32

سید محمد طباطبايي اصفهاني د (نسب نامه افاغنه) مؤلف

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دا مؤلف په ديرلسم قرن کي د اېران اوسېدونکی و چي د انگريزانو د سفير هنري ايليس په خواهش یې په ۱۲۲۴ ق یو کتابگوټی د (نسب نامه افاغنه و کیفیت حکومت آنها ) په نامه و کيښ، چي د افغانانو لنډ تاريخ او د دوی حکومت پر پاریس باندي بيانوي او د افغانستان د ښارو او اقوامو او قبيلو شرح لري، چي يوه خطي نسخه يې د بنگال د ايشيايي ټولني په کتابخانه کي وه، د ۱۲۲۴ ق کال لیک.