32

د چنګيزيانو په وخت کښې د کرت أولاده او افغاني اميران ( ٦٠٠-٧٨٣هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ څلورمه برخه

د سلطان غياث الدين محمد سام غوري په وخت کښې (۵۵۸) (۵۹۹هـ) دوه وروڼه یو تاج الدین عثمان مرغنی او بل عزالدین عمر مرغنی د غور د سلطان د تره زامن د دربار مخور سړي وو په اسلامي دايرة المعارف کښې د لانکورت دیمز په وینا دوی د هغه امیر محمد غرجستانی اولاد دی، چې پر ( ٦٢٠ هـ - ۱۲۲۳م) کال د اشیار په کلا کښې د مغولو په لاس وژل شوي وو خو دا وینا د څېړلو وړ ده، عزالدين د سلطان وزير و، د هرات سيمه ده ته سپارلی شوې وه ده غرجستان حسام الدين علي عمر مرغنى او خیسار تاج الدین عثمان ته سپارلی و چې وروستني د سرجاندار منصب درلود، د عزالدين لور عایشه خاتون در سیستان د ملك ناصر الدين عثمان حرب ماندینه وه ) د ۲ ٦١ هـ - ۱۲۱۵. ام پر شاوخوا. دا دوه وروڼه د ملك ابوبكر کرت کړوسيان وو چې د غور د ملکانو په وخت کښې يې شهرت درلود ، ملك ركن الدين محمد د تاج الدین عثمان زوی و او د خیسارکوټوال د سلطان غیاث الدین محمود (۵۹۹-۶۰۷هـ) لور كړې وه، نامتو مورخ مهناج سراج د ده له درباریانو څخه و دی د چنګیز له ایلچیانو سره په نرمۍ چلېده اوهغه چې د چنګيز له خوا د خيسار غور او د هغې سيمې نور اړوند ښارونه ده ته و سپارل شول نو خپله خور يې ملك شمس الدين محمد مهين ته ورکړه او بې خپل وليعهد او د چنګیز خان مصاحب وټاکه، له دې امله د چنګيزيانو په دربار کښې مقرب او د اعتبار خاوند شو، خو چې پر (٦٤٣هـ ۱۲۴۵م) کال رکن الدين مي شو، شمس الدين محمد مهين يې پر ځای کښېناست. ده پر (۱۴۴هـ کال له سالین نوین سره چې د چنګيزيانو سپه سالارو پر ملتان ور ودانګل د لاهور او ملتان ملکان یې د ځان تابع او د لاهور په حکمرانی و ګمارل شو خو چنګیزیان د مسلمانانو د پلوۍ له امله پرې په قهر شول ده تاتاری حکمران طاير بهادر ته پناه یو وړه او د کندهار په شاو خواکښې د تګین آباد حکمران شو دا چې د افغانستان دا نوم په تاريخ کښې لومړی وار له همدغه وخته یاد شوی - د سیفی تاریخ هرات ١٦٣ مخ ) د خلکو په پلوۍ تورن و، ځکه نو له هغه ځایه د منګوخان حضور ته ورغی (۶۴۵ هـ - ۱۲۴۷م ) منګوخان د ده د تېر کهاله د قدردانۍ له مخې د ټول هرات ،جام ،باخزر كوسويه فوشنج ،تولك، غور، فيرزو كوه غرجستان ،مرغاب فاریاب ،مرجق د آمو تر ،سینده، فراه، سجستان تکین آباد، کابل ،تیراه بست او افغانستان د سند تر سینده ده ته پرېښوول او د خراسان (اوسني افغانستان د سند تر غاړې خپلواك حكمران وګڼل شو، د (٦٤٦ هـ - ١٢٤٨م) په شاو خوا کښې يې د خپل دربار سرداران مامور کړل چې د غور او هرات حکمران شرف الدین بیتکجی چې پر خلکو يې ظلم کاوه ونيو او د هغه له تابعينو سره یې وواژه تر هغه وروسته پر (۶۴۷ هـ) کال ملك فخر الدين د تالقان ملك شمس الدين د اسفزار، محمد عوض د خواف ملك شمس الدين په ميمنه كښې د ګرزيوان ملك عزالدين، حسام الدين او شمس الدين د تولك ملك علي مسعود از ابى او ملك تاج الدين د فراهحکمرانان او هم له سیستانه ملك علي مومن او نصرالدین نیهی د شمس الدین مهین حضور ته راغلل او د اطاعت غاړه يې کښېښووه، خو د غرجستان ملك سيف الدين داسې ونه کړل ځکه نو ملك مهين د خپل لښكر سرداران غرجستان ته واستول سیف الدین یې ونيو او د هرات په ښار کښې ووژل شو (۶۴۷ هـ) یو کال وروسته شمس الدین مهين له هراته فراه ته راغی د سیستان لښکر یې هم له ځانه سره مل کړ، د خيسار كلا ته ولاړ، له هغه ځايه د غور له لښکر سره تکین آباد ته لاړ غوښتل یې چې افغانستان ونيسي. په هغه وخت کښې د غزني او کندهار تر منځ بیا تر سنده پورې افغانستان بلل کېده د دې سيمو لوی امیران دا وو

 ۱ - فخر الدولة والدين ملك شاهنشاه لوى افغاني حکمران چې له خپل پایتخت مستنگ څخه یی چې په اوسني بلوچستان کښې و) ده د هغه وخت پرټول افغانستان حکومت کاوه او د مغولو ماليه يې منلې نه وه.

 ۲ - ملك ميرانشاه د شاهنشاه زوم

 ۳- ملك بهرامشاه د شاهنشاه زوی

 ۴ - ملك تاج الدین هرموز د کندهار شمال ته په تیری کښی

 ۵ - حسام الدین جاول په زاول کښي.

 ٦ - پهلوان جلم.

 ۷ - سندان افغان

۸ - احمد توری

 ۹ - مهتر كيورا.

 ۱۰ - مهتر سیورا.

 ۱۱ - رانا كنجر.

 ۱۲ - جمال الدين بهروز كهيرايي  افغاني امير شهنشاه چې تر اوسه يې په مستنګ کښې خپلواك حكومت لاره ملك شمس الدين ته وړانديځ وکړ چې كالني ماليات دې وټاکي چې ور وايې ستوي او د ده وطن ته دې لښکر نه راولي، خو شمس الدين د مستنگ تر بریده پرمخ ولاړ او پر ( ۶۵۱ هـ - ۱۲۵۳م) کال ملك تاج الدين د میرانشاه د افغانستان له خاورې څخه د ۵۰ فرسخه ځمکې حکمران) ورور او نور افغاني ملكان هم ده ته تسلیم شول شمس الدین پر (۶۵۲هـ) کال مستنک کلابند کړ خو امیر شهنشاه بهرامشاه او ميرانشاه له پېنځو زرو جګړنو سره د خاسك كلا ته پناه یو وړه تر او و جګړو او څلورو کلابندیو وروسته شهنشاه او بهرامشاه له نوي تنو خپلوانو سره ووژل شو، خو میرانشاه په ډېره مېړانه د شمس الدین د لښکر پر زړه (قلب) حمله وکړه ترې وووت او سيستان ته يې پناه یووړه پر (۶۵۸ هـ - ۱۲۵۹م) کال بیا مستنګ ته راغی او د شمس الدين مهين له لښکريانو سره په يوه جګړه کښې ووژل شو. د افغانانو بل مرکز د تیرې حصار و چې اوس هم د کندهار شمال ته څلوېښت میله لیرې په همدغه نامه يادېږي د دغه حصار امير المار افغان و، چې د طاير بهادر، قرانوين او سالی نوین لښکرې يې څو واره ماتې کړې وې او د چنګيزيانو اطاعت ته یې غاړه نه وه ايښې، په دغه وخت کښې چې شمس الدین مستنګ ونيو د تیرې پر حصار يې هم يرغل وکړ، المار يې تر سختې جګړې وروسته وواژه او حصار يې امیر حسام الدین جاول د زاول مرادف ته وسپاره د ۶۵۳ هـ ، ۱۲۵۵ م صفره) همدارنګه شعیب نومي پښتون چې یو نومیالی افغان و، د (۶۵۳) (هـ) کال د برات میاشتې پر لومړنيو ورځو له کشمیره را ورګرځېد د تګین آباد په شاوخوا کښې يې د آل کرت پر حکمران یرغل وکړ، خو شمس الدین مهين له خيساره ژر راورسېد او دی یې د کهيرا په حصار کښې وواژه تر هغه وروسته یې د شعیب د تره زوی سندانافغان ته چې په ختمه سورانی و پام شو هغه يې د اوسني بلوچستان) د دوکي په حصار کښې تر سختو جګړو وروسته د جګړې په ډګر کښې وواژه، په دې جګړو کښې خورا لوی جنګيالي لكه د تولك ملك عزالدين، د بغني ملك تاج الدين او ملك تاج الدین كرد د آل كرت د لښکر په مشرتابه جنګېدل (۶۵۴هـ - ۱۲۵٦ م کال منځ په دې جګړې پسې لښکري مشران د سليمان غره تر لمنو پورې په خپلو مخالفينو پسې لاړل چې په لاس به ورتلل وژل يې. د ساجي حصار يې چې د سرحد د نورو پښتنو امیرانو مرکز و، هم تر سختو جګړو وروسته ونيو (۶۵۵هـ) او شمس الدین په تګین آباد کښې، پهلوان مبارز الدين محمد نهی حکمران و ټاکه په خپله هرات ته ولاړ، خو یو کال وروسته يې چې دسیستان ملکانو د خپلواکۍ غږ پورته کاوه د مسعود زوى ملك علي وواژه او د هغه وريرونه ملك نصر الدين او ملك علاء الدين يې مستنگ ته وشړل سيستان يې ټول ونيو بې وسلې يې کې (٦٥٦هـ ۱۲۵۸م) او چې ټول سرکښان یې وټکول نو پر (۶۵۷هـ) کال يې د سد رود پر غاړه د بهکر حصار محاصره کړ او د لسو زرو دینارو او ډېرو ولجو تر اخیستو وروسته بېرته را وګرځېد په دې توګه شمس الدين مهين ټول افغانستان د هرات تر مرکزیت لاندې راوست او تر غوريانو وروسته يې د هېواد یووالی بشپړ کړ. سره له دې چې دغه ويرليدلي هېواد د چنګيزيانو له لاسه ډېر مادي او مانيز ټپونه ليدلي وو خو بیا هم دغه ننګیالي پاچا پر هغو ټپو د سياسي يووالي د ملهم پټۍ کښېښود. پر (۶۵۹ هـ - ١٢٦٠ م) کال چې ملك تاج الدين كرد ياغي شو او د امیر هر موزتيري او امیر هوبو پښتنو سردارانو په ملاتړ د مستنګ کلا ته راغی، ور سره د کرت د لښکر افسرانو ملك اختيار الدين د تولك، محمد نهی او د بغنی تاج الدین جګړې وکړي، شمس الدین تر ( ٦٦٥ هـ - ١٢٦٦ م) کال پورې ايران او نورو ځايو ته د چنګيزي پاچهانو په سفرو کښې اخته پاتې شو، پر (٦٦٦هـ) کال يې د افغانستان په خاوره کښې تر تیرا پورې جنګونه وكړل، هغه خلك يې د ځان تابع کړل او باج يې پرې ومانه. دا چې هرات په همدغو وختو کښې د چنګيز شهزادګانو د جګړې ډګر و، نو ځکه شمس الدين مهين ډډه وکړه او د خیسار په کلا کښې يې ځان ګوښه وساته، همدا و، چې د آباقا لښکر شهزاده براق مات او بیا د پخوانیو ولايتو فرمان د شمس الدین مهین په نامه صادر شو دی یې هرات ته راوست (٦٧۴هـ - ۱۲۷۵م) خو څنګه چې چنګيزي شهزاد ګانو ونه غوښتل چې پر خراسان باندې دې د هغه خپل یو غښتلی سړی حکومت وکړي، په تېره بيا چې شمس الدین مهین خراسان او افغانستان ته سياسي وحدت هم ورکړی و، ځکه نو له ده څخه وېرېدل، اصفهان ته یې وغوښت او په تبريز كښې يې پر (٦٧٦هـ (۱۲۷۸م) کال زهر ورکړل او ويې واژه. تر شمس الدين وروسته يې زوى ملك ركن الدين (د شمس الدين کهین په لقب) پر (٦٧٧هـ) کال په هرات کښې د پلار پر ځای کښېناست، د هرات او خراسان په ودانولو کښې يې زيار ويوست او د عدل او نياو چارې يې پيل کړې تر (٦٧٨هـ) پورې يې د غور خيسار او نورې ټولې کلاوې ونيوې او پر ( ٦٨٠ هـ - ۱۲۸۱ م کال یې د کندهار کلا هم ونیوه، خپل زوی ملك علاء الدين يې په هرات کښې خپل نایب پرېښوو او په خپله د غور د خیسار په کلا کښې كښېناست (٦۸۲) هـ - (۱۲۸۳م) د پلار غوندې يې له چنګيزي شهزادګانو سره د ملګرتيا اړيکي ټينګ کړل، تاتاري هندونوين يې چې د هرات په سيمو کښې يې خلك آزارول ونيو او هرات بيا د شهزاد کانو د يرغلو او کورنیو جګړو له كبله وران شو، ملك شمس الدين كهين په همدغو حالاتو کښې پر (۷۰۵) هـ) کال مړ شو خو يو کال د مخه پر (٦٨٣هـ۱۲۸۴م) کال د ده مشر زوی ملك فخرالدين چې پلار بندي کړی و، له بنديخانې وووت او له خيساره هرات ته ولاړ له هغه ځايه يې خواف فراه او د خراسان نور ښارونه ونیول (۶۸۵ هـ - (۱۲۸۶م) پر (٦٩٧هـ - ١٢٩٧م) کال په هرات کښې پر تخت کښېناست غازان خان د ده حکومت له هراته د سند تر اوبو او امو پورې په رسمیت وپېژاند. فخرالدین علم پالونکی عمران دوسته او ادیب پاچا و، خطیب پوشنجي ربيعي كرت نامه کتاب د ده په نامه نظم کړی دی. ده پر (۷۰۱هـ - (۱۳۰۱م) کال څوواره پر اسفزار یرغل وکړ، خو چې چنګيزي اولجایتو پاچا شو دی یې له هراته مبارکۍ ته ورنغی ځکه نو اولجایتو دانشمند بهادر له لسو زرو سپرو سره د ده د سر ټکولو له پاره هرات ته واستاوه، فخرالدین د غوریو زړور جمال الدين سام د هرات د کلا ساتلو ته وګماره او په خپله د امانکوه کلاته ولاړ نوموړي سام دانشمند بهادر وواژه او د د هغه لښکر يې مات کړ او لجایتوله ډېره غضبه امیر یساول بوجای د دانشمند بهادر زوی له دېرشو زرو سپایانو سره په منډه ورواستول په دغه وخت کښې فخرالدین مر شو (٧٠٦) هـ - ۱۳۰۷م). د سردارانو اختلاف او کاختی سام غوری هم از کړ چې کلا تسلیم کړي په دې توګه په خپله دی او ملګري يې د یساول په حكم ووژل شول. اولجایتو د هرات اسفزار فراه غور او غرجستان حکومت د فخر الدين ورور ملك غياث الدين محمد ته وسپاره (۷۰۷ هـ) دی چې د اولجایتو له حضوره هرات ته ورسید؛ نو غور خيسار او اسفزار يې هم ونیول، خو ځینو امیرانو اولجایتو د ده په اړه بد ګمان کړ، ځکه يې نو پر (۷۱۱) هـ - (۱۳۱۱م) کال خپل اردو ته وغوښت او تر (۷۱۵) هـ - (۱۳۱۵م) پورې يې د بېرته تلو اجازه ورنه کړه د ده تر شا دلدای اوبو جای د بلوالهوېرې پر هراتیانو زور زیاتی کاوه له تاتاري شهزاده ګانو څخه يو عادل شهزاده چې داود خواجه نومید ،غزني بست زابل او تکین آباد لاس ته راوړي وو، خو غياث الدين محمد پر ( ۷۱۵ هـ - (۱۳۱۵م) کال بیا د اولجایتو له درباره د افغانستان تر پايه او د آمو تر وېش پورې د هرات په حکمرانی و ګمارل شو دا مهال چنگيزي شهزادګان او د بدخشان ملك، غياث الدين علیشاه د آمو پر غاړه سره ونښتل او له بدخشان څخه تر بلخ او مرغاب پورې د جګړې ډګر شو، په دې جګړې کښې د دانشمند بهادر زوی بوجای ووژل شو او پر (٧١٦) (هـ) کال د نکو دریان امیر آوجی بلاد غياث الدين له لاسه ووژل شو، خپل نور مخالفین یې هم پر سر وټکول، او د خراسان او سیستان کلاوي يې ونيولې په اسفراز کښې يې ملك قطب الدین په فراه کښې يې ملك ينا لتكين د زره باخرز په حصار کښې يې ملك عبد العزيز او په تولك كښې يې ملك فرخ زاد و ترتيل او پر ( ۷۲۱ هـ - ۱۳۲۱م) کال يې خپل زوی شمس الدین محمد په هرات کښې پر خپل ځای کښېناوه او په خپله حج ته ولاړ، همدا غیاث الدین و، چې پر (٧٢۷ هـ - ١٣٢٦م) کال يې امیر چوپان وواژه پر (۷۲۸ هـ) د ابو سعيد دربار ته ولاړ او پر (۷۲۹) هـ - ۱۳۲۸م) کال چې له حج څخه راغی په هرات کښې مړ شو. د ملك غياث الدین تر مړينې وروسته یې زامن ملك شمس الدين محمد (۷۲۹ - ۷۳۰ هـ) ، ملك حافظ ( ۷۳۰ - ۷۳۲ هـ) او ملك معز الدين حسین ( ۷۳۲ - ۷۷۱ هـ) پاچهی ته ورسیدل ملك معز الدين د آل كرت له نومیاليو او د علم او ادب له پالونکیو څخه و چی مولانا سعدالدین تفتازانی خپل مطول د ده په نامه ولیکه او امیر مسعود د خراسان سربدارانو (٧٣٦) - (۷۸۸هـ) د سلسلې د موسس خواجه عبد الرزاق باشتینی ورور په زاوه کښې له ده سره جګړه وکړه او مات شو د ۷۴۳ هـ - ۱۳۴۲مکال د صفری پر (۱۳) حسین بری و موند او خپل دښمن ته يې كلك ګوزار ورکړ تر هغه وروسته يې په بادغيس کښې د اند خود او شبرغان امیران مات کړل، چې امیر قزغن د آمو د شاخوا څخه راغی هرات یې کلابند کړ، نو پر (۷۵۲ هـ - ۱۳۵۱م) کال یې له هغه سره روغه وکړه، بل کال چې ماورالنهر ته لاړ، د ده په غياب کښې يې ورور امیر باقر د پاچهۍ دعوه وکړه، خو حسین ژر راوګرځېد او باقر يې بندي کړ معزالدین حسین تر ۳۹ کالو پاچهی وروسته پر (۷۷۱) - (۱۳۶۹م) کال مړ شو او زوی يې ملك غياث الدین پر (۷۷۱ هـ - ۷۸۳ (هـ) د ده پر ځای کېناست، دی د سبزوار د - سربدارانو په جګره کښې بریالی شو خپل زوی پیر محمد ته يې د امیر تیمور خورزه وکړه، خو پر ( ۸۳۰هـ - (۱۳۸۱م) چې امیر تیمور هرات ونيو، نو غياث الدين د هغه له زوی پیر محمد او ورور محمد سره مارواء النهر ته تبعيد او پر (۸۳۴) هـ - ۱۳۸۵ م کال وواژه او د آل کرت لری پای ته ورسیده. په سیستان کښې د نیمروز ملکان د آل کرت هممهالي وو، چې د هغوی څرنګوالی مو د صفاريانو د څېړلو په پای کښې راوړی دی، بل کهول چې د آل کرت هممهالی و، د ترنك رود د غاړی د امیرانو کورنۍ هوتکیان، د راتلونکي افغاني هوتکي دولت اسلاف وو چې د غلجيو د کلات د ترنک رود غاړې په غرو کښې يې حکمراني کوله، د چنګيزيانو د يرغلو يې نيوله، چې يو له هغو څخه بابا هوتك د تولر زوی چې پر ٦٦١هـ زیږیدلی او پر ۷۴۰ هـ مړ دی د پښتنو نومیالی عارف او شاعر او د چنګيزيانو په مقابل کښې ستر جنګیالی و تر هغه وروسته یې زوی شیخ ملکیار د (۷۴۹ هـ - ۱۳۴۸م) په شاوخوا کښې نومیالی امیر او د پښتو ژبې شاعر و، چې د ترنك رود پر غاړه يې د دښمنانو په مقابل کښې جګړې کولې، همدغه کهاله پر دوولسمه هجري پېړۍ د کندهار هوتکي دولت جوړ مخهکړ په دغه کتاب کښې دې د هوتکيانو شرح حال وكتل شي شيخ متي خليل (٦٢٣ - ٦٨٨ هـ ) د پښتو صوفي شاعر و محمد د علي بستي زوى د تاريخ سوري مؤلف احمد د سعيد لودي زوی د اعلام اللوذعي في اخبار اللودى - مؤلف (٦٨٦ هـ) شيخ كتمه متي زى خليل د ۷۵۰ هـ په شاوخوا کښې) د لرغوني پښتانه مؤلف هم د افغانستان د دې دورې له علمي کسانو څخه و. ال كرت علمدوسته فاضل پالونکي او و دانپال پاچهان وو، د دوی په وخت کښې د چنګيزيانو له چور او چپاو سره سره علم، ادب او صنعت کرد سره وده وکړه د دوی دربار د پوهانو او شاعرانو د راغونډېدو ځای و د ربیعی پوشنجی کرت ،نامه د تفتازانی ،مطول د هرات تاریخ، دسیفی هروی مجموعه غیاثی از سامنامه او د امیر حسینی غورى نزهة الارواح او زاد المسافرين د آل کرت د دربار له مشهورو مؤلفاتو څخه وو. د هرات د كرت أولاده

 ۱ - ملك كرت د (۵۰۰ هـ) شاوخوا.

۲ - تاج الدین عثمان مرغنی د (٦٠٠ هـ) شاوخوا.

۳ - عز الدين عمر مرغنی د ( ٦٠٠ هـ) شاوخوا .

 ۴ - ابوبکر کرت د (٦٠٠ هـ) شاوخوا .

 ۵ - رکن الدین خیسار د (۶۴۳ هـ) شاوخوا.

 ٦ - ملك شمس الدين محمد مهین د ابی بکر کرت زوی (۶۴۳ - ٦٧٦هـ). 

۷- ملك ركن الدين ملقب په شمس الدین کهین د ابی بکر کرت زوی (۶۷۷ - ۷۰۵ هـ). 

۸- ملك فخر الدين د كهين زوی (۷۰۵ - ۷۰۶ هـ)

 ۹ - ملك غياث الدين محمد د كهين زوی (۷۰۶ - ۷۲۹ هـ)

 ۱۰ - ملك شمس الدين د غیاث الدین محمد زوی ( ۷۲۹ - ۷۳۰هـ)

 ۱۱ - ملك حافظ د غیاث الدین محمد زوی ۷۳۰ - ۷۳۲ هـ)

 ۱۲- ملك معز الدين د غیاث الدین محمد زوی ( ۷۳۲ - ۷۷۱ هـ).

 ۱۳ - باقر د غياث الدين زوی ( ۷۵۳ هـ). 

 ۱۴ - ملك غياث الدین پیر علی د معز الدين زوی (۷۷۱) . ۷۸۳هـ). ( ٦١ شجرې ته دې وكتل وشي.

 اخمخ

 تاریخ هرات د سیفی - د تعدیل در نسب نامه آل کرت" مقاله د آريانا په مجله کښې د حبيبي په قلم - تاريخ ايران در عصر مغول د عباس اقبال - پته خزانه - لب التواريخ - تاریخ سیستان - تاریخ ادبیات ایران ۴ توك د براون - تاریخ ادبیات پښتو ۲ ټوك - تزك تيموري - حبيب السير - روضة الصفا - طبقات ناصري