 |
څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي | تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
|
|
لمر او غر
|
د
لمر زرینو وړانګو د طبیعت د تجلی د نندارتون ددغی ورځی وروستی شيبی په
ښایست سمبالولی. په لوېدیز افق کی د نیلی رنګه توربخوندو غرونو د لوړو څوکو
شا ته د لمر وړانګینی پلوشی د افق په ټوله انتها کی خپری وی او د ورېځو
څپانده لړۍ یی د سپینو روښانه، ژړو، نارنجی، سوربخوندو، او الوانی تورچکو
رنګونو په ښایست رنګینی کړی وی چی د جنوب د لری افق په لوری غزېدلی وی. ور
څېرمه د لمر ځلانده او برېښانده وړانګی د تورو ورېځو له مینځه د بنفشی
پلوشو په وزرونو الوتلی او د غره د لوړی څوکی یوه نیغه پرښه یی د تېر
مازدیګر په تېریدونکو وړانګو روښانه کړی وه.
نری
باران په خپلو روښانه اوښکو او د ملایم شمال په مرسته او ملتیا دی خواته
را روان و. د آسمان په هسکه لوړه کی ځلانده ستورو د طبیعت د ښایست په
ننداره کی د حیرت سترګی رپولی او ځانونه یی د شپی ننداری ته جوړول. زهری د
عادت له مخی خپله خوښی په نیولی مسکا کی نیولی وه او د لمر د سرو وړانګو په
رڼا کی یی سینګار کاوه.
ختیز
افق د شپی هرکلی ته سترګی په لاره وه. هلته د پسرلی نری باران د غرو څوکی
ښکلولی. سپوږمۍ چی کرۍ ورځ د لمر په پلوشو کی لمبیدلی وه د آسمان په لوړو
کی ولاړه وه او د باران له څاڅکو نه یی د ملغلرو امییل پېیه. د سپوږمۍ شا
ته د ختیز افق په لری لمن کی شپی تور سالو خپراوه او د لمرلوېدلو ښکلا ته
په حیرت کی کښېوتلی وه
|
|
|
|
|
|
|