څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د داود خان د کودتا جریان




د داود خان د کودتا جریان

جنرال عبدالقادر په خپلو سیاسي خاطرو کې وايي، چې ما د داودخان سره د کودتا په اړه د لیدنې په ترڅ کې د ګڼو خبرو ترڅنګ وپوښتل، چې که احیانا کودتا ناکامه شي، نو څه به کیږي؟ داود خان په خپلې بریا یقيني و او ویل، چې کودتا به تر بریا رسیږي.
ویل کيږي ، چې داود خان خپلو نږدې وزیرانو دوکه کړ، چې تاسو د لومړي وزارت له څوکۍ څخه استعفا ولیکئ او شاه ته یې وړاندې کړئ. هغه به ستا استعفا منظور نه کړي او ستاسو د خوښې سره سم به په اساسي قانون کې بدلونونه رامنځته او ستاسو غوښتنې به ومني. خو برعکس، کله چې داود خان ظاهرشاه ته خپله استعفا وړاندې کړه، هغه هم منظور کړه، له واکه ګوښه او لس کاله پر کور پاتې شو. د ۱۳۴۳ لمریز کال په نوي اساس قانون کې ۲۴ مه ماده داود خان د خپل ځان په زیان وګڼل او د بشپړ واک د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شو.
د یاد اساسي قانون ۲۴ ماده په لاندې ډول وه:
«د باچا زوی، لور، ورور، خور، ددوی ښځې او مړونه او زامن او لوڼې او د باچا تره او د تره زامن د باچايي کورنۍ غړي دي. د دولت په رسمي تشریفاتو کې باچايي کورنۍ په باچا او ملکې پسې جوخت ځای نیسي....
د باچايي کورنۍ غړي په سیاسي ګوندونو کښې ګډون نه کوي او دغه وظیفې په غاړه نه اخلي:
۱: صدارت عظمی او وزارت،
۲: د شورا غړیتوب،
۳: د سترې محکمې غړیتوب،
د باچايي کورنۍ غړي خپل حیثیت د باچايي کورنۍ د غړي په صفت تر څو چې ژوندي وي، ساتي.»
خو د داود خان د کودتا یو تن شریک بیا وايي چې د هغه غوصه آن د واک څخه د لیري کېدو په لومړۍ ورځ راپورته شوه او د ګوښه کېدلو په دوهمه ورځ یې په خپل کور کې جوړې شوې غونډې ته د کودتا له لارې د واک تر لاسه کولو اشاره ورکړې وه. خو کله چې د کودتا کولو وخت نږدې شو، نو ۱۱ نفري ګروپونه یې تشکیل کړه، تر څو د مهمو شخصیتونو د تګ، راتګ لاره، وخت، ځای او نور معلومات تر لاسه کړي، همدارنګه دوی وتوانېدل چې د ګارډ د قوماندان ضياء مجید په مرسته آن د ارګ د سلاکوټ د کیلۍ کاپي هم پيدا کړي.
ښاغلی غوث خیبري په خپل اثر (د لوی افغان تاریخ) کې لیکي، سردار داود خان یو پوځي شخصیت او په چټکۍ سره د هيواد د چټک پرمختګ غوښتونکی و، خو برعکس محمدظاهرشاه په هر حرکت کې د ورو او مټه رفتار پلوی و. د دواړو ترمنځ همدا د نظر بدلون د پاچا او لومړي وزیر ترمنځ د ژورو اختلافاتو سبب وګرځېد او داودخان استفعاء ته اړ شو. ښاغلی غوث خیبري د چنګاښ د کودتا اړوند لیکي چې د داود خان کودتا ته انقلاب نه شي ویل کېدلای، ځکه ولس په کې ګډون نه و کړی. او کودتا هم نه شي ورته ویل کېدلای، ځکه چې یو څو تنو پوځیانو د شاه د نه شتون څخه په ګټې اخیستنې سره په یوه غلچکي عمل لاس پورې کړ او په یاد عمل کې د ټول پوځ رضایت نه و.
د افغاستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه لیکنه لیکوال د کودتا جریان په دې ډول راخیستی، چې د جولای په ۶ (۱۹۷۳) کال د عراق په سفارت کې د هغه هيواد د ملي ورځې په مناسبت مېلمستیا وه او د حکومت وزیران او جنرالان په دې مېلمستیا کې سخت نشه او مست وشنګول شول. تر دې مراسمو وروسته د امریکا د سفیر په کور کې د هغه هيواد له خوا د کابل په سفارت کې د نوي نظامي اتشه د مقررۍ او معرفۍ مېلمستيا وه، چې دا مسته او شنګولې ډله هلته هم ورغله او نوره هم پسې مسته شوه. په دوی کې جنرال خان محمد او سردار عبدالولي هم شامل وه.
د شپې پر یوه نیمه بجه د کودتا د لارښود محمد داود له خوا د عملیاتو د پلان د تطبیق امر وشو او د شپې تر درې بجو پورې جنرال خان محمد د کور په زېرخانه کې چې د اوړو د بوجیو تر شا پټ و را وایستل شو او ونیول شو، سردار عبدالولي هم ګرفتار شو، مارشال شاه ولي خان او مېرمن یې له پغمان څخه بندیان راوستل شول، صدراعظم محمد موسی شفیق په قرغه کې ونیول شو، ملکه حمیرا او د باچايي کورنۍ نور غړي ټول د کورو یا صدارت په زندانو کې واچول شول. همدارنګه د اردو مختلفو قواوو قوماندان د کودتاچیانو په لاس کې بندیان شول . . .
محمد شریف منصور

از کتابخانۀ:

محمد شریف منصور

نویسنده:

محترم داود افغان











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us