قره كمر
په جګو سیمو کې دسمڅمېشتو د ژوندانه بهير دلرغونیو ډبرينو پیرونو دژوندانه لومړني منځي هغه پړاو راښيي چې پوهان یې په جګو سمڅو کې دبشري ژوندانه پېر بولي په جګو سمڅو کې د ژوند کولو له پاره دلوړو غرونو لمنو ته اړتيا ده. زموږ دهېواد جغرافيايي چاپېریال راښيي چې هاغه مهال انسان د غرونو په لمنو او کمرو کې ښه استوګنځي لرل. په تیره بیا دهندوکش شمالي لمنې چې له ارتو درو او ناوو سره نښتې وي، ددا راز ژوند له پاره خورا وړ ښکارېدې . په افغانستان کې قره کمر په لوړو ځايونو کې د غار اوسېدونکيو د ژوند څرګندويي کوي او هغه چا چې پر دغه غار دڅېړنې زيار ګاللی امريکايي داکتر "کارلتن "کون دی چې له تاریخ نه په وړاندې دوره کې تخصص لري. قره كمر د ايبك سمنگان) په (۸) کیلومترۍ کې د پلخمري او تاشقرغان ترمنځ د هغه کلي ترڅنگ پروت دی، چې د سرکار) په نامه يادېږي او د هغه غره د لمنې په جنوب ختيزه برخه کې واقع دی، چې پر نوموړي کلي شمالي خندي (ايبك) حاكم دى. د دغه غار لوړوالی د سيند له سطحې څخه (۲۳۰۰) فته او له ښېرازې سيمې څخه (۴۵۰) فته دی، چې لږ ترلږ ۱۲۵ متره کيږي.
په دې ترتيب د غار د لوړوالي او د ښېرازې سيمې له مخې په اسانۍ سیره کولای شو چې د هغې د اشغال تاریخ په لوړو غارونو ژوند کولو، په هغه رديف كي ولولو. د غرونو په لوړو او اوچتو برخو کې د هغوی د اوسيدلو علت له دارونکیو حیواناتو څخه ویره هواره سیمه تر نظر لاندې نيول و دښکار شارل و تعقیبول وو. داکتر کون د قره کمر د غار په پراخه پیمانه تر نظر لاندې نيولو په اړه وايي له هغه ځايه يې ترڅو میلو پورې پلنه دره لیده او د ښکاریانو لپاره ډېر مساعد ځای ځکه و، چې خپل ښکار به يې ترلرې پورې ښه ليدلای او څارلای شو. د غار مخه د جنوب په لور ده او ټوله ورځ د لمر په وړانګو روښانه او تودېږي. همدارنګه او به يې هم نژدې دي او حيوانات يې ډېر لږ شاوخوا کې تګ راتګ کوي، پرته له دې ګټو او ښېګڼو په پخوانۍ زمانه کې، چې دا غار د ژوند ځای و د سون مواد یې هم په شاوخوا کې ډېر پېدا کېدل. د غره د ډبرو جوړښت له نرمو كانو شوي او د ځمکني پوړیز جوړښت په ژورسيك طبقې پورې اړه لري. د امريکايي پوه له څېړنو څخه داسې څرګندېږي، چې د قره کمر غار د نيمي كاسي بڼه لري. د غار ځمکه په بېلا بېلو پوښونو پوښل شوی و، چې ډېر ژور يې نسواري رنگ درلود او په مخ باندې يې تقريباً درې د رسوبي پوړونه لیدل کېدل او اوس د دې طبقو مخ خر رنگه ختو نیولی دی، همدارنګه په نوموړي غار کې د اوسپنې په دوره کې هم استوګنه شوې او د قره کمر اوسېدونکيو په دې دورو کې د اوزو رمې درلودې او د رمو په ساتنه او شپونتوب بوخت وو او د دیوالو هغه برخې، چې تراشل شوي او ځينې پرچې ترېنه پرېوتي پورته خبره تائيد وي. د قره کمر دغار د خاورې په ټولو طبقو کې د ژوند او ژواك نښې نښانې ښکاري د حېواناتو هډوکي او له تېرو نه د کار جوړې شوې وسيلې يې هم څرګندې وې، نو کولای شو دا ادعا وکړو، چې نوموړی غار په لرغوني زمانه یا د تيږو د دورې په اوږدو کې د اوسېدلو يو مصئون او خوندي ځای و، مګر د تېږې د نوې دورې څه نښې نښانې پکې نه شته.
د قره کمر په غار کې د ژوند د دغو دورو تشخيص ډېر ارزښت لري، ځکه چې په ځانګړې توګه د تيږو لرغونې دورې پورې اړه لري او اوس په افغانستان کې دغه یواځینی ځای دی چې د غرو په لوړو غارونو کې د تيږې د پخوانۍ دورې د ژوند پړاوونــه مــوږ ته راپېژني. د ډاکتر کارلین کون د څېړنو له مخې موندل شوي اثار دکـار لــه وسيلي، اور لګونکې ډبرې، د حېواناتو هډوکي، ايــره او سكرو څخـــه عبارت دي، د دغوله مخې کولای شو په نوموړي غار کې د ژوند څلور دورې وټاکو. دا ښکاره ده چې پناه وړونکي او د غـــــار د څلورو دورو اوسېدونکي ښكاريان وو. د قره کمر د لومړۍ دورې اوسېدونکيو، چې د ژوند اثار او نښې يې د ځمکې په نسواري رنګه پوړ کې پېدا شوي د تيږو ډېر ابتدايـــي لــوښـي درلودل چې طبيعي بنې ته يې لاس نه دی وروړل شوی او دې ډول بېلګو ته په اروپا، آمریکا او اسیا کې په معموله علمي اصطلاح موسترين)) د دورې د کار وسیلې وايي او د نه اندرتال تیپ دانسانانو له وسایلو ســـره اړه پېدا کوي دغه وسيلې د قره کمر په شاوخوا د غره په لمنو کې هم ليدل شوي دي او له امکانه لري نه ده، چې یا د قره کمر اوسېدونکيو هلته اچولي وي او يا د غار تر اوسېدلو د وړاندې دورو یادګار وي. د قره کمر د غار اوسېدونکیود خپل ژوند په دویم پړاو کې، چې د دوی د ژوند دریمه برخه څرګندوي ډبرين چاقوګان ډېر زيات درلودل، چې د غار لومړۍ طبقې د رسوباتو په نیم متر ژورتیا کې يـې څو زر. دانــي لـيــدل شوي دي، په دې مرحله کې په ښکار کې ډېر ماهر شوي او د باکر په ډبــره يې د اور بلول زده کړي وو او خپل غار يې په اور تودولو. د هغوی لوښو لا تر دا وخته طبيعي بنه درلوده او له درنو اور بلوونکيو ډبرو پند وباکر) او تېرو ډبرو څخه يې کار اخيسته. د قره کمر د غار د دریمې دوري داوسېدونکيود ژونــد ســـويې له دويمې دورې سره زيات توپیر نه درلود. دتیرود و سیلو په وروستنۍ دوره کې د تيږو د منځنۍ دورې (مزدلي تيك) د وسيلو سره ورتـــه والــي لـيـدلــي شـــوى دی، سره له دې چې د غار د رسوباتو ښکتني پوښ کې د خاورينو كلالي لوښو ټوټې او کودړي ليدل شوي، خو آرتي لامل يې دادی، چې د قره کمر په غار کې د ژوند ابتدايي دورې له باكري تيږو څخه د کـــار وسيلې جوړول د حساب له مخې د لرغوني زمانې له لوړ پړاو سره سمون خوري او د اوسني وخت د تجزيې د سنجش له مخې، چې د (۱۴ نمبر کاربن دغار د سکرو پرچې چې په فیلاد لفيا او شیکاګو کې پېدا شوي. د غار ډېره پخوانی هستوګنه له نن څخه دمخه ۵۰ او ۳۰ زره کاله وړاندې زمانه څرګندوي او څرنګه، چې د غار د ښکتنۍ برخې د ځينو پخوانیو سکرو د ټوټې د کيمياوي تجزيې له مخني ( ۱۰۵۸۰) وړاندې زمانې سره پر پرتله کيږي، کولی شو ووايو، چې له نن څخه (۱۰۰۰۰) کاله وړاندې ښکاريانو په قره کمر کې ژوند ژواک درلود په افغانستان کې د ۱۴ نمبر کاربن تجزیه د تيږو پخوانیو منځنيو او نويو دورو سره ښه موافقت څرګندوي ځکه چې د لس زره کالو په شاوخوا کې د لويديزې اسـيـا پــه زياترو برخو کې په غارونو کې د ژوند دوره پای ته رسېدلې او د تيږو نوې دوره پيل شوې ده نو دې پایلې ته رسیږو، چې لس زره کاله وړاندې د هندوکش ښکاريان د غرونو له ډېرو لوړو پناه ځايونو څخه راوتلي او د هوارو سيمو او سترو سمسورو درو په لور یې یون کړی دی.