 |
څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي | تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
|
|
انار د ډېرو نارغیو درمل
|
انار د هر چا او د هر کور مهم ضرورت دی دا يو طبعي ميوه ده چي ښکلی شکل او ښکلي دانې لري په ونه کې کرل کيږي. د انار دانې او پوستکی د مختلفوامراضولپاره ګټوردي لکه : د خېټې درد د دې خلک کولی شي چې انار دانې اوبو کې اومښي مالګه او تورمرچ د ضرورت په اندازه ورسره يوځاي کړي نو هغه څوک چې د خېټې له درده زوریږي ورسره به روغ شي. • د زيړي لپاره زيات استعماليږي . • زړه ،پښتورګی او جيګر قوي کوي د تندې لپاره هم ګټور دي. • وينه صفا کوي، زياتوي او وجود ته وده ورکوي کوم مريض چې د مرض څخه وروسته ضعيف وي نو هغه ته د دوا په طريقه انار ورکړي روغ به سي. •دانې يي هم هاضمه جوړوي او اسهال دروي سيلان خون،بواسيرخوني او داسې نورو امراضو لپاره دوا ده . • پوستکي يي زخمونو اود ګيډې چينجيو لپاره استعماليږي. • تروه انار هم زړه، جيګر، زيړي او تبې لپاره ګټور ثابتیدای شي. • د تروه انارو پوستکي چې ښه ميوه يي او سياه دانه ورسره يوځاي شي د اعصابو او معدې لپاره فايده لري. • انار يوه نرمه غذا ده د وجود حرارت نارمل ساتي او په انارو کې د اجزاء شاملې دي لحميه شکر، کلسيم فارسفورس او فولاد. • لوړه پيدا کوي يعنې اشتها راولي ،صفراوي،استفراق لپاره د انارو دانې استعماليږي. • د وچ او لوند خارښت لپاره د انارو دانې استعمال فايده لري.
|
|
|
|
|
|
|