32

د ارزانی او میرزا قصايد

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

د دولت او ارزانی او میرزا انصاري کوم قصايد چی اوس موږ ته پاته دی، د مضمون او انسجام د مضمون او انسجام له پلوه با لکل نوي کړه وړه لري او داسی ښکاري، چې د سنایی تر فکری تحول وروسته د تصوف او حکمت او موعظت قصايد، او بیا د شیخ فخرالدین عراقی د جذبی او حا له ډکې ويناوې په دغو اوقاتو کې دونی مقبولې سوې وې چې د رندانو او د زړو د خاوندانو بزمونه هم په دغو خبرو تاوده وه، او د پیر روښان د مكتب شاگردان هم توله په دغو مرد افگنو میومست وه.

د سنایی وجد او حال، د عراقی درد اوسوز، د مولانا جلال الدين بلخی مستی او نشاط او د وحدت په متلاطم درياب کې د دوی لاهو کيدل، د روښانيانو د قصايدو اصلی شمزۍ ده. مگر فرق دونی دی، چې د روښان په مکتب کې ادبی قدرت اود شاعریت حقیقی جلوی ډېری کمی دي. نه هغه شاعرانه اقتدار او طمطراق سته، کوم چې د غزنوی او غوری دورې په قصايدو کې لیدل کیږی او نه هغه مترنم او د انگازو او خوندو او ښکلاوو ډك كيف سته ، چې موږ د مخه د اسعد او ښکارندوی په قصيده کې وليد.

كه څوك د روښانيانو دواوين په انتقادی نظر وگوری، د صنعتی ښكلا تجليات هلته نه مومی، اود دوی په بیان او کلام کې د خوند او ذوق کمی حس کوی. نو بايد چې د روښانيانو ادب او خاص بيا قصيده و چه اوله صنعتی او ادبی ښکلاوو څخه تشه و بولی، او دا د پښتو ادب یوه خاصه دوره ده، چی موږ یې په ادبی انحطاط قایل یو، او ښایی چې دا هم د هغه خاص كيف اثر وی چې دغه پښتانه روښانيان په هند کې له خپله محيطه څخه لېری پاتی سوی وه، او له پخوانو ادبی روایاتو او ښکلاوو څخه بېرته سوی وه. نو ځکه چې د دوی په کلام کې هغه خوږوالی اوهغه پیاوړتوب نه و، چې موږ يې د اسلافو په آثارو کې په ښکاره ډول وينو. ښایی چې ځینی پوهان به د دغه ادبی رکود او تيارې علت دا وگڼی چې روښانيانو خو په پښتو قصيده کې د تصوف اوعرفان او الهيت روح پو کړیء دیء. او دغه مضامین د دوی غایی مقصد او هدف ؤ. نو ځكه د شعر په ښكلا او د ادب په ذهنی تخليقاتو پسی نه گرځیدل.

مگر دا خبره هم د دوی عذر نه پرځای کوی، ځکه چې تصوف او عرفانی مضامین د شرقی ادب او پارسی قصيدې چاشنی وه او د خوند او خوږوالی اومستی او نشاط سبب يې سول، او په دغه رنگ يې ځينی شهکا رونه لكه حديقه او مثنوی لرو، چی تصوف په هيڅ ډول د هغو آثارو ادبی مقام او صنعتی او هنري قيمت نه دی ورکښته کړی. نو ځکه د روښانیانو د دوری ادبی انحطاط پخپله د دوی د هنری لیاقت لږوالي ته منسوبوو اودا وایو چې تر دوی وروسته د خوشال خان په مکتب کی قصيده په هماغه پخوانی آب و تاب ژوندی سوې ده. میرزاخان انصاري چې په ۱۰۴۰ هـ ق د دکن په يوه جگړه کې ووژل سوی دی او د روښان پیر لمسی دی په يوه قصيده کې عرفانی معروفی خبری په داسی ډول کوی، چې هیڅ ادبی خوند، يا صنعتی ښکلا نه لري دی وایی:

معشوقه چې حجاب واخلى

 ترو عاشق به نزدیکت کا 

آواز ښه واړه ديو دى

 گھی قهر گه رحمت کا 

چې په زمکه په آسمان دي 

د يوه مو لی صفت کا 

په هر صوت سامع پوهيږي 

ا و سرود یی زیات لذت کا 

عارفان به پرې خو ښېږي 

کم دلیل ځنی وحشت کا 

هر واصل چې یگانه شی

 ننداره به د وحدت کا

په يوه کې د ويم نشته

نه ز یا تی نه کمامت کا

اوس نزدی دغه مضمون ته د حضرت سنایی له ملکوتی ارغنونه دا نغمه واروىء چې په څه قوت او سلاست او د پوخوالی په فضا کی انگازی اچوی:

مقدسی که قدیمست از صفات کمال

منزهی که جلیلست بر نعوت جلال

هر انکه شربت سبحانی وانا الحق خورد 

به تیغ غیرت او کشته در هزار قتال

ز آهوان طریقت هر آنکه شیر آمد 

نهاده است به پایش هزار گونه شکال

زما زم ملکوتش کند دلم چون خون

 مر است جام و صالش همیشه مالا مال

بنغمه های مز امیر عشق او مستم 

شراب وصلش دایم مرا شدست حلال 

( ديوان سنایی ص ۱۹۲ )


او دغه مطالب بیا د روښان پیر له بل شا گرد یعنی ارزانی خیشکی څخه واوریء: چې د زرم هجری کال په شاوخواکې ژوندی ؤ، دی وایی:

دا ثبات په کور دننه 

د احد د يوه کړه بله 

ستا زړه جام جهان نما دی 

او وې کاږه له بغله 

يو څراغ دی چې بليږی 

پوشیده دی له احوله 

د دغه څراغ رڼا ده 

تر اعلی هم تر اسفله 

چې منصور په سرد داردی 

د آنا لول یی ښیله 

با يزيد سبحا نی ولوست 

د خپل زړه له هيكله

د ملا پر کتاب نشته

 درندانو له عمله

د کامل تخته ده پا ك 

د دى غير له امله 

همدغه مضمون ته ورته مضمون د مخه عراقی په داسی ښکلو او خوږو الفاظو په شاعرانه مهارت بیان کړی ؤ:

روشنان آئینه دل چون مصفا بینند

روی دلدار در آن آئینه پیدا بینند

از پس آئینه دزدیده برویش نگرند

جان فشانند برو کانرخ زیبا بینند

عارفان چونکه ز انوار یقین سرمه کشد

دوست را هر نفس اندر همه اشیا بینند

درحقیقت دو جهان آئینه ایشانست

که بد و دررخ زیباش هويدا بینند

( ديوان عراقی ص ۷۵)


د لته نو اوس پخپله ښاغلی لوستونکی اتکل کولای سی، چې په غزنوی اوغوری دورو کی خو پښتو قصیده اوږه پر اوږه له پارسی قصیدې سره تله او په ځينو خصايصو کی ځنی ډيره د مخه وه. مگر د روښانيانو په مکتب کې خو قصیده ژوندی وه، اما جوله اوبنه يې کورټ اوښتی وه او هغه لرغونی ښېگړې او خوږ تياوې او د جړاو اوسینگار گیڼی یې نه درلودی. مگر دغه وچه کلکه او توره تیاره دوره اوږده نه سوه او خوشحال خان بیا د قصیدی دلربا ناوې په هغه سينگار او ښایست راوایسته چی په لفظی او معنوی خصايصو او فنی معیار کې اهغه لرغوني قصيدې ته ورته ده.