د اویستا له نظره د افغانستان د خاروې لرغونتوب

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

 د افغانستان خاوره ډېره پخوانۍ او لرغونې ده. د دې خاورې د لرغونتيا د پوړونو د افق په پس منظر کې سوونه پېړۍ او زرګونه کلونه نغښتي دي. تاریخ حافظه د دې لرغونې خاورې د ډېرو لومړيو دورو پېژند ګلوي په یاد نه لري ترکومه ځایه چې په اسطورو او داستانونو د لرغونو پاچاهانو او نومیالیو پهلوانانو په حماسيو او رزمی کارنامو پورې اړه لري موږ ته يې يو شمېر خاطرې را رسولې دي، چې د هغو مطالعـــه یــو ځانګړی او پــه زړه پوري بحث دی. د هغو پخوانیو منابعو په ډله کې، چې د اوسنيو پوهانو لاس ته راغلي او له هغو منابعو څخه یې د افغانستان د ځينو ځايونو د هویت په اړه معلومات ترلاسه کړی کولی شو ووایو چې هغه اريايي سندرې او يا اريايي رزمي حماسي او مذهبي لرغوني خاطرې هغه په نظم دي که په نثر په مجموع کې يې اريايي خاطري ګڼلی شو او بيا دا خاطرې د زمان او مکان د چوکاټ له مخې د ويدي) او اوستا يې خام خاطرو په نوم ويشي. سره له دي، چې دا خاطرې پرله پسې دي، خو کولای شو په دواړو کې داسی مطالب و مومو چې د ژوند يو مشترك طرز تفکر او د هغوی ادب راښیي د دواړو ياني ويدي او او بستايي عصرونو په خاطرو کې د افغانستان د ځینو برخو یادونه شوي خو باید وویل شي، چې په لومړۍ ډله کې کمې او دويمه کې ډېرې خاطرې په ځای پاتې دي. دلته د اوستا له ديني اړخ نه تېرېږو بايد ووايو، چې دا د هغو خاطرو مجموعه ده چې د یوزر کاله دمخه تر میلاد د اريايي ټولنې د اوسېدلو پرځای او د ژوند په څرنګوالي رڼا اچوي. د (اوېستا) د دریمې برخې په لومړي باب کې ، چې وندیداد) نومېږي دیو شکله انسان ته ورته شاديانو (بېزوګانو او له نيکه مرغه دځمكې یادونه شوې ده، چې هره يوه يې د اريايي قبايلو استوګن ځای شوي، چې هغه ټول په مجموع کې پراخه سیمه وه او په اوېستايي عصر کې يـې اريايي هېواد تشکیل کړی و.

د او بستايي خاوري قطعات پر شپارس قطعو مشتمل و، چې د هندوکش د لوی غره څلور خواو ته پرله پسې پرتې وې تر کومه ځایه چې پرې څېړنه شوې هغه سيمې، چې د دې غره له بېلا بېلو ځایونو څخه خرو بیدلی هغه د اوستایی ځمکی مقدسه برخه ده، چې دا دی له هره یوه يې په ځانګړې توګه يادوو

 ۱- اريانم ويجو : د دې دوه كلمو تحت الفظي مانا د آريايانو تخم خای دی او په اصطلاحي ډول کولای شو آریایی تعلیم ځای ورته ووايو چی پوهان دا ځای د امو سیند او سردریا پورتنی سیمه، چې اوسنۍ فرغانه ده، ټاکي.

 ۲- سفره : لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګنده ده دا د سغدیان سیمه ده چې د امو سيند ښی څنډو ته پرته ده.

۳- مورو : داد مروی له سیمې یا ارغند او څخه عبارت دی، چې د مركزي افغانستان له غرونو څخه سرچینه نيسي او د مروى له شاوخوا تېرېږي چې دا ډېره ښکلي او حاصلخیزه سيمه ده.

 ۴ بخدي : چې د ښکلې خاوري په نوم ياده شوې ده دا همغه بخل باميك) بلخ الحسنا) (بلخ) بامي او يا بلخ گزمن ده، چې د اوستايي له ډېرو غوره او مهمو قطعاتو څخه وه.

 ۵-  نیسایا : داد اویستایی سیمي پنځمه قطعه خاوره ده، چې د هغي موقعيت يې د مرغاب او بلخ تر منځ ټاکلی سره له دې، چې يو شمېر خلك يي نيسايا ، عشق آباد او يو شمېر يې ميمنه بولي.

 ۶ هروي وه : د دې قطعې ځمکې د موقعیت ټاکنې په هکله هېڅوك ترديد نه لري چي دا عبارت د هرې له منطقې څخه ده، چې معمولا یی د هرې رود په نوم يادېږي په وروسته دورو کې د دې سيمې د او بستايي دورې د نوم په شکل کې تر لږ څه بدلون وروسته د (اري) يا (هری) په نوم پاتې دی او دا نوم تراوسه پوري په دې رودخانه کې څرګندېږي. ۷- ویکره ته هغه پوهان او مدققین چې د لرغونې دورې په جغرافیه پوهېږي دا سيمه د كابل علاقه بولي.

۸-  اوروایا اوره یو شمېر مدققينو د دې سيمې د موقعيت په ټاکنه کی چوپه خوله دي او يو شمېر نورو یی د ((طوس)) يا غزني سيمه پیشنهاد کړې ده . په ځینو ماخذونو کې ارګون او د هغې د چاپېریال ځمکې

مجموعه یی (روه) یاده کړي او (روه) یا (اروه) د تلفظ له مخي چندان لري كلمې نه دي. د هغه ځای د اوسېدونکيو ځانګړني، غرور او ځان ويني وه.

 ۹ خنننا : يو شمېر پوهانو دا ځای د هیرکانیا) یا گرگان علاقه تعبير کړې ده.

 ۱۰ هري ويتي هري ويتي يا اراويتي) د ارغنداو د سيند ګوټي نوم و چې دا د کندهار د ښار له شمال او شمال لويديزي برخې څخه تېرېږي. دا ډېره ښکلي، حاصلخیزه او د اوستا لسمه قطعه خاوره تشکيلوي.

 ۱۱- ای تو منت : ۱ تومنت همغه ریتو مندرس ده، چې يوناني جغرافيه ليكونكي يې يادونه کړې او د هلمند رودخانه ترې مطلب ده او د دې لويې رودخانې حوزه، چې په اسلامي دورو کې يې نيمروز) باله يو له متمدنو مرکزونو څخه و.

 ۱۲ رایا کا یاره که د را کارا ځینې برخې یې (ری) بولي، چې کنډوالې يې د ایران تر شرقي سيمې پرتې دي او په بدخشان کې هم د راغ) په نوم یوه علاقه لرو.

 ۱۳ - کخره : دار مستتر فرانسوي د دې سيمې موقعیت په خراسان او يا په غزني کې ښيي. ۱۴ ورنا يا ورنه د دې سيمې څرګند موقعیت معلوم نه دی.

 ۱۵ هیته هندو : یا اووه سیندونه یعنی اوسنی پنجاب

 ۱۶- رانکه یا رانگاه: د اوستا د شپاړسمې قطعې ځای هم تر اوسه معلوم نه دی او ټول پوهان په متفق ډول تر اوسه د دې نقطې په ټاکلو بريالي شوي نه دي. په هر حال لکه څرنگه چې د پخوانیو او اوسنيو نومونو له يادونې او لندي شرحي نه معلومېږي، ترکومه ځایه چې پوهان د اوستا د شپاړسو سیمو د موقعیت په ټاکلو بريالي شوي، تر ډېره ځایه د دې سيمو چاپېریال د هندوکش چار چاپېره منطقی او د اکسوس امو سیند او (اندوس) يعني سند د سیمو تر منځ پرته وه او که چېرته يادي شوي سيمي يوله بل سره خوا په خوا و شمېرو د افغانستان ټوله خاوره پکې راځي، نو ښکاره څرګندېږي چې د اوستايي عصر اریایانو مسكن او استوګن ځای چې د هندوکش څلور خواو ته پراته وو وګړو يې په خپلو کې په ښه تو که سره پیژندل.