پښتون او يوناني مؤرخین
لکه چه تاسي ولوستل، پښتون قوم د آریا له هغو مشهورو قبیلو څخه و، چه د ويدا او اوستا د ليکلو او غږولو په وخت کي ډير شهرت درلود، د مدنيت خاوند و، پاچهي او اداري نظام ئې درلود، پخپل هيواد کي د نورو هموطنانو سره په اتحاد او ملگري اوسيدل.
دې قوم تر ويدي او اوستائي عصر وروسته هم تل خپل نوم او نښان وساته، او تل مورخينو په ښه نامه ستايلي دي او هيڅ وخت یو نومورکی ملت نه و، لکه چه تر دغو عصر وروسته، د يونان مشهور مؤرخ هيروډوت Herodote (۴۸۴-۴٢۵ ق، م) هم پخپله مشهوره جغرافيا کي د پښتنو ذکر کوي، دي د پښتنو هيواد د پکتیکاPactyica په نامه يادوي چه د اندوس Indus (اباسین) پر دې څنډه واقع دي. او خلق ئې ډير عښتلي او مړني دي.
د دوي کالي پوستينان دي، وطني غشي او ليندۍ او چړې لري، په دود او جال کي باختري خلقو ته ورته دي. هغه وخت چه سکائي سلاکس Scylax يوناني امير البحر د داریوش(۵۲۱-۴٨٦ ق، م) له خوا د بحيره عرب د غاړو د کشف په کار مامور سو، نو دي د کاسپتیروس Caspatyrus له خوا د پکتیکا پر لار اندوس ته ولاړ، او په کښتۍ کي سپور سو، او بحیرۂ عرب ته له دغي لاري په اندوس كي ورسيدي سكائي لاکس پخپله سیاحت نامه كي د پکتيکا ذکر هم کړي دي.
علاوه پر دغه هیروډوت د ارمنستان په ۱۳ ستراپي کي هم پکتیکا راوړي او دا د پښتنو هغه برخه ده، چه دمخه موږ در وښووله او د پارتيا څخه غربي خوا ته تللي وه، او هيروډوت ئې په ارمينيا Armenia کي نوم او بيان راوړي دي.
د يونان يو بل جغرافيا ليكونكي بطلميوس كلوديوس Ptolmey Claudius هم د پښتنو هیواد ”پکتین“ یاد کړي دي، دي وايي: چه پکتین د پاروپامیز و جنوب ته دي دا ځاي د پکتيانو مسكن دي.
بطلیموس چه تر هيروډوت را وروسته د دوهمي ميلادي پیړۍ په لومړۍ نيمه کي ژوندی دي په لوړ ډول د پښتنوهیواد راښئي اودا ځني ښکاري چه په دغه وخت هم د پښتون شهرت په مدني دنيا کي ډيرو، او داقوام هرچا پیژاند.
د ویدا پکهت د یونان د جغرافياوالو او تاريخ ليكونكو له خوا پکتي، پکتیس او پکتويس Paktves ضبط شوي دي او داسي معلوميږي، چه دا تغيير د يوناني ژبي د لهجې او خصوصيت له پلوه دي، لکه چه د اروپا پوهان اكثراً دغه مني، پروفيسور لاسين Lassen چه د يوناني باختري پاچهانو تاریخ ئي کښلي دي لومړۍ پلا ئې د یونان پکتويس له اوسني پښتون سره تطبیق کړ. وروسته دا نظریه نورو پوهانو لکه ترومپ Trumpp او گریرسن Griersonهم ومنله. دوي د جغرافيائي موقعيت له مخي د يونان پکتويس پښتانه وبلل او دا علمي نظريه ئې ثابته کړه او اوس ټول مورخين د ويدا پکهت او د يوناني مورخينو پکتويس دغه پښتون ملت گڼي چه د دوي مدنيت او د نامه تاریخ ډیر قديم دي او تر ١۴٠٠ ق،م پوري رسيږي.