کوم
وخت چي امیر دوست
محمد خان په خپل زور د سدوزو له کورنۍ نه واک لاس ته راوړ ، داسي مالومېده
چي د شاه شجاع واک په افغانستان کي پای ته رسیږي . کوم وخت چي د امیر دوست
محمد خان وروڼه په کال ۱۲۵۴ کي مړه شول او هغه د
امیر په توګه پر تخت کښېناست ، هندوستان مجبور شو چي دوست محمد خان ته
ددوستۍ لاس اوږد کړي . څو موده وروسته امیر دوست محمد خان د روسیې د
استازي په وسیله له روسي حکومت سره اړیکي ونیول . د
انګریزي هندوستان د امیر دوست محمد خان دا پریکړه خوښه نه شوه او ځان یې
مجبور وباله چي د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله وکړي او هلته داسي
یو کس پرواک راولي چي د انګریز تابع وي . ددې کار لپاره
انګرېزانو شاه شجاع چي له هره پلوه یې ماته خوړلې وه ، مناسب کس وباله .
انګرېزانو په هندوستان کي مکناټن ته دنده ور په غاړه کړه چي د شاه شجاع سره
اړیکي ونیسي او هغه و دې ته وهڅوی چي د انګرېز دحکومت سره
د هندوستان د حکومت له لاري د راجا رنجیت سنګ په واسطه یوه معاهده لاسلیک
کړي . په بدل کي به انګرېز شاه شجاع په افغانستان کي پرواک ټینګ کړي . په
دې ترتیب د ۱۸۳۸ د جون پر ۲۶ نېټه د شاه شجاع ، رنجیت
سنګ او مکناټن تر مینځ په لاهور کي یوه معاهده په ۱۸ مادو کي لاسلیک شوه .
ددې معاهدې پر بنسټ شاه شجاع د افغانستان بهرنی سیاست په بشپړه توګه
انګرېزانو ته ور تسلیم کړ . افغانستان اجازه نه لرل د بهرنیو
هیوادونو سره بیله د انګرېز د اجازي تړونونه لاسلیک کړي . معاهده په لاندي
ډول وه :
لمړۍ ماده :
ټولي هغه سیمي چی د سند د رود پر دې غاړه او بله غاړه پرتي دي ،د کشمیر تر
شرقي ، غربي ، شمال او جنوبي سیمي پوري ، د اټک اړوند سیمي ،پیښور ، یوسفزي
، کوهات ، د پیښور اړوند سیمي ،د خیبر تر درې پوري ،تانک
، کرانک ،کاله باغ ، ډیره اسمعیل خان د اړوندو سیمو سره ،ملتان او اړوند
سیمي یي د سدوزایي کورنۍ د مهاراجا رنجیت سنګ په واک کي ورکوي او د
سدوزایي کورنۍ ټول راتلونکي نسلونه پر دې سیمو د ملکیت ادعا
نه کوي او تر دې وروسته دا ټولي سیمي په مهاراجا رنجیت سنګ پوري اړه لري .
دوهمه ماده :
شاه شجاع ژمنه کوي چي هغه غله او سارقین چي شرارت او نا امني را منځ ته کول
غواړي ، اجازه ور نه کړي د خیبر له خولې نه د پښور خواته ولاړ شي . که
مجرمین له یوې خوا نه بلي خواته ولاړ شي ،دواړي خواوي
به یې یو بل ته تسلیموي . د خیبر لاره باید بنده نه شي او همیشه د تګ راتګ
لپاره خلاصه وي .
دریمه ماده :
د سند له رود خانې نه دتیریدلو اجازه په مها راجا رنجیت سنګ پوري اړه لري .
د مهاراجا رنجیت سنګ د اجازې پرته شاه شجاع نه پریږدي چي څوک له رود خانې
نه تیر شي . د رود خاني نه تیریدلو اجازه د برتانوي
هند په مهاراجارا رنجیت سنګ پوري اړه لري .
څلورمه ماده :
د شکارپور او سند په ها خوا د انګریز د کمپاني او مهاراجا په هره پریکړه شاه شجاع عمل کوي .
پنځمه ماده :
شاه شجاع هر کال د کابل او کندهار تر تنطیم وروسته ۵۰ آسونه ، ۲۵ غاتري
،۱۱ ایرانۍ توري (شمشیر) ، ۱۰۱ سمورونه (پوستینونه)، زرین ټوکران ، ایراني
غالۍ او د کندهار قسم قسم میوې د مهاراجا لپاره
هندوستان ته لیږي .
شپږمه ماده :
د لیکونو او مکتوبونو سر لیکي او عنوانونه د شاه شجاع او مهاراجا رنجیت سنګ تر مینځ په مساوي توګه لیکل کیږي .
اومه ماده :
سوداګر او تجاران چي د مهاراجا خاوري ته د آسونو د پلورلو لپاره ورتګ غواړي
، شاه شجاع یې ممانعت نه کوي او مهاراجا به هم په همدي ډول د سوداګرو سره
رفتار کوي .
اتمه ماده :
مهاراجا رنجیت سنګ به هر کال ۵۵ وړین ټوکران یا ۲۱ بنارسي ټوکران ،۲۵ توپه ململ ،۵۵ سپیني لنګوټې (دستار) شاه شجاع ته ور لیږي .
نهمه ماده :
هغه سوداګران چي د پنجاب نه افغانستان ته او له افغانستان نه پنجاب ته د
سوداګري لپاره ځي او تر ۱۱ زرو روپیو پوري معامله کوي ،د دواړو حکومتونو له
خوا یې امنیت ساتل کیږي .
لسمه ماده :
که کوم وخت د شاه شجاع سپایان د مهاراجا د سپایانو سره په یوه ځای مخامخ کیږي ،شاه شجاع به د هغوي پروړاندي کوم خاص امر نه صادروي .
یولسمه ماده :
که شاه شجاع په کومه جګړه کي له مهاراجا نه مرسته وغواړي او د هغه کورنۍ له
دې جګړې نه مالونه لاسته راوړي ، که ګېڼي ، جواهرات ، آسونه او یا وسلې وي
، نیمایي به شاه شجاع مهاراجا ته تحویلوي
.
دولسمه ماده :
هغه مامورین او استازي چي ددواړو خواوو له خوا په دندو ګمارل کیږي ، باید ددواړو خواوو په حضور کي هغوی ته ددندو هدایت ورکړه شي .
دیارلسمه ماده :
په داسي وخت کي چي مهاراجا رنجیت سنګ له شاه شجاع نه فوج وغواړي ، شاه شجاع
به د خپل فوج نه مسلمانان د مهاراجا قوماندانانو ته ور لیږي او که مهاراجا
پیښور ته راشي ،شاه شجاع به یو شهزاده د مهاراجا استقبال
ته ور لیږي . مهاراجا به د شهزاده پر وړاندي له زیات احترام نه کار اخلي .
څوارلسمه ماده :
د انګریز ، رنجیت سنګ او شاه شجاع دوستان او دښمنان به یو وي . دوست به د ټولو دوست او دښمن به د ټولو دښمن وي .
پنځلسمه ماده :
دافغانستان د امیر په توګه د شاه شجاع پر تخت کیناستلو او د سپاه ور لیږلو
ارزښت دوه سوه زره روپۍ ټاکل کیږي . د انګریز د کمپاني د پریکړي په صورت
کي به پنځه زره سپاره او پیاده مسلمان فوج د
شاه شجاع د تود هر کلي لپاره ور لیږل کیږي . که مها راجا رنجیت سنګ له شاه
شجاع وغواړي او د انګریز کمپاني پریکړه وکړي ، شاه شجاع به ټاکل شوي پیسې
تحویلوي .
شپاړسمه ماده :
د سند سیمي د سند په آمیرانو پوري اړه لري . شاه شجاع او د هغه کورنۍ هیڅ
وخت ددې سیمو ادعا نه کوي . د سند آمیران په کال کي شاه شجاع ته درې
میلیونه روپۍ ور کوي . شاه شجاع ددې پیسو نیمایي مهار اجا ته ور
کوي . د سند د آمیرانو له خوا ددې پیسو د ورکولو پریکړه به د انګریز د
کمپاني له خوا پر خپل وخت وشي . د سند د آمیرانو سره د مهاراجا د پخوانۍ
معاهده لغوه کیږي . د مهاراجا او د سند د آمیرانو تر مینځ نوري
اړیکي پر خپل ځای پاتي کیږي .
اولسمه ماده :
کوم وخت چي شاه شجاع کابل او کندهار فتح کي ،هیڅ وخت به د خپل ورور د زوی
چي د هرات حاکم دی ، په کارونو کي مداخله او یا پر هغه تعرض ونه کړي .
اتلسمه ماده :
شاه شجاع او د سدوزایي ټوله کورنۍ به د انګریز د کمپاني او مهاراجا رنجیت
سنګ له اجازې پرته د نورو پاچاهانو سره هیڅ ډول معاملې نه کوي . هر وخت که
بهرني پاچاهان د انګریز د کمپاني او مهاراجا رنجیت سنګ پر
وړاندي د افغانستان د خاوري له لاري لښکر کښي کوي ، شاه شجاع ژمنه کوي چي د
خپلو ځواکونو په وسیله یې مخ ونیسي . د انګریز کمپاني ، مهاراجا او شاه
شجاع په پوره خوښي او رضایت دا معاهده لاسلیک او د هغي د
عملي کېدو ژمنه کوي .
لاهور ، ۲۶ جون ۱۷۳۸
د مکناټن ، رنجیت سنګ
او شاه شجاع لاسلیکونه .
د معاهدې تر لاسلیک
کېدو وروسته د انګریز حکومت له شاه شجاع وغوښتل چي
شهزاده
محمد تیمور دې
د مهاراجا له ځواکونو سره پاتي شي . مهاراجا به هغه ته زیات احترام وکړي .
انګریزي صاحب منصبان به د محمد تیمور سره په ګډه د خیبر له لاري پر کابل
برید وکړي .
پای
سر چینه : د افغانستان سیاسي تاریخ - تالیف سید مهدي – لمړی چاپ ۱۳۱۴ – دوهم چاپ
۱۳۷۱