د سیتیانو ځینی مشهور قومونه

د افغانستان پخوانی تاریخ اووم ، دوهمه برخه

سرمتیان Sarmata:

ډیر غزبی سیتی قوم هغه سرمتیان دی چه په څلورمه ق م پیړۍ کښی د اورال د غرو په لمنو کښی د اورانبورگ Orenbuorg او پروخوروکا Prokhorovoka په علاقه کښی ئې شهرت درلود او د دوی د ژوند ځینی نښی، د سرو زرو گاڼی او لوښی او نیزې په دغه ځای کښی کشف او لاس ته راغلې دی. نیزه د دوی مميزه وسله وه د دریمې ق م پیړۍ په نیمائې کښی سرمتیان د (پولگا=دا برخه ونه لوستل شول) له سیند څخه پور ېرتل او نوری سیتی څانگی ئې د کریمه خواته وشرلې، (پولیب Polybe) لومړی وار د دوی او د دوی د اقتدار په باب کښی د ۱۷۹ ق م کال په شاؤخوا کښی بحث کوی سرمتیان د سیتی عامو خلکو په شان سوار کار قومونه وو او د غشو او ليندو په ځاى ئې زياتره نيزې استعمالولې او د هغو خولیو پر ځای ئی چه تر غوږو پوری رارسیدلی او تیری څوکی به ئی درلودی مخروطی خولونه (خود) په سرکول او زغرې به ئی اغوستلې د دغه قوم صنعتی آثار لکه نیزې، کمربندونه او د سرو زرو او سپينو زرو نور اسبابونه د غربی سائبیریا څخه پیدا شوی دی او د پطر کبیر په خزانه کښی خوندی او محفوظ دی او څرګندیزی چه د جگړو په صحنو او د حيواناتو په نمایش کښی ئی مخصوص ذوق درلود او د هغو جمجمو او ککریو څخه چه نوی په مرکزی سائبیریا کښی پیدا شوی دی د نورو سيتيانو او اسکائيانو سره د دوی نژادی نزدیکت او قرابت ثابت او بر قرار شوی دی.

مساجتيان: د سیتی نورو قومو څخه يو قوم (مساجتيان) وو چه هرودوت د دوی او د دوی د جگړو څخه چه د هخامنشی سیروس سره ئی کری وی په مفصل ډول بحث کړی دی. هرودوت دوی (مساجتی) بولی او وائی چه د عرف او عاداتو، کالیو او جامو په لحاظ سيتيانو ته ورته وو د هغو تشریحاتو سره سم چه هرودوت ورکړی دی د مساجتیانو یوه برخه سپاره او بله برخه ئی پلی جنگیدل، ځينو ئی غشی او لیندی او ځینو ئی نیزی او ځینوئی تبرونه استعمالول، سره زر او مفرغ ئی په خپلو آلاتو کښی خورا زیات په کار کړی دی او د سرو زرو گاڼی ئی لکه بازو بندونه او سینه بندونه استعمالولې.

مساجتیانو د آمو د سیند په شمال کښی د سر دریا له حوزی څخه نیولی بیا د خزر تر شماله پوری دغه لویه او پراخه ساحه نيولی وه د مخه تر دی چه سیروس د هخامنشی د سلطنت بنست کښیږدی دوی د خپلی رویی او د وده سره سم اداری نظام او ځینی پادشاهان درلودل او سیروس د دوی د ملکی تومیریس (Tomyris) نامی سره وجنگید او په یو روایت د هغی د نظامیانو له لاسه ووژل شو مساجتيانو د هغو تشریحاتو له مخی چه وویل شول د سرامتیانو یعنی د سيتيانو د غربی څانگی سره چه بیان ئی پخوا وشو ډیر شباهت درلود.

ساکیان یا اسکائیان: د نورو سیتی معروفو قومو څخه يو قوم ساکیان یا اسکائیان دی دغه نوم په مختلفو تلفظو کښی په چینی او یونانی منابعو کښې دومره شهرت لری چه کله کله د عام نوم مرادف گرزیدلی او په ټولو (سیتی) قومو باندی ئی اطلاق کیږی. 

ساکیان یا اسکائیان د (مساجتیانو) نه زیات د شرق خواته میشت شوی وو او له دی سببه چینی منابع د نورو ماخذو په نسبت د دوی په باب کښې زیات معلومات راکوی چینی منابعو دوی د سی Sai) Sse) (یا سیک Sik) او (سی وانگ Sai-Wang) او په داسی نورو نومو بللی دی لکه چه (رونه گروسه) وائې ساکا (Sakas) یا ساسيان (Saces) د کاشغر په منطقه کښې د تیان شان او فرغانی په پای او د «ایگزارتس» (سردریا) د ښی غاړی په آخرنۍ برخه کښی د اورال د کوچنی سیند تر شاوخوا پوری پراته وو که په ځیر سره وگورو د ساکا د ثقل مرکز په شرقی ترکستان د سنکیانگ په منطقه او د سر دریا د سیند په حوزه کښی ؤ د داریوش د کتيبو څخه څرګندیږی چه هخامنشیانو ساکیان نه پیژندل او په مختلفو نقطو او ځايو کښی خپاره شوی وو ځکه چه په دریو مختلفو تعبیرونو د دوی نومونه یاد شوی دی لکه لومړی: ساکاهوماوارکه Saka Haumavarka چه هماغه ساکیان دی چه مونږ د هغو څخه بحث کوو او په دغو وختو کښې د فرغانی او کاشغر په شاوخوا کښې ئې ژوند کاوه دوهم ساکاتیگراخودا Saka Tigrakhauda یا د مخروطی خولو ساکیان چه هغوی د اورال د سيند په شاوخوا کښې د سردریا په کښتنۍ حوزه کښې بولی. 

درېم ساکاتارادرایا Saka Taradraya یا د بحر نه هغې خوا ساکیان چه دوی د روسی په جنوب کښی ټاکی او هغه سیلتیان وو چه په دغو برخو کښې اوسيدل.

لکه چه د اپولودوروس او تروگوس له لیکنو څخه څرگندیږی د یونان او باختری سلطنت د هندوکش په شمال کښی د خاورو مالدارو او پوونده قومو د تاړاکو او تهاجمو له کبله منقرض شو دا څلور قومونه د یونان د لومړنی یاد شوی مورخ په عقیده (ازى ئې Asii) پازیانی Pasiani- تخاری Tochari- او - ساکارولی Sacrauli نومیدل. نروگوس که څه هم د تخاری نوم ضمناً یادوی مگر د یونان او باختری سلطنت سقوط Asiani او ساروکی  Saruacieدوو قومو ته منسوبوی. 

دلته بیله دی چه په تشریحاتو لاس پوری کړ وویلای شو چه دغه قومونه ټول د سیتی قبیلو جز دی او په دوی کښې تخاری له تخاریانو نه او ساکارولی په احتمالی ډول د ساک نه ياساک ته له نژدی څانگو څخه عبارت دی.

یوچی، پوچیان د ټولو سيتى قومو څخه خورا شرقى قوم دی چه د شرقی ترکستان او د تارم له حوزی څخه هم تیر شوی او د کوتچی او قره چار او کان سوپه ناوو کښی اوسیدل او د سیتی قومو څخه خورا شرقی قوم او د هندو اروپائی څانگو څخه گڼل کیږی چه د چین او د ژیړ پوستو خلکو سره په تماس کښی ؤ دوی له کوچیدو او بی ځایه کیدو او د غرب خواته له خوځيدلو نه وروسته تر هغی زمانی پوری چه دوی د آمو دریا په شمال کښې اوسیدل همدغه د يوچې په نامه یادیدل، پس له دی چه د آمو دریا څخه پوریوتل او سلطنت ئی تشکیل کړ او د «تاهيا» د باختر د اوسیدونکوسره گډ شول نو بیا د کوشان په نامه مشهور شول، په راتلونکی فصل کښې په چه د دوی دپاره مخصوص دی په دغه باب کښی مفصله څیړنه او بحث وکړو. 

آریانا ته د سیتی قومو د راتگ علت: د فصل په لومړی سر کښی مو وویل سره له دی چه د آریانا پخوانی مذهبی او ادبی مأخذ لکه اوستا په مستقیم ډول او د سیت په نامه د سیتی قومو او قبیلو نومونه نه خلی مگر د مختلفو برخو څخه ئی په تیره بیا د بخدی د پخوانیو کورنیو د جنگی چارو له يادونو څخه په ښکاره ډول څرگندیږی چه په شمالی منطقو کښی د سر دریا د حوزی په شاؤخوا کښی د هغو آریائی نژاد و قومو سره ئى تل مقابله او تصادم درلود چه مالدار پوونده او داړه ماروو-او د (توریا) نوم بی له شک او شبهی نه همدغو سیتی قومرنه اشاره کوی، په هر صورت د دغه مطلب له ویلو څخه زمونږ مقصد دادی:

د مخه تر دی چه تاریخ په ښکاره ډول او د نوم په اخیستلو او د تهدید او تهاجم او په پای کښې باختر ته د سیتی قومونو د راتگ تاریخ او کال ووائی تر هغه ځای پوری چه په یاد مو دی د باختر دولت د سر دریا او آمو په اوږدو کښی تل د ټینگو کلا گانو او سدونو په جوړولو سره د سیتی قبیلو د راتگ مخه نیولی ده او د شمال د پوونده او کوچی قومو او د باختر د حاصل خیزو مځکو د اوسيدونکو ترمنځ مقابلو او جگرو زمونږ د مملکت په ادبیاتو او رزمی داستانو باندی ډیر تاثیر او انعکاس کړی دی، هر کله چه سیتی قومونه لکه چه وویل شول سوارکار خلک وو نو د آمو د شمال د اورال د بحيری او د خزر د بحیری په جلگو کښی په چټکۍ سره هری خوا ته گرزیدل، ځينې مدققین داسی وائی چه د سیتی یا اسکائې قومو يوه څانگه د یونان او باختری دولت تر سقوط نه پخوا د هندوکش په جنوب کښې د درانجیان علاقی ته راغله او په دغه ځای کښې د «امور چیزی Amuregise په نامه میشت شول موسیو فوشه او ځینی نور کسان دغه نظریه تصدیقوی مگر د دوی تاریخ او د راتگ لاره ئې نه ده څرگنده شوی او غالب گمان دادی چه د اکسوس (امودریا) د کښتنۍ حوزې د مرو او هرات له شاؤخوا څخه به د جنوب خوا ته راغلی او د درانجیان په منطقه کښې به اوسيدلې وی.

په هر صورت شمیر ئی دومره زیات نه ؤ او د دوی په باب کښی تر دی زیات معلومات هم نه لرو، آریانا ته د سیتی قومو دوهم ځل راتگ یوه ډیره لویه پیښه ده چه د هندوکش په شمال کښې د یونان او باختری دولت د سقوط سبب گرځی او په اسکائی، تخاری او کوشانی نومو د آریانا د نورو د اوسیدونکو آریائی څانگو سره گډ شوی دی چه علت ئی په يو شمير لويو خوځيدنو او جنبشو کښې بايد وپلټو چه له یوی خوا د چین له مرکز نه د اروپا تر منځه پوری او له بلی خوا د آریانا له لاری د اندوس د کښتنۍ حوزی د جنوب خواته د مرکزی آسیا قومونه ئی په خوځیدو او جوش راوستل. 

هغه قوم چه د دغه لوی جنبش او خوځیدو سبب شو (هوانگ - نويان) يا هنيان دی چه د چین امپراتورانو د دوی مخې ته د چین خورا لوی دیوال جوړ کړی و چه خپل مملکت د دوی د حملو او یرغلو څخه وساتی، د دغه لوی ديوال او د هغو غرو تر شا چه د «کان سی» د ولایت یوه برخه ئی تشکیلوله لکه چه پخوا وویل شول د (سیتی) قبایلو خورا شرقی څانگې یعنی یوچیانو ژوند کاوه - هنيانو په ١۶۵ ق م کال په یوچیانو باندی حملی وکړی او هغو ته ئى ماتې ورکړه او له ځایه ئی بیځایه کړل، یوچیان په پای کښی د خپلو بومی کورو او ښارو څخه د غرب خواته وکوچیدل او خپل ټاټوبی او د استوگنی ځای ئی الیش کړ، هر کله چه شمیر ئی تقریباً يو مليون يا تر دې زیاتو خلکو ته رسیده نو د دوی د بیځایه کیدو، خوځيدنو او جنبشو له کبله طبعاً د شرقی ترکستان یا (سنکیانگ) د اوسیدونکو تر منځ مهمی بی نظمی پیښې شوې او نورو سیتی عناصرو چه د سر دریا او آمو په حوزه کښی ئی ژوند کاوه ټول يو د بل د فشار له کبله د ځای بدلولو ته مجبورشول، د دغو جنبشو ځینی او مړنۍ پیښی د ۲۰ ق م څخه تر ۴۰ کال پوری د چینی مؤرخينو له خوا داسی بیان شوی دی لکه چه لیکی د (ایلی (Iili د سیند په حوزه کښی چه اوس (کولجا) (Kulja) نومیږی یوچیان دی وی بلی قبیلی سره چه (ویوزود sun -Wu) نومیدله مخامخ شول، دوی ته ئې ماتې ورکړه او پاچا ئې ورته وواژه او بیا ئی د غرب خواته مخه وکړه او د (ايسيک کول Iss kul) د دریاچی شاوخوا ته ورسیدل په دغه ځای کښی نوی راغلی قبیلی پر دوو برخو وویشلی شوی:

يوه هغه قبيله ده چه وروسته (د کوچنيو يوچيانو) په نامه وبلله شوه او د جنوب خواته لاړه او د تبت په شاؤخوا کښې میشته شوه، او بله ئې د لويو يوچيانو په نامه وبلله شوه او تر يوی اندازی د غرب خواته راغله چه د بلی سیتی څانګی سره مخامخ شوه چه چینیانو هغه سی«Sse»  (Sai)یا «سيک (Sik ) بللى ده او له هغو ساکیانو یا اسکائیانو څخه عبارت دی چه په (سنکیانگ) او د ایگزارت (سر دريا) په حوزه کښې ئی استوګنه درلوده.

هر کله چه یوچیانو د اسکائیانو ځای او ټاتوبی ونیو نو دوی هم طبعاً خپل ټاټوبی بدل کړ او د آمو له سیند څخه را پورېوتل او تخارستان او باختر ته راغلل لکه چه چینی منابع په مجموعی ډول او یونانی مؤرخین لکه (اپولودورس) و (تروگوس) د دوی د قبیلو د نومو یادولو سره لکه (ازی ئی) «پازیانی» «تخاری» او «ساکارولی» باختر او تخارستان ته د دوی په راتگ باندی شهادت ورکوی.

په ۱۳۸ ق م کال چه (ووتی Wou-Ti) د چین امپراطور (٨٧ - ١۴٠ ق م ) د «هیوانگ نویانو» د پر له پسی جگړو او حملو له لاسه په تنگ راغی نو وې غوښتل چه د دوی له دښمنانو يوچيانو څخه چه په دغه وخت کښی د آمو شمال تا را رسیدلی وو مرسته و غواړی په دغه عزم ئی یو ایلچی «د چانگ کین) په نه مه د ق م په ۱۳۸ کال يوچيانو ته واستاوه هغه وخت چه ایلچی یوچیانو ته ورغی د یوچیانو وضعیت لا هماغی ؤ لکه چه د مخه وویل شو یعنی یوچیان د سر دریا په حوزه کښی د اسکائیانو په ځای کښی او د (وی) ) یا آمو د سیند په جنوب کښی بیل بيل اسکائی قبائل خپاره شوی وو. د مخه مووويل چه د (ووزونیانو) پاچا د يوچيانو په جگړه کښی ووژل شو د دغه پاچا زوی لکه چه (رپسن) په کمبریج هستری آف انډیا کښی وائی د هن قبيلو د ځانو سره وساته او هغه وخت چه لوی شو پخپلو قبیلو کښی ئی پاچا کړ دغه پاچا د خپلو مرستونکو اوساتونکو هنیانو په مرسته په یوچیانو باندی حمله وکړه او هغوی ئی د (وی) یا اکسوس یا آمو دریا د سیند جنوبی مځکو ته وشړل.

تاهيا: د مخه تر دی چه اسکائیان او د یوچی لویه ټولنه د چینیانو په اصطلاح د (وی) له سیند څخه پورېوځی غواړو چه د هندوکش د شمالی برخو او د هغه ځای د اوسېدونکو د یوی برخی په شاوخوا کښی ځینی معلومات ورکړو. 

ځکه لکه چه مووویل په دغه وخت کښی د چین ایلچی، چانگ کین، د ق م په ۱۳۸ کال د آمو د سیند تر غاړی پوری یوچیانو ته راغی او د جغرافيا او تاريخ په باب کښی ئی ښه معلومات ورکړی دی (چانگ کین) د چین لومړی مسافر دی چه پخپله د ده په اصطلاح ځینی معلومات ئی د (غربی مملکتو) په باب کښی چین نه وړی دی او د ده یادونی او یاد داشتونه تر ده څو موده وروسته د چين په دوو مأخذو کښی يو وار د ق م په ۹۱ کال کښی د چین د (سوـ ما - تسین Seu - na-Tsien) نومی مؤرخ په لیکنو کښی او بله پلا د (هان) د کورنۍ په سالنامو کښی اخیست شوی دی چه لیکنه ئی په مسیحی ٢۴ کال پای ته رسیدلی ده، د ده (غربی مملکتونه) تر ډیری اندازی پوری د آریانا پر خاورو باندی مشتمل وو او دلته به لمړی د (تاهيا) یعنی باختر او د (کی – پن) له قلمرو یعنی د ارغنداب او څخه لږ څه کښته اراکوزی له حوزی چه د اسکائیانو د مسافرت د سیر سره زیات ارتباط لری لږ څه بحث کوو.

د چین پورتنی یاد شوی ماخذ د اکسوس یا آمو دریا سیند د (وی) په مخصوص نوم بللی دی او لکه چه موسیو (کريشمن) ما ته یو یاد داشت راکړی دی د (وې) نوم په تیره بیا له سر چینی څخه د سند د جریان تر هغی برخی پوری منطقه رانيوله او اطلاق یی ورباند کیده چه د افغانستان اوسنی شمالی سرحد ئی تشکیل کړی دی.

د (وی) د رود خانی جنوبی مځکی د چینیانو په نزد د (تاهيا) په نامه يادی شوی دی، او دغه تاهیا د رودخانی د سر چینې له حدودو څخه تر هغه ځايه پوری چه د افغانستان اوسنی شمالی سرحد تشکیلوی د باختر په نامه یادیده پورتنی منابع څرگندوی چه «تاهيا» له دوو زرو (لی) نه زیات د تايوان (پامیر) د جنوب غرب خواته د (وی) د رود خانې جنوب ته پر ته وه، د تاهيا په جنوب شرق کښی د (سن توخ) (یعنی سند) رودخانه بهیدله او په دغه ډول د هندوکش د جنوب ځینی علاقی هم پکښی شاملی شوې دی.

(چانگ کین) چه د (وی) د رودخانی غاړی ته ورسید د تاهیا د خلتو سره ئی وکتل او داسی څرگندیږی چه د تاهیا په باب کښی ئی ځینی معلومات په خورا زیاته مینه په لاس راوړی وی.

لکه چه وائی:«.... د دی ځای وگړی د بامبو (نی) د لرگی او د شوChuo د ټوټو څخه لکړی او امساکانی لری.

او هر کله چه پوښتنه می ورځئی وکړه چه دا مواد له کوم ځای څخه په لاس راوړې؟ ځواب ئی راکړ چه زمونږ سوداگران، ئې د شن - تو Chen-Tou (سندهو، اندوس، هند) څخه رانیسی «شن – تو» یا (سند توه) د هند د سند د علاقی څخه عبارت دی چه د تاهیا په جنوب شرق کښی د زرو (لی) په واټن (فاصله) پرته وه او د هغه ځای وگړی د (تاهیا) د وگړو په شان بزرگران او د مځکی خاوندان او ځای په ځای پراته وو او عسکری قواوې شې ضعيفى دی او په ښارو او کليو کښی په خپلو ملی قوانینو او دود دستور سره ژوند کوی. اسکائی مختلفی قبیلی: د مخه مووویل چه یونانی مؤرخینو هغه کسان چه په اسکائی نامه باختر ته راغلی وو په جلا جلا نومو بللی دی، اپولودوروس د (ازی ئی - پازیانی، تخاری، ساکالرولی) نومونه یادوی او بحث ورځئی کوی او تروگوس د (آزیانی) او (ساروکی) د دوو قبیلو يا قومو، نوم اخلی د دغو قومو د نومو او د هغوی د هویت د ټاکلو په شاؤ خوا کښی ډېرې خبرې او بحثونه شوی دی چه دلته په ځینی لوی او مهم نکات ووایو.

ازی Asii او ازیانی Asiani: ازی ئې هغه قوم دی چه اپولودوروس یاد کړی دی او (آزیانی) هغه قبیله ده چه (تروگوس) ئی نوم اخستی دی. تارن وائی چه دغه دواړه یو شی دی او (آزیانی) صنعتی شکل پیدا کړی دی - دی څرگندوی چه د ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۳۶ پوری په عمومی ډول دا عقیده وه چه د مرکزی آسیا منابعو د (ازیAsii ) په نامه د یو قوم نوم اخستی دی چه په (تخری) یا تخاری خبری کوی او د همدغه ازی ئی څخه عبارت دی چه یونانی منابعو ویلی دی، ځینو ازی ئیان یوچی هم بللی دی مگر حقیقت ته نژدی نه ده.

·

تخاری: په لومړی سر کښی هرومرو د سیتی قومونو څخه يو قو م سنکیانگ ؤ چه دغه قوم په خپل پر مخ تگ او اهمیت سره ئی لوی مفهوم پیدا کړ لکه چه ځينو هغه د (سیت) او (سیتی) کلمی مرادف بللی دی او سیتی قومونه ئی تخاری قومونه هم ویلی دی. همدغسی د سیتی ژبو یا څه نا څه د هغی د څانگی د ټاکلو په باب کښی ئی د تخاری کلمه استعمال کړې ده او د هغی څخه ئې ځینی څانگې د (الف) او (ب) تخاری په نامه منځ ته رایستلی دی؛ په دغه ډول يو لوی مدنیت او تهذيب ئې د تخاری په نامه یاد کړی دی چه د ایگزارت د حوزی او آمو د حوزې ټول سنکیانگ پکښی شامل ؤ. مقصد دادی چه د تخار کلمی چه دومره لوی مفهوم ئی پیدا کړ په لومړی سر کښی د يوه قوم يا د يوې قبیلی نوم ؤ بطلیموس د تگوروا Thagouroi د قوم نوم یادوی او د ده د معلوماتو سره سم د وریښمنو د لوئی لارې په سرئی یو ښار د (توگارا Thogara) په نامه درلود، چینی منابعو د (توگارا (Togara قوم د بقاياو څخه په دوهمه ق م پیړۍ څه کښی د (کان سو)  په علاقه کښی بحث کړی دی. همدغسی تبتی مضامین داسی نوم د (کان سو) په شاؤخوا کښی یادوی بلکه اسکائی سندونه چه د ۸۰۰ کال په شاؤخوا کښی د ختن څخه پیدا شوی دی په کان سو کښی یو ښار د توگارا - Thogara په نامه یادوی د دغو بياناتو څخه څرگندیږی چه تخاریان د سیتی قومو بله څانگه تر (کان سو) یعنی تر هغو ډېرو شرقی نقاطو پوری چه سیتی قومونه وررسیدلی وو خپره شوی وه او د مرکزی آسیا د قومو د جنبشو او خوځیدنو له کبله د یوچیانو سره یو ځای د غرب خواته راغلی وه تر څو چه د یونانی مورخینو په شهادت د «وی» (امو دریا) د سیند جنوب ته راغلل او د آمو د پورتنۍ حوزی ځمکی د دوی په نامه تخارستان وبلل شوی او د منځنيو پيړيو، تر اخره پوری دا نوم باب ؤ، تخاری قبیلی د پخوانی ټاټوبی په لحاظ وی او که د عرف او عادت او دود دستور او حتی د ژبی له نقطی نظره څخه یوچیانو ته ورته وی او د هغو سره یو ځای د آمو دریا د حوزی خوا ته راوکټیدلی او داسی سره یو ځای او همرنگه وی چه ډیرو منابعر خاص بيا هندى ماخذ یوچیان که لوی وو او که واړه د (تخارا) یا د (تخاری) په نامه یادی کړی دی بطليموس د (مارينوس) د یادداشتو له رويه د (کان سو) او باختر تر منځ په څو مختلفو ځايو او نقطو کښی د تخاریانو په باب کښی بحث کړی دی او دا ځایونه هغه نقطی دی چه یا یوچیانو پکښی استوگنه درلوده او یا یوچیان ورځنی تیر شوی دی دا نوم که څه هم په مختلفو نقطو کښی د تلفظ په لحاظ جزئی اختلاف لری مگر تسلسل ئی د تخاریانو د حرکت پر خط باندی ښه رڼا اچوی په هر حال بطلیموس د (کان سو) په علاقه کښی د تاگوروا Tahgaurai نوم او د (ایما اوس) په شمال کښی د (تاگوری وا) Tahgoraiai او د اسيک کول دریاچی ته نژدی له (تاگوری وا) Tagwuroioi او په سغدیان کښی له تاخوروا Tachoroi څخه او په باختر کښی له تخارواTochar oi  څخه بحث کوی او نومونه ئی یا دوی هر کله چه یوچیان کټ مټ د کان سو څخه تر باختره پوری په همدغه ځايو کښی گرځیدلی او طی کړی ئی دی ځینی چینی منابعو يوچيان او د يونانی منابعو تخاریان دواړه یو شی ګنی لکه چه هندی ماخذ په دغه باره کښی کوم توپیر نه وینی؛ بلکه د یوچی د کلمی پرځای ئی یوازی تخاری په هر ځای کښی استعمال کړی دی.

په هر حال که چیری تخاریان همدغه يوچیان وی یا نه وی خو یوه څانگه ئی گڼله کیده او د پیش قراول ټولگی په شا د دوو دریو نورو سیتی قبیلو یعنی ازی ئی، پازیانی او ساکارولی سره باختر ته راغلل او زیاته برخه ئی د هغو سیندو په پورتنیو حوزو کښی چه د پامیر څخه را کښته کیږی په نننی قطغن او بدخشان کښی خپره او میشته شوله، ورو ورو داعلاقه د دوی په نامه تخارستان (د تخاریانو د استوگنی ځای او ټاټوبی) سره مشهوره شوه او دا نوم د څلورمی ق م پیرۍ څخه تر اتمی مسیحی پیړۍ پوری مشهور ؤ همدغسی د (توخری) یا (تخاری) کلمه په هغو سندو کښی چه په دی وروستنیو وختو کښی په مرکزی آسیا کښی پیدا شوی دی د تخارستان د کوشانی یا اسکائی ژبی د نامه په حيث استعماله شوی ده او هیوان تسنگ د خپل راتگ په وخت کښی د مسیح په اوومه پیړۍ کښی د(توخری) څخه ئی (تو - هو، لو) جوړ کړی دی.

ساکارولی یا ساروکی: د هغو قومو په منځ کښی چه د تخاریانو او د سیتی نورو عناصرو سره د ق م په دوهمه پیړس کښبی باختر ته راغلی او خپاره شوی دی ساکارولی یا (ساروکی) هم شامل دی چه (اپولودوروس) لومړی نوم او (تروگوس) دوهم نوم ياد کړی دی. دا دواړه نومونه یو شی دی په لومړی نوم کښی په ښکاره ډول د ساکا کلمه موجوده ده چه هغوی د (ساکا هوما وارگا) یا (د اکسوس نه هغی خوا ته ساکیان) بولی چه د لومړی داریوش په وخت کښی ئی د «ایگزارت» په جنوب کښی ژوند کاوه، بطليموس دغه اسکائیان د ساکاروکی Sacaraucae په نامه ياد کړی او د استوگنی ځای ئی د ایگزارت په جنوب کښی ټاکلی دی. په دی کښی شک نشته چه د چین د «هان های» د کورنۍ سالنامی وائی چه په لومړی سر کښی د اسکائیانو د استوگنې ځای د (ووسون) علاقه وه دا علاقه پخپله د دوی د مأخذو له مخی د «تایوان» په شمال شرق یعنی پامیر کښی ګڼی او د دې څخه معلومیږی چه چینیانو هم د اسکائیانو د استوگنی لومړنی ځای او مسکن د ایگزارت په حوزه کښی ټاکی، دا هم باید وویل شی چه د چینی د سی وانگ Sai-weng تسمیه هم دوی ته منسوبیږی، «ساکا رولیان» د تخاری او یوچی او د نورو قومو د فشار له کبله د ایگزارت له حوزې څخه ورو ورو د جنوب غرب خواته د آمو د سیند په شمالی اوږدوالی کښی فرغانې ته راکښيوتل او له دغه ځای نه یوه برخه ئی باختر ته راغله او بله برخه ئې د آمو د ښۍ غاړې په اوږدو کښی د آمو د کښتنې حوزې خواته مروى ته لاړه او د رودخانی له دواړو خواو څخه د پارتيانو سره مخامخ شوه اسکائیانو فرغانی ته د یوچیانو د راتگ له کبله بیا خپل ځای ته تغیر ورکړ او په باختر رامات شول او هر کله چه د باختر یونانیانو د هندوکش په جنوب کښی سلطنت درلود او د هندوکش د غرو طبیعی سد او دېوال د جنوب خواته د دوی د راتګ مخه بندوله، نو په باختر کښې د غرب خواته پر مخ ولاړل او هر کله چه د (هلیوکلس) د سلطنت په اخره دوره کښې پارتيانو د هند په فتوحاتو د یونان او باختری دولت له ډیر بوختوالی او گرفتارۍ څخه چه د هند په فتوحاتو اخته و استفاده وکړه او د اریا (د هرات ولایت) منطقه ئی د ١۴٠ ق م کال په شاو خوا کښی ونیوله او د میمنی تر شاوخوا پوری لا څه چه نور هم مخ په وړاندی راغلی وو نو اسکائیان - غرب خواته په خپل حرکت کښی د دوی سره مخامخ شول لکه چه یونانی مؤرخین وائی د ساکیانو او پارتيانو تر منځ سختی جگړې پیښی شوې لکه چه دوهم فرهاتس (phraathas) د استرابون په قول د تخاری قبیلو له لاسه د ق م ۱۲۸ کال او د ارتبان Artaban له خوا د ق م په ۱۲۳ کال کښی ووژل شو د تخاری قبيلو څخه مقصد هغه اسکائیان دی چه د دوی سره یو ځای باختر ته راغلی وو. په دی ډول اسکائیان د میمنی له حوزی څخه د هری رود تر حوزی پوری مخ په وړاندی لاړل او متری دات یا دوهم (مهرداد) زیاتره د غرب خواته د دوی د ټګ مخه بنده او ونیوله نو اسکائیان مجبور شول چه د خپلو خپریدو او خوځيدو سمت واړوی او د هری رود د ناوې جنوبی خواته متوجه شول او د هتومنت (هیرمند) او ارغنداب د حوزو خواته راغلل. 

د مخه  مو وویل چه (امور جیزیان Amurgisi) د ډېرو پخوانیو اسکائی قبیلو يوه څانگه چه د دوې د راټګ  وخت او صورت نه دی معلوم د هیرمند په حوزه کښی خپره او هلته میشته شوه، تازه راغلی اسکائیان هم د دوی سره یو ځای شول او څرنګه چه د آ مو پورتنۍ حوزی دت خاریانو په نامه په تخارستان سره مشهورې شوې د هیرمند حوزه او د هامون علاقه چه تر دی وخته پوری (درانجیان) نومیدله د اسکائیانو په نامه (ساکاستانا Sakasthana) یعنی «د اسکائیانو ټاټوبی» وباله شو او له دغه نوم څخه د عربو مؤرخینو په منځنیو پیړیو کښی (سجستان) جوړ کړ او له دی کلمی څخه د سیستان اوسنی نوم منځ ته راووت، اسکائیان د هیرمند او ارغنداب په حوزو او د هامون په شاوخوا مځکو کی او د رودخانی په غاړو باندی خپاره او د محلی عناصرو سره ه گډ شول او سکزی قومونه هماغه د پخوانيو ساکيانو جز دی.. اوس چه په عمومی صورت د اسکائیانو لومړنۍ زانګو او د آريانا په بيلو بيلو ځايو کښې د دوی د مهاجرت علت او له باختر نه تر سیستان پوری د دوی د حرکت شرح بیان شوه نو پر موضوع باندی په لنډ ډول د عقلی سنجش له رويه څيړنه کوو:

لکه چه موسیو هاکن په هغه کتاب چه (په افغانستان کښې د فرانسی د حفرياتو د لسو کالو نتيجه) نومیږی وائى «تر لویو تهاجماتو یا د عمومی مهاجرتونه د مخه پوونده اسکائیان ورو ورو باختر ته راغلل او د یونانيانو تر لاس لاندی به د سرباز په ډول نوکران کیدل هر کله چه د یونان او باختری پادشاهان د «سلوسی» کورنۍ په ضد د ځان د تقویه کولو اوغښتلی کولو دپاره اړوو - نو د دوی په استخدام خورا خوښ وو، په دغه ډول اسکائيان ورو ورو باختر ته راغلل او د یونان او باختری دولت په نظام کښی داخل شول، او ځینی مشران او رئیسان ئی د ښه خدمت له کبله عسکری او ملکی لوړو مقاماتو او رتبو ته ورسیدل لکه چه یو د هغو څخه «هرايوس Heraius» ؤ چه د یونان او باختری وروستنيو پادشاهانو په تقلیدئی سکه ووهله او موسیو هاکن د ده سکه په تاشقرغان کښی موندلی ده چه په حقیقت کښې دا سکه د(شهربانو) له گنډوالو څخه چه د تاشقرغان د شمال او د پخوانی خلم د شمال غرب په ۱۸ کیلو متری کښې پرتې دی پیدا شوی ده د اسکائيانو د کوچی قبیلود ډلی دغه رئیس به هرومرو د یونان او باختری دولت له خوا کوم امارت ته رسیدلی وی، اسکائیانو ته پس له دې چه باختر ئی ونیو د یوچی قبیلو د راتگ په سبب دومره کافی وخت د هندوکش په شمال کښې پیدا نه شو چه سلطنت جوړ کړی نو له دی کبله د هغه بیان له مخی چه وشو د یوچیانو د راتگ او فشار له کبله د غرب خواته لاړل او پس له دې چه پارتيانو سره ئی جگړی وکړی د هریرود له حوزی څخه د جنوب خواته د هیرمند او ارغنداب حوزو ته راغلل او هر کله چه دا علاقی د هندوکش د یونان او باختری پادشاهانو او دغربی پارتیانو د اداری نفوذ څخه نسبتاً لیری او گوښی پرتی وی نو د سلطنت په تشکیل ئې لاس پوری کړ.

کی – پن Ki Pin: د چینی ماخذ د نومو څخه یو نوم چه زمونږ د مملکت د خاورې پر يوې ټوتی باندی ئې اطلاق کیده او ډیر شهرت او اهمیت ئی درلود همدغه د کی پن کلمه ده؛ «چانگ کین» د چین ایلچی چه په ق م۱۲۸ کال تاهیا (باختر) ته راغلی و دا کلمه ئی نه پیژندله - سوماتسین چینی مورخ چه د ده مولفه لیکنی شی کی Shi-Ki نومیدی او د ق م د ۹۰ کال په شاوخوا کې پای ته رسیدلې دی هم د دی نامه څخه څه نه وائی نو ویلای شو چه د ۱۰۰ ق م کال نه د مخه چیئیانو دا نوم نه پژانداو (پانکو Pen-Ku) لومړی وار دا نوم د مسیح په لومړۍ پیړۍ کښې استعمال کړی دی.

هغو مدققینو چه د دی کلمې په شاوخوا کښې ئی تحقیقات کړی دی د هغه ماخذ له مخی چه دغه نوم پکښې استعمال شوی او مربوطو تشریحاتو ئی د هغه موقعیت په کشمیر، نورستان، کاپیسا او اراکوزی کښی بللی دی او لکه چه وموویل د مختلفی زمانی او ماخذو له مخی د پورتنیو نقطو څخه هر یو پر (کی پن) باندی شامل و مگر سره له دی کشمیر او نورستان د نوو مدققینو په لیکنو کښی د کی پن د جغرافیایی مفهوم څخه راوتلی او کاپیسا او اراکوزی عموميت موندلی دی په دغه باب کښې که لږ څه زيات ځير شو څرگندیږی چه دغه دواړه ځايونه د کی پن په نامه یاد شوی دی مگر په دوو معینو او ټاکلو عصرو کښی د چین د زایر هیوان تسنگ (کی پن) چه یادداشتونه ئې د مسیح په ۷ پیړۍ پوری اړه لری بیله شکه او تردیده همدغه د (کاپیسا) یعنی د کوهستان او کوهدامن علاقه ده مگر هغه کی پن چه په پخوانی ماخذ کښی یاد شوی دی او د اسکائيانو د سلطنت د تشکیل ځاى ئې بللی دی د هيرمند او ارغنداب د حوزی څخه عبارت دی.

ځینی هغه معلومات چه نوموړی ماخذ د (کی پن) په باب کښې ورکړی دی دادي، (دا لیری علاقه اواره ده او توده آب و هوا لری ځینی هندی ونی پکښی روزلی کیږی او حاصل ورکوی د غنمو او وریجو کښتونه او ميوه لرونکی باغونه زیات لری، کښتونه او پټی د باران او ویالو په اوبو اوبیږی د دې ځای وگړی په هیکل توږلو او په فلزاتو باندی په کنده کاری کښی ماهر وو، د معمارۍ په سبک د ټوکرانو او ټوټو په اوبدلو په خامک دوزی، په ډوډۍ پخولو او په فلزی لاسی چارو کښی ئې مخصوص ذوق درلود د دوی د مسکوکاتو پر يو مخ د انسان تصویر او پر چپه او کینی خوا باندئی یو سپور سړی لیدل کیږی، د هغه ځاى حيوانات او مرغان - کوپان (کوهان) لرونکی غوائی، بیزو، فیل، طاؤس او د داسی نورو حيواناتو څخه عبارت و، جواهرات او قیمتی ډبری ډېر لری)... 

شک نشته چه د پورتنی تعریف سره سم د اندوس د کښتنی حوزی د خاوری یوه څنډه هم په (کی پن) کښی راغلی ده او هر کله چه اسکائی پادشاهانود ارغنداب له حوزى څخه هغه ځايونه ونیول نو ځینی دا نظریه هم څرگندوی چه (کی پن) د اسکائی پادشاهانو د سلطنت پر ټوله حوزه باندی مشتمل و، اسکائی پادشاهانو پس له دې چه د ارغنداب په حوزه کښې ئی د سلطنت په تشکیل لاس پوری کړ د خپل نفوذ او سلطی لمن ئی د جنوب خواته د اندوس تر کښتنۍ حوزې پوری پراخه کړه او له دغه سببه دا علاقه د دوی په نامه په یونانی مأخذ کښی د (هندوسیتا) Indoscythia په نامه او د هند په ادبیاتو کښې د (ساکادراپا) Caka-arapa په نامه یعنی د اسکائیانو د رود خانی په مځکه مشهوره شوی ده (کی پن) د جغرافیائی مفهوم روښانه کیدل د اسکائیانو د راتگ او ځای په ځای کیدو په وخت کښی د افغانستان په پخوانی تاریخ کښې خورا ميهم دی ځکه چه په بیلو بیلو دورو کښی د چین د ډیرو زایرینو په يادداشتو کښی د (کی پن) نوم راغلی او په هر وار جغرافیائی مفهوم ئی د زایرینو د نه معلوماتو یا د نورو ایجاباتو له کبله توپیر کړی دی، هغه مهم شی چه د دې عصر د (کی پن) روښانه کیدل ایجابوی دادی لکه چه وویل شول اسکائیانو تر یوی اوږدی مودی گرزیدو نه وروسته د تخارستان او باختر څخه د ارغنداب تر حوزی پوری خپل حرکت ته د نیم دایره ئی خط په شکل پایښت او دوام ورکړ او دغه ځای ئی د خپلی استوگنی دپاره وټاکه او ځای په ځای شول او يو سلطنت ئی تشکیل کړ چه د دوی د سلطنت کانون او مرکز اصلاً د ارغنداب حوزه وه او د سلطنت تر تشکیل وروسته د اندوس د ښکتنۍ حوزی خواته د دوی نورو اقداماتو د کشور کشائى يعنى د ملک نيولو جنبه درلوده چه په هغی سره د دوی نفوذ او قلمرو او د (کی پن) جغرافیایی مفهوم پراخوالی وموند او د دی وخت (کی پن) د آریانا په چوکات کښی د اراکوزی پر ولایت او د (جدووزیا) پر نیمائی برخه د اندوس تر کښتنۍ حوزې پوری مشتمل شو. 

د مخه مووویل چه اسکائیان د خپل حرکت په وخت کښی د تخارستان او باختر څخه د غرب خواته د خپل حرکت په وخت کښی د هری رود په حوزه کښی د پارتی پادشاهانو سره مخامخ شول او په پای کښی ئی د جنوب لاره و نیوله څو چه د هیرمند کښتنۍ حوزی ته ورسیدل او دلته پخپل نوم (ساکستانا) سره مشهور شول.

په دغه وخت کښی د آریانا په غربی څنډه کښی د هغو پارتیانو څخه چه شرحه ئی د دی فصل په لومړۍ برخه کښی تیره شوه؛ ډیرو وگړو ژوند کاوه او په دې منطقو کښی د پارتی حکمرانانو حکومت کاوه اسکائیان د هیرمند او ساکستانا د حوزی د پارتيانو سره گډ شول او د دوی دغو گډېدلو د مملکت دارۍ په چارو او د دوی په نژاد او عرق کښی زیاتی اغیزې وکړی پارتی رئسانو او حکمرانانو د هغی ورځی څخه چه د پارت د ولایت مرکز د دجلې څنډې ته منتقل شو د مستقل سلطنت د تشکيلولو په فکر کښی شول. د سیتی قومو په تیره بیا د اسکائیانو په راتګ او يو د بل سره د دوی په گډېدلو د دوی عزم د جلا او مستقل سلطنت د تشکيلولو په باب کښی ټینگ کړ، لکه چه ډېر مدققين د پخوانی افغانستان د تاریخ د دی عصر پیښی او گذارشات د مشترک عصر او د (سیت او پارت) د سلطنت د زمانی په نامه یادوی ځینو نورو د هیرمند او اراکوزی د پارتیانو مستقل سلطنت د (پهلوا) کورنۍ بللی ده که څه هم اسکائيان او پهلوايان د ځانه جلا کورنۍ او پادشاهان او سلالې لری او مونږ هم د دغه فصل په دوهمه او دریمه برخه کښی تر هغو چه مو د لاسه کیده مو سره جلا کړل سره له دی وایو چه گډوالی او حتی د مملکت دارۍ د چارو خلطيدل دومره او په دی اندازه موجود وو چه جلا کول ئی آسانه کار نه دی مدققينو د (سیت او پارت) یا د (اسکائی او پهاوا) د هغو پادشاهانو د جلا کولو په باب کښې ډير کوښښ کړی او بیلې بيلې نظریې ئی میدان ته را ایستلی دی چه تقریباً د لږی زمانی او مودی په اختلاف د هیرمند، اراکوزی، سیستان او د اندوس د کښتنۍ حوزی په علاقو کښې ئی سلطنت کړی دی په تیره بیا «رپسن» (په کمبریج هستری آف اندیا) کښې په دی لاره کښی ډیر زیارونه گاللی دی مگر هر کله چه د دغو مقصدو د روښانه کولو دپاره بیله مسکوکاتو او ځينو کوچنيو ليکنو او کتيبو نه بل مدرک په لاس کښی نشته. سره له ډيرو کوښښونو چه په دغه باب کښی شوی دی بیا هم د (سیت او پارت) د پادشاهانو موضوع او د دوی روابط تر اوسه لا تیاره او نامعلوم دی او په ډېرو نوو مدرکو کښی تر اوسه لا دوی د یوی شاهی کورنۍ جز ګڼل شوی دی مگر هغه شی چه څرگند دی دادی چه اسکائیان او پهلوایان تقریباً یو د بل معاصر او يا يو په بل پسی د آریانا د جنوب غرب په دوو غاړو او څنډو کښی د سیستان د هیرمند په حوزه کښی او د ارغنداب او کښتنی اندوس په حوزو کښی سلطنت ته رسيدلې او د کابل پر ناوه ئی هم نفوذ وموند په پای کښی ئی په هند کښی هم فتوحات وکړل او تر یوی مودی پوری دوی پخپله په مستقیم ډول او تر یو وخته پوری د دوی حکمرانانو د هند په مختلفو نقطو کښی حکمرانی کړی ده، په هر حال د دی د پاره چه مطلب د لوستونکو په ذهن کښی مغشوش پاته نه شی د پارتیانو تر ذکر او یادولو نه وروسته به تر هغه ځايه پوری چه د آریانا په تاریخ پوری ئی اړه درلوده دادی دلته د اسکائی پادشاهانو په یادولو پیل کوو او د سیستان او اراکوزی مستقل پارتيان او پهلوايان به د دغه فصل په دریمه برخه کښی بیان کړو:

موئس (د ق م ۷۲. کال) هغه لومړنی اسکائی پاچا چه د ارغند اب او کښتنی اندوس د حوزی په (کی پن) کښی سلطنت ته رسیدلی دی هغه پاچا دی چه مسکوکاتو دی د (موئس) په نامه یاد کړی دی د هغه مسی قاب په لیکنه کښی چه په تاگزیلا کښی پیدا شوی دی د (موکا د ستر پاچا) په نامه یاد شوی دی.

د دې کتیبی تاریخ د پارتی د یوی میاشتی د نوم په یادولو سره (۷۸) کال دی، مدقنينو د دغه کال په شاؤ خوا کښی تحقیقات او څیړنی کړی دی چه ځینو هغه د (پارتی) کوم عهد او ځينو کوم (سيتی) عهد بللی او وائی چه مبدا ئی د ق م ۱۵۰ یعنی هغه کال دی چه د سیستان پارتیانو یا د سیستان او قندهار پهلوایانو د غربی پارتيانو څخه ځان جلا کړ او د پهلوا مستقل سلطنت ئی جوړ کړ او هر کله چه (۷۸) د ۱۵۰ څخه و باسو نو ۷۲ پاتی کیږی چه د موئس د سلطنت له کلونو څخه يو کال دی. نو د هغه مسی پشقاب د کتیبی له رویه چه د تاکزيلا څخه لاس ته راغلی دی او د «موگا» «موئس» د نامه په يادولو سره یوه سنه هم لری او د دغی سنی د بیانولو له مخی په پورتنی ترتیب سره معلومیږی چه موئس د اسکائیان لومړنی پاچا د ق م د ۷۲ کلونو په شاؤخوا کښی سلطنت کاوه.

د فرانسی مشهور او معروف سکه پیژندونکې (مورگان) نامې د (شرقې مسکوکاتو) د کتاب په ٣٧۴ مخ کښې پخپله موئس په هغه صورت کښې د تاګزیلا پارتې پاچا بولې چه د دی جملې په مقابل کښې سواليه نخښه  ايښې وی، نو په خپله نظریه کښې متر د د دی، هغه مطالب چه لومړی وويل شول د موئس په باب کښې صحيح ښکاره کیږې او اصلاً اسکائی پاچا ؤ او د ق م ۷۲ کال د ده د سلطنت د کلونو څخه يوکال ؤ، هر کله چه موئس د مسکوکاتو په ضربولو کښې د ګندهارا د یونانی پادشاهانو د سکو تقلید کړی دی نو د دی مسئلې له رویه او د تاکزیلا د مسی پشقاب د کتیبی له مخی څرګندیږې چه موئس د (کی پن) څخه د اندوس په اوږدو کښې د شرق خواته هم فتوحات کړی او په شرقی آریانا کښې ئی ګندهارا تر تاکزیلا پوری نیولی ده او په د غه ډول د یونان او باختری پاچاهانو د اولادى او احفادو ارتباط چه په کابل کښی ئې سلطنت درلود د هغوی سره چه په شرقی پنجاب کښی ظی حکمرانی کوله پری کړی دی لکه چه د دی مستلی حقیقت د لومړی (ازس Azes) او د (ازیلیزس Azilises) د ده د جانشينانو د مسکوکاتو امروبهٔ هم معلومیږی ځکه چه هغوی نه یوازی د موئس د مسکوکاتو تقلید کړی دی چه پخپله د دی علاقی د یونان او باختری اولا دی د مسکوکاتو له رویه تقلید شوی ؤ بلکه د هغو یونانی او باختری پادشاهانو د مسکوکاتو له رویه ئی هم ځینی شیان اخستی دی چه هلته ئې تر موئس د مخه سلطنت درلود او په تیره بیا هغه سکه زیات تقلیده شوی ده چه کیڼی خواته ئې «اتنه پرومکوس Aileeprone. Os=دا برخه ونه لوستل شول» ضرب او وهل شوی ؤ او په شرقی پنجاب کښې د (اپولودوتس) او (مناندر) په کورنۍ پوری ئې اړه درلوده. موئس تر هغه وخته پوری چه په (کی پن) د ارغنداب او د اندوس په ښکتنۍ حوزه کښې ئی سلطنت درلود د پاچا په نامه یادیده او پس له دی چه په پورتنیو فتوحاتو بریالی شو نو ځان ئی لوی پاچا بلکه (شهنشاه) وباله د ده مسکوکات په عمومی ډول د يونان او باختری پادشاهانو د مسکوکاتو له رویه په تیره د بیا د مناندر او اپولودوتس د مسکوکاتو له رویه تقلید او اخستل شوی دی چه نوموړی د باختر د مقمتدر پاچا دمتریوس له نامتو اميرانو څخه و او په شرقی پنجاب کښی ئی د یونان او باختری دولت له خوا ئی آمریت درلود فرانسوی واله دو پوسن دا نظریه لری چه د شرقی پنجاب د یونانی پادشاهانو یعنی د دی علاقی د یونان او باختری دوو دولتو د اميرانو د نفوذ لمن د موئس په لاس پای ته رسیدلې او د دوی د اقتدار کمبله ټوله شوی ده. 

پروفیسر ویلسن تر یوی مودی پوری فقط د موئس اوه ډوله مختلفی سکی پیژندلې وروسته بیا کپطان کننگهم دوه ډوله نوری سکی هم وښودلی، مورگان (د شرق د مسکوکاتو د رسالی) د دوهم جلد په ٣٧۴ مخ کښی اوه ډوله معروفی سکی سره له جزئیاتو او یونانی او خروشتی لیکنو بیانوی او تعریف ئې کوی او د دوو ډولو سکو تصویر ئی چه یو ئی مربع او بل ئی گرد شکل لری ښودلی دی د کمبریج هستری آف انډیا لومړی جلد په آخر کښی د (۹) شکل په شپږمه لوحه کی د مورگان د شرق د مسکوکاتو د رسالی کت مت هماغه مربعه سکه او په (۲) او (۱۲) شکل کښی د ده د دوو نورو گردو سکو تصویرونه څرگند کړی دی او (ویت هد) د لاهور د پنجاب د موزیم د مسکوکاتو په کتلاک کښى د ده د ٣۵ ډولو سکو شرحه ورکړې ده چه څو ډوله به ئی د نمونی په ډول بیان کړو. 

(۱) د سپینو زرو گرده سکه؛ په ښی مخ ئی زوس په کیڼ اړخ ولاړ دی او اوږده  لکړه ئی په کیڼ لاس کښی نیولې او ښی د رونه ئی د باندی راوتلی دی. په یونانی رسم الخط او ژبه د ده نوم او لقب د سکې په گرچا پیره غاړو باندی داسی لیکل شوی دی: «بازیلوس بازیلون ملااوس مایوس » یعنی لوی شهنشاه «موئس» یا «موآ» د سکې تر شا د فتحى رب النوع «نیکه Nike» ښی خوا ته ولاړه ده او پورتنی مضمون د پراکریت په لهجه «راجاتی راجا سا مها تا سا موآسا» او په خروشتی رسم الخط درېو خوا ؤ ته لیکل شوی دی. 

(۲) مسی گرده سکه: د سکی په یو مخ په گرچا پیره غاړو گرد او بیضوی شکلونه نقش شوی او په منځ کښی ئی د پیل سر په ښی نیم مخ داسی معلومیږی چه خلتم ئی هوا ته پورته کړی او نوشته نه لری د سکی تر شا (کدوسس Caudeeus) یعنی دوو مارانو یو د بله سره یوه کړی جوړه کړی او حلقه شوی دی او په عمومی صورت په يونانې ژبه او رسم الخط (بازیلوس مايوس) (یعنی «موئس» ليکل شوی دی. 

(۳) مسی گرده سکه: د سکی پر مخ ارتمیس Artemis په ښی نیم مخ داسی ولاړ دی چه د صورت شاو خوا ته ئی د رڼا شپول معلومیږی د یونانی نوشتی او لیک مضمون د لومری سکی په شان دی د سکی تر شا کوپان (کوهان) لرونکۍ غوئی مخ په کیڼی خوا ولاړ دی او خروشتی لیکل شوی مضمون د لومړی لمبر سکی په شان دی. 

(۴) څلور گونجه «مربعه» مسی سکه: د سکی پر مخ سپوږمۍ ربة النوع د هغو دوو ستورو د شکاو تر منځ مخامخ ولاړه ده چه د تزئيناتو او ښايست په ډول استعمال شوی دی او یونانی مضمون په دریو خواو یعنی د سکی په کیڼه او ښی خوا او په سکه باندی لیکل شوی دی چه عبارت ئی دادی: (بازيلوس بازيلون ملااوس مایوس) یعنی خورا لوی شهنشاه موئس.

د سکی ترشا د (نیکه) یعنی د فتح د رب النوع تصویر د خپلو د زرونو سره په کیڼ ارخ لیدل کیږی هغه خروشتی نوشته چه د سکی په دری واړو خواو کښی لیکل شوی ده داسی ده: (راجاتی راجا سا مها تا سا موآسا) یعنی لوی شهنشاه (موئس).

لکه چه د مسکوکاتو د کتنی له رویه څرگندیږی موئس او کورنۍ ئی چه وروسته به ئی وگورو یوازی د سپینو زرو او مسو سکه ضرب کړی ده او د سرو زرو مسکوکات او سکی نه لری. 

ازسAzes (د ۵۸ ق م کال په شاوخوا کښی): ازس د اسکائیانو دوهم مشهور پاچا ؤ چه د نامه له رویه د (ازیAsi  ) یا ازی یونی Asioni ) قبیلی ته ورته دی او دا د اسکائی قبیلو څخه يو قبیله ده چه د باختر نه د یونان او باختری پادشاهانو په ایستلو کښی د نورو سیتی قبیلو سره متحده او لاس ئی سره وو.

ازس د اسکائيانو د خورا لویو شهنشاهانو او پادشاهانو څخه دی چه د (کی پن) څخه تر شرقی پنجاب او گندهارا پوری ئی حکومت کړی دی. په عمومی ډول د مدققينو دا نظریه ده چه د اسکائی سلطنت ساحه او قلمرو د موئس د عصر په نسبت د ازس د زمامدارۍ په عصر کښی خورا پراخ شوی و. 

ده په خپلو مسکوکاتو کښي د موئس او د یونانان او باختری امیرانو لکه مناندر او (اپولودوتس) د باخترد پاچا د دمتریوس د اولادی څخه چه په شرقی پنجاب کښی ئی سلطنت کاوه پیروی او تقلید کړی دی په تیره بیا د (اتنه پروهاکوس) هیکل ئی چه د دی کورنۍ حامی او ساتونکى رب النوع وه. پخپلو مسکوکاتو باندی ضرب کړی دی، نو په دی کښی هيڅ شک نشته چه د خپل د مخئی او پخوانی پاچا موئس نامی په شان په شان ده هم په شرقی پنجاب نفوذ او حاکمیت درلود.

د ازس د مسکوکاتو شمیر او انواع دومره زیات دی چه مدققین ئی په راز راز تبصرو مجبور کړی دی، ځینی وائی چه دوه (ازس) یعنی لومری او دوهم  ازس ؤ او ځینی نور وائی چه دوه ازس نومی تقریباً سره معاصر وو چه یو د ارغنداب او اراکوزی په حوزه کښی د پهلوا د کونۍ (اسپالریزس) د نائب السطنه په حيث او بل (ازس) چه ترموئس وروسته پاچا شوی او د سلطنت حوزه ئی زیاتره شرقی پنجاب او گندهارا ؤ، سربیره په دی یو بل شی چه د دوو ازس نومو په وجود باندی دلالت کوی د (ازس) او (ازیلزس) د نومو اشتراک او گډون دی چه په يو شمير مسکوکاتو کښی په لاندی ډول ليدل شوى دى:

لومړی یو ډول مسکوکات دی چه د (ازس) نوم په یونانی لیکنه او د ازیلیزس نوم په خروشتی لیکنه د سکی پر چپه او کیڼی خوا باندی ضرب شوی دی دوهم يو بل ډول سکه شته چه په هغی کښی د نومو ترتيب معکوس دی یعنی د (ازیلزوس) نوم په یونانی لیکنه کښی د سکی پر مخ او د (آیا سا) یعنی ازس په خروشتی رسم الخط کښی د سکی یرشایاداو ضرب شوی دی، مستر (ونسنت سمیت) د دغو مسکوکاتو د کتنی له رویه وائی چه ازیلزس په مخه تر دی چه په مستقل ډول پر شاهی تخت باندی کښینی د ازس نامی مطیع نائب السلطنه ؤ او ازس نامی هم د (ازیلیزس) مطیع نايب السلطنه و چه په دی ډول دا دوه ازس یو سړی نه و او هرو مرو دغه دوه تنه ازس نومی پاچاهۍ ته رسیدلی دی، مستر ونسنت سمیت دا هم وائی هغه مسکوکات چه یوازی د ازس په نامه ضرب شوې دی او شمیر ئی خورا ډیر دی په دوو تولگیو مشتمل دی، یوه هغه ډله ده چه د هغو په ضرب کښی کوښښ شوی دی او د یونانی رسم الخط مضمون ئی ښه دی، او بله هغه ډله ده چه یونانى ليک ئی ښه نه دی او بلکه په مضمون کښی ئی ځینی تغیرات پیښ شوی دی نو دوهم ازس  چه د مخه مو د ده وجود ته اشاره وکړه، د لومړی ازس نمسی او د ازیلیزس زوی ؤ چه تر لومړی ازس وروسته پاچا شوی دی او وروسته په ورځئی بحث او څیړنه وکړو، دا هم باید وویل شی چه ځینی د دوو ازس نومو پر ځای دوه لومړی او دوهم ازیلزس منی، مگر د دی نظریی طرفداران لږ دی، د ازس د مسکوکاتو انواع خورا زیات دی او (وایت هد) د لا هور د پنجاب د موزیم. د مسکوکاتو په کتاب کښی د ۲۷ ډلو مسکوکاتو شرح او بيان کړی دی، نوموړی د موئس په شان طلائی (د سرو زرو) سکه نه لری او څه چه دی هغه ټولی د سپینو زرو او مسو څخه دی، د ده مسکوکات په یونانی پراکریتی دوو ژبو او په یونانی او خروشتی دوو رسم الخطو ليک او نوشته لرى او ليک ئی عموماً په ښه شان سره لوستل کیږی ازس تقریباً په ټولو مسکوکاتو کښی یو ډول عنوان ځان ته غوره کړی دی چه د (بازیلوس بازيلون ملااوس ا زوس) څخه عبارت دی ا و معنی ئی (ازس لوی شهنشاه) دی د دی عنوان مرادف او د ده د سکو تر شا مضمون په پراکریت او خروشتی رسم الخط داسی لیکل شوی دی (بهاراجا ساراجا راجاسا مها تاسا ایاسا) چه معنى ئې په پورتنۍ شرحی سره ده، د مخه مووویل چه د ازس نوم په مسکوکات کښې يو د پهلوا د کورنۍ د (اسپاليريزس) سره ضرب شوی دی او بل د (ازیلیزس) سره چه ښائی د ده زوی او جانشین او یا څه نا څه یواځی جانشین ئی وی، دا مسئله بیله دې چه دومره وویل شی تر اوسه لا ثابته شوی نه ده چه دوه ازس یو د ارغنداب په حوزه کښی د اسپاليريزس نائب السلطنه ؤ او بل په غربی پنجاب او گندهارا کښی د موئس جانئشن ؤ. هغه شی چه دلته ئی د نتیجی په ډول راایستلای شو دادی چه (ازس) همدغه اسکائی ازس د موئس جانشین یا د ازیليزس جانشین ؤ چه وروسته بیا پاچا شو د مملکت په چارو کښې شريک ؤ او دا موضوع د ځينو هغو مسکوکاتو له رویه څرگندیږی چه د دوی دواړو له خوا په گډه ضرب شوی دی او دواړو په هغو کښی د لوی شهنشاه عنوان غوره کړی دی مگر سره له دې په خپل شاهانه شريک باندی د ازس د مقام لوړوالی او اهمیت معلومیږی ځکه چه د سکی په مخ باندی ئی خپل يونانى ليک نوشته کړی دی او د سکی پر شا مخ باندی د ازیلیزس نوم په پراکریت او خروشتی رسم الخط ضرب شوی دی طبیعی ده چه دا نتیجه لومړی ازس ته راجع ده ځکه چه د دوهم ازس په باب کښی مسئله معکو سه ده یعنی د سکی مخ او یونانی رسم الخط «ازیلیزس» نیولی دی او د ازس نوم چه ‏«دوهم ازس» بلل کیږی د سکی تر شا لیکل شوی دی، د ازس د مسکوکاتو د ځينو نمونو شرحه داده:

(۱) سپینو زرو گرده سکه: د سکی پر مخ پاچا په داسی حالت معلمومیږی چه تاج ئی په سر او په آس باندی سپور دی او ښی نیم مخ ئی ښکاره کیږی. چه یوه نیزه هم په لاس کښی لری یونانی مضمون ئی دادی «بازیلوس بازیلون ملااوس ازوس» (ازس لوی شهنشاه) د سکی تر شا زوس مخ پر کیڼی خوا ولاړ دی او اوږده امسائی په لاس کښی نیولی او ښی مټ ئی د باندی راوتلی دی پراکریتی مضمون ئی په خروشتی رسم الخط سره دادی:

(مهاراجا سا، راجا، راجاسا، مهاتاسا؛ اياسا) یعنی (ازس لوی شهنشاه). 

(۲) مسی گرده سکه: د سکی پر مخ پاچا پر توشک یا تالینچې باندی چارزانو ناست دی ا و مخ ئی کیڼی خواته گرزولی دی او توره یا گرزئی پر زنگنو باندی ایښی ده، ښی مټ ئی دباندی راوتلی دی د یونانی لیک مضمون ئی د لومړۍ سکی په شان دی. د سکی تر شا هرمس Hermes.کیڼی خوا ته د تگ په حال کښی دی او هغه لکړه چه د دوو مارانو د تاوراتاو کیدو څخه جوړه شوی ده په لاس کښی لری د پراکریت د ليک مضمون په خروشتی رسم الخط د لومړۍ نمری په شان دی. 

ازیلیزس (د ق م د ۴٠ - څخه تر ۴۵ کلونو په شاوخوا کښی:

ازیلیزس لکه چه په پورتنیو کرښو او څیړنو کښی وویل شو د مخه تر دی چه د سلطنت په تخت کښینی د ازس سره په مملکتی چارو کښى شريک ؤ، مورگان دی د سوالیی په علامه د لومړی ازس زوی بللی دی او د لومړی ازس په ځای د د هغه جلوس کښی کوم تردید نه لری او د ده د سلطنت عصر د ق م د ۴٠ څخه تر ۴۵ کلو په شاوخوا کښی گڼی. 

رپسن لیکی (۲): د مسکوکاتو د شهادت له رویه معلومیږی چه (ازیلیزس) پس له دی چه:د خپلواک شهنشاه په ډول هم وپیژندل شو، یو ازس نامی سړی سره د مملکت د چارو په اداره کښی شريک ؤ په دی ډول د سلطنت تر اعلان د مخه او وروسته د ازس نامو سره د مماکت په چارو کښی شريک ؤ يوازی دومره توپیر لری چه د شهنشاهی تر اعلان دم خه د مسکوکاتو ترشا او د شهنشاهۍ د اعلان تر تاریخ نه وروسته د مسکوکاتو پر مخ ئی نوم ليکل شوی دی او ښایی چه لومړی ازس پلار او دوهم ازس ئی زوی وی او هرکله چه د ازس په نامه مسکوکات د شمیر او اقسامو په لحاظ ډېر زیات دی نو هرومرو هغه بل ازس چه دوهم ازس ئی باید وبولو هم د دې کورنۍ څخه پیدا شوی دی لکه چه دغه مطالب د ازس تر عنوان لاندې هم وويل شول نو څرنگه چه مسکوکات شاهدی وائی د ازیليزس عصر د هغو دوو پاچاهانو د زمامدارۍ د دوری تر منځ پیښ شوی دی چه دواړه (ازس) نومېدل او ښائی چه یو ئی پلار او بل ئی زوی وی د یو ازس سره پخپله د سکی تر شا یاد شوی او د بل ازس سره د ازس نوم د سکی تر شا راغلی وی، د ده مسکوکات د دې کورنۍ د پخوانیو پادشاهانو په شان ټول مسی او د سپینو زرو دی او د سرو زرو مسکوکات نه لری د ده د مسکوکاتو انواع ډېر زیات او تر څلوېښتو ډولو پوری د لاهور د پنجاب د موزیم په کتلاک کښی شرح او بیان شوی دی. 

او هر کله چه لومړی د ازس سره مشترک او وروسته یی بیا یوازی سکه وهلی وه نو څو مختلفی نمونی به ئی و څیړو. 

(۱) د ازس او ازیلیزس مشترکه سکه د سپینو زرو گرده سکه: د سکی پر مخ پادشاه په ښی نیم مخ باندی پر آس سپور او نیزه ئی په لاس کښی نیولی ده د يونانى ليک مضمون ئی دادی:

(بازیلوس بازیلون ملااوس ازوس) یعنی (ازس لوی شهنشاه) د سکی پرشا یوه رب النوع مخ پر کیڼی خوا ولاړه ده او په ښی لاس کښی ئی شعله او په کیڼ لاس کښی ئی د خرما د پاڼی یو ښاخ نیولی دی چه په نوار سره تړل شوی دی د خروشتی ليک مضمون دادی:

(مها راجا ساراجا، راجاسا، هاتاسا ائی لی زاسا) یعنی (ازیلیزس لوی شهنشاه) لکه چه لیدل کیږی د دی سکی تر شا په خروشتی رسم الخط د (ازیلیزس) نوم لیکل شوی دی مگر عنوان ئی د ازس پاچا په شان (لوی شهنشاه) دی چه د سکی پر مخ لیدل کیږی.

داسی سکی هم لیدلی شوی دی چه د هغو په مخ باندی په يونانى ليک کښی د (ازوس) یعنی د ازس په ځای (ازیلیزوس) یعنی ازیلزس لیکل شوی دی او د سکی تر شا په خروشتی رسم الخط (ایاسا) یعنی د ازس په عوض (ائی لی زاسا) یعنی ازیلیزس یاد شوی دی او د نومونو د محل د ترتیب له رویه د پورتنۍ یادی شوی سکی برعکس ده.

(۲): ازیلیزس سکه چه یوازی د سپینو زرو گرده ده: 

د سکی پر مخ پاچا پر آس سپور او مخ ئی پر ښی خوا معلومیږی، په ښی لاس کښی ئی نیزه او ترشا ئی یوه لینده ښکاريږى، د يونانی ليک مضمون دادی (بازیلوس بازیلون ملااوس ازیلیزوس) یعنی (ازیلیزس لوی شهنشاه) د سکی ترشا زوس په ښی نیم مخ ولاړ دی او په کیڼ لاس کښی ئی جگه امسا نیولی او ښی لاس ئی د باندی راوتلی دی، د خروشتى ليک مضمون ئی دادی (مهارا جا سارا جاتی را جاسا مها تا سا ائی لی زا سا) یعنی (ازیلزس لوی شهنشاه).

(۳)- مسی مربعه سکه: د سکی پرمخ پاچا پر آس سپور او په ښی لاس کښی ئی نیزه نيولی ده، يونانی ليک ئی د (۲) نمبر سکی په شان دی د سکی ترشا یوغویی په کیڼ نیم مخ لیدل کیږی د سکی په څلورو واړو غاړو کښی د پراکریت مضمون د (۲) نمری د شرحی سره سم ضرب شوی دی.