 |
څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي | تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
|
|
دسترګو د شاوخوا توروالی
|
د سترګو پر شاوخوا د رنګ و تاریکي یا هم و نصواري کړۍ ته وایی چی د ښکلا د ستونزو سبب کیږي، او ډیری ښځي د هغه څه ځوریږي، ددې ناورغۍ پیښي یې په نارینو کي هم وجود لري. ولي د سترګو پر شاوخوا توروالی منځ ته راځي؟ د سترګو د شاوخوا توروالی د اجفانو (پشتان) د پوستکي د ساحې د رګونو دټینګوالي له امله منځ ته راځي چي د پوستکي تر ټولو نازکه برخه ده، چي 0.5 ملی متره (د پوستکي د نورو برخو په پرتله چي په منځني ډول ۲ملی متره) پنډوالی لري، د ویني رګونه کولای سي په اسانۍ سره په دغه ناحیه کي رنګه تغیرات راولي یا هم Pigmentary Demarcation lines پراخه کړي چي په عادي حالت کي دغه لیکي د اجفانو ( پشتان) پر څنګ شتون لري منځ ته راسي. د سترګو د شاوخوا سببونه. . دا ناروغي په یو شمیر کسانو کي په ارثی یا کورني ډول منځ ته راځي. • وروسته د ضربې څه یا د یو شي ټکر د سترګي پر شاوخوا . • د ځینو دواو استعمال لکه Minocycline او Chloroquine. • د کیمیاوي موادو سره اړیکه لکه د نقرې مرکبات او داسي نور... • د همهغه ناحیې د پوستکي د التهابي ناروغیو څه وروسته لکه اتوپیک درماتیت او د سترګي پر شاوخوا حساسیتونه. • د شدیدو ناروغیو څه وروسته لکه هیپاتیت ملاریا، محرقه او داسی نور. • د ینې ناروغي او د سترګي د شاوخوا د عضلاتو شدیده او اوږدمهاله ستومانتیا د ډیري مطالعې ، تلویزیون، کمپیوټراو داسی نورو شیانو ته د کتلو پرمهال. • دوامداره کم خوابي او نارامه خواب. • د بدن عمومي کمزوري • سینوزیت • رواني تنشنونه او اضطراب. • دوامداره او شدیده سردردي. څنګه کولای سو د سترګو د شاوخوا د توروالي مخنیوی او درملنه وکړو؟ • د هغه فکتورنو څه مخنیوی چي د ناروغۍ د ډیریدوسبب کیږي. • پوره خوب کول ( په ۲۴ ساعتونو کي لږ ترلږه ۷ تر ۸ ساعتو پوري ) • د لمر و وړانګو ته د مخامخ کیدو پر مهال د لمر ضد عینکي په سترګو کول. • که مو پوستکی وچ وي د نرم کونکو کریمونو څه ګټه اخستل. • و غذا ته مو متوجه و اوسی او د بیلابیلو غذاو څه چي د بدن ټولي اړتیاوي مو پوره کړي ګټه واخلی. • په یخچال کي د یخ سویو پټاټو او بادرنګو استعمال، د پوستکي پر همهغه ساحه باندي چي د رګونو د تقبض یا تنګيدو او د سترګي د شاوخوا د عضلو سستي له منځه وړي او کیدای سي د لنډ وخت لپاره د سترګي د شاوخوا توروالی کم کړي. • هغه دوا چي د پوستکي د متخصص لخوا تاسي ته ښودل سوېده، د لارښووني سره سم او په منظمه توګه استعمال کړی.
|
|
|
|
|
|
|