32

پته خزانه

پښتو مقالات

د پښتو د ادب خورا قيمتي خزانه، چي د ادب تاريخ ئې (۱۲۰۰) کاله پخوا راښئي لومړی کتاب چی د پښتو ادب خورا قیمتی او زاړه ذخایر ئې په لاس راکړل دهغه کتاب څو پاڼی وې چی د سلیمان ماکو تر (۶۱۲ هـ) وروسته کښلی، او ددغه کتاب نوم  پښتوتذکرة اولیاءؤ چي د کندهار په ارغستان یعني تاریخ اراکوزی . کښي ليکل سوي وو. لکه د پښتو د ادب شوقمنانو چی لوستی دی د هغه کتاب څو پاڼو د پښتو ادب په تاريخ کښي ډیر کومک راسره وکړ، چی شرح ئې د کابل د مجلې او کالنو او پښتانه شعراء لومړي ټوک په ډول نشر کړه . هغه کتاب چی کشف او څو پاڼی ئې نشر سول، د پښتو ادب ئې د تاريخ له پلوه ډېر دمخه ثابت کړ وروسته ما وغوښتل  چي دپ لټني او گروېږني دغه لاړ ونه شلېږي او تل په دې وم چي ګوندي ترهغه لا بلی ښه ذخیره شده او ټینگه وثیقه، اومومم چی زموږ د ژبی اصالت او قدامت او ادبی لوړتیا ښه زباد کړی او د ژبی د تاریخ له روښانه مخه څخه د ستر او خفا پلو هی پورته کړی هغه. داسي قلمي كتاب لاس ته راغي چي د پښتنو د ملي ادب دپاره د اروا په څېر گڼل كيږي او دپښتو د ادب تاريخ د هجري كلونو دوهم قرن ته رسوي، ځكه چي دې كتاب د پښتو شعر تر (۱۰۰ هجري شمسي) وروسته ضبط كړي دي.نو دا په  ټينگه ادعاي کولاي سو چي د ژبي ادب و شعر تر اسلام دمخه هم موجود ؤ په دې دليل : دغه شعر چي گورو دا راته څرگنديږي چي اوم او نوزاد او هلک شعر نه دي بلکي پوخ دي کلک دی کروړدی، معمر دي او بايد چي ژبي . ترديد دمخه ډير ادبي مراحل پي كړي وي چي دغي درجې ته ئې ترقی  كړې وي، چي هسي پوخ او متين شعر دي پكښي وويلي سي، نو زباده سوه، چي تر اسلام دمخه بايد دې1 ژبي دغهتر (۱۰۰) وروسته د ژبی نضج او پوخوالی او ادبی صلابت ای طبيعي ده.

. ښه ! دا یو علمی خبره ده او بېل تحقیق او پلټنه غواړی زیاتی نه پکښی ږغېږم او اصل کتاب ښاغلو ویونکو ته ور ښیم : 

داکتاب پټه خزانه نومیږی چی مرحوم محمد بن داود خان بن قادر خان هوتک په ۱۱۴۱ - ۱۱۴۲ ه په کندهار کښی وکېښ، محمد د علیحضرت شاه حسین هوتک د دربار ادبی لیکوال او د هغه عصر پښوتو شاعر او ادیب ؤ چي دغه کتاب ئې . د خپل پښتون او پښتو غوښتونکی او ادیب پاچا په امر ولیکی او د پښتو ژبی د ډیرو شاعرانو حال او اشعار ئې پکښی راغونډ کړل، د کتاب په مقدمه کښی د وینا او شعر صفت کوي بیا نووایي چي ما دا ډیرش کاله د پښتنو شاعرانواحوال لټاوه خو ما له فرصت او فراغ نه ؤ بيا چي ملي قايد او پښتني مشر حاجي ميرويس خان وطن آزاد كړ، نو فارغ سوم، او ددې كتاب په ليكلو مي د خپل پاچا په امر او غوښتنه پيل وكړ مؤلف دا كتاب پر درو خزانو ويشلي دي :


 لومړۍ خزانه : 

قدماء اوهغه شعراء چی له ۱۰۰ ه تر ۱۰۰۰ ه تېر سویدي. 

دوهمه خزانه :

د مؤلف معاصرین 

دریمه خزانه : 

دپښتو ښځي شاعري.

 دا کتاب ټوله ۱۱۲ مخه دی دغه نسخه په ۱۳۰۳ هـ د محمد عباس کاسي په خط په کوټه کښي لیکله سوېده او مالک ئې مرحوم حاجي محمد اکبر هوتک ؤ چي ويښ او عالم او د پښتو د ادب شوقمن سوداگر ؤ. : 

لومری خزانه : 

په لومړۍ خزانه کښی مولف ددغو شاعرانو حال او اشعار د زړو کتابو په استناد راوړی دی :

 ۱ بابا هوتک دبارو زوی چی په ۶۶۱ ه زېږېدلی او په ۷۴۰ هـ د عمر پرنه اوییم کال وفات سویدی دره یوه حماسي او جنگي ترانه ضبط ده چی دمغولو په جگروئې دځلمو په تشویق ویلې ده. 

۲ شیخ ملکیار : دبابا هوتک زوی چی د (۷۴۹ هـ) په شاوخوا کښی ژوندی اود ترنک پر غاړو اوسیدی دده یوه ناره په دې کتاب کښی سته چی عشقي  تاوده احساسات لري او د ترنک ته خطاب دی.

 ۳ اسماعیل : دبیټ نیکه زوی چی د ۴۰۰) (ه) په شاوخوا ژوندی ؤ، او ددغه نیکه یو شعر سلیمان ماکو پخپله تذکره کښی هم لیکی وگورئ پښ احساستان شعراء لومړی ټوک) دده یوه ناره خپل تربورخرښبون ته خطاب دی او دخپلوۍ شه احساسات ځني  څرگندیږی .  

۴ رښبون : د سړبن زوی چی په( ۴۱۱ه ) وفات سویدی ده د اسماعیل د نارې ځواب په یوه څلوریځ (مربع) شعر ویلی دی.

 شیخ متی : دشیخ عباس زوی چی په( ۶۲۳هّ )متولد او په (۶۶۸ ه) د پنځو شپېتو کالو په عمر د ترنک پر غاړه وفات سوی او دکلات پر غونډۍ ښخ دی ددې نیکه یو د مناجات خورا سوزان او داوره ډک شعر ضبط دی .

.۶  امیر کروړ جهان پهلوان : دامیر پولاد زوی چی د غور سوری پاچهان دی امیر کروړ په(۱۳۹ه) د غور په مندیش کخری پاچا سواو د ابو مسلم سره ئې دعباسی کورنۍ په نصرت کښی کومکونه و کړل، یو شعر یارنه (فخریه،رجز) دده په نوم ضبط دی او دا شعر د موضوع او ظاهری محاسنو له خوا ډیر کروړ او متین او خوږ دی، او دقدامت له پلوه هم په دې کتاب کښی تر ټولو پخوانی. دی. 

۷شیخ اسعد : د محمد سوري زوي چی د امیر محمد سوري معاصر اوپه (۴۳۵ ه) د زمینداور په بغنی کښی وفات سو، دی دامیر محمد سوری سره د غور په آهنگران کښی اوسیده، چی سلطان محمود له غزنی څخه غور ته ولاړ امیر محمد سوری به آهنگران کښی محصور او وروسته محمود ته تسلیم،سو محمود دی بندي غزنی ته واستاوه خوپر لاري مړ سو، شیخ اسعد چي دامیر محمد ملگری ؤ، دده مرثیه ئې وویله چی په دې کتاب کښی ضبط ده.

8 ښکارندوی : چی پلار ئی احمد او د فېروز کوه کوټوال ؤ اوښکارندوی د سلطان معزالدین محمد سام د دربار مخور سړی ؤ، چی هغه سلطان پرهند یرغلونه کړل، ده ئې یو دستانی بولـل (قصیده) وویله چي په دې کتاب کښی راغلې ده . 

۹ابو محمد هاشم بن زيد السرواني البستي چي په (۲۲۳هـ ) د هلمند سروان سروان (کلا کښي زوکړي او په (۲۹۷ ه) په بست کښي وفات سویدی  دا سړي د ابن خلاد مشهور عربي اديب شاگرد ؤ او دخپل  استاد یو عربي شعر ئي په پښتو ترجمه کړيدي ئې چی په دې کتاب کښي سته. 

۱۰شیخ تیمن : د کاکړ بابا زوی چی د علاوالدین حسین سام په عصر کښی ( ۵۰۰ - ۵۵۰ ه) وفات سویدی دده یو عشقی شعر راغلی دی .

۱۱. شیخ بستان بریخ : دبستان الاولیاء مولف چی دا کتاب ئې په ( ۹۹۸) کښلی دی او یوعشقي شعر ئې په خزانه کښي سته. 

۱۲ امیر الفصحاء شیخ رضی لودي: دشیخ حمید لودي وراره چي پس له (۳۰۰ هـ) په ملتان کښی پاچهان وه دده یوشعر ضبط دی چی خپل تربور نصر ته ئې خطاب کړیدی.

 ۱۳ نصر : دشیخ حمید لودي زوي چنی دشیخ رضي ځواب ئې ویلی دی.

۱۴ شیخ عیسی مشواڼی : چی دشیرشاه سوری معاصر ؤ ، ( وگورئ پښتانه شعراء لومړی جلد) دده یوشعر ضبط دی.

 ۱۵ سلطان بهلول لودي : چی په( ۸۹۴ه)په هند کښي مړ دی دده پښتانه پاچا يوه رباعی په خزانه کښي سته .

 ۱۶ خلیل خان نیازی : چی د سلطان بهلول لودی د دربار سړى ؤ، اویوه رباعي ئې په دې کتاب کښی راغله ده، و سلطان ته خطاب. چی سلطان ئې هم په یوه رباعي ځواب کړیدی. 

۱۷ خوشحال خان خټک : چی په( ۱۰۲۲) متولد، او په (۱۱۰۰ هـ) وفات سویدی.

 ۱۸ زرغون خان نوزری : چی د زمینداور د نوزاد ؤ. په (۸۹۱ ه) ئې د خراسان او عراق سفر وکړ او د شيباني خان په جگړو کښي له سيستانه دفاع کړله او د اشعارو دېوان ئې درلود په (۹۲۱هـ) د کندهار په دېراوت کښي وفات سو. په دې خزانه کښې دده یوه خورا روانه او سلیسه او خوږه او اثر ناکه ساقي نامه ست چي په دویځ (مثنوي ) ده.

 .۱۹ دوست محمد کاکړ : دبابر خان زوی چی په (۹۱۲ هـ) کال هرات ته ولاړ، او په (۹۲۹ه) چی بیرته روب ته راغی نو ئې یو کتاب په مثنوی نظم کړ ، ددې کتاب نوم غرغښت نامه وه،دی وایي چي زما پلار بابړ خان د تذکره غرغښت په نامه یو کتاب نظم کړي ؤ چی غرغښت نامه د هغه کتاب په ډول ده له غرغښت نامې څخه یو حکایت په خزانه کښي سته

 ۲۰ رحمان بابا : دعبدالستار زوی چی په (۱۰۴۲ ه) د پېښور په بهادر کلی کښی وزېږېدی په( ۱۱۱۸هـ) وفات سو، د رحمان بابا ډیر ښه شرح حال په دې کتاب کښیسته چی تراوسه دغسی دده د ژوندانه وقایع نه و راته معلوم.

 ۲۱ شیخ محمد صالح : د جلدک الکوزی ؤ چی د( ۹۰۰ هـ) په حدودو ژوندی ،ؤ، او دده شاگرد ملا الله یار الکوزی دده د ژوند شرح حال او اشعار راټول کړه یو کتاب ئې د تحفه صالح) په نامه و کېښ دشیخ دوي. ضبط سويدي.

 ۲۲ علی سرور لودی چی د ملتان دېره ؤ د تصوف او عرفانه ئې لویه برخه درلوده یوه غزل ئی په خزانه کښي سته، د ژوندانه وخت ئې تر (۱۰۰۰ه) دمخه دی. 

دوهمه خزانه : 

په دوهمه خزانه کښي مؤلف خپل معاصرين ذکر کوي او دا اکثر هغه خلق دي، چي مؤلف ليدلي دي دده ادبي ملگري يا دجه دده دعصر. مشاهير دي :

 23 ملاباز توخی : د كلات د اتغر ؤ علمي تحصيل ئې په هند كښي كړي، اود مؤلف ملگري او دوست ؤ دده يوه بدله په ملي لهجه. ضبط ده

 ۲۴ شاه حسین هوتک : چی د مؤلف د عصر پښتو روزونکی او علم پالونکی او ډیر عالم او ادیب ځلمی پاچا دی، مؤلف دده ځلمی پاچا د ژوندانه شرح په داسي ډول کوی، چی د وطن دتاريخ داتريخ مجهولات لڅوي  اود هغه وخت اوضاغ او دربار کیف او مشاهیر ، او علمي تحريکونه ښه راښئي مولف د شاه حسين ددربار ادبي ليکوال دى. وايي چي زه دپاچا پښتو او پارسي اشعار ليكم ،او د شعر دېوان ني غونډ سویدی، مولف د شاه حسین د عصر.

فتوحات په اوسنی بلوچستان او هند کښی تر ډېرو اوملتانه بیانوی، او د پاچا د دربار د درو تنو علماو ذکر کوی، ملا یارمحمد هوتک چی دپاچا استاد دی او د مسایل ارکان خمسه دکتاب مؤلف دی بل عالم ملا محمدیونس توخی د کندهار د جامع امام چي جامع  فرایض کتاب نی کښلی دی بل مدار المهام صدر الافضل ملا زعفران ترکی چی د دربار مشر دی، او په طب کښې گلدسته زعفرانی" کتاب تالیف کړی دی. په خزانه کښی د شاه حسین هوتک یوه غزله ضبط ده .

 ۲۵ ملا زعفران : چی دمخه ذکر وسو یوه قطعه شعر ئې په خزانه کښی دی. :

 ۲۶ محمد یونس خان موسی خیل چی په( ۱۱۳۰ هـ) یو دېرش کلن ځلمی ؤ، په خیبر کښی اوسېدی د اشعارو دېوان لری. دوې غزلي ئي ضبط دي (ددې شاعر ديوان هم ما ډير خوشخط او مطلا لیدلي دي او نقل ئي سته) .

 ۲۷ محمد گل مسعود : چی په پېښور کښی اوسېده او یوه ملی بدله نی ضبط سوېده.

 ۲۸ عبد القادر خان ختگ : چی دېوان ئې دمخه ما چاپ کړی دی دلته دده د سوانحو ځني ښی نقطې ست چی پخوا نه وې راته ښکاره  مثلا : تولد تاریخ ۲۳ جمادی الثانی( ١٠٦ه) د کابل راتګ (۱۱۱۳ه)د خزانې مولف وایي چي ما یوکتـاب لــه صـدر دوران بهادر خان څخه په( ۱۱۴۰ه)  ولید چی د عبدالقادر خان په خط او دده تالیف ؤ ( حدیقه خټک ) د عبدالقادرخان په تالیفاتو کښي دا کتاب اوسنیو پښتنو ته نه وومعلوم .

۲۹ صدر اکابر دوران بهادر خان : دشاه حسین سپاه سالار ؤ چی ، روب، شال، ډبرې ئې تر ملتانه یونولې توریالی ادیب و د کندهار علماء او ادباء هر کله پر ده راټول و ده به ښه پالل شاه ده ته د " ورور " کړ او عوامو امیر الامراء باله مولف ددې توریالی سپه سالار ادب پالنه او علم روزنه ستایي اوه بدله په ملي لهجه دده له اشعار و څخه په خزانه کښي خوندي کوي. 

۳۰ ملا محمد صدیق پوپلزی :دیار محمد زوی د ارغسان اوسېدونکی چی عالم او عشقي ځلمی دی، د کتاب د لیک پر وخت (۲۳) کلن ؤ، دده یوه ملی بدله ضبط ده.

 ۳۱ ملا پیر محمد هوتک : مشهور په میاجی د ملا سرور زوی ؤ، چی د شاه محمود فاتح سره اصفهان ته ولاړ او هلته په پیرافغان مشهور و ده دوه کتابونه کښلی دي يو افضل الطرایق  داخلاقو په علم دوهم "القرایض مؤلف له افضل الطرایق". منظوم حکایت را نقل کوي او داسی ښکاري چی ټوله کتاب په مثنوي پښتو نظم دي.

 ۳۲ اللهیار افریدی : چی په بوری کښی اوسېد او دشعر دېوان ئې درلود ، مؤلف ئې یووه غزل را نقل کوي.

 ۳۳ صدر دوران بابوخان بابی : چی په اتغر کښی اوسېد د کرمخان زوی و اوپه وطنی جهاد کښی د مرحوم حاجی میرویس خان ملگری و او بیا د شاه محمود سره داصفهان په جنگو کښی هم شامل و دی توریالی ادیب په ۱۱۲۹ه او گلان ملی قصه په مثنوی نظم کړه چی مؤلف یو خو بیتونه له هغه کتابه را اخیستی دی اود کتاب نوم " قصص العاشقین" ؤ.

۳۴ریدی خان مهمند : د غیاث خان زوی د مسعود خان لمسی و چی دکندهار د مهمندو کلی ددوی په نامه دی غیاث خان په ملی جهاد کښی د مرحوم حاجی میرویس خان ملگری و او ریدی خان هم د شاه حسین په دربار کښی ډېر مخور او معزز و ريديخان په (۱۱۳۶ هـ) اصفهان ته ولاړ او دبریالی شاه محمود په حضور کښی و چی برته راغی دحاجی میرویس خانه له وخته رانیولی بیا د شاه محمود تر جگړو پوری ئې ټوله وقایع څلور چمه زهره میرویس ، چی دغه کتاب ئې د شاه حسین حضورته وړاندی کړ زر طلاوې صله وموندله مؤلف له دې کتابه یو خورا خور باب غوره کړی او په خزانه کښې راته ساتلی دی.

 ۳۵ محمد عادل برېځ چی په ښوراووک کښی اوسېد اویو کتاب ئې د "محاسن الصلوة په نامه نظم کړ دده پلار محمد فاضل هم فاضل سړى ؤ چی د روضه رباني" مؤلف دی. :

 ۳۶ محمد طاهر جمریانی : د محمد علی زوی چی په کندهار کښې دکانداری اوتجارت کاوه تحصیل ئې په مستنگ کښی کړی ؤ ظریف خلمی او د مؤلف ملگری و یو خو بیتونه ئې مولف نقل کوی.

 ۳۷ محمد عمر خان : د مؤلف ملگری او معاصر او د محمد طاهر دوست و مؤلف ئې خو بیته راوړی ظریف سړی ؤ.

 ۳۸ محمد ایاز نیازی : زاهد او متورع سری ؤ د شعر دیوان ئې درلود اشعار ئی عارفانه نکات لری خو رباعی چی مؤلف دده له کتابه رانقل کړی دی پخې او عارفانه دی. 

۳۹محمد حافظ : د محمداکبر بارکزی زوی چی عالم او واعظ و د تحفه واعظ کتاب مؤلف دى وعظیه اشعار ئې سته.

نصر الدین خان اندړ : د محمد زمان خان زوی د شاه حسین د دربار سړی و متخلص په "نصر" چی د شعر دوان نی هم درلود یوه ملی بدله نی مؤلف ضبط کړیده.

 ۴۱ ملانورمحمد توخی : چی د ملایار محمد زوی او دشاهی کورنۍ استاد حسن عالم کورنې په پنجوای کښی ؤ، د نافع مسلمین" په نامه ئې یو کتاب کښلی دی یو د پند نظم نې مؤلف راوړی.

۴۲ شاعر ظریف عبدالطیف اڅکزی : د غلام محمد زوی چی له بوستانه د کندهار ماشور ته راغلی عالم او حافظ سړی و خنی د ورم قیصې ئې نظم کړی دی چی په ښکاره ظرافت په دنبه اورمی و اورمی او. لهجه بدله ده مؤلف ځنی رانقل کوي.

 ۴۳ سپه سالار سیدال خان ناصر : د ابدال خان زوی اوباری زی ناصر ؤ چی پلار ئې په ډې کښی اوسېد وروسته د سلطان ملخی توخی په عصر کښی اتغر ته راغله او ابدال خان د عادل خان توخی سره. زوي سيدال خان لومړی د حاجي ميرويس خان او بيا د شاه محمود بريالی ملگری او سپه سالار و سیدال خان د پښتنو یو مشهور بریالی او توریالی سپاه سالار و او خزانه وای چی دی عالم هم و مروج علوم ئېلوستی وه، او ادیب هم و مؤلف. ده ملی یوه خوره خوره بدله رانقل کويږ

 دریمه خزانه : په دریمه خزانه کښی مؤلف د هغو ښځو اشعار او احوال لیکی چی ده ئې شعرونه میندلی دی. دغه برخه که څه هم لږ ده خو ډیره خوږه ده ځکه چی تراوسه موږ ته ددغو پښتنو مېرمنو تاریخی احوال او اشعار هیڅ معلوم نه وه، ددغو مېرمنو احوال او اشعار ئې راوړی دي :

 ۴۴ نازو توخې : دغه پتښنه مېرمن دپښتنو په تاریخ کښی ښه شهرت لري. څکه چی لومړی خو د سلطان ملخی توخی لور ده، چی داسړی په خپل عصر کښی له جلد که تر غزنی حکمران وو، اولکه چی موږ ته ښکاره ده ددهلی مغولی شاهنشاهانو دی په رسمیت هم پیژاند( وگورئ حیات افغاني) دوهم دای چی دې نومیالی  مېرمني زوی روزلی دی لکه مرحوم ميرويس خان مي دپښتنو دسلطنت لومړنی ژوندی کوونکی دی. په دې کتاب کښی دناز و پښتنې مېرمنی دژوندانه شرح ښه راغلې ده چي دا یوه  ډېره سخیه او عابده او دپښتنوالی په صفاتو ستایلې ښځه وه ، غرباء او مسافرین ئى روزل او دوی ته ئې ډوډئ او کالي ورکوله ،توریالۍ هم و مؤلف له خپله پلاره روایت کړی، چی حاجی ميرويس خان تولد سو نوئې مور خوب وليد، چي بېټ نيكه دې ته وايي : " دا زوي ښه وروزه ! چي لوي سي لوي كارونه به وكړي او له نسله به ئې پاچهان پيدا سي. " نو مور به حاجي ميرويس خان ته هر كله ورمونه ، : " چی زویه ! دشیخ بېټنی نیکه له قوله ستا په مخ کښی لوی کارونه دی، چی لوی سی دخدای عبادت او دخلکو خدمت کړه ته خدای پیدا کړې ددې دپاره چی لوې کارونه تره سره کړې ، اوخلق الله په خدمت ستا آرام و کړي. ۱۱۱۹ ه چی حاجی میرویس خان مرحوم د وطن ازادي حاصله كړه نو ئې د شکر سجده آداء کړه او وې ویل : چی اوس ما دمور وصیت پر ځاي  کړ " مؤلف د نازو ، یوه خورا خوږه اوبلیغه او قیمت داره رباعی ضبط کړېده او وایي:

چي ددې اشعار ډیر دي او داسي ښه دی چی نارینه هم هغسي اشعار نه سي ويلاي.

 ۴۵ حلیمه : دخوشحال خان خټک لور او حافظه او زاهده مېرمن وه، چی ښه اشعار ئې ویله مؤلف ئې یوه غزل له خپله پلاره روایت او نقل کوي.

 ۴۶ بي بي نېكبخته : دشيخ الله داد مموزي لور وه چي په اشنغر كښي د (۹۵۰ هـ) په شاوخوا كښي اوسېده يو كتاب ئې  په نصيحت عرفان كښي د ارشاد "الفقراء" په په په (۹۶۹ هـ). نظم کړ.عارفه ښځه وه چی مؤلف له هغه کتابه ددې یو څو نظمونه را نقل کوی.

 ۴۷ بی بی زینب: دمرحوم حاجی میرویس خان لور او عالمه او شاعره مېرمن وه، د خپل ورور شاه حسین سره ئې د جهاندارۍ او پاچهۍ  په کارو کښی مرسته کړه هغه وخت چي ددې د ور شاه محمود بریالی د مرگ خبرله اصفهانه را ورسېد دې  شاعر  خور ئې په ملی وزن یوه مرثیه وویله ،چي دغه مرثیه په خزانه کښي سته  او ډیر ښه احساسات او د شعر کمال ئې ځنی ښکاره کښی کیږی.

 ۴۸ زرغونه : د ملادین محمد کاکړ لور او عالمه مېرمن وه، خط ئې خورا ښه لیکی په (۹۰۳ه) ئې په پښتو د سعدی بوستان په نظم ترجمه کړ چي  مولف له هغه کتابه یوه قصه په خزانه کښي اقتباس کړېده

 ۴۹ رابعه: په کندهار کښی دبابر پادشاه په عصر کښۍ اوسیده یوه رباعی ئی مولف ضبط کړېده.

دا وه دکتاب د درو خزانو محتویات چي لوړ مو لنډ ولیکل گویا زموږ خزانه دپښتنو (۴۹) تنو شاعرانو شرح حال او اشعار لری چي ددغو شاعرانو زمانه له (۱۰۰هـ) تر( ۱۱۴۳هـ) کاله پوري ده کتاب په پاي کښي یوه خاتمه هم سته چی مؤلف د خپلی کورنۍ او پلار او خپل حال لیکلی دی چی ټوله ذکر سوي شاعران په دې کتاب کښي (۵۰) کېږي.

 اوس چی ښاغلي ویونکي  د کتاب په محتویاتو لنډ لنډ وپوهېدل نوبه لږ څه دکتاب پر ښېگڼو او مزایاؤ هم ورغېږم : 

د کتاب نثر او ژبه :

 محمد هوتک ددې کتاب مؤلف د پښتو یو زبردست نثر لیکونکی دی چی د سلاست او روانۍ له پلوه ئې نثر کند نظیر نه لري، په پخوانیو نثر لیکونکو کښی د خیرالبیان او آخوند دروېزه نیم منظوم نثر هسي اغېزه کړې وه ددوي سبک له پېښوره تر کندهاره و ټولو تعقیباوه، حتي ملا نور محمد غلجي چي د مؤلف معاصر او د یوه درباره او یوه ځاي خلک دي هم د خیرالبیان دناوړه نیم منثور لیک د سبک اقتضا کوی، مگر ددې کتاب مؤلف لومړی سړی دی چی روان، سلیس نثر لکه دپښتو خبري  اومحاوره چي ده. کټ مټ ئې لیکی، که موږ دپښتو نورو منثور و آثارو ته وگورو دا به ثابته سي چي محمد هوتک دغه کتاب د پښتو په نثر کښی یو شهکار پریښی دی.

 دپښتو د خورا قدیم نثر نمونه چی تراوسه مو میندلی ده هغه دسلیمان ماکو نثر دی خو په هغه نثر کښی د ژبی داصلی محاورې او عنصر اغېزه  لږ ښکاری بیا دخوشحال خان او پیر محمد کاکړه او په هغه نثر کښی د ژبی داصلی محاورې او عنصر اغېزه دانش لږ ښکاری بیا دخوشحال خان او پیر محمد کاکړه اوافضل خان ​​او او عبدالقادر نثرونه چي موږ په عیار دانش او معرفه الافغانی او تاريخ مرصع او پښتو گلستان کښي ليدلي دي، که څه هم ډیر غنیمت دی مگربیا هم ددې کتاب سلاست او روانی او خورتوب ته نه رسیږی، محمد هوتک لومړی سړی دی چی د لیک لکه سبک نې د محاورې او خبرو اصلي اساس ته و ګرزاوه او لکه . د پاړسو اوعربي انشاء پردازان مصنوع نثرونه او مسجع او مقفي ليكونه ئې پريښووه سادگي او بساطت او سلاست ئې د نثر ليكلو د اساس په ډول غوره كړ، چي تراوسه لاهم اوسنيو ليكونكو ته هدایت مشعل ګرزېدلاي سي .

د کتاب لغوی ښېگڼی :

 د پټي خزانې يو مهم مزيت دادي چي د پښتوژبي ډېر زاړه لغات او مواد ئې را ساتلي دي په دې كتاب كښي وينو چي د پښتو په زړو اشعارو كښي ډېر داسي   لغات اوکلمات راغلي دي چي اوس بالکل مړه دي د دپردو ژبي غلبې زموږ ژبه را تالا کړېده او خورا غنیت ثروتونه او لغوی پانگی ئې را څخه وړی دی، د مثال  په ډول زه د لته دده کتاب یوڅو لغتونه راوړم چي  ښاغلی ویونکي ددې کتاب لغوي ذخیرې ته ځیر او لږ څه مسله ښه ورته څرګنده سي :

 چندی= شاعر

 خاتیځ = شرق 

لوېديځ = مغرب 

برمل= پیشین

 لرمل= نماز دیگر 

ترمل= شام

نمزدک = مسجد 

 دریځ= منبر

 واکمن = شاه

 هسک = آسمان

 بودتون = بتکده

 زلما =جواني 

جنډی =گل

 ځنډون = أفق

 جگړن= لښكر

 گروه =دین 

من= اراده

 تون= جاي 

اتل =پهلوان 

رغا =بیزاری

 حلا = تابش

 دا یو ځو لغتونه ما د مثال په څېر ولیکل، خو لغوی ذخیره ئې ښه او خورا غنیمت، او اوس ډیره راته په کار ده. 

گرامری مزایا : 

ددې کتاب په زړو اشعارو کښي دا ښه راته څرگنديږي چي پښتوژبه د قواعدو او گرامر له پلوه پخوا ارته و او اوس ئې ډير گرامري مواد له لاسه  وتلي دي، مثلا ډیري کلمې سته چي اوس یې ځني جزوي ريښي   په ژبه کښی راپاته دي، مگر مصدري كيف او فعلي صورت ئې محو سویدی، مثلاً : گاڼل مصدر چی د آراستن) په معنی دی او فعلونه ئې وگاڼل او نور چی اوس نه مصدرسته نه فعل خو گاڼه (زېور) موجود دی

. دغسی دی : ښکلل (آراستن) پرغالل (تاختن) یونل ( سفر کردن) رپل (اهتزار) او نور، چی اوس ئې فعلی او مصدری کیف ورک سوی خو ځنی ریښې ئې پاته دی، دغسی دژبی ډیر پخوانی خواص او مزایا دا کتاب راښئي .


 تاریخی ښېگنی :

 داکتاب علاوه پر دې چی دډېرو ملی شاعرانو احوال راسپاری، د وطن د تاریخ ځينی مهم وقایع هم ضبطوی او ډیر غیر مکشوف مواد په لاس راکوی مثال : دپښتنو لودی سلاطینو پښتونوالی  ثابتوی چی ځینو خلص عرب ګنلي دي لکه شیخ حمید لودي او نصر او داؤد  چی وروسته تر ۳۰۰ هـ په ملتان کښی پاچهان وه، دوهم د غوری پاچهانو د عصر ځنی نوی نوی حوادث په سند قوي بیان راښئي او دا ثابتوي چي د غور پاچهان پښتانه پښتو ژبي وه د هوتکو دو دورې ځینی داسي وقایع بیانوي چي تر اوسه له نورو کتابو څخه نه وه. را معلوم، رجال، مشاهیر، د دربار اوضاع ،دپاچهانو علم دوستی راښکاره کوي. دا کتاب ډېر علمی، ادبی، حربی، ملی مشاهیر راباندی پېژني او زموږ دپلرو او اسلافو احوال ښه راته څرگندوی دمختلفو دورو ډیر غیر مکشوف مواد راښئي. 

دا کتاب راته ښکاره کوي چی د پښتنو اسلاف او نیکونه لکه په توره او جنگ او مېړانه کښی چه نومیالی وه دغسی هم دعلم اوادب خاوندان و هیر مؤلفین او علماء راښئی اودډېروکتابونه نومونه اخلیي ،او حواله ورته کوي چی تراوسه مو نوم هم نه دی اورېدلی،

 مثلا :

تاریخ سوري   د محمد بن علی البستي

د خدای مینه    د شیخ متی خلیل غوریاخیل

 لرغونی پښتان   د شیخ کټه متی زی

اخبار اللودي     د شیخ احمد بن سعید اللودي

 کلید کامراني    د کامران خان سدوزی

غرغښت نامه     د دوست محمد کاکړ

محمود نامه     دریدی خان مهمند


 او ډېر داسی نور کتب چی د وطن په علمي او ادبي تاريخ کښي ډېر زياتی کوي. د ښځو شاعرانو په خزانه کښي دا کتاب راښئي چي د پښتنو مېرمني هم دوطن په علمي او ادبي تاريخ کښي ښه برخه لري. 

روایتی ټینگار او عنعنه :

 محمد هوتک دکتاب مؤلف هسی او عالم او فاضل سړی دی چی په خپل کتاب کښی هیڅ کوچنی او لویه خبره بېله سنده نه لیکی، دتېرو شاعرانو په احوال کښی یا راوی،ښېئی یا ماخذ او کتاب ته حواله کوی، یا خپله مشاهده لیکي نوله دې لامله دکتاب  رویتی او عنعنوی خواهم ټینگه او د ویسا وړ ده، ځکه چی مؤلف بی سنده خبره نه کوی ډېر شیان له خپله پلاره را نقل کوی چی هغه هم فاضل او ادیب او غښتلی سپه سالارؤ تر دې ځایه مي کتاب ځینی خصایص او مزایا لنډ لنډ و ښوول  په نورو گڼو کښی به ورو ورو ددې کتاب نوری ښېگڼی هم ولیکم او ځيني د اشعارو نمونې او دکتاب د نثر برخی به اقتباس کړم.