د اسپه کورنۍ

د افغانستان پخوانی تاریخ دریم

هغه پادشاهان چه تردغه ځای د پوری د «پاراداتا» (بلخی پیشدادی) او کاوی، کاوه، کاویانی او کیانی د کورنیو په نامه او په بېلو بیلو نومونو یاد شول هغه سلسله پادشاهان دی چه د هغوی خاطری د اوستا د پاره هم خورا دیر قدامت لری، لکه چه په ویدی دوره  کښی د هغوی د ځینو کسانو په باب کښی د (ودا) شهادت مو هم بیان کړ، دوی هغه کسان وو چه د اوستا یشتونو دوی ته د (آریانم هورينو ) او ( کاويم هو رينو) یعنی د آریانی شاهی د بدبی او د کیانی سلطنتی عظمت او جاه و جلال نسبت کړی دی، په بل عبارت ویلی شو چه په آریانا کښی آریائی سلطنت لومړی ځل د (پاراداتا) د سلالی د پادشاهانو په لاس تشکیل شوی دی، او د هغوی نه وروسته پاچاهی د کاوی کورنۍ په برخه شوی ده، او دوی هم د پخوانیو اساساتو سره سم د آریانا په خاوره کښی پاچاهی کړی ده، دغه پاچاهان د مهاجرت له زمانی نه پخوا د باختری آریائیانو د مشترکی کتلی پادشاهان شمیرل کیږی ځکه چه بیله دغه صورت نه ئی هیڅ امکان نه درلود چه د هغوی نومونه اوخاطری څه ناڅه په يو تعبیر په ویدی او اوستائی سرودونو کښی وموندل شی، او یا په بله ژبه دوی هماغه د آریانا د قبل التاريخ د زمانی پادشاهان دی.

ځکه تر هغه ځایه پوری چه نن ورځ د روایاتو نه معلومیږی نوشته ځمونږ د هیواد په شمالی برخو کی د ویشتاسپه د زمانی سره د اوستا په لیکنو کښی د غوائی په پوستکو شوی ده په هر صورت دا مسئله باید په نظر کی ونیوله شی چه د دغو پاچایانو خاطری د اوستا د پاره خورا ډیر قدامت لری او هـر څومره چه د «یاما پاچا» نه راپدی خوا را شو او هغو پاچایانو ته نژدی شو چه د نومونو آخرئی د اسپه کلمه تمامږی. گورو چه خاطری هم ورو په ورو نوى کيږى پدى اساس ویلی شو چه د آریانا د پخوانيو پاچايانو څخه وروستی پاچا د «پاراداتا» او «کاوی» د ټولگیو نه ډیر زیات خپل داستانی خاصیتونه له لاسه ورکړی او تاریخی دورو ته نژدی شوی دی. لکه چه د (۱۵۰۰ق م) په شاوخوا کی مدققین په باختر کی د یوی لوئی اوزو روری امپراطورۍ په وجود قایل دی او دغه مدققین ویشت اسپه ( گشتاسپه) چه د بلخی زر تشتر سپنتمان او د اوستا معاصره ده د (۱۰۰۰ ق م) په شاو خوا کی ټاکی. 

آس او باختر: - هر کله چه د (اسپه) (آس) کلمه د دی سلسلی د پاچایانو د نومونو په پای کی راغلی ده نو ځکه د ځینو خلکو د حیرانتیا د رفع کولو د پاره او په عین زمان کی د باختری آریائیانو په ژوندانه کی د آس د اهمیت ښکاره کولو د پاره څو کرښی ليکو:

آریائیانو په هغه وخت کی چه په «آریانا ویجه» ( د اکوس په پاسنۍ حوضه او «سر دریا» او د هغه ځای په شاوخوا ځایو) کی ژوندون کاوه نو دوی د مغلی نژاد و قومونو او توریایانو سره د نژدیوالی له کبله د تورانی اقوامو څخه د آس روزنه زده کړه او په نتیجه کی همدغه کار که په اروپا کښی و او که د آسیا په نورو ځايو  د دوی د حرکت او خپریدلو او همدارنگه د نویو ځمکو په نیولو کښی د دوی د کاميابيو مهم او چټک عامل و گرځید آریائیانو په باختر کی د اوږدی هستوگنی په موده کی آس او د آس روزنی ته خورا ډیره توجه وکړه او هر کله چه د باختر آوار او پراخ میدانونه د دی قسم حيواناتو د روزنی د پاره ډیر مساعد وو د آس ډیر ښه نسل په همدغه ځای کی مینځ ته راغی او له هغی زمانی نه تراوسه پوری پیدا کیږی  د مخه مو په و یدی عصر کښی د آسونو او د آس زغلول او د آس د سپرلۍ اهمیت بیان کړ (۱۳۲مخ) په اوستائی دوره کی پخپله د اوستا په شهادت د آس اهمیت په باختر اود آریانا په نورو ځایو کی ښه څرگندیږی او ویلی شو چه آریائی ټولنی تولی د آس په سپرلی پوه او بلدی وی لکه چه اوس هم د باختر پراخ میدانونه د پورتنی جلی مصداق کیدای شی. 

د لويو کورنيو رئیسانو هر یو به ځانته ځانته د آسونو گلی درلودلې چه شمیر به ئی زرهاؤ نه رسیده او دوی هر یوه د خپلو اسونو د وزنی له مخی په بیلو بیلو صفاتو یاد او مسمی شوی وو لکه: کرساسپه (د ډ گر آس څښتن) اروت اسپه د (چابک او چالات اس خاوند) پوروشسپه د (زور آس څښتن) ا جیت اسپه (د قیمتی آس څښتن) خواسپه (د ښه آس خاوند) او نور داسی. دغه رنگه بلخ ته د نژدی ښارونو څخه یو ښار چه د ښو او ښکلو او اعلی آسونو په لرلو سره مشهور ؤ د زراسپه یا (د سرو زرو آس په نامه یادیده او د دغه ښار نوم د کلاسیکی مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو تر زمانی پوری شهرت درلود. 

که څه هم هغه کسان چه مونږ ئی د اسپی د کورنیو په نامه یا دوو په حقیقت کی دوی د بلخ د کاوی (کیانی) پاچایانو وروستنی کسان دی او د هغوی د سلسلی په تعقیب پاچائی ته رسیدلی دی او اوستا هغوی ته د (کاوی) لقب ور کړی دی او نوو منابعو هم هغوی (کیانی) او (کی) بللی دی۔ سره د دې د کورنۍ د مستقیمی خپلوۍ او پیوند له نقطی نظره څخه د هغوی نه توپیر لری. 

د اوستا په زمیا دیشت او فروردین یشت کی د کاوی (کیانی) سلسله کاوه هوسراوا یعنی کی خسرو ته رسیږی او ځینی مدققین هم د اوستا په استناد (د کاوی) د کورنۍ شجره په همدغه پاچا پای ته رسوی، نو د اوستا صريح شهادت د یوی خوا ته او د اسپی د کلمی وجود د دوی د نومونو په آخر کښی د بلی خوا ته د هغوی او د نورو کاوی (کیانی) پاچایانو د بيلتون او جدائی عامل گرزیدلې دی. نو له دې جهته ځینو مدققينو له هغوی نه یوه ټولنه د (اسپی پاچایانو) په نامه بیله کړی ده هر کله چه دا رویه د آریانا د شاهی کورنیو او د هغوی د دورو په جدائی او د موضوع په آساننیا  کښی ډیره مرسته کوی نو مونږ په دغه اثر د هغه مراعات کوو او که چېری و غواړو چه نوموړې ډله په کیانی کورنۍ پوری و تړو نو کولای شو چه هغه د کیانی اسپه په ډله وبولو. 

اروت اسپه (لهراسپه): د هغو پاچایانو سر حلقه چه د هغوی د نومونو په پای کښی اسپه (آس) راځی یا په بله ژبه هغه پاچایان چه کاوه هوسراوا (کی خسرو) نه وروسته په بخدی کی د آریانا پر تخت ناست دی په اوستا کی د اروت اسپه Aurvatcpa په نامه یاد شوی دی.

چه د (لهراسپه) نوو منابعو نه عبارت دی. 

لکه چه لېدل کیږی د ده د نامه په آخر کښی د اسپه (آس) کلمه راغلې ده نو د نوم له مخی دی د (چابکو آسونو خاوند) بللی شو، جرمنی دیونکر مدقق د اوستا د مطالعاتو له رویه د (اروت اسپه) نسبی سلسله ترمنو چیترا (منوچهر) «ایریو» (ایرج) پوری رسوی. 

اوستا د دغه پاچا او هم د ده د سلطنت د گذارشاتو په باب کښی څه زيات بیان نه کوی بلکه دغه پاچا زیاتره د خپل زوی (ويست اسپه) په واسطه شهرت موندلی دی اروت سپه دوه زامن لرل چه یوئی (ویست اسپه) او بل ئی ( زری واری) Zarivari نومیده د نور نکلو او د استا نو له مخی معلومیږی چه ( لهراسپه) په باختر کښی ډیرې آبادی او ودانۍ کړی وی. ویست اسپه (کشتاسپه): د «اروت اسپه» ( لهراسپه) نه وروسته د ده زوی  (ویست اسپه) چه په نوو قصو او نکلوکښی  د (کشتاسپه) یا ( کشتاسپ) په نامه یادیږی د بخدی په تخت کیناست، ویست اسپه يو غښتلی او زړور سړی او یو قوی او توریالی جگړه مار پاچا ؤ، هغه شی چه د ده د پاچائی په دوره کښی د ده د افتخار سبب او په عین زمان کښی د ده د شهرت موجب گرځېدلی دی دا دی چه (زرتشتر سپنتمان) د زرتشتری او اوستا د دین مؤسس د ده په زمانه په باختر کښې پیدا شوی دی.

هر کله چه د (زرا تشترا) او (ويست اسپه) تر منځ ارتباط او تعلق زمونږ د مملکت د اوستائی دوری د تاریخ له مهمو موضوعاتو څخه يوه موضوع ده او د اوستا له دوری نه وروسته د اسلامی زمانی منابعو هم ورځنی بحث کړی دی او مدققينو د زمان او مکان په لحاظ په او ستا کښی د یادو شوو پیښو او واقعاتو د ټاکلو او تثبيت د پاره د هغو په شاوخوا کښی ډیر تحقیقات کړی دی نو د ټولو نه لومړی غواړو چه د اوستا د متن په شهادت د هغو بیان و کړو:

د زرا تشترا، او (ويست اسپه) او د (هوتا وسا Hutaosa) د ملکې تعلقات او ارتباط په ابان یشت او گوش یشت کښی یاد شوی دی. زرا تشترا په ابان یشت ۱۰۵ فقره کښی وائی چه: ای اروی سوراښی اناهیتا زما سره مرسته وکړه چه زړور کاوی ویشتاسپه د اروت اسپه زوی دی ته راو اړوم چه د دین او آئین په اساس

فکر وکړی، د دین په اساس وغږیږی او د دین د مقتضا سره سم تگ و کړی. 

زرا تشترا د گوش یشت په ۲۶ فقره کی د «گوش» یا (درواسپه) څخه غواړی چه «هوتاوسا» د (ویشتاسپه) ښځه پخپل دین کی شامله کړی.

«ای ښه درواسپه چه ته د ښو اعمالو څښتن یی ځما سره مرسته وکړه چه ښه او نجیبه «هوتا وسا» دې ته مجبوره کړای شم چه د دین پر اساس فکر وکړی د دین پر اساس و غږیږی او د دین پر اساس لاړه شی او ځما د دین اصول به اطرافو کښی خپاره کړی.» 

د دی پورتنیو دوو پارچو نه معلومیږی چه زرتشتر او ویشتاسپه او  «هوتاوسا» د باختر ملکه ټول په یوه زمانه کی سره اوسیدل اکثره خلق دا عقیده اری چه زراتشترا او ویشتاسپه په بلخ ښکلی بخدی کی سره کتلی دی وائی هغه وخت چه زرتشتر د بلخ په شاهی ټولنه کښی حاضر شو دیرش کسه باختری عالمان او پوهان ئی ښی لاس ته او دیرش کسه ئی کین لاس ته ناست وو او مشاجری او مباحثی تر دریو ورځو پوری اوږدی شوی ترهغه چه په پای کی زرتشتر د ټولو علماؤ قناعت لاس ته راووست او ویشتاسپه هم د ده دین ومانه دا هم ویل کیږی چه پاچا بیا هم د نوی مذهب په قبلولو کی تردد درلود او زرتشتر کوشش وکړ او باختری ملکه ئی د خپل دین پیروه وگرځوله او د هغه نفوذ له کبله چه دې ملکې پرخپل میړه باندی درلود د زوتشتر دین پر پاچا او د سلطنتی کورنۍ پر نورو اعضاوو باندی تاثیر وکړ او په نتیجه کی پخپله ویشتاسپه او د ده زوی چه په اوستا کښی د «سپنیتو داتا» په نامه ذکر شوی دی او د اسفندیار نه عبارت دی او (زری ماری) د «ویشتاسیه » ورور چه په نوو داستانو کی د «زریر» په نامه یاد شوی دی ټول په نوی دین کښی داخل شول او هر یو د باختری دین په خپرولو کی کوششونه وکړل.

زرتشتر سر بیره په باختری سلطنتی کورنۍ د بلخ نورې سترې او با نفوذه کورنۍ ئی هم د ځان او د خپل دین طرفدارانې کړی چه د هغو له جملی نه یوه هماغه د د «هوگوا» Hvogva معروفه او مقتدره کورنۍ وه چه د باختر د پخوانيو کورنیو په ډله کې شامله وه او نامتو میړونه د دی کورنۍ نه مینځ ته راغلی دی او د «ویشتاسپه» د پاچاهی په وخت کی د باختری پاچا وزیر چه «جم اسپه» نومید د همدغی کورنۍ څخه ؤ. دی او د ده ورور «فراستو سترا» له مقتدرو اشخاصو څخه وو او په سلطنتی دربار کی ئی ډیر نفوذ درلوده زرتشتر پس له هغه نه چه دغه دوه ورونه ئی د ځان طرفداران کړل او خپل نظریات ئی پری ومنل. نو د دوی سره ئی د دوستۍ او خپلوۍ رابطه هم پیدا کړه زردشتر هغوی ته ئی یوه لور ورکړه او هغوی نه ئی ځانته ښځه وکړه لکه چه دغه مطالب د دغه فصل په لومړی برخه کښی د زرتشتر سپنتمان د شخصیت په بحث کښی وويل شول.

لنډه دا په هغه ترتیب چه وویل شو زرتشترا په دغه خبره ښه پوه شوی ؤ چه باختری ریشییان او پوهان به په آسانۍ سره د ده ریفورم قبول نکړی او د ده پیروی به ونکړی او د خپل مقصد د پرمخ بیولو دپاره ئی زیار وایست چه پخپله پاچا او ملکه او د سلطنتی کورنۍ غړی او وزیران او لویی او مقتدرې کورنۍ قانع او د خپلو افکارو طرفدارانې کړی، او هغه وخت به په سلطنتی قواؤ او د لویو کسانو د نفوذ او اقتدار په واسطه د ده ریفورم پخپله د عمل جامى واغوندی او خپور به شی، د ده دغه سنجش او رویه گتوره ثابته شوه دزرتشتر دین په ټول مملکت کښی د رسمی دين په حيث ومنل شو. او ویشتاسپه حکم وکړ چه اوستا د سرو زرو په اوبو د غویی په پوستکی ولیکل شی او په ټولو معابدو باندی دی ووېشل شي. 

د دی نه وروسته ویشتاسپه (کشتاسب) د زرتشتر د دین پالونکی شو، اودده اودده د زوی په سلطنتی قوه او د ده د مقتدرو وزیرانو په همکاری د اوستا قوانین او تهذیب نه یواځی په توله آریانا کی بلکه د آریانا د سرحداتو نه د باندی هم تیت و پرک شو.

پخپله وبشتاسپه د یوی آتشکدی په جوړولو کی اقدام وکر لکه چه د بنداهش ۱۷ فصل دغه کار ته اشاره کوی او دقیقی هم په ښکاره ډول وائی چه گشتاسب یوه آتشکده یا د مهر برزین با برزین مهر) په بامه جوړه کړې ده، بنداهش دا آتشکده دریمه لویه آتشکده گڼی او وائی چه د گشتاسب د سلطنت په وخت کی دا آتشکده په خراسان کی د Raevangta د غره په سر جوړه شوی وه بنداهش په بل ځای کښی بیا وائی (آتش فروبه) چه د روحانیونو اورؤ و آتشکده ئی د خوارزم د غره په سر جوړه شوی وه د هغه ځای نه نقله او کابلستان ته راوړل شوه په شاتر وئی ها Shatroiha د اوستائی نخی په ۹ــ۸ فقرو  چه د سمرقند نه لاس ته رغلی ده لیکل شوی دی چه سپند دات Spand-da د ویشتاسب زوی په بخل باميک Bakhl-Bamik کي د نوازک Navazak د ښار بناء کیښوده او په دغه ځای کی ئی د «وهران» با عظمته آتشکده بنا کړه بايد ووايو چه زمونږ مقصد دلته د هغو آتشکدو یادول نه دی چه وروسته د آریانا په نورو نقاطو کی او خصوصاً په سیستان او د هیرمند په حوضه کښی آبادې شوی دی یواځی دا مسئله مو بیان کړه چه څنگه ویشتاسپه او د ده زوی د آتشکدو په جوړولو کښی او د زرتشتری د دین په پالنه کی زیارونه وایستل. 

د ويشتاسپه جنگونه:- د ویشتاسپه د ژوند او سلطنت دوهمه برخه چه د تاریخ او خصوصاً د آریانا د پخوانی تاریخ له نقطي نظره د ویلو او ذکر وړ دی د هغی جگړی موضوع ده چه ده د مملکت د پخوانيو سلالو او خصوصاً د کاوی د پاچایانو د خارجی سیاست په تعقیب کړی ده او دا هغه جنگونه دی چه د بدوی توریایانو او نورو غیر آریائی عناصرو پر ضد شوی دی چه دوی د سر دریا د هغی خوانه د سر دریا او آمو دریا ترمنځ حوزه کښی خپاره شوی وو د ويشتاسپه د اقداماتو دا برخه د آبان یشت په (۱۰۸) او (۱۰۹) فقره او د گوش یشت (۲۹-۳۰-۳۱- فقره ) ا د اوردیشت (۴٩-۵٠-۵١ ) فقره کښی یاده شوی ده. او هر کله چه د ویشتاسپه د مخالفينو نومونه پکښى لږ څه متفاوت راغلی دی نو اول د هغو په ترجمه پیل کوو:

د آبان یشت ۱۰۸ - ۱۰۹ فقری:

« کاوی لوی ویشتاسپه د (فراز داناوا)، د سیند هغی خواته سل آسونه، زر غوائی او لس زره پسونه «داناهیتا» دپاره قربانی کړل او وې غوښتل چه ماته هغومره زور او توان راکړه چه بی دین «تاتریاوانت» « یشا نا» د دیوانو پرستش کوونکی او شریر «ارجت اسپه» نیست او نابود کړم؟ 

د گوش یشت ۲۹ - ۳۰ - ۳۱ فقری:

«کاوی لوی ویشتاسپه د (دی نیا)، د سیند له هغی خواته د «درو اسپه» دپاره زرغوائی او لس زره پسونه قربانی کړل او وی غوښتل چه ما ته هغومره توان راکړه چه د (اشته اروانت) د «ویسپا توروو – آشتی» د زوی حملی او يرغلونه چه په ټولو باندی ئی ظلم کړی او د اوسپنی خول او د اوسپنی زغره او کلک گريوان لري او په اوو سوو اوښانو باندی ئی د غنیمت مالونه چلول رد کړم او د (هیونی) د قام ذغله ارجت آسپه حملی زری کړم او د (درشیتیکا) د شیطانانو پرستش کوونکی، حملی ردې کړم او وې غوښتل چه (تا تريا وانت) چه د ناؤړه او خراب دیانت خاوند دی ووژلی شم او (سپین جور وشا) د شياطينو پرستش کوونکی ووژلی شم او د (وردهکا) قومونه د (هيوناها) له اطاعت نه خلاص کړی شم او د هیوناها قومونه په پنځوس گونو او سل گونو سل گونو او په زرگونو زرگونو او په مليونو مليونو او په ملياردو به قتل ورسوم،  ویشتاسپه عيناً دغه غوښتنی د اردیشت په ۴٩ـ ۵٠ - ۵١ فقراتو کښی کوی.

* * *

په لو مړی پارچه کی ویشتاسپه خپلې قربانۍ د «فرازداناوا» د سيند په غاړه یا هغی خواته کوی ځینی مدتقين۳۰۶ دا ځاى د سیستان د کوچنيو کوچنیو سیندو څخه بولی د دارمستتر د تذکراتو سره سم پهلوی شهنامه د یوې داسې با عظمته قربانی نکل او قصه کوی چه ویشتاسپه په یوځای کشی چه (بست واری Bastavari) نومېده یعنی په هغه ځای  و کړه چه د ده زوی ده «بست» ښاره وان کړ.

په «شاتروئيها » د اوستا د نسخی په ٣۶٠ فقره کښی چه په پهلوی ژبه ده او د سمرقند نه پیدا شوی او تاریخ کی تر ۸۰۰ مسیحی کال پوری رسیږی لیکل شوی دی: «بست وار د زریر زوی د «بست» ښار ودان کړ او په دغه وخت کی ویشتاسب پاچا په (فراز دان) کی د مذهب په تقدس باندى بوخت ؤ او د ویشتاسپ او د نورو نجيبانو اصل له هماغه ځای نه ؤ د دغو تبصرو او یاد داشتونه او مخصوصاً د سمرقند د پهلوی اوستا د صريحو اشاراتو نه څو شيان معلومییږی: لومړی دا چه « بست وار» د زریر زوی او د ویستاسپه وراره ؤ نه لکه چه پهلوی شاهنامه وائی چه د ده زوی ؤ. 

دوهم: داسی معلومیږی چه د بست ښار په هغه وخت کی چه ویشتاسپه په سیستان کی ؤ  (که د خپل پلار له خوا لهراسپ چه د باختر یا چاؤ دلته ئی د نايب السلطنة په حيث حکومت کاوه او که د خپل سلطنت په وخت کښی د دوری او یا د خپلو داخلی مخالفینو د سرکوبۍ یا د جنوب غربی سرحداتو په مقابل کښی د خارجی جنگ او مقابلی دپاره راغلی ؤ د «بست وار» یا «بسته واری» د ده د وراره له خوا ودان شوی دی.

دریم: (فرازداناوا). که د کوم سیند نوم وی نو دا ښکاره خبره ده چه د هغه نه مقصد ښکته هیرمند دی چه د بست له څنگه تیریږی او که کومه دریاچه وی او طبعاً د سیستان د هامون د دریاچو څخه به کومه دریاچه وی، نو پدی صورت کښی د باختر د پاچا یعنی د ویشتاسپه جنگونه د هغو درېو کسانو سره چه په لومړی پارچه کی یاد شوی او بی دینان او د ديوانو اوشريرانو پرستش کوونکی وو د سیستان د هامون په شاوخوا کی یا د آریانا د جنوب غربی سرحداتونه هغی خوا ته شوی دی او د باختر پاچا پر هغوی باندی بریالی شوی دی.

* * *

په دوهمه پارچه کی چه د گوش یشت نه ترجمه شوی ده ویشتاسپه خپلی لویې قربانۍ گانی د«دیتیا» ، دسیند په غاړه یا هغی خوا ته کوی نو هر کله چه اکثرو مدقنينو د دغه سیند نه چه د «دیتیا» او «وانگهود يتيا» په نومونو د اکوس سیند یا د آمو دریا په سیند تعبیر کړی دی نو د ویشتاسپه د جنگونو د دی برخی مخه ماوراءلنهر ته وه او د «توریا» او (هونا) د قومونو او د رئیسانو او مشرانو په مقابل کی شوی دی.

حاجت نه لری چه د هغو مخالفينو نومونه چه په نوموړی پارچه کی ذکر شوی دی بیا ئی دلته یاد کړو د هغوی د ډلی نه یوکس (ارجت اسپه) دی چه نسبتاً شهرت هم لری او په شاهنامه کی هم ذکر شوی او د تورانی افراسیاب ورور ؤ د نوموړی پارچی د شرحی نه معلومیږی چه هغوی د اوسپنی خول او د زغرو خاوندان وو او مخصوصاً د هغوى کلک گریوان ته هم اشاره شوی ده او معلومیبږی چه دوی د غاړی له کومه ټوټه او يا تورشیان تاوول چه کومه کلکه ضربه او صدمه ورته و نه رسیږی او دا هم معلومیږی چه دوی د زور او قوت خاوندان وو او ډیر ظلمونه ئی کړی وو او د غنیمت مالونه به ئی په اوښانو باندی چه شمیر ئی دلته (۷۰۰) لیکل شوی دی چلول دلته د ارجت اسپه نسبت «هیونی» یا «هونا» قام ته شوی دی،  مگر نه معلومیږی چه دوی د وینی له نقطی نظره بدوی آریائیان و و یا نه، یواځی دومره معلومیږی چه د اوستا د دین پیروی ئی نه کوله. 

په هر حال ویشتاسپه د آریانا پاچا پسی له هغی ورځی نه چه د اوستا دین ئی ومانه د نوموری دین یو لوی حامی او پالونکی شو او څرنگه چه د «کلوویس» د مسیحی دین او آشوکا او لوی کنیشکاه بودا دین په خپرولو کی زیارونه وايستل ویشتاسپه هم د زرتشتر د دین او د اوستائی قوانینو د عموميت خپریدلو د پاره ډېر زیار وایست.

کاوی ویشتاسپه په اوستا کی د (کبیر) یعنی د لوی په عنوان یاد شوی دی او د آریانا د ډېرو مقتدرو اوپياوړو پاچاهانو څخه ؤ. لکه چه په مخ کی پاڼو کښی مووويل سربیره پر دی چه د ده یوه سلسله خاطری په بلخ پوری ارتباط لری دی او د ده ورور «زریر» د هیرمند په حوزه او د بست په ښار او د هامون او سيستان په شاؤخوا کی د عمران او آبادۍ او د ښارونو او آتشکدو دود انولو خاطرې لری او دغه خاطرات دومره زيات په دغو دواړو کسانو پوری ارتباط لری چه د ډیرو احتمالاتو له مخی ویلی شو چه و یشتاسپه او زریر په هر عنوان چه وو د خپل ژوند یوه برخه د هیرمند په حوضه د بست په ښار او زرنج د سیستان په مرکز کی پای ته رسولې ده او د دوی د عمراناتو او آ بادیو له یادگارونه د بست ښار په خاطرو او حتی د اوستا او بنداهش په ځينو نسخو او پهلوی ماخذو کی تر اوسه پاتی دی. 

ویست اسپه د (کاره هوسرا ) (کی خسرو) په شان د باختری آریائی تهذيب د دښمنانو په ورک کولو او لېزی کولو کښی ډېر کو ښښ و کړ او پدى لياره کى ئى د خيلو پخوانيو پاچاهانو سیاست تعقیب کړی او پېروی ئی کړې ده او د ماورالنهر او د هامون په ماورای غربی بر خه کښی خپل مخالفین او دښمنان ئی په سزا ورسول او بالاخره لکه چه په زمیادیشت ۸۷ فقره کی راغلی دی ویشتاسپه هغه رشید او زړه ور پاچا پر «تریا دانت» د «ویشانا»د ناکاره دین پیرو او د ديوانو پرستش کونکی او همدارنگه پر شریر «ارجت اسپه» او په نورو «هیونی» بد کارانو باندی بریالی شو.

د گشتاسپ پاچا د زرتشتر د حامی                       د دی د پاره چه نوموړو کسانو په 

                                                                  مینځ کی اشتباهات لری شی نو لازمه 

او د داریوش د پلار په مینځ کښی فرق                  ده چه دلته یوه بله مسئله هم د څیړنی 

لاندى ونيسو او واضحه ئى کړو او هغه دا ده چه گشتاسپ د زرتشتر حامی چه د ده د پاچاهی مرکز په بلخ کی ؤ د هغه گشتاسپ نه جدا ؤ چه د فارس د هخامنشی پاچا یعنی د داریوش پلار ؤ تر ټولو د مخه باید دغه وویل شی چه زردشت او گشتاسپ دوه عمومی نومونه دی او د هغو تيرو شوو گشتاسپانو څخه یو تن هم د هخامنشی پاچا (داریوش) پلار دی ځینی خلق د اشتباهاتو په لړ کی تیروتلی او گشتاسپ د داریوش پلار ئی د زرتشتر معاصر او پالونکی بللی دی، حال دا چه دا مسئله سرتر پایه غلطه او بی اساسه ده. د دی فصل به لومړيو برخو کې مو وویل چه د اوستا کتاب هیڅ کله هخامنشیان نه پیژنی او د دوی د هېڅ يو نومونه نه یادوی او حتی د اوستا په نوو برخو کی چه په پارتی او ساسانی عصر کښی يعنې د هخامنشيانو د برم او عظمت د دوری د ختمېدر نه وروسته غونډی شوی دې بياهم د هخامنشیانو پته نه معلومیږی او بایده دی چه نه وی معلومه ځکه چه د زمان او مکان له نقطى نظره څخه د اوستا او هخامنشیانو په مینځ  ډیره فاصله موجوده ده سربیره په دی چه د داریوش د پلار او د بلخی زرتشتر او د باختر د پاچا یعنی و یشتاسپه (گشتاسپ) د زمانو په مینځ کی (۵٠٠) کاله فاصله شته دا شی چه د داریوش پلار پاچا نه ؤ يوبل دلیل دی چه دغه ډول مفکوری له مینځه لری کوی. داریوش پخپلو ليکنو کښی هغه وخت چه د ځان او د خپل پلار په حقله څه وائی هیڅکله خپل پلار پاچا نه بولی او د ده پلار هیڅ کله پاچاهی نده کړی. لکه چه بیان شو ویشتاسپه د باختر پاچا د زرتشتر سپنتمان حامی د هغو تشریحاتو له مخی چه بیان مو کړل د بلخی اسپه د کورنۍ د پاچا یانو څخه یو پاچا دی چه اوستا هغه د (لوی کی ویشتاسپه) په عنوان یاد کړی دی.

زری ویری: زری ویری چه په نوو منابعو او داستانو کی د «زویر» په نامه یادیږی د باختر د پاچا یعنی د ویشتاسپه ورور دی. د اوستا له مخی نه معلومیږی چه دی به هم پاچاهۍ ته رسیدلی وی مگردی هم په اوستا او هم په شاهنامو او هم په نورو منابعو کی د یو پهلوان او د هیواد د مدافع په حیث یاد شوی دی. په آبان یشت ۱۱۲ -۱۱۳ فقراتو کی ده هم د خپل ورور ویشتاسپه په شان لوئی لوئی قربانۍ گانی د  «دیتیا» (آمو دریا) د سیند په غاړه ورکړی او ده «اناهیتا» نه ئی غوښتی دی چه د (پشو سينغا) هوماياکا او ارجت اسپه سره جنگونه وکړی او هغوی ته ماتې ورکړی او مغلوب ئی کړی دا دوه که چه ارجت اسپه د افراسیاب د ورور سره یوځای یاد شوی دی مجهول الهویت کسان دی مگر بیا هم دومره معلومیږی چه دوی د توریائیانو د رئیسانو له ډلی څخه دی. 

ډیر احتمال لری چه (زرير) د خپل ورور له خوا نه د هیرمند یا د ټول سیستان په حوزه کښی د نایب السلطنه یا د نایب الحکومه په حیث حکمرانی کړی ده د ده خاطری هم په سیستان کی ډیری دی او لکه چه د سمرقند د پهلوی اوستا د نسخی د شهادت سره سم مو وویل د ده زوی «بست واری» د بست د ښار بنا ایښی ده. 

د هوگوا کورنۍ  دا کورنۍ له هغو لویو باخترې کورنيو څخه ده چه د آریانی دولت په اداری او نظامی او مذهبی او سیاسی چارو کښی ئی د ویشتاسپه او زرتشتر په زمانه کښی مهم رول لوبولی دی. د زرتشتر د ظهور او پیدایښت سره سم  دا کورنۍ د ویشتاسپه او زرتشتر په مینځ کی يوه رابطه وه ځکه چه د دی کورنۍ  د غړيو څخه یو کس چه د «جم اسپه» نومیده د ویشتاسپه صدراعظم ؤ او د ده ورور «فراشو شترا» د هغی خپلوۍ له درکه چه د زراتشترا سره ئی درلوده د ده خسر گڼل کیده سر بېره په دې هر کله چه پخپله زرا تشترا خپله لور هم جم اسپه ته واده کړې وه نو جم اسپه د ده زو م ؤ. نو پدی ترتیب زراتشترا د «هو گوا» یا «هو گوئی» د کورنۍ سره خپلوی پیدا کړی وه  داوستا په فروردین یشت ۱۰۳ فقره کی جم اسپه او د ده ورور «فراشوشترا» د زرتشتری دین د مقدسینو په ډله کی شمیرل شوی دی، د دې دوو کسانو او همدارنگه د دې کورنۍ د نورو غړیو رول د هيواد په ساتنه او د معارف او د اوستائی تهذیب په خپرونه کی ډیر زیات او د ویلو وړ دی. د دوی د همکاری په واسطه نه یوازی د باختر توره بریالۍ شوه بلکه د آریائی دین، صول، مفکوری، قوانین، تهذیب او مدنیت هم دهیواد نه بهر مخصوصاً په هغو ځایو کی چه توریایان پکښی اوسیدل خپاره شول.

سپنتودانا: هر کله چه زرتشتر او پخوانۍ باختری اوستا د ویشتاسپه په عصر کی مینځ ته راغلی دی د آریانا د پخوانیو پاچایانو د نومونو د یادولو له نقطى نظره څخه اوستا پخپل معاصر پاچا ویشتاسپه باندی متوقفه کیږی، سره د دی هم لکه چه و مولېدل د (زری واری) د ویشتاسپه ورور او د ده دوراره «بست واری» د زریواری (زویر) زوی او د پاچا د وزیر «جم اسپه» او د ده د ورور د «فراشوشترا» نومونه یادوی، اوستا تر خپل معاصر پاچا پوری دآریانا د سلطنتی کورنیو د پاچایانو نومونه بیانوی او د دغه کتاب چوپوالی د وروستنیو وقایعو په باب کښی چه یو طبیعی شی دی د دی خبری دلیل نشی کیدای چه د حکومت او پاچائی سلسله به په ویشتاسپه سره په بخدی کی شلیدی وی. «دونکر» جرمنی عالم ویشتاسپه د زامنو شمیر ۲۹ تنو ته رسوی او زیاتوی چه اوستا د دوی نه یواځی: «سپنتو داتا» (اسفند یار) نوم یا دوی اوس چه صحيحه او تحت اللفظی ترجمه ئی «سفید داد» دی او په اصطلاحی صورت د هغه نه د «اسفند یار» جوړ شوی دی اسفند یار خو یو ډیر عقلمند او هوښيار ځلمى ؤ او مخصوصاً په جنگی فنونو کی ئی ډیر مهارت درلود او هغه وخت چه د ده پلار د توریایانو سره په جگړه بوخت ؤ ده ډیر لیاقت او زړه ورتوب ښکاره کړ او حتى د خپل پلار د فتوحاتو اساسی عامل و گڼل شو. 

که څه هم د اوستا نه په واضح ډول د «سپنتو داتا» پاچاهی نه معلومیږی مگر احتمال لری چه «سپنتو داتا» به د ویشتاسپه نه وروسته دب خدی پر تخت ناست وی.د اتمی مسیحی پیړۍ د پهلوی اوستا نسخه چه په سمرقند کی لاس ته راغلی ده وائی چه «سپند دات»  (Spand-dat) د ویشتاسب زوی په «بخل باميک»  يعنى (روښانه بلخ کی د « نوازک» (Navazak) ښار ودان کړ او ده په دغه ځای کی د (وهران Vahran) با عظمته اور هم برقرار کړ او خپله نیزه ئی په هغه ځای کی ودروله او وروسته ئی گوباخ کان او سوزهی پیکاخ کان او شورخ کان  او ربخ کان  او گوهرم او توزها و او وارچسپ د خیونان پاچا ته پيغامونه وليږل او وی ویل «هغه کسان چه ځما د نیزې څو که ووینی هیڅ کله به دومره زره ونشی کړای چه ځما پر هیواد باندی یرغل و کړی،»  

جکسن وائی چه دا قصه دارمنی سیبوس ( Sebaos ) په تاریخ کی هم راغلی ده د نوازک ښار «بلوشه» پخپلو مطالعاتو کی (نين بک) گنلى او په ( گنبد) سره ئی ترجمه کړی دی او په دغه اساس پورتنۍ فقره ئی داسی ترجمه کړی ده (سپند دات) په ښکلی بلخ کی یوه گنبده جوړه کړه، ځینی نور خلک وائى چه نوموړی ښار له (نویده) (Nawidah) څخه عبارت دی چه د بلخ د شمال په دیرش میلې کښی د اکسوس د سيند پر غاړه پروت او یو سرحدی ښارو چه د بلخ او سمر قند د لاری په سر پروت ؤ په هر حال د پورتنۍ قصی څخه معلومیږی چه سپنتو داتا (اسفند یار) د ویشتاسپه زوی د ډیر اقتدار او نفوذ خاوند ؤ او هيڅ شک نشته چه د خپل پلار نه وروسته به په «بخل باميک» (روښانه بلخ) کی سلطنت ته رسیدلی وی، ده د بلخ د وهران د آتشگاه (اورځی) په څنگ کی د خپلی نیزی د درولو او ټومبلو په واسطه د گاونډيو ممالکو ټول پادشاهان او رئیسان پوه کړ، چه هيڅ څوک بايد په آریانا باندی د یرغل کولو په طمع نه وی او که نه نو دغه نیزه به ورسره و گوری او کار به ئی و کړی او هم ئی دغه نظریه د یو رسمی پیغام په ترڅ کی هغوی ته ورسوله. نوموری پاچا د اوستائی تهذیب له خپرولو او د هیواد د ودانۍ او د بلخ د ښار د پراختیا په لیاره کی ډیر زحمتونه و کښل.

* * *

د هغو پاچایانو سلسله چه اوستا د «پا را داتا» پیشدادی او کاوی (کیان) او د اسيه په نومونو شروع کړی وه

په ویشتاسپه او د ده په زوی «سپنتو داتا» «اسفندیار» پای ته رسیږی د اوستا د شهادت سره سم «آریانم هورینو» او «کاريم هورینو» یعنی د آریانی او کیانی شاهی او سلطنتی برم په آریانا کی د دوی سره یو ځای شروع شو او د ښکلى بخدی نه تر نورو هغو مځکو پوری چه آریائیان پکښی اوسېدل او اوستا د هغو مځکو او قطعاتو نومونه یادوی او مونږ به ئی په بیل او جلا مبحث کی ذکر کړو او د آریانا د مستعدو مځکونه عبارت دی دغو پاچایانو ډيرۍ پيړۍ په پر له پسی ډول ور باندی پاچاهی او سلطنت کړی دی او د باختری آریائیانو د حکومت او سلطنت اساس د دوی په واسطه کيښودل شو او د عدل او انصاف تیږه هم دوی کیښوده او په آریانا کښی آریائی سپیڅلی او صاف کولتور، مدنيت او تهذيب بنسټ هم دوی کیښود په پای کی اوستا او بلخی زرتشتر د نوموړي سلسلي د وروستنیو پاچایانو په زمانه کی په بلخ کښی مينځ ته راغلل او د دوى په کمک او حما یت او جنگی قوت باختری اوستائی تهذیب د آریانا د سرحداتو نه د باندی شمالاً او غرباً خپور شو توریایان یا د اکسوس د شمال د سر دریا د حوزی بدوی آریائیان او د هغوی مغلی گاونډیان او سامیان او مازندران او تبرستان غیر آریائی عناصر او نور هغه مخالفین چه غوښتل ئی سر پورته کړی او د آریانا مملکت او آریانی تمدن او تهذیب ته نقصان ورپیښ کړی ټول د دوی د عاقلانه سیاست او جنگی اقداماتو په اثر مات او مغلوب شول او په هره خوا کی فتح او بری د دوی په نصیب شو او د دوی قلمرو په امپراطورۍ بدل شو لکه چه اوستا د پارا داتا او کاوی ز یا ترو پاچایانو ته د (۷ هیوادونو) د پاچا لقب ورکوی. که څه هم ځینی کسان دغه اصطلاح د هغه وخت معلومه دنیا بولی او په دی اساس هغه پاچایان کوم چه پر (۷ هیوادونو) باندی ئی پاچایې کړی ده هغوی د (دنیا پاچایان بولی مگر د نوموړی اصطلاح اصلی مقصد د هغوی هغه امپراطورۍ دی چه د آریانا دخاورو نه د باندی هم خپری شوې وی ویشتاسپه او د ده د زوی سپنتو دا تا او د ویشتاسپه د نورو زامنو د نیولو سره چه اوستا طبعاً د هغوی نومونه نه یادوی ځکه چه د نوو واقعاتوجـز دی اوستائی دین او مذهب او د اوستا او د هغی نه د پخوا زمانی نی یعنی د ویدی عصر او حتى قبل التاريخي ارباب انواع چه په اوستا باندی ئی اغیزه کړې وه او د آریانا نور مدنی او تهذیبی اصولات او مقررات څلورو خواو ته او خصوصاً د شمال او غرب خوا ته خپاره شول. 

د شرق خوا ته د مديا او فارس په ځمکو کښی او د هغو ځایونه هم موقتا مخکښی د آریانا تر غربی غاړو پوری حتی د اراکوزيا (د ارغنداب تر حوضی) او باختر پوری د آشوریانو په تیریو او تجاوزو سره، سامې عالم زمونږ د هیواد د آریائی عنعناتو، تاریخ، دین او کولتور سره په تماس کی شول او د زرتشتر نوم او د ده درفورم ځينی برخی ئی د ځان سره د مديا او فارس اوبين النهرين او د بحر سفید ساحلی مځکو ته ویوړي تر دې چه مادیان او فارسیان په (۷۰۸) اود (۵۴٩) کال په شاو خوا  کښی په تدریج سره لومړی دواړه د سامیانو د سلطى او اقتدار نه او وروسته يواځی فارسیان د ماد د سلطى نه خلاص شول او د ٧٠۸ او ۵۴٩ کلونو په شاؤخوا کښی دوی په خپلو خاورو کی سلطنتونه تشکيل کړل او د اوستا د دین او د آشوری او بابلی ستاره پرستی له گډون او اختلاط نه ئی یو نوی دین او ثقافت میدان ته را وایست.

لکه چه و موویل د ویشتاسپه او سپنتو داتا نه وروسته د آریانا پاچایانو په باب کښی د اوستا معلو مات متوقف کیږى.  دا مسئله په هیڅ صورت دلیل کیدی نشی چه د دی تاریخ یعنی د زرم ق، م کال نه وروسته د سلطنت او حکومت سلسله په آریانا کی شلیدلی او سقوط ئی کړی دی په دی کی هم شک نشته چه له دغه وخت نه د هخامنشی د سیروس د لښکر ایستلو تر وخته پوری زمونږ د هیواد تاریخ تقریباً په پنځو پيړيو کښی واضح او روښان ندی مگر دا مسئله سر تر پایه د ماخذو په نشتوالی پوری تعلق لری چه اوس په روښانه او مسلسل ډول څه نشو ویلای. د دې حماسی او رزمی شعرونه او شهنامی او گرشاسپ نامی چه د آریانا د اوستائی پهلوانانو او پاچایانو نه ما سواء د اوستا د رویی سره سم د اوستا نه وروسته نوی عنعنات او په نتیجه کی زمونږ د هیواد د هغو پاچایانو او پهلوانانو یادونه کړی ده کوم چه د ويشتاسپه او سپنتو داتا د عصر نه وروسته مینځ ته راغلی دی، او د هغوی ترتیب او شرح حال ځانته او بیله څیړنه غواړی. او د بلخ د اسپه، پیشدادی او د کاوی. د پخوانیو کورنیو او سلا لو په لړ کی هم ځای په ځای د هغوی نومونه خلی چه د زابلی کورنگ شا سلاله د هغی ډلی نه ده چه د کابل نه نیولی تر «نیمروز» پوری ئی سلطنت کاوه او د شید سپ، ټور، طورک، شم، اطرط، گرشاسپ او په نورو داسی نومونو یادیدل.

په هر حال ځما مقصد دا دی چه د دی دوری د حال - نه معلومیدل سر تر پایه د منابعو په نشتوالی پوری تعلق لری او که نه د حکومتو او پاچایانو او سلطنتونو او حتی د ډیرو مقتدر و او پیاوړو سلطنتونو په وجود کی هیڅ ر از شک او شبهه نشته ځکه چه د هغوی مرتبی او پر له پسی او قوی مقابلی چه د خارجیانو د لويو يرغلونو لکه د آشوریانو او هخامنشیانو او يونانیانو د يرغلونو د دفاع د پاره د آریانا په خاورو او سرحداتو کښی کیدلی دا خبره ثابتوی چه د حکومت او سلطنت سلسله د آریانیانو په هواد کی د هندوکش په دواړو خواؤ کی نه وه شلیدلی له هغی ورځی نه چه د آریا د نژاد د آمریت او حکمفرمائى بيرغ په ښکلی بخدی کی په رپیدو راغی زمونږ د پخوانی هیواد په ټولو تاریخی دورو کښی په هر لحاظ او خصوصاً د سلطنتی تشکیلاتو او آمریت له نقطى نظره څخه مخصوص اهمیت درلود او هیڅ کله ځمونږ د هیواد لوی لوی ښارونه حاصلناکی او شادابی جلگی، شنی دری او د لوړو غرونو څو کی چه کولی شو په هغو باندی د حاکمیت او آمریت د ځالی نوم کيږدو د ملی حکمفرمایانو او د قوی قواؤ نه خالی ندی پاتی شوی. او که ښه ځیر شو هر محیط ځانته اقتضاآت لری، د آریانا لوړ غرونه د آزادی، زور، قوت او حاکميت مینه ده د هغه عقاب ځاله ده چه پخپلو قوی وزرونو ورباندی څرخیږی او تر نظر لاندی ئی لری او حکومت ور باندی کوی او که چیری داسی نه وای نوخپل موجودیت ئی ساتلی نه شو او ډیر داسی مثالونه شته دی چه په همدغه وخت او زمان پوری تعلق لری او د دې نظریی قطعی اثبات کوی آشوریان هغه وخت چه د شرق خوا ته ئی په تیریو شروع وکړه د نينوس او سمراميس نه نیولی تر سلمان سار او دویم تیکلت پیلر پوری ځمونږ په هواد کی په ډیرو مشکلاتو اخته شوی دی چه په راتلونکو کرښو کی به دا موضوع و گورو. او همدارنگه به په څلورم فصل کی وگورو چه ځمونږ ملی قواؤ څو کلونه د سيروس او هخامنشی داریوش مخه ونیوله او څو موده وروسته چه مملکت د هخامنشیانو د اسیتلا او سلطى په واسطه تيت ؤپرک شوی ؤ څلور کاله ئی د اسکندر د قواؤ په مقابل کښی مقاومت وکړ (پنځم فصل) دغه یرغلونه او حملی چه هر یوی په لږه موده  کښی د آسیا غربی ځمکی متزلزلی کړی دی زمونږ په هواد کښی سستی او ضعیفی شوېدی او په آخر کښی بیله یوی موقتی سلطی نه بل شی ئی په لاس را نه ووړ ــ نو له دغو واقعاتونه هره یوه پخپله ځای ښکاره کوی چه د آریانا په خاوره  د ویشتاسپه او سپنتو داتا نه وروسته سلطنتی نظام او د مقتدرو دولتونو وجود بیخی له منځه نه ؤ تللی او فقط د منابعو د ورک کيدو او نشتوالی په نسبت د هغو په شاؤ خوا کښی سمدلاسه په وضاحت سره څه نشوویلی،

آشوریان او آریانا: د هغه بیاناتو له مخی چه تر دغه ځايه پوری په اول او دوهم او دریم فصل کښی موولیکل معلومیږی چه د آریائی ادبیاتو، نژاد، مدنیت، تهذیب، ژبی، عنعناتو او د حکمرانۍ کانون او مرکز د هندوکش د دواړو خواؤ ځمکی یعنی آریانا وه. دغه مقصد یعنی د آریائی کانون مرکزیت په دغو ځايو کښی د ادب، عنعنا تو، تاریخ، حکومت، سلطنت او د ډېرو نورو شواهدو څخه چه تفصیل ئی په تیرو شوو فصلونو کښی بیان شوی دی اثبات ته رسیدلی دی او تکرار ته ئی ضرورت او حاجت نشته.

همدارنگه سامیا نو هم ځانته يو کانون درلود چه بین النهرین او د شمال شرقی عربستان یوه برخه ئی رانیوله. دوی په دغو ځايو کښی د آریایانونه پخوا خپل د مدنیت، تهذیب، او د مملکت دارۍ مراتب د مختلفو قومونو په نومو پای ته رسولی وو. 

د دوهم فصل په سر کښی هغه وخت چه د اوستائی قوانینو درفورم د پیداکیدو د علتو څخه مو بحث کاوه دغه موضوع موهم بیان کړه چه په شمال کښی د توریایانو، او په شرق کښی د داسیویانو او په غرب کښی د سامیانو خارجی وضعیت ایجابوله چه آریایان دی هم پخپل مملکت آریانا کښی پخپل موقعیت او حال فکر وکړی او په خپل تهذیبی او اداری ژوندون کښی دې يو معین سیاست غوره کړی. 

لکه چه د (ازهی داهاکا) په موضوع (۲۲۹مخ) کښی مو وویل چه په دی کښی هيڅ شک نشته چه د بین النهرین سامیانو په آریانا کښی د اریائی کانون قوی کیدل، او په دغه ځای  کښی سلطنتی تشکیلات به ئی د خپلو معالجعونه مخالف گڼل. او وروسته تردې چه بلخی پیشدادی سلطنت د خپل لوی موسس یاما پاچا په لاس تاسیس اوجوړ شو نو ساميانو په مخالفت لاس پوری کر، لکه چه د ځینو مدققینو د نظريو سره سم مو بیان و کړ چه دوی (ازهی داهاکا) کلدانی بولی او وائی چه د دوی له خوا د پیشدادی موسس سلطنت ته سقوط ورکړی شو، مگر سمدستی فریدون حمله کوونکی شاته ووهل او پیشدادی سلطنت ئی بیرته په آریانا کښی جوړ او ټینگ کر.

په دغه ترتيب ساميان د بین النهرین د سيند په حوزه کښی بیارا ایساراو محدود شول! او آریائی سلطنت د هندوکش په دواړوخواؤ کښی ورځ په ورځ قوت او شهرت پیدا کړ ـ مگر د شرق خواته د ساميانو د تېریو او حملو هیلی چه په زړونو کښی ئی روزلی بیخی له منځه و نه وتلی.

د ساميانو د پخوانيو دولتونه یو دولت چه د شرق خوا ته ئی یرغلونه وکړل او د باختر د مهاجرو آریایانو د څانگو سره یعنی آمادی (ماد) او پارسوا (پارسيانو) سره ئی یوه سلسله جگړې وکړې او د آريانا په خاوره  کښی ئی هم ځینی موقتی فتوحات په نصیب شوی دی هماغه آشوری دولت دی. د آشوریا آشوری مملکت په اصل کښی د دجلی په ښکته حوزه شامل ؤ، او د غرب له خواته د دجلی او (کورنیب Kornib) د سیندو د یوځای کیدو له نقطی نه د کلدی تر مرسو بو جلگو او د فرات د حوزې تر نزدى ځايو پوری ئی پراختیا درلوده، او د شرق خوا ته د (زاب Zab) دسیند منځنۍ مجری اود (زگروس Zagros) دغرو لمنې د آشور او (کوسه یانو)  د قومونو او د هغو قبائلو په منځ  کښی فاصل حد شوی ؤچه د مدیا په خاوره کښی ئی پخپل سرتگ اوراتگ کاوه د آشور د مملکت شمالی او جنوبی خواوې د ( مازیون Masion) او (ادهم Adhem) د غرونو په واسطه ټاکل کيدې.

د آشور د واقعی تاریخ لومړۍ برخی په وضاحت سره نه معلومیږی خو دومره څرگندیږی چه د ( ١۵) ق م پیړۍ په شاؤ خوا کښی د کلدې اقتدار مخ په زوال شو او په دغه علاقه کښی محلی پاچایان میدان ته راووتلل. دغه خړ پړ او تياره وضعیت یو څو موده دوام وکړ، تر دې چه يو مقتدر سړی د (نینوس) په نامه د (۱۰۰۰ ق م) کال په شاؤ خوا کښی یا په لږه څه زياته موده کښی په آشوریانو کښی پیداشو. (نینوس) په آشوری نکلونو او قصو کښی د یو لوی او مقتدر پاچا په حیث یاد شوی دی. دغه پاچا وروسته تر هغه چه ډیر عسکری را ټول کړل او هغه ئی وروزل او تربیه ئی کړل نو بابل، ارمنستان، مديا او د اسیا غربی ځمکی ئی د مدیترانی تر سواحلو پوری په لاس راوړې وروسته تر هغه دیو لوی ښار د ودانولو په فکر کښی شو چه - (۴٨٠) «استاد» (۸۹کيلو متره) احاطه ئی درلوده او په هغه باندی ئی د خپل نوم (نی نیو) له مخی د (نینوا) نوم کیښود، او دغه ښارد مشرق د سحرانگیزو ښارونو څخه يو ښار ؤ.

* * *

وروسته، تر هغه چه د نینوا د ښار کار پای ته ورسید یا د ځینو کسانو د نظریاتو سره سم کارئی نیمائی ته رسیدلی ؤ په آریانا باندی د حملی او د باختر د فتح کولو فکر د اشوری پاچا په سر کښی پیدا شو. هغه پاچا چه د اسیا ټولی غربی ځمکی ئی د ځان تابع کړي وي او د جاه طلبۍ له مخې دا خبره ورباندی سخته تیریدله چه آریائی مقتدر دولت و گوری، ویل کیږی چه هر کله (نینوس) د آریانا د جنگی میړونو د شمیر او د آریانا د اوسیدونکو او د باختری دولت د سپاهیانو د سلحشوری احساساتو او د ځمکو د سختيو او مشکلاتونه خبر شوی ؤ نو ډیر لوی ترتیبات ئی ونیول او د ټولو هغو قومونو او ملکونونه ئی چه د ده تر اداری لاندی وو (۱۷۰۰٬۰۰۰) تنه پلی عسکر او تقريباً (٬۰۰۰ ۲۱۰) سواره عسکر ( ۱۰٬۶٠٠) جنگی عرادې سره راټولې کړې او د آریانا د سرحدو خوا ته وخوځید.

ځينومنابعو د آريانا د دې زمانی پاچا چه (بخدی) نه ئی پخپل هیواد باندی حکومت کاوه - د (اوگزيا رتس Oxvartes ) په نامه یاد کړی دی او په ځينو يونانی منابعو کښی د (نینوس) سره په باختر کښی د (زوراستر) په نامه د یو پاچا د مقابلی څخه خبری اتری او بحث شوی دی. په هر حال د باختر پاچا هر څوک چه ؤ او هر څه چه نومیده هغه وخت چه په آریانا باندی د آشوریانو له حملې نه خبر شو خپل جنگی پهلوانان او عسکر ئی چه مورخین د هغوی شمیر (۴۰۰٬۰۰۰) تنه لیکی سره راټول او جمع کړل او د آشوریانو د مقابلی د پاره د آریانا د غرب تر سختو غرنیو برخو پوری مخکښی لاړل او د دښمن د حملی په انتظار کښی ئی ترتیبات و نیول. آشوریان چه د درو د تنگوالی له کبله ډلې ډلې شوی وو، او په ترتیب سره له درو نه تېريدل او په جلگه کښی سره غونډيدل. هغه وخت چه د دوی یو پوره شمیر افراد په یوځای کښی سره ټول شول د آریانا پاچا هغوی ته د ټولو قواؤ د جمع کيدو فرصت او موقع ور نه کړه او په هغوی ئی حمله ور وړه او نزدی سل زره تنه آشوریانی ووژل، په دغه وخت کښی د آشوريانو نورې قواوې جلگی ته ورسیدلې او له دې جهته چه شمیر ئی ډیر زیات ؤ باختری عسکرئی پریشان کړل او په شائی ووهل . په هغو ښارونو کښی  چه د بخدی او د آریانا د غربی سرحدو په منځ  پراته وو د آشوری مهاجمو او حمله کوونکو قواؤ په ضد مقاومتونه وشول مگر دغه ښارونه يو په بل پسې د آشوریانو په لاس ورغلل او د باختر پاچا او د آریانی عسکرو یوې لویې برخې ځانونه د مملکت په مرکز یعنی د بلخ د (بکترا) په ښار کښی محصور کړل او په دغه ځای  ئی په مدافعه پیل وکړ او دوه کاله د (بکترا) ټینگ او مستحکم ښار په محاصره کښی پاتی شو او نينوس ټولو قواؤ او د آشوری او د ده د آسیائی مستملکاتو او متصرفاټو او عسکرودغه ښار فتح نه کړی شو. په دغه ځای کښی د (سمیرامیس) د مداخلت قصه منځ ته راځى سميراميس د اسيا له ډېرو ښکولو او زړورو نجونو، ښځو او ملکو څخه يو ښځه او ملکه وه چه په اصل کښی د وړوکتوب په وختو کښی یو (سیماس) نومی شپون موندلی وه او پخپل کور کښی ئی روزلی او لویه کړې وه چه په دغه وخت کشی (اوانس Oannes) نومی شاهپ حکمران دغه ښځه ځانته واده کړه، او (اوانس) خپله دغه ښځه د باختر په جنگونو کښی  د ځان سره راوستی وه. وائی چه د سميراميس د نقشو او تدبیرو په واسطه به آخر کښی له دوو کلو سختو مقابلو او د اشوری پاچا او عسکرو د ناکامیو او ناامیدیو نه وروسته د (بکترا) محکم او ټینگ ښار فتح شو، او نينوس د دې زړه ورې ښځې سره ازدواج و کړاو سمیرامیس ملکه شوه وروسته بیا د بابل د ښار په جوړولو ئی شروع وکړه نينوس او سميراميس د (بکترا) د حصار د فتح کولو نه وروسته په هندوستان اود اندوس په ماورای غربی ځمکو د هجوم او یرغل په فکر کښی شول ځکه چه د هندوستان ثروتونو په دغو وختو کښی هم د فاتحينو او ملک نيوونکو پادشاهانو توجه ځانته را گرځوله. په هر حال آشوری پاچا او عسکر ئی بریالی نه شول او د اندوس له سواحلو نه بيرته په شا لاول.

د شرق خوا ته د نينوس یرغلونه او په آریانا کښی د ده فتوحات لومړی تماس دی چه زمونږ د مملکت او د آشوری قواؤ په منځ کښی پیدا شوی ؤ. د دې زمانی د پيښو له بيانولو نه معلومیږی چه په هغه زمانه کښی چه د آشور نوی دولت د دجلی په ښکته حوزه کښی هغه هم د کلدې د دولت د ضعف په اثر مينځ ته را ته په آریانا کښی یو لوی او مقتدر دولت موجود ؤ چه مرکز ئی د بخدی ښار ؤ او پخوا له دی نه چه نینوس او سمیرامیس دنيا ته راشی په آریانا کښی مقتدرو پادشاهانو او حکمرانانو حکومتونه او پاچاهۍ کړی او بخدی د پارا دا تا او کاوی لویی او مقتدری سلطنتی کورنۍ لېدلی وې، نينوا او بابل د آشوریانو ډیر پخوانی او زاړه ښارونه د بخدی د مستحکمی او زړی کلا د کنگرو په مقابل کښی د يو وړوکی هلک په شان میدان ته راوتلی، لوی شوی او شهرت ئی موندلی دی، په هغه زمانه کښی چه د (بکترا) حصار د نینوس او آشوری او د ده د متصرفاتو د ټولو قواؤ په مقابل کښی پوره دوه کاله مقاومت کاوه د نینوا ښار نیم ودان او آباد ؤ او بابل لا د موجودیت په دنیا کښی قدم نه وایښی، په هر حال دغه ځینی ملاحظات وو چه په ضمنې صورت بیان شول.

* * *

د نينوس او سميراميس فتوحات بیله را تگ او تگ نه بل شی نه ؤ، او زر تر زره د آریانا خاوره بېرته د خپلو ملی مشرانو په لاس راغله او زمونږ پادشاهانو د سلطنتو په جوړولو شروع وکړه، اشوریان بېرته و گرځېدل او لاړل، او پخپلو اصلی خاورو د بین النهرین په حوزه کښی مستقر شول، او د هغوی وضعیت د نهمی مسیحی پیړۍ تر آخره پوری په همدغه ترتیب پاتی شو، په دغو وختو کښی آمادی (مادیان او پار سوا (پارسيان) پخپلو متقابلو ځمکو کښی ښه آشنا او ځای په ځای شوی وو او په آرامۍ سره د حیواناتو او څارویو په روزنه و د خپلو ځمکو په کرلو بوخت شوی وو چه آشوریانو دوهم ځل بیا د مشرق خوا ته په یرغلو نو لاس پورې کړ، هغه ټول زیانونه او صدمی چه مادیانواو فارسیانو ته رسیدلی وی جبیره شوی لانه وی چه بیا جگړه او مقابله شروع شوه او (اول تیکلت پیلسر) د غرب خواته د (غرب ترلوی بحر) یعنی د مدیترانی تر بحر پوری ورسید، او د شام ساحلی بندرونو اشوریانو ته باج ورکاوه، په دغه وخت کښی ئی د مشرق خوا ته مخه وکړه، دوهم (سلما نسار) او (دریم بن نرير) په بابل باندى غالب شو،ل او آشوری قواؤ سر بیره په مدیا باندی د خزر د بحر تر سواحلو پوری هم نفوذ پيدا کړ - او دو هم تیگلت پیلسر زیاتره د شرق خوا ته متوجه شو، او هغه جنگونه چه د آشوریانو د دولت او (ماديانو) او فارسیانو په منځ کښی شوی دی د هخامنشیانو په فصل کښی مو بیان کړل، نو له دی کبله دلته ئی بیا بیانولو ته څه ضرورت نشته، بلکه یواځی غواړو چه د هغه تماس شرح وکړو کوم چه د آریانا د  سرحداتو دغربی برخو او د آشوری دولت په منځ کښی بیا پیدا شوی دی، د دوهم تیگلت پیلسر لیکنی او کتیبی چه په ( کلاخ Chalah) کښی پیدا شوی او د دغه پاچا د سلطنت د اول کال نه تر (۱۷) کاله پوری زمانه را نیسی او د فهرست په ډول د شرق خوا ته د ده ټول مفتوحه نقاط بیانوی یوه سلسله داسی نومونه هم په دغو ليکنو او کتيبو کښی لیدل کیږی چه د د (نارمی - Narmi) له علاقی نه شروع کېږي او د (پرسواParsua ) (زیکر وتی Yikruti) )نیسا (Nisaa   او د (ارا کوتی Arakutti ) د علاقو نومونه هم پکښی یاد شوی دی، هغه مهم شی چه په دغه ځای کښی زمونږ د مملکت د تاریخ له نقطی نظره څخه شرح غواړی همدغه څو نومونه دی چه په دغو ليکنو کښی یاد شوی دی او مدقيقنو هم د دوهم تيگلت پيلسر د فتوحاتو د شرقی حدودو د ټاکلو د پاره د هغو په شاو خوا کښی مطالعی او کتنی کړی دی. مدققين د دغو ليکنو تاریخ ( ٧۴۵ - یا - ٧۴۴ ق م) بولی، اود ( نيسا آ) (زیکروتی) او د (ارا کوتی) د نومونو په باب کښی داسی نظریې ښکاره کوی چه د دغو ځايو موقعیت ډير مشکوک دی بیا هم د هغو تحقیقاتو له مخی چه تراوسه پوری شوی دی د (نیسا آ) څخه مقصد هماغه ( نيسا) د مديا شرق ؤ او د (زیکروتی) چه د (نیسا آ) سره یوځای یاد شوی دی ښائی چه د هرودوت د (سگار تیانو Sagartian) او د هخامنشی د کتیبو د ( اساگارتا - Acagar ta) څخه مطلب وی، او هرودوت د پارسی قبائلو په جمله  کښی د هغوی نومونه یاد کړی دی (ارا کوتی) د هغه نوم سامی شکل دی چه په اوستا کښی ( هراويتی) یاد شوی دی او یونانیانو له هغه نه (اراکوزی) جوړ کړی دی او د ارغنداو له سیند نه مطلب دی چه د هیرمند د سيند سره د سیستان هامون ته رسیږی، له دغه آخرنې نوم نه معلومیږی چه اشوری دوهم تیگلت پیلسر د شرق خوا ته پخپلو جنگونو کښې  دمديا او فارس د خاورو د نیولو نه وروسته د آریانا غربی سرحدو ته هم داخل شوی او د سیستان ترهامون او حتې د اراکوزی (ارغنداو) تر حوزی پوری هم وړاندی راغلې ؤ، مگر د سرحدی غاړوا سیستان اود اراکوزی نه د مملکت د مرکز خوا ته ئې ونشو کړای چه وړاندی راشې، حتى له هغې ليکنې څخه چه د شرق خوا ته د ده د دوهم ځل په جگړه کښی نيولې ځمکې ئې بیانوی داسې معلومېږى چه د آريانا په غربی سرحداتو او ارا کوزی کښی د ده نفوذ او اقتدار دوام ونه کړ ځکه چه د اراکوتی نوم (د ارغنداو حوزه) په دغه لیکنه او کتیبه کښی یاد شوی ندی او حتی (نیسا آ) هم پکښی ذکر شوی نده، او له دی نه په ښکاره ډول معلومیږی چه د ده سلطه او اقتدار له دغو برخو نه ډیر زر لېری شوی دی، بالعکس د (زیکروتی) په علاقه او همدارنگه په (مادی Madai) ( مادیانو) او پارسوا (فارسیانو) باندی د ده نفوذ او تسلط ډير او ټینگ شوی دی، او په نورو جنگونو سره نوى او تکرار شوی دی چه د هغو سره څه کار او غرض نه لرو.

دا وه د هغو تماسونو شرح او بیان چه یو ځل د نینوس او سمیرامیس په زمانه کښی او دوهم وارد دوهم تیگلت پیلسر په عصر کښی آشوری دولت زمونږ د مملکت سره پیدا کړی دی، او دوهم تماس ته بيله يو سرحدی تماس نه بل شی نشو ویلی، د دغه تماس له کبله آشوریانو د آریانا د اوستائی دین او آئین په باب  کښی ځینی نظریی پیدا کړی او د (زور استر) نوم او د ده د دین او د ژوندانه د فلسفی ځینی اصول ئی د آریانا د غربی سرحدونه د باندی خپاره او نشر کړل.