سياسي او علمي اغېزه تر استانبول او جنوبي هندوستان پورې رسېدلې وه، له استانبوله د آل عثمان سلاطينو او له جنوبي هنده د اسلامي دولت نامتو ادیب وزیر محمود ګاوان د هرات له دربار او مولانا جامي سره سياسي او عملي ليكنې لرلې. د سلطان حسین میرزا تر مړينې وروسته د هرات غښتلي مرکزي دولت د بدیع الزمان میرزا او مظفر حسین میرزا شاهزاد ګانو په لاس کښې و، خو له بده مرغه هغه مدنیت دوسته او عمران پسنده دولت چې هرات يې د آسيا د علم ادب او صنعت مرکز ګرځولی و، د سند له غاړو د ايران تر پایه او د سيحون له سینده تر عرب بحيرې پورې يې سياسي نفوذ غوړېدلی و بیا د چنگیز نژاد ته منسوب د يوه سړي شيبك خان په لاس وران او برباد شو، د ازبکانو او صفویانو په جګړو کښې سني او شيعه مذهبي اختلافاتو د هرات ښایسته ښار وران کړ. د هرات تيموري پاچهان

  ۱ - تیمور د تراغای زوی (۷۷۱ - ۸۰۷ هـ)

  ۲ - شاهرخ د تیمور زوی (۸۰۷ - هـ ۸۵۰ هـ ) 

 ۳ - الغ بیگ د شاهرخ زوی (۸۵۰ - ۸۵۳ هـ )

 ۴ - عبد الطيف د الغ بیگ زوی (۸۵۳ - ۸۵۴ هـ)

 ۵ - ابو القاسم با برد بایسنقر زوی او د شاهرخ لمسی (۸۶۱.۸۵۴هـ)

 ٦٠ - ابو سعید کورګان د محمد میرانشا زوى او د تيمور لمسی ( ٨٦١ - ٨٧٣هـ)

 ۷ - سلطان حسین د غیاث الدین منصور زوی د بایقرا لمسی د عمر شیخ کړوسی او د تیمور کوسی د) تیموریانو د نسب شجره وګورئ.

 ما خذونه : رياض الانشاء د محمود گاوان، مطلع السعدين د عبد الرزاق سمر قندی تاریخ ایران تارخ ایران در دوره مغول د عباس اقبال، تاریخ ادبیات ایران بعهد مغل د براون رهنمای افغانستان دایرة المعارف اسلامي، حبيب السير، روضة الصفا.