افغانستان کې د هوایي ډګرونو د جوړېدو تاریخ
د پوهاند دودیال متفرقه آثار
27 March 2026
سریزه درنو دوستانو، مشرانو او دقرمنو وطنوالو السلام علیکم.سره له دې چې د خوشحالی ورځ او اختر نه لرو، وطن مو ورځ په ورځ د تېارې او له لاسه وتلو په حال کې او خلک مو د نفاق، بیوزلي او سربدالی په حال کې دي، هره ورځ جنازې او هدېرې دي، خو بیا هم (بنابرعرف دیرین )داخترمبارکی وایم. هیڅوک نشته چې د مکار دښمن اصلی موخه بربنډه او دا سپېره هلمندی، وردګی او کندهاری ځوانان پوه کړی. دوې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي او هم یې د دښمن لپاره لار هواره کړې چې زموږ معادن، واخان، د کونړ سیند او جغرافیه تر واک لاندې راولي. د انګزیز مولود له ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ د قبایلو خود ارادیت ختم کړ او مشلایی یې ورباندی راوسته، دا دی اوس دا نیمه نظامی واک د دیورند له کرښې دا خوا رااړوی. پښتانه د یو تروریست وحشی قوم په توګه معرفی کوی. اصلی نقشه د پښتنو په خاوره اود دوی تباهی لپاره ده. ټی تی پی او پی تی بی او ای تی پی ټوولې نانځکې او د جغرافیایی او سیاسی جغرافیایی عمق وسیلی دي.هوایي ډګرونه د یو هېواد اقتصاد او د خلکو په ژوندکې مهم رول لري. د ترانسپورت دا ښکارنده د مډرن ژوند بېلګه ده. افغانستان یو غرنی هېواد دی، لارې یې پیچومي لري او د بیړۍ چلولو امکانات هم نلري. زموږ هېواد کې لویې لارې، ماشیني صنایع، لومړني مطبوعات او د مډرن ژوند نښې د امیرشیرعلیخان له دورې څخه پیل شوې. وروسته بیا لکه هغسې چې ډېر نور عمراني کارونه د پاچاامان الله خان پر مهال وشول، هوايي ډګرونه جوړول او د لومړنۍ الوتکې واردول هم همدا وخت وشول. د کابل د خواجه رواش او د کندهارهوایی ډګرونه د افغانستان لومړني هوايي ډګرونه دي، چې وروسته بیا نور ډګرونه جوړ شول. هوايي ډګرونه او د هغو ملحقات او وسایل زموږ ملي شتمني او د اقتصادي زیربنا ډېره ګرانبیه برخه ده. په دې لنډه مقاله کې په هوایی ترانسپورت او ډګرونو کتنه کیږي.د هوايي چلند او ډګرونو تاریخچه د افغانستان لومړنی هوايي ډګر د امان الله خان پرمهال په کال ۱۹۲۱م. کې جوړ شو، دا هغه مهال و چې شاه امان الله خان یوه الوتکه له شوروي اتحاد او دوه (اورورا) ډوله له ایتالیا څخه وپیرودلې. هغه وخت خواجه رواش هوايي ډګر نه و، لومړی هوايي ډګر په شیر پور کې و. اصلي او لوی ډګر د کابل ولایت د خواجه رواش سیمه کې په ۱۹۲۳م. کال کې تاسیس شو. غازي امان الله خان کندهار او کابل کې او ورپسې ټولو ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د جوړولو او د هوايي ترانسپورت د تجهیز پلان درلود. په پیل کې لومړنیو الوتنو له یوې سیمې بلې ته مسافر نه وړل، دا ځکه چې دا ترانسپورت ابتدايي او خلک ورسره آشنا نه وو. پینځه کاله وروسته له دې، په ۱۹۲۸م. کې یوې کوچنۍ الوتکې د کابل او د هغه وخت شوروی سره تګ- راتګ درلود. سره له دې چې وطنپال او مترقي پاچا غازی امان الله خان رېل هم فعال کړ او د موټری سړکونو د غځولو پلان یې هم درلود، خو زموږ بحث یواځې د هوايي ډګرونو او الوتکو په اړه دی، بېرته اصلي موضوع ته راګرځو:د امان الله خان له دور وروسته، لنډه موده (بچه سقاو) د انګریزانو په پټ لمسون او ملاتر په یوه اله ګوله کې واک ترلاسه کړ، چې ټول نظام او تاسیسات یې په ټپه ودرول. ده پسې وروسته محمدنادرشاه د حکومتي دستګاه په دوباره سمبالولو او د ادارو او د هغو په تشکیلاتو کار پیل کړ. دملکي هوايي چلند برخه کې بل ګام په ۱۳۳۴ کال کې پورته شو. په دې کال د آریانا شرکت، د پانګې اچونې د تګلارې له مخې ، چې ۵۱٪ پانګه د افغانستان د دولت او ۴۹٪ پانګه، د اندیمارد کمپنۍ وه، چې وروسته یې پان امریکن د اندیمار پر ځای برخه واخیسته. په بهرني او کورني هوایي کرښو کې الوتنو په داکوتا ډوله الوتکې سره، په کار پیل وکړ. دې الوتکو د ۳۰ تنو مسافرینو او لږ اندازه سوداګریزو توکو د انتقال ظرفیت درلود.د ۱۳۳۵ کال په وروستیو کې، د ملکي هوایي چلند اداره ( Afghanistan Civil Aviation Authority/ACAA))، د یوې رسمي دولتي مؤسسې په توګه، تاسیس شوه، چې لومړی ځل یې له پاکستان او ترکیې سره، ګډ تړون لاسلیک کړ، او وروسته د قندهار نړیوال هوایي ډګر فعال شو.۱۹۳۸م. کې یوه درې ماشینه لوفتانزا جرمنی الوتکه وپېرودل شوه. دا وخت دهرات هوایي ډګر هم جوړ شوی و. بهرنۍ الوتنې جاپان او جرمني سره پیل شوې. په ۱۳۳۴ل. کال کې د آریانا افغان هوایي شرکت د تاسیس لپاره له (اندیمار) او بیا (پان امریکن) کمپنۍ سره په شریکه پانګونه وشوه، چې اقل حد ملی پانګه پکې ۵۱٪ وه. د کندهار هوایي ډګر د خواجه رواش په پرتله پراخ او ایران، کراچۍ، ډیهلی او یو شمېر نورو آسیایي هېوادو ته لنډ و. په ۱۹۶۳م. کال کې د کابل هوايي ډګر پراخه شو او د نړیوالو الوتنو لپاره چمتو شو. کله چې د هېواد لومړني پینځه کلن اقتصادي- اجتماعي پلانونه تر کارلاندې ونیول شول، په ۱۹۶۰ م. کال د شوروی اتحاد اینجنیرانو د خواجه رواش هوايي ډګر نور هم پراخ او نوم یې د کابل هوایی ډګر شو، همدا وخت د کندهار هوایی ډګر د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته جوړ او اروپا، لبنان، هند او یو شمیر نورو هېوادو ته الوتنې منظمې شوې. ورپسې دبلخ، بدخشان، تالقان، غور او ارزګان ملکی هوايي ډګرونه جوړ شول. آریانا افغان هوايي شركت لومړیو کې دوه داكوتا DC-3 الوتکې لرلې، وروسته یې دو نورې DC-6 ، دوه DC-4 ، څلور نورې DC-3 ، یوه کالویر 440 او د شاهي دورې وروستیو کې یوه بوئينگ 727 وپېرودله. د۱۹۶۷-۶۸م.کلونو په ترڅ کې (باختر افغان الوتنه شرکت) هم تاسیس او د ملکي هوایي ریاست تر ادارې لاندې، یې کار کاو. دا وخت له کانادا څخه، دوه توربو جت الوتکې وپېرودل شوې. په ورته مهال کې، په بامیان، غور، نیمروز، تالقان، بدخشان، ارزګان او ځینو نورو لرو پرتو سیمو کې، د نوي هوایي ډګر په جوړولو سره، د پرمختګ زمینه برابره شوه چې د ملکي هوایی چلند ادارې د دیارلسو الوتکو ملکي پرواوزنه مدیریت کول. هوايي کرښې دا وې:كابل - مزارشريف او ميمنه - هرات، كـــــــــابل- قندهــــــار- هــــرات ،كابل- كندز او مزارشريف- هـرات

د افغانستان دوه لو مړني هوایي شرکتونهد کندهار نړیوال هوایي ډګر د کابل د هوايي ډګر په پرتله پراخ و او د کابل په پرتله په اوسط ډول دهلي ، تهران او د کراچۍ ته ۵۰۰ مایله نږدې دی او د آسیا د هوایي کرښو واټن په پام وړ اندازه، نږدې کوي.لکه چې وویل شول، په شاهي دور کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د بهرنیو او کورنیو پروازونو په برخه کې، په عملي توګه، په ۱۹۶۳ کال کې، ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. له دې ډګرڅخه په تدریج د څو کلونو په بهیر کې هند، پاکستان، ایران، لبنان او اروپایي هېوادونو او د هېواد د ننه لویو او کوچنیو ښارونو ته الوتنې کېدې. د محمد داود خان د جمهوریت پرمهال د شوروی اتحاد د ایرفلوت د کمپنۍ الوشن ډوله الوتکو هم له کابل څخه دوشنبې او مسکو ته الوتنې لرلې. دبهرنیو هېوادو په لړ کې د هندوستان د INDIEAN AIRLINE كمپنۍ جت بوئينگ الوتکې اونې کې یوه ورځ د كابل او دهلی ترمنځ او د ایران د(هما) کمپنۍ جت بوئينگ الوتکو اونۍ کې دوه ځله الوتنې لرلې. د پاکستانی شركت (P.I.A) الوتکې VIS CAUM بلل کېدې چې اونۍ کې دوه ځله د پيښور- لاهور او كراچۍ څخه كابل ته راتللې. د لومړني جمهوریت پرمهال د بیروت هوایي شركت (I.M.A) چې DC-6 او DC-4 الوتکې یې لرلې، د كابل او بيروت ترمنځ الوتنې لرلې، چې د مسافرو ترڅنګ یې سوداګریز توکي هم لېږدول. په۱۳۵۷ل. کال کې د ترانسپورت وزارت د خصوصي او دولتي زمکني چلند ترڅنګ، د هوايي ملکي چلند چارې هم په غاړه واخیستې او ملکي هوايي چلند یې یو ریاست شو . په ۱۳۶۳ل. کال کې د ملکي هوايي چلند ریاست بېرته د ترانسپورت له وزارت څخه جلا او د هوایي ترانسپورت او توریزم د یوې خپلواکې ادارې په توګه فعال پاتې شو. له بده مرغه له ۱۳۷۱ل. وروسته چې ذات البینی تنظیمی جنګونه پیل شول، هوایي ډګرونه لوټ او ویجاړ شول. ملکی او نظامی ټولې الوتکې کباړ شوې، وروستۍ ډېره قیمتی او نوې فعاله الوتکه برهان الدین ربانی په ایران وپلورله. کله چې د ۲۰۰۱م. سپتمبر میاشت کې امریکا د طالبانو د رژیم د سقوط کولو په نیت یرغل وکړ، لومړی یې هوايي ډګرونه بمباري او ځینې الوتکې او وسایل یې ویجاړ کړل. په ۱۳۸۴ل. کې چې ټول هېواد کې د بیا رغاونې چارې پیل شوې، د کابل هوايي ډګر او د ولایاتو په ډګرونو هم کار پیل شو (۲۰۰۵-۲۰۰۷م.). تر ۱۳۸۶ل. کال پورې د کابل هوايي ډګر د جاپان له خوا د ۳۵ میلیون دالرو په لګښت ترمیم او د بهرنیو الوتنو یو نوی ترمینل فعال شو، دا وخت خصوصی هوایی شرکتونه هم فعال شول لکه کام ایر، ساپی او نور. همدا وخت د ملکی هوایی چلند اداره بېرته له ترانسپورت وزارت سره وتړل شوه. د هوايي چلند زیات شمېر پرسونل د روزنې لپاره بهر ته واستول شول، د آریانا د شرکت وسایل د دولتی او خصوصی الوتکو لپاره هم تخصیص شول. له بهرنیو هېوادو سره د الوتنو د پراخېدو، د خصوصي شرکتونو د پیاوړي کېدو سره یوځای اړتیا احساس شوه چې د الوتنو په اړه قوانین او مقررات نوي شي، نو په ۱۳۹۲ل. کال کې ملکي هوایي چلند بېرته د ترانسپورت وزارت څخه جلا، د۱۳۰۰ بستونو او جلا بودجې په لرلو سره د ملي شورا له خوا مستقل اداري واحد ومنل شوه. دا وخت د مزارشریف هوايي ډګر د آلمان په مرسته پوره پراخ او نوی شو، او د کابل او هرات هوایی ډګرونه هم لا زیات مجهز شول. (د کابل د هوايي ډګر نوم څه موده “دحامدکرزي هوايي ډګر” شو، خو په ۱۴۰۰ل. کې بېرته د کابل په هوايي ډګر واړول شو).
د کابل نړېوال ملکي ډګر چې د اسلامي جمهوریت پرمهال بیا ورغاول شو
کله چې نوی ترمینال فعال شو، په ۲۰۰۹م. کې یې بیسیم اینترنت هم ممکن شو، هغه پخوانی ترمینال د کورنیو الوتنو لپاره پرېښودل شو. ورپسې په ۲۰۱۲م. کال کې د کابل دهوايي ډګر د رادار سیستم فعال شو، چې د ټول هیواد د فضا څارنه یې کولای شوه. په همدې کال یوه نوې ځغاستلیکه هم د پینځه کیلومترو په اوږدوالی او د۴۰مترو په پلنوالي جوړه شوه. افغانستان د درېیم جمهوریت د سقوط (۱۴۰۰ل.) کال کې ۲۴ فعال هوایی لوی او کوچني ملکي ډګرونه لرل، وروستی جوړ شوی یې د خوست هوايي ډګر و. همدا وخت په پام کې وه چې د ایتالیا په مرسته د دوه میلیارده دالرو په پانګونه په لوګر (محمدآغه) کې یو نوی لوی نړیوال ډګر جوړ شي. تر دغه وخت پورې افغانستان څلور نړیوال ډګرونه لرل: کابل، قندهار، هرات او بلخ . په سلو کې اویا الوتنې له همدې ډګرونو څخه وی. په وروستیو کې له خوست څخه هم د دی ډول الوتنو امکان برابر شو. د احصائیې له مخې، په دې کلونو کې يه منځني ډول څلورنیم میلیونه تنو له بهرنیو او کورنیو پروازونو ګټه اخیستې وه.


