ژبه
ژبه د هر ملت پر عقلیت له دې پلوه دلالت کوي، چي په هر عصر کي د عقلي مظاهرو يو مهم مظهر ژبه ده، ولي چي ژبه په يوه پلا نه ده پيدا سوې او نه دغسي بشپړه اخلافو ته له اسلافو څخه راغلي ده، لومړی پلا خلقو پر خپلو اړتياوو سم ځيني الفاظ جوړ کړه، چي نوي شیان میندل کېدل، نوي کلمات هم ورته جوړېده، چي شيان ورکېده، نونومونه يې هم له منځه تله، نو په دې راز هره ژبه د یوه مستمر مرگ او ژوندون په مرحلو کي ځي، دغسي هم د ژمي اشتقاقات او تعبیرونه د هغه ملت د لوړتيا سره سم وده کوي، مثلاً که د فرانسوي ژبي يو د سلو کالو د مخه د لغتو كتاب وكتل سي، نو به د راډيو او تلوېزيون نومونه نسي پکي پيدا، دا خبره نو پر دې دلالت کوي، چي فرانسويانو هغه وخت دا شیان نه پېژانده.
په دې ډول هره ژبه د هغه ملت پر عقلیت ښه رڼا اچوي او د هر مملکت د طبیعت او محيط اثر پکي کيږي، پښتو ژبه هم د دغو ټولو عواملو تر اغېزې لاندي ده، پښتانه خو د غرو او دښتو خلق وه، دوی له بحره لېري پاته وه، ځکه نو بحري حيواناتو دپاره نومونه نه لري، بالعکس د دوی په ژوندون کي مالداري او پوندگي ډېره وه، حياتيې په غيلو او د پسو په محصولاتو کاوه، نو د پسونو دپاره ډېر نومونه لري، هر راز پسه په اختلاف د نوع او عمر نوم پکي لري.
اوښ د دوی د حمل او نقل عمومي ذريعه وه، نو د دې حیوان دپاره هم په اختلاف د عمر متختلف نومونه سته، دا خو يې د اجتماعي محيط اثرونه وه، د طبيعي محيط اثر هم پر ژبه خورا ډېر دی، مثلاً پښتانه ډېر ځله په غرو کي مېشت وه، نو د ډېرو نومونه د اقسامو او اوزانو په اختلاف خورا په پښتنو کي ډېر دي: د طبيعي او مادي شيانو دپاره ډېر مترادف نومونه لري، مگر د معنویاتو او عواطفو او احساساتو دپاره ډېر کلمات نسته، ځکه په دوی کي پټه خوا سپکه او یو طبیعي او سپېڅلی ژوندون يې درلود، د سرور او لهو لعب او رفاه او نعمتونو نومونه لږ دي، ځکه چی دا شيان په پښتنو کي نه دي جوړ شوي، مگر د ویر او ناورین نومونه لري، د هجومي اقداماتو لپاره هم متعدد نومونه لري، ځکه چي پر دې ځمکو ډېرومتهاجمينو تعرضونه او تالاوي کړي دي.
له اخلاقي پلوه هم ډېر بد اخلاق په پښتنو کي نه وه، نو ځکه د هغو نومونه، هم نسته.
مثلاً: دله او ديوث په پښتنو کي نوم نه لري چي دا فعلونه نه وو، نو يې نومونه هم نسته د غرو د اقسامو بېل_بېل نومونه سته ولي چي د پښتنو ژوندون د غرو سره و.
د کږدۍ هر ديرك بېل بیل نوم لري، ځکه چي په دې د پښتنو روزمره ژوندون و.
هغه کلمات چي قوت او قدرت پکي پروت دی،سته، لکه غښتلی، پیاوړی،گړندی،زغرده، اما د ضعیف دپاره موضوع كلمات لږ دي يا نسته ! ولي چي پښتنو ضعيف لږ ليدلي وو، ټوله غښتلي او توريالي وه. د طبيعي مناظرو او موجوداتو دپاره ښه ښه نومونه لري، ځکه چي د قدرت د لاس ښکلي شیان د دوی تر سترگو لاندي وه،رڼا، وړانگه، پلوشه، رینه(ضيا) مختلف ډولونه دي، د بارانو دپاره څو نومونه سته، ولي چي د دوی مځکي باراني وې، پسته،ووز، هېښمه، وسه او نور اقسام لري. په مملکت کي لوړي ژوري ډېري وي، نو دې دوو حالاتو ته ډېر الفاظ سته، لوړ، بر، پورته، هسک،پاس، اوچت، جگ(بلند)،کښته،کوز شېوه،ځوړ، څوړ، لاندي(پائين).
پښتنو پخپل اجتماعي محيط کي ځانته د ژوندون ځيني اصول درلوده، دا اصول (د پښتنو ليار) بولي او د پښتنو په ليار کي، جرگه، ننواته،بسپن او نور دودونه داسي ټينگ دي، چي ټوله يې مني.
دا خو د پښتنو قانوني اجتماعي نظام دی، چي د دوی پر اصولي عقلیت دلالت کوي او اقتصادي نظام يې بسپن تر قانوني کنترول لاندي راولي.
د پښتو د لغاتو او کلماتو مطالعه دا ښکاره کوي، چي پښتانه عقلاً او فكراً حقيقيون Realists يعني د خیالي او وهمي شیانو خوا ته یې لږ ميل و، د دوی ادبیات هم ساده او سپېگڅلي او طبيعي دي، خياليت Idealism لږ پکښي ځليږي، له ژبي څخه د پښتنو اخلاقي افکار هم څرگندیږي، مثلاً زهره هغه ستوری چي ماښام راخیږي، ځيني پښتانه (مېلمه سترگه) بولي، ځکه چي دوی به ماښام ضرور مېلمه ته منتظر وه او یوازي یې ډوډۍ نه خوړه، نو دا د ماښام سترگه دوی "مېلمه سترگه" وباله، يعني هغه سترگه چي دا راوخته، نو مېلمه هم راځي.
په دې ډول که د پښتو لغتونه او کلمات له روحي پلوه تحليل سي، نو د پښتنو پسیکولوژي ښه ځني څرگندیږي، پخوانو پښتنو خو د حقیقت Realism خوا درلوده، خيالي نمونه یې نه وه ايښي، يعني هغه شيان چي د دوی د عقلیت دایره هم تنگه نه وه، ځکه چي سرفي مشتقات دومره ډېر دي، چي پر اکثرو انساني حالاتو باندي ښه دلالت کوي، او د دوى عقلي ارتوالی ښه څرگندیږي.
د پښتو ژبي تذكير او تانیث چي پر افعالو او ضمایرو او کلماتو باندي جاري دی، دا راښيي، چي د پښتنو عقليت هر شي ته په داسي سترگه گوري چي هغه فطرتاً ورسره ښايي، د رجولیت احساسات په دوی کي قوي وي، ځکه نو مذکر له مونثه سره نه گډوي نر ته بېل نظر لري، ښځي ته بېل. دقت او ښه پرتله کول او د هر شي تقدير پر خپله اندازه استعمال يې پر خپله موقع د ژبي له دې خاصيته ښه څرگندیږي او دا شیان،خو د عقلیت په تکامل کي هم لو برخه لري. الفرد فوييه(۱۸۳۸_۱۹۱۲ع) فرانسوی د روحياتو محقق ليکي،چي جرمنيان د احتياج پر وخت ضروري جوړوي، كانټ او هیگل ځانته د ضرورت له پلوه ژبه جوړه کړېده عربي ژبه هم له دې خوا ارته سوې ده، نولډ که Noldke الماني مستشرق وايي چي د عربو شعراوو ډېر لغات په خپلو اشعارو کي په کوم تقريب په ځيني معناوو راوړې وه، وروسته لغت ټولوونکو خلقو پر دغو کلماتو د موضوعو الفاظو گمان وکی او پخپلو کتابو کي يې درج کړه، مثلاً هيضم او هراس، چي د زمري په معنا يې راوړي دي، حال دا چي دا کلمې بېلي معناوي لري دا خاصیت تر یو اندازې په پښتو کي موږ وينو، د پښتنو اجتماعي او جغرافي محيط ډېري داسي کلمې ميندلي دي، چي اوس موږ د پښتنو د روحياتو په پلټنه کي ښه کار ځني اخلو، د مثال په ډول لاندي تشريح وگورئ:
پسله ۶۱۶ه کال پرآسيا د پرديو تاړاکونه او یرغلونه پیل سوه، چنگېز او زامنو يې لومړی پلا پښتونخوا او د دې ځای ودان ښارونه تالا کړه، وروسته گوډ تیمور، د خپلو پلرو یاد تازه کی، وروسته بابر هم د پرديو ناورینونه نوي کړه، تر بابر وروسته د ډهلي د پرديو پاچهي د پښتنو سره سخت جنگونه وکړه، په وارو وارو د ډهلي د شاهنشاهۍ عسکر راغله او غوښته یې چي د پښتنو آزادي سلب کي،او دوی مریان کي، دا تاړاکونه پنځه سوه کلونه مسلسلاً پرپښتنو جاري وو، پښتنو پردي پاچهان خپل دښمنان گڼل، ځکه چي پر دوی يې زيل_زيل ظلمونه کړي وه، نو وروسته د پردي کلمه داسي سوه،چي د ظالم سره مرادفه یادیده دا کلمه هر ځای د غم او ناورین او ورانۍ او ظلم سره یو ځای سوه.
بالعکس، چي د پنځو سوو کلو دمخني پښتون ته پردي يا پرديواله کلمې ویلې وای،نو به ده د يوه ظالم،وحشي او ټولو انساني ښو صفاتو څخه عاري، يو سړی گاڼه.
له دې څخه موږ ته څرگنديږي چي پښتانه پخپل خصوصي او ملي عقليت او اخلاقو کي په کومه درجه ټينگ او كلك وه او خپل مبادي او عقلي ساختمان يې خوښ او پر گران و، نو دوی پوره اوگوئیست Egoists يعني پر خپلو ښيگرو مين دي.
سید جمال الدین افغان وايي چي د پښتنو صوري هيکل او د تندیو کوتونه د دوی جسماني قوا او حماسي شوكت ښکاره کوي، دغسي هم د پښتو آهنگ او لهجه او د دوی ږغونه او د ژبي دروندوالی او صلابت يې دا راښيي، چي د دې ملت مزاج خورا كلك او دروند او غښتلى دى.
نو د پښتو ژبي آهنگ او فقه الصوف او ادبي ساختمان او وينايي جوړښت او د پښتو ويونکو خلکو لوړ روح او متين اخلاق راښيي او دا چي پښتو تر ظاهري ښکلو يا سره سمو کړو او پېيلو الفاظو ډېره معنا ته گوري او د خبرو حقايق تر ظاهرو کلماتو دوی ته درانه او اهمیت لرونکي دي، نو موږ د دوی ژور عقلیت او حقیقت روزونکی فکر ځني معلومولای سو له دې جهته هم پښتنو په خپلو ملي اشعارو کي د پردو ملتو مصنوعي وزن او تول نه دی ننه ایستلی.