قلم
د خدای د ثنا او ستاینی په خیال کی ډوب و. د عجز په حال کی یی له لوی څښتن
سره راز کاوه او ددی هیله یی کوله چی دده د ژبی بیان د خدای د ستاینی
لیاقت پیدا کړی او دده په ثنا کی د خدای د لویښت درناوی وسی.
د
التجا په حال کی د کاغذ پر مصلا سجده کوی او عجز کوی چی ګوندی دده دلیکنی
توان د خدای دښایستونو د ستاینی وړ وګرځی. قلم د خدای لمانځنه کوی او هسی
په نیاز کی د عبادت او عبودیت ژړا کوی. قلم ددغو اندېښنو په ټال کی ډوب
پرېوتی او پرته له دی چی پوه شی، د اوښکو څاڅکو یی د خدای ښایست د نون د
توری د رمز په تعبیر کی د زړه په سوز، د ژبی په کرښه، د سر په سترګو، او د
اوښکو په نم لیکلی. د قلم د زړه د صفا تائید ته آسمانونه نزول کوی: ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ «په قلم او په هر هغه څه چی لیکی یی» (قران ۶۸:۱)
نو
ځکه ددغه حقیقت رمز روښانه کېږی چی اللّه جمیل و یُحِبُ جَمال، «خدای
ښایسته دی او ښایست یی خوښېږی.» دغه ښایستونه د طبیعت په نندارتون کی د
موسم د اوښتلو سره د خدای ثنا کوی او د ویښ وجدان له خاوندانو نه هیله کوی
چی د خدای د ښایستونو په نندارتون کی د خدای ثنا او ستاینه وکړی. په دی
ښایستونو کی خیالونه لمبېږی او نڅېږی او د خدای لمانځنه کوی چی په هغه کی د
انسان د ژبی بیان د قلم په کرښو کی د خدای لمانځنی د ښکارندوی په توګه د
شعر په بحر او قافیه کی څرګندېږی.
شعر
د خدای الهام دی. دغه الهام د یوی ژوری اندیښنی په توګه د خیال په وزرو
الوزی او د ښایست د ستاینی لپاره د انسان د ژبی عبارتونه په پور اخلی او د
ښایسته انګازو په لړکی یی د شعر په جامو کی نغاړی او د ذوق خاوندانو ته
یی وړاندی کوی.
خو
شعرونه، په تېره بیا پسرلنی شعرونه، نه ښایی چی یوازی د ګل او بلبل ستاینی
ته معطوف او محدود و ساتل سی. په دی پرتله د طبیعت ستاینه باید په ماهیت
کی د خدای ثنا وی څو هم په کی ښایستونه ستایل سوی وی، او هم د ښایستونو
جوړونکی. دا چی د پسرلی ښایست باید د خدای د ښایست د تمثال په توګه و
ستایل او ولمانځل سی.