حضرت عثمان خلافت ( ۲۵ - ۳۵ هـ )
په عثماني وخت کښې تر ( ۲۵ هـ ) کال وروسته اسلامي فتوحات د افغانستان په خاوره کښې پر مخ ولاړل او د عربو د لښکر مشر عبدالله بن عامر تر کابله راورسېد ، دا ښار یې کلابند او تر سختې جګړې وروسته يې ونيو ، خو د کابل خلکو د عربو د لښکر تر راتګ وروسته بیا د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ او تر نورو پېنځو کالو پورې يې د محلي پاچهانو تر واکمنۍ لاندې خپلواك ژوند کاوه . د حضرت عثمان له خوا احنف د قيس زوی په مرو کښې تر هراته ، خبيب د قرة اليربوعي زوی په بلخ او تخارستان کښې او عبدالله د عمير ليثي زوى په سیستان کښې حکمرانان وو ، چې په ټول افغانستان کښې د عربو د لښکرو پر خلاف بلوا پیل شوه ، خو په کابل کښې د سیستان حکمران ، ياغيان له منځه یووړل او کابل يې بيا ونيو ، مجاشه د مسعود زوی چې د کرمان حکمدار و د قفص ( د کوچ - کفچ او اوسنی کوچی ) قبیلو او د افغانستان د جنوب د ګرمسير له بلوڅو سره ونښت او تر خونړیو جګړو وروسته يې د ، هغه ایل کړل ( د ۲۹ هـ - ٦٤٩ م شاوخوا ) د شمال له خوا هم احنف د قيس زوی او د هغه ملګريو ( تر ۳۲ هـ - ٦٥٢ م ) کال پورې ټول بلخ اود خالد یووړ ، تخارستان ترسمنگان پورې له ياغيانو پاك كي او ډېره موده يې په بلخ ، مروالرود ، گوزگانان او تالقان ( د افغانستان په شمالي ولاياتو ) کښې جګړې وکړې او پر همدغه کال يې د مروالرود له محلي شهزاده بازان سره چې ، دېرش زریز لښکر په ملاتړ جنګېده ، په قصر احنف کښې جګړه وکړه هغه يې له منځه د عبد الله زوی هم هرات ، بادغيس ، غور او خراسان ونيول او د سرخس سیمه ییز ساتندوی رادویه پناه وغوښته او د هرات او بادغيس او فوشنج له اسلامي حكمدار سره يې تر جزيې او يو مليون درهمو منلو وروسته روغه وکړه . پر ( ۳۲ هـ ) کال هراتي قارن له څلوېښتو زروتنو سره د عربو پر خلاف پورته شو ، خو دا سړی هم د نیشاپور د عربي حكمران عبدالله د خازم د زوی له خوا تر سختو جګړو وروسته وځپل شو . د ( ۳۰ هـ ، ٦ م ) کال په شاوخوا کښې د خليفه له خوا ربيعه د زياد زوی سیستان ته راغی او د پهره ( فهرج ) زالق ( جالق ) تر نیولو وروسته تر هیلمند پورېوت او د زرنج درې میلۍ ته یې په ( زوشت ) کښې سخته جګړه وکړه او د سیستان ساتندوی یادهقان اپرویز ( یا ایران د رستم زوی ) د روغې له لارې ور وړاندې شو ، زرنج يې مسلمانانو ته وسپاره ، خو ربیع پر مخ ولاړ او تر سنارود او قرينن پورې يې چې د رستم دآس اخور و ، ونيول او همداسې تر خواش ( خاشرود ) او بست پورې ورسېد ، مگر سیستانیان تر هغه وخته تابع وو ، چې ربیعه هلته و او چې دوه کاله وروسته له هغه ځايه وووت ، د سیستان خلك بيا وښورېدل او د ربيع نايب يې چې په زرنج کښې و له هغه ځايه وشاړه ، ځکه نو د خلافت له خوا دا وار د پیغمبر * له نامتو اصحابو څخه یو تن چی عبدالرحمن د سمره زوی نومېد حسن بصري او ډېرو فقها و سره زرنج ته واستول شو ، ده پر ( ۳۳ هـ ٦٥٣ م ) کال هغه ښار بند کئ او د د دسره زرنج ته واستول شو ، ده پر ( ۳۳ هـ ٦٥٣ م ) کال هغه ښار بند کئ او د هغه ځای ساتندوی اپرویز ( ایران ) اطاعت ته غاړه کښیښوه ، دوه ملیونه درهمه او دوه زره نابالغه مريان يې ومنل ، عبدالرحمن د اسلامي فقهاوو په مرسته د اسلام په خپرولو پیل وکړ ، خو پر دغه وخت د حضرت عثمان د شهادت خبر سیستان ته ورسېد ، نو عبدالرحمن له خپلې خوا امير د احمر زوی په زرنج کښې پرېښوو او په خپله د بصري خواته ولاړ ، دا مهال د سیستان خلکو بيا د عبدالرحمن له غيابه ګټه واخيسته او پر امیر يې بلوا . وکړه ، دی يې ، له هغه ځايه وشاړه او په دې توګه سیستانیانو بیا وکړای شو چې د عربي حاکمانو د اطاعت له کړۍ څخه خپلې غاړې وباسي